-
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَنفَالِ ۖ قُلِ الْأَنفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ ۖ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَصْلِحُوا ذَاتَ بَيْنِكُمْ ۖ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
ستا څخه د غنيمتونو په باب پوښتنه كوي. (ورته) ووايه: "دا غنيمتونه خو د الله او د هغه د پېغمبر دى. نو تاسي له الله څخه ووېرېږئ او خپل منځي اړیکي سمي کړئ. د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړئ، كه تاسو مؤمنان ياست."
-
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
رښتيني مؤمنان هغه دي چي زړونه يې د الله د ياد په اورېدلو لړزیږي. او كله چي د هغو په وړاندي د الله ايتونه لوستل کیږي، نو د هغو ايمان زیاتیږي او هغوى پر خپل رب اعتماد لري،
-
الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
هغه كسان چي لمونځ قائموي او څه چي مو هغو ته ورکړي دي، له هغو څخه يې(زموږ په لار کښي) لګوي؛
-
أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
همداسي خلك حقيقي مؤمنان دي. د هغو لپاره د هغو له رب سره لویي درجې دي، له ګناهونو څخه تېرېدنه او ډېره غوره روزي ده.
-
كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ
(ددې غنیمتونو په باب هم هماغسي صورت را منځ ته کیږي لكه څنګه چي په هغه وخت کښي رامنځ ته شوى ؤ، چي كله) ستا رب، ته له حق سره له خپله كوره ايستلى وې او له مؤمنانو څخه د يوې ډلي لپاره دا ډېره بده برېښېدله.
-
يُجَادِلُونَكَ فِي الْحَقِّ بَعْدَ مَا تَبَيَّنَ كَأَنَّمَا يُسَاقُونَ إِلَى الْمَوْتِ وَهُمْ يَنظُرُونَ
هغوى ددې حق په باب ستا سره پر جګړه ول، په داسي حال کښي چي هغه په ډاګه څرګنده ښكاره شوى ؤ، د هغو حال دا ؤ چي تا به ويل: په سترګو د ليدلي مرګ لوري ته ور وستل کیږي.
-
وَإِذْ يَعِدُكُمُ اللَّهُ إِحْدَى الطَّائِفَتَيْنِ أَنَّهَا لَكُمْ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ لَكُمْ وَيُرِيدُ اللَّهُ أَن يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ
هغه وخت (یاد کړئ) چي الله ستاسي سره وعده كوله چي له دوو ډلو څخه به يوه تاسي ته په لاس درشي. تاسي غوښتل چي كمزورې ډله دي په لاس درشي. خو د الله اراده دا وه چي په خپلو لارښوونو سره حق، حق ثابت وښيي او د كافرانو سټه وباسي.
-
لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ
تر څو چي حق حق ثابت شي او باطل باطل پاته شي كه دا د مجرمانو لپاره څومره ناكاره بريښي هم.
-
إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلَائِكَةِ مُرْدِفِينَ
هغه وخت چي كله تاسي خپل پروردګار ته فرياد کاوه. په ځواب کښي هغه وفرمايل چي: زه ستاسي د مرستي لپاره پرله پسې يو زر (۱۰۰۰) پرښتې درلېږم.
-
وَمَا جَعَلَهُ اللَّهُ إِلَّا بُشْرَىٰ وَلِتَطْمَئِنَّ بِهِ قُلُوبُكُمْ ۚ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
دا خبره الله تاسي ته صرف په دې خاطر دروښودله، چي ستاسي لپاره زيرى وي او ستاسي زړونه پرې ډاډه شي؛ كه نه نو مرسته خو چي هر كله کیږي، د هماغه الله له لوري کیږي. په يقيني توګه الله برلاس او د حكمت څښتن دى.
-
إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ
هغه وخت (یاد کړئ) چي كله الله د خپل لوري څخه د پرېشانۍ په بڼه کي پر تاسي د ډاډيني او نه وېرېدو كيفيت خور کړ؛ او له اسمانه یې پر تاسي اوبه راورولې، تر څو چي تاسي پاك کړي؛ او ستاسي څخه د شيطان اچولې پليدي (وسوسه) ايسته کړي او ستاسي همت پياوړی کړي او د هغه په وسيله ستاسي قدمونه ټينګ کړي.
