-
هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ الْغَاشِيَةِ
ايا تا ته د هغه خورېدونكي افت خبر رسېدلى دى؟
-
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ خَاشِعَةٌ
ځیني مخونه به په هغه ورځ ترېدلي او وېرېدونکي وي؛
-
عَامِلَةٌ نَّاصِبَةٌ
سخت ربړ ايستونكي، ستړي کېدونكي به وي؛
-
تَصْلَىٰ نَارًا حَامِيَةً
په سخت ګرم اور کښي سوځېدونكي به وي؛
-
تُسْقَىٰ مِنْ عَيْنٍ آنِيَةٍ
د خوټېدلي چينې اوبه به هغو ته د څښلو لپاره ورکول کیږي؛
-
لَّيْسَ لَهُمْ طَعَامٌ إِلَّا مِن ضَرِيعٍ
د اغزي لرونکي وچو وښو (یا وني) څخه پرته به هیڅ ډول خواړه د هغو لپاره نه وي؛
-
لَّا يُسْمِنُ وَلَا يُغْنِي مِن جُوعٍ
چي نه به پرې چاغيږي او نه به یې لوږه پرې ايسته کیږي.
-
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَّاعِمَةٌ
ځیني مخونه به په هغه ورځ ښېرازه وي؛
-
لِّسَعْيِهَا رَاضِيَةٌ
په خپلو کړنو به خوشحاله وي؛
-
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ
په لوړ مقامه جنت کښي به وي؛
-
لَّا تَسْمَعُ فِيهَا لَاغِيَةً
هیڅ بابېزه خبره به هلته وانه وري؛
-
فِيهَا عَيْنٌ جَارِيَةٌ
په هغه کښي به بهېدونكي چينې وي؛
-
فِيهَا سُرُرٌ مَّرْفُوعَةٌ
په هغه کښي به لوړ د ناستي تختونه وي؛
-
وَأَكْوَابٌ مَّوْضُوعَةٌ
او ډکي پيالې به اېښودل شوی وي؛
-
وَنَمَارِقُ مَصْفُوفَةٌ
پرېړ بالښتونه به کتار کتار ايښول شوي وي؛
-
وَزَرَابِيُّ مَبْثُوثَةٌ
او ښكلي فرشونه به غوړېدلي وي (خو دا خلك يى نه مني).
-
أَفَلَا يَنظُرُونَ إِلَى الْإِبِلِ كَيْفَ خُلِقَتْ
نو ايا دوی اوښ ته نه ګوري چي څنګه پيدا کړ شوی دی؛
-
وَإِلَى السَّمَاءِ كَيْفَ رُفِعَتْ
او اسمان ته نه ګوري چي څنګه اوچت کړای شوى دى؛
-
وَإِلَى الْجِبَالِ كَيْفَ نُصِبَتْ
او غرونو ته نه ګوري چي څنګه ښخ درول شوي دي؟
-
وَإِلَى الْأَرْضِ كَيْفَ سُطِحَتْ
او ځمکي ته نه ګوري چي څنګه غوړول شوې ده؟
-
فَذَكِّرْ إِنَّمَا أَنتَ مُذَكِّرٌ
ښه نو [اې پېغمبره (ص)!] نصيحت كوه، ته یوازي نصيحت كوونكي یې؛
-
لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ
هیڅ پر هغو زور زياتی كوونكی نه یې.
-
إِلَّا مَن تَوَلَّىٰ وَكَفَرَ
البته كه څوك مخ واړوي او انكار وکړي؛
-
فَيُعَذِّبُهُ اللَّهُ الْعَذَابَ الْأَكْبَرَ
نو الله به هغه ته درنده سزا ورکړي؛
-
إِنَّ إِلَيْنَا إِيَابَهُمْ
شکه نسته، همدا زموږ لورى ته د دې خلكو راګرځېدل دي؛
-
ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنَا حِسَابَهُم
بيا د هغو حساب همدا زموږ كار دی.
۸۸. سورت الغاشية
الغاشية
Al-Ghashiyah / الغاشية · ۸۸ · ۲۶ آیتونه
دا پاڼه د سورت الغاشية عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.