-
الم
الف، لام، ميم.
-
ذَٰلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ ۛ فِيهِ ۛ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ
دا (د الله) کتاب دی، په ده کي هیڅ شک نشته، د پرهیزګارانو لپاره لار ښوونکی دی.
-
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
د هغو لپاره چي پر نالیدلو ایمان راوړي، لمونځ قایموي او کومه روزي چي مو ور کړې ده، د هغې څخه یې (د خدای د رضاء لپاره) لګوي.
-
وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ
او هغه کسان چي پر هغه کتاب (قُرآن) ایمان لري چي پر تا باندي نازل کړه شوی دی او کوم کتابونه چي ستا څخه مخکي نازل کړه شوي ول، پر هغو ټولو ایمان راوړي او پر اخیرت باور لري.
-
أُولَـٰئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
داسي خلک د خپل رب له لوري پر سمه لار دي او هم هغوی بري موندونکي دي.
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
کومو کسانو چي د حق د منلو څخه انکار وکړ، هغوی ته یو شان دي؛ که ته هغوی و وېروې او یا یې ونه وېروې، هیڅ کله منونکي نه دي.
-
خَتَمَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰ أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ
ځني خلک داسي هم شته چي وايي: "موږ پر الله او د اخیرت پر ورځ ایمان را وړی دی." - خو په حقیقت کي هغوی مؤمنان نه دي.
-
يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ
هغوی له الله او مؤمنانو سره ټګي کوي، خو په اصل کښي په خپله خپل ځانونه غولوي او له هغو سره ددې شعور نشته.
-
فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللَّهُ مَرَضًا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ
د هغوی په زړونو کښي يوه ناروغي ده، چې الله هغه لا پسي زياته كړه. او كوم درواغ چي هغوى وايي، د هغه په بدله كي د هغو له پاره دردوونكى عذاب دى.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ
كله چي هغوی ته وويل شول: "په ځمكه كښي فساد مكوئ!" - نو هغوى همدا وويل: "موږ خو اصلاحات را وستونكي يوو.
-
أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـٰكِن لَّا يَشْعُرُونَ
پام ولرئ! په حقيقت كي همدوى فساد كوونكي دي، خو شعور ورسره نشته.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ
او كله چي هغوی ته وويل شول: "څنګه چي نورو خلكو ايمان راوړی دی، هماغسي تاسي هم ايمان راوړئ!" - نو هغوى ځواب وركړ چي: "ايا موږ د كم عقلانو (ناپوهانو) غوندي ايمان راوړو؟" - پام ولرئ! په حقيقت كي همدوی په خپله كم عقلان دي، خو دوی نه پوهيږي.
-
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ
كله چي دوى له مؤمنانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "موږ ايمان راوړی دى." - او كله چي په ګوښه ځاى كي له خپلو شيطانانو سره يو ځاى شي، نو وايي چي: "په اصل كښي خو موږ له تاسي سره يوو او په دې خلكو ملنډي وهوو."
-
اللَّهُ يَسْتَهْزِئُ بِهِمْ وَيَمُدُّهُمْ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
الله په دوی ملنډي وهي (سزا وركوي) او دوى ته په خپله سركښي کي داسي مهلت ورکوي چي حیران پاته وي.
-
أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
دا هغه كسان دي چي د هدايت په بدل كښي يې گمراهي اخیستې ده. خو دا تجارت د دوی لپاره ګټور نه دى او دوى هيڅکله پر سمه لاره نه دي.
-
مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ الَّذِي اسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّا أَضَاءَتْ مَا حَوْلَهُ ذَهَبَ اللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِي ظُلُمَاتٍ لَّا يُبْصِرُونَ
د دوى (منافقانو) مثال داسي دى لكه يو څوك چي اور بل كړي او چي كله هغه (اور) ټوله شاوخوا رڼا كړي، نو الله د دوى د سترګو بينايي ورڅخه واخلي او دوى په داسي حال كښي پرېږدي چي په ترږمیو كښي هيڅ نه ویني.
-
صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ
دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ نو دوى اوس نه راګرځي.
-
أَوْ كَصَيِّبٍ مِّنَ السَّمَاءِ فِيهِ ظُلُمَاتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِم مِّنَ الصَّوَاعِقِ حَذَرَ الْمَوْتِ ۚ وَاللَّهُ مُحِيطٌ بِالْكَافِرِينَ
يا د دوى مثال داسي وګڼئ چي له اسمان نه شړكنده باران اوري او له هغه سره توري تيارې، كړسهار او برېښنا هم ده، دوى د برېښنا د كړسهار په اورېدلو د مرګ له وېري په غوږونو كي ګوتي ږدي. او الله دا د حق منكران له هري خوا را ايسار كړيدي.
-
يَكَادُ الْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَارَهُمْ ۖ كُلَّمَا أَضَاءَ لَهُم مَّشَوْا فِيهِ وَإِذَا أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُوا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَارِهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
له برېښنا څخه پر دوى داسي حالت راځي چي ګواکي اوس به برېښنا د دوى د سترګو نظر والوزوي. كله چي يې يو څه رڼا تر سترګو کیږي، نو په هغې کي لږ وړاندي ځي او كله چي ترږمې پرې خوريږي، نو ټپ دريږي. كه د الله خوښه واى، نو له دوی څخه به يې د اورېدو او ليدو قدرت بيخي سلب كړى واى. په باوري توګه الله پر هر څه برلاسی دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
اې خلكو! د خپل هغه رب بندګي غوره كړئ چي ستاسو او ستاسي څخه د مخكينیو تېرو شوېو خلكو ټولو هستوونكى دى؛ ښايي چي تاسي له عذابه ځانونه وژغورئ.
-
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
هماغه ذات دى چي ستاسي له پاره يې ځمكه فرش وغوړوله، اسمان يې چت جوړ كړ، له پاسه يې اوبه راوه اورولې او په هغو سره يې هر ډول حاصلات راوايستل؛ تاسي ته يې روزي ورسوله. نو كله چي تاسي په دې پوهېږئ، نو نور د الله سيالان مه انګېرئ.
-
وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ، او له الله پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ، كه تاسي رښتيني ياست.
-
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا وَلَن تَفْعَلُوا فَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ
خو كه تاسي دا كار ونه كړ او يقيني ده چي هيڅ کله به يې ونه شئ كړاى، نو له هغه اور څخه ووېیږئ چي خس خاشاك به يې انسانان او كاڼي وي، چي د حق د منكرانو له پاره تيار كړاى شوی دى.
-
وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ كُلَّمَا رُزِقُوا مِنْهَا مِن ثَمَرَةٍ رِّزْقًا ۙ قَالُوا هَـٰذَا الَّذِي رُزِقْنَا مِن قَبْلُ ۖ وَأُتُوا بِهِ مُتَشَابِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او[اې پېغمبره (ص)] كومو خلكو چي پر دې كتاب ايمان راوړ او (له هغه سره سم) خپل عملونه يې اصلاح كړل؛ هغو ته زېرى وركړه چي د هغو لپاره داسي باغونه دي، چي ترې لاندي به ويالې بهیږي. د هغو باغونو مېوې به په شكل كښي د دنيا مېوو ته ورته وي، كله چي كومه مېوه د خوراك لپاره هغو ته وركړه شي، نو هغوى به ووايي: "همدغسي مېوه له دې څخه مخكي په دنيا كښي موږ ته راكړه شوې وه!" د هغو لپاره به هلته ډیري سپېڅلي ښځي وي او هلته به د تل لپاره اوسيږي.
-
۞ إِنَّ اللَّهَ لَا يَسْتَحْيِي أَن يَضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوضَةً فَمَا فَوْقَهَا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۖ وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهِ كَثِيرًا وَيَهْدِي بِهِ كَثِيرًا ۚ وَمَا يُضِلُّ بِهِ إِلَّا الْفَاسِقِينَ
هو، الله له دې څخه هيڅ کله شرم نه كوي چي د ماشي يا له دې څخه هم د كوم زيات حقير شي مثال راوړي. كوم خلك چي د حقي خبري منونكي دي، هغوى د دې مثال په ليدو پوهیږي چي دا حق دى، چي د هغو د رب له خوا راغلى دى. او څوك چي كافران دي، نو هغوى د دې مثال په اورېدو وايي: "په داسي مثال راوړلو سره د الله اراده څه ده؟" - په دې شان الله په همدې يوه خبره ډېر خلك په ګمراهۍ كښي اخته كوي او ډېرو ته سمه لار ښيي. او په ګمراهۍ كښي هغه كسان اخته كوي چي فاسقان دي.
-
الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
هغه خلك چي د الله عهد له ټینګ تړون څخه وروسته ماتوي؛ او الله چي د كوم شي د پيوندولو امر كړيدى، هغه غوڅوي او په ځمكه كښي فساد خوروي، په حقيقت كښي همدا خلك زيانكاران دي.
-
كَيْفَ تَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَكُنتُمْ أَمْوَاتًا فَأَحْيَاكُمْ ۖ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
تاسي څنګه له الله سره د كفر چلن غوره كوئ، په داسي حال كښي چي تاسي بې روحه وائ، هغه تاسي ته ژوند دركړ. بيا هماغه ستاسي ساه اخلي، بيا هماغه دوهم ځل تاسي ژوندي كوي، بيا د هماغه لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي.
-
هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوَىٰ إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره يې د ځمکي ټول شيان پيدا كړل. بيا يې د اسمان خوا ته توجه وكړه، اووه اسمانونه يې برابر كړل او هغه د هر څه پوهه لري.
-
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً ۖ قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ ۖ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
او [اې پېغمبره (ص)] د هغه وخت یادونه وکړه چي كله ستا رب پرښتو ته ويلي وه: "زه په ځمكه كښي د يو خليفه پيدا كوونكى يم!" هغو عرض وكړ: "ايا ته په ځمكه كښي داسي يو څوك ټاكې، چي د هغې نظم خراب كړي او ويني توى كړي؟ - ستا له حمد او ثنا سره پاکي او ستا لپاره سپېڅلې ستاينه خو موږ بیانوو." - الله وويل: "زه په هغه څه پوهېږم چي تاسي پرې نه پوهېږئ!"
-
وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلَائِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاءِ هَـٰؤُلَاءِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
له هغه وروسته الله ادم (ع) ته د ټولو شيانو نومونه وښودل، بيا يې هغه پرښتو ته وړاندي كړل او وې ويل: "كه ستاسي دا ګومان صحيح وي (چي د خليفه په ټاكنه كښي به نظم وران شي ) نو د دې شيانو نومونه را ته ووایاست!"
-
قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
هغوی عرض وكړ: "له نيمګړتیا څخه خو پاك يوازي ستا ذات دى، موږ خو صرف دومره پوهه لرو چي تا موږ ته راكړې ده؛ په حقيقت كښي په هر څه پوهېدونكى او د حكمت خاوند يوازي همدا ته يې."
-
قَالَ يَا آدَمُ أَنبِئْهُم بِأَسْمَائِهِمْ ۖ فَلَمَّا أَنبَأَهُم بِأَسْمَائِهِمْ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَأَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
الله ادم (ع) ته وويل: "اې ادمه! دوى ته د دې شيانو نومونه وښيه." - كله چي هغو ته يې د ټولو شیانو نومونه وښودل، نو الله وويل: "ايا ما تاسي ته نه وه ويلي چي زه د اسمانونو او ځمکي په ټولو پټو حقيقتونو پوهېږم. همدارنګه څه چي تاسي ښکاره كوئ او څه چي تاسي پټوئ په هغو زه پوهېږم."
-
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ
او كله چي موږ پرښتو ته امر وكړ چي د ادم په وړاندي سرونه په سجده ښکته كړئ، نو ټولو سرونه ښکته كړل، خو ابليس انكار وكړ، هغه د خپلي لویې په غرور اخته وو او د كافرانو له ډلي څخه شو.
-
وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَـٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ
بيا موږ ادم ته وويل: "ته او ستا مېرمن (حوا)، دواړه په جنت كښي اوسېږئ او دلته په پراخې سره چي څه مو زړه غواړي خورئ. خو دې وني ته مه نژدې كيږئ، كه نه نو په تيري كوونكو كي به وشمېرل شئ."
-
فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ ۖ وَقُلْنَا اهْبِطُوا بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ إِلَىٰ حِينٍ
په پاى كښي شيطان دوى دواړه هغي وني ته په لمسولو، زموږ د امر له منني څخه واړول او له هغه حالت څخه يې و ايستل چي هغوى په كښي ول. موږ امر وكړ: "اوس تاسي (د جنت څخه مځکي ته) كوز شئ، تاسي به يو د بل دښمنان یاست. او تر يوې خاصي مودې پوري مو په ځمكه كښي هستوګنه او همالته ژوند تېرول دي."
-
فَتَلَقَّىٰ آدَمُ مِن رَّبِّهِ كَلِمَاتٍ فَتَابَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
په دې وخت كښي ادم (ع) له خپل پروردګار څخه څو كلمې زده كړې، توبه يې وايستله، چي دده رب قبوله كړه. په یقیني توګه، هغه (الله) ښه توبه قبلوونكى او د رحمت څښتن دى.
-
قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
موږ وويل: "تاسي ټول له دې ځايه كوز شئ، بيا چي تاسي ته زما له خوا كوم هدايت ورسيږي، نو څوك چي زما د هدايت پېروي وكړي؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه وي؛
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او څوك چي د هدايت له منلو څخه انكار وكړي او زموږ ايتونه درواغ وانګېري، هغوى دوزخ ته ورتلونكي دي، هلته به تل اوسيږي."
-
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ
اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت در ياد كړئ چي درباندي لورولى مي ؤ؛ زما سره چي ستاسي كوم تړون ؤ، هغه تاسي سرته ورسوئ؛ زما چي ستاسي سره كوم تړون ؤ، هغه به زه تر سره كړم. او يوازي زما څخه ووېرېږئ!.
-
وَآمِنُوا بِمَا أَنزَلْتُ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُمْ وَلَا تَكُونُوا أَوَّلَ كَافِرٍ بِهِ ۖ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَإِيَّايَ فَاتَّقُونِ
او ما چي كوم كتاب لېږلى دى پر هغه ايمان راوړئ، دا د هغه كتاب تاييدوونكى دى چي ستاسي سره له پخوا موجود ؤ، له دې امله تر ټولو د مخه تاسي انكار مه ځني كوئ. په لږ بیه زما ايتونه مه خرڅوئ او زما له غضب څخه ځان وساتئ!.
-
وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
او باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ؛ او له پوهېدو سره سره د حق پټولو هڅه مه كوئ!.
-
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ
او لمونځ قائم كړئ، زكات وركړئ او كوم خلك چي ما ته سر ټیټوي، تاسي هم له هغو سره ټيټ شئ!.
-
۞ أَتَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبِرِّ وَتَنسَوْنَ أَنفُسَكُمْ وَأَنتُمْ تَتْلُونَ الْكِتَابَ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
تاسي خو نورو ته د ښې لاري غوره كولو لپاره واياست، مګر خپل ځان هېروئ؟ - په داسي حال كښي چي تاسي كتاب لولئ، ايا تاسي له پوهي څخه هيڅ كار نه اخلئ؟
-
وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ
په صبر او لمانځه د الله مرسته وغواړئ. په دې كښي شك نشته چي لمونځ يو ډېر سخت كار دى، خو امر منونكو (عاجزي کوونکو) بندګانو ته سخت نه دى؛
-
الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَاقُو رَبِّهِمْ وَأَنَّهُمْ إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
هغه کسانو (ته سخت نه دی) چي په دې يې باور دى چي په پاى كښي له خپل رب سره يو ځاى كېدونكي او د هماغه لوري ته ورګرځېدونکي دي.
-
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت درياد كړئ چي درباندي پېرزو كړى مي ؤ او دا چي د نړۍ پر ټولو اُمتونو مي تاسي ته فضيلت دركړى ؤ.
-
وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
او له هغي ورځي ووېرېږئ چي هلته به هيڅوک هيچا ته يوه ذره په درد ونه خوري: نه به د هيچا سپارښتنه ومنله شي، نه به هيڅوك د فديې په بدل كښي پرېښودل شي او نه به له ګناهګارانو سره له كوم لوري مرسته وكړاى شي.
-
وَإِذْ نَجَّيْنَاكُم مِّنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ ۚ وَفِي ذَٰلِكُم بَلَاءٌ مِّن رَّبِّكُمْ عَظِيمٌ
او هغه وخت (ياد كړئ) چي موږ تاسي ته د فرعون له غلامۍ څخه نجات دركړ. هغو تاسي په سخت عذاب کښي اخته كړي واست، ستاسي زامن يې حلالول او ستاسي لوڼي يې ژوندۍ ساتلې. او په دې حالت كښي ستاسي د رب له لوري پر تاسي لوى ازمېښت ؤ.
-
وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
او هغه وخت (ياد کړئ) چي موږ د سمندر په څیرولو ستاسي لپاره لاره جوړه كړه، بيا مو له هغه څخه تاسي روغ رمټ پوري ايستلاست، بيا مو په هغه كښي ستاسي تر نظر لاندي فرعونيان غرق كړل.
-
وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَىٰ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ
او هغه وخت (ياد کړئ) چي كله موږ موسى (ع) د څلوېښتو شپو او ورځو په ژمنه راوغوښت، نو تاسي د هغه په شا پسي خوسكى په خدايۍ ونيو. په هغه وخت كښي تاسي له حده ډېر زيات تېرى كړى ؤ؛
-
ثُمَّ عَفَوْنَا عَنكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
خو د هغه له پاسه هم موږ تاسي ته عفوه وكړه، چي ښايي اوس شكر كوونكي اوسئ.
-
وَإِذْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَالْفُرْقَانَ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
دغه رنګه هغه وخت (ياد کړئ) چي موږ موسى (ع) ته كتاب او فرقان وركړ چي تاسي سمه لاره ومومئ.
-
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنفُسَكُم بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَىٰ بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنفُسَكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ عِندَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ ۚ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
او (ياد کړئ) كله چي موسى (له دې نعمت سره درستون شو؛ نو) خپل قوم ته یې وويل: "اې خلكو، تاسي په خدایۍ سره د خوسكي په نيولو پر خپل ځان سخت ظلم كړيدى، نو تاسي د خپل خالق په وړاندي توبه وباسئ او په خپلو كښي سره ووژنئ. په همدې كار کښي ستاسي د خالق په وړاندي ستاسي ښه توب دى." - په هغه وخت كښي ستاسي خالق توبه درڅخه قبوله كړه. هغه ښه توبه قبلوونكى او د رحمت څښتن دى.
