Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۴۴. سورت الدخان

الدخان

Ad-Dukhan / الدخان · ۴۴ · ۵۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت الدخان عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. حم

    حا، میم؛

  2. وَالْكِتَابِ الْمُبِينِ

    قسم پر دغه څرګندوونكي كتاب دى؛

  3. إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ ۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ

    چي موږ دغه (قُرآن) په يوه ډېره بركتناکه او غوره شپه کښي نازل کړی دى، ځكه موږ د خلكو د تنبيه كولو اراده درلودله.

  4. فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ

    په دغه (شپه) کي د هري معاملې پر حكمت ولاړه فېصله صادريږي؛

  5. أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا ۚ إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ

    زموږ په امر. موږ (د يو پېغمبر) لېږونكي يوو؛

  6. رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    ستا د رب د رحمت په توګه. په باوري ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.

  7. رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ إِن كُنتُم مُّوقِنِينَ

    د اسمانونو او ځمکي رب او د هر هغه څه رب چي د اسمان او ځمکي په منځ کښي دي، كه تاسي په رښتيا باور كوونكي یاست.

  8. لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ رَبُّكُمْ وَرَبُّ آبَائِكُمُ الْأَوَّلِينَ

    له هغه پرته هیڅوک د عبادت وړ نشته. همغه ژوند وركوي او هماغه مرګ وركوي. ستاسي رب او ستاسي د هغو پلرونو، نیکونو رب چي مخکي تېر شويدي.

  9. بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ يَلْعَبُونَ

    (خو په واقع کښي د دوى باور نه شته) بلکي دوى پخپل شك کښي لوېدلي دي چي په لوبي لګیا دي.

  10. فَارْتَقِبْ يَوْمَ تَأْتِي السَّمَاءُ بِدُخَانٍ مُّبِينٍ

    ښه نو، د هغي ورځي انتظار وکړه چي د اسمان غاړي ته يو څرګند لوګى ښكاره شي؛

  11. يَغْشَى النَّاسَ ۖ هَـٰذَا عَذَابٌ أَلِيمٌ

    او هغه پر خلكو باندي خپور شي، دغه دردناکه سزا ده.

  12. رَّبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ

    (وايي به) "پروردګاره، له موږ څخه دغه عذاب ايسته کړه؛ په یقیني توګه، موږ ايمان راوړونكي يوو."

  13. أَنَّىٰ لَهُمُ الذِّكْرَىٰ وَقَدْ جَاءَهُمْ رَسُولٌ مُّبِينٌ

    د دوى غفلت چيري ايسته کیږي، د دوى حال خو دا دى چي پېغمبر ښكاره بيانوونكى ورته راغى،

  14. ثُمَّ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَقَالُوا مُعَلَّمٌ مَّجْنُونٌ

    بيا هم دوى د هغه خوا ته التفات ونه کړ او ویې ويل: "دا يو ليونى دى چي ښوونه ورته شوې ده."

  15. إِنَّا كَاشِفُو الْعَذَابِ قَلِيلًا ۚ إِنَّكُمْ عَائِدُونَ

    كه موږ لږ شانته عذاب ايسته كوو، تاسي به بيا هماغه څه وکړئ چي مخکي مو كول.

  16. يَوْمَ نَبْطِشُ الْبَطْشَةَ الْكُبْرَىٰ إِنَّا مُنتَقِمُونَ

    كومه ورځ چي موږ سخته نيونه كوو، هغه ورځ به وي چي كله ستاسي څخه غچ اخلو.

  17. ۞ وَلَقَدْ فَتَنَّا قَبْلَهُمْ قَوْمَ فِرْعَوْنَ وَجَاءَهُمْ رَسُولٌ كَرِيمٌ

    موږ له دې څخه مخکي د فرعون قوم په همدې ازموېنه کښي واچاوه. هغو ته (زموږ له خوا) يو عزتمند پېغمبر ورغى؛

  18. أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ اللَّهِ ۖ إِنِّي لَكُمْ رَسُولٌ أَمِينٌ

