Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۷. سورت الأعراف

الأعراف

Al-A'raf / الأعراف · ۷ · ۲۰۶ آیتونه

دا پاڼه د سورت الأعراف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. المص

    الف، لام، میم ، صاد؛

  2. كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلَا يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِ وَذِكْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ

    دا يو كتاب دى چي تا ته درلېږل شوېدى، نو [اې محمده(ص)!] ستا په زړه کښي دي له ده څخه څه اندېښنه نه وي. دده له نازلولو څخه هدف دا دى چي ته دده په وسيله (منكران) ووېروې او د مومنانو لپاره يادونه وي.

  3. اتَّبِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَا تَتَّبِعُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ ۗ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ

    اې خلكو! څه چي ستاسي د رب له لوري پر تاسي نازل شويدي، د هغو پيروي وکړئ او له خپل رب څخه پرته د نورو سر پرستانو پيروي مه كوى. خو تاسي نصيحت ډېر لږ منئ.

  4. وَكَم مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا فَجَاءَهَا بَأْسُنَا بَيَاتًا أَوْ هُمْ قَائِلُونَ

    او موږ ډيري ودانۍ (کلي) تباه کړې، پر هغو په ناڅاپي ډول د شپې زموږ عذاب پرېووت (لکه د لوط ع قوم)، يا په رڼا ورځ په داسي وخت کښي راغى چي هغوى استراحت کړی ؤ (لکه د شعیب ع قوم).

  5. فَمَا كَانَ دَعْوَاهُمْ إِذْ جَاءَهُم بَأْسُنَا إِلَّا أَن قَالُوا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ

    او كله چي پر هغوى زموږ عذاب راغى، نو د هغوى په ژبه له دې وېنا پرته نور څه نه ول چي: موږ په رښتيا سره ظالمان وو.

  6. فَلَنَسْأَلَنَّ الَّذِينَ أُرْسِلَ إِلَيْهِمْ وَلَنَسْأَلَنَّ الْمُرْسَلِينَ

    نو دا كار هرو مرو کېدونكى دى چي موږ له هغو خلكو څخه حساب واخلو، چي پېغمبران مو ورلېږلي دي؛ او له پېغمبرانو څخه به هم د پیغام رسولو پوښتنه وکړو (چي هغوى د پيغام رسولو فريضه تر كومه ځايه سرته ورسوله او هغو ته په مقابل کښي څه ځواب ورکړ شو)

  7. فَلَنَقُصَّنَّ عَلَيْهِم بِعِلْمٍ ۖ وَمَا كُنَّا غَائِبِينَ

    بيا به موږ په خپله په كامل علم سره ټوله ماجرا د هغوى مخي ته وړاندي کړو، او موږ چيري غائب نه یوو.

  8. وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ ۚ فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    او په هغه ورځ به تله كټ مټ حق وي. د چا چي (د نېکیو) پله درنه وي هماغوى به خلاصون ومومي.

  9. وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَـٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُم بِمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَظْلِمُونَ

    او د چا چي (د نېکیو) پلې سپكي شي، هغوى به په زيان کښي د خپل ځان اخته كوونكي وي، ځكه چي هغوى زموږ له آيتونو سره له ظلمه ډك چلن کاوه.

  10. وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الْأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ ۗ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ

    موږ تاسي له وس واك سره په ځمکه کښي مېشته کړئ او ستاسي لپاره مو دلته د اوسېدو وسايل برابر کړل، خو تاسي ډېر كم شكر ايستونكي ياست.

  11. وَلَقَدْ خَلَقْنَاكُمْ ثُمَّ صَوَّرْنَاكُمْ ثُمَّ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ لَمْ يَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ

    موږ ستاسي (د پلار) هستونه پېل کړه، بيا مو ستاسو (د پلار) صورت جوړ کړ، بيا مو پرښتو ته وويل چي ادم (ع) ته سجده وکړئ، په دې امر سره ټولو سجده وکړه خو ابليس په سجده كوونكو کښي شامل نه شو.

  12. قَالَ مَا مَنَعَكَ أَلَّا تَسْجُدَ إِذْ أَمَرْتُكَ ۖ قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ

    (الله ج ابلیس ته) وویل: "ته څه شي له سجدې كولو څخه منع کړې، كله چي ما درته امر کړی ؤ؟" - (ابلیس) وويل: " زه له هغه څخه غوره يم. تا زه له اوره پېدا کړی يم او هغه له خټي څخه."

  13. قَالَ فَاهْبِطْ مِنْهَا فَمَا يَكُونُ لَكَ أَن تَتَكَبَّرَ فِيهَا فَاخْرُجْ إِنَّكَ مِنَ الصَّاغِرِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "نو ته له دې ځايه كوز شه، ته حق نلرې چي دلته د لويۍ غرور وکړې. ووځه! په حقيقت کي ته له ذلیل کړه شوو څخه یې."

  14. قَالَ أَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ

    (ابلیس) وويل: "ما ته تر هغې ورځي پوري مهلت راکړه چي دا ټول دوهم ځل راپاڅول شي."

  15. قَالَ إِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "درته مهلت دى."

  16. قَالَ فَبِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأَقْعُدَنَّ لَهُمْ صِرَاطَكَ الْمُسْتَقِيمَ

    (ابلیس) وويل: "نو څنګه چي تا زه په ګمراهۍ کښي اخته کړی يم، زه به هم اوس ستا د سمي لاري په سر باندي دغو انسانانو ته څارو کښينم؛

  17. ثُمَّ لَآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَائِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ

    له وړاندي وروسته، ښي خوا، كيڼي خوا، هر لوري به یې را ايسار کړم؛ او ته به د دوى زياتره شكر ايستونكي ونه مومې."

  18. قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَّدْحُورًا ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "له دې ځايه سپك او رټل شوى ووځه! - باور ولره چي له دوى څخه چي څوك ستا پېروي وکړي، ستا په شمول به له هغو ټولو څخه دوږخ ډك کړم.

  19. وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَـٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ

    او اې ادمه! ته او ستا مېرمن دواړه په دې جنت کښي اوسېږي. هر چيري چي هر شى ستاسي زړه غواړي خورئ یې؛ خو دغي وني ته نژدې مه ورځئ، كه نه نو له ظالمانو څخه به وشمېرل شئ."

  20. فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِن سَوْآتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَـٰذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَن تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ

    بيا شيطان هغوى تېر ايستل، تر څو چي د هغوى شرم ځايونه چي يو له بله پټ کړای شوي ول، د هغوى په وړاندي بربنډ شي. هغو ته (ابلیس) وويل: "ستاسي رب چي تاسي له دې وني څخه منع کړي ياست، ددې باعث له دې پرته نور څه نه دی چي چيري تاسي پرښتې نه شئ، يا تاسي ته د تل لپاره ژوند درپه برخه نه شي."

  21. وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ

    او هغه په لوړه (قسم) كولو هغوى ته وويل چي زه ستاسي رښتينى خير غوښتونكى يم.

  22. فَدَلَّاهُمَا بِغُرُورٍ ۚ فَلَمَّا ذَاقَا الشَّجَرَةَ بَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ ۖ وَنَادَاهُمَا رَبُّهُمَا أَلَمْ أَنْهَكُمَا عَن تِلْكُمَا الشَّجَرَةِ وَأَقُل لَّكُمَا إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمَا عَدُوٌّ مُّبِينٌ

    پدې توګه یې په غولولو سره هغه دواړه كرار كرار خپلي لاري ته راواړول. په پاى کښي چي كله هغوى د هغي وني خوند وڅكه، نو د يو بل په وړاندي يې ستر مات شو او هغوى د جنت په پاڼو سره د خپلو بدنونو په پټولو لاس پوري کړ. په دې وخت کښي د هغو رب ورته غږ وکړ: "ايا ما تاسي له دې وني څخه نه واست منع کړي او درته ويلي مي نه وه چي شيطان ستاسي ښكاره دښمن دى؟"

  23. قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    دواړو وويل: "اې زموږ ربه! موږ پر خپل ځان ظلم وکړ، اوس كه تا موږ ته بښنه ونه کړه او پر موږ دي رحم ونه کړ، نو موږ به هرو مرو تباه شو."

  24. قَالَ اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ

    (الله ج) وفرمايل: " كوز شئ! تاسي يو د بل دښمنان یاست، او ستاسي لپاره تر يوې ټاكلي مودې پوري په ځمکه کښي د اوسېدو ځاى او د ژوند وسايل دي."

  25. قَالَ فِيهَا تَحْيَوْنَ وَفِيهَا تَمُوتُونَ وَمِنْهَا تُخْرَجُونَ

    (الله ج) وفرمايل: "په همغې کښي ستاسي ژوند او ستاسي مرګ دى او له همغې څخه به په پاى کښي تاسي راويستل شى."

  26. يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْآتِكُمْ وَرِيشًا ۖ وَلِبَاسُ التَّقْوَىٰ ذَٰلِكَ خَيْرٌ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

    اې د ادم اولادې! موږ تاسي ته جامې نازلي کړي دي چي ستاسي د بدن شرم ځايونه وپوښي او ستاسي د بدن د ساتني او ښکلا وسيله هم وي. او ډېره غوره جامه د پرهېزګارۍ جامه ده. دا د الله له نښانو څخه يوه نښانه ده، په كار ده چي خلك ورڅخه درس واخلي.

  27. يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُم مِّنَ الْجَنَّةِ يَنزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآتِهِمَا ۗ إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ

    اې بنياد مانو! داسي دي نه وي چي شيطان تاسي بيا هماغه شان په فتنه کښي اخته کړي، لكه څنګه چي هغه ستاسي مور او پلار له جنت څخه ايستلي ول، او له هغو څخه یې د هغوى جامې ايستلي وې، تر څو د هغو شرم ځايونه يو د بل په وړاندي لوڅ شي. هغه (شیطان) او د هغه ملګري تاسي له يو داسي ځاى نه ويني، چي له هغه ځايه تاسي هغوى نه شئ لیدلای. موږ دا شيطانان د هغو خلكو سر پرستان ګرځولي دي چي ايمان نه راوړي.

  28. وَإِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً قَالُوا وَجَدْنَا عَلَيْهَا آبَاءَنَا وَاللَّهُ أَمَرَنَا بِهَا ۗ قُلْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ ۖ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

    كله چي دا خلك كوم د شرم وړ كار كوي، نو وايي موږ پر همدې کړنلاره خپل پلرونه، نیکونه موندلي دي او په خپله الله موږ ته د داسي چارو سرته رسولو امر کړيدى. دوى ته ووايه: الله هیڅكله د بې حيايۍ امر نه كوي. ايا تاسي د الله د نوم په اخيستلو هغه خبري كوئ چي د هغو په باب تاسي معلومات نلرئ. (چى هغه د الله له لورى څخه نه دي)

  29. قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: زما رب خو د رښتينولۍ او عدالت امر کړيدى، او د هغه حكم خو دا دى چي په هر عبادت کښي خپل لوري سم کړئ، هماغه وبلئ، خپل دين د همغه لپاره خالص کړئ. هغه چي په كومه توګه اوس پيدا کړي ياست، په همدې ډول به بيا تاسي پيدا کړای شئ.

  30. فَرِيقًا هَدَىٰ وَفَرِيقًا حَقَّ عَلَيْهِمُ الضَّلَالَةُ ۗ إِنَّهُمُ اتَّخَذُوا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ اللَّهِ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُم مُّهْتَدُونَ

    يو ډلي ته خو هغه سمه لارښودلې ده خو پر بلي ډلي ګمراهي ثابته شوېده، ځكه چي هغوى د خداى په ځاى شيطانان خپل سر پرستان نيولي دي او هغوى انګېري چي هغوی پر سمه لاره دي.

  31. ۞ يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ

    اې د ادم اولادې! د هر عبادت په وخت کښي په خپله ښکلا سينګار اوسئ او خورئ، څښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ. الله، له حده تيري كوونكي نه خوښوي.

