-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ
اې خلكو! د خپل رب له غضب څخه ځان وژغورئ، حقيقت دا دى چي د قيامت زلزله لوى (هولناك) شى دى.
-
يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَىٰ وَمَا هُم بِسُكَارَىٰ وَلَـٰكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ
په هغه ورځ چي تاسي هغه ووينئ، حال به دا وي چي هره تى وركوونكې به له خپل تي رودي ماشوم څخه غافله شي، او هره حامله به خپل حمل وغورځوي، او خلك به تا ته بېسده ښكاره شي، پداسي حال کښي چي هغوى به نشه نه وي بلکي د الله عذاب به ډېر سخت وي.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَيَتَّبِعُ كُلَّ شَيْطَانٍ مَّرِيدٍ
ځیني خلك داسي دي چي بې علمه د الله په باب خبري اړوي را اړوي او د هر سركښه شيطان پيروي كوي؛
-
كُتِبَ عَلَيْهِ أَنَّهُ مَن تَوَلَّاهُ فَأَنَّهُ يُضِلُّهُ وَيَهْدِيهِ إِلَىٰ عَذَابِ السَّعِيرِ
پداسي حال کښي چي د هغه (شیطان) په برخه کښي دا ليكلي دي: هر څوك چي هغه دوست ونيسي، نو هغه به یې ګمراه کړي او د دوږخ د عذاب لاره به ور وښيي
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِي الْأَرْحَامِ مَا نَشَاءُ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوا أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفَّىٰ وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلَىٰ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئًا ۚ وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَا أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَاءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ
اې خلكو! كه د مرګ څخه وروسته د ژوندانه په باب ستاسي څه شك وي، نو تاسي ته دي څرګنده وي چي موږ له خاوري څخه پيدا کړي ياست، بيا د نطفې، بيا د ويني د ټوټې، بيا د غوښې د بوټۍ څخه چي شكل لروونكې هم وي او بې شكله هم؛ (دا موږ ددې لپاره ښيوو) تر څو چي تاسي ته حقيقت څرګند کړو. موږ چي كومه (نطفه) وغواړو تر يوې ټاكلي مودې پوري یې په رِحمونو کښي تم کړې ساتو. بيا تاسي د يو ماشوم په بڼه راباسو، (بيا ستاسي روزنه پالنه كوو) تر څو چي تاسي خپلي بشپړي ځوانۍ ته ورسېږئ. او ستاسي څخه څوك د مخه بيرته غوښتل کيږي یعني مري. او څوك د ډېر ناكاره عمر خوا ته ګرځول کیږي، تر څو چي په هر څه باندي له پوهېدو څخه وروسته بيا په هیڅ ونه پوهیږي. او ته وينې چي ځمکه وچه كلكه پرته ده، بيا چي په كوم ځاى کښي موږ پر هغې باران و وروو، په ناڅاپي ډول وخوځيږي او ډډه شي او هر راز ښايسته ښېرازه نباتات را وټوکوي.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّهُ يُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَأَنَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
دا هر څه له دې امله دي چي همدغه الله حق دى او هغه مړي ژوندي كوي او هغه په هر څه قادر دى؛
-
وَأَنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ لَّا رَيْبَ فِيهَا وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَن فِي الْقُبُورِ
او دا (ددې خبري دليل دى) چي د قيامت ساعت راتلونكى دى، په هغه کښي د څه شك ځای نشته، او الله به هرو مرو هغه خلك راپاڅوي چي په قبرونو کښي دي.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يُجَادِلُ فِي اللَّهِ بِغَيْرِ عِلْمٍ وَلَا هُدًى وَلَا كِتَابٍ مُّنِيرٍ
ځیني نور خلك داسي دي چي له كوم علم، هدايت او روښنايي بښونكي كتاب څخه پرته د خداى په باب شخړه كوي؛
-
ثَانِيَ عِطْفِهِ لِيُضِلَّ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۖ لَهُ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ ۖ وَنُذِيقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَذَابَ الْحَرِيقِ
سرغړونه ددې لپاره كوي چي خلك د خداى له لاري څخه واړوي. د داسي شخص لپاره په دُنيا کښي رسوايي ده او د قيامت په ورځ به موږ په هغه باندي د اور د عذاب خوند وڅكو.
