Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۴۶. سورت الأحقاف

الأحقاف

Al-Ahqaf / الأحقاف · ۴۶ · ۳۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت الأحقاف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. حم

    حا، میم.

  2. تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

    د دغه كتاب نازلېدل د برلاسي او د حكمت د څښتن الله لخوا څخه دي.

  3. مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ

    موږ اسمانونه او ځمکه او ټول هغه شيان چي د هغو په منځ کښي دي په حقه او د يوې ځانګړي مودې له ټاكلو سره پيدا کړی دي. خو دغه كافران له هغه حقيقت څخه مخ اوړونكي دي چي دوى ته یې اخطار ورکړ شوى دى.

  4. قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِّن قَبْلِ هَـٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِّنْ عِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي كله په غړېدلو سترګو لیدلي دي چي هغه موجودات څه دي چي تاسي یې له خدايه پرته بولئ؟ لږ شان ما ته را وښياست چي په ځمکه کښي هغوى څه پيدا کړيدي، يا د اسمانونو په هستونه او تدبير کي د هغو څه برخه ده؟- له دې څخه مخکي كوم راغلى كتاب يا د علم څه نښانه كه (د دغو عقيدو په اثبات کي) ستاسي سره وي، نو همغه راوړئ كه تاسي رښتيني ياست."

  5. وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّن يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَن لَّا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَن دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ

    ښه نو، له هغه چا څخه به بل زيات ګمراه شوى انسان څوك وي چي له الله پرته هغه موجودات وبلي، چي تر قيامته پوري د هغه (دُعا، سوال) جواب نشي ورکولای. بلكي (دا بتان) له دې څخه هم ناخبره دي چي دوی ورته بلنه وركوي.

  6. وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ

    او كله چي ټول انسانان راغونډ کړای شي، په هغه وخت کښي به هغوى (باطل معبودان) د خپلو بلونكو دښمنان او د هغو له عبادت څخه به منكران وي.

  7. وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَـٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    دوى ته چي كله زموږ روښانه څرګند ايتونه اورول کیږي او حق یې مخي ته راځي، نو د هغه په باب وايي چي دا خو څرګندي کوډي دي.

  8. أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَلَا تَمْلِكُونَ لِي مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَا تُفِيضُونَ فِيهِ ۖ كَفَىٰ بِهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۖ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

    ايا دوى دا وایي چي پېغمبر (ص) دا له خپله ځانه جوړ کړی دى؟ - دوى ته ووايه: "كه ما دا (قُرآن) له ځانه جوړ کړی وي، نو تاسي به ما د خداى له نيوني څخه هيڅ ونشئ ژغورلای. کومي خبري چي تاسي جوړوئ، الله ورباندي ښه پوهیږي. زما او ستاسي په منځ کښي همغه د شاهدۍ ويلو لپاره بيخي كافي دى او هغه ډېر بښونکی او خورا مهربان دى."

  9. قُلْ مَا كُنتُ بِدْعًا مِّنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

    دوی ته ووايه: "زه خو كوم لومړنى بې سابقې پېغمبر نه يم؛ زه نه پوهېږم چي سبا ستاسي سره څه كېدونكي دي او زما سره څه کېدونكي دي؛ زه خو يوازي د هغي وحيي پپروي كوم چي ما ته رالېږل کیږي او زه له يو څرګند ښكاره متوجه كوونكي څخه پرته بل څه نه يم."

  10. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِن كَانَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَكَفَرْتُم بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي كله په دې کښي فكر کړی دى چي كه دغه کلام د الله لخوا وي او تاسي ترېنه انكار وکړ (نو ستاسي عاقبت به څه وي؟) او د همدې په څېر يو کلام باندي خو د بني اسرائيلو يو شاهد، شاهدي هم ويلې ده؛ هغه ايمان راوړ او تاسي پخپل غرور کښي وغورځېدلاست. بېشکه، الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي."

