-
الْحَاقَّةُ
واقع كېدونكې (د قیامت ورځ)؛
-
مَا الْحَاقَّةُ
هغه واقع كېدونكې څه ده؟
-
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحَاقَّةُ
او ته څه پوهېږې چي هغه واقع كېدونكې څه ده؟
-
كَذَّبَتْ ثَمُودُ وَعَادٌ بِالْقَارِعَةِ
ثموديانو او عاديانو هغه ناڅاپي رالوېدونكى افت (د قیامت ورځ) دروغ وګاڼه؛
-
فَأَمَّا ثَمُودُ فَأُهْلِكُوا بِالطَّاغِيَةِ
نو ثموديان په يوه سخته حادثه کي هلاک کړل شول.
-
وَأَمَّا عَادٌ فَأُهْلِكُوا بِرِيحٍ صَرْصَرٍ عَاتِيَةٍ
او عاديان په يوه ډېره سخته طوفاني لوخړه تباه کړل شول.
-
سَخَّرَهَا عَلَيْهِمْ سَبْعَ لَيَالٍ وَثَمَانِيَةَ أَيَّامٍ حُسُومًا فَتَرَى الْقَوْمَ فِيهَا صَرْعَىٰ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ خَاوِيَةٍ
الله تعالىٰ، هغه (باد) پرله پسې اووه شپې او اته ورځي پر هغو مسلط کړ (كه ته هلته واى نو) تا به ليدلى وای چي هغوی هلته داسي چيت غورځېدلي دي لكه د خُرماؤ وراسته شوي ډډونه.
-
فَهَلْ تَرَىٰ لَهُم مِّن بَاقِيَةٍ
نو ايا اوس له هغو څخه څوك تا ته باقي ژغورل شوى په نظر درځي؟
-
وَجَاءَ فِرْعَوْنُ وَمَن قَبْلَهُ وَالْمُؤْتَفِكَاتُ بِالْخَاطِئَةِ
او همدغه ستره ګناه فرعون او له هغه څخه مخکي خلكو او د ويجاړو شويو كليو (اوسېدونکو) وکړه؛
-
فَعَصَوْا رَسُولَ رَبِّهِمْ فَأَخَذَهُمْ أَخْذَةً رَّابِيَةً
دوی ټولو د خپل رب د پېغمبر خبره ونه منله، نو الله په ډېره سختۍ سره ونيول.
-
إِنَّا لَمَّا طَغَى الْمَاءُ حَمَلْنَاكُمْ فِي الْجَارِيَةِ
كله چي د اوبو طوفان له حده تېر شو، نو موږ تاسي په بېړۍ کښي سپاره کړي واست؛
-
لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَتَعِيَهَا أُذُنٌ وَاعِيَةٌ
تر څو چي دغه پېښه ستاسي لپاره يو د درس وړ يادګار وګرځوو او په يادلرونكي غوږونه یې په ياد ولري.
-
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ نَفْخَةٌ وَاحِدَةٌ
بيا چي كله يو ځل په شپېلۍ کښي پوكى ووهل شي؛
-
وَحُمِلَتِ الْأَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَاحِدَةً
او ځمکه او غرونه په راپورته كولو سره په يو ګوزار میده میده کړل شي؛
-
فَيَوْمَئِذٍ وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُ
په هغه ورځ به هغه كېدونكې پېښه رامنځ ته شي؛
-
وَانشَقَّتِ السَّمَاءُ فَهِيَ يَوْمَئِذٍ وَاهِيَةٌ
په هغه ورځ به اسمان وچوي او د هغه نظم او استحكام به ويجاړ شي؛
-
وَالْمَلَكُ عَلَىٰ أَرْجَائِهَا ۚ وَيَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ يَوْمَئِذٍ ثَمَانِيَةٌ
پرښتې به د هغه په څنډو او كنارو باندي وي او اتو پرښتو به په هغه ورځ ستا د رب عرش پر خپل ځان باندي بار کړی وي؛
-
يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌ
هغه ورځ به وي چي تاسي وړاندي کړای شئ؛ ستاسي هیڅ راز به هم پټ پرې نښودل شي؛
-
فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ
په هغه وخت کښي چي د چا عملنامه د هغه په ښى لاس کښي ورکړه شي، هغه به ووايي: "ها وګورئ، زما عملنامه ولولئ،!
-
إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيَهْ
ما انګېرله چي زه هرو مرو له خپل حساب سره يو ځاى كېدونكى يم."
-
فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ
نو هغه به په زړه پوري خوندونو کښي وي،
-
فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ
په لوړ مقامي جنت کښي،
-
قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ
چي د هغه د مېوو وږي به راكاږه وي (نژدې به وي).