-
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ نَرَى اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْكُمُ الصَّاعِقَةُ وَأَنتُمْ تَنظُرُونَ
او هغه وخت چي كله تاسي موسى (ع) ته ويلي ول: "موږ به ستا په خوله تر هغه باور ونه كړو، تر څو چي په خپلو سترګو په څرګنده توګه خداى (له تا سره په خبرو كولو) ونه وينو." - هغه وخت تاسي په ړنو سترګو كتل چي يوه قوي تندر (اور) درته راغی، تاسي بې روحه غورځېدلي واست،
-
ثُمَّ بَعَثْنَاكُم مِّن بَعْدِ مَوْتِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
بيا موږ له مړیني وروسته تاسي ژوندي راپاڅولاست، په كار ده چي له دې ښېګني وروسته شكر وباسئ.
-
وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ ۖ كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ ۖ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَـٰكِن كَانُوا أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
موږ وريځ پر تاسي سېورى كړه، د من او سلوى خوړه مو درته برابر كړل او درته و مي ويل: "كوم پاك شيان چي موږ تاسي ته روزي كړيدي، هغه خورئ." - خو ستاسي پخوانېو چي څه وكړل، هغه پر موږ ظلم نه ؤ؛ بلكي هغو خپله پر خپل ځان ظلم وكړ.
-
وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَـٰذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ ۚ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ
او (ياد کړئ) كله چي موږ ويلي ول: "دې كلي ته چي ستاسي په مخکښي دى ننوځئ، د هغه حاصلات چي څنګه مو زړه غواړي هغسي يې په خوند وخورئ، مګر د كلي په دروازه کښي د سجدې په حال کښي ننوځئ؛ او وواياست: اې ربه! زموږ ګناهوي راوبښه. موږ ستاسي خطاګاني دربښو." او پر نېكانو باندي به لا زيات فضل او مهرباني پېرزو کړو.
-
فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِّنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ
خو كومه خبره چي ويل شوې وه، ظالمانو هغه بدله کړه، نور څه یې وکړل؛ په پاى کښي موږ پر ظلم كوونكو له اسمانه عذاب نازل کړ، ځکه چي هغوی سر غړونکي ول.
-
۞ وَإِذِ اسْتَسْقَىٰ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ فَقُلْنَا اضْرِب بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ۖ فَانفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَيْنًا ۖ قَدْ عَلِمَ كُلُّ أُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ۖ كُلُوا وَاشْرَبُوا مِن رِّزْقِ اللَّهِ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ
هغه وخت در ياد کړئ چي كله موسى (ع) د خپل قوم له پاره اوبه وغوښتلې، نو موږ وويل چي پر فلانۍ تيږه په خپله همسا ګوزار وکړه – چي بيا له هغې څخه دولس چينې وخوټېدې؛ بېشکه هره قبيله وپوهېده چي له كومه ځايه خپلې اوبه واخلي. (په هغه کښي دا لارښودنه شوې وه چي) د الله له لوري درکړاى شوې روزي وخورئ، وڅښئ او په ځمكه کښي ورانى مه كوئ.
-
وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَىٰ لَن نَّصْبِرَ عَلَىٰ طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ مِن بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَىٰ بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ ۚ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ
هغه وخت در ياد کړئ چي تاسي ويلي ول: "اې موسى! موږ په همدا يو ډول خوړو صبر نه شو كولاى، له خپل رب څخه دې وغواړه چي موږ ته د ځمكي حاصلات، تره، بادرنګ، غنم، نسك او پياز پيدا کړي!" - نو موسى (ع) وويل: " ايا د يو غوره شي پر ځاى تاسي د كم ارزښته شيانو اخيستل غواړئ؟ - ښه نو كوم ښار ته لاړ شئ، څه چي غواړئ هلته به یې ومومئ!" - په پاى کښي خبره دې ته ورسېده چي ذلت او خواري، بيوزلي او بده ورځ ور باندي راغله او د خداى په قهر اخته شول. دا یې نتيجه وه چي هغو د خداى د ايتونو څخه انكار شروع کړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژلو یې لاس پورې کړ. دا يي نتيجه شوله: د هغو د نافرمانېو او ددې خبرې چي هغوى د شريعت له پولو څخه پرله پسې پښې اړولې.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَىٰ وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
بېشکه! د مؤمنانو، يهوديانو، عيسويانو يا صابيانو څخه چي څوك پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وکړي، د هغو اجر د هغو له رب سره دى او د هغو لپاره هیڅ وېره او غم نشته .
-
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
او [در ياد کړئ] هغه وخت چي كله موږ طور (غر) پر تاسي راپورته کړ او ستاسي څخه مو تعهد اخيستى ؤ او ويلي مو وو: "كوم كتاب چي موږ دركوو، هغه په كلكه ساتنه واخلئ او په هغه کښي درج شوي حكمونه او لارښودنې زده کړئ؛ په دې توګه كېداى شي چي تاسي د پرهېزګارۍ چلند غوره کړاى شئ!"
-
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ
خو له هغه وروسته تاسي له خپلي ژمني څخه واوښتاست، ددې له پاسه هم د الله مهربانۍ او رحمت ستاسي ملګرتيا پرې نه ښوده، كه نه نو تاسي تباه كېدئ.
-
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ
او تاسي ته خو د خپل قوم د هغو كسانو سرګذشت پوره څرګند دى، چي هغو د شنبې په ورځ تېری کړى ؤ، موږ هغو ته وويل: " بيزوګاني شئ؛ او په داسي حال کښي اوسئ چي له هري خوا در باندې ذلت، نفرين او لعنت وي!"
-
فَجَعَلْنَاهَا نَكَالًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهَا وَمَا خَلْفَهَا وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
په دې ترتيب موږ د هغو عاقبت د هغې زمانې او وروستېیو نسلونو لپاره عبرت او د وېرېدونكو لپاره نصيحت وګرځاوه.
-
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا بَقَرَةً ۖ قَالُوا أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًا ۖ قَالَ أَعُوذُ بِاللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ
او هغه پېښه در ياده کړه چي كله موسى (ع) خپل قوم ته وویل: "الله تاسي ته د يوې غوا د حلالو امر كوي." - هغو وويل: "ايا ته زموږ سره مسخرې كوې؟" - موسى (ع) وويل: زه له دېنه خداى ته پناه ور ړوم چي د جاهلانو د ډلي څخه اوسم."
-
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ
(قوم یې) ووېل: "ښه نو، له خپل رب څخه دي وغواړه چي موږ ته د هغې غوا څه تفصيل وکړي!" - موسى (ع) ووېل: "الله لارښودنه كوي چي هغه دي داسي غوا وي، چي نه زَړه وي نه وړه؛ بلكي د منځني عمر لرونكې وي؛ نو څه چي درته امر كیږي هغسي وکړئ."
-
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا لَوْنُهَا ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاءُ فَاقِعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ
هغوی بيا ووېل: "له خپل رب څخه دي دا هم وپوښته چي د هغې بڼه څنګه وي؟" - موسى (ع) وويل: "هغه (الله) وايي چي داسي تكه ژېړه غوا دي وي چي ليدونكى یې په ليدو خوشاله شي."
-
قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّن لَّنَا مَا هِيَ إِنَّ الْبَقَرَ تَشَابَهَ عَلَيْنَا وَإِنَّا إِن شَاءَ اللَّهُ لَمُهْتَدُونَ
بيا یې وويل: "له خپل رب څخه دي ښه څرګنده پوښتنه وکړه چي راوښيي څنګه غوا مقصد ده، موږ د هغې په سمه پېژندنه کښي په اشتباه کښي لويدلي يوو، كه د الله اراده وشي، موږ به هغه ښه وپېژنو."
-
قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَّا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَّا شِيَةَ فِيهَا ۚ قَالُوا الْآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ ۚ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ
موسى (ع) ځواب ورکړ: "الله وايي، هغه داسي غوا ده چي كار ور څخه نه اخيستل کیږي، نه ځمكه كولبه كوي، نه ارهټ ګرځوي، روغه رمټه او بې داغه ده." - نو هغو نارې کړې: "هو، اوس دي سمي نښي راوښودلې!" - بيا یې هغه حلاله کړه. كه نه نو ددې كار كوونكي نه ول.
-
وَإِذْ قَتَلْتُمْ نَفْسًا فَادَّارَأْتُمْ فِيهَا ۖ وَاللَّهُ مُخْرِجٌ مَّا كُنتُمْ تَكْتُمُونَ
او تاسي ته هغه پېښه ياده ده چي كله تاسي څوك وژلى ؤ، بيا مو د هغه په باب جګړې كولې او يو پر بل باندي مو د وژلو تور وايه؛ او الله د هغه څرګندونکی دی چي تاسو یې پټوئ.
-
فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا ۚ كَذَٰلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَىٰ وَيُرِيكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
هغه وخت موږ امر وکړ چي د وژل شوي پر مړه جسد د هغې (حلالي شوي غوا) يوه برخه ووهئ، وګورئ الله دغسي مړي ژوندي كوي او تاسي ته د خپل قدرت نښانې درښيي، تر څو چي وپوهېږئ.
-
ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُم مِّن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً ۚ وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ ۚ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
خو د دغه ډول نښو نښانو له ليدلو وروسته هم په پاى کښي ستاسي زړونه سخت شول، د تیږو په شان سخت؛ بلكې له هغو نه هم څه زيات سخت، ځكه ځیني داسي تیږي هم شته چي له هغو څخه چينې راووځي، بهیږي؛ ځیني چوي او اوبه ترېنه راووځي او ځیني د خداى له وېري لړزیږي رالویږي. الله ستاسي له کړو وړو څخه نا خبر نه دى.
-
۞ أَفَتَطْمَعُونَ أَن يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِن بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
(اې مسلمانانو!) ايا اوس تاسي له دې خلكو څخه دا تمه لرئ چي دوى به ستاسي پر بلنه ايمان راوړي؟ - په داسي حال کښي چي له هغو څخه د يوې ډلي دا عادت ګرځېدلى دی، چي د الله كلام اوري او بيا د پوهېدو او ادراك سره سره په اګاهانه توګه په هغه کي تحريف کوي.
-
وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُم بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُم بِهِ عِندَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
او کله چي (دا یهودان) د ایمان راوړونکو سره يو ځاى شي؛ نو وايي چي موږ هم ايمان راوړى دى. خو كله چي په خپلو منځو کښي يو له بله سره په ګوښه کښي خبرې اترې كوي، نو وايي: "(احمقان شوي یاست) چي دوی ته هغه خبرې ورښوئ چي الله تعالى تاسي ته (په تورات کي) درښودلي دي، تر څو چي (دا مؤمنان) ستاسي د رب په وړاندي یې ستاسي په خلاف د دليل په توګه وړاندي کړي؟"
-
أَوَلَا يَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ
او ايا دوى نه پوهیږي، څه چي دوى پټوي او څه چي ښكاره كوي الله په ټولو خبرو عالم دى؟
-
وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
او په دوى کښي يوه ډله د آميانو ده چي په كتاب (تورات) نه پوهیږي، پر بې بنسټه هيلو یې تكيه کړېده او په انګېرنه او ګومان روان دي.
-
فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَـٰذَا مِنْ عِندِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَّهُم مِّمَّا يَكْسِبُونَ
نو د هغو كسانو لپاره چي په خپلو لاسونو د شرعي ليكنه كوي، هلاكت او تباهي ده؛ او بيا خلكو ته وايي: "دا له الله څخه راغلې ده!" - تر څو چي د هغې په بدل کښي لږ غوندي ګټه په لاس راوړي، نو د هغو د لاسونو دا ليكنه هم د هغو د تباهۍ وسيله ده او د هغو دا ګټه هم ورته د هلاکت موجب ده؛
-
وَقَالُوا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
هغوى وايي: "د دوزخ اور به پر موږ هیڅكله ونه لګیږي، خو كه څو ورځي سزا راكول كیږي، نو را دي کړل شي." - له دوی څخه پوښتنه وکړه: "ايا تاسي له الله څخه ژمنه اخيستې ده، چي له هغې څخه الله تېرېداى نه شي؟ - يا خبره دا ده چي په الله پوري داسي خبرې تړئ چي تاسي پرې نه پوهېږئ."
-
بَلَىٰ مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحَاطَتْ بِهِ خَطِيئَتُهُ فَأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
هر څوك چي بدي وکړي او د خپلو خطاوو په چاپيريال کښي ايسار شي، نو هغوى دوږخيان دي او هغوى به په دوږخ کښي تل اوسیږي.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او كوم خلك چي ايمان راوړي او نېك عملونه وکړي، هغوى جنتيان دي او په جنت کښي به تل اوسیږي.
-
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنكُمْ وَأَنتُم مُّعْرِضُونَ
او هغه وخت (یاد کړه) چي له بني اسرائيلو څخه موږ كلكه ژمنه اخيستې وه چي د الله پرته به د هيچا عبادت نكوئ، له مور او پلار، له خپلو خپلوانو، له يتيمانو او مسكينانو سره به غوره چار چلن كوئ؛ خلكو ته ښې خبري كوئ، لمونځ كوئ او زكات وركوئ؛ خو د لږو كسانو پرته نور تاسي ټول له دې ژمني څخه واووښتلئ او اوس هم مخ اړوونکي ياست.
-
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ لَا تَسْفِكُونَ دِمَاءَكُمْ وَلَا تُخْرِجُونَ أَنفُسَكُم مِّن دِيَارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ
او (اې بني اسرائیلو یاد کړئ) هغه وخت چي موږ ستاسي څخه كلكه ژمنه اخيستې وه چي په خپلو منځو کښي يو د بل ويني مه تويوئ او مه يو بل له كوره بې كوره كوئ. بيا تاسي ددې اقرار کړى ؤ، او تاسي په خپله په دې شاهدان ياست؛
-
ثُمَّ أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِّنكُم مِّن دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِم بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِن يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
خو نن همدا تاسي ياست چي خپل وړونه وژنئ، خپل ځیني ورورنه بې كوره كوئ، د ظلم او زياتي په كولو د هغو په خلاف ډلي جوړوئ، او كله چي په جګړه کښي ونيول شي، ستاسي په لاس کښي بنديان شي، نو د هغو د خوشي كولو لپاره د فدیې لاري برابر وئ. پداسي حال کښي چي له كورونو څخه د هغو ايستل لا له سره پر تاسي حرام ول؛ نو ايا تاسي د كتاب په يوه برخه ايمان راوړئ او په بله برخه یې كافران كیږئ؟ - نو ستاسي څخه چي كوم خلك داسي وکړي، د هغو سزا به له دې پرته نوره څه وي چي د دنيا په ژوند کښي ذليل او خوار اوسیږي او په اخرت کښي به د ډېر سخت عذاب په لوري ور وګرځول شي؟ - الله ستاسي ددې کړنو څخه بې خبره نه دى.
-
أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
دا هغه كسان دي چي د دې دنیا ژوند یې د اخیرت په بدله کي اخیستی دی. نو له دې امله نه به یې په سزا کښي اساني راوستله شي او نه به مرسته ورسره وکړای شي.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِن بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ ۖ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ
موږ موسى (ع) ته كتاب ورکړ، له هغه وروسته مو پرله پسې پېغمبران ولیږل. په پاى کښي مو عيسى (ع) د مریم زوی له روښانه نښو نښانو سره ولیږه او په سپېڅلي روح سره مو د هغه مرسته وکړه. هر كله چي كوم پېغمبر ستاسي د نفسي غوښتنو پر خلاف له كوم شي سره تاسي ته راغلى دى، نو تاسي ورڅخه سركښي کړېده: څوك مو درواغجن ګڼلي دي او څوك مو وژلي دي.
-
وَقَالُوا قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَل لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَقَلِيلًا مَّا يُؤْمِنُونَ
هغوى (یهودان) وايي: "زموږ زړونه پوښل شويدي." – نه، اصلي خبره دا ده چي د هغو د كفر له امله الله پرې لعنت کړيدى، له دې كبله هغوى ډېر لږ (کسان) ايمان راوړي.
-
وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِن قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُم مَّا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ ۚ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ
او اوس چي يو كتاب دوی ته د الله له لوري راغلى دى، دوى له هغه سره څه را اخيستي دي؟ - سره له دې چي دا كتاب د هغه كتاب تصديق كوونكى دى چي له پخوا څخه له دوى سره موجود ؤ، او سره له دې چي ددې كتاب له راتګ څخه مخکي دوى په خپله د كفارو په مقابله کښي د بري او مرستي دعاګاني كولې؛ خو كله چي هغه كتاب راغى چي ویې پېژانده هم، نو د هغه له منلو یې انكار وکړ. نو پر دې منكرانو دي د خداى لعنت وي.
-
بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنفُسَهُمْ أَن يَكْفُرُوا بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَن يُنَزِّلَ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَىٰ غَضَبٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ
څومره بده وسيله ده چي په هغې سره دوى خپل ځانونه ډاډه كوي؛ په دې شان چي كومه لارښوونه الله رالیږلې ده، د هغې له منلو څخه يوازي د دې سرغړوني په اساس انكار كوي چي الله خپل فضل (وحیي او رسالت) پر خپل هغه بنده لوروي چي اراده یې وشي! نو ځكه دوى د غضب له پاسه د غضب وړ ګرځېدلي دي او د داسي كافرانو لپاره ډېره سپكوونكې سزا ټاكل شوېده.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ۗ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنبِيَاءَ اللَّهِ مِن قَبْلُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
كله چي هغو ته ووېل شي چي پر هغه څه چي الله رالیږلي دي ايمان راوړئ، نو دوی وايي: "موږ يوازي پر هغه څه ايمان راوړو چي موږ (د بني اسرائيل نسل) ته راغلي دي." - له دې ساحې دباندې چي هر څه راغلي دي، د هغو له منلو څخه انكار كوي. په داسي حال کښي چي هغه حق دى او د هغو لارښوونو تصديق او تائيد كوي چي له پخوا څخه له هغو سره موجودې وې. ښه نو، هغو ته ووايه: "كه تاسي پر هماغه لارښوونه ايمان لرئ چي تاسي ته راغلې وه، نو له دې څخه مخکي مو د الله هغه پېغمبران ولي وژل (چي په خپله د بني اسرائيلو په نسل کښي زیږېدلي ول.)"
-
۞ وَلَقَدْ جَاءَكُم مُّوسَىٰ بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ
تاسي ته موسى (ع) له څه ډول ډول روښانه نښانو سره راغى، خو بيا هم تاسي داسي ظالمان واست، چي د هغه درته شا شوه، خوسكى مو خپل معبود ونيوی.
-
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُوا ۖ قَالُوا سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ۚ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُم بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
بیا لږ هغه پېمان در په زړه کړئ، چي پر تاسي باندي د طور غره په راپورته كولو موږ در څخه اخيستې ؤ، موږ تاكيد کړى ؤ چي كوم هدايت درلیږو پر هغه په كلكه عمل وکړئ او غوږ ورته كښېږدئ، واې ورئ. (ستاسي پلرونو، نيكونو) وويل چي موږ واورېدل خو ومو نه منل. او هغوى داسي باطل پرستان ول چي په زړونو کښي یې د خوسكي مينه ناسته وه. ووايه: "كه تاسي مؤمنان ياست، نو دا عجيبه ايمان دى، چي تاسي ته د داسي ناكاره حركتونو امر كوي!"
