-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا
[اې پېغمبره (ص)!] د الله څخه وويرېږه او د كافرانو او منافقانو اطاعت مه كوه. په یقیني توګه، هماغه الله ښه پوه او د حکمت څښتن دى.
-
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
د هغي خبري پېروي كوه چي ستا د رب له لوري تا ته وحيي کیږي. الله له هري هغي چاري باخبر دى چي تاسي یې كوئ.
-
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا
پر الله توكُل وکړه، هماغه الله د وكالت لپاره كافي دى.
-
مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ ۚ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ ۚ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ۚ ذَٰلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَاهِكُمْ ۖ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ
الله د هیچا په کوګل (سینه) کښي دوه زړونه نه دي اېښي، او نه يې ستاسي هغه ميرمني چي د هغو شاګاني د خپلو ميندو له شاګانو سره تشبيه كوئ، ستاسي مېندي ګرځولي دي او نه یې ستاسي په خوله بللي زامن، ستاسي حقيقي زامن ګرځولي دي. دا خو ستاسي هغه خبري دي چي له خپلو خولو څخه یې راباسئ. خو الله حقه خبره كوي او هماغه د سمي لاري ښوونه كوي.
-
ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ ۚ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَـٰكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
په خوله بللي زامن، د هغو خپلو پلرونو ته په منسوبولو وبولئ؛ دا د الله په وړاندي زياته عادلانه خبره ده. او كه تاسي ته معلوم نه وي چي د هغو پلرونه څوك دي، نو هغوى ستاسي ديني وروڼه او ملګري دي. په ناپوهۍ سره كه تاسي كومه خبره وکړئ، پر هغې باندي تاسي نه نيول کېږئ. خو پر هغي خبره باندي هرو مرو نيونه شته چي تاسي له زړه څخه د هغې اراده وکړئ. الله بښونكى او مهربان دى.
-
النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ ۗ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَىٰ أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا
پر مؤمنانو خو پیغمبر د خپلو ځانونه څخه لا ګران دی او د پېغمبر بيبياني د هغو مېندي دي. خو د الله د كتاب له مخي د عامو مؤمنانو او مهاجرينو په پرتله خپلوان يو له بله زيات حقدار دي، البته كه له خپلو ملګرو سره تاسي څه روا ښېګڼه (كول غواړئ نو) کولای شئ . دغه حكم په الهي كتاب کښي ليكل شوى دى.
-
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا
او [اې پېغمبره (ص)] هغه ژمنه او پېمان په ياد ولره چي موږ له ټولو پېغمبرانو څخه اخیستى دى، ستا څخه هم او له نوح (ع)، ابراهيم(ع)، موسي(ع) او د مریم د زوی عېسۍٰ (ع) څخه هم. له ټولو څخه موږ پخه ژمنه اخیستې ده؛
-
لِّيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
تر څو چي له رښتينو خلكو څخه (د هغو رب) د رښتينولۍ په باب پوښتنه وکړي، او د كافرانو لپاره خو هغه درد ناك عذاب تيار کړی دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
اې مومنانو! د الله هغه پېرزوينه درپه زړه کړئ چي (همدا اوس اوس ) هغه پر تاسي کړې ده. كله چي لښكرو پر تاسي يرغل وکړ، نو موږ پر هغو يو سخت طوفان ولېږی او داسي پوځونه مو ولېږل چي ستاسي په نظر نه راتلل. الله، هغه هر څه لېدل چي تاسي په دې وخت کښي كول.
-
إِذْ جَاءُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا
كله چي هغوى له پاسه او له لاندي پر تاسي يرغل وکړ. كله چي سترګي له ويري ټېغي وختلې، زړونه خولې ته راغلل. او تاسي د الله په باب راز راز ګومانونه وکړل.
-
هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا
په هغه وخت کښي مؤمنان ښه وازمايل شول او سخت ولړزول شول.
-
وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا
هغه وخت (ياد کړه) چي كله منافقانو او ټولو هغو خلكو چي په زړونو کښي یې ناروغي وه، په ډاګه څرګنده ويل: "الله او د هغه پېغمبر چي له موږ سره کومي وعدې کړي وې، هغه له غولوني پرته نور څه نه وې."
