Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۶. سورت الأنعام

الأنعام

Al-An'am / الأنعام · ۶ · ۱۶۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت الأنعام عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَجَعَلَ الظُّلُمَاتِ وَالنُّورَ ۖ ثُمَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ

    ثنا او ستاينه الله ته ده چي اسمانونه او ځمکه یې هست کړل، رڼا او تيارې یې پيدا کړې. بيا هم هغه كسان چي د حقي بلني له منلو څخه یې انكار کړيدى، نور شيان د خپل رب سیالان ګڼي.

  2. هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن طِينٍ ثُمَّ قَضَىٰ أَجَلًا ۖ وَأَجَلٌ مُّسَمًّى عِندَهُ ۖ ثُمَّ أَنتُمْ تَمْتَرُونَ

    هماغه ذات دى چي تاسي یې له خټي څخه پيدا کړئ، بيا یې ستاسي لپاره د ژوند يوه نېټه وټاكله؛ او يوه بله نېټه (قیامت) هم ده، چي هغه وړاندي ټاكل شوېده. خو تاسي په شك کښي لويدلي ياست.

  3. وَهُوَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَفِي الْأَرْضِ ۖ يَعْلَمُ سِرَّكُمْ وَجَهْرَكُمْ وَيَعْلَمُ مَا تَكْسِبُونَ

    هماغه يو خداى په اسمانونو کښي هم دى او په ځمکه کښي هم. ستاسي پر ښكاره او پټو ټولو حالاتو پوهیږي. او كومه بدي يا نېکي چي تاسي ګټئ له هغې څخه ښه خبر دى.

  4. وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ

    (د كافرانو حال دا دى چي) د هغو د پروردګار له نښانو څخه هیڅ كومه نښانه داسي نشته چي د هغو مخي ته راغلې وي او هغوى مخ ورڅخه نه وي اړولای.

  5. فَقَدْ كَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ ۖ فَسَوْفَ يَأْتِيهِمْ أَنبَاءُ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    لكه همدا اوس چي كوم حق هغو ته راغى؛ نو هغه یې هم درواغ وګاڼه. ښه نو، په كوم شي پوري چي هغوى تر اوسه مسخرې كوي، ډېر ژر به د هغه په باب څه خبرونه ورته ورسیږي.

  6. أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّن لَّكُمْ وَأَرْسَلْنَا السَّمَاءَ عَلَيْهِم مِّدْرَارًا وَجَعَلْنَا الْأَنْهَارَ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ

    ايا هغوى نه دي ليدلي چي له هغو څخه مخکي مو څومره داسي ملتونه تباه کړيدي، چي د هر يوه په خپل خپل دور کښي نوم او واكمني وه؟ موږ په ځمکه کښي هغو ته هغه وس واك وربښلى ؤ چي تاسي ته مو نه دى دربښلى. پر هغو مو له اسمانه ښه ورښتونه وکړل او تر هغو لاندي مو ویالې وبهولې، (خو كله چي يې د نعمت ناشكري وکړه نو) په پاى کښي موږ د هغو د ګناهونو په مجازات کښي تباه کړل او د هغوى په ځاى مو د بل دور ملتونه را پورته کړل.

  7. وَلَوْ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ كِتَابًا فِي قِرْطَاسٍ فَلَمَسُوهُ بِأَيْدِيهِمْ لَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] كه موږ پر تا په كوم كاغذ کښي ليكلى كتاب هم نازل کړی واى او خلكو هغه په خپلو لاسونو سره لمس کړی، (ليدلى هم واى)؛ هله به هم هغو كسانو چي له حق څخه منكر شويدي، همدا خبره كوله چي دا خو ښكاره کوډي دي.

  8. وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ مَلَكٌ ۖ وَلَوْ أَنزَلْنَا مَلَكًا لَّقُضِيَ الْأَمْرُ ثُمَّ لَا يُنظَرُونَ

    وايي چي پر دغه پېغمبر ولي كومه پرښته نه ده نازله شوې. كه موږ پرښته راكوزه کړې واى، نو تر اوسه به د وخته فېصله شوې وای. بيا هغوى ته څه مهلت نه وركول كېدی.

  9. وَلَوْ جَعَلْنَاهُ مَلَكًا لَّجَعَلْنَاهُ رَجُلًا وَلَلَبَسْنَا عَلَيْهِم مَّا يَلْبِسُونَ

    او كه موږ پرښته راكوزه کړي واى، بيا مو هم هغه په انساني بڼه کښي نازلوله. او په دي ډول به مو دوى په هماغه شك کښي اخته کړي وای چي په هغه کښي اوس اخته دي.

  10. وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي هم په ډېرو پېغمبرانو پوري ملنډي وهل شويدي، خو پر هغو ملنډو وهونكيو په پاى کښي هماغه حقيقت مسلط کړای شو چي هغوى پرې تمسخر كاوه،

  11. قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ ثُمَّ انظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ

    دوى ته ووايه: «د ځمکي پر مخ وګرځئ راوګرځئ، وګورئ چي درواغ ګڼونكي له كوم برخليك سره مخامخ شويدي.»

  12. قُل لِّمَن مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ قُل لِّلَّهِ ۚ كَتَبَ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۚ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    له دوى څخه پوښتنه وکړه: «په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، هغه د چا دي؟» - ووايه: «هر څه یوازي د الله دي، هغه د رحم او پېرزویني کړنچاره پر خپل ځان لازمه کړېده (له همدې امله په نافرمانيو او سرغړونو سره تاسي سمدلاسه نه نيسي.) د قيامت په ورځ به تاسي ټول هرو مرو راټول کړي، دا حقيقت هیڅ د اشتباه وړ نه دى. خو كومو خلكو چي په خپل لاس خپل ځانونه د تباهۍ په خطر کښي اچولي دي، هغوى یې نه مني.»

  13. ۞ وَلَهُ مَا سَكَنَ فِي اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    د شپې په ترږمۍ او د ورځي په روښنايۍ کښي چي څه استوګن دي، ټول د الله دي؛ او هغه هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.

  14. قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَتَّخِذُ وَلِيًّا فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ يُطْعِمُ وَلَا يُطْعَمُ ۗ قُلْ إِنِّي أُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَسْلَمَ ۖ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    ورته ووايه: «ايا زه له الله څخه پرته كوم بل څوك د ځان سرپرست وټاكم؟ هغه خداى پرېږدم چي د اسمانونو او ځمکي هستوونكى دى؛ او هغه چي روزي وركوي، روزي نه اخلي (یعني الله ته روزي نه ورکول کیږي)؟» - ووايه: «ما ته خو همدا امر شويدى چي له هر چا څخه مخکي زه د هغه په وړاندي د تسليم سر ښكته کړم (او په تاكيد سره ويل شويدي چي كه څوك مشرك کیږي، شي دي). ته په هيڅ صورت له مشركانو څخه مه کېږه.»

  15. قُلْ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

    ووايه: «كه زه له خپل خداى څخه سر وغړوم، نو وېرېږم چي په يوه لويه (هيبتناکه) ورځ کښي به له عذاب سره مخامخ شم.»

  16. مَّن يُصْرَفْ عَنْهُ يَوْمَئِذٍ فَقَدْ رَحِمَهُ ۚ وَذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ

    په هغه ورځ چي څوك له عذابه وژغورل شو، پر هغه الله ډېر لوى رحم وکړ او همدا څرګند برياليتوب دى.

  17. وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يَمْسَسْكَ بِخَيْرٍ فَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    كه الله تا ته كوم ډول زيان ورسوي؛ نو له هغه پرته بل څوك نشته چي تا له هغه زيان څخه وژغورلاى شي. او كه هغه تا ته پر كومه ښېګڼه ګټه در واړوي، نو هغه د هر څه وس واك لري.

  18. وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ

    هغه پر خپلو بندګانو پوره برلاسى، واكمن او د حكمت څښتن او باخبره دى.

  19. قُلْ أَيُّ شَيْءٍ أَكْبَرُ شَهَادَةً ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ شَهِيدٌ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ وَأُوحِيَ إِلَيَّ هَـٰذَا الْقُرْآنُ لِأُنذِرَكُم بِهِ وَمَن بَلَغَ ۚ أَئِنَّكُمْ لَتَشْهَدُونَ أَنَّ مَعَ اللَّهِ آلِهَةً أُخْرَىٰ ۚ قُل لَّا أَشْهَدُ ۚ قُلْ إِنَّمَا هُوَ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ وَإِنَّنِي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ

    له دوى څخه پوښتنه وکړه: د چا شاهدي تر هر چا لويه ده؟ - ووايه: زما او ستاسي تر منځ الله شاهد دى. او دا قرآن ما ته د وحيي په وسيله را لېږل شويدى، چي تاسي او هر هغه څوك چي دا ورته رسیږي، ټول خبر دار کړم. ايا په ريښتيا سره تاسي دا شاهدي وهلى شئ چي له الله سره نور خدايان هم شته؟ - ووايه: زه خو دا شاهدي هیڅكله نه شم ویلای. - ووايه: خداى خو هماغه يو دى او زه له هغه شرك څخه په قطعي ډول بيزار يم چي تاسي په کښي اخته ياست.

  20. الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمُ ۘ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    كومو كسانو ته چي موږ كتاب ورکړی دى، هغوى دا خبره داسي بې له اشتباه څخه پېژني لكه چي د خپلو زامنو په پېژندنه کښي له هیڅ اشتباه سره نه مخامخ کیږي. خو كومو كسانو چي په خپله خپل ځان په تباهۍ کښي اچولى دى، هغوى دا نه مني.

  21. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ

    او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوك وي چي پر الله د درواغو بهتان ووايي، يا د الله نښانې درواغ وګڼي؟ - دا يقيني ده، داسي ظالمان هیڅكله برى نه شي موندلای.

  22. وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا أَيْنَ شُرَكَاؤُكُمُ الَّذِينَ كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

    په كومه ورځ چي موږ دوى ټول راپاڅوو او له مشركانو څخه پوښتنه وکړو چي: اوس ستاسي هغه انګيرلي برخه وال چيري دي چي خپل خدايان مو ګڼلي ول؟

  23. ثُمَّ لَمْ تَكُن فِتْنَتُهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا وَاللَّهِ رَبِّنَا مَا كُنَّا مُشْرِكِينَ

    نو هغوى به له دې پرته بله فتنه راپورته نشي کړای چي (پدې درواغو ويلو خوله وازه کړي چي) اې زموږ باداره! پر تا باندي قسم چي موږ هیڅكله مشركان نه وو.

  24. انظُرْ كَيْفَ كَذَبُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ ۚ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    وګوره، په هغه وخت کښي به دوى په څه ډول خپله پر خپل ځان درواغ وتپي، او هلته به د هغو ټول معبودان تري تم شي.

  25. وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُ إِلَيْكَ ۖ وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِن يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَّا يُؤْمِنُوا بِهَا ۚ حَتَّىٰ إِذَا جَاءُوكَ يُجَادِلُونَكَ يَقُولُ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ

    له دوى څخه ځیني كسان داسي دي چي غوږ نیسي، ستا خبري اوري؛ خو حال دا دى چي موږ د هغوى پر زړونو پردې اچولي دي چي ددې له امله هغوى پرې هیڅ نه پوهیږي او د هغو په غوږونو کښي مو كڼوالى پيدا کړی دى(چي د هر څه له اورېدو سره سره هم څه نه اوري). هغوى كه هره نښانه وګوري ايمان پرې نه راوړي؛ آن تر دې چي كله هغوى تا ته راشي شخړه در سره كوي؛ نو له هغوى څخه چي كومو كسانو د انكار فېصله کړېده، هغوى (د ټولو خبرو له اورېدو وروسته) همدا وايي چي دا له يوې زړې كيسې پرته نور څه نه دي.

