-
الم
الف، لام، میم.
-
أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ
ايا خلكو دا ګنلې ده چي یوازي به په همدومره ويلو پريښودل شي چي: "موږ ايمان راوړ." - او هغوى به ونه ازمويل شي؟
-
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ
پداسي حال کښي چي موږ هغه ټول خلك ازمويلي دي چي له دوى څخه مخکي تېر شويدي. الله خو به هرومرو دا ګوري چي رښتيني څوك دي او درواغجن څوك.
-
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ أَن يَسْبِقُونَا ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
او ايا هغه كسان چي ناوړه عملونه كوي، دا یې انګيرلې ده چي زموږ څخه به ميدان يوسي؟ دا ډېر غلط حكم دى چي هغوى يې كوي.
-
مَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ اللَّهِ فَإِنَّ أَجَلَ اللَّهِ لَآتٍ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
څوك چي له الله سره د يو ځاى کېدو هيله من وي (هغه بايد پدې وپوهیږي چي) د الله ټاكل کړای شوى وخت هرو مرو راتلونكى دى. او الله ډېر ښه اورېدونكى او ښه پوهېدونكى دى.
-
وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ
هر څوك چي جهاد وکړي، د خپل ځان د ښېګڼي لپاره به یې وکړي. يقيني ده چي الله له مخلوقاتو څخه بې نيازه دى.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسَنَ الَّذِي كَانُوا يَعْمَلُونَ
او كوم كسان چي ايمان راوړي او نېک عملونه وکړي، د هغو بدۍ به ترې ايسته کړو او هغو ته به د ډېرو غوره عملونو مكافات ورکړو.
-
وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا ۖ وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا ۚ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
موږ انسان ته توصيه کړېده چي له خپل مور او پلار سره نېک سلوك وکړه. خو كه هغوى پر تا فشار راوړي چي ته زما سره داسي كوم (معبود) شريك ونيسې چي ته یې زما د شريك په توګه نه پيژنې، نو د هغو خبره مه منه. همدا زما لوري ته ستاسي ټولو راګرځېدل دي. بيا به زه درته وښيم چي تاسي څه كول.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُدْخِلَنَّهُمْ فِي الصَّالِحِينَ
او كومو كسانو چي ايمان راوړى وي او نېک عملونه یې کړي وي، هغوى به موږ هرو مرو په صالحانو کښي داخل کړو.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذَا أُوذِيَ فِي اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ كَعَذَابِ اللَّهِ وَلَئِن جَاءَ نَصْرٌ مِّن رَّبِّكَ لَيَقُولُنَّ إِنَّا كُنَّا مَعَكُمْ ۚ أَوَلَيْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِمَا فِي صُدُورِ الْعَالَمِينَ
له خلكو څخه څوك داسي دي چي وايي موږ پر الله ايمان راوړ، خو كله چي هغه د الله په معامله کښي وځورول شو، نو د خلكو لخوا اچول شوې ازموينه يې د الله د عذاب په څېر وګڼله. اوس كه ستا د رب لخوا بری او مرسته راغله، نو همدغه سړی به ووایي: "موږ خو ستاسي سره وو." - ايا د نړيوالو د زړه حال الله ته ښه معلوم نه دى؟
-
وَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْمُنَافِقِينَ
او الله خو به هرو مرو دا ګوري چي مؤمنان څوك دي او منافقان څوك.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطَايَاكُمْ وَمَا هُم بِحَامِلِينَ مِنْ خَطَايَاهُم مِّن شَيْءٍ ۖ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
دغه كافران مؤمنانو ته وایي چي تاسي زموږ د کړنلاري پيروي وکړئ او ستاسي خطاوي به موږ پر ځان واخلو. پداسي حال کښي چي د هغو له خطاؤ څخه هيڅ شى هم هغوى پر ځان اخيستونكي نه دي. هغوى په ټینګه درواغ وايي.
-
وَلَيَحْمِلُنَّ أَثْقَالَهُمْ وَأَثْقَالًا مَّعَ أَثْقَالِهِمْ ۖ وَلَيُسْأَلُنَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَمَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ
هو، هغوى به هرو مرو خپل پيټي هم واخلي او د خپلو پيټو سره نور ډېر پيټى هم. او د قيامت په ورځ به په يقيني ډول له هغو څخه د دغو درواغو پوښتنه کیږي چي هغوى یې جوړوي.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ
موږ نوح (ع) د هغه قوم ته وليږه او هغه پنځوس كم يو زر (۹۵۰) کاله د هغو په منځ کښي واوسېدی. په پاى کښي هغه خلك طوفان ونيول، پداسي حال کښي چي هغوى ظالمان ول.