  32. قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ ۚ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: چا د الله هغه ښکلا حرامه کړېده چي د خپلو بندګانو لپاره يې را يستلې ده. او چا د خداى بښل شوي پاك شيان منع کړي دي؟ - ووايه: دا ټول شيان د دنيا په ژوندانه کښي هم د ايمان راوړونكو لپاره دي، او د اخرت په ورځ خو به یوازي د همدوى لپاره وي. په دغه شان موږ خپلي خبري د هغو خلكو لپاره روښانوو چي عالمان دي.

  33. قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

    [اې محمده (ص) !] دوى ته ووايه: زما رب چي كوم شيان حرام کړيدي هغه دا دي: د بې حيايۍ چاري، كه ښكاره وي او كه پټي؛ ګناه، د حق پر خلاف تيرى؛ دا چي له الله سره تاسي كوم څوك شريك کړئ، چي د هغه لپاره یې كوم سند نه دى نازل کړی او دا چي د الله په نوم داسي كومه خبره وکړئ، چي د هغې په باب تاسي معلومات ونلرئ چي هغه په حقيقت کښي کړېده.

  34. وَلِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

    د هر قوم لپاره د مهلت يوه ټاكلې نېټه ده، بيا چي كله د كوم قوم وخت او نېټه پوره کیږي، يو ساعت وروسته والى او مخكي والى به هم پکښي نه راځي. (او دا خبره الله د مخلوق پيدا كولو په پېل کښي په ډاګه ښكاره کړې وه چي)

  35. يَا بَنِي آدَمَ إِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ رُسُلٌ مِّنكُمْ يَقُصُّونَ عَلَيْكُمْ آيَاتِي ۙ فَمَنِ اتَّقَىٰ وَأَصْلَحَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    اې د ادم اولادې! په ياد ولرئ، كه چيري تاسي ته په خپله ستاسي څخه داسي پېغمبران راشي چي تاسو ته زما ايتونه اوروي، نو څوك چي له سر غړوني څخه ډډه وکړي او خپله کړنچاره سمه کړي، د هغو لپاره څه وېره او کړاو نه شته؛

  36. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    او څوك چي زموږ ايتونه درواغ وګڼي او د هغو په مقابل کښي په سركښۍ لاس پوري کړي؛ هماغوى به دوږخيان وي، د تل لپاره به (په دوږخ) کښي استوګن وي.

  37. فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۚ أُولَـٰئِكَ يَنَالُهُمْ نَصِيبُهُم مِّنَ الْكِتَابِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا يَتَوَفَّوْنَهُمْ قَالُوا أَيْنَ مَا كُنتُمْ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالُوا ضَلُّوا عَنَّا وَشَهِدُوا عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَنَّهُمْ كَانُوا كَافِرِينَ

    ښكاره خبره ده چي له هغه چا څخه به بل غټ ظالم څوك وي چي سراسر د درواغو خبري د الله لوري ته منسوبې کړي، يا د الله رښتيني ايتونه درواغ وګڼي. داسي خلك به د خپل تقدير له ليكني سره سمه خپله برخه ومومي. آن تر دې چي هغه ساعت به راشي چي كله زموږ لېږل شوي پرښتې د هغو د ساه ګانو اخيستلو لپاره ور ورسیږي. په هغه وخت کښي به پوښتنه ورڅخه وکړي: «راوښيئ! اوس ستاسي هغه معبودان چيري دي چي د خداى په ځاى مو بلل؟» - هغوى به وايي: "ټول زموږ څخه ورك شول." – او هغوى به په خپله د ځان په خلاف شاهدى ووايي چي موږ په رښتيا له حق څخه منكران وو.

  38. قَالَ ادْخُلُوا فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ فِي النَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتَّىٰ إِذَا ادَّارَكُوا فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرَاهُمْ لِأُولَاهُمْ رَبَّنَا هَـٰؤُلَاءِ أَضَلُّونَا فَآتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَـٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ

    الله به وفرمائي: ځئ! تاسو هم همغه دوږخ ته لاړ شئ چي ستاسي مخکي د پيريانو او انسانانو تېري شوي ډلي ورغلي دي. هره ډله چي كله دوږخ ته ننوځي، نو پر خپله مخكينۍ ډله باندي به لعنت ويونكې ننوځي. آن تر دې چي كله ټول هلته سره يو ځاي شي، نو هره وروستۍ ډله به د مخكينۍ ډلي په اړه وايي چي اې پروردګاره دا خلك ول چي موږ یې بې لاري کړو، نو له دې امله دوى ته د اور دوه برابره سزا ورکړه. په ځواب کښي به وويل شي: د هري يوې لپاره دوه برابره سزا ده، خو تاسي نه پوهېږئ.

  39. وَقَالَتْ أُولَاهُمْ لِأُخْرَاهُمْ فَمَا كَانَ لَكُمْ عَلَيْنَا مِن فَضْلٍ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ

    او لومړنۍ ډله به دوهمي ډلي ته ووايي چي (كه موږ د پړې (ملامتیا) وړ وو) نو تاسي پر موږ څه ښه توب درلود، اوس د خپلو کړنو په نتيجه کښي د عذاب خوند وڅكئ.

  40. إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّىٰ يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ

    باور ولرئ! چا چي زموږ ايتونه درواغ ګڼلي دي او د هغو په مقابل کښي یې سرغړولی دى، د هغو لپاره به د اسمان دروازې هیڅكله پرا نه نستل شي. جنت ته د هغو تګ دومره ناممكن دى لكه د ستني له سپم څخه د اوښ تېرېدل. موږ مجرمان په همداسي مجازات محكوموو.

  41. لَهُم مِّن جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِن فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ

    د هغو لپاره به د دوږخ لانديستونى (فرش) او د همدې دوږخ له پاسه اغوستونى (پوښ) وي. دا هغه بدله ده چي موږ یې ظالمانو ته وركوو.

  42. وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    ددې پر خلاف كومو كسانو چي زموږ ايتونه منلي دي او غوره عملونه یې کړيدي، او په دې باب موږ هر څوك د هغه د وسي په اندازه مسئول ګرځوو، هغوى جنتيان دي، هلته به هغوى تل اوسیږي.

  43. وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ ۖ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَـٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ ۖ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۖ وَنُودُوا أَن تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    د هغو په زړونو کښي چي د يو بل په خلاف كومي خيري (کینه) وي، هغه به موږ ايسته کړو، تر هغو لاندي به ویالې بهیږي؛ او هغوى به ووايي: "ثنا او ستاينه الله ته ده چي موږ ته يې دا لاره وښووله، موږ خپله لاره نه شوه موندلاى كه الله موږ ته لارښوونه نه واى کړې. زموږ د رب لېږل شوي پېغمبران په رښتيا سره په حقه راغلي ول." - په هغه وخت کښي به اواز راشي: "دا جنت چي تاسي یې وارثان ګرځېدلي ياست، تاسي ته د هغو عملونو په بدل کښي درکړ شوېدى، چي تاسي كول."

  44. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَن قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدتُّم مَّا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ

    بيا به دا جنتيان د وزخيانو ته اواز وکړي، وبه وايي: "موږ خو هغه ټولي ژمني بشپړي وموندلې چي زموږ پروردګار راسره کړي وې، ايا تاسي هم هغه ژمني پوره وموندلې چي ستاسي رب کړي وې؟" - هغوى به ځواب ورکړي "هو." په دې وخت کښي به يو اواز كوونكى (اسرافیل ع) د هغوى په منځ کښي نارې کړي چي: "د خداى لعنت دي وي پر هغو ظالمانو باندي،

  45. الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُم بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ

    چي د خداى له لاري څخه یې خلك منع كول، او د هغوى کوږوالی یې غوښت او له اخرت څخه منكران ول."

  46. وَبَيْنَهُمَا حِجَابٌ ۚ وَعَلَى الْأَعْرَافِ رِجَالٌ يَعْرِفُونَ كُلًّا بِسِيمَاهُمْ ۚ وَنَادَوْا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَن سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۚ لَمْ يَدْخُلُوهَا وَهُمْ يَطْمَعُونَ

    ددې دواړو ډلو تر منځ به يوه پرده (بريد) وي، چي د هغې د پاسه پر اعراف باندي به څه نور كسان وي. دوى (اعرافیان) به هره ډله د هغې له څېرې څخه پېژني؛ او جنتيانو ته به اواز وکړي، وبه وايي: «پر تاسي دي سلامتي وي.» دا خلك (اعرافیان) به په جنت کښي ننوتلي نه وي خو د هغه هيله من به وي.

  47. ۞ وَإِذَا صُرِفَتْ أَبْصَارُهُمْ تِلْقَاءَ أَصْحَابِ النَّارِ قَالُوا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    او كله چي د هغوى (اعرافیانو) سترګي د دوږخيانو لوري ته واوړي، نو وبه وايي: "اې پروردګاره، موږ ددې ظالمانو ملګري كوه مه!"

  48. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُم بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَىٰ عَنكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ

    بيا به دا د اعراف خلك څو تنه غټ غټ دوږخيان د هغو په نښو نښانو سره وپېژني، اواز به ورته وکړي: " تاسي وليدل، نن نه ستاسي ډلي ټپلي ستاسي څه درد دوا کړ، نه مو هغه وسايل په كار شول چي تاسي لوى شيان ګڼل.

  49. أَهَـٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمْتُمْ لَا يَنَالُهُمُ اللَّهُ بِرَحْمَةٍ ۚ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ لَا خَوْفٌ عَلَيْكُمْ وَلَا أَنتُمْ تَحْزَنُونَ

    او ايا دا جنتيان همغه خلك نه دي چي د هغو په باب تاسي په قسمونو خوړلو ويل چي: دوى ته خو به خداى له خپل رحمت څخه هیڅ شى هم ور نه کړي؟ - نن همغوى ته وويل شول چي ننوځئ جنت ته، نه به درباندي وېره وي نه کړاو."

  50. وَنَادَىٰ أَصْحَابُ النَّارِ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ أَنْ أَفِيضُوا عَلَيْنَا مِنَ الْمَاءِ أَوْ مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ ۚ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ حَرَّمَهُمَا عَلَى الْكَافِرِينَ

    او دوږخيان به جنتيانو ته اواز وکړي چي: لږ غوندي اوبه پر موږ باندي راتوى کړئ؛ یا له هغې روزۍ څخه چي الله تاسي ته درکړېده، يو څه راوغورځوئ. هغوى به ځواب ورکړي: "الله دا دواړه شيان د حق پر هغو منكرانو حرام کړيدي،

  51. الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ نَنسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَـٰذَا وَمَا كَانُوا بِآيَاتِنَا يَجْحَدُونَ

    چي هغوي خپل دين لوبه او ساعت تېرى ګرځولى ؤ او د دنيا ژوند هغوى غولولي ول. (الله فرمائي چي): نن به موږ هم هغوى په هماغه شان هېر کړو، لكه څنګه چي هغوى ددې ورځي پېوستون هېر کړی ؤ. او زموږ له ايتونو څخه یې انكار کاوه "

  52. وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَىٰ عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    موږ دغو خلكو ته له يو داسي كتاب سره راغلي يوو چي هغه مو د علم په اساس تشرېح کړی دى، د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او رحمت دى.

  53. هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا تَأْوِيلَهُ ۚ يَوْمَ يَأْتِي تَأْوِيلُهُ يَقُولُ الَّذِينَ نَسُوهُ مِن قَبْلُ قَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ فَهَل لَّنَا مِن شُفَعَاءَ فَيَشْفَعُوا لَنَا أَوْ نُرَدُّ فَنَعْمَلَ غَيْرَ الَّذِي كُنَّا نَعْمَلُ ۚ قَدْ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ

    اوس نو ايا دا خلك له دې پرته کومي بلي خبري ته سترګي په لاره دي، چي له هغه عاقبت سره مخامخ شي، چي دا كتاب د هغه خبر وركوي؟ - په كومه ورځ چي له هغه عاقبت سره مخامخ شي، نو چا چي مخکي هغه له ياده ايستلى ؤ، هماغه خلك به ووايي چي: په رښتيا سره زموږ د پروردګار پېغمبران له حق سره راغلي ول. نو ايا اوس به زموږ لپاره كوم سپارښګر وي چي زموږ په باب سپارښ وکړي؟ يا موږ دوهم ځل بېرته ولېږل شو، تر څو د هغه څه په ځاى چي موږ پخوا كول، اوس په بل ډول كار وکړو؟ - هغوى په خپله خپل ځانونه زيانمن کړل او كوم دروغ چي يې تړل، هغه ټول ورڅخه ورك شول.