-
إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ
هغه وخت (یاد کړئ) چي كله ستا رب پرښتو ته اشاره كوله چي: "زه ستاسي سره يم د مؤمنانو قدمونه ثابت کړئ. زه به همدا اوس د كافرانو په زړونو کښي وېره واچوم، نو تاسي د هغوى پر غاړو باندي ګوزار وکړئ او بند بند یې ووهئ."
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَمَن يُشَاقِقِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
دا ځكه چي دې خلكو له الله او د هغه له پېغمبر سره مقابله کړې ده. او څوك چي له الله او د هغه له رسول سره مقابله وکړي، نو الله هغه ته سخته سزا وركوي.
-
ذَٰلِكُمْ فَذُوقُوهُ وَأَنَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابَ النَّارِ
دا ستاسي مجازات دي، اوس یې خوند وڅكئ، او تاسي ته دي ښكاره وي چي د حق د منكرانو لپاره د دوږخ عذاب دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا زَحْفًا فَلَا تُوَلُّوهُمُ الْأَدْبَارَ
اې ايمان راوړونكو! كله چي تاسي د يو لښكر په بڼه له كافرانو سره مخامخ ياست، نو هغو ته شا مه اړوئ.
-
وَمَن يُوَلِّهِمْ يَوْمَئِذٍ دُبُرَهُ إِلَّا مُتَحَرِّفًا لِّقِتَالٍ أَوْ مُتَحَيِّزًا إِلَىٰ فِئَةٍ فَقَدْ بَاءَ بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ وَمَأْوَاهُ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
څوک چي د جنګي تاكتيك یا له كوم بل پوځ سره د يو ځاى كېدو پرته (د کفارو سره د جنګ په حالت کي) شا واړوي، نو هغه به د خداى په غضب اخته شي، د هغه استوګنځی به دوږخ وي؛ او هغه د ورګرځېدو ډېر ناكاره ځاى دى.
-
فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
نو حقيقت دا دى چي تاسي هغوى ونه وژل، بلکي الله ووژل او تا ونه ويشتل، بلکي الله وويشتل (او د مؤمنانو لاس چي په دې كار کښي په كار واچول شو) نو دا ددې لپاره ؤ چي الله مؤمنان له يوې ډيري ښې ازمويني څخه په بري سره تېر کړي. په باوري توګه الله اورېدونكى او پوهېدونكى دى.
-
ذَٰلِكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ
دا معامله خو ستاسي سره ده. او له كافرانو سره معامله دا ده چي الله د هغو د چلونو كمزورى كوونكى دى.
-
إِن تَسْتَفْتِحُوا فَقَدْ جَاءَكُمُ الْفَتْحُ ۖ وَإِن تَنتَهُوا فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَإِن تَعُودُوا نَعُدْ وَلَن تُغْنِيَ عَنكُمْ فِئَتُكُمْ شَيْئًا وَلَوْ كَثُرَتْ وَأَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُؤْمِنِينَ
(دې كافرانو ته ووايه): "كه تاسي فېصله غوښتله، نو دا ده فېصله مو مخي ته راغله. اوس كه منع شئ، نو همدا ستاسي لپاره ډېره ښه ده. او كه بيا وګرځئ او هماغه حماقت تكرار کړئ، نو موږ به هم هماغه سزا تكرار کړو. او ستاسي ډله كه هرڅومره زياته هم وي، ستاسي په درد به هیڅ ونه شي خوړلای. الله د مؤمنانو ملګرى دى."
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ
اې مؤمنانو! د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وکړئ او د حكم له اورېدلو څخه وروسته غاړه مه غړوئ.
-
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ
د هغو خلكو په شان مه کېږئ چي ويې ويل: موږ واورېدل! - په داسي حال کښي چي هغوى یې نه اوري.