-
ذَٰلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ
دا ستا هغه راتلونکې ده، چي ستا خپلو لاسونو درته تياره کړېده، كه نه نو الله پر خپلو بندګانو ظلم كوونكى نه دى.
-
وَمِنَ النَّاسِ مَن يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَىٰ حَرْفٍ ۖ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ ۖ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انقَلَبَ عَلَىٰ وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ
او په خلكو کښي څوك داسي دي چي په څنګ باندي په اوړېدو سره (خپلو ګټو ته درسېدو په خاطر) د الله بندګي كوي، كه ګټه یې تر لاسه شوه، نو پرې ډاډه شو. او چي كوم کړاؤ پرې راغى، نو پر بل مخ راوګرځېدی، د هغه دُنيا هم لاړه او اخرت هم. دغه څرګنده خساره ده.
-
يَدْعُو مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنفَعُهُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ
بيا هغه له الله څخه پرته هغو هستيو ته بلنه وركوي چي نه هغه ته زيان رسولى شي نه ګټه، دا د ګمراهۍ اخیري ده.
-
يَدْعُو لَمَن ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِن نَّفْعِهِ ۚ لَبِئْسَ الْمَوْلَىٰ وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ
هغوى هغه هستۍ بلي چي زيان يې د ګټې څخه ډېر نژدې دى، ډېر بد د هغه دوست دی او ډېر بد د هغه ملګري دی.
-
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ
(ددې برعكس) الله هغه كسان چي ايمان یې راوړی او نېک عملونه یې وکړل، په يقيني ډول داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ويالې رواني وي. الله هغه څه كوي چي خوښه یې شي.
-
مَن كَانَ يَظُنُّ أَن لَّن يَنصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ
څوك چي دا ګومان كوي چي الله به په دُنيا او اخرت کښي د دغه (پېغمبر) سره څه مرسته ونکړي، هغه ته په كار ده چي د يوې رسۍ په وسيله تر اسمانه ځان ورسوي، بيا دې غوڅه کړي، بيا دې وګوري چي ايا د هغه تدبير د يو داسي شي مخنيوى کولای شي چي د هغه بد ايسى؟
-
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَاهُ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَأَنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَن يُرِيدُ
له دغسي روښانه روښانه خبرو سره موږ دغه قُرآن نازل کړيدى او الله چي چا ته وغواړي لاره ورښيي.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئِينَ وَالنَّصَارَىٰ وَالْمَجُوسَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا إِنَّ اللَّهَ يَفْصِلُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ
كومو كسانو چي ايمان راوړ، او كوم كسان چي يهوديان شول، صابئيان (د ستورو عبادت کوونکي)، نصارا، مجوسيان (د اور عبادت کوونکي)، او كوم خلك چي مشرك شول، الله به د هغو ټولو په منځ کښي د قيامت په ورځ فېصله وکړي، الله په هر څه ښه پوه او شاهد دى.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَسْجُدُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ وَالنُّجُومُ وَالْجِبَالُ وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ وَكَثِيرٌ مِّنَ النَّاسِ ۖ وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ ۗ وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ ۚ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ۩
ايا ته نه وينې، هغه ټول مخلوقات د الله په وړاندي سر په سجده دي چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي: لمر، سپوږمۍ، ستوري، غرونه، ونې، څاروي، زياتره انسانان؟ او زياتره كسان د عذاب وړ ګرځېدلي دي. او الله چي څوك ذليل او رسوا کړي، هغه ته بيا كوم عزت وركوونكى نشته، الله چي څه غواړي كوي یې.