  54. إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ يَطْلُبُهُ حَثِيثًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ وَالنُّجُومَ مُسَخَّرَاتٍ بِأَمْرِهِ ۗ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ ۗ تَبَارَكَ اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ

    په حقيقت کښي ستاسي رب هماغه الله دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل. بيا یې پر عرش باندي استوا وکړه. شپه پر ورځي خوروي او بيا ورځ په شپې پسي په منډه راځي. لمر او سپوږمۍ او ستوري یې پيدا کړل. ټول د هغه د امر تابع دي. خبردار اوسئ! د هماغه هستونه ده او د هماغه حكومت دى. الله د ډېر بركت څښتن دى. د ټولو مخلوقاتو مالك او پروردګار دى.

  55. ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ

    خپل رب په زاریو زاريو او په پټه پټه وبلئ. دا يقيني ده چي هغه له حده تېري كوونكي نه خوښوي.

  56. وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفًا وَطَمَعًا ۚ إِنَّ رَحْمَتَ اللَّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ

    او په ځمکه کښي فساد مه را ولاړوئ چي كله په هغې کښي اصلاحات راغلي دي؛ او هماغه خداى له وېري او هیلي سره وبلئ. په يقيني توګه د الله رحمت نېكانو ته نژدې دى.

  57. وَهُوَ الَّذِي يُرْسِلُ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنَاهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَاءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِ مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ ۚ كَذَٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

    او همغه د الله ذات دى چي بادونه د خپل رحمت مخکي مخکي زيري وركوونكي لېږي. بيا چي كله هغوى له اوبو څخه درنې شوي ورېځي را الوزوي، نو هغه د کومي مړې ځمکي پر لوري خوځوي او هلته د باران په ورولو (له هماغې مړې ځمکي څخه) رنګارنګ مېوې راباسي. وګورئ، په دې ډول موږ مړي د مرګ له حالت څخه راباسو. په كار ده چي تاسي له دې كتني څخه درس واخلئ.

  58. وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ ۖ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا ۚ كَذَٰلِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ

    كومه ځمکه چي ښه وي هغه د خپل پروردګار په امر سره ښې مېوې دانې راوړي؛ او كومه كرونده چي ناكاره وي له هغې څخه له بابيزه حاصلاتو پرته نور څه نه راووځي. په دې توګه موږ د هغو خلكو لپاره بيا بيا نښانې وړاندي كوو چي شكر ايستونكي دي.

  59. لَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ

    موږ نوح (ع) د هغه د قوم لوري ته ولېږه. هغه وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته. زه پر تاسي باندي د يوې هېبتناکي ورځي له عذابه وېرېږم."

  60. قَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    د هغه د قوم مشرانو ځواب ورکړ: "موږ ته خو داسي ښكاري چي ته په څرګنده ګمراهۍ کښي اخته یې."

  61. قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي ضَلَالَةٌ وَلَـٰكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ

    هغه وويل: "اې زما قومه! زه په كومه ګمراهۍ کښي نه يم اخته شوى، بلکي زه د کائیناتو د پالونکي پېغمبر يم،

  62. أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

    تاسي ته د خپل رب پيغامونه رسوم، ستاسي خير غوښتنوكى يم؛ او ما ته د الله له لوري د هغه څه معلومات راکړل شوي دي چي تاسي ته نه دي معلوم.

  63. أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ وَلِتَتَّقُوا وَلَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    ايا تاسي په دې خبره حيران شوئ چي په خپله ستاسي له قوم څخه د يو سړي په وسيله، ستاسي د رب يادونه راغله، تر څو چي ستاسي پاملرنه راواړوي؛ او تاسي د سر غړاوي څخه ځان وژغورئ او پر تاسي رحم وشي؟"

  64. فَكَذَّبُوهُ فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا عَمِينَ

    خو هغوى هغه (نوح ع) درواغجن وګاڼه. په پاى کښي موږ هغه او د هغه ملګرو ته په يوه بېړۍ کښي نجات ورکړ او هغه خلك مو غرق کړل چي زموږ ايتونه يې درواغ ګڼلي ول. په باوري توګه هغوى ړانده ول.

  65. ۞ وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ

    او د عاديانو لوري ته موږ د هغو ورور هود (ع) ولېږه. هغه وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل كوم خداى نه شته. نو ايا تاسي نه وېرېږئ؟"

  66. قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ إِنَّا لَنَرَاكَ فِي سَفَاهَةٍ وَإِنَّا لَنَظُنُّكَ مِنَ الْكَاذِبِينَ

    د هغه د قوم مشرانو چي د هغه د خبري له منلو څخه انكار کاوه، په ځواب کښي یې وويل: "موږ خو تا په ناپوهۍ کښي اخته ګڼو او زموږ دا ګومان دى چي ته درواغجن یې."

  67. قَالَ يَا قَوْمِ لَيْسَ بِي سَفَاهَةٌ وَلَـٰكِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ

    هغه (هود ع) وويل: "اې زما قومه! زه په ناپوهۍ کښي اخته نه يم، بلکي زه د کائیناتو د پالونکي پېغمبر يم،

  68. أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنَا لَكُمْ نَاصِحٌ أَمِينٌ

    تاسي ته د خپل رب پيغامونه رسوم، او ستاسي خوا خوږی يم چي ډاډينه ورباندي كېداى شي.

  69. أَوَعَجِبْتُمْ أَن جَاءَكُمْ ذِكْرٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَلَىٰ رَجُلٍ مِّنكُمْ لِيُنذِرَكُمْ ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِن بَعْدِ قَوْمِ نُوحٍ وَزَادَكُمْ فِي الْخَلْقِ بَسْطَةً ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    ايا تاسي په دې خبره په حيرانتيا کښي ولوېدلاست چي تاسي ته په خپله ستاسي د خپل قوم د يو سړي په وسيله، ستاسي د رب يادونه راغله، تر څو چي هغه تاسي متوجه کړي؟ مه هېروئ چي ستاسي رب د نوح (ع) له قوم څخه وروسته تاسي د هغه په ځاى کښېنولاست او تاسي یې ښه پياوړي کړاست؛ نو د خداى د قدرت ځلاوي په ياد ولرئ، هيله ده چي ورغيږي."

  70. قَالُوا أَجِئْتَنَا لِنَعْبُدَ اللَّهَ وَحْدَهُ وَنَذَرَ مَا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا ۖ فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

    هغوى ځواب ورکړ: "ايا ته ددې لپاره موږ ته راغلى یې چي موږ یوازي د الله عبادت وکړو او هغه پرېږدو چي زموږ پلرونو، نیکونو يې عبادت کړی دى؟ - ښه نو هغه عذاب راوله چي موږ ته يې اخطار راكوې كه ته رښتينى یې!"

  71. قَالَ قَدْ وَقَعَ عَلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ رِجْسٌ وَغَضَبٌ ۖ أَتُجَادِلُونَنِي فِي أَسْمَاءٍ سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا نَزَّلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ

    هغه (هود ع) وويل: "ستاسي د رب نفرين درباندي پرېووت او د هغه غضب درباندي وغورځېدی. ايا تاسي زما سره په هغو نومونو شخړي كوئ چي تاسي او ستاسي پلرونو او نیکونو ايښي دي، چي د هغو لپاره الله كوم سند نه دى نازل کړی؟ - ښه نو تاسي هم منتظر اوسئ او زه به هم ستاسي سره انتظار كوم."

  72. فَأَنجَيْنَاهُ وَالَّذِينَ مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِّنَّا وَقَطَعْنَا دَابِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۖ وَمَا كَانُوا مُؤْمِنِينَ

    په پاى کښي موږ په خپلي مهربانۍ سره هود (ع) او د هغه ملګري وژغورل، او د هغو خلكو سټه مو وايستله چي زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي ول او ايمان راوړونكي نه ول.

  73. وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ هَـٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    او ثموديانو ته موږ د هغه ورور صالح (ع) ولېږه. هغه وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته، تاسي ته ستاسي د رب روښانه دليل راغلى دى. د الله دا اوښه ستاسي لپاره د يوې نښانې په ډول ده، نو هغه پرېږدئ چي د خداى په ځمکه کښي وڅري، هغې ته په كوم ناوړه قصد لاس مه وروړئ؛ كه نه نو يو دردناك عذاب به مو ونيسي.

  74. وَاذْكُرُوا إِذْ جَعَلَكُمْ خُلَفَاءَ مِن بَعْدِ عَادٍ وَبَوَّأَكُمْ فِي الْأَرْضِ تَتَّخِذُونَ مِن سُهُولِهَا قُصُورًا وَتَنْحِتُونَ الْجِبَالَ بُيُوتًا ۖ فَاذْكُرُوا آلَاءَ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ

    او هغه وخت درپه زړه کړئ چي كله الله د عاد له قوم څخه وروسته، تاسي د هغوى په ځاى کښينولاست او تاسي ته یې په ځمکه کښي دا مقام درپه برخه کړ چي نن تاسي د هغې په هوارو ميدانونو کښي لوړي ماڼۍ جوړوئ او د هغې غرونه د كورونو په شكل توږئ. نو د هغه د قدرت له ځلاوو (نعمتونو) څخه مه غافل کېږئ او په ځمکه کښي فساد مه راولاړوئ."

  75. قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِن قَوْمِهِ لِلَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا لِمَنْ آمَنَ مِنْهُمْ أَتَعْلَمُونَ أَنَّ صَالِحًا مُّرْسَلٌ مِّن رَّبِّهِ ۚ قَالُوا إِنَّا بِمَا أُرْسِلَ بِهِ مُؤْمِنُونَ

    د هغه د قوم هغو مشرانو چي تكبر یې غوره کړی ؤ، د ټيټي طبقې هغو خلكو ته چي ايمان یې راوړى ؤ، وويل: "ايا تاسي په رښتيا سره په دې پوهیږئ، چي صالح (ع) د خپل رب پېغمبر دى؟" - هغوى ځواب ورکړ: "په دې کښي شك نشته، له كوم پيغام سره چي هغه لېږل شوېدى، موږ یې منو."

  76. قَالَ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا إِنَّا بِالَّذِي آمَنتُم بِهِ كَافِرُونَ

    هغو تكبر كوونكو وويل: "كوم شى چي تاسي منلى دى، موږ له هغه څخه منكر يوو."

  77. فَعَقَرُوا النَّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ أَمْرِ رَبِّهِمْ وَقَالُوا يَا صَالِحُ ائْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِن كُنتَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ

    بيا هغوى اوښه ووژله. او له پوره سرغړوني سره یې د خپل رب له امر څخه مخالفت وکړ او صالح (ع) ته یې وويل: "راوله هغه عذاب چي موږ ته يې اخطار راكوې، كه ته په رښتيا سره له پېغمبرانو څخه یې."

  78. فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ

    په پاى کښي يو لړزوونكي افت هغوى ونيول او پخپلو كورونو کښي پړمخي نسكور پراته پاتي شول؛

  79. فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ وَلَـٰكِن لَّا تُحِبُّونَ النَّاصِحِينَ

    او صالح (ع) د هغو له كليو څخه ووت او ويل یې: "اې زما قومه! ما د خپل رب پيغام تاسي ته ورساوه او ما ستاسي ډېره خوا خوږي وکړه، خو زه څه وکړم چي تاسي خپل خواخوږي نه خوښوئ."