-
۞ إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
په يقيني توګه، د خداى په نزد د ساه كښانو ډېره بده نوعه، هغه كاڼه، ګونګيان خلك دي چي له پوهي څخه كار نه اخلي.
-
وَلَوْ عَلِمَ اللَّهُ فِيهِمْ خَيْرًا لَّأَسْمَعَهُمْ ۖ وَلَوْ أَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوا وَّهُم مُّعْرِضُونَ
كه الله دا ګڼلې واى چي په دوى کښي يو څه ښه توب هم شته نو هرو مرو به یې د اورېدو وس ورکړی وای. (خو له ښه توب څخه پرته) كه یې دوى اورولي واى، نو په بې اعتنائۍ سره یې مخ ځني اړاوه.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
اې ايمان راوړونكو! د الله او د هغه د پېغمبر بلني ته لبيك وواياست چي كله پېغمبر تاسي ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چي تاسي ته ژوند بښونكى دى. او وپوهېږئ چي الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حايل دى. او د هماغه لوري ته به تاسي ورغونډ کړای شئ.
-
وَاتَّقُوا فِتْنَةً لَّا تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنكُمْ خَاصَّةً ۖ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
او له هغي فتنې څخه ځان وژغورئ چي د هغې ناوړه اغيزه به په ځانګړي توګه یوازي پر هغو خلكو پوري محدوده پاته نه شي چي په تاسي کښي چا ګناه کړې وي. او وپوهېږئ چي الله سخت سزا وركونكى دى.
-
وَاذْكُرُوا إِذْ أَنتُمْ قَلِيلٌ مُّسْتَضْعَفُونَ فِي الْأَرْضِ تَخَافُونَ أَن يَتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَآوَاكُمْ وَأَيَّدَكُم بِنَصْرِهِ وَرَزَقَكُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
هغه وخت [در په زړه کړئ] چي كله تاسي لږ وئ، په ځمکه کښي تاسي كمزوري ګڼل كېدئ، تاسي وېرېدلئ چي خلك مو له منځه يونسي. بيا الله تاسي ته د پناه ځاى برابر کړ، په خپله مرسته یې ستاسي مټ قوي کړ، او ښه روزي یې در ورسوله. ښایي چي تاسي شكر ايستونكي اوسئ.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
اې مؤمنانو! له پوهي او ادراك سره سره له الله او د هغه له پېغمبر سره خيانت مه كوئ. په خپلو امانتونو کښي ټګي مه كوئ،
-
وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِندَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ
او وپوهېږئ چي ستاسي مالونه او ستاسي اولادونه، په حقيقت کښي د ازمېښت وسايل دي. او له الله سره د اجر وركولو لپاره ډېر څه دي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
اې مؤمنانو! كه تاسي له خدايه ووېرېږئ، نو الله به تاسي ته محك (فُرقان) درپه برخه کړي (چي د حق او باطل تر منځ توپیر وکړئ.) او ستاسي بدۍ به درڅخه ايسته کړي، او ستاسي کناه به در وبښي. الله لوى فضل كوونكى دى.
-
وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ أَوْ يُخْرِجُوكَ ۚ وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ
هغه وخت (هم د يادوني وړ دى) چي د حق منكرانو ستا پر خلاف دسيسې جوړولې چي بندي دي کړي، يا دي ووژني يا دي له وطنه وشړي. هغوى خپل تدبيرونه په كار اچول او الله خپل تدبير کاوه. او الله تر ټولو ډېر ښه تدبير كوونكى دى.
-
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا قَالُوا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَاءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هَـٰذَا ۙ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ
كله چي هغوى ته زموږ ايتونه اورول كېدل، نو ويل یې: "هو وا مو ورېدل، كه موږ وغواړو نو دغه راز خبري موږ هم جوړولای شو. دا خو همغه زړې افسانې دي چي له پخوانيو خلكو څخه راپاتې دي."
