-
إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا
[اې پېغمبره (ص)!] بېشکه موږ تا ته ښكاره فتحه او بری درکړی دی؛
-
لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا
تر څو چي الله ستا له مخكېنۍ او وروستنۍ هري ګناه څخه در تېر شي او پر تا باندي خپل نعمت بشپړ کړي؛ او تا ته سمه لاره در وښيي؛
-
وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا
او ستا سره قوي مرسته وکړي.
-
هُوَ الَّذِي أَنزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَّعَ إِيمَانِهِمْ ۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
همغه ذات دى چي د مؤمنانو په زړونو کښي یې ډاډينه واچوله، تر څو چي د خپل ايمان تر څنګ هغوی يو بل ايمان زيات کړي. د اسمانونو او ځمکي ټولي لښكري د الله د قدرت په ولكه کښي دي. او هغه ښه پوه او د ښه حکمت څښتن دى.
-
لِّيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ ۚ وَكَانَ ذَٰلِكَ عِندَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا
(هغه دا كار ددې د پاره کړی دى) تر څو چي مؤمن نارينه او مومني ښځي د تل اوسېدو لپاره داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيدونكي وي او د هغو بدۍ به ځني ايسته کړي. د الله په وړاندي دا ستر برياليتوب دى؛
-
وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ الظَّانِّينَ بِاللَّهِ ظَنَّ السَّوْءِ ۚ عَلَيْهِمْ دَائِرَةُ السَّوْءِ ۖ وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَلَعَنَهُمْ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ ۖ وَسَاءَتْ مَصِيرًا
او هغو منافقو نارينه او ښځو ته او مشركو نارينه او ښځو ته سزا ورکړي چي د الله په باب بد ګومان لري. د بدۍ په ګرځوني کښي پخپله ايسار شول، د الله غضب ورباندي وشو او هغه ورباندي لعنت وکړ او د هغو لپاره یې دوږخ تيار کړ، چي خورا بد استوګنځى دى.
-
وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
د اسمانونو او ځمکي لښكري د الله د قدرت په ولكه کښي دي، او هغه برلاسى، د حکمت څښتن دی.
-
إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
[اې پېغمبره (ص)!] موږ ته شاهدي وركوونكى، زيرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى یې؛
-
لِّتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُعَزِّرُوهُ وَتُوَقِّرُوهُ وَتُسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
تر څو چي اې خلكو تاسي پر الله او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړئ او د هغه ملګري شئ او د هغه تعظيم او درناوى وکړئ. او سهار او ماښام د هغه د پاكۍ بيانوونكي اوسئ.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ ۚ فَمَن نَّكَثَ فَإِنَّمَا يَنكُثُ عَلَىٰ نَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَوْفَىٰ بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا
[اې پېغمبره (ص)!] كومو كسان چي ستا سره بيعت کوي، هغوى په اصل کښي له الله سره بيعت کوي. د هغو د لاسونو د پاسه د الله لاس دى. اوس چي څوك دغه ژمنه ماته کړي، د هغه د تعهد ماتولو وبـال به پخپله پر همغه باندي وي. او څوك چي پر هغي ژمني باندي ودريږي چي هغه له الله سره کړېده، الله به ډېر ژر هغه ته لوى ثواب ورکړي.
-
سَيَقُولُ لَكَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ شَغَلَتْنَا أَمْوَالُنَا وَأَهْلُونَا فَاسْتَغْفِرْ لَنَا ۚ يَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ لَكُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ بِكُمْ ضَرًّا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ نَفْعًا ۚ بَلْ كَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا
[اې پېغمبره (ص)!] له كليوالو عربو څخه چي كوم خلك شا ته پريښودل شوي ول، اوس به هغوى راشي؛ هرو مرو به درته ووايي: "موږ د خپلو شتمنيو او اولادونو فكر بوخت کړي وو. ته زموږ لپاره د بخښني دُعا وکړه." - دوى پخپلو ژبو سره هغه څه وايي چي په زړونو کښي یې نه وي. دوى ته ووايه: "(ښه همدا خبره ده) نو څوك دى چي ستاسي په باب د الله د فېصلې د بندولو څه وس واك ولري، كه هغه تاسي ته څه ضرر رسول وغواړي يا ګټه دربښل؟ - بلکي ستاسي له عملونو څخه خو یوازي الله خبر دى (خو اصلي خبره دا نه ده چي تاسي یې كوئ).