  11. وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَّا سَبَقُونَا إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَـٰذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ

    كومو خلكو چي له منلو څخه انكار کړيدى هغوى د مؤمنانو په باب وايي: "كه د دغه كتاب منل كوم ښه كار واى، نو دغه خلك په دې معامله کي زموږ څخه نه شوای مخکي كېداى." - څنګه چي دوى له هغه څخه هدايت ونه موندی، له دې كبله اوس به دوى هرومرو ووايي چي دا خو زاړه درواغ دي؛

  12. وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَىٰ إِمَامًا وَرَحْمَةً ۚ وَهَـٰذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَىٰ لِلْمُحْسِنِينَ

    په داسي حال کښي چي له دې (قُرآن) څخه مخکي د موسى (ع) كتاب د لارښود او رحمت په توګه راغلى دى؛ او دا كتاب په عربي ژبه کښي د هغه تصديق کوونكى راغلى دى؛ تر څو چي ظالمانو ته اخطار او د ښې كرنلاري غوره كوونكو ته زيرى ورکړي.

  13. إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    په باوري ډول كومو كسانو چي وويل یوازي الله زموږ رب دى، بيا ورباندي ټينګ پاتي شول، د هغو لپاره نه څه وېره شته او نه به هغوى غمجن وي.

  14. أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    ټول دغسي خلك جنت ته تلونكي دي، چي هلته به د تل لپاره اوسیږي. د خپلو هغو عملونو په مكافات كي (جنت ته ځي) چي په دنيا کښي يې كول.

  15. وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ

    موږ انسان ته، د خپل مور او پلار سره په غوره سلوك کولو هدایت کړیدی. د هغه مور کړاو وګاله، هغه یې په ګېده کښي وساته او د کړاو په ګاللو سره یې هغه وزېږاوه او د هغه په حمل او تي وركولو کښي یې دېرش مياشتي ولګېدلې. تر دې پوري چي هغه كله د خپل قوت عمر ته ورسېدی او د څلويښتو كلونو شو، نو هغه وويل: "اې زما ربه! ما ته توفيق راکړه چي زه ستا د هغو نعمتونو شكر ادا کړم چي تا ما ته او زما مور او پلار ته وركړيدي. او داسي نېک عمل وکړم چي په هغه سره ته راضي کېږې او زما اولاد هم نېكان کړه، ما بېغمه کړه، زه ستا حضور ته توبه كوم او له فرمان منونكو يعني مسلمانو بندګانو څخه يم."

  16. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَن سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ

    له دغه ډول خلكو څخه موږ د هغو ډېر ښه عملونه قبلوو او د هغو له بديو څخه تېرېږو. دوى به د هغي رښتيني وعدې سره سم چي ورسره کیږي، په جنتيانو کښي شامل وي،.

  17. وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَّكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِن قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَـٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    او هغه څوك چي مور او پلار ته یې وويل: "اف، تاسي تنګ کړم، ايا تاسي ما له دې څخه ډاروئ چي زه به له مرګه وروسته بيا له قبر څخه راويستل شم؟ پداسي حال کښي چي زما څخه مخکي ډېر نسلونه تېر شويدي (له هغو څخه خو هیڅ يوهم بېرته رانغى)." مور او پلار الله ته په فرياد كولو وايي: "اې كم بخته، د الله وعده ومنه، هغه رښتيا ده." - خو هغه وايي: "دا ټولي د تېرو وختو زړې افسانې دي."

  18. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ

    دا هغه خلك دي چي د خداى د عذاب فېصله ورباندي تطبيق شوېده. له دوى څخه مخکي چي د پېريانو او انسانانو کومي ډلي (د همدې ډول کړنلاري خاوندان) تېر شويدي، په همغوى کښي به دوى هم شامل وي. بېشكه دوى په زيان کي اخته كېدونكى خلك دي.

  19. وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    له دواړو ډلو څخه د هري يوې درجې د هغو د عملونو په لحاظ سره دي. تر څو چي الله د هغو د کړنو پوره بشپړه بدله ورکړي. پر هغو به هیڅكله ظلم ونه کړای شي.

