Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۲۱. سورت الأنبياء

الأنبياء

Al-Anbiya / الأنبياء · ۲۱ · ۱۱۲ آیتونه

دا پاڼه د سورت الأنبياء عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. اقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُّعْرِضُونَ

    د خلكو د حساب وخت را نژدې شويدى او حال دا چي دوی په غفلت کښي مخ اړوونكي دي.

  2. مَا يَأْتِيهِم مِّن ذِكْرٍ مِّن رَّبِّهِم مُّحْدَثٍ إِلَّا اسْتَمَعُوهُ وَهُمْ يَلْعَبُونَ

    هغو ته چي هر نوى نصيحت د خپل رب له لوري راځي، هغه په تكلیف سره اوري او په لوبو کښي اخته کیږي؛

  3. لَاهِيَةً قُلُوبُهُمْ ۗ وَأَسَرُّوا النَّجْوَى الَّذِينَ ظَلَمُوا هَلْ هَـٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ ۖ أَفَتَأْتُونَ السِّحْرَ وَأَنتُمْ تُبْصِرُونَ

    د هغو زړونه (په نورو فكرونو باندي) بوخت دي او ظالمان په خپلو منځو کښي پټي خبري كوي چي: "دا سړی خو ستاسي په څېر يو بشر دى، نو ايا تاسي به ګورئ، د كوډو په لومه کښي به نښلئ؟"

  4. قَالَ رَبِّي يَعْلَمُ الْقَوْلَ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    پېغمبر (ص) وويل: "زما رب په هري هغي خبري باندي پوهیږي چي په اسمان او ځمكه کښي وشي. هغه اورېدونكى او پوه دى."

  5. بَلْ قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ بَلِ افْتَرَاهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ فَلْيَأْتِنَا بِآيَةٍ كَمَا أُرْسِلَ الْأَوَّلُونَ

    هغوى وايي: "دا تيت او پرك خوبونه دي، بلکي دا دده له ځانه جوړه کړې خبره ده، بلکي دا سړی شاعر دى، كه نه نو دى دي داسي كومه نښانه راوړي لكه څنګه چي د پخوا زمانې پېغمبران له نښانو سره لېږل شوي ول."

  6. مَا آمَنَتْ قَبْلَهُم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا ۖ أَفَهُمْ يُؤْمِنُونَ

    پداسي حال کښي چي له دوى څخه مخکي د هېڅ يو كلي (اوسېدونکو) هم چي موږ هغه هلاک کړل، ايمان را نه وړ. اوس ايا دوى به ايمان راوړي؟

  7. وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِمْ ۖ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ

    او [اې محمده(ص)!] مخکي هم موږ له انسانانو څخه پېغمبران لېږلي ول چي هغو ته مو وحيۍ كوله. كه تاسي ته معلومه نه وي، نو له اهل كتابو څخه پوښتنه وکړئ.

  8. وَمَا جَعَلْنَاهُمْ جَسَدًا لَّا يَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَمَا كَانُوا خَالِدِينَ

    هغو پېغمبرانو ته موږ داسي څه جسم نه ؤ ورکړی چي هغو خواړه نه خوړل او نه د تل لپاره ژوندي پاتي كېدونكي ول.

  9. ثُمَّ صَدَقْنَاهُمُ الْوَعْدَ فَأَنجَيْنَاهُمْ وَمَن نَّشَاءُ وَأَهْلَكْنَا الْمُسْرِفِينَ

    بيا وګورئ چي په پای کښي موږ له هغو سره خپلي وعدې پوره کړې او هغوى او هر څوك چي زموږ خوښه شوه، و مو ژغورل او له حده تېري كوونكي مو هلاک کړل.

  10. لَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا فِيهِ ذِكْرُكُمْ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    اې خلكو! موږ تاسي ته داسي يو كتاب لېږلی دى، چي په هغه کښي همدا ستاسي يادونه ده، ايا تاسي نه پوهېږئ؟

  11. وَكَمْ قَصَمْنَا مِن قَرْيَةٍ كَانَتْ ظَالِمَةً وَأَنشَأْنَا بَعْدَهَا قَوْمًا آخَرِينَ

    څومره سيمي (کلي) چي د هغو خلک ظالمان ول، موږ وراني ويجاړي کړې او له هغو وروسته مو نور قومونه راپاڅول؛

  12. فَلَمَّا أَحَسُّوا بَأْسَنَا إِذَا هُم مِّنْهَا يَرْكُضُونَ

    كله چي هغوی زموږ عذاب څرګند وليدی، نو له هغه ځايه یې په تېښته لاس پوري کړ.

