Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱. سورت الفاتحة

الفاتحة

Al-Fatihah / الفاتحة · ۱ · ۷ آیتونه

دا پاڼه د سورت الفاتحة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

    د الله په نوم چي ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی.

  2. الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ

    ټوله ثنا او ستاینه یواځي الله لره ده، چي د ټولو کائیناتو پالونکی دی.

  3. الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

    ډېر زیات مهربان، پوره رحم لرونکی دی.

  4. مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ

    د جزا د ورځي مالک دی.

  5. إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ

    موږ همدا ستا عبادت کوو او هم دا ستا څخه مرسته غواړو.

  6. اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ

    موږ ته سمه لاره وښیه؛

  7. صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ

    د هغو کسانو لار چي تا پرې پېرزوېنه کړېده، چي غوسه پرې نه ده شوې او بې لاري شوي نه دي.

Holy Quran-Pashto