-
وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا ۚ وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ ۖ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا
كله چي له هغو څخه يوې ډلي وويل: "اې د يثرب خلكو! ستاسي لپاره نوره د ايسارېدو موقع نشته، بيرته وګرځئ."- او د هغو يوې ډلي په دې وينا سره له پېغمبر (ص) څخه د رخصت غوښتنه كوله: "زموږ كورونه بې سرپرسته تر خطر لاندي دي." - په داسي حال کښي چي هغه بې سرپرسته تر خطر لاندي نه ول. په اصل کښي هغوی غوښتل (د جنګ د میدان څخه) وتښتي.
-
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا
كه د ښار له اطرافو څخه دښمن راننيستل شوى واى او په هغه وخت کښي هغو ته د فتنې لوري ته بلنه ورکړه شوې واى، دوى به پکښي ځان غور ځولى وای او ګرانه وه چي دوى دي د فتنې په شريک كېدو کښي څه ځنډ دريغ کړی واى.
-
وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ ۚ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْئُولًا
دغو خلكو له دې څخه مخكي له الله سره ژمنه کړې وه چي شا به نه اړوي؛ او له الله سره د شوي وعدې پوښتنه هرو مرو كېدونكې ده.
-
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "كه تاسي له مرګ يا وژل كېدو څخه وتښتۍ، نو دغه تېښته به تاسي ته هیڅ ګټه ونه رسوي. له هغه وروسته د ژوند د خوندونو اخیستلو ډېر لږ فرصت به تاسي ته درپه برخه شي."
-
قُلْ مَن ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُم مِّنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً ۚ وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
دوی ته ووايه: "څوك تاسي له الله څخه ژغورلای شي كه هغه تاسي ته ضرر رسول وغواړي؟ - او څوك د هغه د رحمت مخه نيولاى شي كه هغه پر تاسي مهرباني كول وغواوي؟" - د الله په مقابل کښي خو دغه خلك كوم ملاتړ او مرستندوى نشي موندلای.
-
۞ قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا ۖ وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا
الله ستاسي څخه هغه كسان ښه پېژني چي (د جنګ په كار کښي) خنډونه اچوونكي دي، او خپلو وروڼو ته وايي: "راشئ زموږ خوا ته" او كه په جنګ کښي برخه اخلي هم نو صرف تش په نامه؛
-
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ ۖ فَإِذَا جَاءَ الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَىٰ عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ ۖ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ ۚ أُولَـٰئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا
ستاسي سره په ملګرتيا كولو کښي سخت بخيلان دي. كه د خطر وخت راشي نو ګورې به یې چي تا ته په داسي شان د سترګو ګاټي اړوي را اړوي لكه پر كوم چا چي د ځنكدن بې سدي خوريږي. خو كله چي خطر تېر شي، نو همدغه كسان د ګټو په حرص کښي د غچي (بیاتي) په شان تېرو ژبو سره ستاسي هركلي ته راځي. دوی هیڅكله ايمان نه دى راوړى، له همدې امله الله د دوی ټول عملونه بابېزه کړل. او دغسي كړني د الله لپاره ډيري اسانه دي .
-
يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا ۖ وَإِن يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنبَائِكُمْ ۖ وَلَوْ كَانُوا فِيكُم مَّا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا
دوی انګېري چي يرغلګر لا تر اوسه پوري نه دي تللي. او كه بيا يرغل وکړي، نو د دوی زړه غواړي چي په هغه فرصت کښي چيري په بېديا کښي د کلیو د خلکو په منځ کښي و اوسي او له هماغه ځايه ستاسي د حالاتو پوښتني وکړي. بيا هم كه دوی ستاسي په منځ کښي پاتي وي، نو په جګړه کښي به بېخي لږه برخه واخلي.
-
لَّقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا
په یقیني توګه، ستاسي لپاره د الله په پېغمبر کي د نېکۍ يوه خورا غوره نمونه ده، د هر هغه چا لپاره ده چي د الله او د اخرت د ورځي هېله من وي او الله ډېر ډېر ياد کړي.
-
وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَـٰذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ ۚ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا
او د رښتينو مؤمنانو (حال په هغه وخت کښي دا ؤ) چي كله یې يرغلګر ولېدل، نو ویې ويل: "دا هماغه څه دي چي الله او د هغه رسول زموږ سره د هغه وعده کړي وه. د الله او د هغه د رسول خبره بيخي رښتيا وه." - دغي پيښي د هغو ايمان او غاړه ايښودل لا زيات کړل.