-
وَإِذْ قَالُوا اللَّهُمَّ إِن كَانَ هَـٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِندِكَ فَأَمْطِرْ عَلَيْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَاءِ أَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
او هغه خبره هم د يادوني وړ ده چي هغوى ويلي ول: "خدايه، كه دا په رښتيا سره حق دى او ستا له لوري دى، نو پر موږ باندي له اسمانه تیږي (ډبري) ووروه، يا را باندي كوم دردناك عذاب راوله."
-
وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ
په هغه وخت کښي خو الله پر هغوى د عذاب نازلوونكى نه ؤ، تر څو پوري چي ته د هغو په منځ کښي موجود وې. او نه د الله دا عادت دى چي خلك بښنه غوښتونكي وي، او هغه ورته سزا ورکړي.
-
وَمَا لَهُمْ أَلَّا يُعَذِّبَهُمُ اللَّهُ وَهُمْ يَصُدُّونَ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَمَا كَانُوا أَوْلِيَاءَهُ ۚ إِنْ أَوْلِيَاؤُهُ إِلَّا الْمُتَّقُونَ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
خو اوس به ولي هغه ورباندي عذاب نه نازلوي، چي هغوى د مسجد حرام لاره بندوي. په داسي حال کښي چي هغوى ددې مسجد مشروع متوليان نه دي. د هغه مشروع متوليان یوازي پرهېزګاران کېدلای شي. خو زياتره خلك په دې خبره نه پوهیږي.
-
وَمَا كَانَ صَلَاتُهُمْ عِندَ الْبَيْتِ إِلَّا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً ۚ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ
بيت الله (کعبې) ته ددې خلكو لمونځ څه وي: خو شپيلۍ غږوي او چكچكې کوي. نو دا دی اوس (له حق څخه) د خپل هغه انكار په مجازات کښي چي تاسي یې كوئ، ددې عذاب خوند وڅكئ.
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ
كومو خلكو چي د حق له منلو څخه انكار کړی دى، هغوى خپلي شتمنۍ د خداى له لاري څخه د منع كولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زيات لګوي. خو په پاى کښي به همدا هلي ځلي، د هغو لپاره د پښېمانتيا سبب وګرځي. بيا به هغوى مغلوب وي، بيا به دا كافران د دوږخ لوري ته محاصره شوي ورشي.
-
لِيَمِيزَ اللَّهُ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ وَيَجْعَلَ الْخَبِيثَ بَعْضَهُ عَلَىٰ بَعْضٍ فَيَرْكُمَهُ جَمِيعًا فَيَجْعَلَهُ فِي جَهَنَّمَ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
تر څو چي الله ناپاكي له پاكۍ څخه بېله کړي. او هر ډول ناپاكي سره يو ځاى ډېرۍ (یو د بل د پاسه غونډ) کړي، بيا هغه ټوله په دوږخ کښي وغورځوي. همدا خلك په اصل کښي مفلسان دي.
-
قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا إِن يَنتَهُوا يُغْفَرْ لَهُم مَّا قَدْ سَلَفَ وَإِن يَعُودُوا فَقَدْ مَضَتْ سُنَّتُ الْأَوَّلِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] دې كافرانو ته ووايه: «كه اوس هم را واوړي، نو څه چي مخکي شوي دي له هغو څخه به تېرېدنه وشي.» - خو كه دوى هماغه مخكينی چلند بيا تكرار کړي، نو له پخوانيو قومونو سره چي څه شوي دي، هغه ټولو ته ښكاره دي.
-
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ ۚ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
اې مؤمنانو! له دې كافرانو سره تر هغه پوري وجنګېږئ چي فتنه پاتې نه شي او ټول دين د الله لپاره شي. بيا كه هغوى له فتنې څخه لاس واخيسته، نو د هغو د عملونو ليدونكى الله دى،
-
وَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَوْلَاكُمْ ۚ نِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ
او كه هغوى ونه منله، نو وپوهېږئ چي الله ستاسي سرپرست دى او هغه ډېر ښه ساتونكى او مرستندوى دى.
