-
تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا
هغه ذات ډېر بركتناك دى چي پر خپل بنده باندي یې دغه فرقان (قُرآن) نازل کړ. تر څو چي د ټولو نړيوالو لپاره (د الله د عذاب څخه) وېروونكى وي.
-
الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا
هغه ذات چي د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ څښتن دى، او څوك یې زوى ندى نيولى او له هغه سره په باچاهۍ کښي څوك شريك نشته. هغه چي هر شى پېدا کړ، بيایې د هغه يو سرنوشت وټاکه.
-
وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً لَّا يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلَا يَمْلِكُونَ لِأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَلَا يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلَا حَيَاةً وَلَا نُشُورًا
خلكو له الله څخه پرته داسي معبودان ونيول چي هيڅ شى نه پيدا كوي، بلکي پخپله هستول کیږي، پخپله د خپل ځان لپاره هم د څه ګټي يا زيان واك نلري، نه د وژلو وس لري، نه د ژوندي كولو او نه مړه شوي بيا راپاڅولاى شي.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا إِفْكٌ افْتَرَاهُ وَأَعَانَهُ عَلَيْهِ قَوْمٌ آخَرُونَ ۖ فَقَدْ جَاءُوا ظُلْمًا وَزُورًا
او كومو كسانو چي د پېغمبر د خبري د منلو څخه انكار کړيدى، هغوی وايي: "دغه قُرآن له ځانه جوړ کړه شوى شى دى، چي دغه سړي په درواغو رامنځ ته کړی دى او ځينو نورو خلكو پدې كار کښي له ده سره مرسته کړېده." - لوى ظلم او سخت دروغ دي چي دوى پرې درېدلي دي.
-
وَقَالُوا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ اكْتَتَبَهَا فَهِيَ تُمْلَىٰ عَلَيْهِ بُكْرَةً وَأَصِيلًا
وايي دا د پخوانیو خلكو په درواغو ليكل شوي شيان دي چي دى یې نكلونه كوي او هغه ده ته سهار او ماښام اورول کیږي.
-
قُلْ أَنزَلَهُ الَّذِي يَعْلَمُ السِّرَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنَّهُ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا
[اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: "دا هغه چا نازل کړيدى چي د اسمانونو او ځمکي په راز پوهیږي. حقيقت دا دى، هغه ستر بښونكى او مهربان دى."
-
وَقَالُوا مَالِ هَـٰذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ ۙ لَوْلَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَلَكٌ فَيَكُونَ مَعَهُ نَذِيرًا
دوی وايي: "دا څنګه پېغمبر دى چي خواړه خوري او په بازارونو کښي ګرځي راګرځي؟ - ولي ده ته كومه پرښته ونه لېږل شوه چي له ده سره واى او ( پر نه منونكو باندي یې) ګواښ کولای؟
-
أَوْ يُلْقَىٰ إِلَيْهِ كَنزٌ أَوْ تَكُونُ لَهُ جَنَّةٌ يَأْكُلُ مِنْهَا ۚ وَقَالَ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا
يا كه نور هيڅ نه واى، ده ته كومه خزانه راكوزه کړی شوې واى. يا دده كوم بڼ واى چي له هغه څخه یې (په ډاډينه) روزي تر لاسه کولای." - ظالمان وايي: "تاسي خو په يو كوډو وهلي سړي پسي روان یاست."
-
انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا
وګوره دوى څنګه عجيبه دليلونه درته وړاندي كوي. داسي لار وركي دي چي هيڅ كومه د کار خبره په فكر کښي نه ورځي.
-
تَبَارَكَ الَّذِي إِن شَاءَ جَعَلَ لَكَ خَيْرًا مِّن ذَٰلِكَ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَيَجْعَل لَّكَ قُصُورًا
هغه ذات ډېر بركتناك دى، كه وغواړي د دوى له ټاكلو ياد کړای شويو شيانو څخه هم زيات غوره دركولای شي، (يو نه) ډېر باغونه چي تر هغو لاندي ویالې بهېدونكي وي، او لوړي دنګي ماڼۍ.