  13. لَا تَرْكُضُوا وَارْجِعُوا إِلَىٰ مَا أُتْرِفْتُمْ فِيهِ وَمَسَاكِنِكُمْ لَعَلَّكُمْ تُسْأَلُونَ

    (وويل شول): "مه تښتئ، ورشئ خپلو همغو كورونو او د عياشۍ وسايلو ته، چي تاسي پکښي بې غمه اوسېدلاست. ښائي چي ستاسي څخه پوښتنه وشي."

  14. قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ

    هغوی وويل: "هاى زموږ بدمرغۍ، بېشكه چي موږ ظالمان وو."

  15. فَمَا زَالَت تِّلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّىٰ جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ

    او هغوى همدغه نارې وهلې، تردې پوري چي موږ هغوى لو کړل، مړه شول، يخ كرخ پرېوتل.

  16. وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ

    موږ دغه اسمان او ځمكه او هر څه چي پدې دواړو کښي دي، د لوبي په ډول ندي پيدا کړي؛

  17. لَوْ أَرَدْنَا أَن نَّتَّخِذَ لَهْوًا لَّاتَّخَذْنَاهُ مِن لَّدُنَّا إِن كُنَّا فَاعِلِينَ

    كه موږ څه د لوبو د وسايلو جوړول غوښتلای او همدغه زموږ کړنچاره واى، نو له خپل لوري به مو کړي واى؛

  18. بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ ۚ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ

    خو موږ پر باطل باندي د حق ګوزار كوو، چي د هغه سر ماتوي او هغه ګوري، محوه کیږي. او ستاسي لپاره د هغو خبرو له امله تباهي ده چي جوړوئ يې.

  19. وَلَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَنْ عِندَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ

    په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر مخلوق دى، د الله دى. او کومي پرښتې چي له هغه سره دي، هغوى نه په لويۍ كولو سره د هغه له بندګۍ څخه سرغړوي او نه ستومانه کیږي؛

  20. يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ

    بې له کوم ځنډ او سُستۍ څخه، شپه او ورځ د هغه پاكي بيانوي.

  21. أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِّنَ الْأَرْضِ هُمْ يُنشِرُونَ

    ايا د دوی جوړ کړي ځمكني خدايان هم مړي ژوندي کوي؟

  22. لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا ۚ فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ

    كه په اسمان او ځمكه کښي له يو الله څخه پرته نور خدايان هم واى، نو (د ځمکي او اسمان دواړو نظام) به وران شوى وای. نو د عرش هستوونكى پالونکی الله له هغو خبرو څخه پاك دى، چي دوى یې جوړوي.

  23. لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ

    هغه د خپلو چارو لپاره(د چا په وړاندي) پوښتل کېدونکی نه دى، خو دوی ټول پوښتل کېدونکي دي

  24. أَمِ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً ۖ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ ۖ هَـٰذَا ذِكْرُ مَن مَّعِيَ وَذِكْرُ مَن قَبْلِي ۗ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ ۖ فَهُم مُّعْرِضُونَ

    ايا له هغه پرته دوى نور خدايان نيولي دي؟ - [اې محمده(ص)!] دوى ته ووايه: "راوړئ خپل دليل، دغه كتاب هم موجود دى چي په هغه کښي زما د زمانې د خلكو لپاره نصيحت دى. او هغه كتابونه هم موجود دي، چي په هغو کښي زما څخه د مخکي خلكو لپاره نصيحت ؤ." - خو د دوی زياتره كسان له حقيقت څخه ناخبره دي، ځكه خو مخ اړوونكي دي.

  25. وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ

    موږ چي ستا څخه مخکي هر پېغمبر لېږلی دى، هغه ته مو همدغه وحيي کړېده، چي زما څخه پرته بل خداى نشته، نو تاسي همدا زما بندګي وکړئ.

  26. وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَـٰنُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۚ بَلْ عِبَادٌ مُّكْرَمُونَ

    (منکران) وایي: "الرحمان اولاد لري." - الله (له اولاد څخه) پاک دی، هغوى خو بندګان دي چي عزت ورکړه شويدى؛

  27. لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُم بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ

    د هغه له حضور څخه په مخکي كېدو خبره نه كوي او یوازي د هغه په حكم عمل كوي.

