-
الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَقُرْآنٍ مُّبِينٍ
الف، لام، را. دا د الهي كتاب او څرګندوونكي قُرآن ايتونه دي.
-
رُّبَمَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ كَانُوا مُسْلِمِينَ
لیري نه ده، هغه وخت به راشي، هماغه خلك چي نن یې د اسلام د دعوت له منلو څخه انكار کړيدى، په پښېمانتيا سره ووايي چي كاشكى موږ د تسليم سر ښكته کړی واى.
-
ذَرْهُمْ يَأْكُلُوا وَيَتَمَتَّعُوا وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ ۖ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
پرېږده دوى چي وخوري، وڅښي او خوندونه واخلي، او درواغجني هيلي یې په هېره کښي واچوي. ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
-
وَمَا أَهْلَكْنَا مِن قَرْيَةٍ إِلَّا وَلَهَا كِتَابٌ مَّعْلُومٌ
موږ چي له دې څخه مخکي هره سيمه هلاکه کړېده، د هغې لپاره مو د عمل يو ټاكلى مهلت ليكلى ؤ.
-
مَّا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ
هیڅ قوم نه له خپل ټاكلي وخت څخه مخکي هلاکېداى شي، نه له هغه څخه وروسته پرېښودل کېدای شي.
-
وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ
دوى وايي: «اې هغه سړيه چي ذكر (قرآن) پرې نازل شويدى، ته په رښتيا سره ليونى یې.
-
لَّوْ مَا تَأْتِينَا بِالْمَلَائِكَةِ إِن كُنتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
كه ته رښتينى یې، نو زموږ په وړاندي دي پرښتي ولي را نه وستلې؟»
-
مَا نُنَزِّلُ الْمَلَائِكَةَ إِلَّا بِالْحَقِّ وَمَا كَانُوا إِذًا مُّنظَرِينَ
موږ پرښتې هسي نه نازلوو. هغوى چي كله كوزيږي، نو له حق سره كوزيږي، او بيا خلكو ته مهلت نه وركول کیږي.
-
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ
پاته شو دا ذكر (قرآن)، دا موږ نازل کړيدى او موږ په خپله ددې ساتندويان يوو.
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ فِي شِيَعِ الْأَوَّلِينَ
او [اې محمده (ص)!] موږ ستا څخه مخکي په ډېرو تېرو شوېو قومونو کښي پېغمبران لېږلي دي.
-
وَمَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
هیڅكله داسي نه ده شوې چي هغو ته كوم پېغمبر راغلى وي او هغوى ور پوري مسخرې نه وي کړي.
-
كَذَٰلِكَ نَسْلُكُهُ فِي قُلُوبِ الْمُجْرِمِينَ
د مجرمانو په زړونو کښي خو موږ دغه ذكر (قُرآن) همدغسي (د سيخانو په څېر) ټومبو.
-
لَا يُؤْمِنُونَ بِهِ ۖ وَقَدْ خَلَتْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ
هغوى پرې ايمان نه راوړي. له پخوا څخه ددغه ډول خلكو همدا کړنلاره ده.
-
وَلَوْ فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا مِّنَ السَّمَاءِ فَظَلُّوا فِيهِ يَعْرُجُونَ
كه موږ پر هغو د اسمان كومه دروازه پرانستې واى او هغوى په رڼا ورځ په کښي ختلي هم واى،
-
لَقَالُوا إِنَّمَا سُكِّرَتْ أَبْصَارُنَا بَلْ نَحْنُ قَوْمٌ مَّسْحُورُونَ
بيا به یې هم همدا ويل چي زموږ سترګي غولول کیږي، بلکي پر موږ کوډي شويدي.
-
وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ
دا زموږ چار جوړونه ده چي په اسمان کښي مو ډېر پاخه پرجونه جوړ کړي او هغه مو د نندارچيانو لپاره ښايسته کړيدي،
-
وَحَفِظْنَاهَا مِن كُلِّ شَيْطَانٍ رَّجِيمٍ
او له هر رټل شوي شيطان څخه مو هغه خوندي ساتلي دي.