  80. وَلُوطًا إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ أَتَأْتُونَ الْفَاحِشَةَ مَا سَبَقَكُم بِهَا مِنْ أَحَدٍ مِّنَ الْعَالَمِينَ

    (او موږ لوط ع د پېغمبر په حيث ولېږه، نو ياد کړه) كله چي هغه خپل قوم ته وويل: "ايا تاسي داسي بې حيا شوي ياست چي هغه شرمناك كار (لواطت) كوئ چي ستاسي څخه مخکي په نړۍ کښي هيچا نه دى کړی؟

  81. إِنَّكُمْ لَتَأْتُونَ الرِّجَالَ شَهْوَةً مِّن دُونِ النِّسَاءِ ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ

    تاسي ښځي پرېږدئ، له نارينه ؤ سره خپله غريزه مړوئ. حقيقت دا دى چي تاسي بيخي له حده تېرېدونكي خلك یاست."

  82. وَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهِ إِلَّا أَن قَالُوا أَخْرِجُوهُم مِّن قَرْيَتِكُمْ ۖ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ

    خو د هغه د قوم ځواب له دې پرته بل څه نه ؤ چي: "دا خلك (لوط او د هغه پیروان) له خپلو كليو څخه وباسئ، دوى ډېر ځان پاكوونكي خلك دي."

  83. فَأَنجَيْنَاهُ وَأَهْلَهُ إِلَّا امْرَأَتَهُ كَانَتْ مِنَ الْغَابِرِينَ

    په پاى کښي موږ لوط (ع) او د هغه كورنۍ، د هغه له مېرمني څخه پرته (چي له شا ته پاتي کېدونكو څخه وه)، روغ رمټ ويستل.

  84. وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِم مَّطَرًا ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ

    او پر هغه قوم مو يو (د شګو) باران ووراوه. نو وګوره چي د هغو مجرمانو څه عاقبت شو.

  85. وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    او د مدين اوسېدونكو ته موږ د هغوى ورور شعيب (ع) ولېږه؛ هغه وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نشته؛ تاسي ته ستاسي د رب څرګنده لارښوونه راغلې ده. نو تله او پېمانه پوره وركوئ، خلكو ته د هغو په شيانو کښي تاوان مه اړوئ او په ځمکه کښي فساد مه راولاړوئ چي كله د هغې اصلاح شوېده؛ په همدې کي ستاسي ښېګڼه ده كه په رښتيا مؤمنان ياست.

  86. وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ كُنتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَانظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ

    او (د ژوند) پر هره لاره د شكولو لپاره مه کښېنئ چي: خلك ووېروئ، مؤمنان د خداى له لاري منع كړئ او د سمي لاري د کږولو په هڅه کي شئ. هغه وخت در په زړه کړئ چي كله تاسي لږ شمېر واست، بيا الله تاسي زيات کړاست؛ او په غړېدلو سترګو وګورئ چي په نړۍ کښي فساد كوونكي په كوم سرنوشت اخته شوي دي.

  87. وَإِن كَانَ طَائِفَةٌ مِّنكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَّمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ

    كه ستاسي څخه يوه ډله پر هغه هدايت چي زه ورسره لېږل شوى يم، ايمان راوړي او بله ايمان نه راوړي؛ نو له صبر سره سترګي په لاره اوسئ، چي تر څو الله زموږ په منځ کښي فېصله وکړي، او همغه تر هر چا ښه فېصله كوونكى دى."

  88. ۞ قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِن قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِن قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ

    د هغه (شعيب ع) د قوم مشرانو، چي د خپل تكبر په غرور کښي اخته ول، هغه ته وويل: "اې شعيبه ع! موږ به تا او هغه خلك چي ستا سره یې ايمان راوړى دى، له خپلي سیمي څخه وباسو او يا به بېرته زموږ ملت ته رااووښتونكي ياست." شعيب (ع) ځواب ورکړ: "ايا موږ به په زور واړول شو، كه زموږ خوښه هم نه وي؟

  89. قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُم بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَا أَن نَّعُودَ فِيهَا إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ

    موږ به په الله پوري درواغ تړونكي يوو كه بېرته ستاسي ملت ته در وګرځو كله چي الله موږ ته له هغه څخه نجات را په برخه کړی دى. زموږ لپاره خو اوس هغه لوري ته ورګرځېدل په هیڅ ډول امكان نلري، مګر دا چي زموږ د رب الله همداسي خوښه شي. زموږ د رب علم په هر څه پراخ چاپېر دى، پر هماغه موږ اعتماد کړی دى. اې پروردګاره! زموږ او زموږ د قوم په منځ کښي په حقه فېصله وکړه، او ته ډېر ښه فېصله كوونكى یې."

  90. وَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ لَئِنِ اتَّبَعْتُمْ شُعَيْبًا إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ

    د هغه د قوم مشرانو چي يې د خبري له منلو څخه یې انكار کړی ؤ، پخپلو کښي سره وويل: "كه تاسي د شعيب پېروي قبوله کړه، نو تباه به شئ."

  91. فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دَارِهِمْ جَاثِمِينَ

    خو داسي پېښه شوه چي يو لړ زوونكي افت (زلزلې) هغوى ونيول او په خپلو كورونو کښي پړمخي نسكور پراته پاتي شول.

  92. الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَأَن لَّمْ يَغْنَوْا فِيهَا ۚ الَّذِينَ كَذَّبُوا شُعَيْبًا كَانُوا هُمُ الْخَاسِرِينَ

    كومو خلكو چي شعيب (ع) درواغجن وګاڼه، هغوى داسي له منځه لاړل چي ته به وایې: هیڅكله په هغو كورونو کښي نه وو اوسېدلي. هماغه د شعيب (ع) درواغ ګڼونكي په پاى کښي تباه شول.

  93. فَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَكُمْ ۖ فَكَيْفَ آسَىٰ عَلَىٰ قَوْمٍ كَافِرِينَ

    او شعيب (ع) په دې وينا كولو سره د هغو له سیمي څخه ووت چي: "اې زما قومه! ما د خپل رب پيغامونه تاسي ته ورسول او ستاسي سره د خواخوږۍ حق مي ادا کړ. اوس زه څنګه پر هغه قوم افسوس وکړم چي د حق له منلو څخه انكار كوي."

  94. وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِّن نَّبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ

    هيڅكله داسي نه ده شوې چي موږ کومي سیمي ته پېغمبر لېږلی وي، او د هغې سیمي خلك مو مخکي (د انكار له كبله) په تنګلاسۍ او کړاوونو کښي نه وي اخته کړي، په دې تدبير چي ښايي هغوى په زاريو شي؛

  95. ثُمَّ بَدَّلْنَا مَكَانَ السَّيِّئَةِ الْحَسَنَةَ حَتَّىٰ عَفَوا وَّقَالُوا قَدْ مَسَّ آبَاءَنَا الضَّرَّاءُ وَالسَّرَّاءُ فَأَخَذْنَاهُم بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ

    بيا موږ د هغو بېوزلي پر سوكالۍ بدله کړه. تر دې پوري چي د هغو بڼه ورغېدله (وده یې وکړه، شمېر یې زیات شو.) او په دې وينا یې خوله پرانستله چي: "زموږ پر پلرونو، نیکونو باندي هم ښې بدې ورځي راغلي دي." په پاى کښي موږ هغوى په ناڅاپي توګه ونيول او خبر قدرې هم نشول.

  96. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَىٰ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَـٰكِن كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    كه د سيمو خلكو ايمان راوړى واى او د پرهېزګاري کړنلاره یې غوره کړي واى، نو موږ به پر هغو د اسمان او ځمکي د بركتونو دروازې پرانستي واى. خو هغو د درواغو نسبت وکړ؛ نو موږ ځكه د هغې ناوړه ګټي په حساب کښي هغوى ونيول چي راغونډوله يې.

  97. أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَىٰ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَائِمُونَ

    او ايا د سيمو خلك (قریش) اوس له دې څخه بې غمه شويدي، چي زموږ عذاب به كله په ناڅاپي ډول د شپې له مخي، چي هغوى ويده پراته وي، ورباندي رانشي؟

  98. أَوَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَىٰ أَن يَأْتِيَهُم بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ

    يا دوی (قریش) ډاډه شويدي چي زموږ عذاب به كله په ناڅاپي توګه، دورځي له مخي چي دوی په لوبو اخته وي، ورباندي رانشي؟

  99. أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ ۚ فَلَا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ

    ايا دوى د الله له پټ تدبير څخه بې غمه دي؟ په داسي حال کښي چي د الله له پټ تدبير څخه همغه قوم بې غمه کیږي چي تباه كېدونكى وي.

  100. أَوَلَمْ يَهْدِ لِلَّذِينَ يَرِثُونَ الْأَرْضَ مِن بَعْدِ أَهْلِهَا أَن لَّوْ نَشَاءُ أَصَبْنَاهُم بِذُنُوبِهِمْ ۚ وَنَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ

    او ايا هغو خلكو ته چي د ځمکي له پخوانيو اوسېدونكو څخه وروسته د هغوی وارثان ګرځي، دغه واقعيت څه درس نه دى ورکړی چي كه موږ وغواړو د هغوی پر ګناهونو هغوى نيولای شو؟ (خو هغوى له عبرتناكو حقايقو څخه ځان په غفلت کښي اچوي) او موږ يې پر زړونو مُهر وهو بيا به هغوى هيڅ نه اوري .

  101. تِلْكَ الْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَائِهَا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ الْكَافِرِينَ

    دا قومونه چي موږ د هغو قصې درته اوروو (ستا په وړاندي یې مثالونه شته). د هغوى پېغمبران له ښكاره څرګندو نښانو سره ورته راغلل. خو كوم شى چي هغوى يو ځل درواغ ګڼلى ؤ، بيا د هغه منونكي نه ول. وګوره، الله په دغه شان د حق د منكرانو پر زړونو مُهر وهي.

  102. وَمَا وَجَدْنَا لِأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ ۖ وَإِن وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ

    موږ د هغو په زياترو کښي د ژمنې (وعدې) څه وفا ونه موندله، بلکي زياتره مو فاسقان وموندل.

  103. ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُوا بِهَا ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ

    بيا له هغو قومونو څخه وروسته (چي پاس ياد کړی شول)، موږ موسى (ع) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه د قوم مشرانو ته ولېږه، خو هغوى هم زموږ له نښانو سره د ظلم چلند وکړ. نو وګوره! د هغو ورانكارو څه عاقبت شو.

  104. وَقَالَ مُوسَىٰ يَا فِرْعَوْنُ إِنِّي رَسُولٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ

    موسى (ع) وويل: "اې فرعونه، زه د كائناتو د څښتن له خوا استازى راغلى يم،

  105. حَقِيقٌ عَلَىٰ أَن لَّا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُم بِبَيِّنَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ

    زما دنده دا ده چي زه به د الله د نوم په اخيستلو له حقه پرته هیڅ كومه خبره نه كوم. زه تاسي ته ستاسي د رب له لوري د ماموريت له څرګند دليل سره راغلى يم. نو له دې امله بني اسرائيل زما سره ولېږه."

  106. قَالَ إِن كُنتَ جِئْتَ بِآيَةٍ فَأْتِ بِهَا إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ

    فرعون وويل: "كه تا كومه نښانه راوړې وي او په خپله دعوه کښي رښتينى یې، نو هغه راوښيه!"

  107. فَأَلْقَىٰ عَصَاهُ فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ

    موسى (ع) خپله همسا (لکړه) وغورځوله او هغه په ناڅاپي ډول يو ژوندى، ګړندى ښامار ؤ.

  108. وَنَزَعَ يَدَهُ فَإِذَا هِيَ بَيْضَاءُ لِلنَّاظِرِينَ

    هغه له خپل ګرېوان څخه لاس راويست او ټولو كتونكو ته هغه سپين ځلېدی.

  109. قَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ

    پدې سره د فرعون د قوم مشرانو پخپلو منځو کي سره وويل: "په يقيني توګه دا سړی ډېر ماهر كوډګر دى.

  110. يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُمْ ۖ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ

    (فرعون قبطیانو ته وویل چي) (موسی ) غواړي له خپل هيواد څخه ستاسي لاس و باسي، نو تاسي څه امر (مصلحت او مشوره) را کوئ؟"

  111. قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَأَرْسِلْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ

    بيا هغوى ټولو فرعون ته مشوره ورکړه چي: دى (موسی ع) او دده ورور (هارون ع) په انتظار کښي پرېږده؛ او ټولو ښارونو ته استازي واستوه،

  112. يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ

    چي هر ماهر كوډګر درته راولي.

