-
وَالسَّمَاءِ ذَاتِ الْبُرُوجِ
قسم په كلكو کلاګانو لرونكي اسمان دی؛
-
وَالْيَوْمِ الْمَوْعُودِ
او (قسم دی) په هغې ورځي چي وعده یې شوې ده؛
-
وَشَاهِدٍ وَمَشْهُودٍ
او (قسم دی) په حاضرېدونكي او حاضر کړی شوي،
-
قُتِلَ أَصْحَابُ الْأُخْدُودِ
د خندقونو خاوندان تباه شوي دي،
-
النَّارِ ذَاتِ الْوَقُودِ
چي په هغو (خندقونو) کښي د ډېر ژر لمبه کېدونكو موادو اور ؤ؛
-
إِذْ هُمْ عَلَيْهَا قُعُودٌ
كله چي هغوی د هغي كندي په غاړه ناست ول،
-
وَهُمْ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ بِالْمُؤْمِنِينَ شُهُودٌ
او څه چي یې له مؤمنانو سره كول، هغه یې ليدل؛
-
وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ
او له مؤمنانو سره د هغو دښمني له دې پرته په نور څه نه وه، چي مؤمنانو په هغه خدای ايمان راوړي ؤ، چي برلاس او په خپل ذات کښي په خپله ستايل شوي دی.
-
الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
هغه ذات چي د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ څښتن دی، او الله هر څه ګوري؛
-
إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ
چا چي په مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځو ظلم او تېری وکړ او بيا یې توبه و نه ايستله، هرو مرو د هغو لپاره د دوږخ عذاب دی؛ او د هغو لپاره د سوځېدو سزا ده.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ
كومو خلكو چي ايمان راوړى دى او ښه عملونه یې کړي دي، هرو مرو د هغو لپاره د جنت باغونه دي، چي لاندي به يې ویالې بهیږي. دا ستر برياليتوب دی.
-
إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ
په حقيقت کښي ستا د رب نيونه ډېره سخته ده.
-
إِنَّهُ هُوَ يُبْدِئُ وَيُعِيدُ
هماغه په لومړي ځل پيدا كول كوي او هماغه یې دوهم ځل پيدا كوي؛
-
وَهُوَ الْغَفُورُ الْوَدُودُ
او هغه بښونكی او مينه كوونكی دی؛
-
ذُو الْعَرْشِ الْمَجِيدُ
د عرش څښتن دی لوي او لوړ دی؛
-
فَعَّالٌ لِّمَا يُرِيدُ
او څه چي یې خوښـه شي، د هغه ښه تر سره كوونكی دی.
-
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْجُنُودِ
ايا تا ته د لښكرو خبر رسېدلی دی؟
-
فِرْعَوْنَ وَثَمُودَ
د فرعون او د ثمود (د لښكرو)؟
-
بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي تَكْذِيبٍ
بلکي څوك چي كافران شوي دي، هغوي په درواغو کښي اخته دي.
-
وَاللَّهُ مِن وَرَائِهِم مُّحِيطٌ
په داسي حال کښي چي الله دوی له هر لوري ايسار کړي دي (د هغو په درواغجن ګڼلو سره د دې قُرآن هیڅ شي نه ورانېږئ)
-
بَلْ هُوَ قُرْآنٌ مَّجِيدٌ
بلکي دا قُرآن د لوړي مرتبې لرونكی دی.
-
فِي لَوْحٍ مَّحْفُوظٍ
په لوح محفوظ کي لیکل شوی دی.
۸۵. سورت البروج
البروج
Al-Buruj / البروج · ۸۵ · ۲۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت البروج عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.