-
۞ هَـٰذَانِ خَصْمَانِ اخْتَصَمُوا فِي رَبِّهِمْ ۖ فَالَّذِينَ كَفَرُوا قُطِّعَتْ لَهُمْ ثِيَابٌ مِّن نَّارٍ يُصَبُّ مِن فَوْقِ رُءُوسِهِمُ الْحَمِيمُ
دا دوې ډلي (مؤمنان او کافران) چي په منځ کښي يې د خپل رب په باب جګړه ده؛ نو له دوی څخه د هغو خلکو لپاره چي کافران شویدي، د اور جامې جوړي شويدي، د هغو د سرونو د پاسه به خوټېدلي اوبه واړولای شي؛
-
يُصْهَرُ بِهِ مَا فِي بُطُونِهِمْ وَالْجُلُودُ
چي په هغو سره به یې یوازي پوټكي نه، آن د ګېډي دننه برخه به وريت شي
-
وَلَهُم مَّقَامِعُ مِنْ حَدِيدٍ
او د هغو د سزا ورکولو لپاره به د اوسپني څټکونه (ګرُزونه) وي.
-
كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ
كله چي هغوى د وارخطائۍ لامله له دوږخ څخه د وتلو هڅه كوي، بېرته به په همغه کښي ټېل وهل کیږي (او ورته وبه ویل شي) چي اوس د سوځېدلو د عذاب خوند وڅكئ.
-
إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَلُؤْلُؤًا ۖ وَلِبَاسُهُمْ فِيهَا حَرِيرٌ
(بل پلو ته) كومو خلكو چي ايمان راوړ او نېک عملونه یې وکړل، الله به هغوى داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهيږي، هلته به هغوی د سرو زرو په بنګړېو او مرغلرو سره سينګار کړای شي او جامې به یې وريښمیني وي.
-
وَهُدُوا إِلَى الطَّيِّبِ مِنَ الْقَوْلِ وَهُدُوا إِلَىٰ صِرَاطِ الْحَمِيدِ
هغو ته د سپېڅلي وينا (لا اله الا الله) قبلولو هدايت په برخه شو او هغو ته د ستايل شوي خداى لاره وښودله شوه.
-
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ الَّذِي جَعَلْنَاهُ لِلنَّاسِ سَوَاءً الْعَاكِفُ فِيهِ وَالْبَادِ ۚ وَمَن يُرِدْ فِيهِ بِإِلْحَادٍ بِظُلْمٍ نُّذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ
كوم كسان چي كافران شول او كوم كسان چي (نن) د الله له لاري څخه او د هغه مسجد حرام له زيارت كولو څخه (خلك) منع كوي، چي موږ هغه د ټولو خلكو لپاره جوړ کړيدى، په هغه کښي د هغه ځاى د اوسېدونكو او بهرنيو راتلونكو حقوق برابر دي (د هغو چار چلند په يقيني ډول د سزا وړ دى). پدغه (مسجد حرام) کښي چي هر څوك له رښتينولۍ څخه په انحراف كولو د ظلم لاره غوره کړي، په هغه باندي به موږ د دردناك عذاب خوند وڅكو.
-
وَإِذْ بَوَّأْنَا لِإِبْرَاهِيمَ مَكَانَ الْبَيْتِ أَن لَّا تُشْرِكْ بِي شَيْئًا وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ
هغه وخت (ياد کړه) چي موږ د ابراهيم (ع) لپاره ددغه كور (د كعبې د خوني) ځاى ټاكلى ؤ. (له دې هدايت سره) چي: "زما سره هیڅ شى مه شريكوه او زما كور د طواف كوونكو، قيام، ركوع او سجده كوونكو لپاره پاك کړه.