-
إِلَّا مَنِ اسْتَرَقَ السَّمْعَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ مُّبِينٌ
هیڅ يو شيطان هغو ته لاره نه شي موندلای، مګر دا چي څه په پټه چل ول غوږ وباسي. او كله چي هغوى په پټه چل ول د غوږ نيولو هڅه كوي، نو يوه روښانه پلوشه یې تعقيبوي،
-
وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ شَيْءٍ مَّوْزُونٍ
او موږ ځمکه غوړولې، په هغې کښي مو غرونه نصب کړي، په هغې کښي مو هر ډول شينېلي (نباتات) په ټاكلي، تللي اندازه راټوكولي دي،
-
وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَن لَّسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ
او په هغې کښي مو د ژوندانه وسايل برابر کړي، ستاسي لپاره هم او د هغو زياترو مخلوقاتو لپاره هم چي تاسي د هغو روزى رسوونكي نه یاست.
-
وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ
هيڅ شى داسي نشته چي د هغه زیرمي (خزانې) زموږ سره نه وي. او موږ چي هر شى نازلوو په يوه ټاكلې اندازه یې نازلوو.
-
وَأَرْسَلْنَا الرِّيَاحَ لَوَاقِحَ فَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَسْقَيْنَاكُمُوهُ وَمَا أَنتُمْ لَهُ بِخَازِنِينَ
موږ بلاربوونکي (د ورېځو ډک) بادونه ليږو، بيا له اسمانه اوبه اوروو او په هغو اوبو سره تاسي خړوبه كوو. ددې زېرمي خزانه وال تاسي نه ياست.
-
وَإِنَّا لَنَحْنُ نُحْيِي وَنُمِيتُ وَنَحْنُ الْوَارِثُونَ
ژوند او مرګ موږ وركوو، او همدا موږ د ټولو وارثان يوو.
-
وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنكُمْ وَلَقَدْ عَلِمْنَا الْمُسْتَأْخِرِينَ
ستاسي څخه مخکي چي كوم خلك تېر شويدي، پر هغوى هم موږ علم لرو او وروسته راتلونكي هم موږ ته معلوم دي.
-
وَإِنَّ رَبَّكَ هُوَ يَحْشُرُهُمْ ۚ إِنَّهُ حَكِيمٌ عَلِيمٌ
په باوري ډول به ستا رب دغه ټول راپاڅوي. په یقني توګه هغه د حکمت څښتن، ښه پوه دی.
-
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ
موږ انسان د بويناكي خټي له وچ كودړي څخه پېدا کړ.
-
وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِن قَبْلُ مِن نَّارِ السَّمُومِ
او له هغه څخه مخکي موږ پيريان د اور له شغلې څخه پېدا کړي ول.
-
وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ
او هغه وخت (ياد کړه) چي ستا رب پرښتو ته وويل: "زه د بویناکي خټي له وچ كودړي څخه يو بشر پېدا كوم.
-
فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ
بيا كله چي زه هغه بشپړ کړم او له خپل روح څخه يو څه په کښي پو کړم؛ نو تاسي ټول د هغه په وړاندي په سجده پرېوځئ."
-
فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ
نو ټولو پرښتو سجده وکړه.
-
إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ أَن يَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ
بې له ابليس څخه، چي هغه د سجده كوونكو له ملګرتيا څخه انكار وکړ.
-
قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا لَكَ أَلَّا تَكُونَ مَعَ السَّاجِدِينَ
پروردګار پوښتنه وکړه: "اې ابليسه! په تا څه وشول چي د سجده كوونكو سره دي ملګرتيا ونه کړه؟"
-
قَالَ لَمْ أَكُن لِّأَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهُ مِن صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَإٍ مَّسْنُونٍ
هغه وويل: "زما دا كار نه دى چي زه دغه بشر ته سجده وکړم؛ تا هغه د بويناکي خټي له وچ كودړي څخه پېدا کړيدى."
-
قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ
پروردګار وفرمايل: "ښه دی، ته له دې ځايه وځه؛ ځكه چي ته رټل شوى یې،
-
وَإِنَّ عَلَيْكَ اللَّعْنَةَ إِلَىٰ يَوْمِ الدِّينِ
او اوس د جزا تر ورځي پوري پر تا لعنت دى."
-
قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
هغه عرض وکړ: "زما پروردګاره! چي دا خبره ده، نو ته ما ته تر هغې ورځي پوري مهلت راکړه چي ټول انسانان دوهم ځل راپاڅول شي!"
-
قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ
(الله ج) وفرمايل: "ښه دی، تا ته تر هغې ورځي پوري مهلت دى.