  28. يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَىٰ وَهُم مِّنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ

    څه چي د هغو په وړاندي دي، هغه هم هغه (الله) ته معلوم دي. او څه چي له هغو څخه پټ دي، په هغو باندي هم هغه پوه دى. هغوى د هيچا سپارښ نكوي، پرته له هغه چا څخه چي په حق کښي يې د سپارښ په اورېدلو باندي الله راضي وي. او هغوى د الله له وېري څخه لړزېدونكي دي.

  29. ۞ وَمَن يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَـٰهٌ مِّن دُونِهِ فَذَٰلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ

    او كه له هغو څخه څوك ووايي چي له الله څخه پرته زه هم يو خداى يم، نو هغه ته به موږ د دوږخ سزا ورکړو. زموږ په وړاندي د ظالمانو همدغه مجازات دي.

  30. أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ

    ايا کافران په دې نه پوهیږي، چي دغه ټول اسمانونه او ځمكه يو له بله سره نښتي ول، بيا موږ دوى دواړه بېل کړل. او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ. ايا هغوى (زموږ دغه خلاقيت) نه مني؟

  31. وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَّعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ

    او موږ په ځمکه کښي غرونه ټك وهل، تر څو چي په دوى باندي ونه خوځيږي، او په هغه کښي مو ارتي لاري جوړي کړې، ددې لپاره چي خلك خپلي لاري معلومي کړي.

  32. وَجَعَلْنَا السَّمَاءَ سَقْفًا مَّحْفُوظًا ۖ وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ

    او موږ اسمان يو خوندي چت جوړ کړ، خو دغه (کفار) د هغه د نښانو لوري ته هیڅ پاملرنه نه كوي.

  33. وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ ۖ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

    او هماغه الله دى چي شپه او ورځ، او لمر او سپوږمۍ یې پيدا کړل، هر یو د دغو سیارو څخه په یو (بېل بېل) مدار حرکت کوي، ګرځي.

  34. وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ ۖ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ

    او [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي هم موږ هیڅ یو انسان ته تل پايښت ندى ورکړی. كه ته مړ شوې، نو ايا دوى به د تل لپاره ژوندي وي؟

  35. كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَنَبْلُوكُم بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً ۖ وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ

    هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، او موږ په ښو او ناوړه حالاتو کښي په غورځولو سره په تاسي ټولو ازمېښت كوو. په پاى کښي همدا زموږ لوري ته ستاسي راګرځېدل دي.

  36. وَإِذَا رَآكَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا الَّذِي يَذْكُرُ آلِهَتَكُمْ وَهُم بِذِكْرِ الرَّحْمَـٰنِ هُمْ كَافِرُونَ

    دغه د حق منكران چي كله تا ويني، نو ملنډي درباندي وهي. وايي: "ايا دغه هغه څوك دی چي ستاسي د خدايانو (په بدۍ سره) يادونه كوي." - او د دوى خپل حال دا دى چي د الرحمان له ذكر څخه منكر دي.

  37. خُلِقَ الْإِنسَانُ مِنْ عَجَلٍ ۚ سَأُرِيكُمْ آيَاتِي فَلَا تَسْتَعْجِلُونِ

    انسان تلوار كوونكى مخلوق دى، همدا اوس (ژر) زه تاسي ته خپلي نښانې درښيم، تلوار مه كوئ.

  38. وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دوى وايي: "ښه نو دغه اخطار به كله پوره کیږي، كه تاسي رښتيني ياست."

  39. لَوْ يَعْلَمُ الَّذِينَ كَفَرُوا حِينَ لَا يَكُفُّونَ عَن وُجُوهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَن ظُهُورِهِمْ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ

    كاشكي دغو كافرانو ته د هغه وخت څه علم واى، چي دوى به له اور څخه نه خپل مخونه وژغورلاى شي او نه خپلي شاوي، او نه به دوی ته له كوم لوري څخه مرسته ورسېدلاى شي.

  40. بَلْ تَأْتِيهِم بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ

    هغه بلا به په ناڅاپى ډول ورباندي راشي او دوى به داسي يو دم ونيسي چي نه به د هغې مخنيوی وکړاى شي او نه به دوى ته يوه شېبه مهلت ورکړ شي.

