Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۹. سورت الحشر

الحشر

Al-Hashr / الحشر · ۵۹ · ۲۴ آیتونه

دا پاڼه د سورت الحشر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    هر څه چي په اسمانونو او هر څه چي په ځمکه کښي دي، د همدې الله پاكي بيانوي. او همغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  2. هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا ۖ وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ

    همغه ذات دى چي اهل كتاب كافران یې په همدې لومړۍ حمله کښي له خپلو كورونو څخه وايستل. ستاسي هيڅ دا ګومان نه ؤ چي هغوى به ووځي او هغوى هم دا ګڼله چي خپلي كلاوي به یې له الله څخه وژغوري. خو الله له داسي لوري پر هغو راغى چي هغې خوا ته يې هیڅ خيال هم نه ؤ. او د هغو په زړونو کښي یې ويره واچوله. نتيجه دا شوه چي هغوى خپله پخپلو لاسونو سره هم خپل كورونه ورانول او د مؤمنانو په لاسونو سره یې هم ورانول؛ نو عبرت واخلئ، اې د سترګو څښتنانو (اې ليدونکیو)!

  3. وَلَوْلَا أَن كَتَبَ اللَّهُ عَلَيْهِمُ الْجَلَاءَ لَعَذَّبَهُمْ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابُ النَّارِ

    كه الله د هغوى په حق کښي جلا وطني نه واى ليكلې، نو په همدې دُنيا کښي به یې هغو ته عذاب ورکړئ وای، او په اخرت کښي خو د هغو لپاره د دوږخ عذاب دى.

  4. ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَاقُّوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۖ وَمَن يُشَاقِّ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

    دا هر څه له دې امله وشول چي هغوى له الله او د هغه له پېغمبر سره دښمني وکړه. او څوك چي له الله سره دښمني وکړي، الله هغه ته په سزا وركولو کښي سخت دى.

  5. مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ

    تاسي چي د خُرماو کومي وني غوڅي کړې يا کومي چي مو پر خپلو جړو ولاړي پرېښودلې، نو دا هر څه د الله په اراده سره وه. او (الله دغه اجازه د دې لپاره درکړه) تر څو چي فاسقان ذليل او رسوا کړي.

  6. وَمَا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَمَا أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلَىٰ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    او كوم مال به چي الله د هغو له ولكې څخه په ايستلو د خپل پېغمبر خوا ته واړوه، هغه داسي مالونه نه دي چي پر هغو باندي تاسي خپل اسونه او خپل اوښان ځغلولي وي، بلکي الله تعالى چي پر هر چا باندي وغواړي خپل پېغمبران مسلطوي. او الله پر هر شي برلاسی دى.

  7. مَّا أَفَاءَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنكُمْ ۚ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

    الله چي هر څه (مالونه) ددغو كليو د خلكو څخه د خپل پېغمبر خوا ته وګرځوي، هغه د الله او پېغمبر، خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي، تر څو چي هغه يوازي ستاسي د بډايانو تر منځ لاس په لاس نه شي. څه چي پېغمبر (ص) تاسي ته دركوي، هغه واخلئ؛ او له څه شي څخه چي تاسي منع كوي، له هغه څخه منع شئ. د الله څخه ووېرېږئ، الله سخت سزا وركوونكى دى.

  8. لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ

    (همدارنګه دغه مال) د هغو غريبو مهاجرينو لپاره دى، چي له خپلو كورونو او جايدادونو څخه ایستل شويدي. دوى د الله فضل او د هغه رضاء غواړي او د الله او د هغه د پېغمبر بري ته ملاتړلي اوسیږي. همدغه رښتيني خلك دي.

  9. وَالَّذِينَ تَبَوَّءُوا الدَّارَ وَالْإِيمَانَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    (او دا مالونه د هغو خلكو (انصارو) لپاره هم دي) چي د دغو مهاجرينو له راتګ څخه مخکي یې ايمان راوړى، په دې کور (مدینه منوره) کښي استوګن ول. دوى له هغو خلكو سره مينه كوي چي دوى ته یې هجرت کړی دى؛ او هر څه چي هغو ته ورکړل شي، د هغو څه اړتیا قدري هم دوى پخپلو زړونو کښي نه احساسوي؛ او پر خپل ځان باندي نورو ته ترجيح وركوي كه څه هم پخپله محتاج وي. حقيقت دا دى، كوم خلك چي د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همغوى بري موندونكي دي.

  10. وَالَّذِينَ جَاءُوا مِن بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ

    (او دا مالونه د هغو كسانو لپاره هم دي) چي له دغو مخكنيو څخه وروسته راغلي دي، هغه كسان چي وايي: "اې زموږ ربه! موږ او زموږ ټولو هغو وروڼو ته بښنه وکړه، چي زموږ څخه مخكي یې ايمان راوړيدى؛ او زموږ په زړونو کښي د مؤمنانو لپاره هيڅ کينه مه اچوه. اې زموږ ربه! ته ډېر مهربان او رحم کوونکی یې."