-
بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَىٰ أَهْلِيهِمْ أَبَدًا وَزُيِّنَ ذَٰلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْمًا بُورًا
بلکي تاسي داسي وګڼله چي پېغمبر او مؤمنان به خپلو كورنيو ته بيرته هیڅكله راونشي ګرځېدلای؛ دغه ګومان ستاسي په زړونو ډېر ښه ولګېدی او تاسي ډېر بدګومان وکړ. تاسي سخت بد باطنه هلاک کېدونكي خلك ياست."
-
وَمَن لَّمْ يُؤْمِن بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَعِيرًا
پر الله او د هغه پر پېغمبر باندي چي كوم خلك ايمان نلري، د دغسي كافرانو لپاره موږ بل شوى اور تيار کړی دى.
-
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ مالك الله دى، چا ته چي يې خوښه شي بښنه كوي او چا ته چي وغواړي سزا وركوي. او الله بخښونکي او پوره رحم کوونکی دی.
-
سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَىٰ مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ ۖ يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ ۚ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَٰلِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ ۖ فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا
كله چي تاسي د ولجې (غنیمت) تر لاسه كولو لپاره ولاړ شئ، نو دغه بيرته پاتي کېدونكي خلك به تاسي ته هرومرو ووايي: "موږ هم له ځان سره تلو ته پرېږدئ." - دوى غواړي چي د الله فرمان بدل کړي. دوى ته په ډاګه ووايه: "تاسي هيڅكله له موږ سره نشئ تلای، الله لا د مخه دا فرمايلي دي." - دوى به ووايي: "نه بلکي تاسي زموږ سره کینه (رخه) کوئ." - ( پداسي حال کښي چي خبره د کینې نه ده) بلکي دوى په سمه خبره بيخي لږ پوهیږي.
-
قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَىٰ قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ ۖ فَإِن تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا ۖ وَإِن تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
دغو بيرته پاتي کېدونكو کلیوالي عربو ته ووايه: "ډېر ژر به تاسي له داسي خلكو سره د جنګېدو لپاره وبلل شئ چي ډېر قوي دي. يا به له هغو سره جګړې ته دوام وركوئ، يا به هغوى غاړه كښيږدي. په هغه وخت کښي كه تاسي د جهاد د حكم اطاعت وکړ، نو الله به تاسي ته غوره اجر درکړي. او كه تاسي په همغه شان مخ واړوه لكه چي څنګه مو مخكي اړولی دى، نو الله به تاسي ته دردناکه سزا درکړي.
-
لَّيْسَ عَلَى الْأَعْمَىٰ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا
كه ړوند، ګوډ او ناروغ جهاد ته لاړ نه شي، نو څه باك نشته. څوك چي د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړي، الله به یې په هغو جنتونو کښي داخل کړي چي لاندي به يې ویالې بهیږي. او څوك چي مخ واړوي، هغه ته به دردناکه سزا ورکړي.
-
۞ لَّقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا
الله له مؤمنانو څخه خوشحاله شو، كله چي هغوى له وني لاندي ستا سره بيعت کاوه. د هغو د زړونو حال هغه ته معلوم دى، لدې امله یې پر هغو ډاډينه نازله کړه او هغو ته یې په انعام کښي نژدې بری ورکړ.
-
وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
او د ولجې (غنیمت) ډېر څه مالونه یې ورکړل، چي هغوى به یې (ډېر ژر) تر لاسه کړي. الله برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَـٰذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا
الله ستاسي سره د ولجې (غنیمت) د خورا ډېرو مالونو وعده كوي، چي تاسي به يې تر لاسه کړئ، په سمدستي ډول، خو دغه فتح هغه تاسي ته درکړه. او ستاسي پر خلاف یې د خلكو لاسونه له راپورته کېدلو څخه منع کړل، تر څو چي دا د مؤمنانو لپاره نښانه شي؛ او الله تاسي ته د سمي لاري هدايت در کړی.
-
وَأُخْرَىٰ لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا
پدې سربيره هغه ستاسي سره د نورو داسي ولجو (غنیمتونو) وعده هم كوي، چي پر هغو باندي تر اوسه پوري تاسي نه ياست قادر شوي او الله هغه ايسارې کړيدي. الله په هر څه قادر دى.
-
وَلَوْ قَاتَلَكُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا
دغه كافران كه پدې وخت کښي ستاسي سره جنګيدلي واى، نو هرو مرو به یې شا اړولې وای او هيڅ ملاتړ او مرستندوى به یې نه وای موندلای.