  41. وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّن قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    ستا څخه مخکي پېغمبرانو باندي هم ملنډي وهل شويدي، خو په هغو پوري ملنډي وهونكي په هماغه څه اخته شول چي مسخرې یې پرې كولې.

  42. قُلْ مَن يَكْلَؤُكُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَـٰنِ ۗ بَلْ هُمْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِم مُّعْرِضُونَ

    [اې محمده(ص)!] دوى ته ووايه: "څوك، تاسي د شپې يا د ورځي د الرحمان (د عذاب) څخه ژغورلاى شي؟" - خو دوى د خپل رب له نصيحت څخه مخ اړوونكي دي.

  43. أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُم مِّن دُونِنَا ۚ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنفُسِهِمْ وَلَا هُم مِّنَّا يُصْحَبُونَ

    ايا دوی داسي څه خدايان لري چي زموږ په ضد، د دوى ملاتړ وکړي؟ - هغوى خو نه په خپله له خپل ځان سره مرسته کولای شي او نه زموږ ملګرتيا ورپه برخه ده.

  44. بَلْ مَتَّعْنَا هَـٰؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ ۗ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا ۚ أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ

    اصلي خبره دا ده چي دغو خلكو ته او د دوى پلرونو، نیکونو ته موږ د ژوند وسايل پرله پسې ورکړل، تر دې پوري چي په دوى باندي اوږده موده تېره شوه. خو ايا دوى نه ګوري چي موږ ځمکه له هري خوا څخه راكموو (د مسلمانانو په لاس فتحه کیږي)؟ نو ايا دوى به برلاسي شي.

  45. قُلْ إِنَّمَا أُنذِرُكُم بِالْوَحْيِ ۚ وَلَا يَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَاءَ إِذَا مَا يُنذَرُونَ

    دوى ته ووايه: "زه خو تاسي ته د وحيي په اساس اخطار دركوم."- خو كاڼه بلنه نه اوري چي كله هغوى خبردار کړل شي.

  46. وَلَئِن مَّسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِّنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ

    او كه ستا د رب عذاب لږ غوندي هغو ته ورسیږي، نو سمدلاسه به فرياد وکړي، چي هاى زموږ بده بخته، په ريښتيا چي موږ ظالمان وو.

  47. وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَاسِبِينَ

    د قيامت په ورځ به موږ برابري تول كوونكي تلي كېږدو. بيا به پر هيچا يو بڅرى ظلم نه وي. د چا چي د سپیلني د دانې په اندازه هم څه کړه وړه وي، هغه به موږ ور مخي ته کړو او د حساب كولو لپاره موږ كافي يوو.

  48. وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِّلْمُتَّقِينَ

    مخکي موږ موسى (ع) او هارون(ع) ته فرقان، روښنايي او نصحت د پرهېزګارانو د ښېګڼي لپاره ورکړيدي،

  49. الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ وَهُم مِّنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ

    (هغه پرهېزګاران) چي ناليدلي له خپل رب څخه وېریږي او په هغو باندي (د حساب) د هغه ساعت لړزه راغلې وي.

  50. وَهَـٰذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ ۚ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ

    او اوس موږ دغه له بركته ډك ذكر (قرآن) (ستاسي لپاره) نازل کړيدى، نو ايا تاسي دده د منلو څخه منكر ياست؟

  51. ۞ وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِن قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ

    له هغه څخه مخکي موږ ابراهيم (ع) ته زيركي (د ښه او بد د توپیر وسیله) ورکړې وه او موږ هغه ښه پېژندی.

  52. إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَـٰذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ

    كله چي هغه خپل پلار (آزر) او خپل قوم (بابلیانو) ته ويلي ول: "دغه مجسمې چي تاسي یې عبادت او خدمت ته ملا تړلې ده، څه دي؟"

  53. قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ

    هغو په ځواب کښي وويل: "موږ خپل پلرونه، نیکونه ددى عبادت كوونكي موندلي دي."

  54. قَالَ لَقَدْ كُنتُمْ أَنتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    هغه وويل: "تاسي هم ګمراه ياست او ستاسي پلرونه، نیکونه هم په ښكاره ګمراهۍ کښي غورځيدلي ول."

