Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۷. سورت الأعلى

الأعلى

Al-A'la / الأعلى · ۸۷ · ۱۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت الأعلى عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى

    [اې پېغمبره (ص)!] د خپل لوړ مرتبه رب د نوم په پاکي سره ستاينه وکړه؛

  2. الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ

    هغه (رب) چي (ټول شیان یې) پيدا کړي، بیا يې انډول برابر کړی دى؛

  3. وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ

    او هغه (رب) چي (خیر او شر یې) اندازه کړل، بيا یې لاره وښودله؛

  4. وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَىٰ

    هغه شينلي (واښه د مځکي څخه) را ټوكولي دي؛

  5. فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَىٰ

    بيا یې هغه وچ تور ګرځولي، ميده کړي یې دي.

  6. سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰ

    موږ به ژر قُرآن درته ولولو، بيا به یې ته نه هېروې؛

  7. إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ

    پرته له هغه چي د الله خوښه وي. هغه په ښګارؤ هم پوهيږي او څه چي پټ دي په هغو هم.

  8. وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ

    او موږ به تا ته (د شریعت) د اساني لاري اسانتيا درکړو؛

  9. فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَىٰ

    نو ته نصيحت وکړه كه نصيحت ګټور وي.

  10. سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ

    څوك چي وېريږي، هغه نصيحت مني؛

  11. وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى

    او له دې (نصیحت) څخه هغه زيات بدمرغه په ډډه کیږي؛

  12. الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَىٰ

    چي ډېر لوی اور ته به لاړ شي؛

  13. ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ

    بيا به نه په كښي مري او نه به ژوندى کیږي.

  14. قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ

    بری هغه چا ومونده چي سپېڅلتيا یې غوره کړه؛

  15. وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ

    او د خپل رب نوم یې ياد کړ، بيا یې لمونځ وکړ؛

  16. بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا

    خو تاسي د دُنيا ژوند ته ترجيح وركوئ؛

  17. وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ

    په داسي حال کښي چه اخرت ډېر غوره او باقي پاتي کېدونكى دى؛

  18. إِنَّ هَـٰذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَىٰ

    همدا خبره په مخكېنيو راغليو صحيفو کښي هم ويل شوې وه؛

  19. صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ

    د ابراهيم (ع) او موسٰي (ع) په صحيفو کښي.

Holy Quran-Pashto