Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۹. سورت الفجر

الفجر

Al-Fajr / الفجر · ۸۹ · ۳۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت الفجر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَالْفَجْرِ

    قسم په سهار دی؛

  2. وَلَيَالٍ عَشْرٍ

    او (قسم دی) په لسو شپو؛

  3. وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ

    او (قسم دی) په جفت او طاق؛

  4. وَاللَّيْلِ إِذَا يَسْرِ

    او (قسم دی) په شپه باندي، چي كله هغه ځي راځي، توره تیاره کیږي؛

  5. هَلْ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٌ لِّذِي حِجْرٍ

    ايا په دې کښي د كوم هوښيار لپاره څه قسم شته (چي باور پرې وکړي)؟

  6. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِعَادٍ

    ايا تا ونه ليدل چي ستا رب له عاديانو سره څه كار وکړ،

  7. إِرَمَ ذَاتِ الْعِمَادِ

    د ارم سره چي د لوړو ستنو خاوندان ول،

  8. الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ

    د كومو په څېر چي د نړۍ په هيوادونو کي هیڅ قوم نه ؤ پېدا کړل شوي؟

  9. وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ بِالْوَادِ

    او له ثموديانو سره چي په ناو (کنده) کښي یې لويي لويي تیږي توږلې؟

  10. وَفِرْعَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ

    او د ميخونو څښتن فرعون سره؟

  11. الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ

    دا هغه كسان ول چي د نړۍ په هيوادونو کښي یې ډېره زياته سرکښي کړي وه؛

  12. فَأَكْثَرُوا فِيهَا الْفَسَادَ

    او په هغو کي یې ډېر زيات فساد خپور کړی ؤ؛

  13. فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَبُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ

    په پای کښي ستا رب پر هغو باندي د عذاب دُره (قمچینه) راكوزه کړه.

  14. إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ

    حقيقت دا دی چي ستا رب (د دوی د کړنو لپاره) په څارنځای، انتظار ځای کښي دی.

  15. فَأَمَّا الْإِنسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ

    خو د انسان حال دا دی چي د هغه رب يې كله په ازمېښت کښي واچوي او هغه ته عزت او نعمت ورکړي، نو وايي: "زما رب زه د عزت خاوند کړم."

  16. وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ

    او كله چي هغه په ازمېښت کښي واچوي او روزي يې پر تنګه کړي، نو هغه وايي: "زما رب زه ذليل کړم."

  17. كَلَّا ۖ بَل لَّا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ

    هیڅكله نه، بلکي تاسي له يتيم سره د عزت چال چلند نه كوئ؛

  18. وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ

    او مسكين ته د خوړو په وركولو يو بل نه هڅوئ؛

  19. وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَّمًّا

    او د ميراث ټول مال يو ځای راغونډوۍ، خورۍ یې؛

  20. وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا

    او د مال په مينه کښي په بده توګه اخته ياست.

  21. كَلَّا إِذَا دُكَّتِ الْأَرْضُ دَكًّا دَكًّا

    هیڅكله نه، كله چي ځمکه په پرله پسې ټكولو سره ميده ميده وګرځوله شي؛

  22. وَجَاءَ رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا

    او ستا رب خپل جلال پداسي حال کښي وښيي چي پرښتې ليكه په ليكه ولاړي وي؛

  23. وَجِيءَ يَوْمَئِذٍ بِجَهَنَّمَ ۚ يَوْمَئِذٍ يَتَذَكَّرُ الْإِنسَانُ وَأَنَّىٰ لَهُ الذِّكْرَىٰ

    او دوږخ په هغه ورځ مخامخ راوستل شي، په هغه ورځ به انسان وپوهیږي او په هغه وخت کښي یې د پوهېدو څه ګټه ده؟

  24. يَقُولُ يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي

    هغه به ووايي: "كاشكي ما د خپل دغه ژوند لپاره مخکي څه توښه برابره کړې وای."

  25. فَيَوْمَئِذٍ لَّا يُعَذِّبُ عَذَابَهُ أَحَدٌ

    بيا په هغه ورځ چي الله كوم عذاب وركوي، هغسي عذاب وركوونكي به بل څوك نه وي.

  26. وَلَا يُوثِقُ وَثَاقَهُ أَحَدٌ

    او الله چي څنګه تړل كوي، هغسي تړونكى به بل نه وي.

  27. يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ

    (له بل پلوه به ویل کیږي) "اې ډاډه نفسه!

  28. ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً

    ځه د خپل رب لوري ته، په داسي حال کښي چي ته (له خپل غوره عاقبت څخه) خوشحاله (او د خپل رب په وړاندي) غوره یې!

  29. فَادْخُلِي فِي عِبَادِي

    ورننوځه زما (په نېکو) بند ګانو کښي!

  30. وَادْخُلِي جَنَّتِي

    او ننوځه زما جنت ته!"

Holy Quran-Pashto