-
۞ وَاعْلَمُوا أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللَّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او تاسي ته دي معلومه وي چي د ولجې (غنیمت) څه مال چي تاسي په لاس راوړى دى، د هغه پنځمه برخه د الله، د هغه د پېغمبر، د خپلو خپلوانو، د يتيمانو، د مسكينانو او د مسافرانو لپاره ده. كه تاسي پر الله او پر هغه شي ايمان راوړى وي چي د فېصلې په ورځ (يعني د دواړو لښكرو د مخامخ كېدو په ورځ) موږ پر خپل بنده نازل کړی وو (نو دا برخه په خوښۍ سره ادا کړئ). الله په هر څه قادر دى.
-
إِذْ أَنتُم بِالْعُدْوَةِ الدُّنْيَا وَهُم بِالْعُدْوَةِ الْقُصْوَىٰ وَالرَّكْبُ أَسْفَلَ مِنكُمْ ۚ وَلَوْ تَوَاعَدتُّمْ لَاخْتَلَفْتُمْ فِي الْمِيعَادِ ۙ وَلَـٰكِن لِّيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَىٰ مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَسَمِيعٌ عَلِيمٌ
هغه وخت (درپه زړه کړئ) چي تاسي د ناو په دې غاړه کښي واست او هغوى په هغه بله غاړه کښي دېره شوي ول؛ او كاروان ستاسي څخه لاندي (د ساحل) خواته ؤ. كه چيري له مخکي څخه ستاسي او د هغو په منځ کښي د مقابلې تړون شوى واى، نو تاسي به هرو مرو په دې وخت کښي څنګ کړی واى. هر څه چي وشول، هغه ددې لپاره ول چي د کومي خبري فېصله چي الله کړي وه، هغه منځ ته راشي؛ تر څو هلاک کېدونكی له ښكاره دليل سره هلاک شي او څوك چي ژوندى پاتي كېدونكى دى، هغه له روښانه دليل سره ژوندى پاتي شي. په باوري ډول الله اورېدونكى او پوهېدونكى دى.
-
إِذْ يُرِيكَهُمُ اللَّهُ فِي مَنَامِكَ قَلِيلًا ۖ وَلَوْ أَرَاكَهُمْ كَثِيرًا لَّفَشِلْتُمْ وَلَتَنَازَعْتُمْ فِي الْأَمْرِ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ سَلَّمَ ۗ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
او [اې پېغمبره (ص)!] هغه وخت (در یاد کړه) چي خداى تا ته هغوى په خوب كي كم در وښودل. كه چيري يې شمېر تا ته زيات درښودلى واى، نو تاسي به هرو مرو خپل همت بايللى وای او د جنګ په باب به مو شخړه پيل کړي وای. خو الله له دې څخه تاسي وژغورلاست؛ په يقيني توګه هغه آن د سينو په راز پوهیږي.
-
وَإِذْ يُرِيكُمُوهُمْ إِذِ الْتَقَيْتُمْ فِي أَعْيُنِكُمْ قَلِيلًا وَيُقَلِّلُكُمْ فِي أَعْيُنِهِمْ لِيَقْضِيَ اللَّهُ أَمْرًا كَانَ مَفْعُولًا ۗ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
(ياد کړئ) كله چي د نښتي په وخت کښي خداى ستاسي په نظر دښمنان لږ راوستل او د هغوى په نظر یې تاسي لږ وروستلئ؛ تر څو كوم كار چي كېدونكى ؤ، الله هغه وکړي. او په پاى کښي ټولي چارې د هماغه الله لوري ته ورګرځي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُوا وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
اې مؤمنانو! كله چي له کومي ډلي سره ستاسي مقابله وي، نو كلك ولاړ اوسئ او الله ډېر ډېر يادوئ. هيله ده چي تاسي ته به برى درپه برخه شي.
-
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ
او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کښي شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسي کښي به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.
-
وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاءَ النَّاسِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ
او تاسي د هغو خلكو غوندي مه کېږئ، چي له خپلو كورونو څخه ویاړلي او خلكو ته د ښودنې لپاره را ووتل. او کړنلاره یې دا ده چي (خلك) د الله له لاري څخه منع كوي. هغوى چي څه كوي د خداى له مواخذې څخه د باندي نه دي.