  26. وَهُمْ يَنْهَوْنَ عَنْهُ وَيَنْأَوْنَ عَنْهُ ۖ وَإِن يُهْلِكُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ

    هغوى ددې حق له منلو څخه خلك منع كوي او په خپله هم ورڅخه ليري تښتي. (هغوى فكر كوي چي په خپل دغه حركت سره تا ته څه زيان اړولای شي). پداسي حال کښي چي په اصل کي هغوى په خپله د خپلي تباهۍ وسايل برابروي، خو ددې شعور نه لري.

  27. وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَى النَّارِ فَقَالُوا يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ

    كاشكي تا د هغه وخت حالت ليدلى شواى چي هغوى د دوږخ په غاړه ودرول شي. په هغه وخت کښي به هغوى ووايي: «كاشكي څه داسي چاره کېدای چي موږ بېرته دُنيا ته لېږل شوي واي او د خپل رب نښانې به مو درواغ نه ګڼلې او ايمان به مو راوړى ؤ.»

  28. بَلْ بَدَا لَهُم مَّا كَانُوا يُخْفُونَ مِن قَبْلُ ۖ وَلَوْ رُدُّوا لَعَادُوا لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ

    (داسي نه لکه څنګه چي دوی وايي) بلکي دوی ته هغه څه څرګند شول چي پخوا (په دُنیا کي) يې پرده پر غوړولې وه. او كه دوی بېرته د خپل پخواني ژوندانه لوري ته ولېږل شي؛ نو بيا به هماغه هر څه سرته ورسوي چي ورڅخه منع کړای شويدي. دوی خو درواغجن دي (له دې امله د خپلي دغي هيلي په څرګندولو کښي به هم له درواغو ويلو څخه كار واخلي)

  29. وَقَالُوا إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ

    نن دوى وايي: ژوند چي هر څه دى صرف د همدې دنيا ژوند دى او موږ به له مرګه وروسته هیڅكله دوهم ځل و نه پاڅولای شو.

  30. وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ وُقِفُوا عَلَىٰ رَبِّهِمْ ۚ قَالَ أَلَيْسَ هَـٰذَا بِالْحَقِّ ۚ قَالُوا بَلَىٰ وَرَبِّنَا ۚ قَالَ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

    كاشكي تا هغه منظر ليدلى شواى چي كله دوى د خپل رب په وړاندي ودرولى شي؛ په هغه وخت کښي به د هغو رب پوښتنه ځني وکړي: "ايا دا حقيقت نه دى؟" - دوى به ووايي: "ولي نه، اې زموږ ربه! همدا حقيقت دى" - هغه به وفرمائي: " ښه نو، اوس له حقيقت څخه د خپل انكار په مجازات کښي د عذاب خوند واخلئ."

  31. قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً قَالُوا يَا حَسْرَتَنَا عَلَىٰ مَا فَرَّطْنَا فِيهَا وَهُمْ يَحْمِلُونَ أَوْزَارَهُمْ عَلَىٰ ظُهُورِهِمْ ۚ أَلَا سَاءَ مَا يَزِرُونَ

    هغه كسان زيانمن شول چي د الله سره يې د يو ځاى كېدو خبر درواغ وګاڼه. كله چي په ناڅاپي ډول هغه ساعت راورسیږي، نو همدا خلك به ووايي: "خواشيني ده! زموږ څخه په دې كار کښي څومره نیمګړتیا وشوه." - او د دوى به دا حال وي چي په خپلو اوږو به یې د خپلو ګناهونو پيټي را اخيستي وي. وګوره! څومره ناكاره پيټي دي چي دوى یې پر اوږو را اخلي.

  32. وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَعِبٌ وَلَهْوٌ ۖ وَلَلدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    د دنيا ژوند خو يوه لوبه او يوه ننداره ده. په حقيقت کښي هماغه د اخرت مېنه د هغو خلكو لپاره ډېره ښه ده چي غواړي له زيانكارۍ وژغورل شي. نو ايا تاسي له پوهي څخه كار نه اخلئ؟

  33. قَدْ نَعْلَمُ إِنَّهُ لَيَحْزُنُكَ الَّذِي يَقُولُونَ ۖ فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَـٰكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ

    [اې محمده (ص)!] موږ ته ښكاره ده، کومي خبري چي دا خلك جوړوي، په هغو سره ته ځورېږې. خو دا خلك تا نه درواغجن كوي، بلکي دا ظالمان په اصل کي د الله له ايتونو څخه منکریږي.

  34. وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا وَأُوذُوا حَتَّىٰ أَتَاهُمْ نَصْرُنَا ۚ وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ وَلَقَدْ جَاءَكَ مِن نَّبَإِ الْمُرْسَلِينَ

    ستا څخه مخکي هم ډېر پېغمبران درواغجن ګڼل شويدي. خو هغوى په هغه درواغجن ګڼلو او پر هغو کړاوونو باندي چي ورته ورسول شول، صبر وکړ، تر دې پوري چي هغو ته زموږ مرسته ورسېده. د الله د خبرو د بدلولو وس په هيچا کښي نشته. او له مخکنیو پېغمبرانو سره چي څه وشول، د هغو خبرونه تا ته رسېدلي دي.

  35. وَإِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكَ إِعْرَاضُهُمْ فَإِنِ اسْتَطَعْتَ أَن تَبْتَغِيَ نَفَقًا فِي الْأَرْضِ أَوْ سُلَّمًا فِي السَّمَاءِ فَتَأْتِيَهُم بِآيَةٍ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَمَعَهُمْ عَلَى الْهُدَىٰ ۚ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْجَاهِلِينَ

    بيا هم كه د هغو خلكو مخ اړونه ستا لپاره د زغملو وړ نه وي، نو كه دي زور رسیږي په ځمکه کښي تونل ولټوه يا اسمان ته زينه کښېږده او هغوى ته د کومي نښانې راوړلو هڅه وکړه. كه الله غوښتي واى نو هغوى ټول یې پر سمه لاره را غونډولای شول، نو ناپوهه کېږه مه.

  36. ۞ إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ ۘ وَالْمَوْتَىٰ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ

    د حق بلني ته هغه خلك لبيك وايي چي اورېدونكي دي. پاتي شول مړي، نو هغوى خو به الله له قبرونو څخه راپاڅوي او بيا به هغوى (د هغه محكمې ته دوړاندي كېدو لپاره) بېرته راوستل شي.

  37. وَقَالُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۚ قُلْ إِنَّ اللَّهَ قَادِرٌ عَلَىٰ أَن يُنَزِّلَ آيَةً وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    دوى وايي چي پر دغه پېغمبر دده د رب له لوري ولي كومه نښانه نه نازلیږي؟ - ورته ووايه: الله د نښانې نازلولو بشپړ وس واك لري؛ خو له هغو څخه زياتره خلك په ناپوهۍ کښي اخته دي.

  38. وَمَا مِن دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلَّا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم ۚ مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ

    په ځمکه کښي خوځېدونكي كوم ساكښ او په هوا کښي په وزرونو سره الوتونكي كوم مارغه ته وګورئ! دا ټول همدا ستاسي په څېر انواع او ډولونه دي. موږ د هغو د تقدير په ليكنه کښي څه نیمګړتیا نه ده پرېښې. بيا دا ټول د خپل رب لوري ته ورغونډیږي.

  39. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا صُمٌّ وَبُكْمٌ فِي الظُّلُمَاتِ ۗ مَن يَشَإِ اللَّهُ يُضْلِلْهُ وَمَن يَشَأْ يَجْعَلْهُ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    خو كوم خلك چي زموږ نښانې درواغجني ګڼي، هغوى كاڼه او ګونګيان دي، په ترږمیو کښي لويدلي دي. الله چي چا ته وغواړي ګمراه كوي یې او چا ته یې چي خوښه شي، پر سمه لاره یې برابروي.

  40. قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ أَوْ أَتَتْكُمُ السَّاعَةُ أَغَيْرَ اللَّهِ تَدْعُونَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دوى ته ووايه: لږ شان غور وکړئ، راوېښوئ، كه كله پر تاسي د الله له لوري كوم لوى غم راځي يا وروستى ساعت رارسیږي، نو ايا په هغه وخت کښي تاسي له الله پرته كوم بل څوك بلئ؛ وواياست كه رښتيني ياست!؟

  41. بَلْ إِيَّاهُ تَدْعُونَ فَيَكْشِفُ مَا تَدْعُونَ إِلَيْهِ إِن شَاءَ وَتَنسَوْنَ مَا تُشْرِكُونَ

    بلکي په هغه وخت کښي تاسي همدا الله بلئ، بيا كه د هغه خوښه شي نو د هغه غم راوستل چي تاسي نور ورته رابلئ، پر تاسي ځنډوي. په داسي وختونو کښي تاسي خپل انګېرلي شريكان هېروئ.

  42. وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِّن قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُم بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ

    ستا څخه مخکي موږ ډېرو قومونو ته پېغمبران لېږلي او هغه قومونه مو په کړاوونو او غمونو اخته کړل، تر څو هغوى له عاجزۍ سره زموږ په وړاندي سر ښكته کړي.

  43. فَلَوْلَا إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا تَضَرَّعُوا وَلَـٰكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    نو كله چي زموږ له لوري پر هغو سختي راغله، نو هغوى ولي عاجزي غوره نه کړه؟ - خو زړونه يې لا نور هم سخت شول او شيطان هغوى ته ډاډېنه ورکړه چي تاسي چي څه كوئ، ښه كوئ.

  44. فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّىٰ إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُم بَغْتَةً فَإِذَا هُم مُّبْلِسُونَ

    بيا كله چي هغوى هغه نصيحت هېر کړ چي ورته شوى ؤ، نو موږ د هر ډول سوكالۍ دروازې د هغو لپاره پرانيستې. تر دې پوري چي كله هغوى په هغو نعمتونو کښي چي وربښل شوي ول، ښه ډوب شول. نو موږ په ناڅاپي ډول هغوى ونيول او په دې وخت کښي د هغو دا حالت ؤ چي له هري ښېګڼي څخه ناهيلي ول.

  45. فَقُطِعَ دَابِرُ الْقَوْمِ الَّذِينَ ظَلَمُوا ۚ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    په دې توګه د هغو خلكو سټه ويستله شوه چي ظلم يې کړی ؤ. او ثنا، ستاينه د کائیناتو د پالونکي لپاره ده (چي د هغوى سټه یې ويستله).

  46. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ اللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَارَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَـٰهٌ غَيْرُ اللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: كله مو پر دې هم فكر کړيدى چي كه الله ستاسي ليدنه او اورېدنه درڅخه واخلي او ستاسي زړونه مُهر کړي، نو د الله څخه پرته بل كوم خداى شته چي تاسي ته دا قواوي بېرته درکړای شي؟ وګوره، په څه شان موږ بيا بيا خپلي نښانې دوى ته وړاندي كوو، خو بيا دوى ورڅخه په څه ډول سترګي اړوي.

  47. قُلْ أَرَأَيْتَكُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُ اللَّهِ بَغْتَةً أَوْ جَهْرَةً هَلْ يُهْلَكُ إِلَّا الْقَوْمُ الظَّالِمُونَ

    ووايه: تاسي كله پر دې فكر کړيدى، چي که د الله له لوري په ناڅاپي يا څرګند ډول پر تاسي عذاب راشي، نو ايا له ظالمانو پرته به نور څوك هلاک شي؟

  48. وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۖ فَمَنْ آمَنَ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    موږ چي كوم پېغمبران لېږو، د همدې لپاره یې لېږو چي نېکانو ته زيرى وركوونكي او د بد عمله خلكو ويروونكي اوسي. نو چي كوم كسان د هغوى خبره ومني او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغوى لپاره هیڅ وېره او خپګان نشته.