-
فَأَنجَيْنَاهُ وَأَصْحَابَ السَّفِينَةِ وَجَعَلْنَاهَا آيَةً لِّلْعَالَمِينَ
بيا نوح (ع) او د کښتۍ خلك موږ وژغورل او هغه مو د نړيوالو لپاره د عبرت يوه نښانه وګرځوله.
-
وَإِبْرَاهِيمَ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاتَّقُوهُ ۖ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
او ابراهيم (ع) مو وليږه، كله چي هغه خپل قوم ته وويل: "د الله بندګي وکړئ او له هغه څخه ووېرېږئ، دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده، كه تاسي پوهیږئ؛
-
إِنَّمَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا وَتَخْلُقُونَ إِفْكًا ۚ إِنَّ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَا يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوا عِندَ اللَّهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوهُ وَاشْكُرُوا لَهُ ۖ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
تاسي چي د الله څخه پرته د چا بندګي كوئ، هغوى خو محضي بتان دي او تاسي درواغ جوړوئ. په یقیني توګه، تاسي چي له الله پرته د چا بندګي كوئ، هغوى تاسي ته د کومي روزي دركولو واك هم نلري. روزي له الله څخه وغواړئ، د هماغه بندګي وکړئ او د هغه شكر ادا کړئ. د هماغه لوري ته تاسي ورګرځېدونكي ياست."
-
وَإِن تُكَذِّبُوا فَقَدْ كَذَّبَ أُمَمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ۖ وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
او كه تاسي د درواغو نسبت كوئ، نو ستاسي مخکي ډېرو قومونو د درواغو نسبتوته کړي دي، او پر پېغمبر (ص) باندي له روښانه څرګند پيغام رسولو پرته بل مسئوليت نشته.
-
أَوَلَمْ يَرَوْا كَيْفَ يُبْدِئُ اللَّهُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
ايا دوى كله ندي ليدلي چي الله په څه ډول د هستوګني پيل كوي، بيا د هغو اعاده كوي؟ - په يقيني توګه دا (اعاده خو) د الله لپاره لا زياته اسانه ده.
-
قُلْ سِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَانظُرُوا كَيْفَ بَدَأَ الْخَلْقَ ۚ ثُمَّ اللَّهُ يُنشِئُ النَّشْأَةَ الْآخِرَةَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
دوى ته ووايه: "په ځمکه کښي وګرځئ او وګورئ چي الله د هستوني پيل په څه ډول کړيدى، بيا به الله دوهم ځل هم ژوند درپه برخه کړي، دا يقيني ده چي الله په هر څه قدرت لري.
-
يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَرْحَمُ مَن يَشَاءُ ۖ وَإِلَيْهِ تُقْلَبُونَ
چا ته چي وغواړي سزا ورکوي او په چا باندي چي خوښه یې شي رحم کوي. د هماغه لوري ته تاسي ورګرځېدونكي ياست.
-
وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ ۖ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
تاسي نه په ځمکه او نه په اسمان کښي د الله بې وسي كوونكي یاست. او ستاسي لپاره له الله څخه پرته كوم ژغورونكى، سرپرست او مرستندوى نشته.
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ وَلِقَائِهِ أُولَـٰئِكَ يَئِسُوا مِن رَّحْمَتِي وَأُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
كوم خلك چي د الله له ايتونو او د هغه له ملاقات څخه منكر شوي، هغوى زما له رحمت څخه ناهيلي شويدي او د هغو لپاره دردناکه سزا ده.
-
فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا اقْتُلُوهُ أَوْ حَرِّقُوهُ فَأَنجَاهُ اللَّهُ مِنَ النَّارِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
بيا د هغه (ابراهيم ع) د قوم ځواب له دې پرته نور څه نه ؤ چي وويل: "دى ووژنئ، يا یې وسوځئ." - په پاى کښي الله تعالٰى هغه له اوره وژغوره. په يقيني ډول پدې کښي د هغو خلكو لپاره نښانې دي چي ايمان راوړونكي دي.