  20. وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُم بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنتُمْ تَفْسُقُونَ

    بيا كله چي دغه كافران (د دوږخ) اور ته وړاندي کړل شي، نو دوى ته به وويل شي: "تاسي خپله برخه نعمتونه پخپل دنيوي ژوند کښي پاى ته ورسول او تاسي یې خوند واخيست. نو كوم تكبُر چي تاسي په ځمکه کښي په ناحقه وکړ او کومي نافرمانۍ چي تاسي وکړې، د هغو په مجازات کښي به نن تاسي ته د ذلت عذاب درکړل شي."

  21. ۞ وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

    دوى ته لږ شان د عاديانو د ورور (هود ع) کیسه واوروه؛ كله چي هغه په احقاف کښي خپل قوم ته خبردارى ورکړی و؛ او دغسي خبر دارى وركوونكي له هغه څخه مخکي هم تېر شوي ول، او له هغه څخه وروسته هم راغلل؛ چي له الله پرته د هيچا بندګي مه كوئ، زه ستاسي په حق کښي د يوې لویې هولناکي ورځي له عذاب څخه ويره لرم."

  22. قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

    هغوى وويل: "ايا ته د دې لپاره راغلى یې چي موږ تېر باسې، له خپلو معبودانو څخه مو واړوې؟ - ښه نو، راوله خپل هغه عذاب دي چي له هغه څخه موږ وېروې كه په رښتیا سره ته رښتينى یې."

  23. قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُم مَّا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَـٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ

    هغه وويل: "د دې علم خو له الله سره دى، زه یوازي هغه پيغام تاسي ته رسوم چي ورسره را لېږل شوى يم، خو زه ګورم چي تاسي جهالت غوره كوئ."

  24. فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُّسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَـٰذَا عَارِضٌ مُّمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُم بِهِ ۖ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ

    بيا كله چي هغوى د خپلو ناوونو (کښتنو او فصلونو) خوا ته هغه عذاب راتلونكى وليدی، نو وې ويل: "دا وریځ ده چي موږ به خړوب کړي." – (نو هود (ع) وویل ) «نه، بلکي دا هماغه شى دى چي د هغه لپاره تاسي بېړه كوله؛ دا د باد طوفان دى، چي په هغه کښي دردناك عذاب راروان دى؛

  25. تُدَمِّرُ كُلَّ شَيْءٍ بِأَمْرِ رَبِّهَا فَأَصْبَحُوا لَا يُرَىٰ إِلَّا مَسَاكِنُهُمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ

    د خپل رب په حكم سره به هر شى تباه کړي.» - په پاى کښي د هغو حالت دا شو چي د خپلو استوګنځيو پرته یې هلته نور هیڅ په نظر نه راتلل. په دې ډول موږ د مجرمانو قوم ته مجازات وركوو.

  26. وَلَقَدْ مَكَّنَّاهُمْ فِيمَا إِن مَّكَّنَّاكُمْ فِيهِ وَجَعَلْنَا لَهُمْ سَمْعًا وَأَبْصَارًا وَأَفْئِدَةً فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ سَمْعُهُمْ وَلَا أَبْصَارُهُمْ وَلَا أَفْئِدَتُهُم مِّن شَيْءٍ إِذْ كَانُوا يَجْحَدُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    په یقیني توګه، هغوى ته موږ د قوت او قدرت هغه څه ورکړي ول چي تاسي ته مو نه دي درکړي. هغو ته موږ غوږونه، سترګي او زړونه هر څه ورکړي ول. خو نه غوږونه د هغو په كار راغلل، نه سترګي او نه زړونه؛ ځكه چي هغوى د الله له ايتونو څخه انكار كاوه؛ او هغوى په همغه شي کښي راګير شول چي په هغه پوري يي ټوكي او مسخرې كولې.

  27. وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا مَا حَوْلَكُم مِّنَ الْقُرَىٰ وَصَرَّفْنَا الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

    ستاسي په شا و خوا سيمو کښي موږ ډېر كلي هلاک کړيدي، موږ د خپلو ايتونو په لېږلو سره بيا بيا په بېلا بېلو ډولونو سره هغوى وپوهول، ښايي چي هغوى (د حق لاري ته) راوګرځي.