  49. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا يَمَسُّهُمُ الْعَذَابُ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ

    او كوم خلك چي زموږ ايتونه درواغ وګڼي، هغوى ته به د خپلو سرغړونو په مجازات کښي عذاب ورسیږي.

  50. قُل لَّا أَقُولُ لَكُمْ عِندِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ إِنِّي مَلَكٌ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۚ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الْأَعْمَىٰ وَالْبَصِيرُ ۚ أَفَلَا تَتَفَكَّرُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: "زه تاسي ته دا نه وايم چي زما سره د الله خزانې دي. نه زه د غيبو علم لرم او نه تاسي ته دا وايم چي زه پرښته يم. زه خو یوازي د هغي وحیي پيروي كوم چي ما ته را استوله کیږي."- بيا له دوى څخه پوښتنه وکړه: «ايا ړوند او لیدونکی دواړه برابرېداى شي؟ ايا تاسي فكر نه كوئ؟»

  51. وَأَنذِرْ بِهِ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَن يُحْشَرُوا إِلَىٰ رَبِّهِمْ ۙ لَيْسَ لَهُم مِّن دُونِهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ لَّعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

    او [اې محمده (ص)!] ته ددې (وحیې د علم) په وسيله هغو خلكو ته نصيحت وکړه چي له دې خبري څخه وېریږي چي د خپل رب حضور ته به يو وخت په داسي حال کښي وړاندي کړای شي چي له هغه پرته به هلته كوم (داسي واكمن) نه وي چي د هغوى ملاتړ او مرستندوي وي، يا د هغوى سپارښ وکړي؛ ښايي چي (له دې نصيحت څخه په پند اخيستلو) هغوى د خداى د وېري کړنلاره غوره کړي.

  52. وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ مَا عَلَيْكَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَمَا مِنْ حِسَابِكَ عَلَيْهِم مِّن شَيْءٍ فَتَطْرُدَهُمْ فَتَكُونَ مِنَ الظَّالِمِينَ

    او كوم خلك چي شپه او ورځ خپل رب ته لاس په دُعا دي او د هغه خوښي غواړي، هغوى له خپله ځانه لیري مه شړه. د هغوى له حساب څخه د هیڅ شي پېټى پر تا نشته او ستا له حساب څخه د هیڅ شي پېټى پر هغوى نشته. ددې له پاسه هم كه ته هغوى ليري وشړې، نو په ظالمانو کښي به وشمېرل شې.

  53. وَكَذَٰلِكَ فَتَنَّا بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لِّيَقُولُوا أَهَـٰؤُلَاءِ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّن بَيْنِنَا ۗ أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِالشَّاكِرِينَ

    په اصل کښي موږ په دې توګه، له دې خلكو څخه ځیني د ځينو نورو په وسیله په ازمېښت کښي اچولي دي، تر څو هغوى دوى وګوري، ووايي: "ايا دغه هغه خلك دي چي زموږ په منځ کښي د الله لورېنه او مهرباني پر شوېده؟" - هو! ايا خداى خپل شكر ایستونكي بندګان له دوى څخه ډېر ښه نه پېژني؟

  54. وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    كله چي تا ته هغه خلك راشي چي زموږ پر ايتونو ايمان راوړي، نو هغوى ته ووايه: "پر تاسي سلام دی او ستاسي رب د رحم او مهربانۍ کړنچاره پر خپل ځان لازمه کړېده. دا د هغه رحم او مهرباني ده چي كه ستاسي څخه څوك په ناپوهۍ سره د کومي بدۍ مرتكب شوی وي، بيا له هغه وروسته توبه وباسي او خپله رويه اصلاح کړي، نو الله بښنه ورته كوي او له نرمۍ څخه كار اخلي."

  55. وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلِتَسْتَبِينَ سَبِيلُ الْمُجْرِمِينَ

    او پدې ډول موږ خپلي نښانې په ډاګه څرګنده وړاندي كوو، چي د مجرمانو لاره بيخي ښكاره شي.

  56. قُلْ إِنِّي نُهِيتُ أَنْ أَعْبُدَ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ ۚ قُل لَّا أَتَّبِعُ أَهْوَاءَكُمْ ۙ قَدْ ضَلَلْتُ إِذًا وَمَا أَنَا مِنَ الْمُهْتَدِينَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: تاسي چي له الله پرته نور بلئ، د هغو له بندګۍ كولو څخه زه منع کړای شوى يم. ووايه: زه به ستاسي د نفسي غوښتنو پيروي ونه کړم، كه ما داسي وکړل نو ګمراه شوم، او د سمي لاري له موندونكو څخه نه شوم.

  57. قُلْ إِنِّي عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّي وَكَذَّبْتُم بِهِ ۚ مَا عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ يَقُصُّ الْحَقَّ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْفَاصِلِينَ

    ووايه: زه د خپل رب له لوري څخه پر يو روښانه دليل ولاړ يم او تاسي هغه درواغ ګڼلى دى. اوس زما په واك کښي هغه څه نشته چي د هغو لپاره تاسي تلوار نيولي ياست. د فېصلې ټول واك د الله دى، هماغه حق بيانوي او هماغه ډېر ښه فېصله كوونكى دى.

  58. قُل لَّوْ أَنَّ عِندِي مَا تَسْتَعْجِلُونَ بِهِ لَقُضِيَ الْأَمْرُ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۗ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِالظَّالِمِينَ

    ووايه: كه هغه شى زما په واك کښي واى چي تاسي يې په تلوار غوښتنه كوئ، نو زما او ستاسي تر منځ به د وخته فېصله شوې وای، خو الله ډېر ښه پوهیږي چي له ظالمانو سره څه معامله كول غواړي.

  59. ۞ وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ

    له هماغه سره د غيبو كليګاني دي چي د هغه پرته بل څوك پرې نه پوهیږي. په وچه او اوبو (سمندرونو) کښي چي هر څه دي، له ټولو څخه هغه خبر دى. له وني څخه كومه رالوېدونكې پاڼه داسي نشته چي هغه پرې عالم نه وي. د ځمکي په ترږمۍ پردو کښي كومه دانه داسي نشته چي هغه ورڅخه باخبر نه وي. وچ او لامده ټول په يو روښانه كتاب کښي ليكل شويدي.

  60. وَهُوَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُم بِاللَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِالنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَىٰ أَجَلٌ مُّسَمًّى ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    هماغه دى چي د شپې ستاسي ساه ګاني اخلي (تاسي وېده کوي) او د ورځي چي څه كوئ په هغو پوهیږي. بيا په بله ورځ هغه، تاسي د همدې ژوند ژواك په نړۍ کښي راپاڅوي، تر څو چي د ژوند ټاكلې موده سرته ورسیږي. په پاى کښي د هماغه لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي، بيا به هغه تاسي ته وښيي چي تاسي څه كول.

  61. وَهُوَ الْقَاهِرُ فَوْقَ عِبَادِهِ ۖ وَيُرْسِلُ عَلَيْكُمْ حَفَظَةً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ تَوَفَّتْهُ رُسُلُنَا وَهُمْ لَا يُفَرِّطُونَ

    هغه پر خپلو بندګانو بشپړ وس واك لري او پر تاسي څارونكي (پرښتې) لېږي. تر دې چي كله ستاسي څخه د كوم يوه د مرګ نېټه رارسیږي، نو د هغه لېږل شوي پرښتې يې ساه اخلي او د خپلي فريضې په سرته رسولو کښي يو بڅرى لنډون نه كوي؛

  62. ثُمَّ رُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۚ أَلَا لَهُ الْحُكْمُ وَهُوَ أَسْرَعُ الْحَاسِبِينَ

    بيا ټول د الله، د خپل حقيقي بادار په لوري بېرته راوستل کیږي. خبردار اوسئ! د فېصلې ټولي واكمنۍ د هماغه په لاس کښي دي او هغه په حساب اخيستلو کښي ډېر چټك دى.

  63. قُلْ مَن يُنَجِّيكُم مِّن ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ تَدْعُونَهُ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً لَّئِنْ أَنجَانَا مِنْ هَـٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ

    [اې محمده (ص)!] له دوى څخه پوښتنه وکړه: د بېديا او سمندر په تيارو کښي څوك تاسي له خطرونو څخه ژغوري؟ - هغه څوک دی چي تاسي (د کړاو په وخت کښي) په زاريو او په پټه پټه دُعاوي ځني غواړئ؟- چا ته واياست چي كه تا له دې بلا څخه موږ وژغورلو، نو موږ به هرو مرو شكر ايستونكي اوسو؟

  64. قُلِ اللَّهُ يُنَجِّيكُم مِّنْهَا وَمِن كُلِّ كَرْبٍ ثُمَّ أَنتُمْ تُشْرِكُونَ

    ووايه: الله تاسي ته له هغه او له بل هر کړاو څخه نجات دركوي، بيا تاسي نور له هغه سره شريكان ګڼئ.

  65. قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَىٰ أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعًا وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لَعَلَّهُمْ يَفْقَهُونَ

    ووايه: هغه پر دې قادر دى چي پر تاسي كوم عذاب له پاسه نازل کړي يا ستاسي تر قدمونو لاندي یې را پورته کړي، يا تاسي پر ډلو ووېشي، پر يوې ډلي باندي د بلي ډلي د زور خوند وڅكي. وګوره! موږ په څه شان په مكرره توګه له بېلا بېلو لارو څخه خپلي نښانې دوى ته وړاندي كوو، ښايي چي دوى په دې حقيقت وپوهیږي.

  66. وَكَذَّبَ بِهِ قَوْمُكَ وَهُوَ الْحَقُّ ۚ قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ

    ستا قوم له هغه څخه انكار كوي، حال دا دى چي هغه حقيقت دى. دوى ته ووايه: «زه پر تاسي باندي د ساتونکي په توګه نه يم ټاکل شوى.»

  67. لِّكُلِّ نَبَإٍ مُّسْتَقَرٌّ ۚ وَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

    د هر خبر د څرګندېدو يو وخت ټاكلى دى، ډېر ژر به تاسي په خپله په عاقبت پوه شئ.

  68. وَإِذَا رَأَيْتَ الَّذِينَ يَخُوضُونَ فِي آيَاتِنَا فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ وَإِمَّا يُنسِيَنَّكَ الشَّيْطَانُ فَلَا تَقْعُدْ بَعْدَ الذِّكْرَىٰ مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    او [اې محمده (ص)!] كله چي ته هغه خلك وینې چي زموږ په ايتونو کښي نقطې لټوي، نو د هغو له څنګ څخه پاڅېږه، تر دې پوري چي هغوى دا بحثونه پرېږدي، په نورو خبرو پېل وکړي. او كه كله شيطان تا په هېره کښي واچوي، نو چي څه وخت دا خطا احساس کړې، له هغه وروسته بيا ددې ظالمانو څنګ ته مه کښېنه.

  69. وَمَا عَلَى الَّذِينَ يَتَّقُونَ مِنْ حِسَابِهِم مِّن شَيْءٍ وَلَـٰكِن ذِكْرَىٰ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

    د هغوى له حساب څخه د هیڅ كوم شي مسئوليت پر پرهيز ګارانو نشته. البته نصيحت كول یې فريضه ده؛ ښايي چي هغوى له غلطي لاري څخه را واوړي.