-
قُلْ إِن كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِندَ اللَّهِ خَالِصَةً مِّن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
دوی ته ووايه: "كه د اخرت كور له نورو ټولو انسانانو پرته يوازي ستاسي لپاره خاص ګرځول شويدى، نو تاسي ته ښايي چي د مرګ هيله من شئ، كه چیري رښتیا ویوونکي یاست."
-
وَلَن يَتَمَنَّوْهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
(باور ولرئ!) دوى به هیڅكله د هغه (مرګ) هيله ونه کړي، ځكه چي دوى په خپلو لاسونو سرته رسولي او هلته یې لیږلي دي، هغه دا ايجابوي (چي هلته د ورتګ هيله ونه کړي). الله ددې ظالمانو له حاله ښه خبر دی.
-
وَلَتَجِدَنَّهُمْ أَحْرَصَ النَّاسِ عَلَىٰ حَيَاةٍ وَمِنَ الَّذِينَ أَشْرَكُوا ۚ يَوَدُّ أَحَدُهُمْ لَوْ يُعَمَّرُ أَلْفَ سَنَةٍ وَمَا هُوَ بِمُزَحْزِحِهِ مِنَ الْعَذَابِ أَن يُعَمَّرَ ۗ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
ته به هغوی (یهودان) له بل هر چا څخه د ژوند حريصان ومومې، آن تر دې چي دوى په دې كار کښي له مشركانو څخه هم وړاندي شويدي. د هغو هر يو دا غواړي چي په څه شان زر كله ژوند وکړي، په داسي حال کښي چي اوږد عمر خو هغوی له عذابه څخه ليري غورځولاى نه شي. څه عملونه چي دوی كوي، الله خو هغه ويني.
-
قُلْ مَن كَانَ عَدُوًّا لِّجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَىٰ قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَىٰ لِلْمُؤْمِنِينَ
دوی ته ووايه: "کوم څوك چې له جبرئيل (ع) سره دښمني لري، هغه دي په دې وپوهیږي چي جبرئيل (ع) د الله په اجازه دا قرآن ستا زړه ته رسولى دی، چي د پخوانېو راغلیو كتابونو تصديق او تاييد كوي او د مؤمنانو لپاره (لارښودنه او د بري) د زيري ورکونکی دی." -
-
مَن كَانَ عَدُوًّا لِّلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِّلْكَافِرِينَ
(كه له جبرئيل (ع) سره د دوى د دښمنۍ سبب همدا وي، نو ورته ووايه) "څوك چي د الله او د هغه د پرښتو او د هغه د پېغمبرانو او د جبرئيل (ع) او ميكائيل (ع) دښمن وي، نو الله ددې كافرانو دښمن دى."
-
وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ وَمَا يَكْفُرُ بِهَا إِلَّا الْفَاسِقُونَ
موږ تا ته داسي آيتونه درلیږلي دي چي په ډاګه څرګنده د حق ښكاره كوونكي دي او د هغو له پېروۍ څخه يوازي هماغه خلك منكریږي چي فاسقان دي.
-
أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَّبَذَهُ فَرِيقٌ مِّنْهُم ۚ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
ايا تل داسي نه ده شوې چي كله یې څه ژمنه کړېده؛ نو له هغو څخه يوې نه يوې ډلې هغه ته شا کړې ده؟ بلكې د دوی زياتره (کسان، د زړه له كومي) ايمان نه راوړي.
-
وَلَمَّا جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ اللَّهِ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
او كله چي هغو ته د الله له لوري پېغمبر، د هغه كتاب (تورات) تصديق كوونكى او تائيدوونكى راغلى دى چي له پخوا څخه له دوى سره موجود ؤ، نو له دې اهل كتابو څخه يوې ډلې د الله كتاب په داسي شان شا ته وغورځوه، لكه چي دوى په هیڅ نه پوهیږي.
-
وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَىٰ مُلْكِ سُلَيْمَانَ ۖ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَـٰكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ ۚ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّىٰ يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ ۖ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ ۚ وَمَا هُم بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ ۚ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ ۚ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنفُسَهُمْ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
او په دې لړ کښي یې د هغو شيانو پيروي وکړه، چي شيطانانو د سليمان (ع) د سلطنت د نوم په اخيستلو وړاندي كول. په داسي حال کښي چي سليمان (ع) هیڅكله كافر شوى نه و، او د كفر مرتكبين خو هغه شيطانان ول چي خلكو ته یې كوډي ښودلې، هغوی هغه څه تعقيبول چي په بابل کښي پر دوو پرښتو هاروت او ماروت نازل شوي ول. په داسي حال کښي چي هغو (پرښتو) به چي هر كله چا ته هغه ښودل، نو لومړى به یې په ډاګه دا خبره ورته كوله: "ګوره! که موږ يوازي د ازمېښت لپاره يوو، نو مه كافر كیږه." - بيا هم دې خلكو له هغو څخه هغه څه زده كول چي په هغو سره د مېړه او ښځې تر منځ بېلتون راولي. ښكاره وه چي د خداى له اجازې پرته هغوی په دې وسيله هیچا ته هم ضرر نشو رسولاى؛ خو له دى سره سره یې داسي څه زده كول چي په خپله د هغوی له پاره ګټور نه؛ بلكې زيان ول. او هغوی ته ښه معلومه وه، چي که څوك ددې شي خريدار شي، د هغه لپاره په اخرت کښي هیڅ ونډه نشته. څومره ناكاره سودا ده چي د هغې په بدل کښي هغوی خپل ځانونه خرڅ کړل؛ كاشكې هغوى ورباندې پوهيدلاى.
-
وَلَوْ أَنَّهُمْ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَمَثُوبَةٌ مِّنْ عِندِ اللَّهِ خَيْرٌ ۖ لَّوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ
كه هغوی ايمان او پرهیزګاري غوره کړې واى، نو د الله په وړاندي يې اجر ډېر غوره ؤ، كاشكې هغوى په دې پوهيداى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
اې مؤمنانو! [پيغمبر (ص) ته] رَاعِنَا مه وایاست، بلكې اُنْظُرْنَا (زموږ خوا ته د عنايت نظر وکړه) ووایاست او په غور سره خبره واورئ. او كافرانو ته دردوونكي عذاب دی.
-
مَّا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلَا الْمُشْرِكِينَ أَن يُنَزَّلَ عَلَيْكُم مِّنْ خَيْرٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
هغو خلكو چي د حق د بلني له منلو څخه انكار کړيدى، كه له اهل كتابو نه وي، كه مشركان وي، هیڅكله دا نه خوښوي چي ستاسي د رب له خوا دي تاسي ته څه ښېګڼه راشي. خو د الله چي هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره كوي او هغه د لوی فضل خاوند دی.
-
۞ مَا نَنسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِّنْهَا أَوْ مِثْلِهَا ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
موږ چي خپل كوم آيت منسوخوو يا یې (ستا د زړه څخه)هېروو، د هغه په ځاى د هغه څخه ښه راوړو يا لږ تر لږه هماغسې. ايا ته په دې نه پوهیږي چي الله پر هر څه برلاسی دى؟
-
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
ايا ته نه يي خبر چي د اسمانونو او ځمكې فرمان روايي يوازي د همدې الله ده او له هغه پرته هیڅوك ستاسي خبر اخیستونکی او ستاسي مرستندوى بل نشته؟
-
أَمْ تُرِيدُونَ أَن تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَىٰ مِن قَبْلُ ۗ وَمَن يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ
ايا تاسي غواړئ له خپل پېغمبر څخه هغه شان پوښتني او غوښتني وکړئ، لكه څنګه چي له دې څخه مخکي له موسى (ع) څخه شوي وې؟ - په داسي حال کښي څوك چي د ايمان رويه د كفر په چار چلن بدله کړي، هغه له سمي لاري څخه واوښت.
-
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ ۖ فَاعْفُوا وَاصْفَحُوا حَتَّىٰ يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
زياتره اهل كتاب دا غواړي چي په يو ډول نه يو ډول تاسي له ايمان څخه بیرته د كفر لوري ته وګرځوي، كه څه هم حق هغو ته څرګند شويدى، خو د خپلي نفسي غوښتني له امله ستاسي لپاره دا غواړي. د هغو په ځواب کښي تاسي له بخښني او تېرېدني څخه كار واخلئ، تر څو چي الله پخپله خپله فېصله نافذه کړي. ډاډه اوسئ چي الله تعالى پر هر څه برلاسی دى!
-
وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَمَا تُقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُم مِّنْ خَيْرٍ تَجِدُوهُ عِندَ اللَّهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
لمونځ آداء کړئ، زكات ورکړئ. تاسي چي د خپل عاقبت له پاره څه نيكۍ سرته ورسوئ، وړاندي یې ولیږئ. د الله په وړاندي به هغه موجودې ومومئ. څه چي تاسي کوي، الله د هغو ټولو ليدونكى دى.
-
وَقَالُوا لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلَّا مَن كَانَ هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ ۗ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
او د هغو (اهل کتابو) دا وينا ده چي هیڅوك به جنت ته لاړ نشي، تر څو هغه يهودي نه وي يا (د عيسويانو د ګومان له مخي) عيسوی نه وي، دا د هغو هيلي دي. دوی ته ووايه: " كه تاسي په خپله دعوه کښي رښتيني ياست، نو خپل دليل وړاندي کړئ!"
-
بَلَىٰ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِندَ رَبِّهِ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
په اصل کښي نه ستاسي څه ځانګړيتوب دى او نه د بل چا. حقه خبره دا ده، هر څوك چي خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلن غوره کړي، د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندي اجر شته او پر داسي خلكو څه وېره او کړاو نشته.
-
وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَىٰ عَلَىٰ شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَىٰ لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
يهوديان وايي: "له عيسويانو سره هیڅ نشته." عيسويان وايي: "له يهودو سره هیڅ نشته." - په داسي حال کښي چي دوى دواړه كتاب لولي. همدا شان دعوه هغه خلك هم كوي چي هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافونه چي دا خلك په کښي اخته دي، د قيامت په ورځ فېصله کړي.
-
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن مَّنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَن يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا ۚ أُولَـٰئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَن يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوك وي چي د الله په عبادتځايو (مسجدونو) کښي د الله د نوم اخيستني منع کوي او د هغو دورانولو په هڅه کښي وي؟ دغه خلك ددې وړ نه دي چي په دې عبادتځايو کښي قدم كښېږدي او كه ورشي هم، له وېرې سره به ورشي. د هغو له پاره خو په دنيا کښي رسوايي او په اخرت کښي لوى عذاب دى.
-
وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
ختيځ او لويديځ ټول د الله دي، هر لوري ته چي تاسي مخ واړوئ، هماغه لوري ته د الله مخ دى. الله د ډيري پراختيا خاوند او په هر څه پوهېدونكى دى.
-
وَقَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ بَل لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ كُلٌّ لَّهُ قَانِتُونَ
او هغوى وايي: "الله څوك په زوى ولۍ سره نيولى دى." - الله له دې خبرو پاك دى. اصل حقيقت دا دى چي د اسمانونو او ځمكې ټولي هستۍ د هغه دي. ټول د هغه د امر منونكي دي.
-
بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَإِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ
هغه د اسمانونو او ځمكې هستوونكى دی او د كومي خبري چي فېصله صادروي، یوازي دومره امر ورته كوي چي "شه!" -نو هغسې كیږي.
-
وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ لَوْلَا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ ۗ كَذَٰلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم مِّثْلَ قَوْلِهِمْ ۘ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ ۗ قَدْ بَيَّنَّا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ
ناپوهان وايي چي الله په خپله ولي له موږ سره نه ږغیږي يا موږ ته كومه نښه ولې نه راوړي؟ - همدا شان خبري له دوی څخه مخکي خلكو هم كولې. ددې ټولو (مخكينيو وروستنيو ګمراهانو) ذهنيتونه يو شان دي. باور لرونكو ته خو موږ په ډاګه، څرګنده خپلي نښانې ښكاره کړيدي.
-
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۖ وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ
(له دې نه به لويه نښانه څه وي چي) موږ، ته [اې محمده (ص)!] د حقائقو له علم سره زيرى وركوونكى او وېروونكى لیږلى یې. او د دوږخ د خاوندانو په هکله ته نه پوښتل کېږې.
-
وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ
يهوديان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه خوشحاله نشي، تر څو ته د هغو په لاره (دين)لاړ نشې. دوى ته په كلكه ووايه چي سمه لاره يوازي هماغه ده چي الله ښودلې ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درکړاى شويدى، د هغو په خواهشونو پسې لاړ شې؛ نو ستا هیڅ دوست او مرستندوى نشته چي د الله له نيوني څخه دي وژغوري.
-
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَـٰئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
كومو خلكو ته چي موږ كتاب ورکړيدى، هغوى یې داسي لولې چي څنګه د هغه د لوستلو حق دى. هغوى ورباندې د زړه له كومي ايمان راوړيدى. او څوك چي د هغه د نه منلو چلن غوره کړي، نو هم هغوى په اصل کښي زيانمن دي.
-
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَنِّي فَضَّلْتُكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
اې بني اسرائيلو! زما هغه نعمت در ياد کړئ چي پر تاسي مي لورولى ؤ او دا چي ما تاسي ته د نړۍ پر ټولو قومونو فضيلت درکړى ؤ.
-
وَاتَّقُوا يَوْمًا لَّا تَجْزِي نَفْسٌ عَن نَّفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ
او له هغي ورځي څخه ووېرېږئ چي هیڅوك به هیچا ته يوه ذره په درد ونه خوري: نه به له چا څخه فديه قبوله کړاى شي، نه به كوم سپارښت انسان ته ګټه ورسوي او نه به ګناهګارانو ته له كومي خوا څخه څه مرسته ورسېداى شي.
-
۞ وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ
او هغه وخت (یاد کړه) چي پر ابراهيم (ع) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وکړ او ابراهيم (ع) هغه ټولي سرته ورسولې؛ نو (الله) وويل: "زه تا د ټولو خلكو قائد ټاكم!" - ابراهيم (ع) عرض وکړ: "او ايا زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟" - هغه (ج) وويل: "زما وعده له ظالمانو سره نشته !"
-
وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِّلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِن مَّقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ
او دا چي موږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره مركز او د امن ځاى جوړ کړى ؤ. او (مؤمنانو ته مو امر کړى ؤ) په كوم ځاى کښي چي ابراهيم (ع) د عبادت له پاره درېدی، هغه ځاى په ځانګړې توګه د لمانځه ځاى جوړ کړئ. ابراهيم (ع) او اسماعيل(ع) ته مو په كلكه ويلي وو چي زما دا كور د طواف كوونكو، څيله كيدونكو (اعتکاف کوونکو) او ركوع او سجده كوونكو لپاره پاک کړي.
-
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَـٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلًا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَىٰ عَذَابِ النَّارِ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
او دا چي ابراهيم (ع) دُعا وکړه: "اې زما ربه! دا ښار(کعبه) د امن ښار وګرځوه، او ددې له اوسېدونكو څخه چي څوك الله او اخرت مني، هغو ته هر ډول مېوې روزي کړه". د هغه رب په ځواب کښي وويل: "او چي څوك یې ونه مني د دنيا د څو ورځني ژوندانه وسائل خو زه هغه ته هم وركوم، خو بیا به هغوی د دوږخ په لوري را كاږم او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى."
-
وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
او هغه وخت (یاد کړه) چي كله ابراهيم (ع) او اسمعيل (ع) ددې كور دېوالونه پورته كول، نو دُعا يې كوله: "اې زموږ ربه! زموږ څخه دا خدمت قبول کړه. ته د هر څه اورېدونكى او په ټولو شيانو پوهېدونكى یې؛
-
رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
اې ربه! موږ دواړه تا ته غاړه ايښودونكي وګرځوه، زموږ له ځوځات څخه يو داسي قوم پيدا کړه چي تا ته غاړه ايښودونكى وي، موږ ته د خپل عبادت لاري، ليكي را زده کړه او زموږ توبه قبوله کړه، ته لوى توبه قبلوونكى او رحم كوونكى یې؛
-
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
او اې ربه! په دې خلكو کښي د همدوى له قوم څخه يو داسي پېغمبر راپاڅوه چي دوی ته ستا آيتونه ولولي، هغو ته كتاب او حكمت ور زده کړي او د هغو ژوند سوتره کړي. ته د لوي قدرت او حكمت څښتن یې."
-
وَمَن يَرْغَبُ عَن مِّلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَن سَفِهَ نَفْسَهُ ۚ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ
اوس څوك، د ابراهيم (ع) له دین څخه مخ اړوي؟ له هغه چا پرته چي په خپله یې خپل ځان په حماقت او جهالت کښي اخته کړى وي، (بل څوك دا حركت كولاى شي؟) - ابراهيم (ع) خو هغه څوك دى چي موږ په نړۍ کښي د خپل كار لپاره غوره کړى ؤ. او په اخرت کښي به هغه د صالحانو په ټولي کښي وي.
-
إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ
هغه وخت (یاد کړه) چي کله یې رب ورته وويل: "غاړه كښېږده!" - نو هغه سمدلاسه ووېل: "ما د مخلوقاتو رب ته غاړه ايښې ده."
-
وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ
پر همدې مسلك د تلو لارښودنه ابراهيم (ع) خپل ځوځات ته کړې وه او همدا سپارښتنه يعقوب (ع) خپلې اولادې ته کړې وه، هغه ويلي وو: "زما بچيانو! الله ستاسي له پاره همدا دين غوره کړيدی، له دې امله د مرګ تر وخته مسلمانان پاتي شئ!"
-
أَمْ كُنتُمْ شُهَدَاءَ إِذْ حَضَرَ يَعْقُوبَ الْمَوْتُ إِذْ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعْبُدُونَ مِن بَعْدِي قَالُوا نَعْبُدُ إِلَـٰهَكَ وَإِلَـٰهَ آبَائِكَ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ إِلَـٰهًا وَاحِدًا وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
او ايا تاسي هغه وخت حاضر وئ چي كله يعقوب (ع) له دې دنيا څخه رخصتې دی؟ د مرګ په وخت کښي یې له خپلو بچيانو څخه پوښتنه وکړه: "بچيانو! زما وروسته به تاسي د چا بندګي كوئ؟" هغو ټولو په ځواب کښي ووېل: "موږ به د هماغه يوه خداى بندګې كوو، چي هغه تا او ستا پلرونو، نيكونو، ابراهيم(ع)، اسمعيل(ع) او اسحق(ع) په خدايي منلى دى او موږ هماغه ته غاړه ايښودونكي يو."
-
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغوى څه كسان ول، چي په باوري توګه تېر شول؛ څه چي يې کړي دي، د هغو لپاره دي؛ او څه چي تاسي كوئ، هغه ستاسي له پاره دي. ستاسي څخه به ددې پوښتنه ونشي چي هغوی څه كول.