  55. قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ

    هغو وويل: "ايا ته موږ ته خپله رښتينې مفكوره وړاندي كوې او كه ټوكي كوې؟"

  56. قَالَ بَل رَّبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَىٰ ذَٰلِكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ

    هغه ځواب ورکړ: "نه، بلکي په رښتيا سره ستاسي رب هماغه ذات دى چي د اسمانونو او ځمکي رب او د هغو پيدا كوونكى دى. پدې باندي زه ستاسي په وړاندي شاهدي وایم.

  57. وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُم بَعْدَ أَن تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ

    او په خداى قسم چي زه به ستاسي د نشتوالي په وخت کي هرو مرو ستاسي د بتانو څه چاره وکړم."

  58. فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَّهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ

    بيا یې همداسي وکړل. هغوی یې ټوټې ټوټې کړل، یوازي غټ بت یې پريښوی، تر څو چي ښايي هغوى د هغه لوري ته راوګرځي (او پوښتنه ځني وکړي).

  59. قَالُوا مَن فَعَلَ هَـٰذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ

    هغوى (چي راغلل، د بتانو دغه حال چي يي وليدی نو) ویې ويل: "زموږ پر خدايانو دغه حال چا راوستى دى؟ هغه هرومرو كوم ظالم دی."

  60. قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ

    (ځينو خلكو) وويل: "موږ له يو زلمي څخه د هغو يادونه اورېدلې وه، د هغه نوم ابراهيم دى."

  61. قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَىٰ أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ

    هغوى (نمرود او مشرانو یې) وويل: "نو هغه ونيسئ، د ټولو په وړاندي یې حاضر کړئ، تر څو چي خلك وګوري (له هغه سره څه چلند کیږي)."

  62. قَالُوا أَأَنتَ فَعَلْتَ هَـٰذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ

    (ابراهيم (ع) چي راغى) هغوى پوښتنه وکړه: "اې ابراهيمه! تا زموږ له خدايانو سره دغه حركت کړيدى؟"

  63. قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَـٰذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِن كَانُوا يَنطِقُونَ

    هغه ځواب ورکړ: "شاید هر څه د دوى دغه مشر (بت) کړي وي، د دوی څخه پوښتنه وکړئ، كه خبري كوي (چي چا ټویې ټوټې کړي یاست)."

  64. فَرَجَعُوا إِلَىٰ أَنفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنتُمُ الظَّالِمُونَ

    ددې په اورېدلو سره هغوى د خپل وجدان لوري ته راوګرځېدل او (په خپلو زړونو کښي یې) وويل: "په رښتيا چي تاسي په خپله ظالمان ياست."

  65. ثُمَّ نُكِسُوا عَلَىٰ رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَـٰؤُلَاءِ يَنطِقُونَ

    خو بيا د سركوزۍ سره سره د هغو رايه وا وښتله او ویې ويل: "په یقیني توګه ته پوهېږې چي دوى نه غږېږي!"

  66. قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ

    ابراهيم (ع) وويل: "نو ايا تاسي د الله څخه پرته د هغو شيانو بندګي كوئ، چي نه تاسي ته د ګټي اړولو وس واك لري، نه د زيان؛

  67. أُفٍّ لَّكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    افسوس (او هلاکت) دی پر تاسي او ستاسي پر دغو معبودانو چي د الله څخه پرته یې عبادت كوئ. ايا تاسي هیڅ پوهه نه لرئ؟"

  68. قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ

    هغوى وويل: "دى وسوځوئ او د خپلو خدايانو ملاتړ وکړئ كه تاسي څه كوونكي ياست."

  69. قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ

    موږ وويل: "اې اوره په ابراهيم باندي يخ شه او سلامتيا جوړ شه."

  70. وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ

    هغوى غوښتل چي ابراهيم (ع) ته دسيسه جوړه کړي، خو موږ هغوى په ناوړه توګه ناكام کړل.

  71. وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ

    او موږ هغه او لوط (ع) وژغورل. د هغه هيواد لوري ته مو بوتلل چي په هغه کي مو د نړيوالو لپاره بركتونه ايښي دي.

  72. وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً ۖ وَكُلًّا جَعَلْنَا صَالِحِينَ

    او موږ هغه ته اسحاق (ع) (زوی) ورکړ او پر هغه سربيره مو يعقوب (ع) (لمسی)، او ټول مو صالحان وګرځول.