  113. وَجَاءَ السَّحَرَةُ فِرْعَوْنَ قَالُوا إِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِن كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ

    همداسي وشول او کوډګران فرعون ته راغلل، هغوى وويل: "كه موږ برلاسي شو، نو موږ ته خو به ددې مكافات هرو مرو راکړل شي؟"

  114. قَالَ نَعَمْ وَإِنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ

    فرعون ځواب ورکړ: "هو، او تاسي به د دربار نژدې كسان ياست."

  115. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ نَحْنُ الْمُلْقِينَ

    بيا هغوى موسى (ع) ته وويل: "ته یې غورځوې كه موږ یې وغورځوو؟"

  116. قَالَ أَلْقُوا ۖ فَلَمَّا أَلْقَوْا سَحَرُوا أَعْيُنَ النَّاسِ وَاسْتَرْهَبُوهُمْ وَجَاءُوا بِسِحْرٍ عَظِيمٍ

    موسى (ع) ځواب ورکړ: "تاسي یې وغورځوئ." - هغوى چي د خپلو منترونو په ويلو (خپل پړي او لکړي) وغورځولې، نو په سترګو يې چادو وکړ او زړونه یې په وېره کښي واچول او ډيري غټې کوډي یې وکړې.

  117. ۞ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَلْقِ عَصَاكَ ۖ فَإِذَا هِيَ تَلْقَفُ مَا يَأْفِكُونَ

    موږ موسى (ع) ته اشاره وکړه چي خپله همسا (لکړه) وغورځوه. (څنګه چي یې وغورځوله)، په همغه شېبه کښي هغې د هغوى هغه د درواغو جوړ شوي شیان تيرول (خوړول يې).

  118. فَوَقَعَ الْحَقُّ وَبَطَلَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    پدې ډول څه چي حق ؤ، هغه حق ثابت شو. او څه چي هغوى جوړ کړي ول، هغه باطل شول.

  119. فَغُلِبُوا هُنَالِكَ وَانقَلَبُوا صَاغِرِينَ

    فرعون او د هغه ملګري د مقابلي په ډګر کښي مغلوب شول او (د برلاس كېدو په ځاى) په معكوس ډول خورا سپك شول.

  120. وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ

    او کوډګران پر سجده پریوتل،

  121. قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ الْعَالَمِينَ

    ویې ويل: "موږ د کائینانو پالونکی (الله) ومانه،

  122. رَبِّ مُوسَىٰ وَهَارُونَ

    هغه چي د موسى (ع) او هارون رب دى."

  123. قَالَ فِرْعَوْنُ آمَنتُم بِهِ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَمَكْرٌ مَّكَرْتُمُوهُ فِي الْمَدِينَةِ لِتُخْرِجُوا مِنْهَا أَهْلَهَا ۖ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ

    فرعون وويل: "تاسي ايمان ورباندي راوړ مخکي له دينه چي زه اجازه درکړم؟ - په يقيني توګه دا كومه پټه دسيسه وه چي تاسي په دې پايتخت کښي په كار اچوله، تر څو چي د هغه د واكمنانو لاس له واكمنۍ څخه وباسئ. ښه نو اوس به ددې نتيجه تاسي ته څرګنده شي.

  124. لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ ثُمَّ لَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ

    زه به ستاسي لاسونه او پښې ردي بدلي غوڅي کړم. او له هغه وروسته به تاسي ټول په دار وځړوم."

  125. قَالُوا إِنَّا إِلَىٰ رَبِّنَا مُنقَلِبُونَ

    هغوی ځواب ورکړ: "په هر حال د همغه خپل رب په لوري زموږ ورګرځېدل دي.

  126. وَمَا تَنقِمُ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِآيَاتِ رَبِّنَا لَمَّا جَاءَتْنَا ۚ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ

    ته چي په كومه خبره زموږ څخه غچ اخيستل غواړې، هغه له دې پرته نور څه نه ده چي زموږ د رب نښانې، چي كله زموږ مخي ته وړاندي شوې، نو موږ هغه ومنلې. اې ربه! پر موږ صبر و اوروه او موږ له نړۍ څخه بوځه، خو په داسي حال کښي چي موږ ستا فرمانبردار اوسو."

  127. وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ

    فرعون ته د هغه د قوم مشرانو وويل: "ايا ته، موسى او د هغه قوم همداسي پرېږدې چي په هيواد کښي فساد خپور کړي؛ ستا او ستا د خدايانو بندګي پرېږدي؟" - فرعون ځواب ورکړ: "زه به د هغو زامن ووژنم او د هغو ښځي به ژوندۍ پرېږدم. او موږ پر هغو د قوت برلاسي لرو.

  128. قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ

    موسى (ع) خپل قوم ته وويل: "له الله څخه مرسته وغواړئ او زغم ولرئ؛ ځمکه د الله ده، له خپلو بندګانو څخه چي یې چا ته خوښه شي، د هغې وارث یې ګرځوي؛ او وروستۍ كاميابي د پرهېزګارانو په برخه ده."

  129. قَالُوا أُوذِينَا مِن قَبْلِ أَن تَأْتِيَنَا وَمِن بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ

    د هغه د قوم خلكو وويل: "ستا له راتګ څخه مخکي هم موږ ځورول كېدو او اوس ستا په راتګ هم ځورول کیږو." - هغه ځواب ورکړ: "هغه وخت نژدې دى چي ستاسي رب، ستاسي دښمنان هلاک کړي او تاسي ته په ځمکه کښي خلافت درکړي. بيا وګوري چي تاسي څنګه عمل كوئ."

  130. وَلَقَدْ أَخَذْنَا آلَ فِرْعَوْنَ بِالسِّنِينَ وَنَقْصٍ مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ

    موږ فرعونيان تر ډېرو كلونو پوري په قحطۍ او د حاصلاتو په كموالي کښي اخته کړل، چي ښایې هغوى متوجه شي.

  131. فَإِذَا جَاءَتْهُمُ الْحَسَنَةُ قَالُوا لَنَا هَـٰذِهِ ۖ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَطَّيَّرُوا بِمُوسَىٰ وَمَن مَّعَهُ ۗ أَلَا إِنَّمَا طَائِرُهُمْ عِندَ اللَّهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ

    خو د هغو حالت دا ؤ چي كله به ښه وخت ورباندي راغى، نو ويل به یې چي: موږ د همدې وړ يوو. او كله به چي ناكاره وخت ورباندى راغى، نو موسى (ع) او د هغه ملګري به یې د ځان لپاره په بد فال نيول. باور ولرئ! د هغو شومتوب له الله سره ؤ، خو له هغو څخه زياتره بې علمه ول،

  132. وَقَالُوا مَهْمَا تَأْتِنَا بِهِ مِنْ آيَةٍ لِّتَسْحَرَنَا بِهَا فَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ

    هغوى موسى (ع) ته وويل: "كه ته پر موږ د كوډو كولو لپاره هره نښانه راوړې، موږ ستا د خبري منونكي نه يوو."

  133. فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمُ الطُّوفَانَ وَالْجَرَادَ وَالْقُمَّلَ وَالضَّفَادِعَ وَالدَّمَ آيَاتٍ مُّفَصَّلَاتٍ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُّجْرِمِينَ

    په پاى کښي موږ پر هغوى طوفان ولېږه، د ملخانو سيل مو ور خوشې کړ، شپږي مو خورې کړې، چُنګښې مو راويستلې، او وينې مو وورولې. دا ټولي نښانې مو بېلا بېلې وښودلې، خو هغوى سرکښي غوره کړه او ډېر مجرمان خلك ول.

  134. وَلَمَّا وَقَعَ عَلَيْهِمُ الرِّجْزُ قَالُوا يَا مُوسَى ادْعُ لَنَا رَبَّكَ بِمَا عَهِدَ عِندَكَ ۖ لَئِن كَشَفْتَ عَنَّا الرِّجْزَ لَنُؤْمِنَنَّ لَكَ وَلَنُرْسِلَنَّ مَعَكَ بَنِي إِسْرَائِيلَ

    كله چي به پر هغوى بلا نازلېدله، نو ويل به یې: "اې موسى! تا ته چي د خپل رب له لوري كومه مرتبه درکړه شوېده، د هغې په اساس زموږ په حق کښي دُعا وکړه. كه اوس دي زموږ څخه دا بلا ايسته کړه، نو موږ به ستا خبره ومنو او بني اسرائيل به ستا سره ولېږو."

  135. فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُمُ الرِّجْزَ إِلَىٰ أَجَلٍ هُم بَالِغُوهُ إِذَا هُمْ يَنكُثُونَ

    خو كله به چي موږ له هغو څخه خپل عذاب د يو څه ټاكلي وخت لپاره، چي هغه ته په هر حال ور رسېدونكي ول، ايسته کړ، نو كاملاً به له خپلي ژمني (وعدې) څخه وا وښتل.

  136. فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ فِي الْيَمِّ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ

    نو هله موږ له هغو څخه غچ واخيست او په سمندر کښي مو ډوب کړل، ځكه چي زموږ نښانې يې درواغ ګڼلې وې او له هغو څخه بې پروا شوي ول.

  137. وَأَوْرَثْنَا الْقَوْمَ الَّذِينَ كَانُوا يُسْتَضْعَفُونَ مَشَارِقَ الْأَرْضِ وَمَغَارِبَهَا الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا ۖ وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ الْحُسْنَىٰ عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ بِمَا صَبَرُوا ۖ وَدَمَّرْنَا مَا كَانَ يَصْنَعُ فِرْعَوْنُ وَقَوْمُهُ وَمَا كَانُوا يَعْرِشُونَ

    او د هغوى په ځاى موږ هغه خلك چي كمزوري کړای شوي ول، د هغي ځمکي د ختيځ او لوېديځ وارثان وګرځول چي موږ هغه له بركتونو څخه پوره معموره کړې وه. په دې توګه د بني اسرائيلو په حق کښي ستا د رب د ښېګڼي وعده تر سره شوه؛ ځكه چي هغوى هم له زغم څخه كار اخيستى ؤ. او د فرعون او د هغه د قوم هغه هر څه تباه کړل شول چي هغوى ودانول او لوړول.

  138. وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتَوْا عَلَىٰ قَوْمٍ يَعْكُفُونَ عَلَىٰ أَصْنَامٍ لَّهُمْ ۚ قَالُوا يَا مُوسَى اجْعَل لَّنَا إِلَـٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ

    موږ بني اسرائيل له سمندر څخه پوري ايستل، بيا هغوى لاړل او په لاره کښي د يو داسي قوم سره مخامخ شول چي د خپلو څو بتانو په مينه کښي نښتي ول. (بني اسرائیلو) وويل "اې موسى! زموږ لپاره هم دغسي معبود جوړ کړه، لكه چي ددې خلكو معبودان دي." (موسى ع) وويل: "بېشکه، تاسي داسي قوم یاست چي نه پوهېږئ.

  139. إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ مُتَبَّرٌ مَّا هُمْ فِيهِ وَبَاطِلٌ مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    دا خلك چي د کومي کړنلاري پېروي كوي، هغه تباه کېدونكې ده. او كوم عمل چي هغوى سرته رسوي، هغه سر تر پايه باطل دى."

  140. قَالَ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَـٰهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ

    ورپسې موسى (ع) زياته کړه: "ايا زه ستاسي لپاره د الله څخه پرته كوم بل معبود ولټوم؟ - په داسي حال کښي چي هماغه الله دى چي تاسي ته یې د ټولي نړۍ پر قومونو فضيلت دربښلى دى.

  141. وَإِذْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۖ يُقَتِّلُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ

    او (الله فرمائي) هغه وخت ياد کړئ چي كله موږ له فرعونيانو څخه تاسي ته نجات درکړ، چي تاسي يې سخت ځورولاست؛ ستاسي زامن یې وژل او ستاسي لوڼي یې ژوندۍ پرېښولې؛ او په دې کښي ستاسي د رب له لوري پر تاسي لويه ازموينه وه."