-
بَلْ كَذَّبُوا بِالسَّاعَةِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لِمَن كَذَّبَ بِالسَّاعَةِ سَعِيرًا
اصلى خبره دا ده چي دوی قيامت درواغ ګڼلى دى؛ او څوك چي قيامت درواغ وګڼي، د هغه لپاره موږ تاوجنه لمبه وهونكى اور تيار کړيدى.
-
إِذَا رَأَتْهُم مِّن مَّكَانٍ بَعِيدٍ سَمِعُوا لَهَا تَغَيُّظًا وَزَفِيرًا
هغه اور چي كله له لیري څخه دوى وويني، نو دوی به يې د غضب او تاو اوازونه واوري.
-
وَإِذَا أُلْقُوا مِنْهَا مَكَانًا ضَيِّقًا مُّقَرَّنِينَ دَعَوْا هُنَالِكَ ثُبُورًا
او كله چي دوى لاسونه او پښې تړلي د دوزخ په يو تنګ ځاى کي ورننيستل شي، نو د خپل مرګ غوښتنه به وکړي.
-
لَّا تَدْعُوا الْيَوْمَ ثُبُورًا وَاحِدًا وَادْعُوا ثُبُورًا كَثِيرًا
(په هغه وخت کښي به ورته وويل شي چي) نن يو مرګ نه ډېر مرګونه وغواړئ.
-
قُلْ أَذَٰلِكَ خَيْرٌ أَمْ جَنَّةُ الْخُلْدِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۚ كَانَتْ لَهُمْ جَزَاءً وَمَصِيرًا
له دوى څخه پوښتنه وکړه: دغه سرنوشت ښه دى او كه هغه همېشنی جنت چي له خدايه وېرېدونكو پرهېز ګارانو سره د هغه ژمنه شوېده، چي د هغو د کړنو مكافات او د هغو د سفر وروستى پړاو به وي؟
-
لَّهُمْ فِيهَا مَا يَشَاءُونَ خَالِدِينَ ۚ كَانَ عَلَىٰ رَبِّكَ وَعْدًا مَّسْئُولًا
په هغه کښي به د هغو هره غوښتنه تر سره شوې وي، په هغه کښي به هغوى د تل لپاره استوګن وي. د هغه ورکړه ستا پر رب باندي يوه واجب شوې ژمنه ده.
-
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ فَيَقُولُ أَأَنتُمْ أَضْلَلْتُمْ عِبَادِي هَـٰؤُلَاءِ أَمْ هُمْ ضَلُّوا السَّبِيلَ
او همغه ورځ به وي چي كله (ستا پروردګار) دغه خلك هم را ايسار کړي او د دوى هغه معبودان هم راوبلي چي نن دوى له الله څخه پرته د هغو بندګي كوي، بيا به الله له هغو څخه پوښتنه وکړي: "ايا تاسي زما بندګان ګمراه کړي ول او كه دوى پخپله له سمي لاري څخه او وښتي، بې لاري شوي ول؟"
-
قَالُوا سُبْحَانَكَ مَا كَانَ يَنبَغِي لَنَا أَن نَّتَّخِذَ مِن دُونِكَ مِنْ أَوْلِيَاءَ وَلَـٰكِن مَّتَّعْتَهُمْ وَآبَاءَهُمْ حَتَّىٰ نَسُوا الذِّكْرَ وَكَانُوا قَوْمًا بُورًا
هغوى به عرض وکړي: "ستا ذات پاك دى، زموږ لپاره خو ددې وړتيا هم نه وه چي ستا څخه پرته كوم بل څوك خپل سرپرست ونيسو، خو تا دوى او د دوى پلرونو، نیکونو ته ښه د ژوند لپاره وسايل ورکړل. آن تر دې چي دوى درس هېر کړ او په هلاکت کښي ولوېدل."
