-
اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ
[اې پېغمبره (ص)!] ولوله، د خپل رب په نوم چي هغه (ټول مخلوقات) پېدا کړي؛
-
خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ
د كلكي شوي ويني له يوې ټوټې څخه یې انسان هست کړ؛
-
اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ
ولوله، او ستا رب ډېر مهربان دی؛
-
الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ
چي هغه د قلم په مرسته (انسان ته) علم وښودی؛
-
عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ
انسان ته یې هغه علم ورکړ، چي هغه پرې نه پوهېدی.
-
كَلَّا إِنَّ الْإِنسَانَ لَيَطْغَىٰ
هیڅكله داسي نه ده، انسان سرکښي كوي؛
-
أَن رَّآهُ اسْتَغْنَىٰ
په دې اساس چي هغه خپل ځان بې اړي (بې نیازه) ويني.
-
إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ الرُّجْعَىٰ
(په داسي حال کښي چي) هرو مرو همدا ستا د رب په لوري ورګرځېدل دي.
-
أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَىٰ
ايا ته ګورې هغه څوك چي منع كوي،
-
عَبْدًا إِذَا صَلَّىٰ
يوه بنده (منع کوي)؛ كله چي هغه لمونځ كوي؟
-
أَرَأَيْتَ إِن كَانَ عَلَى الْهُدَىٰ
ستا څه ګومان دی كه (هغه بنده) په سمه لاره وي؛
-
أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَىٰ
يا د پرهېزكارۍ حُكم كوي؟
-
أَرَأَيْتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
ستا څه ګومان دی كه (دا منع كوونكی شخص حق) درواغ وګڼي او مخ واړوي؟
-
أَلَمْ يَعْلَم بِأَنَّ اللَّهَ يَرَىٰ
ايا هغه (منکر) نه پوهيږي چي بېله شکه الله يې ویني؟
-
كَلَّا لَئِن لَّمْ يَنتَهِ لَنَسْفَعًا بِالنَّاصِيَةِ
هیڅكله داسي نه ده، كه هغه لاس وانخلي، نو موږ به یې د وچولي (تندي) د ويښته ونيسو، را کش به يې کړو؛
-
نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ
هغه وچولي (تندی) چي (څشتن يې) درواغجن او ډېر زيات خطاكار دی؛
-
فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ
هغه دي خپلي د مجلس ملاتړ كوونكي ډلي ته بلنه ورکړي؛
-
سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ
موږ به هم د عذاب پرښتې راوغواړو؛
-
كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِب ۩
هیڅكله داسي نه ده، د هغه خبره مه منه، سجده وکړه او (د خپل رب) نژديوالی وګټه.
۹۶. سورت العلق
العلق
Al-Alaq / العلق · ۹۶ · ۱۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت العلق عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.