-
مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا
له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه شته چي له الله سره یې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوك د وخت راتلو ته انتظار باسي. هفوی پخپله کړنلاره کښي هيڅ تبديلي را نه وستله.
-
لِّيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِن شَاءَ أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
(دا هر څه ددې لپاره وشول) تر څو چي الله صادقانو ته د هغو د صداقت مكافات ورکړي او منافقانو ته كه یې خوښه شي سزا ورکړي او كه یې خوښه شي، نو د هغو توبه به قبوله كړي. بېشكه الله بخښونکی او مهربان دی.
-
وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا ۚ وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ ۚ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا
الله د كافرانو مخ واړوه، هغوی له کومي ګټي تر لاسه كولو پرته د خپلو زړونو له تاو سره همداسي بېرته ستانه شول، او د مؤمنانو لخوا هماغه الله د جنګېدو لپاره كافي شو. الله ډېر زورور او برلاسى دى.
-
وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا
او له اهل كتابو څخه چي كومو كسانو د دغو يرغلګرو ملګرتيا کړې وه، الله د هغو له کلاګانو څخه هغوی راكوز کړل او د هغو په زړونو کښي یې داسي وېره واچوله چي نن تاسي له هغو څخه يوه ډله وژنئ او بله ډله بندي كوئ.
-
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَئُوهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا
تاسي یې د هغو د ځمکي، د هغو د كورونو او د هغو د مالونو وارثان وګرځولاست؛ او هغه سميه یې تاسي ته درکړه چي هیڅكله مو تر پښو لاندي نه وه کړې. الله په هر څه باندي قادر دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو ته ووايه: "كه تاسي دنيا او د هغې ښکلا غواړئ، نو راشئ چي زه تاسي ته څه درکړم او په ښه وضعيت سره مو رخصتي کړم.
-
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا
او كه تاسي الله، د هغه رسول او د اخرت كور غواړئ، نو وپوهېږئ چي ستاسي څخه چي څوك نېكوكاري دي؛ الله د هغو لپاره لوى اجر تهيه کړی دى."
-
يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا
اې د پېغمبر (ص) مېرمنو! ستاسي څخه چي څوك د څرګندي بدلمنۍ د حركت مرتكبه شي، هغې ته به دوه ځله سزا ورکړه شي؛ د الله لپاره دا ډېر اسانه كار دي.
-
۞ وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا
او ستاسي څخه چي څوك د الله او د هغه د رسول امر ته غاړه كښېږدي او نېک عمل وکړي، هغې ته به موږ دوه ځله اجر ورکړو، او موږ د هغې لپاره غوره روزي تهيه کړي ده.
-
يَا نِسَاءَ النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاءِ ۚ إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا
اې د پېغمبر (ص) ميرمنو! تاسي د عامو مېرمنو غوندي نه ياست. كه تاسي د الله څخه وېرېدونكي ياست، نو په داسي لهجه خبري مه كوئ چي د زړه په خرابوالي اخته كوم سړی (نامشروع) تمه پيدا کړي، بلکي سمي غوره ځيږې خبري كوئ.
-
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا
پخپلو كورونو کښي مېشتي اوسئ، او د تېر جاهلي دور غوندي سينګار کړي، بې سَتره مه ګرځئ. لمونځ قايم کړئ، زكات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ. الله خو دا غواړي چي ستاسي نبوي كورنۍ څخه چټلي ايسته کړي او تاسي په پوره ډول سُتره کړي.
-
وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَىٰ فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا
د الله ايتونه او د حكمت هغه خبري چي ستاسي په كورونو کښي اورول کیږي، په ياد ولرئ. بېشكه الله باريك ليدونکی او باخبره دى.
-
إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
بېشكه مسلمان نارينه او مسلماني ښځي، مؤمنان نارينه او مؤمني ښځي، امر منونكي نارينه او امر منونكي ښځي، رښتيني نارينه او رښتيني ښځي، صبر كوونكي نارينه او صبر كوونكي ښځي، د الله په وړاندي سر ټيټوونكي نارينه او سرټيټوونكي ښځي، خیرات وركوونكي نارينه او خیرات وركوونكي ښځي، روژتيان نارينه او روژ تياني ښځي، پاک لمني نارينه او پاک لمني ښځي او د الله ډېر ډېر يادوونكي نارينه او د الله يادوونكي ښځي، دا (لس واړه ډوله) خلك هغه كسان دي چي الله د هغو لپاره بښنه او لوی اجر تهيه کړی دى.