-
فَقَدْ كَذَّبُوكُم بِمَا تَقُولُونَ فَمَا تَسْتَطِيعُونَ صَرْفًا وَلَا نَصْرًا ۚ وَمَن يَظْلِم مِّنكُمْ نُذِقْهُ عَذَابًا كَبِيرًا
هغوى (ستاسي معبودان) به ستاسي هغه خبري، دغسي درواغ وګڼي چي نن یې تاسي كوئ. بيا به نه تاسي د خپل هلاکت مخنيوى وکړاى شئ او نه به له کومي خوا څخه مرسته وموندلای شئ. او هر څوك چي ستاسي څخه ظلم وکړي، په هغه باندي به موږ د سخت عذاب خوند وڅكو.
-
وَمَا أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِي الْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا
[اې محمده(ص)!] ستا څخه مخکي چي موږ هر څومره پېغمبران لېږلي ول، هغوى ټول هم خواړه خوړونكي او هم په بازارونو کښي ګرزېدونكي خلك ول. په اصل کښي موږ تاسي ځیني د ځينو لپاره د ازمېښت وسيله ګرزولي ياست. ايا تاسي صبر كوئ؟ - ستا رب هر څه ويني.
-
۞ وَقَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْنَا الْمَلَائِكَةُ أَوْ نَرَىٰ رَبَّنَا ۗ لَقَدِ اسْتَكْبَرُوا فِي أَنفُسِهِمْ وَعَتَوْا عُتُوًّا كَبِيرًا
كوم كسان چي زموږ حضور ته د وړاندي كېدو فكر نلري، هغوى وايي: "ولي موږ ته پرښتې نه را لېږل کیږي؟ - يا دي موږ خپل رب ووينو." - دوى په خپل نفس کښي ډېر مغروره شول او په خپله سرکښۍ کښي له حده ووتل.
-
يَوْمَ يَرَوْنَ الْمَلَائِكَةَ لَا بُشْرَىٰ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُجْرِمِينَ وَيَقُولُونَ حِجْرًا مَّحْجُورًا
په كومه ورځ چي دوى پرښتې وويني، هغه به د مجرمانو لپاره د څه زيري ورځ نه وي، دوی به چيغي کړي چي: په کوم مانع سره دي منع کړی شي! (الله ته پناه ور وړو).
-
وَقَدِمْنَا إِلَىٰ مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَّنثُورًا
او هر څه چي د هغو کړه وړه دي موږ به هغه را واخلو، د دوړي په څېر به یې والوزوو.
-
أَصْحَابُ الْجَنَّةِ يَوْمَئِذٍ خَيْرٌ مُّسْتَقَرًّا وَأَحْسَنُ مَقِيلًا
یوازي هماغه خلك چي د جنت حقدار دي، په هغه ورځ به په ښه ځاى کښي استوګن وي او د (قیامت د سختي) غرمې تېرولو ښكلي دېره به ومومي.
-
وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاءُ بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلَائِكَةُ تَنزِيلًا
په هغه ورځ به په اسمان کي یوه څيروونكې وريځ څرګنده شي او پرښتې به كتار كتار راكوزي کړل شي.
-
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَـٰنِ ۚ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا
په هغه ورځ به حقيقي باچاهي یوازي د الرحمان وي. او هغه به د كافرانو لپاره ډېره سخته ورځ وي.
-
وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَىٰ يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا
ظالم انسان به خپل لاسونه چيچي او وايي به: "كاشكي ما د پېغمبر ملګرتيا کړي واى؛
-
يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا
هى زما بده بخته، كاشكي ما فلانى سړی په دوستۍ سره نه واى نيولى،
-
لَّقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءَنِي ۗ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلْإِنسَانِ خَذُولًا
هغه تير ايستلم، هغه نصيحت مي ونه مانه چي ما ته راغلى ؤ. شيطان د انسان په حق کښي ډېر زيات بې وفا غولوونكى ثابت شو."
