Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۱۰۵. سورت الفيل

الفيل

Al-Fil / الفيل · ۱۰۵ · ۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت الفيل عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ

    ايا تا ونه ليدل چي ستا رب د فیل له څښتنانو سره څه وکړل؟

  2. أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ

    ايا الله د هغو تدبير شنډ نه کړ؟

  3. وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْرًا أَبَابِيلَ

    او پر هغو باندي یې د مرغانو (ابابېل) سيلونه ولېږل،

  4. تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ

    چي پر هغو یې د پخې شوي خټي تیږي غورځولې؛

  5. فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ

    بيا یې د هغو حالت داسي وګرځاوه لكه د څاروېو شخوند وهلي، پایمال کړل شوي واښه.

Holy Quran-Pashto