-
وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَّكُمْ ۖ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكُمْ إِنِّي أَرَىٰ مَا لَا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ ۚ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ
او هغه وخت [درپه زړه کړه] چي شيطان ددې خلكو په نظر کښي د دوی کړه وړه ښائسته برېښولي ول، او دوى ته یې ويلي ول چي نن پر تاسي څوك نه شي برلاس کېدای او دا چي زه به ستاسي سره يم. خو كله چي دواړه ډلي سره مخامخ شوې، نو هغه په پوندو په شا تاو شو، او ویې ويل چي: زه ستاسي له ملګرتيا څخه بېزاريم، زه هغه څه وينم چي تاسي یې نه وينئ، زه له خدايه وېرېږم او خداى ډېر سخت سزا وركونكى دى.
-
إِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ غَرَّ هَـٰؤُلَاءِ دِينُهُمْ ۗ وَمَن يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
كله چي منافقانو او ټولو هغو خلكو چي زړونه یې په ناروغۍ اخته دي، ويل چي: «دا خلك خو د دوى دين سودايي او ليونيان کړي دي.» - په داسي حال کښي چي څوك پر الله توكُل وکړي، نو په باوري ډول الله زيات برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
وَلَوْ تَرَىٰ إِذْ يَتَوَفَّى الَّذِينَ كَفَرُوا ۙ الْمَلَائِكَةُ يَضْرِبُونَ وُجُوهَهُمْ وَأَدْبَارَهُمْ وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ
كاشكي تا هغه حالت ليدلى شواى چي كله پرښتو د وژل شويو كافرانو ساه ګانې اخيستلې، د هغوى پر مخونو او څټونو یې ګوزارونه كول او ويل یې: "دا دى اوس د سوځېدو سزا وګالئ،
-
ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ
دا هغه جزا ده چي د هغې وسايل ستاسي خپلو لاسونو د مخه تيار کړي ول، كه نه نو الله خو پر خپلو بندګانو باندي ظلم كوونكى نه دى."
-
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ ۙ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ شَدِيدُ الْعِقَابِ
له هغو سره دا معامله په هماغه شان وشوه لكه څنګه چي له فرعونيانو او له هغو څخه مخكينيو نورو خلكو سره شوې وه، چي هغوى د الله د ايتونو له منلو څخه انكار وکړ او الله هغوى پخپلو ګناهونو ونيول. الله قوى او سخت سزا وركوونكى دى.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَىٰ قَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۙ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
دا د الله له دې عادت سره سم وشول چي هغه هیڅ يو نعمت چي كوم قوم ته یې ورپه برخه کړی وي، تر هغه پوري نه بدلوي، ترڅو چي هغه قوم خپله کړنلاره او کړنچاره نه وي بدله کړې. الله د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.
-
كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ ۙ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ فَأَهْلَكْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ ۚ وَكُلٌّ كَانُوا ظَالِمِينَ
له فرعونيانو او له هغو څخه مخكينېو قومونو سره چي څه وشول، هغه له همدې قانون سره سم وشول. هغوى د خپل رب ايتونه درواغ وګڼل، هله بيا موږ د هغوى د ګناهونو په مجازات کښي هغوى هلاک کړل او فرعونيان مو غرق کړل. دا ټول ظالمان ول.
-
إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
په يقيني توګه د الله په وړاندي، پر ځمکه په خوځيدونكي مخلوق کښي، تر ټولو بدتر هغه خلك دي، چي د حق له منلو څخه منكر شوي دي؛ بيا په هیڅ ډول د هغه منلو ته حاضر نه دي.
-
الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ
(په تېره بيا) له دوى څخه هغه خلك چي تا ژمنه (وعده) ورسره وکړه، بيا هغوى په هر وخت کښي هغه ماتوي او يو بڅرى له خدايه نه وېریږي.
-
فَإِمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الْحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ
نو كه دا خلك تا ته په جګړه کښي په لاس درشي، نو داسي څه ورسره وکړه چي له هغو څخه وروسته چي نور څوك ددغه راز کړنچارې غوره كوونكي وي، حواس بايلي. هيله ده چي د ژمني (وعدې) ماتوونكيو له دې عاقبت څخه هغوى درس واخلي.
