Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۰. سورت عبس

عبس

Abasa / عبس · ۸۰ · ۴۲ آیتونه

دا پاڼه د سورت عبس عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. عَبَسَ وَتَوَلَّىٰ

    (محمد ص) وچولی (تندی) يې تریو کړ او مخ یې واړوه؛

  2. أَن جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ

    په دې خبره چي هغه ړوند (عبدالله) ورته راغي. (د محمد ص او د قریشو د مشرانو تر منځ یې خبري پرې کړې).

  3. وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّىٰ

    [اې پېغمبره (ص)!] ته څه خبر یې كېدای شي چى هغه (ړوند) پاك شي؛

  4. أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَىٰ

    يا نصيحت ته ځير شي او نصيحت كول هغه ته ګټه ورسوي؟

  5. أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَىٰ

    كوم سړي چي بې پروايي غوره کړه؛

  6. فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّىٰ

    د هغه لوري ته خو تا پاملرنه وکړه؛

  7. وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ

    په داسي حال کښي چي كه هغه پاك نشي، نو پر تا یې څه ضمانت دی؟

  8. وَأَمَّا مَن جَاءَكَ يَسْعَىٰ

    او څوك چي په خپله تا ته په منډه راغی،

  9. وَهُوَ يَخْشَىٰ

    او هغه وېرېده،

  10. فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ

    له هغه سره تا بې پروايي وکړه.

  11. كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ

    هیڅكله نه، دا (سورت) خو يو نصيحت دی.

  12. فَمَن شَاءَ ذَكَرَهُ

    د چا زړه چي غواړئ، هغه دې ومني؛

  13. فِي صُحُفٍ مُّكَرَّمَةٍ

    دا (قُرآني آیتونه) په مبارکو صحيفو کښي نغښتي دي؛

  14. مَّرْفُوعَةٍ مُّطَهَّرَةٍ

    لوړه مرتبه لرونكي دي، پاکي دي؛

  15. بِأَيْدِي سَفَرَةٍ

    د عزتمندو (پرښتو) په لاسونو کښي دي؛

  16. كِرَامٍ بَرَرَةٍ

    او د غوره او نېکو ليكونكو (په لاسونو کي).

  17. قُتِلَ الْإِنسَانُ مَا أَكْفَرَهُ

    لعنت (هلاکت) دي پر (كافر) انسان وي، څومره كلك د حق منكر دى.

  18. مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ

    الله له څه شي څخه دی پيدا کړی دى؟!

  19. مِن نُّطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ

    د نطفې له يو څاڅكي څخه الله پيدا کړ، بيا یې د ده تقدير وټاكه؛

  20. ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ

    بيا یې د ده لپاره د ژوند لاره اسانه کړه؛

  21. ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ

    بيا یې دی مړ کړ او قبر ته یې ورساوه؛

  22. ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنشَرَهُ

    بيا كله چي یې خوښه شي، هغه به دوهم ځل راپاڅوي.

  23. كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ

    هیڅكله نه، ده هغه فرض نه دى اداء کړی، چي الله ورته حُكم کړی ؤ.

  24. فَلْيَنظُرِ الْإِنسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ

    بيا دي انسان خپلو خوړو ته وګوري.

  25. أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا

    موږ ښې اوبه راتوی کړي دي؛

  26. ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا

    بيا ځمکه مو په عجيبه شان شلولې (څیرلې) ده؛

  27. فَأَنبَتْنَا فِيهَا حَبًّا

    بيا په هغې كي مو غلې، دانې را زرغونې کړي دي،

  28. وَعِنَبًا وَقَضْبًا

    او انګور او سابه،

  29. وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا

    او ښوون (زیتون)، او كجوري (خُرما)،

  30. وَحَدَائِقَ غُلْبًا

    او ګڼ باغونه،

  31. وَفَاكِهَةً وَأَبًّا

    او ډول ډول مېوې او شينلي (واښه)؛

  32. مَّتَاعًا لَّكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ

    د ژوند د وسايلو په توګه، ستاسي او ستاسي د څارويو لپاره.

  33. فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ

    په پای کښي چي كله هغه غوږ كڼوونكې چيغه پورته شي؛

  34. يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ

    هغه ورځ چي سړی (انسان) له خپل وروره تښتي،

  35. وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ

    او له خپلي مور، او خپل پلار،

  36. وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ

    او خپلي مېرمني او له خپلو اولادونو څخه (تښتي)؛

  37. لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ

    له هغو څخه به پر هر يوه په دې ورځ داسي حالت راشي چي د ځانه پرته به يې بل هيچا ته پام نه وي.

  38. وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ

    ځیني مخونه به په دې ورځ راڼه ځليږي؛

  39. ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ

    ورين خندان او خوښ او تازه به وي؛

  40. وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ

    او په ځينو څېرو به په دې ورځ خاوري دوړيږي؛

  41. تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ

    او سوي سكور به اووښتي وي؛

  42. أُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ

    (دا تور مخي) همدا كافران او فاجران خلك دي.

Holy Quran-Pashto