  70. وَذَرِ الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَعِبًا وَلَهْوًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ وَذَكِّرْ بِهِ أَن تُبْسَلَ نَفْسٌ بِمَا كَسَبَتْ لَيْسَ لَهَا مِن دُونِ اللَّهِ وَلِيٌّ وَلَا شَفِيعٌ وَإِن تَعْدِلْ كُلَّ عَدْلٍ لَّا يُؤْخَذْ مِنْهَا ۗ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ أُبْسِلُوا بِمَا كَسَبُوا ۖ لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ

    هغه خلك پرېږده، کومو چي خپل دين لوبه او ننداره جوړه کړېده او د دُنيا ژوندانه غولولي دي. هو، خو ددې قرآن په اورولو نصيحت كوونكى او پند وركوونكى اوسه، چي چيري څوك د خپلو کړنو په ګناه کښي هلاکت ته ونه سپارل شي او هلاکت هم په داسي حال کښي وي چي له الله څخه د هغه د ژغورلو لپاره كوم ملاتړ او مرستندوى او سپارښ كوونكى نه وي. او كه هغه د هر ممكن شي په فديه وركولو د ځان خلاصول وغواړي، نو هغه به هم ورڅخه قبوله نه کړای شي. ځكه چي داسي خلك خو به د خپلوعملونو په نتيجه کښي ونيول شي. هغو ته به له حق څخه د خپل انكار په مجازات کښي د څښلو خوټېدلي اوبه او دردناك عذاب ورکړل شي.

  71. قُلْ أَنَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُنَا وَلَا يَضُرُّنَا وَنُرَدُّ عَلَىٰ أَعْقَابِنَا بَعْدَ إِذْ هَدَانَا اللَّهُ كَالَّذِي اسْتَهْوَتْهُ الشَّيَاطِينُ فِي الْأَرْضِ حَيْرَانَ لَهُ أَصْحَابٌ يَدْعُونَهُ إِلَى الْهُدَى ائْتِنَا ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۖ وَأُمِرْنَا لِنُسْلِمَ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ

    [اې محمده (ص)!] له دوى څخه پوښتنه وکړه: ايا موږ له الله پرته هغه وبلو چي نه موږ ته ګټه رسولای شي نه زيان؟ - او كله چي الله موږ ته سمه لاره راښودلې ده، نو ايا موږ اوس پر خپلو پوندو شاته وڅرخېږو؟ - ايا موږ خپل حالت د هغه چا په څېر کړو چي شيطانانو هغه په بېديا کښي لار وركى کړی وي او حيران لالهانده ګرځي راګرځي، په داسي حال کښي چي ملګري يي ورته نارې وهي چي داسي راشه دا سمه لاره ده؟ - ووايه: په حقيقت کښي خو سمه رهبري یوازي د الله رهبري ده. او د هغه له خوا موږ ته دا امر شويدى چي د كائناتو د څښتن په وړاندي د اطاعت سرښكته کړو.

  72. وَأَنْ أَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَاتَّقُوهُ ۚ وَهُوَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

    (او بل په دې سره امر شوی دی چي) لمونځ قائم کړئ، او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وژغورئ، د هماغه لوري ته ستاسي ټولو ورغونډېدل دي.

  73. وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۖ وَيَوْمَ يَقُولُ كُن فَيَكُونُ ۚ قَوْلُهُ الْحَقُّ ۚ وَلَهُ الْمُلْكُ يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ ۚ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۚ وَهُوَ الْحَكِيمُ الْخَبِيرُ

    هماغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په حقه پيدا کړيدي. او په كومه ورځ چي هغه ووايي چي پاڅئ، راټول شئ؛ په هماغه ورځ به هغوی همداسي شي. د هغه وينا حق ده، او په كومه ورځ چي شپيلۍ پو کړه شي، په هغه ورځ به باچاهي د هماغه وي. هغه په پټو او ښكارو هر څه پوه، د حکمت څښتن او باخبره دى.

  74. ۞ وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ لِأَبِيهِ آزَرَ أَتَتَّخِذُ أَصْنَامًا آلِهَةً ۖ إِنِّي أَرَاكَ وَقَوْمَكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    د ابراهيم (ع) ماجرا ياده کړه چي كله هغه خپل پلار ازر ته ويلي وه: "ايا ته بتان په خدايۍ سره نيسي؟ زه خو تا او ستا قوم په ښكاره ګمراهۍ کښي وينم."

  75. وَكَذَٰلِكَ نُرِي إِبْرَاهِيمَ مَلَكُوتَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلِيَكُونَ مِنَ الْمُوقِنِينَ

    موږ په دې ډول ابراهيم (ع) ته د اسمانونو او ځمكي د سلطنت نظام ورښوولى ؤ او ددې لپاره مو ورښوولى ؤ چي هغه له باور كوونكيو څخه شي.

  76. فَلَمَّا جَنَّ عَلَيْهِ اللَّيْلُ رَأَىٰ كَوْكَبًا ۖ قَالَ هَـٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَا أُحِبُّ الْآفِلِينَ

    كله چي شپه پرې خوره شوه، نو هغه يو ستورى وليد، ویې ويل: دا زما رب دى (ستاسي په په ګومان) خو كله چي هغه (ستوری) پرېوتی، نو ویې ويل په پرېوتونكي پوري زما زړه تړلى نه دى.

  77. فَلَمَّا رَأَى الْقَمَرَ بَازِغًا قَالَ هَـٰذَا رَبِّي ۖ فَلَمَّا أَفَلَ قَالَ لَئِن لَّمْ يَهْدِنِي رَبِّي لَأَكُونَنَّ مِنَ الْقَوْمِ الضَّالِّينَ

    بيا یې چي كله سپوږمۍ ځلانده تر سترګو شوه، نو ویې ويل: دا زما رب دی، (ستاسي په ګومان ) خو كله چي هغه هم پرېوتله، نو ویې ويل كه زما رب ما ته لارښوونه نه واى کړي، نو زه به هم له ګمراهانو څخه شوى واى.

  78. فَلَمَّا رَأَى الشَّمْسَ بَازِغَةً قَالَ هَـٰذَا رَبِّي هَـٰذَا أَكْبَرُ ۖ فَلَمَّا أَفَلَتْ قَالَ يَا قَوْمِ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تُشْرِكُونَ

    بيا چي كله یې لمر روښانه وليدی، نو ویې ويل دا زما رب دی، (ستاسي په زعم ) دا تر ټولو لوى دى. خو كله چي هغه هم پرېوت، نو ابراهيم (ع) اواز وکړ: "اې قومه! زه له هغو ټولو څخه بيزار يم چي تاسي هغه له خداى سره شريك ګڼئ.

  79. إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    ما خو يو لوري ته په میلان كولو، د هغه ذات خوا ته مخ اړولی دى چي هغه اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي او زه هیڅكله له شرك كوونكيو څخه نه يم".

  80. وَحَاجَّهُ قَوْمُهُ ۚ قَالَ أَتُحَاجُّونِّي فِي اللَّهِ وَقَدْ هَدَانِ ۚ وَلَا أَخَافُ مَا تُشْرِكُونَ بِهِ إِلَّا أَن يَشَاءَ رَبِّي شَيْئًا ۗ وَسِعَ رَبِّي كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۗ أَفَلَا تَتَذَكَّرُونَ

    د هغه قوم د هغه سره په جګړه لاس پوري کړ، نو هغه خپل قوم ته وويل: "ايا تاسي د الله په كار کښي زما سره جنګېږئ؟ - په داسي حال کښي چي هغه ما ته سمه لاره راښودلې ده، او زه ستاسي له انګېرلېو شريكانو څخه نه وېرېږم. هو كه زما د رب څه خوښه وي نو هغه هرو مرو کېدای شي. زما د رب علم پر هر څه خپور شويدى. نو ايا تاسي نه فكرمن کېږئ (فند نه اخلئ)؟

  81. وَكَيْفَ أَخَافُ مَا أَشْرَكْتُمْ وَلَا تَخَافُونَ أَنَّكُمْ أَشْرَكْتُم بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا ۚ فَأَيُّ الْفَرِيقَيْنِ أَحَقُّ بِالْأَمْنِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

    او زه ستاسي له انګېرلېو خدايانو څخه ولي ووېرېږم، چي كله تاسي له الله سره په خدايۍ کښي د هغو شيانو په شريكولو نه وېرېږئ چي پر تاسي يې (د شریک نیولو) كوم سند نه دى نازل کړی شوى؟ زموږ دواړو ډلو څخه كومه يوه زياته د نه وېرېدو او ډاډينې وړ ده؟ راوښيئ كه تاسي څه علم لرئ!

  82. الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَـٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ

    په حقيقت کښي خو امنيت د هماغو كسانو لپاره دى او پر سمه لاره برابر هماغه كسان دي چي ايمان یې راوړى، او خپل ايمان یې په ظلم نه دى ملوث کړی."

  83. وَتِلْكَ حُجَّتُنَا آتَيْنَاهَا إِبْرَاهِيمَ عَلَىٰ قَوْمِهِ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ

    دا زموږ هغه دلیل ؤ چي ابراهيم (ع) ته مو د هغه د قوم په مقابل کښي ورکړ. موږ چي چا ته وغواړو لوړي درجې ورپه برخه كوو. حق دا دى چي ستا رب ډېر حكيم او د علم څښتن دى.

  84. وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ كُلًّا هَدَيْنَا ۚ وَنُوحًا هَدَيْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَمِن ذُرِّيَّتِهِ دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ وَأَيُّوبَ وَيُوسُفَ وَمُوسَىٰ وَهَارُونَ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ

    او موږ ابراهيم (ع) ته د اسحق (ع) او د يعقوب (ع) غوندي ځوځات (اولاد) ورکړل او هر يوه ته مو سمه لاره وښودله. (هماغه سمه لاره چي) له دې څخه مخکي مو نوح ( ع) ته ورښودلې وه. او د هماغه له اولادې څخه موږ داود (ع)، سليمان (ع)، ايوب (ع)، يوسف (ع)، موسى (ع) او هارون(ع) ته (هدايت ورکړ). په دې توګه موږ نېکي كوونكو ته د هغوى د نېکۍ مكافات وركوو.

  85. وَزَكَرِيَّا وَيَحْيَىٰ وَعِيسَىٰ وَإِلْيَاسَ ۖ كُلٌّ مِّنَ الصَّالِحِينَ

    (د هماغه له اولادې څخه مو) زكريا (ع)، يحيى (ع)، عيسي (ع)، او الياس (ع) ته (لارښوونه وکړه)، هغوى ټول نېکان ول.

  86. وَإِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَيُونُسَ وَلُوطًا ۚ وَكُلًّا فَضَّلْنَا عَلَى الْعَالَمِينَ

    (د هماغه له كورنۍ څخه مو) اسماعيل (ع)، اليسع (ع)، يونس (ع) او لوط (ع) ته (لاره وښودله)، له دوى څخه هر يوه ته مو پر ټولو نړیوالو لوړتيا ور وبښله،

  87. وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ ۖ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    دغه راز د هغو له پلرونو، نیکونو، د هغو له اولادې او د هغوى له ورونو څخه پر زياترو باندي موږ پېرزوينه وکړه. هغوى مو د خپل خدمت لپاره غوره کړل او هغوى ته مو د سمي لاري ښوونه وکړه.

  88. ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    دا د الله هدايت دى، په هغه سره چي د خپلو بندګانو څخه يې چا ته خوښه شي لارښوونه كوي. خو كه هغوى شرك کړی واى، نو ټول عملونه به يې عبث ګرځېدلى واى.

  89. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ فَإِن يَكْفُرْ بِهَا هَـٰؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَّيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ

    دا هماغه كسان ول چي موږ كتاب، حكم او پېغمبري ورکړي وه. اوس كه دا خلك د دغه (قُرآن) له منلو څخه انكار كوي، نو ( پروا نشته). موږ څه نورو خلكو ته دا نعمت ورسپارلى دى چي منكران ورڅخه نه دي.

  90. أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَالَمِينَ

    [اې محمده (ص)!] هماغه كسان د الله د لوري هدايت موندونكي ول، د هماغو پر لاره ته هم لاړ شه، او ووايه چي زه (ددې تبليغ او لارښووني) پر وظيفه ستاسي څخه د كوم اجر غوښتونكى نه يم. دا د ټولو نړیوالو لپاره يو عمومي نصيحت دى.