-
إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ
چي د هغې وخت موږ ته معلوم دى."
-
قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
هغه وويل: "زما پروردګاره! څنګه چي تا زه بې لاري کړم، په هماغه شان به اوس زه په ځمکه کښي د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندي كولو، دوى ټول بې لاري کړم،
-
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ
پرته ستا له هغو بندګانو څخه چي تا له دوى څخه خالص کړي وي."
-
قَالَ هَـٰذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ
(الله ج) وفرمايل: "دا هغه لار ده چي سمه سيخه ما ته رارسېدلې ده.
-
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ
بېشكه څوك چي زما رښتیني بندګان دي، پر هغو به ستا زور ونه رسیږي. ستا زور به یوازي پر هغو بې لاري شويو خلكو ورسیږي چي ستا پيروي وکړي.
-
وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ
او د هغو ټولو لپاره د دوږخ اخطار دى."
-
لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ
دا دوږخ (چي د ابليس پيروانو ته یې اخطار ورکړ شويدى) اوه دروازې لري. د هري دروازې لپاره له هغو څخه يوه برخه خاص کړای شوېده.
-
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ
ددې پرخلاف پرهېزګاران به په باغونو (جنتونو) او چينو کښي وي.
-
ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ
او هغو ته به وويل شي چي له سلامتيا سره بې وېري او بې خطره جنتونو ته ورننوځئ.
-
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ إِخْوَانًا عَلَىٰ سُرُرٍ مُّتَقَابِلِينَ
د هغو په زړونو کښي كه لږ ډېره کینه وي، هغه به موږ ځني وباسو. هغوى به په خپلو منځو کښي وروڼه وروڼه يو بل ته مخامخ پرتختونو باندي کښېني.
-
لَا يَمَسُّهُمْ فِيهَا نَصَبٌ وَمَا هُم مِّنْهَا بِمُخْرَجِينَ
هغو ته به نه هلته څه کړاؤ ورسیږي او نه به له هغه ځايه ويستل شي.
-
۞ نَبِّئْ عِبَادِي أَنِّي أَنَا الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
[اې پېغمبره (ص)!] زما بندګانو ته خبر ورکړه چي زه ډېر ښه بښونكى او مهربان يم.
-
وَأَنَّ عَذَابِي هُوَ الْعَذَابُ الْأَلِيمُ
خو ددې تر څنګ زما عذاب هم ډېر دردناك عذاب دى.
-
وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ
او دوى ته د ابراهيم(ع) د مېلمنو قصه واوروه.
-
إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ
كله چي هغوى ابراهیم (ع) ته راغلل او ویې ويل: "پر تا دي سلام وي." - نو هغه وويل: "موږ ستاسي څخه وېریږو."
-
قَالُوا لَا تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ عَلِيمٍ
هغو ځواب ورکړ: "مه وېرېږه موږ تا ته د يو ډېر ځيرك هلك زېرى دركوو."
-
قَالَ أَبَشَّرْتُمُونِي عَلَىٰ أَن مَّسَّنِيَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُونَ
ابراهيم (ع) وويل: "ايا تاسي په دې زوړوالي کښي ما ته د اولاد زېرى راكوئ؟- لږ فكر وکړئ دا څنګه زېرى راكوئ؟"
-
قَالُوا بَشَّرْنَاكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُن مِّنَ الْقَانِطِينَ
هغو ځواب ورکړ: "موږ تا ته په حقه زېرى دركوو، ته ناهيلي کېږه مه."
-
قَالَ وَمَن يَقْنَطُ مِن رَّحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ
ابراهيم (ع) وويل: "د خپل رب له رحمت څخه خو ګمراهان ناهيلي کیږي."
-
قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ أَيُّهَا الْمُرْسَلُونَ
بيا ابراهيم (ع) پوښتنه وکړه "اې د خداى استازيو! هغه څه خبره ده چي تاسي ورته راغلي ياست؟"
-
قَالُوا إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمٍ مُّجْرِمِينَ
هغو وويل: "موږ د يو مجرم قوم لوري ته لېږل شوي يوو.
-
إِلَّا آلَ لُوطٍ إِنَّا لَمُنَجُّوهُمْ أَجْمَعِينَ
یوازي د لوط (ع) كورنۍ مستثنا ده، هغوى ټول به موږ وژغورو.