-
وَقَالُوا كُونُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ تَهْتَدُوا ۗ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
(کتابیان یعني یهود او عیسویان) وايي چي یهودیان او (یا) عیسویان شئ چي سمه لار ومومئ! - دوی ته ووايه: "نه، دا هم نه، بلكې د ابراهيم (ع) د دین (متابعت کوو) چي پاک ؤ او ابراهيم(ع) له مشركانو څخه نه ؤ.
-
قُولُوا آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَمَا أُوتِيَ النَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ
(آې مسلمانانو!) وواياست: "موږ ايمان په الله او پر هغه (قُرآن) راوړی دی چي موږ ته راغلى دى او هغه چي ابراهيم ( ع)، اسمعيل (ع)، اسحق (ع)، يعقوب (ع) او د يعقوب ( ع) ځوځات ته راغلى ؤ او هغه چي موسى (ع)، عيسى (ع) او نورو ټولو پېغمبرانو ته د هغو د رب له لوري ورکړ شوى ول. موږ د هغو په منځ کښي هیڅ توپير نه كوو او موږ الله ته سر ټيټوونكي يوو."
-
فَإِنْ آمَنُوا بِمِثْلِ مَا آمَنتُم بِهِ فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا هُمْ فِي شِقَاقٍ ۖ فَسَيَكْفِيكَهُمُ اللَّهُ ۚ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
بيا كه هغوى هماغسې ايمان راوړ لكه چي تاسي راوړيدى، نو سمه لار یې وموندله؛ او كه له هغه څخه مخ واړوي، نو څرګنده خبره ده چي هغوى په څيلي توب (شقاوت) کښي نښتي دي. له دې امله ډاډه اوسئ چي د هغو په مقابل کښي الله ستاسي د ملاتړ لپاره كافي دى. الله هر څه اوري او په ټولو شيانو پوهیږي.
-
صِبْغَةَ اللَّهِ ۖ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً ۖ وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ
(وواياست: د الله رنګ غوره کړئ)، د هغه له رنګ څخه به ښه د چا رنګ وي؟ او موږ د هماغه بندګي كوونكي يوو.
-
قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ
اې پېغمبره! دوی ته ووايه: "ايا تاسي د الله په باب له موږ سره جګړه كوئ؟ په داسي حال کښي چي هماغه هم زموږ رب دى او هم ستاسي. زموږ عملونه زموږ او ستاسي عملونه ستاسي لپاره دي. او موږ خپله بندګي يوازي د الله له پاره خالصه کړېده."
-
أَمْ تَقُولُونَ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطَ كَانُوا هُودًا أَوْ نَصَارَىٰ ۗ قُلْ أَأَنتُمْ أَعْلَمُ أَمِ اللَّهُ ۗ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن كَتَمَ شَهَادَةً عِندَهُ مِنَ اللَّهِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
يا ايا ستاسي وينا داده: "ابراهيم (ع)، اسمعيل (ع)، اسحق (ع)، يعقوب او د يعقوب ( ع) ځوځات ټول يهوديان ول يا نصرانيان وو؟" - ورته ووايه: "تاسي ډېر ښه پوهیږئ، كه الله؟ له هغه چا نه به لوى ظالم بل څوك وي، چي د الله له لوري هغه ته د يوې شاهدۍ ذمه واري ور له غاړي شوې وي او هغه پټه کړي؟ ستاسي له کړنو څخه خو الله ناخبره ندى؛
-
تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ ۖ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُم مَّا كَسَبْتُمْ ۖ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
هغوى څه كسان ول چي لاړل، د هغو عملونه د هغو له پاره ول او ستاسي عملونه ستاسي لپاره. ستاسي څخه به د هغوی د عملونو په باب پوښتنه ونشي ".
-
۞ سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَن قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا ۚ قُل لِّلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ ۚ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
ناپوهان خلك به هرومرو ووايي: "په دوى څه شويدي چي په ناڅاپي توګه له هغي قبلې څخه واوښتل چي مخکي یې د هغې لوري ته لمونځ كاوه؟" – [اې پېغمبره (ص)!] دوی ته ووايه: "ختيځ او لوېديځ ټول د الله دي، د الله چي هر چا ته خوښه شي سمه لار ورښيي."
-
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
او په همدې ډول موږ يو اُمت وسط (غوره امت) ګرځولي ياست چي تاسي پر نړيوالو شاهدان او پېغمبر پر تاسي شاهد اوسي. پخوا چي تاسي كوم لوري (بيت المقدس) ته مخ اړوه، هغه مو یوازي ددې ښووني لپاره قبله ټاكلې وه چي څوك (كعبې ته په مخ اړولو كي) د پېغمبر(ص) پيروي كوي او څوك په شا اوړي. دا كار خو ډېر سخت ؤ، مګر د هغو كسانو لپاره هیڅ سخت ثابت نشو چي د الله له لارښووني څخه یې ګټه اخيستې وه. الله به ستاسي ايمان (بيت المقدس ته لمونځ) هیڅكله ضايع نه کړي. باور ولرئ چي الله پر خلكو ډېر زيات مهربان او رحم كوونكى دى.
-
قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ ۖ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا ۚ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ
د اسمان لوري ته ستا بيا بيا مخ اووښتل موږ وينو، دا دى موږ تا د هغې قبلې (كعبې) لوري ته ګرځوو چي ستا خوښیږي، د مسجد الحرام لوري ته مخ وګرځوه! اوس چي تاسي هر چيري اوسى؛ نو د هماغه لوري ته مخ واړوئ؛ لمونځ وکړئ. كومو خلكو ته چي كتاب ورکړ شويدى، ښه پوهیږي چي (د قبلې بدلېدو ) دا امر د هغو د رب له خوا او حق دى، خو له دې سره سره چي دوى څه كوي، الله ور څخه ناخبره نه دى.
-
وَلَئِنْ أَتَيْتَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ بِكُلِّ آيَةٍ مَّا تَبِعُوا قِبْلَتَكَ ۚ وَمَا أَنتَ بِتَابِعٍ قِبْلَتَهُمْ ۚ وَمَا بَعْضُهُم بِتَابِعٍ قِبْلَةَ بَعْضٍ ۚ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ إِنَّكَ إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ
كه ته دې اهل كتابو ته هره نښانه راوړې، نشي كېداى چي دوى ستا د قبلې پيروي وکړي او نه ته دا كولاى شې چي د هغو د قبلې پيروي وکړې. او د هغو هیڅ يوه ډله د بلي ډلي د قبلې پيروۍ ته هم تياره نه ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درته راغلى دى، د هغو په غوښتنو پسي لاړ شې، نو هرومرو به په ظالمانو کښي وشمېرل شې.
-
الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
كومو خلكو ته چي موږ كتاب ورکړيدى، هغوى دا ځاى (چي قبله ټاكل شوېده يا دا پيغمبر) داسي پېژني لكه څنګه چي خپله اولاده پېژني، خو له هغو څخه يوه ډله له پوهي او ادراك سره سره حق پټوي.
-
الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
دا په غوڅه توګه، ستا د رب له لوري يوه حقه خبره ده ، نو ته د هغه په باب هیڅكله شكمن كیږه مه.
-
وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
او د هر چا لپاره يو لورى دى چي هغه ته مخ اړوي، نو تاسي د ښېګڼو په لوري په ځغاسته شئ. هر چيري چي اوسئ، الله به تاسي ټول ومومي (راولي)، الله په هر شي باندې ښه برلاسی دى.
-
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ وَإِنَّهُ لَلْحَقُّ مِن رَّبِّكَ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
ته چي له هر ځاى څخه تېرېږې، له هماغه ځايه (د لمانځه په وخت کښي) خپل مخ د مسجد حرام لوري ته واړوه، ځكه چي دا ستا د رب بيخي په حقه فېصله ده او الله ستاسي له عملونو څخه بې خبره نه دى.
-
وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ
او له هر ځايه چي تېریږې، خپل مخ د مسجد الحرام لوري ته وګرځوه، او هر چيري چي تاسي یاست، د هماغه لوري ته مخ واړوئ، لمونځ اداء کړئ، چي ستاسي پر خلاف خلكو ته دليل په لاس ورنشي؛ هو د ظالمانو ژبه به په هیڅ حال کښي ونه تړله شي، خو له هغو څخه مه وېریږئ، بلكې زما څخه ووېریږئ او ددې لپاره چي زه پر تاسي خپل نعمتونه پوره کړم او په دې هيله چي زما ددې امر په عملي كولو تاسي د هم هغسي خلاصون لاره ومومئ؛
-
كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِّنكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ
لكه چي (تاسي ته په دې سره برى در په برخه شوى چي) ما ستاسي په منځ کښي په خپله ستاسي څخه يو پېغمبر مبعوث کړ، چي تاسي ته زما ايتونه لولي، ستاسي ژوند سوتره (پاک) كوي، تاسي ته د كتاب او حكمت ښوونه كوي او تاسي ته هغه خبري در زده كوي چي تاسي پرې نه پوهېداست.
-
فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ
له دې امله تاسي ما په ياد ولرئ، زه به تاسي ياد کړم، او زما شكر اداء کړئ د نعمت ناشكري مه كوئ.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ
اې مؤمنانو! په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ، الله د صبر لرونكو ملګرى دى.
-
وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَـٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ
او هغو خلكو ته چي د الله په لار کښي ووژل شي، مړه مه وایاست! داسي خلك خو په حقيقت کښي ژوندي دي، خو تاسي دا شعور نه لرئ چي د هغو په ژوند خبر شئ.
-
وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ
او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کښي په اخته كولو په تاسي ازمېښت كوو، او [اې پېغمبره (ص)!] صبر کوونکو ته زيرى ورکړه؛
-
الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
هغه کسان چي کله ورته کوم مصيبت ورسیږي، نو ووايي: "موږ د الله يوو او د هغه (الله) لوري ته ور ګرځېدونکي یوو." -
-
أُولَـٰئِكَ عَلَيْهِمْ صَلَوَاتٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَرَحْمَةٌ ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُهْتَدُونَ
دا هم هغه کسان دي چي د دوی د رب له خوا پرې بخښنه او رحمت دی او همدا کسان د سمي لاري موندونکي دي.
-
۞ إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِن شَعَائِرِ اللَّهِ ۖ فَمَنْ حَجَّ الْبَيْتَ أَوِ اعْتَمَرَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَن يَطَّوَّفَ بِهِمَا ۚ وَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَإِنَّ اللَّهَ شَاكِرٌ عَلِيمٌ
په يقيني توګه، صفا او مروه د الله له نښانو څخه دي، له دې امله څوك چي د بيت الله حج يا عمره وکړي، د هغه لپاره وبال نشته كه ددې دوو غونډېو تر منځ طواف وکړي. او څوك چي په خوښه او مينه څه نېك كار (د صفا او مروه طواف) وکړي، الله پرې خبر دى او د هغه قدر كوونكى دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِن بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَـٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ
كوم خلك چي زموږ نازل شوي روښانه لارښووني او هدايات پټوي، په داسي حال کښي چي موږ هغه د ټولو انسانانو د لارښووني لپاره په خپل كتاب کښي بيان کړيدي، باور ولرئ چي الله هم ورباندې لعنت وايي او ټول لعنت ويونكي هم ورباندې لعنت وايي.
-
إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا وَأَصْلَحُوا وَبَيَّنُوا فَأُولَـٰئِكَ أَتُوبُ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنَا التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
البته څوك چي دا كار پرېږدي، خپل کړه وړه سم کړي او څه یې چي پټ کړي ول، د هغو په بيانولو پيل وکړي، هغو ته به زه بښنه وکړم او زه لوى ښه توبه قبلوونكى او پوره رحم كوونكى يم.
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ أُولَـٰئِكَ عَلَيْهِمْ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ
كومو كسانو چي د كفر چلن غوره کړ او همدا د كفر په حالت کي مړه شول، پر هغو باندي د الله، پرښتو او ټولو انسانانو لعنت دى.
-
خَالِدِينَ فِيهَا ۖ لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ
په همدې لعنتي حالت کښي به د تل له پاره اوسیږي، نه به د هغو په عذاب کښي اسانتيا راشي او نه به بيا ورته كوم بل مهلت ورکړاى شي.
-
وَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَّا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَـٰنُ الرَّحِيمُ
او ستاسي خداى همدا يو خداى دى، له هغه ډېر زیات مهربان، پوره رحم کوونکي څخه پرته بل كوم خداى نشته.
-
إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِي تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن مَّاءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د پوهي څخه كار اخلي.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِذُ مِن دُونِ اللَّهِ أَندَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِّلَّهِ ۗ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ
(خو د خداى پر يووالي باندي ددې ښكاره څرګندو دلالت كوونكو نښو نښانو د ليدلو سره سره هم) ځیني خلك داسي دي چي له الله پرته نور د هغه سيالان ګرځوي؛ او پر هغو داسي مين دي لكه چي څنګه له الله سره مينه لرل ښايي. په داسي حال کښي چي ايمان لرونكو ته تر هر چا زيات الله ګران وي. هغه ادراك او احساس چي دې ظالمانو ته د عذاب د ليدو په وخت کښي پيدا كېدونكى دى، كه همدا نن دوى ليدلى واى؛ نو (باور به یې راغلى واى چي) ټول قوت او ټولي واكمنۍ يوازي د الله دي او (په دې به یې هم باور شوى واى) چي له الله سره ډېر سخت عذاب شته.
-
إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ
كله چي هغه سزا ورکړي، په هغه وخت کښي به حالت داسي وي چي هماغه مشران او رهبران چي په دنيا کښي یې پيروي كېدله، له خپلو پيروانو څخه به بيزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو سببونو او وسايلو لړۍ به پرېکړه شي.
-
وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ
او هغه خلك چي په دنيا کښي یې د هغو پيروي كوله، و به وايي: "كاشكي يو ځل بيرته دنيا ته زموږ تګ شوى واى." - نو څنګه چي نن دوى زموږ څخه بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره کړې واى. په دغه راز به الله ددې خلكو هغه عملونه چي دوى یې په دنیا کي كوي، داسي د دوى مخي ته كښېږدي چي دوى به د افسوس او پښېمانتيا لاسونه سره ومروړي، خو له اور څخه د وتلو هیڅ لاره به پيدا نه کړي.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
اې خلكو! په ځمكه کښي چي كوم حلال او پاك شيان دي، هغه خورئ او د شيطان په ښودل شوېو لارو مه ځئ، هغه ستاسي ښكاره دښمن دی.
-
إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
هغه خو تاسي ته د بدۍ او بې حيايۍ امر كوي او دې ته مو پاروي چي په خداى پوري هغه خبري وتړۍ چي تاسي پرې نه پوهیږئ چي هغه الله ندي ويلي.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۗ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ
هغوی ته چي كله وېل كیږي چي د الله د اوامرو پيروي وکړئ، نو په ځواب کښي وايي چي موږ به د هماغه مسلك پيروي كوو چي موږ پر هغه خپل پلرونه، نيكونه موندلي دي. ښه نو كه د هغو پلرونو، نيكونو له پوهي څخه هیڅ كار هم نه وي اخيستى او سمه لاره یې نه وي موندلې، ايا بيا هم دوى د هغوی پيروي كوي؟
-
وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
دا خلك چي د خداى پر ښودل شوي لاري باندي له تلو څخه یې انكار کړيدى، د دوى حالت كټ مټ داسي دى لكه چي شپانه څاروېو ته آواز كوي او هغوى د بلني او شړني له غږ څخه پرته نور څه نه اوري. دوى كاڼه دي، ګونګيان دي، ړانده دي؛ ځكه خو په هیڅ خبره نه پوهیږي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِن كُنتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
اې مؤمنانو! كه تاسي په رښتيا سره د الله بندګي كوونكي ياست؛ نو كوم پاك شيان چي موږ درکړيدي، هغه په آزادۍ سره خورئ او د الله شكر باسئ.
-
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
د الله له لوري كه پر تاسي څه بنديز لګول شويدى، نو هغه دا دى چي مرداره مه خورئ، د ويني او د خوګ د غوښي له خوړلو څخه ډډه وکړئ او داسي كوم شى مه خورئ چي پر هغه له الله پرته د بل چا نوم اخيستل شوى وي. هو كه څوك د اړتيا په حالت کښي وي او له دغو شيانو څخه څه شى بې له دې چي د الهي حُكم ماتولو اراده ولري يا له حده تېرى وکړي، وخوري؛ نو پر هغه څه وبال نشته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَـٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
حقه دا ده څوك چي هغه حكمونه پټوي چي الله په خپل كتاب کښي نازل کړيدي او په لږ غوندې دنيوي ګټو یې له لاسه وركوي، هغوى په اصل کښي خپلي ګيډي له اوره ډكوي، د قيامت په ورځ به الله (ج) هیڅكله له دوى سره خبرې ونه کړي او نه به یې تزكيه کړي، او د هغوی لپاره دردوونكى عذاب دى.
-
أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ
دا هغه خلك دي چي د سمي لاري په بدل کښي یې ګمراهي واخيستله او د بښنې په بدل کښي یې عذاب واخیست. څومره حيرانتيا ده د دوى حوصلې ته، چي د عذاب زغملو ته تيار دي.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ
دا ټول كارونه ځكه وشول چي الله خو له حق سره سر تر پايه برابر كتاب نازل کړى ؤ مګر كومو خلكو چي په كتاب کښي اختلافونه منځ ته راوړل، هغوى په خپلو لانجو کښي له حق څخه ډېر لیري لاړل.
-
۞ لَّيْسَ الْبِرَّ أَن تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَـٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
نېكي یوازي دا نه ده چي تاسي (د لمانځه په وخت کي) خپل مخونه ختيځ لوري ته واړوئ، يا لوېديځ لوري ته؛ بلكي نېكي دا ده چي انسان پر الله، د قيامت پر ورځ، پر پرښتو، د الله پر نازل کړاى شوي كتابونو او د هغه پر پېغمبرانو د زړه له كومي ایمان راوړي. او د الله په مينه کښي خپل ګران مالونه په خپلو خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو، مسافرو، دروېزګرو او د مريانو په ازادۍ مصرف کړي، لمونځ قائم کړي، زكات ورکړي. او نېكان هغه كسان دي چي كله وعده وکړي تر سره یې کړي او د تنګسې او غمونو په وخت کښي او د حق او د باطل په جګړه کښي صبر وکړي، همدا رښتيني او همدا پرهېزګار خلك دي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى ۖ الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالْأُنثَىٰ بِالْأُنثَىٰ ۚ فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ۗ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ۗ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ
اې مؤمنانو! ستاسي لپاره د قتل په دعواوو کښي د قصاص حكم ليكل شويدى: كه اصيل (آزاد) قاتل وي له هماغه اصيل (آزاد) څخه دي بدله واخيستل شي او كه غلام قاتل وي؛ نو هماغه غلام دي ووژل شي؛ كه ښځه قاتله وي، نو له هماغي ښځي څخه دي قصاص واخيستل شي. هو كه له كوم قاتل سره د هغه (ديني) ورور يو څه نرمۍ كولو ته تيار وي، نو په ښه وجه دي د وژني د بدلې په اړه اقدام وشي او پر قاتل باندي لازمه ده چي په صداقت سره خوني ورکړي. دا ستاسي د رب له خوا اسانتيا او رحمت دى، كه له دې څخه وروسته څوك تېری وکړي، د هغه لپاره دردوونكى عذاب دى.