-
وَقَالَ إِنَّمَا اتَّخَذْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ أَوْثَانًا مَّوَدَّةَ بَيْنِكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكْفُرُ بَعْضُكُم بِبَعْضٍ وَيَلْعَنُ بَعْضُكُم بَعْضًا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ
او (ابراهيم (ع) خپل قوم ته) وويل: "تاسي خو د دنيا په ژوند کښي له الله څخه پرته بُتان پخپل منځ کښي د میني وسيله ګرځولي دي، خو د قيامت په ورځ به تاسي يو له بل څخه انكار او يو پر بل به لعنت وکړئ؛ او اور به ستاسي هستوګنځى وي، او هيڅوك به ستاسي مرستندويان نه وي."
-
۞ فَآمَنَ لَهُ لُوطٌ ۘ وَقَالَ إِنِّي مُهَاجِرٌ إِلَىٰ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
په هغه وخت کښي لوط (ع) پر هغه ايمان راوړ. او ابراهيم (ع) وويل: "زه د خپل رب لوري ته هجرت كوم، هغه په باوري توګه برلاسى دى او د حکمت څښتن دى."
-
وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ وَآتَيْنَاهُ أَجْرَهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ
او موږ هغه ته اسحاق (ع) او يعقوب (ع) (غوندي اولادونه) پيرزوکړل او د هغه په ځوځات كښي مو پېغمبري او كتاب كيښودل. او هغه ته مو په دنيا کښي د هغه اجر ورکړ او په اخرت کښي به په باوري ډول له صالحانو څخه وي.
-
وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ
او موږ لوط (ع) وليږه. كله چي هغه خپل قوم ته وويل: "تاسي خو هغه فحش كار (لواطت) كوئ چي ستاسي څخه مخکي، له نړيوالو څخه هيچا ندى کړی.
-
أَئِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُونَ السَّبِيلَ وَتَأْتُونَ فِي نَادِيكُمُ الْمُنكَرَ ۖ فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
ايا ستاسي دا حال دى چي نارينه ؤ ته ورځئ او لاري وهئ (خلک شکوۍ)؛ او پخپلو غونډو کښي بدي چاري كوئ؟" - نو د هغه له قوم سره بل هيڅ ځواب نه و، پرته له دې چي هغوى وويل: "راوله موږ ته د الله عذاب كه ته رښتينى یې؟"
-
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ
لوط(ع) وويل: اې زما ربه! د دغو مفسدانو په مقابله کښي زما ملاتړ وکړه."
-
وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا إِنَّا مُهْلِكُو أَهْلِ هَـٰذِهِ الْقَرْيَةِ ۖ إِنَّ أَهْلَهَا كَانُوا ظَالِمِينَ
او كله چي زموږ استازي ابراهيم (ع) ته له زيري سره ورغلل، نو هغوى ورته وويل: "موږ د دغه كلي د خلكو هلاکوونكي يوو، د ده خلك ډېر ظالمان شويدي."
-
قَالَ إِنَّ فِيهَا لُوطًا ۚ قَالُوا نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَن فِيهَا ۖ لَنُنَجِّيَنَّهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ
ابراهيم (ع) وويل: "هلته خو لوط موجود دى." – هغوى ورته وويل: "موږ ښه پوهیږو چي هلته څوك څوك موجود دي، موږ به د هغه له ميرمني پرته، هغه او د هغه ټوله كورنۍ وژغورو. د هغه ميرمن له بيرته پاتي کېدونكو څخه ده."
-
وَلَمَّا أَن جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالُوا لَا تَخَفْ وَلَا تَحْزَنْ ۖ إِنَّا مُنَجُّوكَ وَأَهْلَكَ إِلَّا امْرَأَتَكَ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ
بيا كله چي زموږ استازي لوط (ع) ته ورغلل، نو د هغو په راتګ باندي هغه سخت خپه او زړه تنګى شو. هغو وويل: "مه وېرېږه او مه خپګان کوه، موږ به تا او ستا كورنۍ وژغورو، پرته ستا له ميرمني څخه چي له بيرته پاتي کېدونكو څخه ده."
-
إِنَّا مُنزِلُونَ عَلَىٰ أَهْلِ هَـٰذِهِ الْقَرْيَةِ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
موږ د دغه كلي پر خلكو، د هغه فسق له امله چي دوى کاوه، له اسمانه د عذاب نازلوونكي يوو.