  142. ۞ وَوَاعَدْنَا مُوسَىٰ ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ۚ وَقَالَ مُوسَىٰ لِأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلَا تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ

    موږ موسى (ع) د دېرشو شپو ورځو لپاره (د سينا غره ته) غوښتى ؤ، او وروسته مو لس ورځي نوري زياتي کړې. په دې ترتيب د هغه د رب ټاكلې موده پوره څلوېښت ورځي شوه. موسى (ع) د تلو په وخت کښي خپل ورور هارون ته وويل: "زما څخه وروسته ته زما په قوم کښي زما ځای ناستی اوسه؛ او د اصلاح فعاليت كوه او د ورانكارو په لاره مه ځه."

  143. وَلَمَّا جَاءَ مُوسَىٰ لِمِيقَاتِنَا وَكَلَّمَهُ رَبُّهُ قَالَ رَبِّ أَرِنِي أَنظُرْ إِلَيْكَ ۚ قَالَ لَن تَرَانِي وَلَـٰكِنِ انظُرْ إِلَى الْجَبَلِ فَإِنِ اسْتَقَرَّ مَكَانَهُ فَسَوْفَ تَرَانِي ۚ فَلَمَّا تَجَلَّىٰ رَبُّهُ لِلْجَبَلِ جَعَلَهُ دَكًّا وَخَرَّ مُوسَىٰ صَعِقًا ۚ فَلَمَّا أَفَاقَ قَالَ سُبْحَانَكَ تُبْتُ إِلَيْكَ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُؤْمِنِينَ

    كله چي هغه زموږ په ټاكلې نېټه راورسېد او د هغه رب ورسره خبري وکړې، نو هغه هيله وکړه چي: "اې پروردګاره! ما ته د ليدو چانس راکړه چي زه تا وګورم." - (الله ج) وفرمايل: "ته ما نشې ليدلای. هو، لږ شان د غره لوري ته وګوره، كه هغه پخپل ځاى ولاړ پاته شو، نو البته ته ما ليدلای شې." - نو كله چي د هغه رب پر غره د ديدار وړانګي وغورځولې، نو غر یې مېده مېده کړ او موسى (ع) بېهوښه پرېووت. كله چي په سد شو نو ویې ويل: "ستا ذات پاك دى، زه ستا په دربار کښي توبه باسم او تر ټولو مخکي ايمان راوړونكى زه يم.

  144. قَالَ يَا مُوسَىٰ إِنِّي اصْطَفَيْتُكَ عَلَى النَّاسِ بِرِسَالَاتِي وَبِكَلَامِي فَخُذْ مَا آتَيْتُكَ وَكُن مِّنَ الشَّاكِرِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "اې موسى، ما ته د خپلي پېغمبري او زما سره د خبرو کولو په سبب پر ټولو خلکو غوره کړی یې. نو څه چي زه درکړم، هغه واخله او شكر اداء کړه."

  145. وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِّكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ

    له هغه وروسته موږ موسى (ع) ته د ژوند د هري څانګي په باب نصيحت او د هر اړخ په باب هدايت پر تختو باندي ليكلى ورکړ او هغه ته مو وويل: "دا هدايت په خپلو محكمو لاسونو واخله؛ او خپل قوم ته امر وکړه چي ددې د غوره مفاهيمو پيروي وکړي. ژر به زه تاسو ته د فاسقانو كور در وښيم.

  146. سَأَصْرِفُ عَنْ آيَاتِيَ الَّذِينَ يَتَكَبَّرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَإِن يَرَوْا كُلَّ آيَةٍ لَّا يُؤْمِنُوا بِهَا وَإِن يَرَوْا سَبِيلَ الرُّشْدِ لَا يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا وَإِن يَرَوْا سَبِيلَ الْغَيِّ يَتَّخِذُوهُ سَبِيلًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَكَانُوا عَنْهَا غَافِلِينَ

    زه به له خپلو نښانو څخه د هغو خلكو سترګي واړوم چي په ناحقه په ځمکه کښي تكبر كوي. هغوى كه هره نښانه وګوري هیڅكله به ايمان پر را نه وړي. كه سمه لاره یې په مخ ورشي نو هغه به غوره نکړي او كه کږه لاره یې تر سترګو شي، نو پر هغې به وخوځیږي؛ ځكه هغوى زموږ نښانې درواغ وګڼلې او له هغو څخه یې بې پروايي وکړه.

  147. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    زموږ نښانې چي چا درواغ وګڼلې او د اخرت له راتګ څخه یې انكار وکړ، د هغه ټول کړه وړه بابيزه (ضایع) شول. ايا خلك به له دې پرته بل څه بدله وموندلى شي، چي څه وكري، هغه به ورېبي؟"

  148. وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِن بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ

    له موسى (ع) څخه وروسته د هغه قوم له خپلو ګاڼو څخه د يو خوسكي بت جوړ کړ، چي له هغه څخه د غوايي غوندي رمباړه وتله. ايا هغو نه كتل چي نه هغه ورسره خبري كوي، نه په كومه چاره کښي ورته لارښوونه كوي؟ - خو سره له دې یې هم هغه معبود ونيوه او هغوى سخت ظالمان ول.

  149. وَلَمَّا سُقِطَ فِي أَيْدِيهِمْ وَرَأَوْا أَنَّهُمْ قَدْ ضَلُّوا قَالُوا لَئِن لَّمْ يَرْحَمْنَا رَبُّنَا وَيَغْفِرْ لَنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    او کله چي (د خُسي په عبادت) پښېمانه شول او پوه شول چي په حقيقت کښي ګمراه شويدي، نو ویې ويل: "كه زموږ رب پر موږ رحم ونکړي او موږ ته بښنه ونکړي، نو موږ به تباه شو."

  150. وَلَمَّا رَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا قَالَ بِئْسَمَا خَلَفْتُمُونِي مِن بَعْدِي ۖ أَعَجِلْتُمْ أَمْرَ رَبِّكُمْ ۖ وَأَلْقَى الْأَلْوَاحَ وَأَخَذَ بِرَأْسِ أَخِيهِ يَجُرُّهُ إِلَيْهِ ۚ قَالَ ابْنَ أُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِي وَكَادُوا يَقْتُلُونَنِي فَلَا تُشْمِتْ بِيَ الْأَعْدَاءَ وَلَا تَجْعَلْنِي مَعَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ

    له هغې خوا چي موسى (ع) له غوسې او اندېښنې ډك خپل قوم ته ستون شو. له راتلو سره سم يې وويل: "تاسي زما وروسته ډېره ناوړه قايمقامي وکړه! ايا ستاسي دومره صبر ونه کړ چي د خپل رب د حكم انتظار مو کړی واى؟" - او تختې یې وغورځولې او د خپل ورور (هارون ع) د سر وېښتان یې ونيول، را کش یې کړل. هارون (ع) وويل: "اې زما د مور زويه! دې خلكو پر ما فشار راوړ او نژدې ؤ چي زه یې وژلى واى، نو ته دښمنانو ته په ما پوري د خندا كولو زمينه مه برابروه او له دې ظالمي ډلي سره ما مه يو ځاى كوه.

  151. قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِأَخِي وَأَدْخِلْنَا فِي رَحْمَتِكَ ۖ وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ

    بيا (موسىی ع) وويل: "اې ربه! ما او زما ورور ته بښنه وکړه او موږ په خپل رحمت کښي داخل کړه. ته تر ټولو لوى رحم کوونکی یې.

  152. إِنَّ الَّذِينَ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ سَيَنَالُهُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَذِلَّةٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُفْتَرِينَ

    (په ځواب کښي وويل شول چي) كومو خلكو چي خوسكى معبود نيولى، هغوى به هرو مرو د خپل رب په غضب اخته شي او د دُنيا په ژوندانه کښي به له رسوايۍ سره مخامخ وي. درواغ تړونكو ته موږ همدغه راز سزا وركوو.

  153. وَالَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُوا مِن بَعْدِهَا وَآمَنُوا إِنَّ رَبَّكَ مِن بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    او كوم خلك چي بدي چاري سر ته رسوي، بيا توبه وباسي او ايمان راوړي، نو په يقيني توګه له دې توبې او ايمان څخه وروسته ستا رب بښونكى او رحم كوونكى دى.

  154. وَلَمَّا سَكَتَ عَن مُّوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ ۖ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ

    بيا كله چي د موسى(ع) غوسه سړه شوه، نو هغه تختې یې راواخيستلې، چي د هغو په ليكنه کښي د هغو خلكو لپاره لارښوونه او رحمت ؤ، چي له خپل رب څخه وېریږي؛

  155. وَاخْتَارَ مُوسَىٰ قَوْمَهُ سَبْعِينَ رَجُلًا لِّمِيقَاتِنَا ۖ فَلَمَّا أَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ قَالَ رَبِّ لَوْ شِئْتَ أَهْلَكْتَهُم مِّن قَبْلُ وَإِيَّايَ ۖ أَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ السُّفَهَاءُ مِنَّا ۖ إِنْ هِيَ إِلَّا فِتْنَتُكَ تُضِلُّ بِهَا مَن تَشَاءُ وَتَهْدِي مَن تَشَاءُ ۖ أَنتَ وَلِيُّنَا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۖ وَأَنتَ خَيْرُ الْغَافِرِينَ

    او موسى (ع) د خپل قوم اويا تنه ټاكلي ول. چي هغوى (له هغه سره) زموږ په ټاكلي وخت حاضر وي. كله چي دا خلك يوې سختي زلزلې ونيول، نو موسى (ع) عرض وکړ: اې زما واكمنه! كه تا غوښتي واى نو لاپخوا دي دوى او زه هلاکولای شولو. ايا ته په هغې ګناه سره چي زموږ څخه څو ناپوهانو کړې وه، موږ ټول هلاکوې؟ - دا خو ستا يوه ازموينه وه چي د هغې په وسيله چي ستا چا ته خوښه شي په ګمراهۍ کښي یې اخته كوې، او چا ته چي دي خوښه شي سمه لار ورښیې. زموږ سرپرست خو همدا ته یې، نو موږ ته بښنه وکړه او پر موږ رحم وکړه. ته تر ټولو لوى بښونكى یې.

  156. ۞ وَاكْتُبْ لَنَا فِي هَـٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ إِنَّا هُدْنَا إِلَيْكَ ۚ قَالَ عَذَابِي أُصِيبُ بِهِ مَنْ أَشَاءُ ۖ وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ ۚ فَسَأَكْتُبُهَا لِلَّذِينَ يَتَّقُونَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِنَا يُؤْمِنُونَ

    او زموږ لپاره هم ددې دنيا نېکي وليكه او هم د اخرت. موږ ستا لوري ته در وګرځېدو." - په ځواب کښي وويل شول: "زه خو چي چا ته سزا وغواړم، وركوم یې؛ خو زما رحمت پر هر څه خور شويدى. او هغه به زه د هغه چا لپاره وليكم چي له سر غړوني څخه ډډه وکړي، زكات ورکړي او زما پر ايتونو ايمان راوړي."

  157. الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الْأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالْأَغْلَالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنزِلَ مَعَهُ ۙ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    (نو نن دا رحمت د هغه چا په برخه دى چي) ددې نبي اُمي پېغمبر پېروي غوره کړي، چي د هغه يادونه هغوى په تورات او انجيل کښي خپلي مخي ته ليكلې مومي. هغه دوى ته د نېکۍ حُكم كوي او له بدۍ څخه یې منع كوي. د دوى لپاره پاك شيان حلال او ناپاکه شيان حراموي. او له دوى څخه هغه پېټي كوزوي چي پر دوى دروند شوی ؤ او هغه بنديزونه ماتوي چي په هغه کښي دوى كلك تړل شوي ول. نو كوم كسان چي پر ده [محمد (ص)] ايمان راوړي او دده ملاتړ او مرسته وکړي او د هغې روښنايۍ پيروۍ غوره کړي چي له ده سره نازله شوېده، هماغوى برى موندونكي دي.

