-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيِ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
اې مؤمنانو! د الله او د هغه د پېغمبر (ص) په مخکي مه وړاندي کېږئ او د الله څخه ووېريږئ. الله د هر څه اورېدونكى او پوهېدونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَرْفَعُوا أَصْوَاتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ وَلَا تَجْهَرُوا لَهُ بِالْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَالُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ
اې مؤمنانو خپل اواز د پېغمبر (ص) د اواز څخه مه پورته كوئ او مه له پېغمبر (ص) سره په لوړ غږ خبري كوئ لكه څنګه چي پخپلو منځو کښي يو له بل سره په لوړ غږ خبري كوئ. هسي نه چي ستاسي ټول عملونه بابېزه شي او تاسي خبر هم ونه اوسئ.
-
إِنَّ الَّذِينَ يَغُضُّونَ أَصْوَاتَهُمْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ امْتَحَنَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ لِلتَّقْوَىٰ ۚ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ
كوم كسان چي د خداى د پېغمبر په وړاندي د غږېدلو په وخت کښي خپل غږونه ټيټوي، هغوى په حقيقت کښي همغه كسان دي چي الله يې زړونه د پرهېزګارۍ لپاره ازمويلي دي، د هغو لپاره بښنه او لوى اجر دی.
-
إِنَّ الَّذِينَ يُنَادُونَكَ مِن وَرَاءِ الْحُجُرَاتِ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] كوم كسان چي تا ته له حجرو څخه دباندي نارې وهي، له هغو څخه زياتره ناپوهان دي؛
-
وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتَّىٰ تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
كه هغوی ستا تر وتلو پوري صبر کړی واى، نو د همغو لپاره بهتره وه. الله بښونكی او پوره رحم کوونکی دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ
اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسي ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسي (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسي نه چي کومي ډلي ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.
-
وَاعْلَمُوا أَنَّ فِيكُمْ رَسُولَ اللَّهِ ۚ لَوْ يُطِيعُكُمْ فِي كَثِيرٍ مِّنَ الْأَمْرِ لَعَنِتُّمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّهَ حَبَّبَ إِلَيْكُمُ الْإِيمَانَ وَزَيَّنَهُ فِي قُلُوبِكُمْ وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ
ښه وپوهېږئ چي ستاسي په منځ کښي د الله پېغمبر موجود دى. كه هغه په زياترو چارو کي ستاسي خبره ومني، نو تاسي به پخپله په ستونزو کښي اخته شئ، خو الله تاسي ته د ايمان مينه درکړه او هغه یې ستاسي لپاره په زړه پوري وګرځاوه، او له كفر، فسق او نافرمانۍ څخه یې تاسي كركجن کړئ، پر حق ثابت كسان همدغه دي؛
-
فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَنِعْمَةً ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
همدغسي خلك د الله په فضل احسان سره پر سمه لاره دي او الله د علم او حكمت خاوند دى.
-
وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلي پخپلو منځو کښي په جنګ شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. بيا كه له هغو څخه يوه ډله پر بلي تېرى وکړي، نو له تيري كوونكي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پوري چي هغوى د الله د حُكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چي هغوى را وګرځي، نو په منځ کښي یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چي الله انصاف كوونكي خوښوي.
-
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هيله ده چي پر تاسي رحم وکړاى شي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰ أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِّن نِّسَاءٍ عَسَىٰ أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ۖ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ ۚ وَمَن لَّمْ يَتُبْ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
اې مؤمنانو! نه دي نارينه پر نورو نارينه ؤ ملنډي وهي، كېدى شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. او نه دي ښځي په نورو ښځو ملنډي وهي، کېدای شي چي هغوى له دوى څخه غوره وي. پخپلو منځو كي يو د بل عیب مه لټوئ، او مه يو بل په بدو نومونو سره يادوئ. له ايمان راوړلو وروسته په فسق کي نوم پيدا كول ډېره بده خبره ده. كوم كسان چي دغه چار چلند پرېنږدي (توبه ونه باسي)، همغوى ظالمان دي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيمٌ
اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي. د چا پټ عيبونه مه لټوئ او ستاسي څخه دي څوك د چا غيبت نكوي. ايا په تاسي کي داسي څوك شته چي د خپل مړه ورور غوښي خوړل خوښ کړي؟ - ګورئ تاسي پخپله د دې څخه كركه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ. الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او خورا مهربان دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ
اې خلكو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړئ او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولئ، تر څو چي تاسي يو او بل سره وپيژنئ. په حقيقت کښي د الله په وړاندي ستاسي څخه تر ټولو زيات عزتمند هغه څوك دى چي په تاسي کښي تر ټولو زيات پرهېزګار وي. په باوري ډول الله په هر څه پوهېدونكى او باخبره دى.
-
۞ قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا ۖ قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا وَلَـٰكِن قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ ۖ وَإِن تُطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَالِكُمْ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
دغه بانډچيان (صحرايي عرب) وايي چي موږ ايمان راوړ. دوى ته ووايه: "تاسي ايمان ندى راوړى، بلکي داسي وواياست چي موږ اطاعت كوونكي شوو. ايمان لا تر اوسه ستاسي په زړونو کښي داخل شوى ندئ. كه تاسي د الله او د هغه د پېغمبر فرمانبرداري غوره کړئ، نو هغه به ستاسي د عملونو په اجر کښي څه كموالى رانه ولي. په باوري ډول الله ښه بخښوونکی او پوره رحم کوونکی دى."
-
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ
په حقيقت کي خو مؤمنان هغه دي چي پر الله او د هغه پر پېغمبر یې ايمان راوړ. بيا هغوى څه شك ونکړ او په خپلو مالونو او سرونو سره یې د الله په لاره کي جهاد وکړ. همغوى رښتيني خلك دي.
-
قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
اې پېغمبره (ص) (د ايمان دغو مدعيانو ته) ووايه: "ايا تاسي الله ته د خپل دين خبر وركوئ؟ - پداسي حال کښي چي الله د اسمانونو او ځمکي په هر څه باندي پوهیږي او هغه د هر شي علم لري."
-
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا ۖ قُل لَّا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُم ۖ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
دوى پر تا احسان کوي چي اسلام يې راوړ. دوى ته ووايه: "كه تاسي په رښتيا سره د خپل ايمان په دعوه کښي رښتيني ياست، نو د خپل اسلام احسان پر ما مه اچوئ، بلکي الله پر تاسي احسان کوي چي هغه تاسي ته د ايمان راوړو لارښوونه وکړه."
-
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
الله د اسمانونو او ځمکي د هر پټ شي علم لري او هر څه چي تاسي كوئ، د هغو ټولو ليدونكى دى.
۴۹. سورت الحجرات
الحجرات
Al-Hujurat / الحجرات · ۴۹ · ۱۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت الحجرات عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.