-
كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ
(جنتیانو ته به ووېل شي) "په خوند سره خورئ، څښئ د خپلو هغو کړنو مكافات چي تاسي په تېرو شوېو ورځو (دُنیا) کښي کړيدي."
-
وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ
او د چا عملنامه چي د هغه په كيڼ لاس کي ورکړه شي، هغه به ووايي: "كاشكي زما عملنامه ما ته نه وای راکړه شوې؛
-
وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيَهْ
او زه نه واى پوهېدلای چي زما حساب څه دى؛
-
يَا لَيْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِيَةَ
كاشكي زما هغه مرګ (چي په دُنيا کښي راغلى ؤ) فېصله كوونكى (پای ته رسېدونکی) واى؛
-
مَا أَغْنَىٰ عَنِّي مَالِيَهْ ۜ
نن زما مال ما ته هیڅ په كار رانغى؛
-
هَلَكَ عَنِّي سُلْطَانِيَهْ
زما ټول حكومت له منځ لاړ."
-
خُذُوهُ فَغُلُّوهُ
(امر به وشي) دى ونيسئ او د ده په غاړه کښي طوق واچوئ!
-
ثُمَّ الْجَحِيمَ صَلُّوهُ
بيا یې دوږخ ته ننباسئ!
-
ثُمَّ فِي سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُونَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوهُ
بيا دى په اويا ګزه اوږده زنځير وتړئ!
-
إِنَّهُ كَانَ لَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ الْعَظِيمِ
ده نه پر لوى او لوړ الله باندي ايمان راوړ؛
-
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ
او نه یې مسكين ته د خوړو وركولو هڅونه كوله؛
-
فَلَيْسَ لَهُ الْيَوْمَ هَاهُنَا حَمِيمٌ
نو ځكه نن نه دلته د ده كوم غمخور دوست شته؛
-
وَلَا طَعَامٌ إِلَّا مِنْ غِسْلِينٍ
او نه د زخمونو له زوو پرته د ده لپاره څه خواړه؛
-
لَّا يَأْكُلُهُ إِلَّا الْخَاطِئُونَ
چي هغه له ګناهګارانو پرته بل څوك نه خوري.
-
فَلَا أُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُونَ
نو زه په هغو شيانو قسم خورم چي تاسي یې وينئ؛
-
وَمَا لَا تُبْصِرُونَ
او په هغو شيانو هم چي تاسي یې نه وينئ؛
-
إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ
دا د يو عزتمند استازي (جبرائيل ع) وينا ده؛
-
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تُؤْمِنُونَ
د كوم شاعر وينا نه ده، تاسي بيخي لږ (كسان) ايمان راوړئ.
-
وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ۚ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ
او نه دا د كوم کاهن وينا ده، تاسي بيخي لږ غور كوئ.
-
تَنزِيلٌ مِّن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
دا (قُرآن) د ټولو کائیناتو د پروردګار لخوا نازل شويدى.
-
وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ
او كه دغه (پېغمبر) له ځانه كومه خبره جوړه کړي، زموږ لوري ته یې منسوبه کړي واى؛
-
لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ
نو موږ به د ده ښی لاس نيولى واى (چي هيڅ ونشي خو ځېداى)
-
ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِينَ
او د ده شارګي (د ورمیږ رګونه) به مو پرې کړې وای
-
فَمَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ عَنْهُ حَاجِزِينَ
بيا به ستاسي څخه هیڅوك له دې كار څخه (زموږ) منع كوونكى نه وای.
-
وَإِنَّهُ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ
په اصل کښي دا (قُرآن) د پرهېزګارانو لپاره يو نصيحت دى.
-
وَإِنَّا لَنَعْلَمُ أَنَّ مِنكُم مُّكَذِّبِينَ
او موږ پوهیږو چي ستاسي څخه ځیني كسان درواغجن ګڼونكي دي؛
-
وَإِنَّهُ لَحَسْرَةٌ عَلَى الْكَافِرِينَ
د دغسي كافرانو لپاره په باوري ډول دا (د قُرآن څخه انکار) د پښېماني سبب دى.
-
وَإِنَّهُ لَحَقُّ الْيَقِينِ
او دا (قُرآن) بيخي يقيني حق دى.
-
فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِيمِ
نو [اې پېغمبره (ص)!] د خپل ډېر ستر پروردګار په نوم د پاكۍ ستاينه وکړه.
۶۹. سورت الحاقة
الحاقة
Al-Haqqah / الحاقة · ۶۹ · ۵۲ آیتونه
دا پاڼه د سورت الحاقة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.