  11. ۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ

    ته هغو كسانو ته نه ګورې چي د منافقت کړنلاره يې غوره کړېده؟ - دوى خپلو كافرو اهل كتابو وروڼو ته وایي: "كه تاسي ويستل شوئ، نو موږ به هم ستاسي سره ووځو؛ او ستاسي په باب به موږ د هيچا خبره هيڅكله ونه منو؛ او كه ستاسي سره جنګ وکړاى شو، نو موږ به ستاسي مرسته وکړو." - خو الله شاهد دى چي دغه خلك ډېر ټینګ درواغجنان دي.

  12. لَئِنْ أُخْرِجُوا لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ

    كه هغوى ويستل شول، نو دوى به له هغو سره هيڅكله ونه وځي؛ او كه له هغوى سره جنګ وکړاى شو، نو دوى به هيڅكله د هغوى مرسته ونکړي؛ او كه دوى د هغو مرسته وکړي هم، نو (د جنګ د ډګر څخه) به شا واړوي او بيا به له هيڅ لوري څه مرسته ونه مومي.

  13. لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِي صُدُورِهِم مِّنَ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ

    د دوى په زړونو کښي له الله څخه زياته ستاسي ويره ده، ځكه چي دا داسي خلك دي چي پوهه، ادراك نلري.

  14. لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ

    دوى (یهودان) به هيڅكله په را جمع کېدلو (په سپين ميدان کښي) ستاسي سره مقابله ونکړي. كه وجنګيږي هم، نو په كلا بندو كليو کښي په كښېنستلو يا د دېوالونو تر شا په پټېدلو سره (به وجنګیږي). دوى پخپلو منځو کښي ډېر سخت مخالف دي. ته دوى سره غونډ ګڼې، خو د دوى زړونه يو له بله بېزاره بېل شويدي. د دوى دا حال د بیعقلۍ له امله دى.

  15. كَمَثَلِ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ۖ ذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    دوى د همغو خلكو په شان دي چي له دوى څخه لږ وخت مخکي یې د خپلو کړو خوند څكلى دى؛ او د دوى لپاره دردناك عذاب دى.

  16. كَمَثَلِ الشَّيْطَانِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَانِ اكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِّنكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ

    د دوى (منافقانو) مثال د شيطان په څير دى، چي لومړی هغه انسان ته وایي: كافر شه؛ او كله چي انسان كافر شي، نو بیا (شیطان) وایي: "زه ستا څخه بېزاره يم، زه خو د الله، د عالمیانو د پروردګار څخه وېرېږم."

  17. فَكَانَ عَاقِبَتَهُمَا أَنَّهُمَا فِي النَّارِ خَالِدَيْنِ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ

    بيا د دواړو (ګمراه کوونکو او ګمراه شویو) عاقبت دا کېدونكى دى چي د تل لپاره به په دوږخ کښي وي؛ او د ظالمانو همدغه جزا ده.

  18. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

    اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ؛ او هر څوك دي دا وګوري چي د سبا لپاره یې څه کړيدي. د الله څخه وېرېدونكي اوسئ؛ الله په يقيني توګه ستاسي د ټولو هغو عملونو څخه باخبره دى چي كوئ يې.

  19. وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

    د هغو كسانو په څير مه کېږئ چي الله یې هېر کړ، نو الله پر هغوى د هغوى خپل ځانونه هېر کړل، همدغه خلك فاسقان دي.

  20. لَا يَسْتَوِي أَصْحَابُ النَّارِ وَأَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۚ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمُ الْفَائِزُونَ

    دوږخ ته تلونکي او جنت ته تلونکي هيڅكله يو شانته نشي کېدای. همدا جنت ته تلونكي په اصل کښي بریالي دي.

  21. لَوْ أَنزَلْنَا هَـٰذَا الْقُرْآنَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُ خَاشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ اللَّهِ ۚ وَتِلْكَ الْأَمْثَالُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ

    كه موږ دا قُرآن په كوم غره باندي هم نازل کړی واى، نو تا به ليدلي وای چي هغه د الله له ويري څخه ټيټيږي او ټوټه ټوټه کیږي. دغه مثالونه موږ خلكو ته د دې لپاره بيانوو چي (پر خپل حالت باندي) غور وکړي.

  22. هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ ۖ هُوَ الرَّحْمَـٰنُ الرَّحِيمُ

    الله هغه ذات دى چي له هغه پرته بل هیڅ څوک د عبادت وړ نشته. په پټه او په ښكاره هر څه باندي پوهېدونكى دی. همغه ډېر زیات مهربان او پوره رحم کوونکی دى.

  23. هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ

    الله هغه ذات دى چي له هغه پرته كوم هیڅ معبود بر حق نشته. هغه باچا، ډېر پاک، له ټولو عيبونو څخه سالم، امان وركوونكى، ساتونكى، په ټولو برلاسى، په زوره د خپل حُكم نافذوونكى، د لويۍ څښتن او لويي كوونكى دی؛ الله (ج) له هغه شرك څخه پاك دى چي خلك یې كوي.

  24. هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    الله هغه ذات دى چي د هستوني پلان جوړوونكى او د هغه نافذوونكى او د هغه سره سم صورت جوړوونكى دى. د هغه ډېر غوره نومونه دى. هر څه چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، د هغه په پاكۍ سره ستاينه كوي او هغه برلاسى او د حكمت څښتن دى.

Holy Quran-Pashto