-
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ ۗ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا
هیڅ يو مؤمن او هیڅ يوه مومنه دا حق نه لري چي كله الله او د هغه رسول(ص) د کومي معاملې فېصله وکړي او بیا (د الله او د هغه د رسول په خلاف) هغه پخپله د خپلي هغي معاملې د فېصله كولو اختيار ولري. او څوك چي له الله او د هغه له رسول څخه سرغړاوى وکړي، نو هغه په څرګنده ګمراهۍ کښي وغــورځيدی.
-
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ ۖ فَلَمَّا قَضَىٰ زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا
[اې پېغمبره (ص)!] هغه وخت (ياد کړه) چي تا هغه چا ته چي پر هغه باندي الله او تا لورېنه کړې وه، ويل: "خپله مېرمن مه پرېږده او له الله څخه ووېرېږه." - په هغه وخت کښي تا پخپل زړه کښي هغه خبره پټه کړي وه چي الله د هغې ښكاره كول غوښتل. ته له خلكو څخه وېرېدلې، په داسي حال کښي چي الله ددې زيات حقدار دى چي ورڅخه ووېرېږې. بيا كله چي زيد له هغې څخه خپل حاجت پوره کړ، نو موږ هغه (طلاقه شوې مېرمن) تا ته په نكاح کړه، تر څو چي پر مؤمنانو د خپلو په خوله بلليو زامنو د مېرمنو په باب څه ستونزه پاتي نشي كله چي هغوی خپل حاجت ترې پوره کړی وي. او د الله حكم خو بايد عملي شوى واى.
-
مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ ۖ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ ۚ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا
پر پېغمبر باندي په داسي يوه كار کښي څه بنديز نشته، چي الله د هغه لپاره ټاكلى وي. د الله همدغه کړنلاره د ټولو هغو پېغمبرانو په باب راغلې ده چي پخوا تېر شوي دي او د الله حكم يوه غوڅه سرته رسول شوې پرېکړه وي.
-
الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا
(دا د الله کړنلاره د هغو خلكو لپاره ده) چي د الله پيغامونه رسوي او له هماغه څخه وېریږي، او له يوه خدايه پرته له بل هيچا څخه نه وېریږي. او د محاسبې لپاره همدا الله كافي دى.
-
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَـٰكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا
(اې خلكو!) محمد (ص) ستاسي له نارينه و څخه د هيچا پلار نه دى، هغه خو د الله رسول او اخرنی او وروستنی نبي دى، او الله د هر شی علم لرونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا
اې مومنانو الله ډېر ډېر يادوئ.
-
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
او سهار او ماښام د هغه تسبيح كوونكي اوسئ.
-
هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا
هماغه ذات دى چي پر تاسي رحمت كوي او د هغه پرښتې ستاسي لپاره د رحمت دُعا كوي، تر څو چي هغه تاسي له تيارو څخه رڼا ته را وباسي، هغه پر مؤمنانو ډېر مهربان دى.
-
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ ۚ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا
په كومه ورځ چي مؤمنان له الله سره يوځای شي، هركلى به یې په سلام سره وي، او د هغو لپاره الله د عزت اجر برابر کړی دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
[اې پېغمبره (ص)!] موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكۍ لېږلى یې.
-
وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا
او د الله په اجازه د هغه لوري ته بلونكى او بله ډېوه مو وګرځولې.
-
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا
او مؤمنانو ته، د الله له لوري د لوی فضل زیری ورکړه.
