-
وَالْعَادِيَاتِ ضَبْحًا
قسم په هغو اسونو دی چي په پرښهار ځغلي؛
-
فَالْمُورِيَاتِ قَدْحًا
بيا (په خپلو سومونو سره) سپرغۍ الوزوي؛
-
فَالْمُغِيرَاتِ صُبْحًا
بيا د سهار په څرک کښي يرغل کوي؛
-
فَأَثَرْنَ بِهِ نَقْعًا
بيا په دې وخت کښي د دوړو ګردونو بړبړكۍ جوړوي؛
-
فَوَسَطْنَ بِهِ جَمْعًا
بيا په همدې حالت کښي (د دښمن) کومي غونډي ته ځان ننباسي؛
-
إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ
حقيقت دا دی چي انسان د خپل رب ډېر ناشكره دی.
-
وَإِنَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٌ
او هغه په خپله په دې شاهد دی؛
-
وَإِنَّهُ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ
او هغه د مال او شتمنۍ په مينه کښي په ناوړه توګه اخته دی؛
-
۞ أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ
نو ايا (دا انسان) په هغه وخت نه پوهيږي چي كله په قبرونو کښي چي څه (ښخ) دي، هغه راوايستل شي؛
-
وَحُصِّلَ مَا فِي الصُّدُورِ
او په سينو كښي چي څه (پټ) دي، د هغو په رايستلو به د هغو پلټنه څېړنه وشي
-
إِنَّ رَبَّهُم بِهِمْ يَوْمَئِذٍ لَّخَبِيرٌ
هرو مرو د هغو رب په هغه ورځ ورڅخه ښه خبر دى.
۱۰۰. سورت العاديات
العاديات
Al-Adiyat / العاديات · ۱۰۰ · ۱۱ آیتونه
دا پاڼه د سورت العاديات عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.