-
وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةٍ
د هر هغه چا لپاره تباهي ده چي (مخامخ) خلكو ته د پيغور وركولو او (په شا پسي يې) د بدېو كولو په عادت اخته دی.
-
الَّذِي جَمَعَ مَالًا وَعَدَّدَهُ
هغه چا چي مال یې جمع کړی دى او په شمار شمېرلو یې ايښى دى؛
-
يَحْسَبُ أَنَّ مَالَهُ أَخْلَدَهُ
هغه انګېري چي مال به يې ورته تل پاتى ژوند ورکړي.
-
كَلَّا ۖ لَيُنبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ
هیڅكله داسي نه ده، هغه به په ماتوونكي، سوځونکي ځای کښي وغورځول شي؛
-
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ
او ته څه پوهیږې چي هغه ماتوونكي سوځونکي ځای څه دی؟
-
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ
د الله اور، ښه لمبه کړای شوى،
-
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ
چي تر زړونو پوري به رسيږي؛
-
إِنَّهَا عَلَيْهِم مُّؤْصَدَةٌ
شک نشته چي دا اور به ورباندي په خورېدو سرپوښ کړای شي؛
-
فِي عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ
(په داسي حال کښي چي هغه به) په لوړو لوړو ستنو كښي (ايسار کړای شوى وي).
۱۰۴. سورت الهمزة
الهمزة
Al-Humazah / الهمزة · ۱۰۴ · ۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت الهمزة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.