-
سُنَّةَ اللَّهِ الَّتِي قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلُ ۖ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا
دا د الله کړنلاره ده چي له پخوا څخه را روانه ده؛ او ته به د الله په کړنلاره کښي هيڅ بدلون ونه مومې.
-
وَهُوَ الَّذِي كَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ عَنْهُم بِبَطْنِ مَكَّةَ مِن بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَكُمْ عَلَيْهِمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
همغه ذات دى چي د مكې په دننه کښي یې د هغو لاسونه ستاسي څخه او ستاسي لاسونه یې له هغو څخه منع کړل وروسته له هغه چي پر هغو یې تاسي ته برى درکړی ؤ؛ او تاسي چي څه كول، الله هغه ليدل.
-
هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُ ۚ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ ۖ لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۚ لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
دوی هغه كسان دي چي كافران شوي دي او تاسي یې له مسجد الحرام څخه منع کړاست او د قربانۍ اوښان یې د هغو د قربانۍ ځاى ته پرې نه ښودل چي ورسیږي. كه (په مكه کښي) داسي مؤمن نارينه اومؤمني ښځي موجودې نه واى چي تاسي یې نه پيژنئ؛ او كه دا خبره نه واى چي په نا اګاهانه ډول به تاسي هغوى پایمال کړئ؛ او پدې سره به د بې علمۍ په حال کښي پر تاسي پړه راشي (نو د جنګ مخنيوى به نه وای شوى. مخنيوى د دې لپاره وشو) چي الله چي چا ته وغواړي پخپل رحمت کښي یې داخل کړي. هغه مؤمنان كه بېل شوي واى، نو د مكې له خلكو څخه چي كوم كسان كافران ول، هغو ته به موږ هرو مرو دردناکه سزا ورکړي وای.
-
إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَىٰ وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا
(همدا دليل دى) كله چي دغو كافرانو پخپلو زړونو کښي جاهلانه دريځ ټينګ کړ، نو الله پر خپل پېغمبر او مؤمنانو باندي ډاډينه نازله کړه او مؤمنان یې د پرهېزګارۍ د خبري پابند وګرځول، چي هغوی يې زيات حقدار او اهل ول. الله پر هر شي علم لري.
-
لَّقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ ۖ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ ۖ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَٰلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا
په واقع کښي الله خپل پېغمبر ته رښتينى خوب ښودلى ؤ، چي که الله وغواړي تاسي به هرو مرو مسجد حرام ته د پوره امنيت سره ننوځئ. خپل سرونه به وخروئ او ويښته به لنډ کړئ. او پر تاسي به هيڅ ويره نه وي، هغه په هغې خبري پوهيدی چي تاسي ورباندي نه پوهېدلاست؛ له دې امله هغه د خوب پوره کېدو څخه مخکي تاسي ته دغه نژدې بری درپه برخه کړ.
-
هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا
همغه ذات دى چي خپل پېغمبر یې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو چي هغه پر ټولو دينونو باندي غالب کړي او په دې حقيقت باندي د الله شاهدي كافي ده.
-
مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا
محمد (ص) د الله پېغمبر دى؛ او كوم كسان چي له هغه سره ملګري دي، هغوى پر كافرانو سخت او په خپلو منځو کښي خواخوږي دي. ته چي كله هغوى ګورې نو په ركوع او سجده، او د الله د فضل او د هغه د خوشۍ په طلب کښي یې بوخت مومې. د دیندارۍ نښي نښانې د هغو په مخونو کي د سجدو د اغیز له امله موجودي دي، (چي په هغه سره هغوى بيل پيژندل کیږي). دا اوصاف هغه اوصاف دي چي مثالونه يې په تورات او انجیل کي بیان شوي دي، داسي چي ګواكي يو كښت دى چي لومړی خپلي څانګي راباسي، بيا یې هغه ته قوت او وده ورکړه، بيا هغه مخ په پخېدو شو، بيا هغه پر خپلي تنې باندي ودرېدی. هغه كروندګر خوشحالوي تر څو چي كافران د هغو په تقویې او سمسورتيا باندي له غوسي وسوځي. د دغي ډلي خلك چي ايمان یې راوړى دى او نېک عملونه يي کړيدي، الله د بښني او لوى اجر وعده ورسره کړېده.
۴۸. سورت الفتح
الفتح
Al-Fath / الفتح · ۴۸ · ۲۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت الفتح عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.