-
وَلَقَد تَّرَكْنَا مِنْهَا آيَةً بَيِّنَةً لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او موږ د هغه كلي يوه څرګنده نښانه، د هغو كسانو لپاره چي له عقل څخه كار اخلي، پرېښې ده.
-
وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَارْجُوا الْيَوْمَ الْآخِرَ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
او مدين ته موږ د هغو ورور شعيب (ع) وليږه، هغه وويل: "اې زماقومه! د الله بندګي وکړئ او د وروستۍ ورځي (د اخرت د سعادت) هيله مند اوسئ. او په ځمکه کښي فساد كوونكي تېرى كوونكي مه ګرځئ."
-
فَكَذَّبُوهُ فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ
خو هغوى هغه درواغجن وګاڼه. په پاى کښي يوې سختي زلزلې ونيول او سهار پخپلو كورونو کښي مړه پراته پاتي شول.
-
وَعَادًا وَثَمُودَ وَقَد تَّبَيَّنَ لَكُم مِّن مَّسَاكِنِهِمْ ۖ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ وَكَانُوا مُسْتَبْصِرِينَ
او موږ عاديان او ثموديان هلاک کړل، تاسي هغه ځايونه وينئ چي هلته هغوى اوسېدل. د هغو کړه وړه شيطان ورته ښايسته کړل او هغوى یې له سمي لاري څخه واړول، پداسي حال کښي چي هغوى پوهه او ادراك درلودل.
-
وَقَارُونَ وَفِرْعَوْنَ وَهَامَانَ ۖ وَلَقَدْ جَاءَهُم مُّوسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ فَاسْتَكْبَرُوا فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانُوا سَابِقِينَ
او موږ قارون، فرعون او هامان هلاک کړل. موسى (ع) هغو ته له څرګندو معجزو سره ورغى، خو هغوى په ځمکه کښي د خپلي لويۍ ګومان وکړ، پداسي حال کښي چي مخکي کېدونکي نه ول (د الله د عذاب څخه خلاص نه شول).
-
فَكُلًّا أَخَذْنَا بِذَنبِهِ ۖ فَمِنْهُم مَّنْ أَرْسَلْنَا عَلَيْهِ حَاصِبًا وَمِنْهُم مَّنْ أَخَذَتْهُ الصَّيْحَةُ وَمِنْهُم مَّنْ خَسَفْنَا بِهِ الْأَرْضَ وَمِنْهُم مَّنْ أَغْرَقْنَا ۚ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
په پاى کښي موږ هر يو د هغه په ګناه سره ونيوی: بيا له هغو څخه په چا باندي موږ كاڼي اوروونكى باد وليږی، څوك يوې قوي چاودني ونيول، څوك مو په ځمکه کښي ننيستل او څوك مو غرق کړل. الله پر هغوى باندي ظلم كوونكى نه ؤ، مګر هغوى خپله پر خپل ځان ظلم کاوه.
-
مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا ۖ وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنكَبُوتِ ۖ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
كومو كسانو چي له الله څخه پرته نور سرپرستان نيولي دي، د هغو مثال د غڼي په څیر دى چي خپل ځان ته يو كور جوړوي. او له ټولو كورونو څخه ډېر كمزورى كور د غڼو كور وي. كاشكي دغو خلكو علم درلودلاى.
-
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
دوى چي له الله څخه پرته هر شى بلي، الله ته هغه ښه معلوم دی او هماغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ ۖ وَمَا يَعْقِلُهَا إِلَّا الْعَالِمُونَ
دغه مثالونه د خلكو د پوهوني لپاره راوړو، خو پدې باندي هماغه كسان پوهیږي چي د علم خاوندان دي.
-
خَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ
الله اسمانونه او ځمکه په حقه پيداکړي دي. په باوري توګه پدې کښي د مؤمنانو لپاره يوه نښانه ده.
-
اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلَاةَ ۖ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ۗ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] هغه كتاب ولوله چي تا ته د وحيي په واسطه درلېږل شويدى او لمونځ قايم کړه. په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي، او د الله ياد له دي څخه هم ډېر لوى شى دى. الله په هغه څه پوهیږي چي تاسي یې كوئ.