-
وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَـٰذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا
او پېغمبر به ووایي: "اې زما ربه! زما قوم دغه قُرآن پرېښى ؤ."
-
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا
[اې محمده (ص)!] موږ په همدغه شان مجرمان د هر پېغمبر دښمنان ګرځولي دي. او ستا لپاره ستا رب لارښوونکی او مرستندوى كافي دى.
-
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ الْقُرْآنُ جُمْلَةً وَاحِدَةً ۚ كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِ فُؤَادَكَ ۖ وَرَتَّلْنَاهُ تَرْتِيلًا
منكران وايي: "پدې سړي باندي ټول قُرآن په يو وخت کښي ولي نازل نه کړل شو؟" - هو، داسي ځكه شويدي چي دا په ښه شان موږ ستا په ذهن کښي کښېنوو او (د همدې غرض لپاره) موږ هغه په يوه ځانګړي ترتيب سره د بېلابېلو برخو په بڼه په كراره درته لوستى دى
-
وَلَا يَأْتُونَكَ بِمَثَلٍ إِلَّا جِئْنَاكَ بِالْحَقِّ وَأَحْسَنَ تَفْسِيرًا
او (په دې کښي دا مصلحت هم دى) چي كله هغوى تا ته كومه بې سابقې خبره (يا حيرانوونكې پوښتنه) راوړي، د هغې سم ځواب موږ په خپل وخت تا ته درکړ او په ډېر ښه ډول سره مو خبره روښانه کړه.
-
الَّذِينَ يُحْشَرُونَ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ إِلَىٰ جَهَنَّمَ أُولَـٰئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ سَبِيلًا
كوم كسان چي پړمخي د دوږخ لوري ته را کش كېدونكي دي، د هغو دريځ ډېر ناوړه او د هغو لاره په نهايي درجه غلطه ده.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا
موږ موسی (ع) ته كتاب ورکړ او له هغه سره مو د هغه ورور هارون(ع) د مرستيال په توګه ملګرى کړ.
-
فَقُلْنَا اذْهَبَا إِلَى الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَدَمَّرْنَاهُمْ تَدْمِيرًا
او هغو ته مو وويل چي دواړه هغه قوم ته ورشئ چي زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي دي. په پاى کښي موږ هغه خلك (فرعونیان) سخت تباه کړل.
-
وَقَوْمَ نُوحٍ لَّمَّا كَذَّبُوا الرُّسُلَ أَغْرَقْنَاهُمْ وَجَعَلْنَاهُمْ لِلنَّاسِ آيَةً ۖ وَأَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
د نوح د قوم همدغه حال شو چي كله یې یېغمبران درواغجن وګڼل. موږ هغوى غرق کړل او د نړيوالو لپاره مو د عبرت يوه نښه وګرځوله. او ددې ظالمانو لپاره مو يو دردناك عذاب تيار کړيدى.
-
وَعَادًا وَثَمُودَ وَأَصْحَابَ الرَّسِّ وَقُرُونًا بَيْنَ ذَٰلِكَ كَثِيرًا
په همدغه شان عاديان، ثموديان او د څاه خاوندان او د منځنيو پېړيو زياتره خلك تباه کړای شول.
-
وَكُلًّا ضَرَبْنَا لَهُ الْأَمْثَالَ ۖ وَكُلًّا تَبَّرْنَا تَتْبِيرًا
له هغو څخه هر يوه ته موږ (د مخكنيو تباه كړه شویو) مثالونه وړاندي کړل او په پاى کښي هر يو مو تار مار کړ.