  158. قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ النَّبِيِّ الْأُمِّيِّ الَّذِي يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَكَلِمَاتِهِ وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ

    [اې محمده (ص)!] ووايه: "اې انسانانو! زه ستاسو ټولو لوري ته د هغه خداى استازى يم چي د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ مالك دى. له هغه پرته بل خداى نشته. هماغه ژوند بښي او هماغه مرګ وركوي. نو پر الله او د هغه پر هغه نبي اُمي استازي ايمان راوړئ چي الله او د هغه ښووني مني، او د هغه پيروي غوره کړئ. هيله ده چي تاسي سمه لاره ومومئ."

  159. وَمِن قَوْمِ مُوسَىٰ أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ

    د موسى (ع) په قوم کښي هم يوه ډله وه چي له حق سره سمه ښوونه یې كوله او له حق سره سم یې عدالت کاوه.

  160. وَقَطَّعْنَاهُمُ اثْنَتَيْ عَشْرَةَ أَسْبَاطًا أُمَمًا ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ أَنِ اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانبَجَسَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۚ وَظَلَّلْنَا عَلَيْهِمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْهِمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۚ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ

    او موږ دا قوم پر دولسو كورنيو ويشلى، هغوى ته مو د ځانګړو ډلو بڼه ورکړي وه. او كله چي له موسى (ع) څخه د هغه قوم اوبه وغوښتلې، نو موږ هغه ته اشاره وکړه چي پر فلاني ګټ (تیږه) خپله همسا (لکړه) ووهه. نو بيا له هغه ګټ (تیږه) څخه په ناڅاپي ډول دولس چينې راوخوټېدلې او هري ډلي د خپلو اوبو اخيستلو ځاى وټاکه. موږ پر هغوى وريځ سيورى کړه او پر هغوى موږ من او سلوا نازل کړل. هغه پاك شيان خورئ چي موږ تاسي ته در په برخه کړيدي. خو له هغه وروسته چي هغوى څه کړيدي نو پر موږ یې ظلم نه دى کړی؛ بلکي پر خپلو ځانونو باندي یې ظلم وکړ.

  161. وَإِذْ قِيلَ لَهُمُ اسْكُنُوا هَـٰذِهِ الْقَرْيَةَ وَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ وَقُولُوا حِطَّةٌ وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيئَاتِكُمْ ۚ سَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ

    هغه وخت (در په زړه کړه)، چي كله هغو ته ويل شوي ول چي په دې سيمه کښي د اوسېدو لپاره ورشئ او د هغې له حاصلاتو څخه چي څنګه مو خوښه وي، روزي په لاس راوړئ. او ووایاست (زموږ ګناهونه) را وبخښه او د ښار په دروازو کښي سجده كوونكي ننوځئ، موږ به ستاسو له خطاوو څخه در تېر شو او د ښه چلن پر غوره كوونكو به خپله پېرزوينه لا پسي زياته کړو.

  162. فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ

    خو تيري كوونكو كسانو هغه خبره چي ورته ويل شوې وه، بدله کړه. او نتيجه دا شوه چي موږ د هغو د ظلم په مجازات کښي پر هغو باندي له اسمانه عذاب ولېږه.

  163. وَاسْأَلْهُمْ عَنِ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ حَاضِرَةَ الْبَحْرِ إِذْ يَعْدُونَ فِي السَّبْتِ إِذْ تَأْتِيهِمْ حِيتَانُهُمْ يَوْمَ سَبْتِهِمْ شُرَّعًا وَيَوْمَ لَا يَسْبِتُونَ ۙ لَا تَأْتِيهِمْ ۚ كَذَٰلِكَ نَبْلُوهُم بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ

    او له دوى څخه د هغې سیمي د حال پوښتنه هم وکړه چي د سمندر په غاړه پرته وه. دوى ته هغه ماجرا ور په زړه کړه چي د هغه ځاى خلكو د سبت (شنبې ) د ورځي له الهي احكامو څخه سرغړونه كوله. او دا چي كبان د همدې سبت په ورځ سر ته په راختلو د هغوى مخي ته راتلل؛ او له سبت څخه پرته په نورو ورځو کښي نه راتلل. دا ددې لپاره کېدل چي موږ د سرغړونو له امله هغوی په ازمېښت کښي اچول.

  164. وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا ۙ اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَىٰ رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ

    او دوی ته دا هم ور په زړه کړه، چي كله د هغو يوې ډلي بلي ډلي ته ويلي ول: "تاسي داسي خلكو ته ولي نصيحت كوئ چي الله د هغوى هلاک کوونكى يا ورته د سختي سزا وركوونكى دى؟"- نو هغوى ځواب ورکړی ؤ چي: "موږ دا هر څه ستاسي د رب حضور ته د خپل معذرت وړاندي كولو لپاره كوو. او په دې هيله یې كوو چي ښايي دا خلك د هغه له نافرمانۍ څخه په ډډه شي."

  165. فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ

    په پاى کښي چي كله هغوى، هغه ښووني بيخي هېري کړې چي ور زده کړای شوې وې؛ نو موږ هغه خلك وژغورل چي له بدۍ څخه یې منع كوله. او نور پاتي ټول خلك چي ظالمان ول؛ د هغو د نافرمانيو له امله مو په سخت عذاب ونيول.

  166. فَلَمَّا عَتَوْا عَن مَّا نُهُوا عَنْهُ قُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ

    بيا كله چي هغوى په پوره سرکښۍ سره هماغه چاري پرله پسې سر ته ورسولې چي ورڅخه منع کړای شوي ول، نو موږ وويل چي ذليل او رسوا بيزوګاني شئ.

  167. وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَن يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ

    او هغه وخت (یاد کړه) چي ستا رب اعلان وکړ: "هغه به تر قيامته پوري پرله پسې داسي خلك پر بني اسرائيلو مسلط کړي چي هغوى به په ډېره بده توګه تعذيبوي." - په رښتيا چي ستا رب په سزا وركولو کښي چټک دى. او په يقيني توګه هغه له تېرېدني او رحم څخه هم كار اخيستونكى دى.

  168. وَقَطَّعْنَاهُمْ فِي الْأَرْضِ أُمَمًا ۖ مِّنْهُمُ الصَّالِحُونَ وَمِنْهُمْ دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَبَلَوْنَاهُم بِالْحَسَنَاتِ وَالسَّيِّئَاتِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

    موږ هغوى په ځمکه کښي ټوټې ټوټې پر ډېرو قومونو باندي وويشل. ځیني خلك په هغو کښي نېکان ول او ځیني بل شان ول. او موږ هغوى په ښو او بدو حالاتو سره په ازمېښت کښي واچول، چي ګوندې بېرته راوګرځي.

  169. فَخَلَفَ مِن بَعْدِهِمْ خَلْفٌ وَرِثُوا الْكِتَابَ يَأْخُذُونَ عَرَضَ هَـٰذَا الْأَدْنَىٰ وَيَقُولُونَ سَيُغْفَرُ لَنَا وَإِن يَأْتِهِمْ عَرَضٌ مِّثْلُهُ يَأْخُذُوهُ ۚ أَلَمْ يُؤْخَذْ عَلَيْهِم مِّيثَاقُ الْكِتَابِ أَن لَّا يَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ وَدَرَسُوا مَا فِيهِ ۗ وَالدَّارُ الْآخِرَةُ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ يَتَّقُونَ ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

    بیا له مخكينېو نسلونو څخه وروسته داسي ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونېوی چي د الهي كتاب وارثان شول. د همدې دنيا بې ارزښته ګټي راغونډوي او وايي هيله ده چي موږ وبښل شو. او كه بيا یې هماغه دنيوي ګټه په مخه ورشي بيا یې په منډه را اخلي. ايا له دوى څخه د كتاب ژمنه (وعده) نه ده اخيستله شوې، چي د الله په نوم دي هماغه خبره وکړي چي حقه وي؟ او دوى په خپله هغه څه لوستي دي چي په كتاب کښي ليكلي دي. د اخرت استوګنځى خو یوازي له خدايه وېرېدونكو كسانو لپاره ډېر غوره دى، ايا تاسي په دومره قدري خبره نه پوهیږئ؟

  170. وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ

    كوم كسان چي پر كتاب عمل كوي او لمونځ یې قايم کړيدى، دا يقيني ده چي د داسي ښو خلكو اجر به موږ ضايع نه کړو.

  171. ۞ وَإِذْ نَتَقْنَا الْجَبَلَ فَوْقَهُمْ كَأَنَّهُ ظُلَّةٌ وَظَنُّوا أَنَّهُ وَاقِعٌ بِهِمْ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ

    او هغه وخت (یهودانو ته یاد کړه) چي موږ غر را پورته کړ، پر دوى مو داسي خور کړی ؤ چي تا به ويل هغه چترۍ ده؛ او دوى ګومان کاوه چي هغه به پر دوى را وغورځیږي. او په هغه وخت کښي موږ دوى ته ويلي ول چي كوم كتاب چى موږ تاسي ته دركوو هغه كلك ونيسئ او څه چي په هغه کښي ليكلي دي، هغه زده کړئ. هيله ده چي تاسي د سر غړاوي څخه وژغول شئ.

  172. وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَـٰذَا غَافِلِينَ

    او [اې پېغمبره (ص)!] خلكو ته هغه وخت ور په زړه کړه چي ستا رب د بنيادمانو له شاګانو څخه د هغوى ځوځات رايستلى ؤ. او هغوى یې په خپله پر هغوى شاهدان ګرځولي ول. او پوښتنه یې ورڅخه کړي وه: "ايا زه ستاسي خداى نه يم؟" - هغوى وويل: "هرو مرو همدا ته زموږ رب یې، موږ پر دې باندي شاهدي وايوو." - دا موږ ددې لپاره وکړل چي تاسي د قيامت په ورځ دا ونه وایاست چي: "موږ له دې خبري ناخبره وو."

  173. أَوْ تَقُولُوا إِنَّمَا أَشْرَكَ آبَاؤُنَا مِن قَبْلُ وَكُنَّا ذُرِّيَّةً مِّن بَعْدِهِمْ ۖ أَفَتُهْلِكُنَا بِمَا فَعَلَ الْمُبْطِلُونَ

    يا دا ونه وایاست چي: "شرك خو زموږ پلار او نیکه له موږ څخه مخکي پېل کړی ؤ. او موږ وروسته د هغو له ځوځات څخه پيدا شوو، نو ايا ته موږ په هغه ګناه نيسې چي منحرفو خلكو کړی ؤ؟ "

  174. وَكَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ وَلَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ

    ګوره، په دې توګه موږ نښانې په څرګنده توګه وړاندي كوو او ددې لپاره یې وړاندي كوو چي دا خلك را واوړي.

  175. وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ الَّذِي آتَيْنَاهُ آيَاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّيْطَانُ فَكَانَ مِنَ الْغَاوِينَ

    او [اې محمده (ص)!] دوى ته د هغه چا حال بيان کړه چي موږ هغه ته د خپلو ايتونو علم ورکړی ؤ. خو هغه یې له عملي كولو څخه ووت. په پاى کښي شيطان ور پسې شو، تر دې پوري چي هغه له لار وركو څخه شو.

  176. وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

    كه موږ غوښتي واى نو هغه ته به مو د هغو ايتونو په وسيله لوړتيا ورپه برخه کړي وای. خو هغه د ځمکي لوري ته سر كوزى شو او د خپل نفس پيروي یې وکړه. نو د هغه حالت د سپي پشان شو چي كه ته پرې حمله وکړې هم ژبه را ځوړندوي او كه يې پرېږدې هم ژبه را ځوړندوي. همدغه د هغو خلكو مثال دى چي زموږ ايتونه درواغ ګڼي. ته دا قصې دوى ته اوروه، ښايي چي دوى څه غور او پاملرنه وکړي.

  177. سَاءَ مَثَلًا الْقَوْمُ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَأَنفُسَهُمْ كَانُوا يَظْلِمُونَ

    د داسي خلكو چي زموږ ايتونه یې درواغ وګڼل، ډېر زيات ناوړه مثال دى، او هغوى خپله پر خپل ځان ظلم كوي.