-
وَأَذِّن فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِن كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ
او خلكو ته د حج لپاره عمومي اعلان وکړه چي هغوى تا ته له هر لیري مزل څخه پلي او پر اوښانو سپاره راشي؛
-
لِّيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِي أَيَّامٍ مَّعْلُومَاتٍ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۖ فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَائِسَ الْفَقِيرَ
تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي او په څو ټاكليو ورځو کښي پر هغو څاروېو باندي د الله نوم واخلي (د الله په نوم سره یې حلال کړي) چي هغه ورته روزي کړيدي، په خپله یې هم وخورئ او تنګلاسو محتاجو ته یې هم ورکړئ؛
-
ثُمَّ لْيَقْضُوا تَفَثَهُمْ وَلْيُوفُوا نُذُورَهُمْ وَلْيَطَّوَّفُوا بِالْبَيْتِ الْعَتِيقِ
بيا دي د خپل (بدن) خيري او ګردونه ايسته کړي، خپل نذرونه (واجبات) دي پوره کړي او ددغه لرغوني كور طواف دې وکړي."
-
ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ حُرُمَاتِ اللَّهِ فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ عِندَ رَبِّهِ ۗ وَأُحِلَّتْ لَكُمُ الْأَنْعَامُ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ ۖ فَاجْتَنِبُوا الرِّجْسَ مِنَ الْأَوْثَانِ وَاجْتَنِبُوا قَوْلَ الزُّورِ
دا (د كعبې جوړولو هدف) ؤ او څوك چي د الله د وضع کړيو حرمتونو درناوى وکړي، نو دا د هغه د رب په وړاندي په خپله د هماغه لپاره ډېره غوره ده. او ستاسي لپاره څاروي حلال وګرځول شول، پرته له هغو (څارویو) څخه چي تاسي ته (حرام) ښودل شويدي. نو دبتانو له پليتۍ څخه ځان وساتئ او له درواغو ويناؤ څخه ډډه وکړئ؛
-
حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ ۚ وَمَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ
يوې خوا ته په مخ اړولو د الله مخلص بندګان شئ، له هغه سره څوك مه شريكوئ. او څوك چي له الله سره شريك ونيسي، نو داسي وګڼه چي هغه له اسمانه راوغورځېدی، اوس به يا مرغان هغه په الوزولو وتښتوي يا به یې باد داسي ژور ځاى ته يوسي، وبه یې غورځوي چي هلته هغه تخوړي تخوړي لاړ شي.
-
ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ
دغه اصلي موضوع ده (ورباندي پوه شئ) او څوك چي د الله د ټاكليو شعاېرو درناوى وکړي، نو دا د زړونو له پرهېزګارۍ څخه ده.
-
لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَىٰ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ
تاسي تر يوې ټاكلي مودې پوري له هغو (د هدیې له څاروېو) څخه د ګټي اخيستلو حق لرئ، بيا د هغو (د قربانۍ) ځاى د هماغه لرغوني كور سره دى.
-
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا لِّيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَىٰ مَا رَزَقَهُم مِّن بَهِيمَةِ الْأَنْعَامِ ۗ فَإِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ فَلَهُ أَسْلِمُوا ۗ وَبَشِّرِ الْمُخْبِتِينَ
د هر اُمت لپاره موږ د قربانۍ يوه کړنلاره ټاكلې ده، تر څو چي (د هغه اُمت) وګړي په هغو څاروېو باندي د الله نوم واخلي چي هغه ورته په برخه کړيدي (پدغو بېلابېلو لارو کښي هدف هماغه يو دى). نو ستاسي خداى ايكي يو دى او تاسي د هماغه د امر اطاعت وکړئ. او [اې پېغمبره (ص)!] د عاجزۍ چلند غوره كوونكو ته زيرى ورکړه!
-
الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَالصَّابِرِينَ عَلَىٰ مَا أَصَابَهُمْ وَالْمُقِيمِي الصَّلَاةِ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ
هغوى چي كله د الله ذكر اوري، نو زړونه یې لړزیږي. هر کړاؤ چي ورباندي راځي صبر كوي، لمونځ قائموي، او هغو ته چي موږ كومه روزي ورکړېده، له هغې څخه (په ښو کارونو کي) لګښت كوي.