  73. وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ ۖ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ

    او موږ هغوى لارښوونکي وګرځول چي زموږ په امر سره یې لارښوونه كوله؛ او موږ ورته د وحيي په وسيله د غوره چارو، لمانځه قائمولو او زكات وركولو هدايت ورکړ او هغوى زموږ عبادت كوونكي ول.

  74. وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَت تَّعْمَلُ الْخَبَائِثَ ۗ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ

    او لوط (ع) ته موږ حكم او علم ورکړ او هغه مو له هغي سيمي څخه په ژغورنه ويست چي (اوسېدونکو یې) بد كارۍ كولې. په حقيقت کښي هغه ډېر بد، فاسق قوم ؤ.

  75. وَأَدْخَلْنَاهُ فِي رَحْمَتِنَا ۖ إِنَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ

    او موږ لوط(ع) په خپل رحمت کښي داخل کړ، هغه له صالحانو څخه ؤ.

  76. وَنُوحًا إِذْ نَادَىٰ مِن قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ

    او همدغه نعمت موږ نوح(ع) ته ورکړ. هغه وخت (در ياد کړه) چي له دغو ټولو څخه مخکي هغه موږ ته غږ کړی ؤ، موږ د هغه دُعا قبوله کړه او هغه او د هغه كورنۍ ته مو د لوى کړاو څخه نجات ورکړ.

  77. وَنَصَرْنَاهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ

    او د هغه قوم په مقابل کښي مو چي زموږ ايتونه يې درواغ ګڼلي وول، د نوح ملاتړ وکړ. هغوى ډېر بد خلك ول، نو ټول مو غرق کړل.

  78. وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ

    او په همدې نعمت سره موږ داؤد(ع) او سليمان (ع) سر لوړي کړل. كله چي هغو دواړو د يو كښت دعوه فېصله كوله، چي په هغه كي د شپې له مخي د نورو خلكو پسونه څريدلي ول، او موږ د هغو د فېصلې د صادرولو شاهدان وو.

  79. فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ ۚ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَاعِلِينَ

    نو په هغه وخت کښي موږ د فېصلې صحيح صورت سليمان (ع) ته وښودی. پداسي حال کښي چي موږ حكم او علم دواړو ته ورکړی ؤ، د داؤد (ع) سره موږ غرونه او الوتونكي ايل (تابع) کړي ول، چي پاكي یې بيانول. ددغه كار كوونكي همدا موږ وو.

  80. وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ ۖ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ

    او موږ هغه ته ستاسي د ګټي لپاره د زغري جوړولو صنعت ورښودلى ؤ، تر څو چي تاسي يو د بل د ګوزار څخه وژغوري، نو ايا تاسي شكر ايستونكي ياست؟

  81. وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۚ وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ

    او سليمان (ع) ته موږ توند باد اېل (تابع) کړی ؤ، چي د هغه په حكم سره د هغه هيواد لوري ته الوتی، چي موږ په کښي بركتونه ايښي دي. او موږ د هر څه علم لروونكي يوو.

  82. وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَن يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ

    او له شيطانانو څخه موږ داسي يو زيات شمېر د هغه تابع ګرځولي ول، چي د هغه لپاره یې (په اوبو کي) غوټې وهلې او پدې سربېره یې نوري چاري هم سرته رسولې. د هغو ټولو څارونكي موږ وو.

  83. ۞ وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ

    او همدغه (د زيركۍ، حكم او علم نعمت) موږ ايوب (ع) ته ورکړی ؤ. كله چي هغه د خپل رب څخه غوښتنه وکړه: "زه ناروغ يم او ته د ټولو مهربانانو څخه مهربانه یې."

  84. فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ ۖ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَابِدِينَ

    موږ د هغه دُعا قبوله کړه او له هغه څخه مو تكليف ايسته کړ، او یوازي د هغه د كورنۍ غړي مو هغه ته ورنه کړل، بلکي پر هغو سربېره مو هماغومره نور هم ورکړل، د خپل ځانکړي رحمت په ډول او ددې لپاره چي دا د عبادت كوونكو لپاره يو درس وي.

  85. وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ ۖ كُلٌّ مِّنَ الصَّابِرِينَ

    او همدغه نعمت مو اسماعيل (ع)، ادريس (ع) او ذوالكفل (ع) ته ورکړ، چي دوى ټول صابران ول.