  178. مَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِي ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ

    چا ته چي الله هدايت ورپه برخه کړي، یوازي هماغه سمه لاره مومي؛ او څوك چي الله له خپلي لارښووني څخه محروم کړي، هماغوی ناكام او نامراده پاتي کیږي.

  179. وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَـٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ

    او دا حقيقت دى چي زياتره پيريان او انسانان مو د دوږخ لپاره پيدا کړيدي. د هغوى زړونه شته، خو فكر ورباندي نه كوي. د هغو سترګي شته، خو څه پرې نه ويني. د هغوى غوږونه شته، خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلکي له هغو څخه هم لا پسې تېر، دا هغه خلك دي چي په غفلت کښي لويدلي دي.

  180. وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    الله د غوره نومونو مسحق دى، هغه په هماغه غوره نومونو سره وبلئ. او هغه خلك پرېږدئ چي د هغه د نوم په ايښودلو کښي له رښتينولۍ څخه مخ اړوي؛ څه چي هغوى سرته رسوي د هغه بدله به ومومي.

  181. وَمِمَّنْ خَلَقْنَا أُمَّةٌ يَهْدُونَ بِالْحَقِّ وَبِهِ يَعْدِلُونَ

    زموږ په مخلوق کښي يوه ډله داسي هم شته چي بيخي له حق سره سمه لارښوونه او له حق سره سم عدالت كوي.

  182. وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ

    پاتي شول هغه خلك چي زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي دي. نو هغوى به موږ په تدريجي ډول، په داسي شان له تباهۍ سره مخامخ کړو چي خبر قدري هم نه وي،

  183. وَأُمْلِي لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ

    زه هغو ته مهلت وركوم، زما پټ تدبير هیڅ ماتيدونكى نه دى.

  184. أَوَلَمْ يَتَفَكَّرُوا ۗ مَا بِصَاحِبِهِم مِّن جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

    او ايا دې خلكو هیڅكله فكر نه دى کړی؟ د دوى په ملګري [محمد (ص)] کښي د ليونتوب هیڅ نښه نشته. هغه خو يو خبروونكى دى چي (له بد عاقبت سره له مخامخ كېدو څخه مخکي) په ښكاره څرګنده اخطار وركوي.

  185. أَوَلَمْ يَنظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ وَأَنْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ

    ايا دې خلكو د اسمان او ځمكي پر انتظام هیڅكله غور نه دى کړی او د خداى له هستونو څخه یې هیڅ شى هم په غړېدلو سترګو نه دى ليدلى؟- او ايا هغوى په دې هم فكر نه دى کړی چي ښايي د ژوند ددې مهلت د پوره كېدو وخت را نژدې شوى وي؟ - ښه نو د پېغمبر له دې اخطار څخه وروسته بله څه ډول خبره داسي کېدای شي، چي دوى ايمان پرې راوړي؟

  186. مَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَا هَادِيَ لَهُ ۚ وَيَذَرُهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ

    الله چي څوك د لارښووني څخه بې برخي کړ، د هغه لپاره بل هیڅوك لارښود نشته. او الله دوى د دوى په همدې سرکښۍ کښي لالهانده پرېږدي.

  187. يَسْأَلُونَكَ عَنِ السَّاعَةِ أَيَّانَ مُرْسَاهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي ۖ لَا يُجَلِّيهَا لِوَقْتِهَا إِلَّا هُوَ ۚ ثَقُلَتْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا تَأْتِيكُمْ إِلَّا بَغْتَةً ۗ يَسْأَلُونَكَ كَأَنَّكَ حَفِيٌّ عَنْهَا ۖ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللَّهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

    دوى ستا څخه د قيامت پوښتنه كوي چي هغه به څه وخت نازلیږي؟ (ورته) ووايه: "د هغه معلومات زما د رب څخه دي. هماغه به یې په خپل وخت را څرګند کړي. په اسمانونو او ځمکه کښي به هغه سخت وخت وي. هغه به پر تاسي ناڅاپي راشي." - دوى د هغه په باب ستا څخه په داسي شان پوښتنه كوي لكه چي ته د هغه په پلټنه کښي بوخت یې. (ورته) ووايه: "د هغه معلومات یوازي د الله څخه دى، خو زياتره خلك له دې حقيقت څخه ناخبره دي.

  188. قُل لَّا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ ۚ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: "زه د خپل ځان لپاره د څه ګټي او زيان واك نلرم، هماغه الله چي څه غواړي، هغه کیږي. او كه زه په غېبو پوه واى، نو ما به ډيري ګټي ځان ته اړولي وای، او ما ته به هیڅكله څه زيان نه ؤ رسېدلى. زه خو یوازي يو خبروونكى او زيرى كوونكى، د هغو خلكو لپاره یم چي زما خبره مني."

  189. ۞ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا ۖ فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ ۖ فَلَمَّا أَثْقَلَت دَّعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَّنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ

    هماغه الله دى چي تاسي یې له يوه نفس څخه پيدا کړئ او د هماغه له جنس څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه، تر څو چي له هغې سره بسيا شي. بيا كله چي نارينه ښځه وپوښله (کور والی یې ور سره وکړ)، نو هغه سپك غوندي بارداره (امیدواره) شوه، د هغه په اخيستلو وګرځېده راوګرځېده. نو كله چي هغه (حمل) دروند شو، دواړو يو ځاى د خپل رب الله څخه غوښتنه وکړه چي كه تا موږ ته ښه غوندي زوى را کړ، نو موږ به ستا شكر ايستونكي اوسو.

  190. فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    خو كله چي الله هغوى ته يو صحيح روغ رمټ زوى ورکړ، نو د هغه په دې بخشش او پېرزوينه کښي يې نور له هغه سره شريك وانګېرل. الله له هغو مشركانه خبرو څخه ډېر لوړ او پورته دى چي دا خلك یې كوي.

  191. أَيُشْرِكُونَ مَا لَا يَخْلُقُ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ

    دا خلك څومره ناپوه دي چي هغه څه له خداى سره شريكوي چي هیڅ شى هم نه پيدا كوي. بلکي په خپله پيداكول کیږي،

  192. وَلَا يَسْتَطِيعُونَ لَهُمْ نَصْرًا وَلَا أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ

    (دا شریکان) نه له هغو سره مرسته كولى شي او نه له خپل ځان سره د مرستي وس لري.

  193. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ لَا يَتَّبِعُوكُمْ ۚ سَوَاءٌ عَلَيْكُمْ أَدَعَوْتُمُوهُمْ أَمْ أَنتُمْ صَامِتُونَ

    كه تاسي هغوى ته د سمي لاري په لور د را تګ بلنه ورکړئ، نو هغوى به په تاسي پسي رانشي. كه تاسي هغوى ته غږ وکړئ او كه چوپ اوسئ، په دواړو حالاتو کښي ستاسي لپاره هم يو شان دي.

  194. إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ ۖ فَادْعُوهُمْ فَلْيَسْتَجِيبُوا لَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    (اې مشریکانو) تاسي چي له خدای پرته كومو ته بلنه وركوئ، هغوى خو یوازي بندګان دي، لكه څنګه چي تاسي بندګان ياست. له هغو څخه دُعاګاني وغواړئ، وګورئ، دوى دي ستاسي د دُعاوو ځواب درکړي كه د دوى په باب ستاسي انګېرني صحيح وي.

  195. أَلَهُمْ أَرْجُلٌ يَمْشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَيْدٍ يَبْطِشُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ أَعْيُنٌ يُبْصِرُونَ بِهَا ۖ أَمْ لَهُمْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۗ قُلِ ادْعُوا شُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ كِيدُونِ فَلَا تُنظِرُونِ

    ايا دوى پښې لري چي ورباندي لاړ شي؟ - ايا دوى لاسونه لري چي په هغو سره نیول وکړي؟ - ايا دوى سترګي لري چي په هغو سره وويني؟ ايا دوى غوږونه لري چي په هغو سره واوري؟ - [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: "خپل انګېرلي شريكان راوبلئ، بيا تاسي ټول لاس يو کړئ، زما پر خلاف دسيسې جوړي کړئ او ما ته هیڅكله مهلت مه راكوئ.

  196. إِنَّ وَلِيِّيَ اللَّهُ الَّذِي نَزَّلَ الْكِتَابَ ۖ وَهُوَ يَتَوَلَّى الصَّالِحِينَ

    زما ملاتړ او مرستندوى هغه خداى دى چي دا كتاب يې نازل کړيدى او هغه د ښو خلكو ملاتړ كوي.

  197. وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَكُمْ وَلَا أَنفُسَهُمْ يَنصُرُونَ

    او ددې پر خلاف چي له خدای پرته كومو ته بلنه وركوئ، هغوى نه ستاسي سره مرسته كولای شي او نه ددې وړ دي چي له ځان سره مرسته وکړي.

  198. وَإِن تَدْعُوهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ لَا يَسْمَعُوا ۖ وَتَرَاهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ وَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

    بلکي كه تاسي د سمي لاري په لوري د راتګ ورته وواياست، نو هغوى ستاسي خبره هم نشي اورېداى. په ظاهره [اې محمد (ص)] تا ته بريښي چي هغوى تا ته ګوري، خو په واقع کښي هغوى هیڅ هم نه ويني."

  199. خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] د نرمۍ او تېرېدني لاره غوره کړه، د ښو چارو ښوونکی اوسه، او له ناپوهانو سره مه نښله.

  200. وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ

    كه كله دې شيطان ولمسوي، نو د الله پناه وغواړه. هغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.

  201. إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُم مُّبْصِرُونَ

    په حقيقت کي چي څوك پرهېزګاران دي، د هغوى حال دا وي چي كله د شيطان له اغيزې څخه ناوړه مفكوره ورته پيدا کیږي، نو سمدلاسه متوجه کیږي او بيا په څرګنده توګه ويني چي د هغوی لپاره سمه کړنلاره كومه يوه ده.

  202. وَإِخْوَانُهُمْ يَمُدُّونَهُمْ فِي الْغَيِّ ثُمَّ لَا يُقْصِرُونَ

    پاتي شول د شيطانانو وروڼه، نو (شیطان) هغوى په خپله کږه لاره راکاږي او د هغوى (د حق څخه) په اړولو کښي هیڅ کمی نه كوي.

  203. وَإِذَا لَمْ تَأْتِهِم بِآيَةٍ قَالُوا لَوْلَا اجْتَبَيْتَهَا ۚ قُلْ إِنَّمَا أَتَّبِعُ مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ مِن رَّبِّي ۚ هَـٰذَا بَصَائِرُ مِن رَّبِّكُمْ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] كله چي ته دې خلكو ته كومه نښانه (معجزه) وړاندي نکړي، نو دوى وايي چي تا د خپل ځان لپاره كومه نښانه ولي غوره نکړه؟ - دوى ته ووايه: "زه خو یوازي د هغي وحيي پيروي كوم چي زما رب ما ته را لېږلي ده. دا ستاسي د رب له لوري، د هغو خلكو لپاره، د بصيرت روښنايۍ، لارښوونه او رحمت دى، چي ویې مني.

  204. وَإِذَا قُرِئَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُوا لَهُ وَأَنصِتُوا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    كله چي ستاسي په وړاندي قُرآن لوستل کیږي، نو هغه په غور سره واورۍ او چوپ اوسئ؛ ښايي چي پر تاسي رحم وشي."

  205. وَاذْكُر رَّبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ وَلَا تَكُن مِّنَ الْغَافِلِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] خپل رب سهار او ماښام، په زړه کښي له زارۍ او وېري سره، او په ژبه او ورو آواز سره يادوه. ته له دې خلكو څخه مه کېږه چي په غفلت کښي لويدلي دي.

  206. إِنَّ الَّذِينَ عِندَ رَبِّكَ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيُسَبِّحُونَهُ وَلَهُ يَسْجُدُونَ ۩

    کومي پرښتې چي ستا د رب په وړاندي د نژدې والي مرتبه لري، هغوى هیڅكله د خپل تكُبر په غرور کښي نه ډوبیږي، چي د الله له عبادت څخه مخ واړوي. هغه په پاكۍ سره ستايي او د هغه په وړاندي سر په سجده ټيټوي.

Holy Quran-Pashto