-
سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
د الله پاكي هر هغه شي چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي بيان کړېده، او الله بر لاسى او د حكمت څښتن دى.
-
لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يُحْيِي وَيُمِيتُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
د اسمانونو او ځمکي د سلطنت مالك همغه دى. ژوند بښي او مرګ وركوي، او هغه پر هر شي برلاسی دى.
-
هُوَ الْأَوَّلُ وَالْآخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
همغه لومړی هم دى او وروستى هم، او ښكاره هم دى او پټ هم، او هغه پر هر شي علم لري.
-
هُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا ۖ وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
همغه ذات دى چي اسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل؛ او بيا يې پرعرش باندي استوا وکړه. الله پر هر هغه څه باندي پوهیږي چي په ځمکه کښي ننوځي او څه چي له هغې څخه راوځي او څه چي له اسمانه راكوزيږي او څه چي په هغه کښي خيژي. تاسي چي هر چيري ياست، هغه ستاسي سره دى. تاسي چي هر كار كوئ الله یې ويني.
-
لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
همغه د اسمانونو او ځمکي د باچاهۍ څښتن دى؛ او ټولي چاري د پرېکړي لپاره د همغه الله لوري ته ورګرځول کیږي.
-
يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۚ وَهُوَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ
همغه شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسي؛ او هغه آن د زړونو په پټو رازونو باندي پوهیږي.
-
آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ ۖ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَأَنفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ
پر الله او د هغه پر پېغمبر باندي ایمان راوړئ او (د خدای ج په لار کي) له هغو شيانو څخه لګښت وکړئ چي تاسي يې واكمن پر ګرځولي ياست. ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان راوړي او مال ولګوي د هغو لپاره لوى اجر دى.
-
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۙ وَالرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَاقَكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
په تاسي څه شويدي چي پر الله ايمان نه راوړئ؟ - پداسي حال کښي چي پېغمبر تاسي ته پر خپل رب باندي د ايمان راوړلو بلنه دركوي او هغه ستاسي څخه ژمنه اخېستې ده كه تاسي په رښتيا مؤمنان ياست.
-
هُوَ الَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لِّيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ ۚ وَإِنَّ اللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
الله همغه ذات دى چي پر خپل بنده باندي څرګند روښانه ايتونه نازلوي، تر څو چي تاسي له تيارو څخه راوباسي، رڼا ته مو راولي؛ او حقيقت دا دى چي الله پر تاسي ډېر خواخوږی او مهربان دى.
-
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ ۚ أُولَـٰئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا ۚ وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
او څه لامل دى چي تاسي د الله په لاره کښي لګښت نكوئ؟ - پداسي حال کښي چي د اسمانونو او ځمکي ميراث د همدې الله لپاره دى. ستاسي څخه چي كوم كسان له فتح (بري) څخه وروسته مالي لګښت او جهاد وکړي، هغوى هیڅكله له هغو خلكو سره نشي برابر ېداى چي له فتحي څخه مخکي يې مالي لګښت او جهاد کړيدى؛ د هغو درجه په وروسته وخت کښي له مالي لګښت كوونكو او جهاد كوونكو څخه ډېره ستره ده؛ که څه هم الله له دې دواړو سره غوره وعده کړېده. څه چي تاسي كوئ الله په خبر دى.
-
مَّن ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ
څوك شته چي الله ته پور ورکړي؟ ښه پور، تر څو چي الله یې هغه ته څو برابره زيات بېرته ورکړي، او د هغه لپاره غوره اجر دى.
-
يَوْمَ تَرَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ يَسْعَىٰ نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِم بُشْرَاكُمُ الْيَوْمَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
په هغه ورځ چي ته به مؤمنان نارينه او مؤمناني ښځي ووينې چي د هغو رڼا به د هغو په وړاندي وړاندي او د هغو ښى خوا ته ځلېدونكې وي (هغو ته به وويل شي) نن ستاسي لپاره زیری دی: جنتونه به وى چي لاندي به يې ویالې بهېدونكي وي، چي هغوى به پکښي تل ترتله اوسیږي. همدغه ستر برياليتوب دی.
-
يَوْمَ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ لِلَّذِينَ آمَنُوا انظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُ بَابٌ بَاطِنُهُ فِيهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهُ مِن قِبَلِهِ الْعَذَابُ
په هغه ورځ به د منافقو نارينه او ښځو حال دا وي چي مؤمنانو ته به ووايي: "لږ زموږ خوا ته وګورئ، تر څو چي موږ ستاسي له رڼا څخه څه استفاده وکړو." - خو هغو ته به وويل شي: "شا ته واوړئ، خپله رڼا بل چيري ولټوئ." - بيا به د هغو تر منځ يو دېوال حايل کړای شي چي په هغه کښي به يوه دروازه وي، په هغې دروازه کښي دننه به رحمت وي. او د باندي عذاب.