  91. وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ إِذْ قَالُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ بَشَرٍ مِّن شَيْءٍ ۗ قُلْ مَنْ أَنزَلَ الْكِتَابَ الَّذِي جَاءَ بِهِ مُوسَىٰ نُورًا وَهُدًى لِّلنَّاسِ ۖ تَجْعَلُونَهُ قَرَاطِيسَ تُبْدُونَهَا وَتُخْفُونَ كَثِيرًا ۖ وَعُلِّمْتُم مَّا لَمْ تَعْلَمُوا أَنتُمْ وَلَا آبَاؤُكُمْ ۖ قُلِ اللَّهُ ۖ ثُمَّ ذَرْهُمْ فِي خَوْضِهِمْ يَلْعَبُونَ

    دوى د الله صحيح قدر او ستاينه ونه کړه چي كله یې وويل: الله پر كوم انسان څه نه دي نازل کړي. له دوى څخه پوښتنه وکړه: "نو بيا هغه كتاب چي موسى (ع) راوړى ؤ او د ټولو انسانانو لپاره روښنايي او هدايت دی، تاسي هغه پاڼي پاڼي كوئ، لږ څه ښكاره كوئ او ډېر څه پټوئ، او د هغه په وسيله تاسي ته هغه علم درکړ شو چي نه ستاسي سره ؤ او نه ستاسي له پلار نېکه سره. ښه نو د هغه نازلوونكى څوك ؤ؟" - ووايه:الله (نازل کړی ؤ) - بيا یې په خپلو دليل بازيو کښي لوبو كولو ته پرېږده.

  92. وَهَـٰذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ مُّصَدِّقُ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَلِتُنذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا ۚ وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَهُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ

    (د هماغه كتاب په څېر) دا يو كتاب دى چي موږ نازل کړيدى، له خير او بركت څخه ډك دى، د هغه څه تصديق كوي چي له ده څخه مخکي راغلي ول. او ددې په خاطر نازل کړای شويدى چي ته په هغه سره د كليو دا مركز (مكه) او د هغې په شاوخوا کښي اوسېدونكي تنبيه کړې. كوم خلك چي اخرت مني، هغوى پر دې كتاب ايمان راوړي او هغوى داسي دي چي د خپلو لمونځونو پابندي كوي.

  93. وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثْلَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ ۗ وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنفُسَكُمُ ۖ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ

    او له هغه چا څخه به بل لوى ظالم څوك وي چي په الله پوري د درواغو بهتان وتړي يا ووايي چي پر ما وحیه راغلې ده؛ په داسي حال کښي چي پر هغه كومه وحیه نه وي نازله کړای شوې. يا هغه څوك چي د الله د نازل کړي شي په مقابله کښي ووايي چي زه به هم داسي شى نازل کړم؟ - كاشكي ته ظالمان په هغه حالت کښي ولیدلای شې چي د ځنكدن په سختيو کښي غوټې وهونكي وي او پرښتې په لاس غځولو ورته ويونكي وي چي: "راوړئ، وباسئ خپله ساه! نن به تاسي ته د هغو خبرو په مجازات کښي رسوا كوونكى عذاب درکړل شي چي په الله پوري مو د ناحقه تور پوري کاوه او د هغه د ايتونو په مقابل کښي مو له سر غړوني او لويۍ كولو څخه كار اخيست."

  94. وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرَادَىٰ كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنَاكُمْ وَرَاءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرَىٰ مَعَكُمْ شُفَعَاءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكَاءُ ۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ

    (او الله به ووايي ) دا دى اوس تاسي هماغسي یوازي یوازي زموږ په وړاندي حاضر شوئ، لكه څنګه چي موږ په لومړي ځل تاسي یوازي پيدا کړي وئ. څه چي موږ تاسي ته په دنيا کښي درکړي ول، هغه ټول تاسي شا ته پريښي، راغلي ياست. او اوس موږ ستاسي سره ستاسي هغه سپارښ كوونكي هم نه وينو چي د هغو په باب ستاسي دا ګومان ؤ چي ستاسي د چارو په برابرولو کښي، هغوى هم يو څه برخه وال دي؛ ستاسي ټولي خپلمنځي اړیکي پرېکړل شوې او هغه ټول درڅخه ورك شول چي تاسي يې ګومان درلود.

  95. ۞ إِنَّ اللَّهَ فَالِقُ الْحَبِّ وَالنَّوَىٰ ۖ يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَمُخْرِجُ الْمَيِّتِ مِنَ الْحَيِّ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ

    د دانې او زړي چوونكى الله دى، هماغه ژوندى له مړي څخه باسي او هماغه مړى له ژوندي څخه باسي. ددې ټولو چارو سرته رسوونكى خو الله دى، نو تاسي كوم لوري ته اووښتونكي ياست؟

  96. فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ

    هماغه د شپې پرده څيروي، سهار را باسي. هماغه شپه د ارام كولو وخت ګرځولې ده. هماغه د لمر او سپوږمۍ د ختلو پرېوتلو حساب ټاكلى دى. دا ټولي د هماغه ستر قدرت او علم لرونكي ټاكلي اندازې دي.

  97. وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

    او هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره یې ستوري د بېديا او سمندر په ترږمېو کښي د لاري پېژندلو وسيله وګرځوله. وګورئ! موږ نښانې په ډاګه ښكاره د هغو خلكو لپاره بيان کړيدي چي علم لري.

  98. وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ فَمُسْتَقَرٌّ وَمُسْتَوْدَعٌ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَفْقَهُونَ

    او هماغه ذات دى چي تاسي یې له يو نفس څخه پيدا کړاست، بيا د هر يوه لپاره د تقرر نيولو يو ځاى دى او يو د هغه د ورسپارني ځاى. دا نښانې موږ د هغو خلكو له پاره څرګندي کړيدي چي پوهه او ادراك لري.

  99. وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُّخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُّتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِن طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِّنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ ۗ انظُرُوا إِلَىٰ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكُمْ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    او هماغه ذات دى چي له اسمانه یې اوبه ورولي، بيا موږ د هغو په وسيله هر راز نباتات راوټوكول، بيا مو ورڅخه شنه ښېرازه كښتونه او وني پيدا کړل، بيا مو ورڅخه لاندي باندي سپرې دانې راويستلې، او د كجورو(خُرما) له څانګو څخه مو د مېوو وږي شنګلې پيدا کړل چي له ډېر بار نيولو څخه ښكته زانګي؛ او دانګورو، ښونو (زیتنو) او انارو باغونه مو جوړ کړل، چي د هغو مېوې يو بل ته څېرمه ورته هم دي، او بيا د هري يوې خصوصيات بېلا بېل هم دي. دا وني چي كله مېوه نيسي، نو په هغو کښي د مېوې راوړلو او بيا یې د پخېدو څرنګوالي ته لږ ځير شئ. په دې شيانو کښي د هغو كسانو لپاره نښانې دي، چي ايمان راوړي.

  100. وَجَعَلُوا لِلَّهِ شُرَكَاءَ الْجِنَّ وَخَلَقَهُمْ ۖ وَخَرَقُوا لَهُ بَنِينَ وَبَنَاتٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يَصِفُونَ

    ددې له پاسه هم كافرانو پيريان له الله سره شريكان وانګېرل، په داسي حال کښي چي الله د هغو خالق دى. او بې پوهي او بې ادراکه یې د هغه لپاره زامن او لوڼې جوړې کړي، په داسي حال کښي چي الله له هغو خبرو څخه پاك او ډېر لوړ دى چي دوى يي كوي.

  101. بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ وَلَدٌ وَلَمْ تَكُن لَّهُ صَاحِبَةٌ ۖ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

    هغه خو د اسمانونو او ځمکي هستوونكى دى. د هغه كوم زوى له كومه کېدای شي چي له سره څوك د هغه د ژوند ملګري نشته. هغه هر څه پيدا کړيدي او هغه پر هر څه پوهيدونكى دى.

  102. ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ فَاعْبُدُوهُ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ

    هم دغه الله ستاسي رب دی، هیڅ كوم بل خداى له هغه پرته نشته، د هر څه خالق دی. نو له دې امله تاسي د هماغه بندګي وکړئ؛ او هغه د هر شي ساتونكى څارونكى دى؛

  103. لَّا تُدْرِكُهُ الْأَبْصَارُ وَهُوَ يُدْرِكُ الْأَبْصَارَ ۖ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

    كتني (سترګي) الله نه شي موندلای او الله كتني (سترګي) موندلى شي. هغه ډېر زيات باريك بين او باخبره دى.

  104. قَدْ جَاءَكُم بَصَائِرُ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنْ أَبْصَرَ فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ عَمِيَ فَعَلَيْهَا ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُم بِحَفِيظٍ

    [آې محمد (ص) دوی ته ووايه] وګورئ، تاسي ته ستاسي د رب له لوري څخه د كتني وړ روښنايۍ راغلي دي؛ اوس چي څوك له بينايۍ څخه كار واخلي، د ځان لپاره به ګټه وکړي. او څوك چي ځان ړوند واچوي، خپل ځان ته به زيان واړوي. زه پر تاسي كوم پيره دار نه يم.

  105. وَكَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ وَلِيَقُولُوا دَرَسْتَ وَلِنُبَيِّنَهُ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

    په دې ډول موږ خپل ايتونه بيا بيا په بېلا بېلو ډولونو بيا نوو، او ددې لپاره یې بيانوو چي دا خلك به وايي: تا له چا څخه زده کړه کړېده. او كوم كسان چي عالمان دي، د هغو لپاره موږ حقيقت روښانه کړو.

  106. اتَّبِعْ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ

    [اې محمده (ص)!] د هغې وحیي پيروي كوونكى اوسه چي پر تا ستا د رب له لوري نازله شوېده. ځكه چي له هغه يو رب څخه پرته بل كوم خداى نشته، او ددې مشرکانو څخه مخ اړوه.

  107. وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكُوا ۗ وَمَا جَعَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا ۖ وَمَا أَنتَ عَلَيْهِم بِوَكِيلٍ

    كه د الله خوښه واى نو (په خپله يې داسي لاره چاره برابرولای شوای چي) دا خلك مشركان شوي نه واى، ته موږ پر هغو پيره دار نه یې ټاكلى او نه ته پر هغو باندي مسلط ساتونكى یې.

  108. وَلَا تَسُبُّوا الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَسُبُّوا اللَّهَ عَدْوًا بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ كَذَٰلِكَ زَيَّنَّا لِكُلِّ أُمَّةٍ عَمَلَهُمْ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِم مَّرْجِعُهُمْ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    او (اې مؤمنانو!) هغو معبودانو ته ښکنځل مه كوئ چي دا خلك يې له الله پرته بلي (عبادت يې کوي)، چيري داسي ونه شي چي دوى هم په ناحقه، د ناپوهۍ له امله الله ته ښکنځل وکړي. موږ خو په همدې ډول د هري ډلي لپاره د هغې کړه وړه ښايسته کړيدي. بيا د هغوى د هماغه خپل رب په لوري ورګرځېدل دي؛ نو په هغه وخت کښي به (الله) ورته څرګنده کړي چي هغوى څه کړيدي.

  109. وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِن جَاءَتْهُمْ آيَةٌ لَّيُؤْمِنُنَّ بِهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ ۖ وَمَا يُشْعِرُكُمْ أَنَّهَا إِذَا جَاءَتْ لَا يُؤْمِنُونَ

    دوى له سختو سختو قسمونو خوړلو سره وايي چي كه موږ ته كومه نښانه راشي، نو موږ پرې ايمان راوړو. [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه چي: "نښانې خو له الله سره دي."- او تاسي څنګه وپوهول شئ چي كه نښانې راهم شي؛ نو دوى ايمان راوړونكي نه دي.