-
وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
هوښيارانو! ستاسي لپاره په قصاص کښي ژوند دى، په كار ده چي له دې قانون څخه سرغړاوی ونه کړئ.
-
كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِن تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ
پر تاسي باندي فرض کړاى شوېده: كله چي ستاسي څخه د كوم يوه د مرګ وخت رانژدې شي او هغه له ځانه وروسته مال پرېږدي؛ نو مور، پلار او خپلو خپلوانو ته دي په مناسبه توګه وصيت وکړي، دا پر پرهېزګارانو حق دى.
-
فَمَن بَدَّلَهُ بَعْدَ مَا سَمِعَهُ فَإِنَّمَا إِثْمُهُ عَلَى الَّذِينَ يُبَدِّلُونَهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
نو چا چي وصيت واورېده او بيا یې بدل کړ؛ نو د هغه وبال به د بدلوونكو پر غاړه وي. الله د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى.
-
فَمَنْ خَافَ مِن مُّوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
البته كه له چا سره دا اندېښنه وي چي وصيت كوونكي په ناپوهۍ يا په قصدي توګه حق تلفي کړېده؛ او هغه ددې موضوع د اړوندو كسانو په منځ کښي روغه وکړي، نو پر هغه هيڅ وبال نشته، الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
اې مؤمنانو! پر تاسي روژې فرض کړاى شوې، لكه چي ستاسي څخه د مخکني پېغمبرانو پر پيروانو فرض کړاى شوي وې، ددې لپاره چي په تاسي کي د پرهېزګارۍ صفت پيدا شي.
-
أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ ۚ وَأَن تَصُومُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
د څو ټاكلیو ورځو روژې دي، که ستاسي څخه څوك ناروغ وي يا مسافر وي، نو په نورو ورځو کښي دي هماغومره شمېر پوره کړي او كه كوم خلك چي د روژې نيولو وس نه لري (لکه د لوی عمر او دوامداره مرض خاوندان او وې نه نیسي.) نو هغوی دي فديه ورکړي. د يوې روژې فديه يو مسكين ته خواړه وركول دي او څوك چي په خپله مينه څه زياته نېكي وکړي، نو دا د هغه لپاره غوره ده؛ خو كه تاسي پوهېږئ، نو ستاسي لپاره ښه همدا ده چي روژه ونيسئ.
-
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ ۚ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ ۖ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۗ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
رمضان هغه مياشت ده چي په هغې کي قرآن نازل کړاى شو، چي د انسانانو لپاره له سره تر پايه هدايت دى؛ او داسي څرګندي لارښووني په کښي دي چي د سمي لاري ښوونكي او د حق او باطل يو له بله په ډاګه بېلوونكي دي. له دې كبله پر چا چي دا میاشت راسي، پر هغه لازمه ده چي ټوله مياشت روژه ونيسي؛ او كه څوك ناروغ يا مسافر وي، نو هغه دي په نورو ورځو کښي د روژو شمېر پوره کړي. الله پر تاسي اسانتيا راوستل غواړي، سختي راوستل نه غواړي، له دې امله تاسي ته دا طريقه ښودله كیږي چي تاسي د خوړل شویو روژو شمېر پوره کړاى شئ او په كوم هدايت چي الله تاسي سرلوړي کړي یاست، په هغه سره د الله لويي وستایئ او شكر كوونكي اوسئ.
-
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ۖ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ ۖ فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ
او [اې پيغمبره (ص)!] زما بندګان كه ستا څخه زما (د لیری والي یا نژدې والي) په اړه پوښتنه وکړي؛ نو هغوی ته ووايه چي زه ورته ډېر نژدې يم: بلونكى چي كله ما وبلي، زه د هغه بلنه اورم او ځواب وركوم، نو هغوی ته ښايي چي زما بلنې ته لبيك ووايي او پر ما ايمان راوړي (ته دا خبره هغوی ته واوروه)، كېداى شي چي سمه لاره ومومي.
-
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَائِكُمْ ۚ هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنتُمْ لِبَاسٌ لَّهُنَّ ۗ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَخْتَانُونَ أَنفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنكُمْ ۖ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ ۚ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ۖ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ ۚ وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَقْرَبُوهَا ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ
ستاسي لپاره د روژې په شپو کښي د خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل روا کړاى شويدي، هغوى ستاسي جامه او تاسي د هغو جامه ياست. الله ته څرګنده شوه چي تاسي په پټه پټه له خپلو ځانونو سره خيانت كاوه؛ خو هغه ستاسي ګناه وبښله او در تېر شو. اوس تاسي له خپلو مېرمنو سره د شپې يو ځاى شئ او كوم خوند چي الله تاسي ته روا کړيدى، هغه واخلئ. همدارنګه د شپې له مخي خورئ، څښئ؛ تر هغه وخته چي د شپې د ترږمۍ له توري ليكې څخه مو د سپېده داغ څړيكه تر سترګو شي. له هغه وروسته دا هر څه پریږدئ، تر شپې پوري خپله روژه بشپړه کړئ. او كله چي تاسي په جوماتونو کښي څيله (اعتکاف کوونکي) ياست؛ نو له خپلو ميرمنو سره نژدې والـى مه كوئ. دا د الله وضع کړي حدود دي، دې ته نژدې مه ورځئ. دغه شان الله خپل حكمونه خلكو ته په ډاګه څرګندوي، ښايي چي هغوی له ناوړه چلن څخه ځانونه وژغوري.
-
وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ
او تاسي مه په خپلو منځو کښي يو د بل مال په ناروا توګه خورئ او مه هغه مال حاكمانو ته په دې غرض وړاندي کوئ چي تاسي ته په قصدي توګه او ظلم سره د نورو خلكو د يو څه شتمنۍ د خوړلو فرصت په لاس درشي، په داسي حال کي چي تاسي پوهیږي.
-
۞ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْأَهِلَّةِ ۖ قُلْ هِيَ مَوَاقِيتُ لِلنَّاسِ وَالْحَجِّ ۗ وَلَيْسَ الْبِرُّ بِأَن تَأْتُوا الْبُيُوتَ مِن ظُهُورِهَا وَلَـٰكِنَّ الْبِرَّ مَنِ اتَّقَىٰ ۗ وَأْتُوا الْبُيُوتَ مِنْ أَبْوَابِهَا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
خلك ستا څخه د سپوږمۍ د نرۍ كېدو او غټېدو په باب پوښتنه كوي، ورته ووايه: "دا د خلكو لپاره د نېټو ټاكلو او د حج نښانې دي." - دا هم ورته ووايه: "دا ښه کار نه دی، چي تاسي خپلو كورونو ته د هغو د شا له لوري ننوځئ." - اصلى نېكي(ښه کار) خو دا ده چي انسان د الله له خپه كولو څخه ځان وژغوري؛ نو تاسي خپلو كورونو ته د دروازو له لارې ورشئ. له الله څخه وېرېدونكي اوسئ، ښايي چي برياليتوب در په برخه شي.
-
وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ
او تاسي د الله په لار کښي له هغو كسانو سره وجنګیږئ، چي ستاسي سره جنګیږي، خو تېرى مه كوئ چي الله تېرى كوونكى نه خوښوي.
-
وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ
له هغو سره هر چيري چي مخامخ شئ وجنګېږئ، هغوى له هغه ځايه وباسئ کوم چي تاسي يې ايستلي ياست؛ ځكه كه وژل هر څومره بد عمل دى، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده؛ او مسجد حرام ته نژدې چي تر څو پوري هغوى له تاسي سره نه وي جنګېدلي، تاسي هم ورسره مه جنګېږئ. خو تر څو پوري چي هغو هلته له جنګېدو څخه لاس نه وي اخيستى، نو تاسي هم بې له كومي اندېښنې هغوى ووژنئ، چي د داسي كافرانو همدا سزا ده.
-
فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
بيا كه هغوى منع شول، نو وپوهیږئ چي الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ
او تاسي له هغو سره وجنګیږئ تر دې پورې چي فتنه پاته نشي او دين د الله لپاره شي، بيا كه هغوى لاس په سر شول، نو وپوهیږئ چي له ظالمانو پرته د بل چا په ضد لاس غځول روا نه دي.
-
الشَّهْرُ الْحَرَامُ بِالشَّهْرِ الْحَرَامِ وَالْحُرُمَاتُ قِصَاصٌ ۚ فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ
د حرامي مياشتي بدله هماغه حرامه مياشت ده او د ټولو حرمتونو مراعات به يو شان برابر وي؛ نو كه څوك پر تاسي تېرى وکړي، تاسي هم په هماغه ډول پر هغه تېرى وکړئ. البته له الله څخه په وېره کښي اوسئ او په دې وپوهېږئ چي الله د هغو خلكو ملګرى دى چي د هغه د حدودو له ماتولو څخه ډډه كوي.
-
وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
د الله په لار کښي (مال) ولګوئ او په خپلو لاسونو خپل ځانونه (په سر او مال سره د جهاد په پرېښودلو) په هلاكت کښي مه غورځوئ. د ښېګڼي لاره غوره کړئ چي الله ښېګڼه كوونكي خوښوي.
-
وَأَتِمُّوا الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ لِلَّهِ ۚ فَإِنْ أُحْصِرْتُمْ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۖ وَلَا تَحْلِقُوا رُءُوسَكُمْ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْهَدْيُ مَحِلَّهُ ۚ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ بِهِ أَذًى مِّن رَّأْسِهِ فَفِدْيَةٌ مِّن صِيَامٍ أَوْ صَدَقَةٍ أَوْ نُسُكٍ ۚ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَمَن تَمَتَّعَ بِالْعُمْرَةِ إِلَى الْحَجِّ فَمَا اسْتَيْسَرَ مِنَ الْهَدْيِ ۚ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ ۗ تِلْكَ عَشَرَةٌ كَامِلَةٌ ۗ ذَٰلِكَ لِمَن لَّمْ يَكُنْ أَهْلُهُ حَاضِرِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
د الله د رضا له پاره چي كله د حج او عُمرې نيت وکړئ، نو هغه تر سره کړئ؛ او كه چیري ايسار شئ، نو چي هر څه قرباني مو له لاسه پوره وي، د الله حضور ته یې وړاندي کړئ او خپل سرونه مه خروئ، تر هغه پوري چي قرباني خپل ځاى ته نه وي رسېدلې. خو كه څوك ناروغ وي يا یې په سر کښي څه تكليف وي او له دې امله خپل سر وخريي، نو هغه ته دا په كار ده چي د فدیې په توګه روژې ونيسي يا خيرات وباسي يا قرباني وکړي. بيا كه تاسي ته امنيت په برخه شو (او تاسي د حج له ورځو مخکښي مكې ته ورسېدئ) نو چا چي له تاسي څخه د حج د ورځو له راتلو څخه مخکي له عمرې څخه ګټه واخيستله، هغه دي د خپل وس په اندازه قرباني وکړي؛ او كه یې قرباني ونه موندله، نو درې روژې دي د حج په دوران کښي ونيسي او اوه روژې كور ته له ستنېدو وروسته؛ پدغه شان دي لس پوره کړي. دا اسانتیا (حج تمتع) د هغه چا له پاره دى چي كور، كهول یې مسجد حرام ته نژدې نه وي. د الله ددې حكمونو د سرغړاوي څخه ځان وژغورئ؛ او په دې ښه وپوهیږي چي الله ډېر سخت سزا وركوونكى دى.
-
الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَّعْلُومَاتٌ ۚ فَمَن فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ ۗ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَىٰ ۚ وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ
د حج مياشتي ټولو ته څرګندي دي، څوك چي په دې ټاكليو مياشتو کښي د حج نيت وکړي، هغه بايد په دې خبر اوسي چي د حج په دوران كي له هغه څخه څه شهواني عمل، څه ناوړه فعل او څه جنګ جګړه و نه شي. او تاسي چي څه نيك عمل كوئ الله پرې پوهیږي. د حج د سفر له پاره د لاري توښه درسره واخلئ؛ او تر هر څه ښه د لاري توښه پرهېزګاري ده؛ نو اې هوښيارانو! زما له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ.
-
لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ ۚ فَإِذَا أَفَضْتُم مِّنْ عَرَفَاتٍ فَاذْكُرُوا اللَّهَ عِندَ الْمَشْعَرِ الْحَرَامِ ۖ وَاذْكُرُوهُ كَمَا هَدَاكُمْ وَإِن كُنتُم مِّن قَبْلِهِ لَمِنَ الضَّالِّينَ
او كه له حج كولو سره سره تاسي د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کښي هم شئ، نو څه باك نه لري؛ بيا چي كله له عرفات څخه ځئ، نو په مشعر حرام (مزدلفه) کښي ايسار شئ، الله ياد کړئ او په هغه شان یې ياد کړئ چي تاسي ته یې لارښودنه کړېده، كه نه خو له دې څخه مخکي تاسي ګمراه واست.
-
ثُمَّ أَفِيضُوا مِنْ حَيْثُ أَفَاضَ النَّاسُ وَاسْتَغْفِرُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
بيا له كوم ځاى څخه چي نور ټول خلك راګرځي، له هماغه ځایه تاسي هم راوګرځئ او له الله څخه بښنه وغواړئ. په يقيني توګه هغه بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
فَإِذَا قَضَيْتُم مَّنَاسِكَكُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَذِكْرِكُمْ آبَاءَكُمْ أَوْ أَشَدَّ ذِكْرًا ۗ فَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا وَمَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ
بيا كله چي مو د خپل حج ركنونه آداء کړل، نو څنګه چي مو پخوا خپل پلرونه، نيكونه (په وياړ سره) يادول، هماغسې اوس الله ياد کړئ، بلكې له هغه څخه هم زيات، (خو په الله يادوونكو خلكو کښي هم ډېر توپير شته) له هغو څخه څوك داسي دي چي وايي اې زموږ ربه! موږ ته هر څه په همدې دنيا کښي راکړه. دغسې انسان ته په اخرت کښي هیڅ برخه نشته؛
-
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
او څوك وايي اې زموږ ربه! موږ ته هم د دنيا او هم د اخرت ښېګڼي را په برخه کړه او موږ د اور له عذابه وساته؛
-
أُولَـٰئِكَ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّمَّا كَسَبُوا ۚ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
داسي خلك به له خپلو کړو سره سم ( په دواړو دارينو کښي) د برخي څښتنان وي او د الله په حساب اخیستنه کښي به څه ځنډ رانشي.
-
۞ وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَّعْدُودَاتٍ ۚ فَمَن تَعَجَّلَ فِي يَوْمَيْنِ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ وَمَن تَأَخَّرَ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ لِمَنِ اتَّقَىٰ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
دا د شمار څو ورځي دي، چي تاسي یې بايد د خداى په ياد کښي تيري کړئ؛ بيا كه څوك تلوار وکړي په دوو ورځو کښي (له منِـا نه) راستون شي، نو وبال یې نشته؛ او كه څوك راستنېدل (دريمې ورځي ته) وځنډوي، نو هم څه باك نشته؛ په دې شرط چي دا ورځي یې پر پرهېزګارۍ تيري کړي وي. د الله له نافرمانۍ څخه ځان وژغورئ او ښه پوه شئ چي يوه ورځ د هغه حضور ته ستاسي وړاندي كېدل دي.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُعْجِبُكَ قَوْلُهُ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيُشْهِدُ اللَّهَ عَلَىٰ مَا فِي قَلْبِهِ وَهُوَ أَلَدُّ الْخِصَامِ
په انسانانو کي څوك داسي دي چي د هغه خبري د دنيا په ژوند کښي تا ته ډيري ښې ښكاري او هغه پر خپلي نېك نيتۍ په وار وار الله شاهد نيسي، خو په حقيقت کي هغه د حق ډېر سخت دښمن وي.
-
وَإِذَا تَوَلَّىٰ سَعَىٰ فِي الْأَرْضِ لِيُفْسِدَ فِيهَا وَيُهْلِكَ الْحَرْثَ وَالنَّسْلَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْفَسَادَ
او كله چي هغه ته قدرت په لاس ورځي (يا كله چي بېرته وګرځي)، نو په ځمكه کښي د هغه ټولي هلي ځلي ددې لپاره وي چي فساد خپور کړي، كښتونه لوټ کړي او انساني ځوځات له منځه يوسي. په داسي حال کښي چي الله (هغه ذات چي هغه به شاهد نيوه) هیڅكله فساد نه خوښوي.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ
او كله چي ورته ویل كیږي چي له الله څخه ووېریږه؛ نو د خپل پت او ابرو مفكوره یې پر ګناه ټينګوي. د داسي انسان لپاره دوږخ كافي دى؛ او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ
له بل پلوه په انسانانو کي داسي څوك هم شته چي د خپل خداى د رضا په لټه کښي خپل سر قربانوي. او الله پر (داسي) بندګانو ډېر زيات مهربان دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
اې مؤمنانو! تاسي په هر اړخيز ډول په اسلام کښي ننوځئ او د شيطان پيروي مه كوئ، چي هغه ستاسي ښكاره دښمن دى.
-
فَإِن زَلَلْتُم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَتْكُمُ الْبَيِّنَاتُ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
كومي ښكاره څرګندي لارښووني چي تاسي ته راغلي دي، كه د هغو له موندلو وروسته بيا هم تاسي وښوېږئ، نو ښه وپوهیږئ چي الله پر ټولو غالب، د حكمت خاوند او پوه دى.
-
هَلْ يَنظُرُونَ إِلَّا أَن يَأْتِيَهُمُ اللَّهُ فِي ظُلَلٍ مِّنَ الْغَمَامِ وَالْمَلَائِكَةُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
(كه له دې ټولو نصيحتونو او لارښودنو څخه وروسته بيا هم خلك سم نه وي، نو ) ايا اوس هغوى دې ته سترګي په لار دي چي الله د ورېځو چترۍ ودروي، د پرښتو له صفونو سره دوی ته مخامخ راشي او پرېکړه وشي؟ - په پاى کي خو ټولي چاري د همدې الله حضور ته وړاندي كېدونكي دي.
-
سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُم مِّنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ ۗ وَمَن يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ
له بني اسرائيلو څخه پوښتنه وکړه: موږ څومره ښكاره، څرګندي نښي نښانې ورښودلي دي؟ (او دا هم ور څخه وپوښته) كوم قوم چي د الله نعمت له موندلو وروسته په بد مرغۍ سره بدل کړي، هغو ته الله (څنګه) سخته سزا وركوي.
