Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۸. سورت البينة

البينة

Al-Bayyinah / البينة · ۹۸ · ۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت البينة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. لَمْ يَكُنِ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ الْبَيِّنَةُ

    له اهل كتابو او مشركانو څخه چي كوم خلك كافران ول (هغوی له خپل كفر څخه) راګرځېدونكي نه ول، تر هغه پوري چي هغو ته څرګند دليل راغی.

  2. رَسُولٌ مِّنَ اللَّهِ يَتْلُو صُحُفًا مُّطَهَّرَةً

    (يعني) د الله له لوري يو پېغمبر چي سپېڅلي صحيفې لولي، اوروي،

  3. فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ

    چي په هغو کښي د حكمونو بيخي سمي صحيح ليكني شوي دي.

  4. وَمَا تَفَرَّقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَةُ

    كومو پخوانيو خلكو ته چي كتاب ورکړ شوي ؤ، په هغو کښي بېلتون رانغي، مګر وروسته له هغه چي هغو ته (د سمي لاري) څرګند بيان راغی.

  5. وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ

    او هغو ته پرته له دې بل هیڅ حُكم نه ؤ ورکړ شوی چي: د الله بندګي وکړئ، خپل دين د هغه لپاره په خالص ګرځولو بيخي په يوه لار لوري شئ، لمونځ قائم کړئ او زكات ورکړئ. همدا ډېر زيات سم صحيح دين دی.

  6. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَالْمُشْرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ أُولَـٰئِكَ هُمْ شَرُّ الْبَرِيَّةِ

    له اهل كتابو او مشركانو څخه چي كوم خلك كافران شوي دي، هغوی به هرو مرو د دوږخ اور ته لاړ شي او د تل لپاره به په کښي اوسیږي. دا خلك تر ټولو مخلوقانو ډېر بد دي.

  7. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَـٰئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ

    كومو خلكو چي ايمان راوړی او ښه عملونه یې کړي دي، هغوی په رښتيا سره تر ټولو خلكو ډېر غوره دي.

  8. جَزَاؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِيَ رَبَّهُ

    د هغو بدله د هغو د رب په وړاندي په همېشنیو جنتونو کښي اوسېدل دي، د هغو (جنتونو) لاندي به ویالې بهيږي، په هغو کښي به د تل لپاره ژوند كوي. الله تعالىٰ له هغو څخه راضي شوى او هغوي له الله څخه راضي شوي دي. دا ټول د هغه چا لپاره دي چي د خپل رب څخه يې وېره کړې وي.

Holy Quran-Pashto