-
يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ وَلَـٰكِنَّكُمْ فَتَنتُمْ أَنفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَارْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ الْأَمَانِيُّ حَتَّىٰ جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ وَغَرَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ
هغوى به مؤمنانو ته نارې کړي، وبه وايي: "ايا موږ له تاسي سره نه وو؟" - مومنان به ځواب ورکړي: "هو، خو تاسي خپل ځان پخپله په فتنه کښي واچاوه، زموږ د تباه کېدو په انتظار کي واست، (د الله (ج) د ژمني) په شك کښي وغورځېدلاست او درواغجنو هيلو تاسي وغولولاست، تر دې پوري چي د الله فېصله راغله، او تر وروستي وخت پوري هغه غټ غولوونكي (شیطان) تاسي د الله (د رحمت او مهربانۍ) په باب وغولولاست؛
-
فَالْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌ وَلَا مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ مَأْوَاكُمُ النَّارُ ۖ هِيَ مَوْلَاكُمْ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
نو نن به نه ستاسي څخه څه فديه قبوله کړای شي او نه له هغو كسانو څخه چي ښكاره څرګند كافران شوي ول. ستاسي هستوګنځى دوږخ دى، همغه ستاسي كارجوړوونكی دى او دا ډېر ناوړه عاقبت دى."
-
۞ أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ
ايا د ايمان راوړونكو لپاره لا تر اوسه پوري هغه وخت ندى راغلى چي د هغو زړونه د الله له ذكر څخه ويلي شي او د هغه د نازل کړي حق په وړاندي سر ښكته كړي؛ او د هغو خلكو په څېر نشي چي هغو ته مخکي كتاب ورکړ شوى و، بيا چي يوه اوږده موده ورباندي تېره شوه، نو د هغو زړونه سخت شول او نن له هغو څخه زياتره فاسقان شويدي؟
-
اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يُحْيِي الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
ښه وپوهیږئ چي الله ځمکي ته د هغې له مرګه وروسته ژوند بښي، موږ تاسي ته څرګندي روښانه نښانې درښودلي دي، ښايي چي تاسي د پوهي څخه كار واخلئ.
-
إِنَّ الْمُصَّدِّقِينَ وَالْمُصَّدِّقَاتِ وَأَقْرَضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ
له نارينه او ښځو څخه چي كوم كسان خيراتونه وركوونكي دي او الله ته یې حسنه پور ورکړيدى، هغوی ته به په باوري ډول څو برابره زيات ورکړ شي او د هغو لپاره بهترين اجر دى.
-
وَالَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ أُولَـٰئِكَ هُمُ الصِّدِّيقُونَ ۖ وَالشُّهَدَاءُ عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
او كومو كسانو چي پر الله او د هغه پر پېغمبرانو ايمان راوړيدى، همغوى د خپل رب په وړاندي صادقان (رښتيني کسان) او شاهدان دي. د هغو لپاره د هغو (د کړنو) اجر او (د ایمان) رڼا ده. او كوم كسان چي كافران شويدي او زموږ ايتونه یې درواغ ګنلي دي، هغوى دوږخيان دي.
-
اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ ۖ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَامًا ۖ وَفِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٌ ۚ وَمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا إِلَّا مَتَاعُ الْغُرُورِ
ښه وپوهېږئ چي د دُنيا دغه ژوند له دې پرته بل څه ندى چي يوه لوبه او ساعت تيرى او ظاهري زيب او سينګار او ستاسي پخپلو منځو کښي يو پربل باندي وياړېدل او په مال او اولاد کښي يو پر بل باندي د مخکي كېدلو هڅه كول دي. د دې مثال داسي دى لكه چي يو باران وشو، نو په هغه سره د را پيدا كېدونكو نباتاتو په ليدلو سره بزګران خوشحاله شول. بيا همغه كښت پخيږي او ته وينې چي هغه ژېړ شو. بيا هغه بوس ګرځي. د دې برعكس اخرت هغه ځاى دى چي هلته (د دُنيا غوښتونكو لپاره چي اخیرت ته يې شاه کړې وي) سخت عذاب دى او (د اخرت غوښتونكو لپاره) د الله مغفرت او د هغه رضا ده. د دُنيا ژوند د غولوني له متاع پرته بل څه ندى.