-
وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُم مِّن شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ ۖ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
او (د قربانۍ) اوښان موږ ستاسي لپاره د الله په علائمو کي شامل کړيدي، په هغو کي ستاسي لپاره ښېګڼه ده. نو (د حلالو په وخت کي) د الله نوم ورباندي واخلئ، په داسي حال کي چي هغه ولاړ وي. او كله چي (له قربانۍ څخه وروسته) د هغو اړخونه په ځمکه باندي پرېوځي، نو له هغو څخه یې په خپله هم وخورئ، په هغو كسانو باندي یې هم وخورئ چي قناعت كوونكي دي او په هغو كسانو باندي هم چي خپله اړتیا وړاندي کړي. دغه څاروي موږ په همدې ډول ستاسي لپاره ايل (تابع) کړيدي، تر څو چي تاسي شكر وباسئ.
-
لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَاؤُهَا وَلَـٰكِن يَنَالُهُ التَّقْوَىٰ مِنكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمْ لِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَاكُمْ ۗ وَبَشِّرِ الْمُحْسِنِينَ
نه د هغو غوښي الله ته رسیږي او نه یې ويني، خو هغه ته ستاسي پرهېزګاري رسیږي. هغه ستاسي لپاره څاروي تابع کړيدي، تر څو چي تاسي د الله په درکړي لارښوونه هغه په لويي سره یاد کړئ. او [اې پېغمبره (ص)!] نېکوکارانو ته زيرى ورکړه!
-
۞ إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ
بېشكه، الله له هغو كسانو څخه دفاع كوي چي ايمان یې راوړيدى. دا يقيني ده چي الله هیڅ يو خائن، د نعمت منكر نه خوښوي.
-
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ
هغو كسانو ته (د جکړې) اجازه ورکړه شوه چي پر خلاف یې په جګړه لاس پوري کیږي، ځكه چي هغوى مظلومان دي؛ او الله په يقيني ډول د هغو د ملاتړ وس لري.
-
الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِم بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَن يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ۗ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا ۗ وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ
دا هغه كسان دي چي له خپلو كورونو څخه په ناحقه وايستل شول، یوازي پدې جرم چي هغوى وايي: «زموږ رب الله دى». كه الله خلك يو د بل په وسيله دفع نکړي، نو خانقاوي، كليساوي، عبادتخانې او جوماتونه چي په هغو کښي د الله نوم ډېر زيات اخيستل کیږي، ټول به ونړول شي. الله به هرو مرو له هغو كسانو سره مرسته وکړي، چي د هغه مرسته وکړي. الله ډېر زورور او برلاسى دى.
-
الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ ۗ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ
دا هغه كسان دي چي كه موږ دوی ته په ځمکه کښي قدرت ورکړو، نو لمونځ به قايم کړي، زكات به ورکړي، په ښو چارو به امر وکړي او له بديو څخه به منع وکړي. او د ټولو چارو پاى د الله په لاس کښي دى.
-
وَإِن يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ
[اې پېغمبره (ص)!] كه دوی تا درواغجن ګڼي، نو له دوی څخه مخکي د نوح (ع) قوم، عاديانو، ثموديانو؛
-
وَقَوْمُ إِبْرَاهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ
د ابراهيم (ع) قوم، د لوط (ع) قوم؛
-
وَأَصْحَابُ مَدْيَنَ ۖ وَكُذِّبَ مُوسَىٰ فَأَمْلَيْتُ لِلْكَافِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ ۖ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ
او د مدين خلكو هم د درواغو نسبتونه کړيدي او موسٰى ( ع) هم درواغجن ګڼل شويدى. د حق دغو ټولو منكرانو ته ما لومړی مهلت ورکړ، بيا مي ونيول. او اوس وګورئ چي زما عذاب څنګه ؤ.
-
فَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُّعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَّشِيدٍ
څومره منحرفي سیمي دي چي موږ هغه تباه کړيدي او نن هغه په خپلو چتونو باندي نسكوري پرتې دي، څومر کوهیان شاړ پراته دي او څومره ماڼۍ كنډواله شويدي.
-
أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَـٰكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ
ايا دوى په ځمکه کښي ګرځېدلي راګرځېدلي نه دي، چي زړونه یې پوهېدونكي او غوږونه یې اورېدونكي شوي واى؟ - حقيقت دا دى چي سترګي نه ړنديږي، خو هغه زړونه ړنديږي چي په سينو کښي دي.