    او هغه وويل: "د الله بندګان ما ته وسپارئ، زه ستاسي لپاره يو امانتدار پېغمبر يم؛

  19. وَأَن لَّا تَعْلُوا عَلَى اللَّهِ ۖ إِنِّي آتِيكُم بِسُلْطَانٍ مُّبِينٍ

    او د الله په مقابل کښي سرغړاوى مه كوئ. زه تاسي ته (د خپل ماموريت ) څرګند سند وړاندي كوم؛

  20. وَإِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ أَن تَرْجُمُونِ

    او ما د خپل رب او ستاسي د رب پناه له دې څخه غوښتې ده چي تاسي پر ما په تيږو ويشتلو سره يرغل وکړئ؛

  21. وَإِن لَّمْ تُؤْمِنُوا لِي فَاعْتَزِلُونِ

    كه تاسي زما خبره نه منئ، نو پر ما باندي د لاس پورته كولو څخه ډډه وکړئ."

  22. فَدَعَا رَبَّهُ أَنَّ هَـٰؤُلَاءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُونَ

    په پاى کښي موسی (ع) خپل رب ته دُعا وکړه چي دغه (قبطیان) یو ګناهکار قوم دی.

  23. فَأَسْرِ بِعِبَادِي لَيْلًا إِنَّكُم مُّتَّبَعُونَ

    (ځواب ورکړه شو) "ښه نو، د شپې زما بندګان درسره بوځه. تاسي به د (فرعونیانو له خوا) تعقيب کېږئ.

  24. وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ۖ إِنَّهُمْ جُندٌ مُّغْرَقُونَ

    او سمندر پخپل حال پرانستى پرېږده. دغه ټول لښكر غرقېدونكى دى."

  25. كَمْ تَرَكُوا مِن جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ

    څومره باغونه، چينې یې پرېښودل؛

  26. وَزُرُوعٍ وَمَقَامٍ كَرِيمٍ

    (همدارنګه) كښتونه او ځلانده محلونه؛

  27. وَنَعْمَةٍ كَانُوا فِيهَا فَاكِهِينَ

    څومره د ژوندانه وسايل، چي هغوى پکښي مزې چړچې (كولې له هغوى څخه وروسته پاتي شول).

  28. كَذَٰلِكَ ۖ وَأَوْرَثْنَاهَا قَوْمًا آخَرِينَ

    دا د هغوعاقبت شو، او موږ نور خلك د دغو شيانو وارثان وګرځول.

  29. فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ وَمَا كَانُوا مُنظَرِينَ

    نو پر هغو باندي خو نه اسمان وژړل او نه ځمكي، او لږ شانته مُهلت هم هغو ته ورنه کړل شو.

  30. وَلَقَدْ نَجَّيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِينِ

    په دې ډول موږ بني اسرائيلو ته له ډېر سپكوونكي عذاب څخه نجات ورکړ؛

  31. مِن فِرْعَوْنَ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَالِيًا مِّنَ الْمُسْرِفِينَ

    له فرعون څخه نجات، چي په باوري ډول له حد څخه په اوښتونكو کښي ډېر زيات تېرى كوونكى و.

  32. وَلَقَدِ اخْتَرْنَاهُمْ عَلَىٰ عِلْمٍ عَلَى الْعَالَمِينَ

    او د هغو (بني اسرائیلو) د حالت په پېژندنه مو هغو ته د نړۍ پر نورو قومونو باندي ترجيح ورکړه،

  33. وَآتَيْنَاهُم مِّنَ الْآيَاتِ مَا فِيهِ بَلَاءٌ مُّبِينٌ

    او هغو ته مو داسي نښانې وښودلې چي څرګنده ازموينه په کښي وه.

  34. إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ لَيَقُولُونَ

    بېشکه دوى خو دا وايي چي:

  35. إِنْ هِيَ إِلَّا مَوْتَتُنَا الْأُولَىٰ وَمَا نَحْنُ بِمُنشَرِينَ

    "زموږ له لومړني مرګ څخه پرته نور څه نشته، له هغه وروسته بيا دوهم ځل موږ راپاڅول كېدونكى نه يوو؛

  36. فَأْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    كه تاسي رښتيني ياست، نو زموږ پلرونه، نیکونه راولئ."