-
وَإِمَّا تَخَافَنَّ مِن قَوْمٍ خِيَانَةً فَانبِذْ إِلَيْهِمْ عَلَىٰ سَوَاءٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ
او كه د كوم قوم له خيانت څخه ستا وېره وي، نو د هغه تړون په ښكاره ډول د هغه په وړاندي وغورځوه. دا يقيني ده چي الله خائنان نه خوښوي.
-
وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَبَقُوا ۚ إِنَّهُمْ لَا يُعْجِزُونَ
د حق منكران دي په دې غلطه انګېرنه کښي نه وي، چي هغوى لوبه وګټله. دا يقيني ده چي هغوى موږ نه شي بې وسي کولای.
-
وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
او تاسي تر خپلي وسي وسي ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ. تر څو چي په دې وسيله د الله پر دښمنانو، پر خپلو دښمنانو او پر هغو نورو دښمنانو هيبت راولئ، چي تاسي یې نه پيژنئ خو الله یې پېژني. د الله په لاره کښي چي تاسي هر څه ولګوئ، د هغو پوره بشپړ مكافات به ستاسي لوري ته راوګرځول شي. او ستاسي سره به هیڅكله ظلم ونه شي.
-
۞ وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او [اې پېغمبره (ص)!] كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه او پر الله توكُل وکړه. په يقيني ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.
-
وَإِن يُرِيدُوا أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ
او كه هغوی ستا د غولوني (تېر ایستني) نيت ولري، نو ستا لپاره الله كافي دى. هماغه ذات دى چي په خپله مرسته او د مؤمنانو په وسيله یې ستا ملاتړ وکړ؛
-
وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ ۚ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مَّا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
او د مؤمنانو زړونه یې يو له بل سره ولګول. كه تا د ځمکي د مخ ټولي خزانې لګولي هم واى نو ددې خلكو په زړونو کښي دي خپل منځي مينه نشوای اچولای. خو الله دى چي د دوى زړونه یې سره ولګول؛ په يقيني توګه هغه ډېر زورور او د حكمت څښتن دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَسْبُكَ اللَّهُ وَمَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] ستا او ستا مؤمِنو پيروانو لپاره خو یوازي الله كافي دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنان (د کفارو په مقابل کي) جنګ ته وهڅوه. كه ستاسي نه شل تنه صابران وي، نو هغوى به پر دوو سوو برلاسي شي؛ او كه سل تنه داسي وي، نو د حق د منكرانو پر زرو تنو باندي به برلاسي شي. ځكه چي منکران داسي خلك دي چي پوهه نه لري.
-
الْآنَ خَفَّفَ اللَّهُ عَنكُمْ وَعَلِمَ أَنَّ فِيكُمْ ضَعْفًا ۚ فَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ صَابِرَةٌ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُمْ أَلْفٌ يَغْلِبُوا أَلْفَيْنِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ
ښه نو اوس الله ستاسي پېټى سپك کړ او هغه ته معلومه شوه چي اوس په تاسي کښي كمزوري ده. نو كه ستاسي څخه سل تنه صابران وي، نو هغوى به پر دوو سوو او كه زر تنه داسي وي، نو پر دوه زرو به د الله په حكم برلاسي شي. او الله د هغو خلكو ملګرى دى چي صبر كوونكي دي.
-
مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
له هیڅ پېغمبر سره دا نه ښايي چي بنديان ورسره وي، تر څو پوري چي هغه په ځمکه کښي دښمنان په ښه شان ونه ټكوي. تاسي د دنيا ګټه غواړئ، په داسي حال کښي چي د الله تر نظر لاندي اخرت دى. او الله برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
لَّوْلَا كِتَابٌ مِّنَ اللَّهِ سَبَقَ لَمَسَّكُمْ فِيمَا أَخَذْتُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
كه د الله ليكنه مخکي نه واى شوې، نو څه چي تاسي اخيستي دي، د هغه په مجازات کښي به تاسي ته ډېره لويه سزا درکړه شوې واى.