-
وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَن يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ ۚ وَإِنَّ يَوْمًا عِندَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِّمَّا تَعُدُّونَ
دوى ستا څخه د عذاب (په راوستلو) بېړه كوي، الله به هيڅكله د خپلي وعدې څخه مخ وانه ړوي. خو ستا د رب په وړاندي يوه ورځ ستاسي په حساب له زرو كلونو سره برابريږي
-
وَكَأَيِّن مِّن قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ
څومره سیمي دي چي د هغو خلک ظالمان ول، ما هغو ته لومړی مهلت ورکړ، بيا مي ونيول، او د ټولو بېرته ما ته راتګ دى.
-
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ نَذِيرٌ مُّبِينٌ
[اې محمده(ص)!] ورته ووايه: "اې خلكو! زه خو ستاسي لپاره يوازنى هغه سړی يم چي (د بدي ورځي له راتګ څخه مخکي) په ډاګه څرګنده خبروونكى يم."
-
فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ
نو كوم كسان چي ايمان راوړي او ښه عملونه وکړي، د هغو لپاره بښنه او پتمنه روزي ده.
-
وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ
او كوم كسان چي زموږ د ايتونو د مغلوب ښودلو هڅه وکړي، هغوى د دوږخ ملګري دي.
-
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّىٰ أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او [اې محمده (ص)!] ستا څخه مخکي موږ نه كوم رسول داسي لېږلی دى او نه نبى (چي له هغه سره دغه معامله نه وي رامنځ ته شوى) چي كله هغه تمنا وکړه، شيطان د هغه په تمنا کښي خلل واچوه، نو شيطان چي هر څه خلل اچوي، الله هغه له منځه وړي او خپل ايتونه محكموي. الله د علم او حكمت څښتن دى.
-
لِّيَجْعَلَ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ فِتْنَةً لِّلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ
(هغه ځكه داسي كوي) تر څو چي د شيطان تخريب د هغو خلكو لپاره فتنه وګرځوي، چي د هغو په زړونو کښي (د منافقت) ناروغي لګېدلې ده او د هغو لپاره چي زړونه یې فاسد دي. حقيقت دا دى چي دغه ظالمان په دښمنۍ کښي له حقه ډېر لیري شويدي.
-
وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
او له علم څخه برخه لرونكي خلك وپوهیږي چي دا (قُرآن) ستا د رب له لوري حق دى او ايمان ورباندي راوړي او د هغو زړونه دده په وړاندي ښكته شي. بېشكه الله ايمان راوړونكو ته تل سمه لاره ښيي.
-
وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي مِرْيَةٍ مِّنْهُ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ
انكار كوونكي خو به همداسي د دغه (قرآن) له پلوه په شك کښي پاتي وي، تر دې پوري چي يا خو پر هغو باندي په ناڅاپي ډول د قيامت ساعت راشي يا د يوې شومي ورځي عذاب پرې نازل شي.
-
الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ ۚ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ
په هغه ورځ به باچاهي یوازي د الله وي. او هغه به د دوى په منځ کښي پرېکړه وکړي: كوم كسان چي مؤمنان او د غوره عملونو خاوندان وي، هغوى به د نعمت ډكو جنتونو ته لاړ شي.
-
وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
او كوم كسان چي كافران شوي وي او زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي وي، د هغو لپاره به رسوا كوونكى عذاب وي.
-
وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
او كومو كسانو چي د الله په لاره کښي هجرت وکړ، بيا ووژل شول يا په خپل مرګ مړه شول، الله به هغو ته غوره روزي ورکړي. او بېشكه یوازي الله ډېر ښه روزي وركوونكى دى.
-
لَيُدْخِلَنَّهُم مُّدْخَلًا يَرْضَوْنَهُ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ
هغوى به داسي ځاى ته ننباسي چي هغوى ورباندي خوشحاله شي. بېشكه الله د پوهي او زغم څښتن دى.