-
وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ وَكِيلًا
او هيڅكله د كافرانو او منافقانو تر اغيزې لاندي مه راځه، د هغو د ضرر رسولو هیڅ پروا مه كوه او پر الله باندي توكُل وکړه. هماغه الله د دې لپاره كافي دى چي انسان خپلي چاري ورته وسپاري.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا ۖ فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا
اې مؤمنانو! كله چي تاسي له مؤمنو ښځو سره نكاح وکړئ او بيا هغو ته له لاس وروړلو مخکي طلاق ورکړئ، نو ستاسي لخوا پر هغوی څه عدت لازم نه دى چي د هغه د پوره كولو تاسي غوښتنه وكولای شئ، له دې كبله هغو ته څه مال ورکړئ او په ښه توګه یې رخصت کړئ.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۗ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
[اې پېغمبره (ص)!] موږ ستا لپار هغه مېرمني حلالي کړي دي چي تا د هغو مَهر اداء کړی دى، او هغه ښځي چي د الله له درکړل شويو مينزو څخه ستا تر ملكيت لاندي راشي، او ستا هغه د تره لوڼي، د ترور لوڼي، د ماما لوڼي، د توړۍ لوڼي چي هغوی ستا سره هجرت کړی دى، او هغه مومنه ښځه چي هغې خپل ځان د پېغمبر (ص) لپاره هبه کړی وي (ځان يې سپارلی وي) كه پېغمبر له هغې سره نكاح كول وغواړي. دا رعايت په ځانکړي ډول ستا لپاره دى، د نورو مؤمنانو لپاره نشته. موږ ته معلومه ده چي پر عامو مؤمنانو د هغو د مېرمنو او مينزو په باب مو كوم كوم حدود وضع کړي دي. (ته مو له دغو حدودو څخه د دي لپاره مستثنا کړی یې) څو چي پر تا څه تنګي نه وي، او الله بخښونکی او مهربان دى.
-
۞ تُرْجِي مَن تَشَاءُ مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاءُ ۖ وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا
تا ته واك دركول کیږي چي له خپلو مېرمنو څخه چي دي چا ته خوښه شي له ځانه یې بېله کړې؛ او چا ته چي دي خوښه شي له خپل ځان سره یې وساتې او چا ته چي دي خوښه شي له بېلولو څخه وروسته یې ځان ته راوبلي. په دې باب پر تا باندي هیڅ تكليف نشته. په دې ډول زياته هيله مندي ده چي د هغو سترګي يخي شي او هغوی غمجني ونه اوسي. او هر څه چي ته هغو ته وركوې، پر هغه هغوی ټولي راضي شي. الله په هغه څه پوهیږي چي ستاسي په زړونو کښي دي، او الله پوهېدونكى او زغمونكى دى.
-
لَّا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاءُ مِن بَعْدُ وَلَا أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا
له دې وروسته ستا لپاره نوري ښځي روا نه دي او نه د دې اجازه ده چي د دوی په ځاى نوري ښځي راولې، كه څه هم د هغو ښکلا ستا هر څومره خوښه وي، البته د مينزو درته اجازه ده. الله په هر شي باندي څارونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَـٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ ۖ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ ۚ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاءِ حِجَابٍ ۚ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ ۚ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا ۚ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا
اې مؤمنانو! د پېغمبر (ص) كورونو ته مه ننوځئ، مګر دا چي د ډوډۍ خوړلو لپاره اجازه درکړه شي، سره له دې هم (د بې وخته ورتګ سره) د ډوډۍ خوړلو منتظر پاتي نشئ. خو كه تاسي خوراك ته وبلل شئ، نو هرو مرو راشئ. خو كله چي خواړه وخورئ، نو خواره شئ، په خبرو كولو کښي مه بوختېږئ. ستاسي دغه حركتونه پېغمبر (ص) ته تكليف وركوي، خو هغه د حيا له امله څه نه وايي او الله د حقي خبري په ويلو نه شرميږي. د پېغمبر (ص) له مېرمنو څخه كه تاسي څه متاع غواړئ، نو د پردې تر شا یې وغواړئ، دا ستاسي او د هغو د زړونو د سپېڅلتيا لپاره ډېره مناسبه کړنلاره ده. ستاسي لپاره داهيڅكله روانه ده چي د الله رسول (ص) ته تكليف ورکړئ، او نه هیڅكله دا روا ده چي له هغه څخه وروسته د هغه له مېرمنو سره نكاح وکړئ، دا كار مو د الله په نزد ډېره ستره ګناه ده.
-
إِن تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا
تاسي كه څه خبره ښكاره کړئ يا یې پټه کړئ، الله په هر شي عالم دى.
-
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ ۗ وَاتَّقِينَ اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا
د پېغمبر (ص) د بيبيانو لپاره په دې کښي هیڅ باك نشته چي د هغو پلرونه، د هغو زامن، د هغو وروڼه، د هغو ورېرونه، د هغو خوریان، د هغو انډيوالاني ښځي او د هغو مينزي چي دوی یې مالکاني وي، كورونو ته ورشي. (اې ښځو!) تاسي بايد د الله له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ. الله په هر څه باندي شاهد ناظر دی.