  28. فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً ۖ بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    نو ولي هغو موجوداتو ورسره مرسته ونه کړه چي هغوى له الله پرته، الله ته د نژدې كېدو وسيله ګڼل، په خدايي سره یې نيولي ول. بلکي هغه خو له دوى څخه ورك شول او دا د هغو د درواغو او د هغو د ساختګي عقيدو پاى ؤ چي له ځانه یې جوړي کړي وې.

  29. وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ

    (او هغه پېښه هم د يادونې وړ ده). كله چي موږ د پېريانو يوه ډله ستا خوا ته راوستې وه، تر څو چي قُرآن واوري؛ كله چي هغوی هغه ځاى ته ورسېدل (چي هلته تا قُرآن لوسته) نو هغوى پخپلو منځو کښي سره وويل چوپ شئ! بيا كله چي هغه ولوستل شو، نو دوى خبرداروونكي د خپل قوم لوري ته ستانه شول.

  30. قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ

    هغوى (پيريانو) خپل قوم ته په ورتلو سره وويل: "اې زموږ قومه! موږ يو كتاب اورېدلى دى، چي له موسى (ع) څخه وروسته نازل کړی شوى دى، د هغو كتابونو تصديق کوونكى دى چي له ده څخه مخکي راغلي دي. د حق او د سمي لاري خوا ته لارښوونه كوي.

  31. يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

    اې زموږ قومه! د الله خوا ته د بلونكي بلنه قبوله کړئ او پر هغه باندي ايمان راوړئ. الله به ستاسي له ګناهونو څخه در تېر شي او تاسي به له دردناك عذاب څخه وژغوري."

  32. وَمَن لَّا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءُ ۚ أُولَـٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    او څوك چي د الله د بلونكي خبره ونه مني، هغه نه پخپله په ځمکه کښي څه قوت لري چي الله بېوسی کړي او نه د هغه داسي ملاتړ سر پرستان شته چي د الله څخه هغه وژغوري. دغسي خلك په څرګنده ګمراهۍ کښي غورځېدلي دي.

  33. أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَن يُحْيِيَ الْمَوْتَىٰ ۚ بَلَىٰ إِنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    او ايا دوى دې ته فكر نه كوي، كوم خداى چي دغه اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي او د هغو په پيدا كولو ستومانه نه شو، هغه هرومرو په دې هم قادر دى چي مړي را ژوندي کړي؟ ولي نه، بېشكه هغه پر هر څه باندي قادر دى.

  34. وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَلَيْسَ هَـٰذَا بِالْحَقِّ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

    په كومه ورځ چي دغه كافران اور ته وړاندي کړل شي، په هغه وخت کښي به له دوی څخه پوښتنه وشي: "آيا دا حق نه دى؟" - دوى به ووايي: "ولي نه، زموږ په رب قسم دى (دا په رښتيا سره حق دى)" - الله به ووايي: "ښه نو اوس د خپل هغه انكار په بدل کښي چي تاسي کاوه، د عذاب خوند وڅكئ."

  35. فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ وَلَا تَسْتَعْجِل لَّهُمْ ۚ كَأَنَّهُمْ يَوْمَ يَرَوْنَ مَا يُوعَدُونَ لَمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّن نَّهَارٍ ۚ بَلَاغٌ ۚ فَهَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الْفَاسِقُونَ

    نو [اې پېغمبره (ص)!] صبر وکړه، لكه څنګه چي د ټینګ عزم او هوډ خاوندو پېغمبرانو صبر کړی دى، او د دوى په باب (د عذاب غوښتلو) بېړه مه كوه. په كومه ورځ چي دوى هغه څه وويني چي ځني وېرول کیږي، نو داسي به ورته ښكاره شي لكه چي په دُنيا کښي يې د ورځي له يوه ساعت څخه زياته استوګنه نه ده کړې. دا (قُرآن) پند رسوونه ده، نو آیا له نافرمانو كسانو څخه پرته به بل څوك هلاک شي؟

Holy Quran-Pashto