-
وَلَقَدْ أَتَوْا عَلَى الْقَرْيَةِ الَّتِي أُمْطِرَتْ مَطَرَ السَّوْءِ ۚ أَفَلَمْ يَكُونُوا يَرَوْنَهَا ۚ بَلْ كَانُوا لَا يَرْجُونَ نُشُورًا
او پر هغي سیمي باندي خو دوى تېر شويدي چي ډېر ناكاره باران پرې اورول شوى ؤ. ايا دوى به د هغې حال نه وي ليدلى؟ - خو دوى له مرګ وروسته د بيا ژوندون هيله من نه دي.
-
وَإِذَا رَأَوْكَ إِن يَتَّخِذُونَكَ إِلَّا هُزُوًا أَهَـٰذَا الَّذِي بَعَثَ اللَّهُ رَسُولًا
دوى چي كله تا وويني، نو ملنډي در پوري وهي. (وايي): "ايا دغه سړی دى چي خداى د پېغمبر په توګه رالېږلی دى؟
-
إِن كَادَ لَيُضِلُّنَا عَنْ آلِهَتِنَا لَوْلَا أَن صَبَرْنَا عَلَيْهَا ۚ وَسَوْفَ يَعْلَمُونَ حِينَ يَرَوْنَ الْعَذَابَ مَنْ أَضَلُّ سَبِيلًا
ده خو به موږ بې لاري کړي، د خپلو معبودانو څخه به یې اړوولي واى، كه موږ د هغو پر عقيدتمندۍ باندي ټينګار نه واى کړی." - ښه هغه وخت ليري نه دى چي د عذاب په لېدلو دوى ته پخپله څرګنده شي، چي څوك په ګمراهۍ کښي لیري تللي ول.
-
أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَـٰهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا
ته كله د هغه چا حال ته ځير شوى یې چي خپل نفسي خواهش يې خپل خداى ګرځولى وي؟ - ايا ته پر سمه لاره باندي د داسي چا د را اړولو مسئوليت پرغاړه اخيستلای شې؟
-
أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا
ايا ته انګېرې چي له دوى څخه زياتره كسان اوري او پوهیږي؟ - دوى خو د څارويو په شان دي، بلکي له هغو څخه هم ها خوا لار وركي دي.
-
أَلَمْ تَرَ إِلَىٰ رَبِّكَ كَيْفَ مَدَّ الظِّلَّ وَلَوْ شَاءَ لَجَعَلَهُ سَاكِنًا ثُمَّ جَعَلْنَا الشَّمْسَ عَلَيْهِ دَلِيلًا
آیا ته نه ګورې چي ستا رب په څه ډول سيورى خوروي. كه هغه غوښتي واى، نو هغه به یې دايمي سيورى ګرځولى وای. بيا موږ لمر پر هغه دليل وګرځاوه؛
-
ثُمَّ قَبَضْنَاهُ إِلَيْنَا قَبْضًا يَسِيرًا
بيا چي لمر هر څومره پورته کیږي، موږ د هغه سيورى كرار كرار خپل لوري ته راغوڼد وو.
-
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا
او هغه د هماغه الله ذات دى چي شپه یې ستاسي لپاره جامه او خوب یې د ارام او ورځ یې د پاڅېدو (د کار روزګار) وخت وګرځاوه.
-
وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ ۚ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا
او هماغه ذات دى چي د خپل رحمت په مخکي يي بادونه د زيري په توګه لېږلي. بيا موږ له اسمانه پاکي اوبه نازلي کړي دي.
-
لِّنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَّيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا
تر څو چي د هغو په وسيله يو مړه ځمکه ژوندۍ کړو او له خپل مخلوق څخه زياتره څاروي او انسانان خړوبه کړو.
-
وَلَقَدْ صَرَّفْنَاهُ بَيْنَهُمْ لِيَذَّكَّرُوا فَأَبَىٰ أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا
دغه كارنامه موږ بيا بيا دوى ته ورښيو، تر څو چي دوى څه درس واخلي. خو زياتره خلك د كفر او ناشكرۍ څخه پرته، د كوم بل چارچلند له غوره كولو څخه انكار كوي.