-
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا
الله او د هغه پرښتې پر پېغمبر (ص) درود وايي، اې مومنانو! تاسي هم پر هغه درود او سلام وواياست.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا
كوم خلك چي الله او د هغه رسول ته اذيت رسوي، په یقیني توګه پر هغو په دُنيا او اخرت کښي الله لعنت کړی دى او د هغو لپاره یې رسوا كوونكى عذاب تيار کړی دى.
-
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا
او كوم كسان چي مؤمنو سړیو او مؤمنو ښځو ته بې ګناه په ناحقه اذيت رسوي، هغوی د يوغټ بهتان او ښكاره ګناه پيټي پر خپلو اوږو اخيستي دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چي پر خپل ځان باندي د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چي هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.
-
۞ لَّئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا
كه منافقان او هغه خلك چي په زړونو کښي یې فساد دى او هغه كسان چي په مدينه کښي د احساس پاروونكو افواهاتو خپروونكي دي، له خپلو حركتونو څخه لاس وانخلي، نو موږ به د هغو پر خلاف د مبارزې لپاره تا را پاڅوو، بيا به هغوی په دې ښار کښي په ډېره مشكله توګه ستا تر څنګ و اوسېداى شي.
-
مَّلْعُونِينَ ۖ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا
پر هغو به له هري خوا د لعنت ورښت وي، هر چيري چي وموندل شي وبه نيول شي او په بده توګه به ووژل شي.
-
سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا
دا د الله کړنلاره ده چي د دغسي خلكو په باب له پخوا څخه را روانه ده؛ او ته به د الله په کړنلاره کښي هیڅ تبديلي ونه مومې.
-
يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللَّهِ ۚ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا
خلك ستا څخه د قیامت د ورځي د راتګ پوښتنه کوي ؟ - ورته ووايه: "د هغه په راتګ خو یوازي الله (ج) خبر دی. ته څه خبر یې، ښايي چي قيامت ډېر را نژدې شوى وي."
-
إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا
په هر حال دا يقيني خبره ده چي الله پر كافرانو لعنت کړی دى او د هغو لپاره یې لمبه شوى اور تيار کړی دى؛
-
خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
په هغه کښي به کافران د تل لپاره او سیږي، كوم ملاتړ او مرستندوى به ونه مومي.
-
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا
په كومه ورځ چي د هغو مخونه په اور باندي واړول را واړول شي، په هغه وخت کښي به ووايي: "كاشكي موږ د الله او رسول اطاعت کړی واى."
-
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا
او وبه وايي: "اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او مشرانو اطاعت وکړ او هغوی موږ له سمي لاري څخه بې لاري کړو؛
-
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا
اې ربه! هغو ته دوه برابره عذاب ورکړه او پر هغو سخت لعنت وکړه."
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَىٰ فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا ۚ وَكَانَ عِندَ اللَّهِ وَجِيهًا
اې مومنانو! د هغو خلكو په شان مه کېږئ چي موسى (ع) ته يې تکلیفونه رسولي ول، بيا الله د هغوی له جوړو کړيو خبرو څخه هغه پاک کړ، او هغه د الله په وړاندي عزتمند ؤ.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا
اې مومنانو ! د الله څخه ووېرېږئ او سمه خبره كوئ.
-
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا
الله به ستاسي عملونه سم کړي او ستاسي له ګناهونه څخه به در تېر شي. هر څوك چي د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي، هغه لوى برياليتوب ترلاسه کړ.
-
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ ۖ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا
موږ چي دغه امانت اسمانونو، ځمکي او غرونو ته وړاندي کړ، نو هغوی یې پورته كولو ته تيار نشول او ورڅخه ووېرېدل، خو انسان هغه پورته کړ؛ بېشكه دغه (انسان) غټ ظالم او جاهل دى.
-
لِّيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
د امانت د دغه پيټي پورته كولو لازمي نتيجه دا ده چي الله منافقو سړیو او ښځو، او مشركو سړیو او ښځو ته سزا ورکړي او د مؤمنو سړیو او ښځو توبه قبوله کړي، الله ښه بخښونكى او مهربان دى.
۳۳. سورت الأحزاب
الأحزاب
Al-Ahzab / الأحزاب · ۳۳ · ۷۳ آیتونه
دا پاڼه د سورت الأحزاب عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.