Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۳. سورت الضحى

الضحى

Ad-Duha / الضحى · ۹۳ · ۱۱ آیتونه

دا پاڼه د سورت الضحى عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَالضُّحَىٰ

    په څاښت (رڼا ورځ) باندي قسم دی؛

  2. وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ

    او (قسم دی) په تياره شپه چي کله د چوپتيا سره خوره شي؛

  3. مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ

    [اي پېغمبره (ص)!] ستا رب، ته هیڅكله نه یې پرېښی او نه درڅخه ناخوښى شوى دى.

  4. وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَّكَ مِنَ الْأُولَىٰ

    او هرو مرو ستا لپاره اخیرت له دُنیا څخه ډېر ښه دی.

  5. وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ

    او ډېر ژر به ستا رب تا ته دومره درکړي چي ته خوشحاله شې.

  6. أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ

    ايا هغه ته يتيم و نه موندلې او بيا یې هستوګنځی درته برابر کړ؟

  7. وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَىٰ

    او ته یې (د شریعت د احکامو څخه) نابلده وموندلې او بيا یې لارښوونه درته وکړه؛

  8. وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَىٰ

    او ته یې بېوزلی وموندلې او بيا یې شتمن کړې؛

  9. فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ

    نو پر يتيم باندي قهر مه كوه؛

  10. وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ

    او سوالګر مه رټه؛

  11. وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ

    او په ژبه د خپل رب د نعمت څرګندونه (خلکو ته) وکړه.

Holy Quran-Pashto