  86. وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا ۖ إِنَّهُم مِّنَ الصَّالِحِينَ

    او موږ هغوى په خپل رحمت کښي داخل کړل، چي هغوى له صالحانو څخه ول.

  87. وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَىٰ فِي الظُّلُمَاتِ أَن لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ

    او موږ د كب څښتن (یونس ع) هم ونازوه، كله چي هغه په غصه تللى ؤ او انګېرلې یې وه چي موږ به هغه مواخذه نکړو. په پاى کښي هغه په ترږمیو کښي اواز وکړ: "بېله تا څخه بل هیڅ خدای نسته، ستا ‌ذات پاك دى، بېشكه ما کمی کړی ؤ."

  88. فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ ۚ وَكَذَٰلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ

    هله نو موږ د هغه دُعا قبوله کړه او له غم څخه مو وژغوره. او پدغه شان موږ مؤمنان ژغورو.

  89. وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ

    او زكريا (ع) در ياد کړه، كله چي هغه خپل رب ته غږ وکړ: "اې پروردګاره! ما یوازي مه پرېږده او ډېر غوره وارث خو همدا ته یې."

  90. فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَىٰ وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا ۖ وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ

    نو موږ د هغه دُعا قبوله کړه او هغه ته مو يحیا (ع) ورکړ او د هغه مېرمن مو مستعده کړه (د ولادت د شنډتوب څخه مو ویستل). دغو كسانو د نېکۍ په چارو کښي منډي توړي كولې او موږ یې له میلان او وېري سره بللو، او زموږ په وړاندي غاړه ايښودونكي ول.

  91. وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِن رُّوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ

    او هغه انجلۍ ( مریم (ع) در ياده کړه) چي د خپلي پاك لمنۍ ساتنه يې کړي وه، موږ په هغې کښي خپله روح پو کړ. او هغه او د هغې زوى مو د ټولي نړۍ لپاره نښانه وګرځوله.

  92. إِنَّ هَـٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ

    دغه ستاسي اُمت په حقيقت کښي ايكي يو اُمت دى او زه ستاسي رب يم، نو تاسي زما عبادت وکړئ؛

  93. وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ ۖ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ

    خو (دا د خلكو خطا ده چي) هغوى په خپلو منځو کښي خپل دين ټوټې ټوټې کړ. د ټولو زموږ لوري ته راګرځېدل دي.

  94. فَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ

    نو څوك چي ښه عمل وکړي، پداسي حال کښي چي هغه مؤمن وي، نو د هلو ځلو بې قدري به يې ونشي، او موږ هغه ليكو.

  95. وَحَرَامٌ عَلَىٰ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ

    او دا نشي کېدای چي كومه سيمه چي موږ هلاکه کړي وي، هغه (د هغې اهل) بېرته راوګرځېداى شي.

  96. حَتَّىٰ إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُم مِّن كُلِّ حَدَبٍ يَنسِلُونَ

    تر دې پوري چي كله د یاجوج او ماجوج لاره پرانستله شي او هغوی له هري هسكي نه په راكوزېدو شي.

  97. وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِّنْ هَـٰذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ

    او د حقي وعدې د پوره كېدو وخت چي را لنډ شي، نو په ناڅاپي توګه به د هغو كسانو سترګي ټېغي ټېغي ووځي، چي كافران شوي ول. وبه وايي: "هاى زموږ بده بخته، موږ ددې شي له لوري په غفلت کښي لويدلي وو، بلکي موږ ظالمان وو."

  98. إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنتُمْ لَهَا وَارِدُونَ

    بېشكه تاسي (مشریکانو) او ستاسي هغه معبودان چي عبادت يې كوئ، د دوږخ د سون مواد ياست، همالته ستاسي ورتګ دى.

  99. لَوْ كَانَ هَـٰؤُلَاءِ آلِهَةً مَّا وَرَدُوهَا ۖ وَكُلٌّ فِيهَا خَالِدُونَ

    كه دوى په رښتيا خدايان واى، نو هلته (دوږخ ته) به نه ول تللي – اوس د ټولو د تل لپاره همالته اوسېدل دي؛

  100. لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَهُمْ فِيهَا لَا يَسْمَعُونَ

    هلته به هغوى كوكاري وهي او حال به یې دا وي چي په هغه کښي به آواز وا نه ورېدل شي.