  110. وَنُقَلِّبُ أَفْئِدَتَهُمْ وَأَبْصَارَهُمْ كَمَا لَمْ يُؤْمِنُوا بِهِ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَنَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ

    موږ په هماغه شان د دوى زړونه او نظر اړوو، لكه څنګه چي دوى لومړی ځل پرې ايمان نه ؤ راوړى. موږ دوى په همدې سركښۍ کښي لالهانده پرېږدو.

  111. ۞ وَلَوْ أَنَّنَا نَزَّلْنَا إِلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةَ وَكَلَّمَهُمُ الْمَوْتَىٰ وَحَشَرْنَا عَلَيْهِمْ كُلَّ شَيْءٍ قُبُلًا مَّا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ

    كه موږ پر دوى پرښتې هم نازلي کړي واى، او مړو له دوى سره خبري کړي واى او د ټولي نړۍ شيان مو د دوى تر نظر لاندي راغونډ کړي واى؛ بيا هم دوى ايمان راوړونكي نه ول. مګر دا چي د خداى همدا غوښتنه وي چي هغوى دي ايمان راوړي، خو زياتره خلك د ناپوهۍ خبري كوي

  112. وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا شَيَاطِينَ الْإِنسِ وَالْجِنِّ يُوحِي بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ زُخْرُفَ الْقَوْلِ غُرُورًا ۚ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ

    او موږ خو تل همداسي شيطان انسانان او شيطان پيريان د هر پېغمبر دښمنان ګرځولي دي، چي يو بل ته خوږې خبري د غولوني او فريب لپاره رسوي. كه ستا د رب دا اراده واى چي هغوى دي داسي ونه کړي، نو هیڅكله به يې داسي نه كول. نو ته هغوى پر خپل حال پرېږده چي په درواغو تړلو کښي اخته وي.

  113. وَلِتَصْغَىٰ إِلَيْهِ أَفْئِدَةُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَلِيَرْضَوْهُ وَلِيَقْتَرِفُوا مَا هُم مُّقْتَرِفُونَ

    (موږ هغوى ته ددې هر څه كولو وخت ځكه وركوو چي) كوم خلك چي پر اخرت ايمان نه لري، د هغوى زړونه ددې غولوونكي ښکلا په لوري مايل وي، او هغوى پرې خوښ شي او د هغو ناوړو چارو په کړو لاس پوري کړي، چي هغوى یې كول غواړي؛

  114. أَفَغَيْرَ اللَّهِ أَبْتَغِي حَكَمًا وَهُوَ الَّذِي أَنزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا ۚ وَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِّن رَّبِّكَ بِالْحَقِّ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ

    (نو چي كله دا حال دى) ايا زه له الله پرته كوم بل فېصله كوونكى ولټوم؛ په داسي حال کښي چي هغه تاسي ته پوره مفصل كتاب لېږلی دى؟ او كومو خلكو ته چي موږ (ستا څخه مخکي) كتاب ورکړی ؤ، هغوى پوهیږي چي دا كتاب ستا د هماغه رب له لوري په حقه نازل شويدى، نو له دې كبله ته له شك كوونكيو څخه مه کېږه.

  115. وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلًا ۚ لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    ستا د رب وينا د رښتينولۍ او عدالت په اعتبار بشپړه ده؛ هیڅوك د هغه د فرمانونو بدلوونكى نه دى. او هغه د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى.

  116. وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ

    او [اې محمده (ص)!] كه ته د هغو خلكو د اكثريت په خوله كار وکړې چي په ځمکه کښي ميشته دي، نو هغوى به تا د الله له لاري واړوي. هغوى خو یوازي په ګومان روان او د انګېرنو برابروونكي دي.

  117. إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ مَن يَضِلُّ عَن سَبِيلِهِ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ

    په حقيقت کښي ستا رب ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري اووښتي دي؛ او هغه ښه پوهیږي چي څوك پر سمه لاره برابر دي.

  118. فَكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كُنتُم بِآيَاتِهِ مُؤْمِنِينَ

    نو كه تاسي د الله پر ايتونو ايمان لرئ، نو پر كوم څاروي باندي چي (د حلالو په وخت کي) د الله نوم اخيستل شوى وي، د هغه غوښه وخورئ.

  119. وَمَا لَكُمْ أَلَّا تَأْكُلُوا مِمَّا ذُكِرَ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَقَدْ فَصَّلَ لَكُم مَّا حَرَّمَ عَلَيْكُمْ إِلَّا مَا اضْطُرِرْتُمْ إِلَيْهِ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا لَّيُضِلُّونَ بِأَهْوَائِهِم بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُعْتَدِينَ

    ښه نو څه دليل دى چي تاسي هغه څه ونه خورئ چي پر هغه د الله نوم اخيستل شوى وي، په داسي حال کښي چي د كومو شيانو استعمال، چي الله له اضطراري حالاتو څخه پرته په نورو ټولو حالتونو کښي پر تاسي حرام کړيدي، د هغو تفصيل یې تاسي ته درښودلى دى. زياتره خلك داسي دي چي له علم څخه پرته یوازي د خپلو خواهشاتو په اساس ګمراه كوونكي خبري كوي. په یقیني توګه ستا رب د حد څخه تېرېدونكي ډېر ښه پيژني.

  120. وَذَرُوا ظَاهِرَ الْإِثْمِ وَبَاطِنَهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَكْسِبُونَ الْإِثْمَ سَيُجْزَوْنَ بِمَا كَانُوا يَقْتَرِفُونَ

    تاسي هم له ښكاره ګناهونو څخه ځان وژغورئ او هم له پټو څخه. څوك چي د ګناه كسب كوي، هغوى به د خپلي دغي ګټي مجازات ومومي.

  121. وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ ۗ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَىٰ أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ ۖ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ

    او كوم څاروي چي د الله د نوم په اخيستلو نه وي حلال کړای شوي، د هغه غوښه مه خورئ؛ دا كار فسق دى. شيطانان د خپلو ملګرو په زړونو کښي شكونه او اعتراضونه اچوي چي هغوى له تاسي سره شخړه وکړي. خو كه تاسي د هغوى اطاعت ومانه، نو بېله شکه به تاسي مشركان ياست.

  122. أَوَمَن كَانَ مَيْتًا فَأَحْيَيْنَاهُ وَجَعَلْنَا لَهُ نُورًا يَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ كَمَن مَّثَلُهُ فِي الظُّلُمَاتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْكَافِرِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    ايا هغه څوك چي مخکي مړ ؤ، بيا موږ ژوند ورته وبخښی او هغه رڼا مو ورکړه چي د هغې په وړانګو کښي د خلكو په منځ کښي د ژوند لاره وهي، د هغه چا په څېر کېدای شي چي په ترږمیو کښي غورځېدلى وي او په هیڅ شان ورڅخه وتونكى نه وي؟ د كافرانو لپاره په همدې توګه د هغوى کړه وړه ښايسته کړای شويدي.

  123. وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ أَكَابِرَ مُجْرِمِيهَا لِيَمْكُرُوا فِيهَا ۖ وَمَا يَمْكُرُونَ إِلَّا بِأَنفُسِهِمْ وَمَا يَشْعُرُونَ

    او په همدې ډول موږ په هره سيمه کښي د هغې غټ غټ مجرمان بوخت کړيدي چي هلته د خپل مكر او ټګۍ جال وغوړوي. په اصل کي هغوى د خپلي ټګۍ په لومه کښي په خپله نښتي دي، خو له هغو سره ددې شعور نشته.

  124. وَإِذَا جَاءَتْهُمْ آيَةٌ قَالُوا لَن نُّؤْمِنَ حَتَّىٰ نُؤْتَىٰ مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللَّهِ ۘ اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ ۗ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ

    كله چي هغو ته كوم ايت راشي، نو وايي: "موږ به یې تر هغه پوري ونه منو، تر څو په خپله موږ ته هغه څه را نه کړل شي چي د الله رسولانو ته ورکړل شويدي." - الله ډېر ښه پوهیږي چي د خپلي پېغمبرۍ كار له چا څخه واخلي او په څه شان یې واخلي. هغه وخت نژدې دى چي دا مجرمان د خپلو ټګيو په مجازات کښي، د الله په وړاندي له رسوايۍ او سخت عذاب سره مخامخ شي.

  125. فَمَن يُرِدِ اللَّهُ أَن يَهْدِيَهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ ۖ وَمَن يُرِدْ أَن يُضِلَّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ ۚ كَذَٰلِكَ يَجْعَلُ اللَّهُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ

    نو (دا حقيقت دى) چا ته چي الله د لارښووني اراده وکړي، د هغه سينه د اسلام لپاره پرانيزي. او چا ته چي په ګمراهۍ کښي د غورځولو اراده وکړي، د هغه سينه تنګوي او داسي فشار پرې راولي چي (څنګه د اسلام تصور په ذهن کښي راګرځوي نو) داسي ورته معلومیږي، چي ته به وایې ساه یې د اسمان لوري ته پورته کیږي. په دې توګه الله (له حق څخه د تېښتي او كركي) ناپاكي پر هغو كسانو مسلطوي چي ايمان نه راوړي؛

  126. وَهَـٰذَا صِرَاطُ رَبِّكَ مُسْتَقِيمًا ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَذَّكَّرُونَ

    پداسي حال کښي چي دا لاره ستا د رب سمه لاره ده، نو موږ نښانې د هغو خلكو لپاره څرګندي کړي دي چي نصيحت مني؛

  127. ۞ لَهُمْ دَارُ السَّلَامِ عِندَ رَبِّهِمْ ۖ وَهُوَ وَلِيُّهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    د هغوى لپاره د هغو له رب سره د سلامتيا كور دى، او الله يې د هغې سمي کړنچاري له امله سرپرست دى چي هغوى غوره کړېده.

  128. وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ قَدِ اسْتَكْثَرْتُم مِّنَ الْإِنسِ ۖ وَقَالَ أَوْلِيَاؤُهُم مِّنَ الْإِنسِ رَبَّنَا اسْتَمْتَعَ بَعْضُنَا بِبَعْضٍ وَبَلَغْنَا أَجَلَنَا الَّذِي أَجَّلْتَ لَنَا ۚ قَالَ النَّارُ مَثْوَاكُمْ خَالِدِينَ فِيهَا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۗ إِنَّ رَبَّكَ حَكِيمٌ عَلِيمٌ

    او (په یاد کړه) هغه ورځ چي الله ټول خلك تر محاصرې لاندي راټول کړي، (پيريانو ته به وویل شي): "اې د پيريانو ډلي! تاسي خو له انسانانو څخه ډېر د ځان تابع کړي دي." - له انسانانو څخه چي څوك د هغوى ملګري ول، عرض به وکړي: "زموږ پروردګاره! زموږ هر يو له بل څخه پوره استفاده کړېده، او اوس موږ هغي نېټې ته رارسېدلي يوو چي تا راته ټاكلې وه." - الله به وفرمائي: "ښه نو اوس ستاسي استوګنځى اور دى، په هغه کښي به د تل لپاره اوسېږئ؛ له هغه څخه به یوازي هماغه كسان وژغورل شي چي الله يې ژغورل وغواړي." - بېشكه ستا رب د حکمت څښتن او په هر څه ښه پوه دى.

  129. وَكَذَٰلِكَ نُوَلِّي بَعْضَ الظَّالِمِينَ بَعْضًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    او په دې ډول به موږ (په اخرت کښي) ظالمان د هغو ګټو له امله چي هغوی (په دنيا کښي يو له بله سره په ملګري كېدو ) كولې، په خپلو منځو کښي سره دوستان وګرځوو.