-
۞ وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ ۖ وَقُولُوا آمَنَّا بِالَّذِي أُنزِلَ إِلَيْنَا وَأُنزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَـٰهُنَا وَإِلَـٰهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
او له اهل كتابو سره بحث مه كوئ، خو په غوره ډول پرته له ظالمانو څخه يې، او هغو ته وواياست چي موږ پر هغه كتاب باندي هم ايمان راوړيدى چي موږ ته لېږل شويدى او په هغه كتاب باندي هم چي تاسي ته لېږل شوى ؤ. زموږ خداى او ستاسي خداى ايكى يو دى او موږ د هماغه مسلمانان (فرمان منونكي) يوو.
-
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ ۚ فَالَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَمِنْ هَـٰؤُلَاءِ مَن يُؤْمِنُ بِهِ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الْكَافِرُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] موږ په همدې ډول تا ته كتاب نازل کړيدی، له دې كبله هغه خلك چي موږ مخکي كتاب ورکړی و، اوس هغوى په ده (قُرآن) باندي ايمان راوړي، له دغو خلكو (مشركانو) څخه هم ځیني پده باندي ايمان راوړي او زموږ له ايتونونه یوازي كافران منكريږي.
-
وَمَا كُنتَ تَتْلُو مِن قَبْلِهِ مِن كِتَابٍ وَلَا تَخُطُّهُ بِيَمِينِكَ ۖ إِذًا لَّارْتَابَ الْمُبْطِلُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] تا له دې څخه مخکي كوم كتاب نه لوسته او نه دي پخپل (ښي) لاس سره ليكه، كه داسي واى، نو باطل پرستان به په شك کښي لويدلي وای.
-
بَلْ هُوَ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ فِي صُدُورِ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ ۚ وَمَا يَجْحَدُ بِآيَاتِنَا إِلَّا الظَّالِمُونَ
په اصل کښي دا روښانه نښانې د هغو خلكو په زړونو کښي دي چي علم ورکړ شويدى. او پرته د ظالمانو څخه، زموږ له ايتونو څخه نور څوک نه منكريږي.
-
وَقَالُوا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِّن رَّبِّهِ ۖ قُلْ إِنَّمَا الْآيَاتُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ
دغه خلك وایي چي ولي پدغه سړي باندي د ده د رب لخوا نښانې (معجزې) نازلي نه شوې؟ - ورته ووايه: "نښانې خو له الله سره دي او زه يوازي په ډاګه څرګنده خبر داروونكى يم."
-
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
او ايا د دوى لپاره دغه (نښانه) كافي نده چي موږ پر تا باندي كتاب نازل کړ، چي دوى ته په لوستلو اورول کیږي؟ - په باوري توګه، پدې کښي د هغو خلكو لپاره رحمت او نصيحت دى چي ايمان راوړي.
-
قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ شَهِيدًا ۖ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَالَّذِينَ آمَنُوا بِالْبَاطِلِ وَكَفَرُوا بِاللَّهِ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] ورته ووايه: "زما او ستاسي په منځ کښي الله د شاهدۍ لپاره كافي دى. هغه په اسمانونو او ځمکه کښي په هر څه باندي پوهیږي. كوم كسان چي باطل مني او په الله باندي كافر کیږي، همغوى په زيان کښي لوېدونكي دي."
-
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ ۚ وَلَوْلَا أَجَلٌ مُّسَمًّى لَّجَاءَهُمُ الْعَذَابُ وَلَيَأْتِيَنَّهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
دغه خلك ستا څخه د عذاب ژر راوستلو غوښتنه كوي. كه يوه نېټه ټاكل شوې نه واى، نو پر دوى به عذاب راغلى واى. او يقيني ده چي (پخپل وخت به) په ناڅاپي توګه هغه راشي، پداسي حال کښي چي دوى به خبر هم نه وي.
-
يَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ
دوى ستا څخه د عذاب ژر راوستلو غوښتنه كوي، پداسي حال کښي چي دوږخ د دغو كافرانو محاصره كوونكى دى.
-
يَوْمَ يَغْشَاهُمُ الْعَذَابُ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ وَيَقُولُ ذُوقُوا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
(او دوى ته به معلومه شي) په هغه ورځ چي عذاب دوى له پاسه هم ونغاړي او له پښو لاندي څخه هم او (الله به د پرښتو په ژبه) ووايي چي اوس د هغو عملونو خوند څكئ چي تاسي كول.
-
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ أَرْضِي وَاسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ
اې زما مؤمنو بندګانو! زما ځمکه پراخه ده، نو تاسي همدا زما بندګي وکړئ.