-
وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَّذِيرًا
كه زموږ خوښه واى، نو په هر كلي کښي به مو يو يو وېروونكى (پېغمبر) راپاڅولى وای.
-
فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُم بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا
نو [اې پېغمبره (ص)!] د كافرانو خبره هيڅكله مه منه او دا قُرآن درسره واخله، له هغو سره ستر (هر اړخیزه) جهاد وکړه.
-
۞ وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَـٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهَـٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا
او دا هماغه ذات دى چي دوه سمندرونه یې سره يو ځاى کړي دي. يو خوږ او خوندور، بل تريخ او تريو. او د دواړو په منځ کښي يوه پرده حائله ده، يو خنډ دى چي هغوی یې له ګډېدلو څخه ساتلي، منع کړي دي.
-
وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا
او هماغه ذات دى چي له اوبو څخه یې يو بشر پېدا کړ، بيا یې له هغه څخه د نَسَبْ او خُسرګنۍ دوې بېلابېلي لړۍ وغځولې. ستا پروردګار د ستر قدرت څښتن دى.
-
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ وَكَانَ الْكَافِرُ عَلَىٰ رَبِّهِ ظَهِيرًا
له الله څخه پرته خلك د هغو شيانو بندګي كوي چي نه دوى ته ګټه رسولای شي، نه زيان. او ددې له پاسه دا چي كافر د خپل رب پر خلاف د هر سركښ ملاتړ ګرځېدلى دى.
-
وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
[اې محمده (ص)!] ته خو موږ يوازي يو زيرى وركوونكى او ويروونكى لېږلی یې.
-
قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلَّا مَن شَاءَ أَن يَتَّخِذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا
دوى ته ووايه: "زه پدې وظيفه باندي ستاسي څخه څه اُجرت نه غواړم. زما اُجرت یوازي دا دى چي د چا زړه وغواړي، هغه دي د خپل رب لاره غوره کړي."
-
وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهِ ۚ وَكَفَىٰ بِهِ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا
[اې محمده (ص)!] پر هغه خداى توكُل وکړه چي ژوندى دى او هیڅكله مړكېدونكى ندى. د هغه له ستايني سره د هغه پاكي بيان کړه. د خپلو بندګانو له ګناهونو څخه یوازي د همغه باخبرتوب كافي دى.
-
الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمَـٰنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا
هغه ذات چي په شپږو ورځو کښي یې اسمانونه او ځمکه او ټول هغه څه پېدا کړل چي د اسمانونو او ځمکي په منځ کښي دي. بيا هغه پر عرش باندي استوا وکړه. ډېر مهربان دی، نو د هغه د شان پوښتنه له كوم پوهېدونكي څخه وکړه.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اسْجُدُوا لِلرَّحْمَـٰنِ قَالُوا وَمَا الرَّحْمَـٰنُ أَنَسْجُدُ لِمَا تَأْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُورًا ۩
كله چي دوى ته ويل کیږي چي الرحمان ته سجده وکړئ، نو وايي: "الرحمان څه وي؟ - ايا ته چي څوك یادوې، نو موږ به هماغه ته سجده كوو؟" - دغه بلنه د هغو كركه برعكس لازياتوي.
-
تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُّنِيرًا
هغه ذات ډېر مبارك دى چي په اسمان کښي یې برجونه پېداکړل او په هغه کښي یې يوه ډيوه (لمر) او يوه ځلانده سپوږمۍ روڼه کړه.
-
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ أَرَادَ أَن يَذَّكَّرَ أَوْ أَرَادَ شُكُورًا
همغه ذات دی، چي د هر هغه چا لپاره چي غواړي درس (پند) واخلي يا غواړي شكر ايستونكى شي، شپه او ورځ یې يوه د بلي ځای ناستې کړه.
-
وَعِبَادُ الرَّحْمَـٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا
د الرحمان اصلي بندګان هغه څوک دي چي پر ځمکه باندي په ورو (په عاجزي) ځي او كه جاهلان یې مخي ته راشي، نو ورته وايي: "تاسي ته سلام."