-
سَابِقُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
د خپل رب د مغفرت او د هغه جنت خوا ته وځغلئ او يو له بل څخه د وړاندي كېدو هڅه وکړئ، چي د هغه (جنت) پراختيا د اسمانونو او ځمکي په څېر ده، د هغو خلكو لپاره تيار کړای شويدى چي پر الله او د هغه پر پېغمبرانو یې ايمان راوړى وي. دا د الله فضل دى، چا ته چي غواړي وركوي یې، او الله د ستر فضل خاوند دى.
-
مَا أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَا ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
هیڅ مصيبت داسي نشته چي په ځمکه کښي ستاسي پر خپل نفس نازل شي او موږ هغه له پيدا كولو څخه مخکي په يو كتاب کښي نه وى ليكلى، دغسي كول د الله لپاره ډېر اسانه كار دى.
-
لِّكَيْلَا تَأْسَوْا عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا بِمَا آتَاكُمْ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ
(دا هر څه د دې لپاره دي) چي پر هغه زیان باندي چي پر تاسي وي، زړه ماتي نشئ؛ او څه چي الله تاسي ته دركړي وي پر هغه ونه غوړېږئ. الله داسي خلك نه خوښوي چي خپل ځان لوى ګڼي او ویاړيږي،
-
الَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ النَّاسَ بِالْبُخْلِ ۗ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
هغه كسان چي پخپله بخيلي كوي او نور بخيلۍ كولو ته هڅوي. اوس كه څوك مخ اړوي، نو الله بې نيازه او ستايل شويدى.
-
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ۖ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ
موږ خپل پېغمبران له روښانو څرګندو نښانو اوهداياتو سره ولېږل؛ او له هغو سره مو كتاب او تله نازل کړل، تر څو چي خلك پرعدل ولاړ وي. او اوسپنه مو راكوزه کړه چي په هغې کښي ډېر زور دى او د خلكو لپاره ګټي دي. دا د دې لپاره شويدي چي الله معلومه کړي چي څوك د هغه له ليدلو پرته د هغه او د هغه د پېغمبرانو مرسته كوي. بېشكه الله ډېر قوى او برلاسى دى.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَاهِيمَ وَجَعَلْنَا فِي ذُرِّيَّتِهِمَا النُّبُوَّةَ وَالْكِتَابَ ۖ فَمِنْهُم مُّهْتَدٍ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ
موږ نوح (ع) او ابراهيم (ع) ولېږل او د هغو دواړو په ځوځات کښي مو نبوت او كتاب كېښودی. بيا د هغو د اولادې څخه ځينو هدايت غوره کړ او زياتره فاسقان شول.
-
ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِي قُلُوبِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَآتَيْنَا الَّذِينَ آمَنُوا مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ
له هغو څخه وروسته موږ پرله پسې خپل پېغمبران ولېږل؛ او له هغو ټولو وروسته مو عیسي (ع) د مریم زوی ولېږه او هغه ته مو انجيل ورکړ. او كومو كسانو چي د هغه پيروي غوره کړه، د هغو په زړونو کښي موږ خواخوږي او رحم واچوه. او رهبانيت هغوى پخپله رامنځ ته کړ، موږ هغه ورباندي نه و فرض کړی، خو د الله د رضا په لټه کښي هغوى پخپله دغه بدعت راوويست، او بيا د هغه د رعايت چي كوم حق و، هغه یې اداء نه کړ. نو له هغوى څخه چي كومو كسانو ايمان راوړى ؤ، د هغو اجر مو ورکړ، خو د هغو څخه زياتره كسان فاسقان دي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
اې ایمان راوړوونکو، د الله څخه ووېرېږئ او د هغه پر پېغمبر (محمد صلى الله عليه وسلم) باندي ايمان راوړئ، الله به تاسي ته د خپل رحمت دوه برابره برخه درکړي او تاسي ته به هغه نور په برخه کړي چي د هغه په رڼا کښي به تاسي ځئ، او ستاسي ګناه به در وبښي. الله ډېر بښونكى او مهربان دى.
-
لِّئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَيْءٍ مِّن فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَأَنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
(تاسي بايد همدغه کړنلاره غوره کړئ) تر څو چي اهل كتابو ته څرګنده شي چي هغوى د الله فضل اجاره کړی ندى؛ او دا چي د الله فضل د هغه پخپل لاس کښي دى: چا ته یې چي خوښه شي وركوي یې. او هغه د لوى فضل خاوند دى.
۵۷. سورت الحديد
الحديد
Al-Hadid / الحديد · ۵۷ · ۲۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت الحديد عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.