-
۞ ذَٰلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنصُرَنَّهُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ
دا خو د هغوى حال دى. او څوك چي غچ واخلي، هماغسي لكه چي له هغه سره وشول او بيا پر هغه زياتى وشي، نو الله به له هغه سره هرو مرو مرسته وکړي. الله معافي كوونكى او بښونكى دى.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ
دا ددې لپاره چي الله شپه په ورځ کښي او ورځ په شپه کښي ننباسي او الله اورېدونكى او ليدونكى دى.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِن دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ
دا ددې لپاره چي یوازي الله حق دى او هغه ټول چي دوی يې د الله څخه پرته بلي، باطل دي. او یوازي الله لوړ او لوى دى.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً ۗ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ
ايا ته نه ګورې چي الله له اسمانه اوبه وروي او د هغو په بركت ځمکه زرغونيږي؟- بېشکه الله د لطف خاوند او باخبره دى
-
لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
ټول هغه څه چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، د الله دي. بېشكه همغه الله بې نيازه او ستايل شويدى.
-
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُم مَّا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَن تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
ايا ته نه وينې چي الله ټول هغه څه ستاسي لپاره ايل (تابع) کړيدي چي په ځمکه کښي دي، او بېړۍ یې د قانون تابع کړېده چي د هغه په حكم په سمندر کښي ګرځي راګرځي او اسمان پداسي شان ساتي چي د هغه د اذن (ارادې) څخه پرته په ځمکه نشي را غورځېدلای؟ واقعيت دا دى چي الله د خلكو په حق کښي ډېر مهربان او نرمي كوونكى دى.
-
وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ ۗ إِنَّ الْإِنسَانَ لَكَفُورٌ
همغه ذات دى چي تاسي ته یې ژوند دربښلى دى، همغه تاسي ته مرګ دركوي او هماغه به تاسي بيا را ژوندي کړي. په رښتيا چي انسان ډېر زيات د حق منكر دى.
-
لِّكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ ۖ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ ۚ وَادْعُ إِلَىٰ رَبِّكَ ۖ إِنَّكَ لَعَلَىٰ هُدًى مُّسْتَقِيمٍ
موږ د هر اُمت لپاره د عبادت يوه کړنلاره ټاكلې ده، چي هغوى یې پيروي كوي؛ نو [اې محمده (ص)!] هغوى دي پدې باب ستا سره جګړه نكوي. ته د خپل رب لوري ته بلنه ورکړه، دا باوري ده چي ته پر سمه برابره لاره یې.
-
وَإِن جَادَلُوكَ فَقُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ
او كه هغوى ستا سره شخړه وکړي، نو ورته ووايه: تاسي چي څه كوئ، الله ته ښه معلوم دي.
-
اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
الله به د قيامت په ورځ ستاسي په منځ کښي د هغو ټولو خبرو پرېکړه وکړي، چي تاسي پکښي اختلاف كوئ.
-
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۗ إِنَّ ذَٰلِكَ فِي كِتَابٍ ۚ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ
ايا ته نه پوهېږې چي د اسمان او ځمکي هر شى الله ته معلوم دی؟ - هر څه په يو كتاب کښي لیکل شویدي، د الله لپاره دا هیڅ ګرانه نده.
-
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَمَا لَيْسَ لَهُم بِهِ عِلْمٌ ۗ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِن نَّصِيرٍ
دوی له الله څخه پرته د هغه شي عبادت كوي، چي د هغه لپاره نه الله كوم سند نازل کړيدى او نه دوى په خپله د هغه په باب څه علم لري. د دغو ظالمانو لپاره هیڅوك مرستندوی نشته.
