Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۸۴. سورت الانشقاق

الانشقاق

Al-Inshiqaq / الانشقاق · ۸۴ · ۲۵ آیتونه

دا پاڼه د سورت الانشقاق عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. إِذَا السَّمَاءُ انشَقَّتْ

    كله چي اسمان وچوي، څیري شي؛

  2. وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ

    او د خپل رب امر عملي کړي؛ او د هغه حق همدا دی(چي د خپل رب امر ومني)؛

  3. وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ

    او كله چي ځمکه وغوړوله شي،

  4. وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ

    او څه چي په هغې کښي دننه دي هغه دباندي را وغورځوي او تشه شي؛

  5. وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ

    او د خپل رب امر په ځای کړي او له هغې سره همدا ښايي (چي هغه عملي کړي)؛

  6. يَا أَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ

    اې انسانه، بېشکه په هغه لار کي چي ته د پروردګار لوري ته ورتلونكى يې، ډیري ستونزي ګالې، نو د هغه سره يو ځای کېدونكى یې.

  7. فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ

    بيا چي د چا عملنامه هغه ته مخامخ په ښي لاس کښي ورکړه شي؛

  8. فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا

    له هغه څخه اسانه حساب اخيستل کیږي؛

  9. وَيَنقَلِبُ إِلَىٰ أَهْلِهِ مَسْرُورًا

    او هغه به د خپلو كسانو لوري ته خوښ په خندا ورستنيږي.

  10. وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ

    پاتي شول هغه څوك چي عملنامه یې وروسته د شا له خوا ورکړه شي،

  11. فَسَوْفَ يَدْعُو ثُبُورًا

    نو هغه به ژر مرګ وغواړئ،

  12. وَيَصْلَىٰ سَعِيرًا

    او د بلو لمبو اور کښي به وغورځیږي؛

  13. إِنَّهُ كَانَ فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا

    شک نشته چي هغه په خپله كورنۍ کي بې اندېښنې خوشحاله ؤ.

  14. إِنَّهُ ظَنَّ أَن لَّن يَحُورَ

    هغه انګېرلې وه چي هیڅكله بيا ورګرځېدونكی نه دى؛

  15. بَلَىٰ إِنَّ رَبَّهُ كَانَ بِهِ بَصِيرًا

    هو، ورګرځېدنه ولي نه وه، په یقیني توګه، د هغه رب يې ټولي کړني ليدلې؛

  16. فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ

    نو داسي نه ده؛ زه په شفق (د ماښام په سُوروالي) قسم خورم؛

  17. وَاللَّيْلِ وَمَا وَسَقَ

    او په شپه، او چي څه هغې راغونډ کړي دي؛

  18. وَالْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ

    او په سپوږمۍ چي كله د هغې ټيكلى بشپړ شي؛

  19. لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَن طَبَقٍ

    تاسي به هرو مرو پړاو په پړاو له يو حالت څخه بل حالت ته تېرېدونكي روان ياست.

  20. فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    بيا په دې خلكو څه شوي دي چي ايمان نه راوړي؟

  21. وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ ۩

    او كله چي قُرآن دوی ته لوستل کیږي، نو سجده نه كوي؟

  22. بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُكَذِّبُونَ

    بلكي دا منكران خو یې درواغ ګڼي.

  23. وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ

    په داسي حال کښي څه چي دوی (په خپلو زړونو کښي) ساتي، الله په هغو ښه پوهيږي.

  24. فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ

    نو له دې امله دوی ته د دردوونكي عذاب زيری ورکړه!

  25. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ

    البته كومو كسانو چي ايمان راوړى دى او ښه عملونه يي کړي دي، د هغو لپاره پای ته نه رسېدونكي ثواب دى.

Holy Quran-Pashto