Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۲. سورت الانفطار

الانفطار

Al-Infitar / الانفطار · ۸۲ · ۱۹ آیتونه

دا پاڼه د سورت الانفطار عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. إِذَا السَّمَاءُ انفَطَرَتْ

    كله چي اسمان وچوي (څیري شي)؛

  2. وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انتَثَرَتْ

    او كله چي ستوري خواره واره شي؛

  3. وَإِذَا الْبِحَارُ فُجِّرَتْ

    او كله چي سمندرونه وشلېږي (یو د بله سره ګډ شي)؛

  4. وَإِذَا الْقُبُورُ بُعْثِرَتْ

    او كله چي قبرونه پرانستل شي؛

  5. عَلِمَتْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ وَأَخَّرَتْ

    په دغه وخت کي به هر څوك وپوهیږي چي څه يې له مخه استولي او څه یې پرې یښي دي.

  6. يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ

    اې انسانه څه شي ته د خپل هغه مهربانه خدای له لوري په غولونه کښي واچولې؟

  7. الَّذِي خَلَقَكَ فَسَوَّاكَ فَعَدَلَكَ

    هغه چي ته یې پېدا کړی یې؛ ستا اندامونه یې برابر کړي دي، ته یې په انډول جوړ کړي یې،

  8. فِي أَيِّ صُورَةٍ مَّا شَاءَ رَكَّبَكَ

    او په هره بڼه یې چي خوښه شوه، ته یې نښلولى جوړ کړې؛

  9. كَلَّا بَلْ تُكَذِّبُونَ بِالدِّينِ

    هیڅكله نه، بلکي (اصلي خبره دا ده چي ) تاسي د جزا ورځ درواغ ګڼئ.

  10. وَإِنَّ عَلَيْكُمْ لَحَافِظِينَ

    پداسي حال کښي چي پر تاسي یې څارونكي ټاكلي دي؛

  11. كِرَامًا كَاتِبِينَ

    داسي عزتمند ليكونكي،

  12. يَعْلَمُونَ مَا تَفْعَلُونَ

    چي ستاسي په هر عمل پوهیږي.

  13. إِنَّ الْأَبْرَارَ لَفِي نَعِيمٍ

    شك نشته چي ښه خلك به په مزو چړچو (جنت) کښي وي.

  14. وَإِنَّ الْفُجَّارَ لَفِي جَحِيمٍ

    او بېشکه، بدكاران به په دوږخ کښي اوسیږي؛

  15. يَصْلَوْنَهَا يَوْمَ الدِّينِ

    د جزا په ورځ به هغوي هلته ورننوځي؛

  16. وَمَا هُمْ عَنْهَا بِغَائِبِينَ

    او له هغه (دوږخ) څخه هیڅكله پټېدای نشي.

  17. وَمَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ

    او ته څه پوهېږئ چي هغه د جزا ورځ څه ده؟

  18. ثُمَّ مَا أَدْرَاكَ مَا يَوْمُ الدِّينِ

    هو، ته څه خبر یې چي هغه د جزا ورځ څه ده؟

  19. يَوْمَ لَا تَمْلِكُ نَفْسٌ لِّنَفْسٍ شَيْئًا ۖ وَالْأَمْرُ يَوْمَئِذٍ لِّلَّهِ

    دا هغه ورځ ده چي كله د هيچا له لپاره د څه كولو وس د هیچا سره نه وي. د هغې ورځي فېصله په ټوله معنا يوازي د الله په واك کښي ده.

Holy Quran-Pashto