-
زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا ۘ وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ
كومو خلكو چي د كفر لاره غوره کړېده، هغو ته د دنيا ژوند ډېر خوږ او په زړه پوري ګرځېدلى دى. دوى پر مؤمنانو ملنډي وهي؛ خو د قيامت په ورځ به همدا پرهېزګاران د دوى په پرتله د لوړ مقام خاوندان وي. پاتي شوه د دنيا روزي، نو د الله واك دى چا ته چي يې خوښه شي بې حسابه یې وركوي.
-
كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ وَأَنزَلَ مَعَهُمُ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِيَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ فِيمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَمَا اخْتَلَفَ فِيهِ إِلَّا الَّذِينَ أُوتُوهُ مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۖ فَهَدَى اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا لِمَا اخْتَلَفُوا فِيهِ مِنَ الْحَقِّ بِإِذْنِهِ ۗ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
په لومړي وخت کښي ټول خلك په يوه لاره روان ول (بيا چي دې وضعي دوام ونکړ او اختلافونه رامنځ ته شول) نو الله پېغمبران ولیږل چي په سم تګ زيري وركوونكي او د انحراف له نتيجو څخه وېروونكي ول، او له هغو سره يو ځاى یې حق كتاب ولیږه، تر څو هغه اختلافونه چي د حق په باب د خلكو تر منځ راغلي ول فېصله کړي. (او ددې اختلافونو د پېښېدو دليل دا نه ؤ چي په ابتدا کښي خلكو ته د حق ښودنه نه وه شوې، نه،) اختلاف هغو كسانو را پيدا کړ چي د حق په برخه کي معلومات ورکړ شوى ول، هغو د روښانه لارښودنو له موندلو څخه وروسته یوازي پدې غرض حق پرېښود او بېلا بېلي لاري یې رامنځ ته کړې چي غوښتل یې په خپلو منځو کښي يو پر بل تېرى وکړي. نو الله هغو كسانو ته چي پر پېغمبرانو یې ايمان راوړ، په خپل اذن (اراده) د حق هغه لاره وښودله چي خلكو په کښي اختلاف کړى ؤ. د الله چي چا ته خوښه شي سمه لاره ورښيي.
-
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُم ۖ مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ
ايا تاسي دا انګېرئ چي همداسي به جنت ته ننووځئ، په داسي حال کښي چي لا تر اوسه پر تاسي هغه هر څه ندي تېر شوي، چي ستاسي څخه پر مخكنېو مؤمنانو راغلي دي؟ پر هغو ستونزي راغلې، کړاوونه ورته ورسېدل، ولړزول شول، آن تر دې چي د وخت پېغمبر او د هغه مؤمنانو ملګرو فريادونه وکړل چي د الله مرسته به كله راشي؟ په هغه وخت کښي هغو ته ډاډېنه ورکړه شوه چي هو د الله مرسته نژدې ده.
-
يَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ ۖ قُلْ مَا أَنفَقْتُم مِّنْ خَيْرٍ فَلِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۗ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
خلك ستا څخه پوښتنه كوي: "موږ څه مصرف کړو؟" - ځواب ورکړه: "كوم مال چي تاسي لګوئ، پر خپل مور او پلار، خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو باندي یې ولګوئ او تاسي چي هره ښېګڼه كوئ، الله پرې خبریږي."
-
كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
تاسي ته د جنګ امر شويدى او هغه تاسي ته ناكاره دى. كېداى شي چي يو شى تاسي ته ناكاره وي او هماغه ستاسي له پاره ډېر غوره وي؛ او كېداى شي چي تاسي يو شى خوښوئ او هماغه ستاسي له پاره بد وي. الله پوهیږي، تاسي نه پوهیږئ.
-
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ۖ وَصَدٌّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِندَ اللَّهِ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَن دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَـٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي «په حرامه مياشت کي جنګېدل څنګه دي؟» - ورته ووایه: پدې کي جنګ كول ډېر بد دي؛ خو د خداى د لاري څخه د خلكو منع كول، پر الله باندي كافر كېدل، د مسجد حرام لاره د خداى پالونكو پر مخ تړل او د حرم اوسېدونكي له هغه ځايه ايستل، د خداى په وړاندي له هغه څخه هم ډېر زيات بد كار دى؛ او فتنه له وينو تويولو څخه لويه ګناه ده." - هغوى به ستاسي سره تل په جنګ اخته وي، ان تر دې چي كه یې وس ورسیږي، نو تاسي به له دې دين څخه واړوي (او په دې ښه پوه شئ) له تاسي څخه چي هر څوك له دې دين څخه واوړي او د كفر په حالت کښي ومري، د هغه عملونه به په دنيا او اخرت دواړو کي بابېزه او ضايع شي، داسي خلك ټول دوږخيان دي او تل به په دوږخ کي اوسیږي.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَجَاهَدُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُولَـٰئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
ددې پر خلاف كومو خلكو چي ايمان راوړيدى او چا چي د خداى په لار کښي خپل كور وطن پريښى او جهاد یې کړيدى، هغوى حق لري چي د خداى د رحمت هيله من وي او الله د هغو د خطاوو بښونكى او پر هغو د خپل رحمت پېرزو كوونكى دى.
-
۞ يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَّفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي: «د شرابو او جوارۍ (قمار) څه حكم دى؟» - ورته ووايه: په دواړو کښي لويه ګناه ده، كه څه هم د خلكو لپاره به څه ګټه هم په کي وي؛ خو ګناه یې له ګټي څخه ډېره زياته ده. - او پوښتنه كوي: «موږ د خداى په لار کښي څه مصرف کړو؟» - ورته ووايه: هغه څه چي ستاسي له اړتيا څخه زيات وي. - په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چي (ښایي تاسي د دُنیا او اخیرت دواړو په اړه) فكر وکړئ.
-
فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۗ وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْيَتَامَىٰ ۖ قُلْ إِصْلَاحٌ لَّهُمْ خَيْرٌ ۖ وَإِن تُخَالِطُوهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ الْمُفْسِدَ مِنَ الْمُصْلِحِ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَعْنَتَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
ستا څخه خلك پوښتنه كوي: "له يتيمانو سره دي څه ډول چلن وشي؟" - ورته ووايه: "په كوم ډول چلن کي چي د هغو ښېګڼه وي، د هماغه غوره كول ډېر ښه دي او كه تاسي خپل او د هغو خرڅ او لګښت او ژوند، ژواك سره ګډ او سره شریک کړئ، څه باك نشته؛ نو هغوى خو ستاسي وړونه دي. د ورانكارو او روغ چارو دواړو حال الله ته ښكاره دى. كه د الله خوښه شوې واى؛ نو په دې كار کښي به یې تاسي له ستونزو سره مخامخ کړي واى، مګر هغه پر واكمنۍ سربېره د حكمت څښتن هم دى."
-
وَلَا تَنكِحُوا الْمُشْرِكَاتِ حَتَّىٰ يُؤْمِنَّ ۚ وَلَأَمَةٌ مُّؤْمِنَةٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكَةٍ وَلَوْ أَعْجَبَتْكُمْ ۗ وَلَا تُنكِحُوا الْمُشْرِكِينَ حَتَّىٰ يُؤْمِنُوا ۚ وَلَعَبْدٌ مُّؤْمِنٌ خَيْرٌ مِّن مُّشْرِكٍ وَلَوْ أَعْجَبَكُمْ ۗ أُولَـٰئِكَ يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ ۖ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى الْجَنَّةِ وَالْمَغْفِرَةِ بِإِذْنِهِ ۖ وَيُبَيِّنُ آيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ
تاسي له مشركانو ښځو سره هیڅكله نكاح مه كوئ، تر څو چي يې ايمان نه وي راوړى. يوه مسلمانه مينزه له اصيلي (آزادي) مشركي څخه ډېره ښه ده، كه څه هم چي ستاسي هغه ډېره خوښه وي. او مسلماني ښځي مشركانو ته هیڅكله په نكاح مه وركوئ، تر څو چي هغو ايمان نه وي راوړى. يو مسلمان مريی (غلام) له اصيل (آزاد) مشرك څخه ډېر ښه دى، كه څه هم چي هغه ستاسي ډېر خوښ وي. دا كسان تاسي د اور خوا ته دعوت كوي او الله په خپل اذن (ارادې) سره تاسي ته د جنت او بښني په لوري بلنه دركوي. او هغه خلكو ته خپل حكمونه په څرګنده توګه بيانوي، كېداى شي چي هغوى درس واخلي او نصيحت ومني.
-
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ
او دوی ستا څخه پوښتنه كوي: "د حيض څه حكم دى؟" – ورته ووايه: "هغه يو د پليتۍ حالت دى، په هغه کښي له ښځو څخه بېل اوسئ او هغو ته مه نژدې كیږئ؛ تر څو هغوى پاكي او سوتره شوي نه وي. بيا چي كله هغوى پاكې شي، نو له هغو سره هغه شان يو ځاى شئ چي الله درته امر کړيدى. د الله هغه خلك خوښیږي چي له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتياغوره کړي."
-
نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَّكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا لِأَنفُسِكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُم مُّلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
ستاسي ښځي ستاسي كښتونه دي، ستاسي خپله خوښه ده څنګه مو چي زړه غواړي، هغه شان په خپل كښت کښي تصرف وکړئ؛ خو د خپل راتلونكي فكر ولرئ او د الله له خپګان څخه ځان وژغورئ. ښه پوه شئ چي يوه ورځ به له هغه سره يو ځاى كېږئ. او [اې پېغمبره (ص)!] څوك چي ستا لارښووني ومني، هغو ته د بري او نېكمرغۍ زيرى ورکړه.
-
وَلَا تَجْعَلُوا اللَّهَ عُرْضَةً لِّأَيْمَانِكُمْ أَن تَبَرُّوا وَتَتَّقُوا وَتُصْلِحُوا بَيْنَ النَّاسِ ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
د الله نوم په داسي قسمونو خوړلو کښي مه يادوئ، چي په هغو کښي هدف له نېكۍ، پرهيزګارۍ او د خداى د بندګانو د ښېګڼي له كارونو څخه منع كول وي. الله ستاسي ټولي خبري اوري او په هر څه پوهیږي.
-
لَّا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَـٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
كوم بې معنا قسمونه چي تاسي بې ارادې خوړلي وي، پر هغو باندي مو الله نه نيسي؛ خو كوم قسمونه چي تاسي د زړه له كومي خوړلي وي، پر هغو به مو هرومرو ونيسي. الله ډېر بښونكى او (د خطاوو) تېرېدونكى دى.
-
لِّلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِن نِّسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ ۖ فَإِن فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
كوم خلك چي له خپلو ښځو سره د نااړوندۍ لوړي (قسمونه) كوي، هغوی ته څلور مياشتي وخت دى، كه یې ورته رجوع وکړه، نو الله بښونكى او پوره رحم کوونکی دى.
-
وَإِنْ عَزَمُوا الطَّلَاقَ فَإِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
او كه هغوی د طلاق هوډ کړى وي، نو و دې پوهیږي چي الله هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.
-
وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ ۚ وَلَا يَحِلُّ لَهُنَّ أَن يَكْتُمْنَ مَا خَلَقَ اللَّهُ فِي أَرْحَامِهِنَّ إِن كُنَّ يُؤْمِنَّ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَبُعُولَتُهُنَّ أَحَقُّ بِرَدِّهِنَّ فِي ذَٰلِكَ إِنْ أَرَادُوا إِصْلَاحًا ۚ وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
كومو ښځو ته چي طلاق ورکړاى شوى وي، هغوى دي د درېيو حيضونو موده په انتظار تېره کړي؛ او دا ورته روا نه ده چي هغه څه چي الله د دوى په رحم کښي پيدا کړي وي، هغه پټ کړي. هغوی ته هيڅكله نه ښايي چي داسي وکړي، كه پر خداى او د اخرت پر ورځ ايمان لري. كه د هغو مېړونه د خپلو اړيكو سمولو لپاره چمتو وي، نو د همدې عدت په دوران كي په خپله نكاح کښي د هغو د بيا راوستلو حق لري. د ښځو لپاره هم په نېکه توګه هماغسي حقوق دي، لكه څنګه چي د نارينه ؤ پر هغو حقوق دي. البته نارينه پر هغو باندي يوه درجه (فضيلت) لري او پر ټولو باندي الله غالب مقتدر او د حكمت او پوهي څښتن دى.
-
الطَّلَاقُ مَرَّتَانِ ۖ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ ۗ وَلَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَأْخُذُوا مِمَّا آتَيْتُمُوهُنَّ شَيْئًا إِلَّا أَن يَخَافَا أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا فِيمَا افْتَدَتْ بِهِ ۗ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَا تَعْتَدُوهَا ۚ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
طلاق دوه ځله دی، بيا دي يا په سمه توګه ښځه وساتله شي يا دي په ښه توګه رُخصت کړه شي. او په داسي شان رُخصتول تاسي ته روا نه دي چي څه شى مو ورکړى وي، له هغو څخه يو څه بېرته ترې واخلئ؛ البته دا مستثنا ده چي ښځه او مېړه د الله پر حدودو باندي په درېدو کښي اندېښمن وي. په داسي صورت کښي كه تاسي ته دا وېره وي چي هغوى دواړه به د الله پر حدودو ټينګ پاتي نشي، نو د هغو دواړو په منځ کښي ددې خبري باك نشته چي ښځه خپل مېړه ته يو څه بدل ورکړي او ځان ځني بېل کړي. دا د الله ټاكلي پولي دي، له دې څخه مه اوړئ، او څوك چي د خداى د پولو څخه واوړي هم هغوی ظالمان دي.
-
فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا تَحِلُّ لَهُ مِن بَعْدُ حَتَّىٰ تَنكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ ۗ فَإِن طَلَّقَهَا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَن يَتَرَاجَعَا إِن ظَنَّا أَن يُقِيمَا حُدُودَ اللَّهِ ۗ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ يُبَيِّنُهَا لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
بيا كه (له دوه ځله طلاق وركولو څخه وروسته ښځي ته درييم ځل) طلاق ورکړي، نو هغه ښځه بيا د هغه لپاره روا نه ده، مګر دا چي له بل چا سره د هغې نكاح وشي او هغه یې طلاقه کړي. كه له هغه وروسته لومړي مېړه او دې ښځي دواړو دا فكر وکړ چي پر الهي حدودو به ودریږي، نو كه دوى يو بل ته رجوع وکړي، څه باك نشته. دا د الله ټاكلي حدود دي، د هغو خلكو د لار موندنې لپاره یې څرګندوي، چي (د هغه د حدودو د ماتولو پر عاقبت) پوهیږئ.
-
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ ۚ وَلَا تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَارًا لِّتَعْتَدُوا ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ ۚ وَلَا تَتَّخِذُوا آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمَا أَنزَلَ عَلَيْكُم مِّنَ الْكِتَابِ وَالْحِكْمَةِ يَعِظُكُم بِهِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
او كله چي تاسي ښځو ته طلاق وركړئ او د هغو عدت په پوره كېدو شي، نو يا يې په ښه توګه وساتئ يا يې په ښه شان رُخصت كړئ. محضي د ربړولو لپاره يې مه ايساروئ، چي دا به تېرى او زياتی وي؛ او څوك چي دا كار وكړي هغه به په حقيقت كښې خپله پر خپل ځان ظلم وكړي. د الله په آيتونو ملنډي مه وهئ، دا مه هېروئ چي الله په څه لوى نعمت تاسي سر لوړي كړي ياست. هغه تاسي ته نصحيت كوي چي كوم كتاب او حكمت چي هغه پر تاسي نازل كړى، د هغه درناوى وكړئ، له الله څخه ووېرېږئ او ښه وپوهېږئ چي الله له هري خبري څخه خبر دى، پوهېږي.
-
وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوهُنَّ أَن يَنكِحْنَ أَزْوَاجَهُنَّ إِذَا تَرَاضَوْا بَيْنَهُم بِالْمَعْرُوفِ ۗ ذَٰلِكَ يُوعَظُ بِهِ مَن كَانَ مِنكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ ذَٰلِكُمْ أَزْكَىٰ لَكُمْ وَأَطْهَرُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
كله چي تاسي خپلو ښځو ته طلاق وركړ او هغو خپل عدت پوره كړ، نو بيا پدې لاره كښي خنډ مه پيدا كوئ چي هغوى د خپلي خوښي مېړونه انتخاب كړي. كه د دواړو خواو په دې موافقه راغله چي سره نكاح وكړي، تاسي ته ښودنه كېږي چي هېڅكله داسي حركت مه كوئ، كه پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ. ستاسي لپاره مناسبه او سپېڅلې لاره همدا ده چي له دېنه ځان وژغورئ. الله پوهيږي او تاسي نه پوهېږئ.
-
۞ وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلَادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ ۖ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ۚ وَعَلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۚ لَا تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَا تُضَارَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ ۚ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَٰلِكَ ۗ فَإِنْ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٍ مِّنْهُمَا وَتَشَاوُرٍ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا ۗ وَإِنْ أَرَدتُّمْ أَن تَسْتَرْضِعُوا أَوْلَادَكُمْ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِذَا سَلَّمْتُم مَّا آتَيْتُم بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
(د كوم پلار چي دا هيله وي چي د هغه اولاد دي د تي رودني په ټوله موده كي تى وروي)؛ نو ميندي دي خپلو بچيانو ته پوره دوه كاله تى وركړي، په دې صورت كي به د ماشوم پلار په ښه توګه هغو ته خوراك او جامې وركوي، خو داسې نه چي د چا په اوږه د هغه له وس څخه پورته پېټى كېښودل شي، نه دي مور ته له دې امله ازار ورسول شي چي ماشوم د هغې دى، او نه دي پلار له دې امله وكړول شي چي ماشوم د هغه دى. د تي وركوونكي چي څنګه د ماشوم په پلار دا حق دى، همدا راز د هغه پر وارث هم دى. خو كه دواړه خواوي په خپل منځي موافقه او مشوره له تي بېلول غواړي، ددې خبري څه باك نشته؛ او كه ستاسي په نظر كي دا وي چي كومه بله ښځه دي ستاسي ماشوم ته تى وركړي، نو پدې كي هم څه وبال نشته؛ خو په دې شرط چي د تي وركوونكي سره مو په كومه اُجوره فېصله كړې وي، هغه په ښه توګه اداء كړئ. له الله څخه ووېرېږئ او وپوهېږئ چي تاسي چي څه كوئ، الله هغه ويني.
-
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا ۖ فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
ستاسي څخه چي څوك ومري او كونډي يې پاتي شي، نو هغوى دي پر خپل ځان څلور مياشتي او لس ورځي (په عدت كي) تيري كړي، بيا چي كله يې عدت پوره شي، نو د خپلو شخصي چارو په اړه د هغو خپله خوښه ده، په ښه توګه چي څه كوي ودې كړي، پر تاسي څه مسئوليت نشته. الله ستاسي ټولو له كړنو څخه خبر دى.