-
كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ
هر ساكښ د مرګ د خوند څكونكى دى، بيا به تاسي ټول همدا زما لوري ته را وګرځول شئ.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُم مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ
كومو كسانو چي ايمان راوړى دى او ښه عملونه یې کړيدي، هغوى به موږ د جنت په لوړو دنګو ماڼيو کښي استوګن کړو، چي لاندي به يې ویالې بهیږي، هلته به د تل لپاره اوسیږي؛ د عمل كوونكو لپاره څه غوره اجر دى؛
-
الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَىٰ رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
د هغو كسانو لپاره چي صبر يې کړيدى او په خپل رب باندي توكُل كوي.
-
وَكَأَيِّن مِّن دَابَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا اللَّهُ يَرْزُقُهَا وَإِيَّاكُمْ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
څومره ژوي دي چي خپله روزي په شا بار کړې نه ګرځي، الله هغو ته روزي وركوي او ستاسي روزي درکوونکی هم همغه دى. هغه هر څه اوري او پوهیږي.
-
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۖ فَأَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
كه ته له دغو خلكو څخه پوښتنه وکړې چي اسمانونه او ځمکه چا پيداکړي دي او لمر او سپوږمئ چا ښكېل کړي دي، نو هرو مرو به ووايي چي الله. بيا نو دوى له كوم لوري غولول کیږي؟
-
اللَّهُ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
هماغه الله دى چي له خپلو بندګانو څخه یې چا ته خوښه شي، روزي یې پراخوي او چا ته چي يې خوښه شي تنګوي یې. په باوري توګه الله په هر څه پوهېدونكى دى.
-
وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ مَوْتِهَا لَيَقُولُنَّ اللَّهُ ۚ قُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
او كه ته د دوى څخه پوښتنه وکړې چي چا له اسمانه اوبه و اورولې او د هغو په وسيله یې مړه ځمکه ژوندۍ کړه؟ - نو دوى به هرو مرو ووايي: الله. ووايه: ثنا او ستاینه خاص الله ته ده. خو زياتره خلك نه پوهېږي.
-
وَمَا هَـٰذِهِ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا لَهْوٌ وَلَعِبٌ ۚ وَإِنَّ الدَّارَ الْآخِرَةَ لَهِيَ الْحَيَوَانُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
او دغه د دنيا ژوند پرته د یوې لوبي او زړه خوښوني څخه بل هيڅ شی نه دى. د اصلي ژوندانه كور خو د اخرت كور دى. كاشكي دغه خلك پوهېدلاى.
-
فَإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ
كله چي دغه خلك په کښتې کښي سپريږي، نو د الله څخه په خالص اعتقاد سره دُعا غواړي؛ بيا كله چي الله دوى وژغوري، وچي ته یې راولي، نو ناڅاپه دوى بيا په شرك كولو لاس پوري کړي.
-
لِيَكْفُرُوا بِمَا آتَيْنَاهُمْ وَلِيَتَمَتَّعُوا ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
تر څو چي دوی زموږ د وُرکړي نعمت (نجات) ناشكري وکړي او (د دُنيا ژوندانه) خوندونه واخلي. ښه دی، ډېر ژر به دوى وپوهیږي.
-
أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا جَعَلْنَا حَرَمًا آمِنًا وَيُتَخَطَّفُ النَّاسُ مِنْ حَوْلِهِمْ ۚ أَفَبِالْبَاطِلِ يُؤْمِنُونَ وَبِنِعْمَةِ اللَّهِ يَكْفُرُونَ
ايا دوى نه ويني چي موږ يو له امن څخه ډك حرم پيدا کړيدى، پداسي حال کښي چي د دوى خو او شا خلك تښتول کیږي؟ ايا بيا هم دا خلك باطل مني او د الله د نعمت ناشكري كوي؟
-
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِالْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِّلْكَافِرِينَ
له هغه چا څخه به بل غټ ظالم څوك وي چي پر الله باندي درواغ وتړي يا حق ته د درواغو نسبت وکړي، چي كله هغه ته راوړل کیږي؟ ايا د دغسي كافرانو استوګنځى دوږخ نه دى؟
-
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ
كوم كسان چي زموږ په خاطر مجاهده وکړي، هغو ته به موږ خپلي لاري ور وښيو. او په باوري ډول الله د نېكوكارانو ملګرى دى.
۲۹. سورت العنكبوت
العنكبوت
Al-Ankabut / العنكبوت · ۲۹ · ۶۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت العنكبوت عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.