  37. أَهُمْ خَيْرٌ أَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ أَهْلَكْنَاهُمْ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ

    دوى (قُریش) ښه دي كه د تُبع قوم او له هغو څخه مخکي كسان؟ - موږ هغوى په همدې اساس تباه کړل چي مجرمان شوي ول.

  38. وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ

    دغه اسمانونه او ځمکه او د دوى تر منځ شيان موږ د لوبو لپاره نه دي پيدا کړي؛

  39. مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    موږ دا په حقه پيدا کړيدي، خو زياتره خلك په دې نه پوهيږي.

  40. إِنَّ يَوْمَ الْفَصْلِ مِيقَاتُهُمْ أَجْمَعِينَ

    د دوى ټولو د پاڅولو لپاره ټاكلى وخت د فېصلې ورځ ده؛

  41. يَوْمَ لَا يُغْنِي مَوْلًى عَن مَّوْلًى شَيْئًا وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

    هغه ورځ چي هيڅ يو خواخوږى خپلوان به خپل كوم بل خواخوږي دوست ته په هیڅ درد دوا نشي او نه به له كوم لوري هغوى ته څه مرسته ورسیږي.

  42. إِلَّا مَن رَّحِمَ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ

    پرته له دې چي الله پر چا باندي رحم وکړي. همغه برلاسى او خورا مهربان دى.

  43. إِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّومِ

    د زقوم ونه به،

  44. طَعَامُ الْأَثِيمِ

    د ګناهګارانو (کافرانو) خوراك وي؛

  45. كَالْمُهْلِ يَغْلِي فِي الْبُطُونِ

    د تيلو د خيري غوندي، په ګېډه کښي به داسي واېشېږي،

  46. كَغَلْيِ الْحَمِيمِ

    لكه خوټېدلي اوبه چي ځوښ وهي.

  47. خُذُوهُ فَاعْتِلُوهُ إِلَىٰ سَوَاءِ الْجَحِيمِ

    (وبه ويل شي) "دى ونيسئ او په رسوايۍ سره یې د دوږخ منځ ته را کاږئ؛

  48. ثُمَّ صُبُّوا فَوْقَ رَأْسِهِ مِنْ عَذَابِ الْحَمِيمِ

    او پر سر یې د خوټېدلو اوبو عذاب ور واړوئ.

  49. ذُقْ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْكَرِيمُ

    وڅكه د دې خوند، (هو كنه!) ته ډېر برلاسى عزتمند سړی یې!

  50. إِنَّ هَـٰذَا مَا كُنتُم بِهِ تَمْتَرُونَ

    بېشکه، دا (عذاب) همغه شى دى چي په راتلو کښي یې تاسي شك درلود."

  51. إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٍ

    له خدايه وېرېدونكي خلك به د امن په ځاى کښي وي؛

  52. فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ

    په باغونو او چينو کښي؛

  53. يَلْبَسُونَ مِن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَقَابِلِينَ

    د مزو او پرېړو ورېښمو جامې په تن، يو بل ته مخامخ به ناست وي،

  54. كَذَٰلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ

    دا به د هغو شان وي. او موږ به سرې او سپیني، ښايسته غټ سترګي پېغلي هغو ته واده کړو.

  55. يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ

    هلته به هغوى په ډاډېنه هر راز خوندور شيان غواړي.

  56. لَا يَذُوقُونَ فِيهَا الْمَوْتَ إِلَّا الْمَوْتَةَ الْأُولَىٰ ۖ وَوَقَاهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ

    هلته به د مرګ خوند هغوى هیڅكله ونه څكي، فقط په دنيا کښي چي كوم مرګ راغى، خو راغي. او الله به هغوى د دوږخ له عذاب څخه وژغوري؛

  57. فَضْلًا مِّن رَّبِّكَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    ستا د رب په فضل سره. همدا ستر برياليتوب دى.

  58. فَإِنَّمَا يَسَّرْنَاهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] موږ دغه كتاب ستا په ژبه اسانه کړی دى، تر څو دغه خلك پند واخلي.

  59. فَارْتَقِبْ إِنَّهُم مُّرْتَقِبُونَ

    اوس ته هم انتظار كوه، دوى هم منتظر دي.

Holy Quran-Pashto