  130. يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ أَلَمْ يَأْتِكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي وَيُنذِرُونَكُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا ۚ قَالُوا شَهِدْنَا عَلَىٰ أَنفُسِنَا ۖ وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ

    (په هغه وخت کښي به الله له هغو څخه دا پوښتنه هم وکړي چي): "اې د پيريانو او انسانانو ډلي! ايا تاسي ته په خپله له همدا تاسي څخه هغه پېغمبران نه ول راغلي، چي تاسي ته یې زما ايتونه اورول او ددې ورځي له برخليك څخه یې وېرولاست؟ "- هغوى به ووايي: "هو، موږ د ځان پر خلاف په خپله شاهدي وایوو." - نن د دنيا ژوندانه دا خلك په غولونه کښي اچولي دي، خو په هغه وخت کښي به په خپله د ځان پر خلاف شاهدي ووايي: چي هغوى كافران ول.

  131. ذَٰلِكَ أَن لَّمْ يَكُن رَّبُّكَ مُهْلِكَ الْقُرَىٰ بِظُلْمٍ وَأَهْلُهَا غَافِلُونَ

    (دا شاهدي به له هغو څخه ددې لپاره واخيستله شي چي دا ثابته شي چي ) ستا رب په ظلم سره د كلېو تباه كوونكى نه دی، حال دا چي د هغو استوګن له حقيقت څخه بې خبره وي.

  132. وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِّمَّا عَمِلُوا ۚ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ

    د هر چا درجه د هغه د کړو وړو په تناسب ده. او ستا رب د خلكو د کړو وړو څخه بې خبره نه دى.

  133. وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ ۚ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاءُ كَمَا أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ

    ستا رب بې نيازه او د رحمت خاوند دی. كه هغه وغواړي نو تاسي به له منځه يوسي. او ستاسي په ځاى به نور هغه خلك راولي چي چا ته يې خوښه وي، لكه څنګه یې چي تاسي د ځينو نورو خلكو له ځوځات (اولادې) څخه را پورته کړي ياست.

  134. إِنَّ مَا تُوعَدُونَ لَآتٍ ۖ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ

    ستاسي سره چي د كوم شي وعده کیږي، هغه هرو مرو راتلونكى دى. او تاسي د خداى د عاجزولو وس نه لرئ (د خدای تقدیر ته تغییر ور کولای نه شي).

  135. قُلْ يَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَن تَكُونُ لَهُ عَاقِبَةُ الدَّارِ ۗ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ

    [اې محمده (ص)!] ووايه: «اې خلكو! تاسي په خپل ځاى عمل كوونكي اوسئ؛ او زه به هم په خپل ځاى عمل كوم. ژر به در ته څرګنده شي چي د چا عاقبت ښه کیږي.» په هر صورت دا حقيقت دى چي ظالمان هیڅكله خلاصون نه شي موندلای.

  136. وَجَعَلُوا لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ الْحَرْثِ وَالْأَنْعَامِ نَصِيبًا فَقَالُوا هَـٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـٰذَا لِشُرَكَائِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَائِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَائِهِمْ ۗ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ

    دې خلكو د الله لپاره، په خپله د همغه له پيدا کړيو كښتونو او څاروېو څخه يوه برخه ټاكلې ده. او په خپل ګومان وايي: "دا د الله لپاره ده، او دا زموږ د انګېرلېو شريكانو لپاره." نو كومه برخه چي د هغوى د انګېرلېو شريكانو لپاره ده، هغه خو الله ته نه رسیږي. خو كومه چي د الله لپاره ده، هغه د هغوى شريكانو ته رسیږي. څنګه بدې فېصلې دا خلك كوي.

  137. وَكَذَٰلِكَ زَيَّنَ لِكَثِيرٍ مِّنَ الْمُشْرِكِينَ قَتْلَ أَوْلَادِهِمْ شُرَكَاؤُهُمْ لِيُرْدُوهُمْ وَلِيَلْبِسُوا عَلَيْهِمْ دِينَهُمْ ۖ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا فَعَلُوهُ ۖ فَذَرْهُمْ وَمَا يَفْتَرُونَ

    او په همدې ډول د ډېرو مشركانو لپاره، د هغوى شريكانو د خپل اولاد وژل ښايسته کړيدي، تر څو چي هغوى له تباهۍ سره مخامخ کړي او هغوى د خپل دين په باب په اشتباه کښي واچوي. كه الله غوښتي واى نو دوى به داسي نه وای کړي. نو دوى پرېږده چي په خپلو درواغو جوړولو کښي اخته وي.

  138. وَقَالُوا هَـٰذِهِ أَنْعَامٌ وَحَرْثٌ حِجْرٌ لَّا يَطْعَمُهَا إِلَّا مَن نَّشَاءُ بِزَعْمِهِمْ وَأَنْعَامٌ حُرِّمَتْ ظُهُورُهَا وَأَنْعَامٌ لَّا يَذْكُرُونَ اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا افْتِرَاءً عَلَيْهِ ۚ سَيَجْزِيهِم بِمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    وايي: دا څاروي او دا كښت ممنوع دي، دا یوازي هغه خلك خوړلای شي چي موږ یې پر هغوى خوړل وغواړو، په داسي حال کښي چي دا بنديز هغوى له خپله ځانه لګولى دى. بل ځیني څاروي دي چي پر هغو باندي سپرلي كول او پېټى وړل حرام کړای شويدي او ځیني څاروي دي چي پر هغو د الله نوم نه اخلي؛ او دا هر څه هغوى پر الله افترا کړېده. ژر به الله دوى ته ددې درواغو جوړولو مجازات ورکړي.

  139. وَقَالُوا مَا فِي بُطُونِ هَـٰذِهِ الْأَنْعَامِ خَالِصَةٌ لِّذُكُورِنَا وَمُحَرَّمٌ عَلَىٰ أَزْوَاجِنَا ۖ وَإِن يَكُن مَّيْتَةً فَهُمْ فِيهِ شُرَكَاءُ ۚ سَيَجْزِيهِمْ وَصْفَهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ

    او وايي څه چي ددې څاروېو په ګېډه کښي دي، دا په ځانګړي ډول زموږ د نارينه ؤ لپاره دي؛ او زموږ پر ښځو حرام دي؛ خو كه مړ وي نو دواړه د هغه په خوړلو کښي شريكېداى شي. دا خبري چي دوى غوټه کړيدي، ددې خبرو مجازات به الله دوى ته ورکړي. بېشكه هغه حكيم او په هر څه پوهیږي.

  140. قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُوا أَوْلَادَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَحَرَّمُوا مَا رَزَقَهُمُ اللَّهُ افْتِرَاءً عَلَى اللَّهِ ۚ قَدْ ضَلُّوا وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ

    په باوري توګه هغه خلك زيانمن شول چي خپل اولادونه یې د جهالت او ناپوهۍ په اساس ووژل؛ او د الله ورکړې روزي یې پر الله باندي په درواغ تړلو سره حرامه وګڼله. په يقيني ډول هغوى ګمراه شول او هیڅكله د سمي لاري د موندونكيو څخه نه ول.

  141. ۞ وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ ۚ كُلُوا مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ ۖ وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ

    او الله هغه ذات دی چي د ونو مخ پورته (هسک) او پر ځمکه پراته خپاره (د انګورو) باغونه یې پيدا کړي. او كجوري (خُرما) او كښتونه یې زرغون کړي دي، چي له هغو څخه راز راز خواړه تر لاسه کیږي. او د ښوون (زیتون) او انارو وني یې پيدا کړي دي، چي د هغو مېوې په رنګ سره ورته او په خوند كي بېلي وي. د هغو له پيدا وارو څخه وخورئ چي كله مېوه ونيسي؛ او د الله حق اداء کړئ چي كله یې فصل ورېبئ. او له حده تيرى مه كوئ چي الله له حده تېرېدونكي نه خوښوي.

  142. وَمِنَ الْأَنْعَامِ حَمُولَةً وَفَرْشًا ۚ كُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

    او هماغه ذات دى چي له څاروېو څخه یې ځیني داسي پيدا کړيدي چي د سپرلۍ او پيټي وړلو كار ورڅخه اخيستل کېږئ او ځیني داسي هم دي چي د خوړلو او فرشولو لپاره په کاریږي. له هغو شيانو څخه وخورئ چي الله در په برخه کړيدي. او د شيطان په پله مه ځئ چي ستاسي ښكاره دښمن دى.

  143. ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ ۖ مِّنَ الضَّأْنِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْمَعْزِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنثَيَيْنِ ۖ نَبِّئُونِي بِعِلْمٍ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دا اته نر او ښځي دي، دوه د میږو له ډوله او دوه د وزو له ډوله. [اې محمده (ص)!] له دوى څخه پوښتنه وکړه: «الله د هغو نر حرام کړيدي كه ښځي، يا هغه بچي چي د میږو او د وزو په ګېډه کښي وي؟ له علم سره سم یې ما ته راوښياست، كه تاسي رښتيني ياست!»

  144. وَمِنَ الْإِبِلِ اثْنَيْنِ وَمِنَ الْبَقَرِ اثْنَيْنِ ۗ قُلْ آلذَّكَرَيْنِ حَرَّمَ أَمِ الْأُنثَيَيْنِ أَمَّا اشْتَمَلَتْ عَلَيْهِ أَرْحَامُ الْأُنثَيَيْنِ ۖ أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ وَصَّاكُمُ اللَّهُ بِهَـٰذَا ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِّيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    او همدغه راز دوه د اوښ له ډوله او دوه د غوايي له ډوله دي. پوښتنه وکړه: «ایا خداى د دوى نر حرام کړيدي كه ښځي، يا هغه بچى چي د اوښې او غوا په ګېډه کښي وي؟ - ايا تاسي په هغه وخت کښي موجود وئ چي الله د هغو د حراموالي حكم درکړی ؤ؟»- نو له هغه چا نه به بل لوى ظالـم څوك وي چي د الله لوري ته د دروغو وينا منسوب کړي، تر څو چي له علم څخه پرته خلكو ته غلطه لارښوونه وکړي. په باوري توګه الله دغه راز ظالمانو ته سمه لاره نه ښيي.

  145. قُل لَّا أَجِدُ فِي مَا أُوحِيَ إِلَيَّ مُحَرَّمًا عَلَىٰ طَاعِمٍ يَطْعَمُهُ إِلَّا أَن يَكُونَ مَيْتَةً أَوْ دَمًا مَّسْفُوحًا أَوْ لَحْمَ خِنزِيرٍ فَإِنَّهُ رِجْسٌ أَوْ فِسْقًا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ رَبَّكَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: كومه وحيي چي ما ته راغلې ده، په هغې کښي خو زه كوم داسي شى نه مومم چي پر كوم خوړونكي حرام وي؛ مګر دا چي هغه مرداره (خپله مړ شوی) وي يا توی شوې وينه وي، يا د خوګ غوښه وي چي هغه ناپاکه ده، يا فسق وي چي له الله پرته د بل چا په نوم حلال کړای شوى وي. نو څوك چي د اړتیا په حالت کښي (له دغو شيانو څخه كوم شى وخوري) پرته له دې څخه چي هغه د نافرمانۍ اراده ولري او پرته له دې څخه چي د اړتیا له اندازې څخه زياتى وکړي، نو په دې کښي شك نشته چي ستا رب له تېرېدني څخه كار اخيستونكى او رحم كوونكى دى.

  146. وَعَلَى الَّذِينَ هَادُوا حَرَّمْنَا كُلَّ ذِي ظُفُرٍ ۖ وَمِنَ الْبَقَرِ وَالْغَنَمِ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ شُحُومَهُمَا إِلَّا مَا حَمَلَتْ ظُهُورُهُمَا أَوِ الْحَوَايَا أَوْ مَا اخْتَلَطَ بِعَظْمٍ ۚ ذَٰلِكَ جَزَيْنَاهُم بِبَغْيِهِمْ ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ

    او كومو خلكو چي يهوديت غوره کړ، پر هغو موږ ټول نوكانو والا ځناور حرام کړي ول، او د غوايانو او پسونو وازده هم؛ له هغې څخه پرته چي د هغو په پښتيو يا د هغو په كولمو يا په هډوکو پوري نښتي وي. دا موږ د هغو د سر غړوني سزا ورته ورکړي وه او دا څه چي موږ وايو بيخي رښتيا وايو.

