Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۰. سورت البلد

البلد

Al-Balad / البلد · ۹۰ · ۲۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت البلد عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. لَا أُقْسِمُ بِهَـٰذَا الْبَلَدِ

    زه په دې ښار (مکه) قسم خورم؛

  2. وَأَنتَ حِلٌّ بِهَـٰذَا الْبَلَدِ

    په داسي حال کښي چي [اې پېغمبره (ص)!] په دې ښار کښي ته حلال هستوګن او بي قيده ګرځول شوى یې.

  3. وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ

    او قسم خورم په پلار او د هغه په اولاد چي له هغه څخه پېدا شوى دى؛

  4. لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي كَبَدٍ

    په حقيقت کښي موږ انسان په ستونزه او رنځ کښي پيدا کړی دى.

  5. أَيَحْسَبُ أَن لَّن يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ

    ايا هغه دا انګېري چي هيڅوك به پرې برلاس كېدای نشي؟

  6. يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُّبَدًا

    (په ویاړ سره) وايي: "ما په پنډونو مال برباد کړ."

  7. أَيَحْسَبُ أَن لَّمْ يَرَهُ أَحَدٌ

    ايا هغه انګېرلې ده، چي هيچا هغه ونه ليدی؟

  8. أَلَمْ نَجْعَل لَّهُ عَيْنَيْنِ

    ايا موږ هغه ته دوې سترګي نه دي ورکړي،

  9. وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ

    يوه ژبه او دوې شونډي؟

  10. وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ

    او دوې څرګندي لاري مو هغه ته و (نه) ښودلې؟

  11. فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ

    خو هغه د سخت ستوغ ګړنګ نه د تېرېدو همت ونه کړ (د نفس او خواهشاتو په مقابل کي یې سختي ونه ګالل)؛

  12. وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ

    او ته څه پوهېږې چي هغه سخت ستوغ ګړنګ څه دى؟

  13. فَكُّ رَقَبَةٍ

    (دا عقبه) د چا غاړه له غلامۍ څخه ازادول دي؛

  14. أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ

    يا د لوږي په ورځ خواړه وركول؛

  15. يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ

    كوم خپلوان يتيم،

  16. أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ

    يا په خاورو ناست مسكين ته.

  17. ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ

    بيا (دغه آزاد کوونکی او خواړه ورکوونکی) انسان له مؤمنانو څخه شي؛ او له هغو كسانو څخه شي چي يو بل ته په صبر او (د خدای پر مخلوق باندي ) د رحم ښودنه کوي؛

  18. أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ

    دا خلك د ښي اړخ خاوندان دي.

  19. وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ

    او هغو چي زموږ د ايتونو له منلو څخه انكار کړی دی، هغوی د كيڼ اړخ خاوندان دي؛

  20. عَلَيْهِمْ نَارٌ مُّؤْصَدَةٌ

    پر هغو به اور خورېدونكي سرپوښ کړ شوى وي.

Holy Quran-Pashto