-
فَكُلُوا مِمَّا غَنِمْتُمْ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
نو كوم مالونه چي تاسي د غنیمت په ډول په لاس راوړي دي، هغه خورئ، هغه حلال او پاك دي؛ او د الله څخه په وېره کښي اوسئ. په يقيني توګه الله تېرېدونكى او رحم كوونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّمَن فِي أَيْدِيكُم مِّنَ الْأَسْرَىٰ إِن يَعْلَمِ اللَّهُ فِي قُلُوبِكُمْ خَيْرًا يُؤْتِكُمْ خَيْرًا مِّمَّا أُخِذَ مِنكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
[اې پېغمبره (ص)!] هغو بنديانو ته چي ستاسي په لاس کښي دي، ووايه: كه الله معلومه کړي چي ستاسي په زړونو کښي څه خير (ایمان) شته، نو تاسي ته به له هغه څه څخه زيات درکړي چي درڅخه اخيستل شوي دي او ستاسي خطاوي به وبښي. الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
وَإِن يُرِيدُوا خِيَانَتَكَ فَقَدْ خَانُوا اللَّهَ مِن قَبْلُ فَأَمْكَنَ مِنْهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او كه هغوى ستا سره د خيانت اراده لري، نو له دې څخه مخکي هغوى له الله سره هم خيانت کړی دى، لكه چي د هماغه كار سزا الله هغو ته ورکړه چي ستا لاس ته راغلي دي. الله په هر څه پوهيږي، د حكمت څښتن دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَـٰئِكَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يُهَاجِرُوا مَا لَكُم مِّن وَلَايَتِهِم مِّن شَيْءٍ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا ۚ وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
كومو خلكو چي ايمان راوړ، دغه راز هجرت یې وکړ او د الله په لاره کښي په خپل سر او مال وجنګېدل. او كومو خلكو چي مهاجرينو ته ځاى ورکړ او له هغو سره یې مرسته وکړه، هماغوى په اصل کښي يو د بل دوستان دي. پاتي شول هغه خلك چي ايمان یې راوړى دى، خو (دار الاسلام ته یې) هجرت نه دى کړی، نو له هغو سره ستاسي كومه دوستانه اړیکه نشته؛ تر څو پوري چي هجرت يې نه وي کړی. هو كه هغوى د دين په باب ستاسي څخه مرسته وغواړي، نو د هغوى مرسته كول پر تاسي فرض دي؛ خو د يو داسي قوم پر خلاف نه چي له هغه سره ستاسي تړون وي. تاسي چي څه كوئ الله هغه ويني.
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُن فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ كَبِيرٌ
كوم كسان چي له حقه منكر دي، هغوى يو د بل حمايت كوي. كه تاسي دا (په خپلو منځونو کي دوستي) ونه کړئ، نو په ځمکه کښي به فتنه او ستر فساد راولاړ شي.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ لَّهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
كومو خلكو چي ايمان راوړ، او د الله په لار کښي یې هجرت وکړ او جهاد یې وکړ. او كومو خلكو چي پناه ورکړه او مرسته یې وکړه، هماغوى رښتيني مؤمنان دي. د هغو لپاره د ګناهونو بښنه او ډېره ښه روزي ده.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا مِن بَعْدُ وَهَاجَرُوا وَجَاهَدُوا مَعَكُمْ فَأُولَـٰئِكَ مِنكُمْ ۚ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
او كومو كسانو چي وروسته ايمان راوړ، او بيا یې هجرت وکړ او ستاسي سره يو ځاى یې په جهاد لاس پوري کړ؛ هغوى هم ستاسي څخه دي. خو د الله په كتاب کښي د ويني خپلوان (د میراث د وړلو د نظره) يو د بل زيات حقدار دي. په يقيني ډول الله پر هر څه پوهیږي.
۸. سورت الأنفال
الأنفال
Al-Anfal / الأنفال · ۸ · ۷۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت الأنفال عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.