  147. فَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل رَّبُّكُمْ ذُو رَحْمَةٍ وَاسِعَةٍ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُهُ عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ

    اوس كه هغوى تا درواغجن وګڼي، نو ورته ووايه چي: ستاسي د رب د رحمت لمن ارته ده او له ګناهګارانو څخه د هغه د عذاب مخه ګرځول کېدای نه شي.

  148. سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُوا لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا وَلَا حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ حَتَّىٰ ذَاقُوا بَأْسَنَا ۗ قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا ۖ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَخْرُصُونَ

    دا مشركان به (ستاسي ددې خبرو په ځواب کښي) هرو مرو ووايي: "كه الله غوښتلای، نو نه به موږ مشركان شوي وای او نه زموږ پلار، نېکه؛ او نه به موږ كوم شى حرام ګڼلى ؤ." د همدغه راز خبرو په جوړولو له دوى څخه مخکي خلكو هم حق ته د درواغو نسبتونه کړي ول، تر دې پوري چي په پاى کښي یې زموږ د عذاب خوند وڅكه. دوى ته ووايه: "ايا ستاسي سره څه علم شته چي هغه موږ ته وړاندي کړای شئ؟ تاسي خو یوازي په ګومان روان ياست او ځانګړي انګېرني كوئ."

  149. قُلْ فَلِلَّهِ الْحُجَّةُ الْبَالِغَةُ ۖ فَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ

    بيا ووايه: "(ستاسي ددې سند په مقابل کښي)، حقيقت ته رسېدلى سند خو له الله سره دى. بېشكه كه الله غوښتي واى نو تاسي ټولو ته به یې لارښوونه کړې وای."

  150. قُلْ هَلُمَّ شُهَدَاءَكُمُ الَّذِينَ يَشْهَدُونَ أَنَّ اللَّهَ حَرَّمَ هَـٰذَا ۖ فَإِن شَهِدُوا فَلَا تَشْهَدْ مَعَهُمْ ۚ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَالَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَهُم بِرَبِّهِمْ يَعْدِلُونَ

    دوى ته ووايه: "خپل هغه شاهدان راولئ چي ددې خبري شاهدي ووايي چي الله دا شيان حرام کړيدي." نو كه هغوى شاهدي ووايي، نو ته ورسره شاهدي مه وايه؛ او هیڅ كله د هغو خلكو په غوښتنو پسي مه ځه، چي زموږ ايتونو ته يې د دروغو نسبتونه کړيدي، او له اخرت څخه منكران دي، او نور له خپل رب سره شريكوي.

  151. ۞ قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا ۖ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۖ وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُم مِّنْ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ۖ وَلَا تَقْرَبُوا الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ ۖ وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه چي راشئ، زه تاسي ته اوروم چي ستاسي رب پر تاسي باندي څه بنديزونه لګولي دي: دا چي له هغه سره څوك مه شريكوئ؛ له مور او پلار سره ښه چار چلن وکړئ؛ خپل اولاد د مفلسۍ له وېري مه وژنئ، موږ تاسي ته هم روزي دركوو او هغو ته به یې هم ورکړو؛ او د بې حيايۍ كارونو ته نژدې کېږئ هم مه، كه ښكاره وي او كه پټ؛ او هغه نفس چي الله هغه محترم ګرځولى دى، مه وژنئ مګر په حق سره. دا خبري دي چي ددې لارښوونه يې تاسي ته کړېده، تاسي بايد له پوهي او ادراك څخه كار واخلئ.

  152. وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۖ وَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَإِذَا قُلْتُمْ فَاعْدِلُوا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۖ وَبِعَهْدِ اللَّهِ أَوْفُوا ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

    او دا چي د يتيم مال ته مه نژدې کیږي، مګر په داسي توګه چي ډېره غوره وي، تر دې پوري چي هغه د خپل رُشد عمر ته ورسیږي. او په تول او پیمانه کښي پوره انصاف وکړئ، موږ پر هر چا د مسئوليت هماغه غوره پېټى ږدو څومره چي د هغه په وس کښي وي. او كله چي خبره كوئ، په عدالت سره يي وکړئ، كه معامله د خپل خپلوان وي هم. او له الله سره تعهد پوره کړئ. ددې خبرو ښوونه تاسي ته الله کړېده، په كار ده چي تاسي نصيحت ومنئ.

  153. وَأَنَّ هَـٰذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

    دغه راز د هغه لارښوونه دا ده چي همدا زما سمه لاره ده، نو تاسي پر همدې لاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ، چي هغه به تاسي له هغي لاري واړوي، تيت او پرك به مو کړي. دا هغه هدايت دی چي ستاسي رب درکړی دى، په كار ده چي تاسي له سرغړوني څخه ځان وژغورئ.

  154. ثُمَّ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ تَمَامًا عَلَى الَّذِي أَحْسَنَ وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لَّعَلَّهُم بِلِقَاءِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ

    بيا موږ موسى (ع) ته كتاب ورکړی ؤ چي په ښه چلن غوره كوونكي انسان باندي د نعمت بشپړول او د هر ضروري شي تفصيل او له سره تر پايه هدايت او رحمت ؤ. (او ددې لپاره بني اسرائيلو ته ورکړ شوى ؤ چي) ښايي خلك له خپل پروردګار سره په يو ځاى كېدو ايمان راوړي.

  155. وَهَـٰذَا كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ فَاتَّبِعُوهُ وَاتَّقُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    او په همدې ډول موږ دا كتاب نازل کړيدى، له بركته يو ډك كتاب دی. نو تاسي د دې پيروي وکړئ او د پرهېزګارۍ کړنچاره غوره کړئ. ليرى نه ده چي پر تاسي رحم وشي.

  156. أَن تَقُولُوا إِنَّمَا أُنزِلَ الْكِتَابُ عَلَىٰ طَائِفَتَيْنِ مِن قَبْلِنَا وَإِن كُنَّا عَن دِرَاسَتِهِمْ لَغَافِلِينَ

    اوس تاسي دا نه شئ ویلای چي كتاب خو زموږ څخه مخکي دوو ډلو (یهود او نصارا) ته ورکړ شوى ؤ، او موږ هیڅ خبر نه وو چي هغوى څه ولوستل او څه يې زده کړل.

  157. أَوْ تَقُولُوا لَوْ أَنَّا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْكِتَابُ لَكُنَّا أَهْدَىٰ مِنْهُمْ ۚ فَقَدْ جَاءَكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ ۚ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَذَّبَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَصَدَفَ عَنْهَا ۗ سَنَجْزِي الَّذِينَ يَصْدِفُونَ عَنْ آيَاتِنَا سُوءَ الْعَذَابِ بِمَا كَانُوا يَصْدِفُونَ

    او اوس تاسي دا پلمه هم نه شئ كولى چي كه پر موږ كتاب نازل کړای شوى واى، نو موږ به له هغو څخه ښه هدايت موندونكي وای. تاسي ته ستاسي د رب له لوري يو روښانه دليل، هدايت او رحمت راغلى دى. اوس به له هغه چا څخه بل غټ ظالم څوك وي چي د الله ايتونه درواغ وګڼي او مخ ورڅخه واړوي. كوم كسان چي زموږ له ايتونو څخه مخ اړوي، موږ به هغوى ته ددې مخ اړوني په مجازات کښي ډېره بده سزا ورکړو.

  158. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمُ الْمَلَائِكَةُ أَوْ يَأْتِيَ رَبُّكَ أَوْ يَأْتِيَ بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ ۗ يَوْمَ يَأْتِي بَعْضُ آيَاتِ رَبِّكَ لَا يَنفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِن قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا ۗ قُلِ انتَظِرُوا إِنَّا مُنتَظِرُونَ

    ايا اوس خلك دې ته سترګي په لار دي چي مخي ته يې پرښتې راشي، ودريږي؛ يا ستا رب په خپله راشي؛ او يا ستا د رب ځیني څرګندي نښانې ښكاره شي؟ - په كومه ورځ چي ستا د رب ځیني مخصوصي نښانې راڅرګندي شي، بيا به يو داسي چا ته د هغه ايمان هیڅ ګټه ونه رسوي چي مخکي یې ايمان نه وي راوړى؛ يا یې په خپل ايمان کښي څه نېکي نه وي ګټلې. [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه چي: ښه نو، تاسي سترګي په لاره اوسئ، موږ هم انتظار باسو.

  159. إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعًا لَّسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ ۚ إِنَّمَا أَمْرُهُمْ إِلَى اللَّهِ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

    كومو خلكو چي خپل دين ټوټه ټوټه کړ او ډلي ډلي شول، په يقيني توګه له هغو سره ستا هیڅ اړیکه نشته. د هغو معامله الله ته سپارلې ده، هماغه به هغوى ته وښيي چي څه يې (په دُنیا کي) کړيدي.

  160. مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا ۖ وَمَن جَاءَ بِالسَّيِّئَةِ فَلَا يُجْزَىٰ إِلَّا مِثْلَهَا وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ

    څوك چي د الله حضور ته له نېکۍ سره راشي، د هغه لپاره لس برابره ثواب دى؛ او څوك چي له بدۍ سره راشي، هغه ته به هماغومره بدله ورکړه شي، څومره چي هغه بدي کړېده، او پر هغوی به ظلم ونه کړای شي.

  161. قُلْ إِنَّنِي هَدَانِي رَبِّي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ دِينًا قِيَمًا مِّلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۚ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ

    [اې محمده (ص)!] ووايه: زما رب په يقيني توګه ما ته سمه لاره راښودلې ده. بيخي صحيح دين چي په هغه کښي كوم کوږوالی نشته، د ابراهيم ( ع) مسلك چي هغه يوه لوري ته په متمايل كېدو غوره کړی ؤ، او هغه له مشركانو څخه نه ؤ.

  162. قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    ووايه: زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو د پالونکي الله (ج) له پاره دي؛

  163. لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ

    چي د هغه هیڅوك شريك نشته، د هماغه امر ما ته شويدى، او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټيټوونكى زه يم.

  164. قُلْ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ ۚ وَلَا تَكْسِبُ كُلُّ نَفْسٍ إِلَّا عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُم مَّرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

    ووايه: ايا زه له الله پرته كوم بل رب ولټوم، په داسي حال کښي چي هماغه د هر څه رب دى؟ - هر څوك چي څه ګټي د هغه مسئول هغه په خپله دى، هیڅ پيټى پورته كوونكى د بل پيټى نه پورته كوي. بيا ستاسي ټولو د خپل رب لوري ته ګرځېدل دي، په هغه وخت کښي به هغه ستاسي د شخړو حقيقت درته لوڅ کړي.

  165. وَهُوَ الَّذِي جَعَلَكُمْ خَلَائِفَ الْأَرْضِ وَرَفَعَ بَعْضَكُمْ فَوْقَ بَعْضٍ دَرَجَاتٍ لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۗ إِنَّ رَبَّكَ سَرِيعُ الْعِقَابِ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    هماغه ذات دى چي تاسي يې د ځمکي خليفه ګان وګرځولائ او ستاسي څخه یې ځينو ته د ځينو نورو په مقابل کښي ډيري لوړي درجې ورکړې، چي تاسي ته یې څه درکړيدي په هغه کښي پر تاسي ازمېښت وکړي. بېشكه ستا رب په سزا وركولو کښي هم ډېر چټك دى او ډېر بښونكى او پوره رحم كوونكى هم دى.

Holy Quran-Pashto