-
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ تَعْرِفُ فِي وُجُوهِ الَّذِينَ كَفَرُوا الْمُنكَرَ ۖ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِالَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ آيَاتِنَا ۗ قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكُمُ ۗ النَّارُ وَعَدَهَا اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
او كله چي دوی ته زموږ روښانه څرګند ايتونه اورول کیږي، نو ته ګورې چي د حق د منكرانو بڼي الوزي او داسي بريښي چي همدا اوس به پر هغو كسانو باندي ور ټوپ کړي چي دوی ته زموږ ايتونه اوروي. دوی ته ووايه: "زه تاسي ته دروښيم چي له دې څخه لا زيات بد شى څه دى؟ - اور! الله د هغو كسانو په برخه کي د هغه وعده کړېده چي د حق له منلو څخه انكار وکړي. او هغه ډېر ناكاره هستوګنځى دى."
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ ضُرِبَ مَثَلٌ فَاسْتَمِعُوا لَهُ ۚ إِنَّ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ لَن يَخْلُقُوا ذُبَابًا وَلَوِ اجْتَمَعُوا لَهُ ۖ وَإِن يَسْلُبْهُمُ الذُّبَابُ شَيْئًا لَّا يَسْتَنقِذُوهُ مِنْهُ ۚ ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ
اې خلكو! يو مثال راوړل کیږي، په غور سره یې واورئ: تاسي چي كوم معبودان له خدايه پرته بلئ؛ كه هغوى ټول په لاس يو كولو د يو مچ پيدا كول وغواړي، نو نه یې شي پيدا کولای. بلكى كه مچ له هغو څخه كوم شى وتښتوي، نو هغه هم نشي ورڅخه راخلاصولای. هم مرسته غوښتونكي كمزوري او هم هغه هستۍ كمزوري دي، چي مرسته ورڅخه غوښتله کیږي.
-
مَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ
دغو كسانو د الله قدر په هغه شان ونه پېژندی، لكه څنګه چي د هغه د پيژندلو حق دى. واقعيت دا دى چي د قوت او برلاسۍ څښتن خو یوازي الله دى.
-
اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلَائِكَةِ رُسُلًا وَمِنَ النَّاسِ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ
حقيقت دا دى چي الله (د خپلو فرمانونو لېږلو لپاره) د پرښتو څخه هم پيغام رسوونكي ټاكي او د انسانانو څخه هم. په باوري توګه، الله اورېدونكى او ليدونكى دى.
-
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۗ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
څه چي د هغو په وړاندي دي، په هغو باندي هم هغه پوهیږي او څه چي د هغو څخه پټ پناه دي، په هغو باندي هم هغه خبر دى. او ټولي چاري د هماغه الله لوري ته ورګرځول کیږي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ارْكَعُوا وَاسْجُدُوا وَاعْبُدُوا رَبَّكُمْ وَافْعَلُوا الْخَيْرَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ۩
اې مؤمنانو! ركوع او سجده وکړئ، د خپل رب بندګي وکړئ او ښې چاري سرته ورسوئ. ښايي چي برى درپه برخه شي.
-
وَجَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ ۚ هُوَ اجْتَبَاكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِي هَـٰذَا لِيَكُونَ الرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ ۚ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَاعْتَصِمُوا بِاللَّهِ هُوَ مَوْلَاكُمْ ۖ فَنِعْمَ الْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ النَّصِيرُ
د الله په لار کښي همغسي جهاد وکړئ لكه څنګه چي د جهاد كولو حق دى. هغه تاسي د خپل كار لپاره غوره کړي ياست او په دين کښي يې پر تاسي څه تنګي نه ده راوستې. د خپل پلار ابراهيم (ع) پر ملت (طریقي باندي) ثابت اوسئ. الله مخکي هم ستاسي نوم (مسلمان) ايښى ؤ او پدې (قُرآن) کښي هم (ستاسي همدغه نوم دى). تر څو چي پېغمبر (ص) پر تاسي شاهد وي او تاسي پر خلكو شاهدان اوسِئ. نو لمونځ قائم کړئ، زكات ورکړئ او په الله پوري ځان مربوط کړئ. هغه ستاسي مولا دى، هغه ډېر غوره مولا او ډېر غوره مرستندوى دی.
۲۲. سورت الحج
الحج
Al-Hajj / الحج · ۲۲ · ۷۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت الحج عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.