  101. إِنَّ الَّذِينَ سَبَقَتْ لَهُم مِّنَّا الْحُسْنَىٰ أُولَـٰئِكَ عَنْهَا مُبْعَدُونَ

    پاتي شول هغه خلك، چي د هغو لپاره زموږ له پلوه د ښېګڼي فېصله د مخه شوې وي، نو هغوى به په باوري ډول د دوږخ څخه لیري وساتل شي؛

  102. لَا يَسْمَعُونَ حَسِيسَهَا ۖ وَهُمْ فِي مَا اشْتَهَتْ أَنفُسُهُمْ خَالِدُونَ

    د دوږخ (د اور) كښهار قدري به هم وا نه وري او هغوى به د تل لپاره د خپلي خوښي شيانو په منځ کښي اوسیږي

  103. لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَـٰذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ

    هغه د زياتي وارخطايۍ وخت به هغوى يو بڅرى اندېښمن نه کړي. او پرښتو به له هغو سره لاس تر لاسه نيولي وي، (او ورته وايي به) چي دغه ستاسي همغه ورځ ده چي وعده يې درسره كېدله.

  104. يَوْمَ نَطْوِي السَّمَاءَ كَطَيِّ السِّجِلِّ لِلْكُتُبِ ۚ كَمَا بَدَأْنَا أَوَّلَ خَلْقٍ نُّعِيدُهُ ۚ وَعْدًا عَلَيْنَا ۚ إِنَّا كُنَّا فَاعِلِينَ

    هغه ورځ چي موږ اسمان داسي ونغاړو لكه چي په دفتر کښي پاڼي تاوول کیږي. په كوم ډول چي موږ لومړی ځل د هستوني پېل کړی ؤ، په همغه شان به موږ بيا هغه دوهم ځل تكرار کړو. دا يوه وعده ده پر موږ باندي؛ او موږ هرومرو ددې كار كوونكي يوو.

  105. وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ

    او په زبور کښي موږ د نصيحت څخه وروسته ليكلي دي چي د ځمکي وارثان به زموږ غوره بندګان وي؛

  106. إِنَّ فِي هَـٰذَا لَبَلَاغًا لِّقَوْمٍ عَابِدِينَ

    پدې کښي د عبادت كوونكو لپاره يو غټ خبر دى.

  107. وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ

    [اې محمده (ص)!] موږ چي ته لېږلی یې، دا په اصل کښي د نړیوالو په باب زموږ رحمت دى. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى یې.)

  108. قُلْ إِنَّمَا يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ

    دوی ته ووايه: "ما ته چي كومه وحيي راځي، هغه دا ده چي ستاسي خداى ايكي يو خداى دى، نو ايا تاسي د اطاعت سر ټيټوونكي ياست؟"

  109. فَإِن تَوَلَّوْا فَقُلْ آذَنتُكُمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۖ وَإِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ أَم بَعِيدٌ مَّا تُوعَدُونَ

    كه هغوی مخ واړوي، نو ورته ووايه چي ما په څرګنده مساوي توګه تاسي خبر کړي ياست. اوس زه پدې نه پوهېږم چي د هغه څه چي تاسي سره يې وعده کیږي، نژدي دى كه لیري.

  110. إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ مِنَ الْقَوْلِ وَيَعْلَمُ مَا تَكْتُمُونَ

    الله په هغو خبرو هم پوهیږي چي په لوړ غږ ويل کیږي او په هغو هم چي تاسي یې په پټه كوئ.

  111. وَإِنْ أَدْرِي لَعَلَّهُ فِتْنَةٌ لَّكُمْ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ

    زه خو نه پوهېږم، داسي فكر كوم چي ښايي دا(ځنډېدل) ستاسي لپاره يوه فتنه وي او تاسي ته تر يوې ټاكلي نېټې پوري د خوندونو اخيستلو فرصت دركول کیږي."

  112. قَالَ رَبِّ احْكُم بِالْحَقِّ ۗ وَرَبُّنَا الرَّحْمَـٰنُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ

    (په پاى کښي) پېغمبر(ص) وويل: "اې زما ربه! په حقه سره فېصله وکړه، او اې خلكو! تاسي چي کومي خبري جوړوئ، د هغو په مقابل کښي زموږ مهربان رب زموږ لپاره د مرستي اسره ده."

Holy Quran-Pashto