-
وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا
هغه كسان چي د خپل پروردګار په وړاندي په سجدو او قيام شپې تېروي؛
-
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا
هغه كسان چي دُعاګاني كوي چي: اې زموږ پروردګاره! د دوږخ له عذابه مو وساته، د هغه عذاب سخت او همېشنی دى؛
-
إِنَّهَا سَاءَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا
هغه ډېر ناكاره استوګنځى او قرارځاى دى؛
-
وَالَّذِينَ إِذَا أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذَٰلِكَ قَوَامًا
هغه كسان چي كله لګښت كوي، نو نه بېځايه لګښت او نه بخيلي کوي. بلكه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په منځ کښي په ميانه روۍ ولاړ وي.
-
وَالَّذِينَ لَا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ وَلَا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ وَلَا يَزْنُونَ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ يَلْقَ أَثَامًا
هغه كسان چي له الله څخه پرته كوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چي خداى حرام کړی وي، او نه د زنا مرتكب کیږي. (خو) هر څوك چي دغه كار (شرک، قتل یا زنا) وکړي هغه به د خپلي ګناه بدله ومومي.
-
يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا
د قيامت په ورځ به هغه ته پرله پسې عذاب ورکړل شي او په همغه کښي به د تل لپاره ذليل پروت وي.
-
إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَـٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
مګر دا چي چا(له دغو ګناهونو څخه وروسته) توبه ايستلې وي، ايمان یې راوړى وي او غوره عمل یې کړی وي. د دغسي خلكو بدۍ به الله په نېکیو بدلي کړي. او الله ښه بښونكى او خورا زیات مهربان دى.
-
وَمَن تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا
څوك چي توبه وباسي او نېک عمل وکړي، هغه نو د خداى لوري ته داسي راګرځي لكه څنګه چي د ګرځېدلو حق دى.
-
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا
(او د الرحمان بندګان هغه دي) چي د درواغو شاهدي نه وایي. او كه په كوم بابېزه شي باندي ورشي، نو د شريفو انسانانو په څېر ورڅخه تېریږي.
-
وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا
او هغو ته كه د پروردګار د ايتونو په اورېدلو نصيحت کیږي، نو هغوى پرې ځان ړوند كوڼ نه اچوي.
-
وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
او هغه كسان چي دُعا ګاني كوي چي: "اې زموږ پروردګاره! موږ ته له خپلو ميرمنو او اولادونو څخه د سترګو ړنا راکړه او موږ د پرهېزګارانو امامان کړه (په تقوا او اطاعت کي مو تر ټولو مخکي کړه) ."
-
أُولَـٰئِكَ يُجْزَوْنَ الْغُرْفَةَ بِمَا صَبَرُوا وَيُلَقَّوْنَ فِيهَا تَحِيَّةً وَسَلَامًا
دغه هغه كسان دي چي د خپل صبر مېوه به د دنګي مانۍ په بڼه ومومي. په آدابو او سلامونو سره به يې هلته هركلى کیږي.
-
خَالِدِينَ فِيهَا ۚ حَسُنَتْ مُسْتَقَرًّا وَمُقَامًا
هغوى به د تل لپاره هلته اوسیږي، هغه استوګنځى او قرارځاى څومره ښه دى.
-
قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ ۖ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا
[اې محمده (ص)!] خلكو ته ووايه: "زما رب تاسي ته هیڅ اړتیا نه لري كه تاسي هغه ونه بلئ. اوس چي تاسي د درواغو نسبت کړی دى، ډېر ژر به هغه سزا ومومئ چي ځان ژغورل به درته ګران وي.
۲۵. سورت الفرقان
الفرقان
Al-Furqan / الفرقان · ۲۵ · ۷۷ آیتونه
دا پاڼه د سورت الفرقان عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.