-
إِلَّا امْرَأَتَهُ قَدَّرْنَا ۙ إِنَّهَا لَمِنَ الْغَابِرِينَ
پرته د هغه له مېرمني څخه چي د هغې په باب (الله فرمائي چي) موږ مقدره کړېده چي هغه به له بېرته پاتي كېدونكو څخه وي."
-
فَلَمَّا جَاءَ آلَ لُوطٍ الْمُرْسَلُونَ
بيا كله چي دغه استازي لوط (ع) ته ورسېدل.
-
قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ
نو لوط (ع) وويل: "تاسي نااشنا ښكارېږئ!"
-
قَالُوا بَلْ جِئْنَاكَ بِمَا كَانُوا فِيهِ يَمْتَرُونَ
هغو ځواب ورکړ: "نه بلکي موږ له هماغه څه سره درته راغلې يوو چي د هغه په راتګ كي دغه خلك شكمن ول.
-
وَأَتَيْنَاكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ
موږ تا ته رښتيا وايو چي موږ له حق سره درته راغلي يوو.
-
فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَاتَّبِعْ أَدْبَارَهُمْ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ وَامْضُوا حَيْثُ تُؤْمَرُونَ
نو اوس چي د شپې يو څه برخه پاتي شي، ته له خپلي كورنۍ سره ووځه او په خپله د هغو شا شا ته ځه. ستاسي څخه دي هیڅوك شا ته نه ګوري. سم سيخ هغې خوا ته لاړ شئ چي تاسي ته حكم کیږي."
-
وَقَضَيْنَا إِلَيْهِ ذَٰلِكَ الْأَمْرَ أَنَّ دَابِرَ هَـٰؤُلَاءِ مَقْطُوعٌ مُّصْبِحِينَ
او هغه ته موږ خپله دغه فېصله ورسوله چي د سهار له راختلو سره به ددغو خلكو جرړي غوڅې کړای شي.
-
وَجَاءَ أَهْلُ الْمَدِينَةِ يَسْتَبْشِرُونَ
په دې ترڅ کښي د ښار خلك د خوښۍ په څپو کښي ډوب د لوط (ع) پر كور وروختل.
-
قَالَ إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ ضَيْفِي فَلَا تَفْضَحُونِ
لوط (ع) ورته وويل: "دوى زما مېلمانه دي، ما مه شرموئ!
-
وَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ
له الله څخه ووېرېږئ، ما مه رسوا كوئ!"
-
قَالُوا أَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعَالَمِينَ
هغو وويل: "ايا موږ په وارو وارو ته نه یې منع کړی چي د ټولي نړۍ ټېكداري مه كوه؟"
-
قَالَ هَـٰؤُلَاءِ بَنَاتِي إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ
لوط (ع) په بېوسۍ سره وويل: "كه تاسي څه (مشروع) كول غواړئ، نو دغه زما لوڼي شته!"
-
لَعَمْرُكَ إِنَّهُمْ لَفِي سَكْرَتِهِمْ يَعْمَهُونَ
ستا په روح قسم [اې پېغمبره (ص)!] په هغه وخت کښي پر هغو يوه نشه غوندي راغلې وه، چي له سده وتلي ول.
-
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُشْرِقِينَ
په پاى کښي د لمر له څرك سره سم هغوى يوې قوي چاودنې ونيول.
-
فَجَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ
او موږ هغه سيمه پر بل مخ نسكوره کړه او پر هغو مو د پخې شوي خټي د تيږو باران ووروه.
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْمُتَوَسِّمِينَ
په دې پېښه کښي د پوه، ځيركو خلكو لپاره ستري نښانې دي.
-
وَإِنَّهَا لَبِسَبِيلٍ مُّقِيمٍ
او هغه سيمه (چي هلته دا واقعه پېښه شوې وه) په لويه لاره کي واقع ده،
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ
په هغې کښي د ايمان د خاوندانو لپاره د عبرت درس دى.
-
وَإِن كَانَ أَصْحَابُ الْأَيْكَةِ لَظَالِمِينَ
او په یقیني توګه، د الاَيْكه خلك (د ځنګل اوسيدونكي، د شعيب (ع) قوم) ظالمان ول.
-
فَانتَقَمْنَا مِنْهُمْ وَإِنَّهُمَا لَبِإِمَامٍ مُّبِينٍ
نو ګوره، موږ له هغو څخه غچ واخيست؛ او ددغو دواړو قومونو وراني شوي سيمي په لويه ښكاره لاره پرتې دي.