-
وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا عَرَّضْتُم بِهِ مِنْ خِطْبَةِ النِّسَاءِ أَوْ أَكْنَنتُمْ فِي أَنفُسِكُمْ ۚ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ سَتَذْكُرُونَهُنَّ وَلَـٰكِن لَّا تُوَاعِدُوهُنَّ سِرًّا إِلَّا أَن تَقُولُوا قَوْلًا مَّعْرُوفًا ۚ وَلَا تَعْزِمُوا عُقْدَةَ النِّكَاحِ حَتَّىٰ يَبْلُغَ الْكِتَابُ أَجَلَهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي أَنفُسِكُمْ فَاحْذَرُوهُ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ
د عدت په موده كي كه تاسي له هغو كونډو سره د نكاح هيله په اشاره كنايه څرګنده كړئ او كه يې په زړه كي پټه وساتئ، په دواړو صورتونو كښي څه باك نه لري، الله پوهېږي چي هغوى به په زړونو كي درياديږي. خو پام كوئ چي پټه ژمنه او تړون به ورسره نه كوئ، كه كومه خبره كول وي، نو په روا ډول دي وي. او د نكاح تړلو پرېكړه تر هغه وخته مكوئ، چي تر څو پوري يې عدت تېر شوى نه وي. ښه وپوهېږئ چي الله آن ستاسي د زړونو په رازونو پوهېږي؛ نو د هغه څخه ووېرېږئ او په دې هم وپوهېږئ چي الله زغمونكى دى، له وړو وړو خبرو تېريږي.
-
لَّا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ مَا لَمْ تَمَسُّوهُنَّ أَوْ تَفْرِضُوا لَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ
پر تاسي هيڅ ګناه نشته، كه خپلو ښځو ته مخكي له هغه طلاق وركړئ چي لاس مو نه وي ور وړى او مَهر مو نه وي ټاكلى. په دې صورت كښې هغو ته څه ناڅه وركول ضروري دي، وس وال دي د خپلې وسي او بېوزلي دي د خپلي وسي په اندازه په ښه توګه څه وركړي؛ دا پر نېكانو حق دى.
-
وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلَّا أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ ۚ وَأَن تَعْفُوا أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۚ وَلَا تَنسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
او كه تاسي له لاس ور وړلو مخكي طلاق وركړى وي، خو مَهر مو ټاكلى وي، نو په دې صورت كي به نيمايي مَهر وركول وي، دا بېله خبره ده چي ښځه نرمه وضعه وكړي (او مَهر وانخلي) يا هغه څوك چي د نكاح د عقد واكمن دى له نرمۍ څخه كار واخلي (او پوره مَهر وركړي) او تاسي (يعنې نارينه) كه ښه وضعه وكړئ نو دا له پرهېزګاري سره ډېره ښايي. په خپل منځي چارو كښي مروت مه هېروئ. الله ستاسي عملونه ويني.
-
حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَىٰ وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ
د خپلو لمونځونو ساتنه وكړئ، په تېره بيا د مازديګر د لمانځه، او د الله په وړاندې داسې په وېره او ادب ودرېږئ، لكه چي فرمان منونكى غلام درېږي.
-
فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا ۖ فَإِذَا أَمِنتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُم مَّا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ
كه امنيت خراب وي، نو كه پلي یاست او كه سپاره، په هر شان چي كولاى شئ لمونځ وكړئ. بيا چي كله امنيت ټينګ شي، نو الله په هغه شان ياد كړئ چي څنګه يې تاسي ته ښوونه كړېده، چي پخوا پرې نه پوهېداست.
-
وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ ۚ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
ستاسي څخه چي څوك ومري او وروسته يې كونډي پرېښي وي، هغوى بايد د خپلو كونډو لپاره دا وصيت وكړي چي تر يو كال پوري دي خوراك پوښاك وركړاى شي او له كورونو څخه دي نه ايستل كېږي؛ بيا كه هغوى په خپله ووځي نو د خپل ځان په برخه كي چي په ښه توګه هر څه كوي پر تاسي يې هيڅ مسئوليت نشته. الله پر ټولو برلاس او د حكمت او پوهي څښتن دى.
-
وَلِلْمُطَلَّقَاتِ مَتَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ
په همدې ډول كومو ښځو ته چي طلاق وركړاى شوى وي، هغو ته دي هم په مناسبه توګه څه ناڅه شى وركړل شي او رخصت دي كړاى شي، دا پر متقيانو حق دى.
-
كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
په دغه شان الله خپل حكمونه تاسي ته په ډاګه څرګنده درښيي، ترڅو چي تاسي له پوهي او ادراك سره كار وكړئ.
-
۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ خَرَجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَهُمْ أُلُوفٌ حَذَرَ الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمُ اللَّهُ مُوتُوا ثُمَّ أَحْيَاهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
ايا تا د هغو خلكو حال ته څه پاملرنه كړېده، چي د مرګ له وېري يې خپل ټاټوبي پرېښي، وتلي ول او د هغو شمېر زرګونو ته رسېدی؟ الله هغو ته ووېل: ومرئ! بيا يې هغوى د دوهم ځل لپاره را ژوندي كړل، حقيقت دا دى چي الله پر انسانانو زيات مهربان دى، خو زياتره خلك شكر نه اداء كوي.
-
وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
اې مسلمانانو! د الله په لار كښي وجنګېږئ او ښه وپوهېږئ چي الله اورېدونكى او پوه دى.
-
مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ أَضْعَافًا كَثِيرَةً ۚ وَاللَّهُ يَقْبِضُ وَيَبْسُطُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
ستاسي څخه څوك دى چي الله ته حسنه پور وركړي، چي الله د هغه پور څو برابره زيات بېرته وركړي؟ - كمول هم د الله په لاس كښي دي او زياتول هم؛ او د هماغه لوري ته ستاسي ورګرځېدل دي.
-
أَلَمْ تَرَ إِلَى الْمَلَإِ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ إِذْ قَالُوا لِنَبِيٍّ لَّهُمُ ابْعَثْ لَنَا مَلِكًا نُّقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ قَالَ هَلْ عَسَيْتُمْ إِن كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ أَلَّا تُقَاتِلُوا ۖ قَالُوا وَمَا لَنَا أَلَّا نُقَاتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَدْ أُخْرِجْنَا مِن دِيَارِنَا وَأَبْنَائِنَا ۖ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ الْقِتَالُ تَوَلَّوْا إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ
ايا تا پر هغي موضوع څه غور كړی دى چي له موسى (ع) څخه وروسته د بني اسرائيلو مشرانو ته پېښه شوې وه؟ كله چي هغوی خپل پېغمبر ته وويل: "زموږ لپاره يو باچا وټاكه، چي د الله په لار كي جنګ وكړو." - پېغمبر پوښتنه وكړه: "بيا خو به داسي نه وي چي تاسي ته د جنګېدو امر وشي او و نه جنګېږئ؟" - هغو ځواب وركړ: "نه خير، دا څنګه كېداى شي چي موږ د خداى په لار كي ونه جنګېږو، په داسي حال كي چي موږ له خپلو كورونو څخه ايستل شوي يوو او زموږ اهل وعيال له موږ څخه بېل كړاى شوی دى." - خو كله چي هغو ته د جنګېدو امر وشو، نو له يو لږ شمېر څخه پرته نور ټول په شا لاړل. او الله د هغو هر يو تېری كوونكی پيژني.
-
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ اللَّهَ قَدْ بَعَثَ لَكُمْ طَالُوتَ مَلِكًا ۚ قَالُوا أَنَّىٰ يَكُونُ لَهُ الْمُلْكُ عَلَيْنَا وَنَحْنُ أَحَقُّ بِالْمُلْكِ مِنْهُ وَلَمْ يُؤْتَ سَعَةً مِّنَ الْمَالِ ۚ قَالَ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَاهُ عَلَيْكُمْ وَزَادَهُ بَسْطَةً فِي الْعِلْمِ وَالْجِسْمِ ۖ وَاللَّهُ يُؤْتِي مُلْكَهُ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
د هغو پېغمبر ورته وویل: "الله طالوت ستاسي باچا ټاكلى دى." ددې خبري په اورېدو هغوى ووېل: "هغه څنګه پر موږ باندي د باچا كېدو حق وموندی؟ - د هغه په پرتله موږ د باچاهۍ زيات وړ يوو، او هغه كوم زيات شتمن سړى نه دى." - پېغمبر ځواب وركړ: "الله پر تاسي هم هغه غوره كړيدى او هغه ته يې روحي او جسمي دواړه ډوله پراخ اهليت وربښلى دى. او الله واكمن دى چا ته يې چي خوښه شي خپل ملك وركوي. له خداى سره ډېره پراخي ده او پر هر څه عالم دى."
-
وَقَالَ لَهُمْ نَبِيُّهُمْ إِنَّ آيَةَ مُلْكِهِ أَن يَأْتِيَكُمُ التَّابُوتُ فِيهِ سَكِينَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَبَقِيَّةٌ مِّمَّا تَرَكَ آلُ مُوسَىٰ وَآلُ هَارُونَ تَحْمِلُهُ الْمَلَائِكَةُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
پردې سربېره د هغو پېغمبر هغو ته دا هم وښودله چي: "د خداى له لوري د باچا په توګه د هغه د ټاكل كېدو نښانه دا ده چي د هغه په زمانه كښې به هغه صندوق تاسي ته بيا راشي، چي په هغه كښې ستاسي د رب له لوري ستاسي لپاره د ډاډ ګېرنې وسايل دي، چي په هغه كښې د موسى(ع) د كورنۍ او د هارون (ع) د كورنۍ موروثي مقدسات دي؛ او هغه چي پرښتو خوندي ساتلى دى. كه تاسي مؤمنان یاست، نو دا ستاسي لپاره ډېره ستره نښانه ده."
-
فَلَمَّا فَصَلَ طَالُوتُ بِالْجُنُودِ قَالَ إِنَّ اللَّهَ مُبْتَلِيكُم بِنَهَرٍ فَمَن شَرِبَ مِنْهُ فَلَيْسَ مِنِّي وَمَن لَّمْ يَطْعَمْهُ فَإِنَّهُ مِنِّي إِلَّا مَنِ اغْتَرَفَ غُرْفَةً بِيَدِهِ ۚ فَشَرِبُوا مِنْهُ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۚ فَلَمَّا جَاوَزَهُ هُوَ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ قَالُوا لَا طَاقَةَ لَنَا الْيَوْمَ بِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ ۚ قَالَ الَّذِينَ يَظُنُّونَ أَنَّهُم مُّلَاقُو اللَّهِ كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ
بيا چي كله طالوت له لښكر سره وخوځېد نو ویې ويل: "يو سيند د الله له لوري پر تاسي ازمېښت كېدونكى دى، څوك چي د هغه اوبه وڅښي، هغه زما ملګرى نه دى، زما ملګرى يوازي هغه څوك دى چي پر هغو (اوبو)خپله تنده ماته نه كړي؛ هو كه څوك يوه، نيمه لپه وڅښي، نو ودې څښي." - خو پرته له يوې وړې ټولګۍ څخه نور ټول له هغه سيند څخه خړوبه شول. بيا چي كله طالوت او ورسره ملګري مسلمانان له سيند څخه واوښتل، وړاندې لاړل، نو هغو طالوت ته وويل: "نن په موږ كښي د جالوت او د هغه له لښكرو سره د مقابلې وس نشته." - خو د چا چي په دې باور ؤ چي يوه ورځ له خداى سره يو ځاى كېدونكي دي، هغوي وويل: "ډېر ځله داسي شويدي چي يو وړوكې ټولګۍ د الله په امر پر يوې لويي ډلي برلاسه شوېده. الله د صبر كوونكو ملګرى دى."
-
وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
او كله چي هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو مقابلې ته ووتل، نو يې دُعا وكړه: "اې زموږ ربه! موږ ته صبر راكړه، زموږ قدمونه ټينګ كړه او پدې كافره ډله موږ برلاسي كړه."
-
فَهَزَمُوهُم بِإِذْنِ اللَّهِ وَقَتَلَ دَاوُودُ جَالُوتَ وَآتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاءُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الْأَرْضُ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ
په پاى كښي د الله په امر هغوی كافران وځغلول او داؤد جالوت وواژه؛ او الله هغه ته سلطنت او حكمت ور په برخه كړ او هر هغه څه يې ور زده كړل چي د الله خوښه وه. كه دغه شان الله د يوې ډلي مخنيوى په بلې ډلي نه كولاى، نو د ځمكى نظام به ګډوډ شوى واى؛ خو پر نړېوالو د الله لوى فضل دى (چي هغه په دغه ډول د فساد د مخنيوي لاري چاري برابروي).
-
تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۚ وَإِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ
دا د الله آيتونه دي، چي موږ يې سم صحيح درته اوروو او ته [اې محمده (ص)] په رښتينې توګه له هغه كسانو څخه يې چي موږ د پېغمبرانو په توګه لېږلي دي.
-
۞ تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۘ مِّنْهُم مَّن كَلَّمَ اللَّهُ ۖ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ ۚ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ ۗ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلَ الَّذِينَ مِن بَعْدِهِم مِّن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ وَلَـٰكِنِ اخْتَلَفُوا فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ وَمِنْهُم مَّن كَفَرَ ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا اقْتَتَلُوا وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ
دې پېغمبرانو ته (چي زموږ له لوري د انسانانو د هدايت وظيفه ورسپارله شوېده) موږ يو پر بل باندي لوړتيا او فضيلت وربښلى دى. له دوی څخه ځيني داسي ول چي خداى په خپله خبري ورسره كړيدي، چا ته يې له نورو خواو لوړي درجې وركړيدي. او په پاى كښي مو عيسى (ع) د مریم زوی ته روښانه نښانې ور وبښلې او په سپېڅلي روح سره مو د هغه مرسته وكړه. كه د خداى خوښه واى نو دا نه شوه كېداى چي له دې پېغمبرانو وروسته خلكو چي څرګندي نښي نښانې ورته راغلې، په خپلو منځو كي جګړه كړې واى، خو (خداى دا نه غوښتل چي خلك په زوره له شخړو څخه منع كړي، له دې امله) هغوی يو له بل سره شخړي وكړې، نو چا ايمان راوړ او چا د كفر لاره غوره كړه. هو، كه الله غوښتلاى نو هغوى به هيڅكله نه جنګېدل، خو الله چي څه غواړي هغه كوي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفَاعَةٌ ۗ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ
اې مؤمنانو! څه مال شتمني چي مو دركړېده، له هغه څخه لګښت وكړئ، مخكښي له دې چي هغه ورځ راشي چي په هغې كښې به نه اخیستل او خرڅول وي، نه دوستي په درد خوري او نه به سپارښت كار وكړي. او ظالمان په اصل کي هغه كسان دي چي د كفر لاره غوره كوي.
-
اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ
د الله، هغه ژوندي ابدي ذات څخه پرته چي ټول كائنات يې تنظيم كړيدي بل هیڅ خداى نشته؛ هغه نه ويديږي او نه پرېشاني پرې راځي. په اسمانونو او ځمكه كي چي هر څه دي، د هغه دي. څوك د هغه په وړاندي د هغه له اجازې پرته سپارښت کولای شي؟ - څه چي د بندګانو په وړاندي دي په هغو هم خبر دى او څه چي د بندګانو څخه پټ دي په هغو هم؛ او د هغه له معلوماتو څخه هیڅ شى د هغوی په ادراك كښي نشي ايسارېداى؛ مګر دا چي الله پخپله د كوم شي علم وركول وغواړي. د هغه حكومت پر اسمانونو او ځمكه خور شويدى او د هغو ساتنه د هغه لپاره كوم ستومانوونكى كار نه دى. يوازي هماغه (الله) يو لوى او لوړ ذات دى.
-
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَىٰ لَا انفِصَامَ لَهَا ۗ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
د دين په چارو كي څه زور او مجبورول نشته، سمه خبره له غلطو مفكورو څخه جلا كړاى شوېده. اوس چي څوك له كوم طاغوت (شیطان) څخه منكر شي او پر الله ايمان راوړي، هغه يوه داسي كلكه اسره ونيوله، چي هېڅكله ماتېدونكې نه ده، او الله د هر څه اورېدونكى او پر هر څه پوهېدونكى دى.
-
اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُم مِّنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ ۗ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
كوم خلك چي ايمان راوړي، د هغو ملاتړ او مرستندوى الله دى او هغوى له ترږميو څخه رڼا ته راباسي؛ او كوم خلك چي د كفر لاره غوره كړي، د هغو ملاتړ او مرستندويان طاغوتان (شیطانان) دي او هغوى له رڼا څخه د ترږميو لوري ته را كاږي؛ دا كسان دوږخ ته ورتلونكي دي، هلته به تل اوسيږي.
-
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِي حَاجَّ إِبْرَاهِيمَ فِي رَبِّهِ أَنْ آتَاهُ اللَّهُ الْمُلْكَ إِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّيَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ قَالَ أَنَا أُحْيِي وَأُمِيتُ ۖ قَالَ إِبْرَاهِيمُ فَإِنَّ اللَّهَ يَأْتِي بِالشَّمْسِ مِنَ الْمَشْرِقِ فَأْتِ بِهَا مِنَ الْمَغْرِبِ فَبُهِتَ الَّذِي كَفَرَ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
ايا تا د هغه چا (نمرود) په حال غور نه دى كړى چي هغه له ابراهيم (ع) سره جګړه كړې وه؟ - پدې خبره جګړه چي د ابراهيم (ع) رب څوك دى، او له دې امله چي هغه ته الله حكومت وركړى ؤ. كله چي ابراهيم (ع) وويل: " زما رب هغه ذات دى چي د ژوند او مرګ واكمن دى." - نو دغه (نمرود) په ځواب كي وويل: " ژوند او مرګ زما په واك كي دى." - ابراهيم (ع) وويل: " ښه نو، الله لمر له ختيځ څخه راخېژوي، ته هغه له لوېديځ څخه راوخېژوه". ددې په اورېدو د حق هغه منكر هك پك حېران پاتي شو، خو الله ظالمانو ته سمه لاره نه ښيي.
