Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۷۶. سورت الإنسان

الإنسان

Al-Insan / الإنسان · ۷۶ · ۳۱ آیتونه

دا پاڼه د سورت الإنسان عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. هَلْ أَتَىٰ عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا

    ايا پر انسان باندي د زمانې يو وخت داسي هم تېر شوى دى، چي هغه كوم د يادوني وړ شي نه ؤ؟

  2. إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا

    موږ انسان له يوې ګډي شوي نطفې څخه پيدا کړ، تر څو چي هغه وازمايو؛ او د دې غرض لپاره موږ هغه اورېدونكي او ليدونكي وګرځاوه.

  3. إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا

    موږ هغه ته لاره وښودله، يا به شُكر كوونكي شي او يا كفر كوونكى.

  4. إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَ وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا

    بېشکه د كافرانو لپاره موږ ځنځيرونه، طوقونه او لمبه وهونكى اور تيار کړی دى؛

  5. إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا

    په یقیني توګه، ښه خلك به (په جنت کښي) د شرابو داسي جامونه څښي چي په هغو کښي به د كافور اوبه ګډي شوي وي.

  6. عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا

    دا به يوه بهېدونكې چينه وي چي د الله بندګان به یې اوبه څښي؛ او كوم لوري ته یې چي زړه وي په اسانۍ سره به (دغه چینه) بهوي.

  7. يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا

    دا به هغه كسان وي چي (په دُنيا کښي) په نذر وفا كوي او له هغې ورځي څخه وېرېږي چي افت به يې په هر لوري خور شوى وي؛

  8. وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَىٰ حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا

    او د الله په مينه کښي مسكين، يتيم او بندي ته خواړه وركوي

  9. إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا

    (او هغو ته وايي چي) موږ تاسي ته یوازي د الله په خاطر خواړه دركوو. موږ ستاسي څخه نه څه بدله غواړو، نه مننه؛

  10. إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا

    زموږ سره خو د خپل رب څخه د هغي ورځي د عذاب وېره ده چي د سخت کړاو ډېره اوږده ورځ به وي.

  11. فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَٰلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا

    نو الله تعاليٰ به دوی د هغې ورځي له شر څخه وژغوري او دوی ته به ترتازګي او خوشحالي ورکړي.

  12. وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا

    او د هغو د صبر په بدل کښي به جنت او ورېښمين كالي ورکړي.

  13. مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ ۖ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا

    هلته به هغوي پر لوړو تختونو باندي تكيه وهلي ناست وي، نه به یې د لمر ګرمي په تكليف کړي او نه ساړه.

  14. وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا

    د جنت څانګي به پرې را ټيټي شوي سيوری كوونكي وي؛ او د هغه مېوې به هر وخت د هغوی په وس کښي وي (چي څنګه غواړئ، ویې شكوي)؛

  15. وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِآنِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا

    د هغو مخي ته به د سپينو زرو لوښي او د ښيښو ګيلاسونه ګرځول کیږي؛

  16. قَوَارِيرَ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا

    ښيښې، هم هغه چي د سپينو زرو په ډول به وي او هغه به (د جنت خدمتکارانو) په سمه اندازه برابر ډك کړي وي.

  17. وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا

    په هغو به هلته د شرابو داسي جامونه وڅښل شي چي زنجبیل (سونډ) به پکښي ګډ شوي وي؛

  18. عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّىٰ سَلْسَبِيلًا

    دا به د جنت يوه چينه وۍ چي سلسبيل ورته ويل کیږي.

  19. ۞ وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا

    او د هغو د خدمت لپاره به داسي هلكان ګرځي راګرځي چي تل به په هلكتوب کښي وي، كه ته هغوی ووينې، نو ګومان به وکړې چي خورې کړای شوي ملغلري دي.

  20. وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا

    هلته چي ته هري خوا ته نظر واچوې، سراسر نعمتونه او د يو لوی سلطنت رنګ رونق به دي تر سترګو شي.

  21. عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ ۖ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا

    پر هغو باندي به د نريو وريښمو شنه جامه پرته او د اطلس او د پرېړو وريښمو جامې به یې وي، هغو ته به د سپينو زرو بنګړي واچول شي او د هغو رب به ورباندي ډېر زيات پاك شراب وڅښي.

  22. إِنَّ هَـٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاءً وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا

    دا ستاسي مكافات دي او ستاسي هاند او هڅه د قدر وړ ده.

  23. إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنزِيلًا

    [اې پېغمبره (ص)!] همدا موږ پر تا دغه قُرآن لږ لږ نازل کړيدی؛

  24. فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا

    نو ته د خپل رب په حُكم صبر وکړه او له دوی څخه د هیڅ يو بد عمله يا حق نه منونكي خبره مه منه.

  25. وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا

    د خپل رب نوم سهار او ماښام يادوه؛

  26. وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا

    د شپې هم د هغه حضور ته سجده كوونكى اوسه؛ او د شپې په اوږدو وختونو کښي هم د هغه پاکي بیانوه.

  27. إِنَّ هَـٰؤُلَاءِ يُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَاءَهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا

    دغه كسان (کافران) خو له ژر لاس ته راتلونكي شي (دُنيا) سره مينه لري؛ او وړاندي چي كومه درنده ورځ راتلونكې ده، هغه له نظره غورځوي.

  28. نَّحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَشَدَدْنَا أَسْرَهُمْ ۖ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِيلًا

    همدا موږ دوی پيدا کړي دي؛ او د دوی اندامونه، بندونه مو كلك کړي دي؛ او موږ چي كله وغواړو د دوی شكلونه به بدل کړو.

  29. إِنَّ هَـٰذِهِ تَذْكِرَةٌ ۖ فَمَن شَاءَ اتَّخَذَ إِلَىٰ رَبِّهِ سَبِيلًا

    دا (قُرآن) يو نصيحت دی؛ اوس نو چي د چا خوښه وي، د خپل رب لوري ته دي د تلو لاره غوره کړي.

  30. وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

    او ستاسي په خوښي سره څه نه کیږي، تر څو پوري چي د الله خوښه نه وي. په باورى توګه الله د پوره پوهي او حكمت خاوند دی.

  31. يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

    چا ته چي یې خوښه شي په خپل رحمت کښي یې داخلوي؛ او د ظالمانو لپاره یې دردناك عذاب تيار کړی دى.

Holy Quran-Pashto