-
وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ
د حجر خلكو (د كندي اوسيدونكو ثموديانو) هم پېغمبران درواغجن ګڼلي ول.
-
وَآتَيْنَاهُمْ آيَاتِنَا فَكَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ
موږ هغو ته خپل ايتونه ولېږل، خپلي نښانې مو ورته وښودلې، خو هغو هر څه له نظره وغورځول،
-
وَكَانُوا يَنْحِتُونَ مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا آمِنِينَ
هغوى غرونه توږل، كورونه یې جوړول او په خپل ځاى بيخي بې تشويشه او ډاډه ول.
-
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ مُصْبِحِينَ
په پاى کي يوې قوي چاودني هغوى سهار مهال ونيول.
-
فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ
او د هغو ګټلې ورته هیڅ په درد ونه خوړل.
-
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ السَّاعَةَ لَآتِيَةٌ ۖ فَاصْفَحِ الصَّفْحَ الْجَمِيلَ
موږ اسمانونه او ځمکه او د هغو ټولي هستۍ له حق څخه پرته پر كوم بل بنسټ باندي نه دي پېدا کړي. او د پرېکړي ساعت هرو مرو راتلونكى دى. نو [اې محمده (ص)!] ته (ددغو خلكو پر بابېزه چارو) د شريفانه تېرېدنې څخه كار واخله.
-
إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ
په يقيني ډول ستا رب د ټولو هستوونكى او په هر څه پوهېدونکی دی.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِّنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ
موږ تا ته اوه داسي ايتونه (د فاتحې د سورت اوه آیتونه) درکړيدي چي د بيا بيا تكرارولو وړ دي، او تا ته مو ستر قرآن درکړيدى.
-
لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ
ته هغو دنيوى ګټو ته سترګي مه اړوه چي موږ له دوى څخه بېلابيلو خلكو ته ورکړيدي. او مه د دوى پر حال باندي خپل زړه ځوروه. دوى پرېږده د مؤمنانو خوا ته د خواخوږۍ او مهربانۍ پاملرنه وکړه.
-
وَقُلْ إِنِّي أَنَا النَّذِيرُ الْمُبِينُ
او (منکرانو ته) ووايه چي: زه خو ښكاره څرګند اخطار وركوونكى يم.
-
كَمَا أَنزَلْنَا عَلَى الْمُقْتَسِمِينَ
دا هماغه شان اخطاردى، لكه چي موږ هغه تفرقه اچوونكو ته لېږلی ؤ؛
-
الَّذِينَ جَعَلُوا الْقُرْآنَ عِضِينَ
چي هغو قُرآن ټوټې ټوټې کړيدى.
-
فَوَرَبِّكَ لَنَسْأَلَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
نو ستا په رب قسم دى، موږ به هرو مرو له دوى ټولو څخه پوښتنه وکړو؛
-
عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ
چي دوی (په دُنیا کي) څه کړيدي.
-
فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ
نو [اې پېغمبره (ص)!] د كوم شي چي تا ته حكم کیږي، هغه په لوړ اواز ووايه او د مشركانو يو بڅرى پروا مه كوه.
-
إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ
ستا له لوري موږ له هغو ملنډو وهونكو څخه د غچ اخيستلو لپاره كافي يوو؛
-
الَّذِينَ يَجْعَلُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ ۚ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ
چي له الله سره بل څوك خداى ګرځوي. ډېر ژر به دوى ته معلومه شي.
-
وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّكَ يَضِيقُ صَدْرُكَ بِمَا يَقُولُونَ
او موږ ته معلومه ده، کومي خبري چي دوى په تا پوري كوي، په هغو سره ستا زړه ته خپګان رسیږي.
-
فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ وَكُن مِّنَ السَّاجِدِينَ
ددې علاج دا دى چي: د خپل رب ثنا ستاینه په پاکي سره وکړې، د هغه په وړاندي سر په سجده ښكته کړه،
-
وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّىٰ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ
او تر هغه وروستي ساعت (مرګ) پوري چي د هغه راتګ يقيني دى، د خپل رب بندګي كوه."
۱۵. سورت الحجر
الحجر
Al-Hijr / الحجر · ۱۵ · ۹۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت الحجر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.