-
أَوْ كَالَّذِي مَرَّ عَلَىٰ قَرْيَةٍ وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا قَالَ أَنَّىٰ يُحْيِي هَـٰذِهِ اللَّهُ بَعْدَ مَوْتِهَا ۖ فَأَمَاتَهُ اللَّهُ مِائَةَ عَامٍ ثُمَّ بَعَثَهُ ۖ قَالَ كَمْ لَبِثْتَ ۖ قَالَ لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۖ قَالَ بَل لَّبِثْتَ مِائَةَ عَامٍ فَانظُرْ إِلَىٰ طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ ۖ وَانظُرْ إِلَىٰ حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ ۖ وَانظُرْ إِلَى الْعِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا ۚ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
يا خو د مثال په ډول هغه سړي (عُزير (ع) ) ته وګوره چي پر يو كلي تېرېدی چي چتونه يې پر بل مخ نسكور شوي ول. هغه وويل:"دا ودانۍ چي وراني شويدي، دا به الله په څه شان بيا ژوندۍ كوي ( جوړوي) ؟" - نو الله د هغه سا واخيستله او هغه سل كاله مړ پروت ؤ. بيا الله هغه دوهم ځل ژوندى كړ او پوښتنه يې ځني وكړه: "ووايه، څومره وخت پروت وې؟" - هغه وويل: "يوه ورځ يا څو ساعته به پروت وم." - (الله ج) وفرمايل: "سل كلونه درباندې په همدې حالت كښي تېر شويدي، اوس دي په خپلو خوړو، اوبو لږ نظر واچوه چي يو پوټى بدلون په كښي نه دى راغلى، له بلى خوا خپل خره ته هم وګوره (چي آن هډوكي يې هم وراسته شويدي) او دا مو ددې له پاره داسي كړيدي چي موږ غواړو تا د خلكو له پاره يوه نښانه وګرځوو. اوس وګوره چي دا د هډوكو پښتۍ څنګه راپاڅوو، په غوښه او پوستكي يې پټوو." - كله چي په دې توګه هغه ته حقيقت په ډاګه څرګند شو، نو ويې ويل: "زه پوهېږم چي الله په هر څه برلاسی دى."
-
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ أَرِنِي كَيْفَ تُحْيِي الْمَوْتَىٰ ۖ قَالَ أَوَلَمْ تُؤْمِن ۖ قَالَ بَلَىٰ وَلَـٰكِن لِّيَطْمَئِنَّ قَلْبِي ۖ قَالَ فَخُذْ أَرْبَعَةً مِّنَ الطَّيْرِ فَصُرْهُنَّ إِلَيْكَ ثُمَّ اجْعَلْ عَلَىٰ كُلِّ جَبَلٍ مِّنْهُنَّ جُزْءًا ثُمَّ ادْعُهُنَّ يَأْتِينَكَ سَعْيًا ۚ وَاعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
او هغه وخت (یاد کړه) چي كله ابراهيم (ع) ويلي وه: "زما څښتنه! ما ته راوښېه چي ته په څه شان مړي ژوندي كوې؟" - (الله ج) وویل: "ايا ستا پرې ايمان نشته؟" - هغه عرض وكړ: "ايمان لرم، خو د زړه ډاډينه غواړم." - (الله ج) وویل: "ښه، نو څلور مرغۍ را واخله، هغوۍ سره ټوټه ټوټه کړه، په خپلو كښي يې ګډي ځان ته مايلي كړه، بيا د هغو يوه يوه ټوټه پر بېلا بېلو غرونو كښېږده، بيا هغو ته نارې كړه، هغوى به تا ته په ځغاسته راشي. په دې ښه پوه شه چي الله لوى واكمن او د حكمت څښتن دى.
-
مَّثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِي كُلِّ سُنبُلَةٍ مِّائَةُ حَبَّةٍ ۗ وَاللَّهُ يُضَاعِفُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
كوم خلك چي خپل مالونه د الله په لار كښې لګوي، د هغو د لګښت مثال داسي دى، لكه چي يوه دانه وكرله شي او له هغې څخه اوه وږي زرغونه شي او په هر وږي كښي سل دانې وي. په همدې ډول كله چي د چا عمل ته د الله خوښه شي، زياتوالى په كښي راولي. الله (ج) هم پراخوونكى او هم د علم څښتن دى.
-
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ لَا يُتْبِعُونَ مَا أَنفَقُوا مَنًّا وَلَا أَذًى ۙ لَّهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
كوم خلك چي خپل مالونه د الله په لار كي لګوي او د لګښت څخه وروسته پر چا احسان نه کوي او نه ازار وركوي، د هغو ثواب د هغو د رب سره دى او پر هغو څه وېره، غم او خپګان نشته.
-
۞ قَوْلٌ مَّعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِّن صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى ۗ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ
يوه خوږه خبره كول او د يوې ناوړي خبري څخه تېرېدل، له هغه خيرات څخه ډېر ښه دي، چي ور پسي ازارول وي. الله غني او د زغم خاوند دی.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالْأَذَىٰ كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا ۖ لَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُوا ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
اې مؤمنانو! خپل خيراتونه په احسان بارولو او ازار رسولو، د هغه چا په څېر مه خاوري كوئ، چي خپل مال محضي خلكو ته د ښودلو لپاره لګوي او نه يې پر خداى ايمان وي او نه پر اخرت. د هغه د لګښت مثال داسي دى، لكه يوه ښويه تيږه چي دوړه پرې ناسته وي، كله چي باران پرې وورېږي، ټوله دوړه ترې يوسي او تيږه هماغسې ښويه پاکه پاتي شي. دې خلكو چي په خپل ګومان سره د خيرات كومه نېكي ګټلې ده، له هغې څخه هيڅ شى د هغو لاس ته نه ورځي، او كافرانو ته سمه لاره ښودل د الله عادت نه دى.
-
وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
ددې پر خلاف كوم خلك چي خپل مالونه يوازي د الله د خوشالولو لپاره په ډاډه زړه او ثبات لګوي، د هغو د لګښت مثال داسي دى، لكه چي په كومه هسكه كښي يو بڼ وي؛ كه پوره باران پرې وورېږي، نو دوه برابره مېوې نيسي؛ او كه باران پرې و نه ورېږي هم نو يوه پرخه اورېدنه ورته كافي وي. تاسي چي هر څه كوئ، الله (ج) د هغو ليدونكى دى.
-
أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَن تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
ايا ستاسي څخه يو څوك دا خوښوي چي يو ښېرازه تك شين بڼ يې وي، په ويالو خړوبه، له كجورو (خُرما)، انګورو او هر ډول مېوو څخه ډك وي. او په داسي حال كي ناڅاپه د اور بړبړه كۍ ورباندې پرېوځي او وسوځي، چي هغه (باغوان) په خپله بوډا او اولادونه يې ماشومان او د هيڅ كار نه وي؟ - په دغه ډول الله تاسي ته خپلي خبري بيانوي، نو تاسي ته ښايي چي غور او فكر وكړئ.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنفِقُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُم مِّنَ الْأَرْضِ ۖ وَلَا تَيَمَّمُوا الْخَبِيثَ مِنْهُ تُنفِقُونَ وَلَسْتُم بِآخِذِيهِ إِلَّا أَن تُغْمِضُوا فِيهِ ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ
اې مؤمنانو! كوم مالونه چي تاسي ګټلي دي او كوم شيان چي موږ ستاسي لپاره له ځمكي څخه رايستلي دي، د هغو ډېره غوره برخه د خداى په لار كي ولګوئ. داسي نه چي د هغه په لار كي د وَركړي لپاره د ډېر ناكاره شي د ورکولو كوښښ وكړئ؛ په داسي حال كي چي كه هماغه شى څوك تاسي ته دركړي، نو تاسي به هيڅكله د هغه اخيستلو ته زړه ښه نه كړئ، مګر دا چي د هغه په قبلولو كي له سترګو پټولو څخه كار واخلئ. تاسي بايد پدې پوه شئ چي الله بې نيازه دى او د ډېرو غوره ستاينو څښتن دى.
-
الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاءِ ۖ وَاللَّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلًا ۗ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ
شيطان تاسي له بېوزلۍ څخه وېروي او شرمناك چلن غوره كولو ته مو هڅوي؛ خو الله خپلي وَرکړي او پېرزوني ته تاسي هيله من كوي، الله د ډېر پراخ لاس خاوند او پوه دى.
-
يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاءُ ۚ وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ
چا ته يې چي خوښه شي حكمت وركوي، او چا ته چي حكمت وركړ شي، هغه ته په حقيقت كښي ستر دولت وركړ شو، له دې خبرو څخه يوازي هغه كسان درس اخلي چي د پوهي خاوندان دي.
-
وَمَا أَنفَقْتُم مِّن نَّفَقَةٍ أَوْ نَذَرْتُم مِّن نَّذْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُهُ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
تاسي چي هر څه لګولي وۍ او هر څه چي مو نذر منلي وي، الله پرې پوه دى، او د تېري كوونكو هيڅ مرستندوى نشته.
-
إِن تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ ۖ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۚ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
كه خپل خيراتونه په ښكاره توګه وركړئ نو دا هم ښه ده، او كه په پټه يې اړو كسانو ته وركړئ، نو دا ستاسي له پاره ډېره غوره ده؛ ستاسي ډېر ګناهونه په دغه شان عمل سره له منځه ځي. او هر څه چي تاسي كړي وي، الله هرومرو پرې خبر دى.
-
۞ لَّيْسَ عَلَيْكَ هُدَاهُمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يَشَاءُ ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنفُسِكُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ
خلكو ته د هدايت نصيب كولو مسئوليت پر تا نشته، يوازي الله دى چي چا ته يې خوښه شي هدايت ور په برخه كوي. او تاسي چي كوم مال په خيرات كښي لګوئ، ښېګڼه همدا تاسي ته ده؛ او تاسي خو يې په همدې خاطر لګوئ چي الله خوشاله كړئ. نو كوم مال چي تاسي په خيرات كښې ولګوئ، د هغه پوره او بشپړ ثواب به دركړاى شي او هيڅكله به پر تاسي ظلم و نه شي.
-
لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُم بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا ۗ وَمَا تُنفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ
له بل هر چا څخه زيات د مرستي وړ هغه بېوزلي دي چي د الله په كار كښي داسي نښتي دي چي د خپلو شخصي ګټو وټو له پاره د ځمكې پر مخ هيڅ راز هلي ځلي نشي كولاى. د هغو د استغناء په ليدلو بې خبره خلك ګومان كوي چي دوى شتمن دي. ته د هغو د څېرو په ليدو د هغو پر حال خبر ېداى شې؛ خو هغوى داسي خلك ندي چي چا ته كلك ودرېږي او څه وغواړي. (د هغو په لاس نيوي كښي) چي تاسي د خیر څه مال لګوئ، هغه به له الله څخه پټ پاته نشي، پرې عالم دى.
-
الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُم بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
كوم خلك چي خپل مالونه شپه او ورځ په ښكاره او په پټه لګوي، د هغو ثواب د هغو له رب سره دى او هغو ته هيڅ وېره او اندېښنه نشته؛
-
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا ۗ وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا ۚ فَمَن جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىٰ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ ۖ وَمَنْ عَادَ فَأُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
كوم خلك چي سود خوري، د هغو حال به د هغه چا غوندي وي چي پېريانو نيولى وي او پر دې حال د هغو د اخته كېدو دليل دا دى چي وايي: "تجارت خو هم لكه سود غوندي شى دى." - په داسي حال كښي چي الله تجارت روا او سود ناروا كړيدى. نو چا ته چي د هغه د رب له لوري دا نصيحت ورسېدی او په راتلونكي كي يې د سود له خوړولو څخه ډډه وكړه، نو څه چي يې مخكي خوړلي هغه خو يې خوړلي دي، د هغه معامله له خداى سره ده؛ او څوك چي له دې حكم څخه وروسته بيا هم همداسي كار كوي، هغوى دوږخيان دي، تل به په كښي اوسيږي.
-
يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ
الله سود له منځه وړي او خيراتونو ته وده او ښېرازي وركوي؛ او الله هيڅ ناشكره بد عمله انسان نه خوښوي.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
هو، كوم كسان چي ايمان راوړي او غوره عملونه وكړي او زكات وركړي، د هغو ثواب بې شكه د هغو له رب سره دى او پر هغو څه وېره او كړاو نشته .
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
اې مؤمنانو! كه په رښتيا سره مو ايمان راوړى وي، نو له خدايه ووېرېږئ او ستاسي چي كوم سود پر خلكو پاته دى، هغه ورپرېږدئ؛
-
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ
خو كه تاسي داسي و نه كړل، نو خبر اوسئ چي د الله او د هغه د پېغمبر له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دى. كه اوس هم توبه وباسئ (او سود پرېږدئ)، نو تاسي د خپلي پانګي اخيستلو حقدار ياست، مه تاسي تېرى كوئ او نه به پر تاسي تېرى وشي.
-
وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَىٰ مَيْسَرَةٍ ۚ وَأَن تَصَدَّقُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
كه ستاسي پوروړى تنګلاسى وي، نو تر لاس چلېدو پوري مهلت وركړئ؛ او كه خيرات وكړئ، نو دا ستاسي لپاره ډېره ښه دی كه پوهېږئ!
-
وَاتَّقُوا يَوْمًا تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللَّهِ ۖ ثُمَّ تُوَفَّىٰ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
د هغي ورځي له رسوايۍ او كړاؤ څخه ځان وژغورئ چي د الله لوري ته ورستنېږي؛ هلته به هر چا ته د هغه د كړي نېكۍ يا بدۍ پوره بشپړه بدله وركړه شي او پر هيچا به هيڅكله تېرى (ظلم) ونشي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ ۚ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ ۚ وَلَا يَأْبَ كَاتِبٌ أَن يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ ۚ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَلَا يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئًا ۚ فَإِن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا أَوْ لَا يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ ۚ وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِن رِّجَالِكُمْ ۖ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَىٰ ۚ وَلَا يَأْبَ الشُّهَدَاءُ إِذَا مَا دُعُوا ۚ وَلَا تَسْأَمُوا أَن تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَىٰ أَجَلِهِ ۚ ذَٰلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَىٰ أَلَّا تَرْتَابُوا ۖ إِلَّا أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَكْتُبُوهَا ۗ وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ ۚ وَلَا يُضَارَّ كَاتِبٌ وَلَا شَهِيدٌ ۚ وَإِن تَفْعَلُوا فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ وَيُعَلِّمُكُمُ اللَّهُ ۗ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
اې مؤمنانو، كله چي د كومي ټاكلي نېټې لپاره تاسي په خپلو منځو كي د پور د راكړي وركړي معامله كوئ، نو هغه وليكئ؛ د دواړو خواو ترمنځ دي يو څوك چي هغه ته الله د ليكلو اهليت وركړى وي، په انصاف سره سند وليكي. هغه دي له ليكلو څخه انكار نه كوي، ليكنه او املا دي هغه څوك وكړي چي حق ورباندي دى یعني پور اخيستونكى؛ او هغه دي د خپل رب الله څخه ووېرېږي، چي څه معامله شوې وي په هغې كي دي كمى یا زیاتی نه كوي. خو كه پور اخيستونكى په خپله ناپوه يا كمزورى وي، يا املا نشي كولاى، نو د هغه دوست دي په انصاف سره املا وكړي؛ بيا له خپلو نارينه ؤ دوه تنه پرې شاهدان ونيسئ؛ او كه دوه سړي نه وي نو يو سړى او دوې ښځي دي وي، چي كه يوه يې هېره كړي، نو هغه بله به يې ور په زړه كړي. دا شاهدان دي له داسي خلكو څخه وي چي شاهدي يې ستاسي په منځ كښي قبلېدونكې وي. شاهدانو ته چي كله د شاهدۍ ويلو وويل شي نو انكار دي نه كوي. كه معامله وړه وي او كه غټه، د هغې نېټه ټاكل او سند ليكل بې اهميته مه ګنئ. د الله په وړاندي دا چلن ستاسي لپاره ښه د انصاف كار دى، په دې سره شاهدۍ تېرولو كي ښه اسانتيا راځي او په شكونو او شبهو كښي ستاسي د اخته كېدو امكان كمېږي. هو، كه تاسي په خپلو منځو كښي لاس په لاس تجارتي راكړه وركړه كوئ، نو د هغه د نه ليكلو هيڅ پروا نشته؛ خو د سوداګرۍ د راكړي وركړي په وخت كښي شاهدان ونيسئ؛ ليكوونكى او شاهد دي نه ځورول كيږي، كه داسي وكړئ، نو ګناه كوئ. د الله له قهره ووېرېږئ، الله تاسي ته د عمل سمه لاره درښيي او الله پر هر څه پوه دى.
-
۞ وَإِن كُنتُمْ عَلَىٰ سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُوا كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ ۖ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضًا فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ ۗ وَلَا تَكْتُمُوا الشَّهَادَةَ ۚ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
كه تاسي د پردېسۍ (مسافرۍ) په حال كښي یاست او د سند ليكلو لپاره كوم ليكونكى پيدا نشو، نو د شيانو په ګرو اخيستلو معامله وكړى. كه ستاسي څخه څوك پر بل باندي باور وكړي، يا له هغه سره څه معامله وكړي، نو پر چا چي باور شويدى هغه دي امانت ادا كړي او له خپل رب الله څخه دي ووېريږي. او شاهدي هيڅكله مه پټوئ، څوك چي شاهدي پټوي، د هغه زړه په ګناه خيرن دى؛ او الله ستاسي په عملونو عالم (ښه خبر) دى.
-
لِّلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِن تُبْدُوا مَا فِي أَنفُسِكُمْ أَوْ تُخْفُوهُ يُحَاسِبْكُم بِهِ اللَّهُ ۖ فَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
په اسمانو او ځمكه كښي چي څه دي، ټول د الله دي. تاسي كه د خپلو زړونو خبري ښكاره كړئ او كه يې پټي وساتئ، په هر حال الله به ستاسي څخه د هغو حساب واخلي. بيا د هغه واك دى، چا ته يې چي خوښه شي و به يې بښي او چا ته يې چي خوښه شي سزا به وركړي. الله پر هر څه برلاسی دى.
-
آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ ۚ كُلٌّ آمَنَ بِاللَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ ۚ وَقَالُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ
پېغمبر (ص) پر هغه هدايت ايمان راوړيدی چي د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شويدى او څوك چي ددې پېغمبر (ص) منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پرښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (ع) منلي دي؛ او د هغو وينا دا ده: "موږ د الله په پېغمبرانو كښي يو له بله توپير نه كوو، موږ حكم واورېدی او اطاعت مو ومانه. زموږ څښتنه! موږ ستا څخه د ګناه بښني غوښتنونكي يوو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى."
-
لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ ۗ رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنتَ مَوْلَانَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
الله هيڅ نفس ته د هغه له وسي څخه پورته مسئوليت نه متوجه كوي. چا چي څه ښه كړيدي د هغو مېوه د هماغه ده او چا چي څه بدي كړېده د هغې ګناه پرهماغه ده. (مؤمنانو! تاسي داسي دُعا وكړئ) "اې زموږ ربه! كه زموږ څخه څه هېره او خطا صادره شي، موږ پرې مه نيسه. څښتنه! پر موږ هغه پېټى مه ږده چي زموږ څخه دي پر مخكينیو خلكو ايښى ؤ. زموږ څښتنه! د كوم پيټي د پورته كولو وس چي په موږ كي نشته، هغه پر موږ مه ږده؛ زموږ سره اساني وكړه، زموږ (له ګناهونو) څخه تېر شه، رحم را باندي وكړه، ته زموږ كار جوړوونكى يې، د كافرانو په مقابل كي زموږ مرسته وكړه."
۲. سورت البقرة
البقرة
Al-Baqarah / البقرة · ۲ · ۲۸۶ آیتونه
دا پاڼه د سورت البقرة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.