-
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ
هغه ذات پاك دى چي يوه شپه یې خپل بنده له مسجد حرام څخه تر هغه لیري (اقصي) مسجد پوري بوته، د هغه (محمد ص) چاپېريال مو بركتي کړی دى، چي خپلي ځیني نښانې په وګورو (وښیو). په حقيقت کښي هماغه (الله) د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.
-
وَآتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ أَلَّا تَتَّخِذُوا مِن دُونِي وَكِيلًا
موږ له دې څخه مخکي موسى (ع) ته كتاب ورکړی ؤ او هغه مود بنى اسرائيلو لپاره د هدايت وسيله ګرځولى ؤ، له دى سپارښت سره چي زما څخه پرته بل څوك خپل وکیل (دوست، د کارونو جوړونکی) مه نيسئ.
-
ذُرِّيَّةَ مَنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ ۚ إِنَّهُ كَانَ عَبْدًا شَكُورًا
تاسي د هغو خلكو ځوځات ياست چي موږ له نوح (ع) سره په بېړۍ کښي سپاره کړي ول، او نوح(ع) يو شكر كوونكى بنده ؤ.
-
وَقَضَيْنَا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ فِي الْكِتَابِ لَتُفْسِدُنَّ فِي الْأَرْضِ مَرَّتَيْنِ وَلَتَعْلُنَّ عُلُوًّا كَبِيرًا
او موږ په خپل كتاب کښي بنى اسرائيل پر دې هم خبر کړي ول چي تاسي به په ځمکه کښي دوه ځله ډېر لوى فساد راولاړ کړئ او لويه سرکښي به وښاياست.
-
فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ أُولَاهُمَا بَعَثْنَا عَلَيْكُمْ عِبَادًا لَّنَا أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ فَجَاسُوا خِلَالَ الدِّيَارِ ۚ وَكَانَ وَعْدًا مَّفْعُولًا
نو كله چي د هغو د لومړۍ سرکښۍ وخت راغى، نو اې بني اسرائيلو موږ ستاسي د مقابلې لپاره خپل داسي بندګان راپاڅول چي په جنګ كي ډېر زورور او ستاسي په هيواد کښي په ننوتلو هر لوري ته خواره شول. دا يوه پوره كېدونكې وعده وه.
-
ثُمَّ رَدَدْنَا لَكُمُ الْكَرَّةَ عَلَيْهِمْ وَأَمْدَدْنَاكُم بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَجَعَلْنَاكُمْ أَكْثَرَ نَفِيرًا
له دې وروسته موږ تاسي ته پر هغو د برلاسۍ موقع درکړه او ستاسي سره موږ د مال او اولاد په دركولو مرسته وکړه او ستاسي شمېر موږ له پخوا څخه زيات کړ.
-
إِنْ أَحْسَنتُمْ أَحْسَنتُمْ لِأَنفُسِكُمْ ۖ وَإِنْ أَسَأْتُمْ فَلَهَا ۚ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ لِيَسُوءُوا وُجُوهَكُمْ وَلِيَدْخُلُوا الْمَسْجِدَ كَمَا دَخَلُوهُ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَلِيُتَبِّرُوا مَا عَلَوْا تَتْبِيرًا
ګورئ! كه تاسي ښه وکړل، نو هغه په خپله ستاسي لپاره ښه ول؛ او كه بد مو وکړل، نو هغه په خپله ستاسي لپاره بدي ثابته شوه. بيا كله چي د دوهمي وعدې وخت راغى، نو موږ نور دښمنان پر تاسي مسلط کړل چي هغوى ستاسي څېرې غمګیني کړي؛ او په مسجد (بيت المقدس) کښي په همغه شان ننوځي، لكه څنګه چي مخکي دښمنان ننوتلي ول او پر كوم شي چي د هغو لاس بر شي هغه تباه کړي.
-
عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يَرْحَمَكُمْ ۚ وَإِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا ۘ وَجَعَلْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ حَصِيرًا
کېدای شي چي اوس ستاسي رب پر تاسي رحم وکړي. خو كه تاسي بيا خپل پخوانى چلن تكرار کړ، نو موږ به هم بيا خپل عذاب تكرار کړو، او (د نعمت) منکرانو ته موږ دوږخ بنديخانه جوړه کړېده.
-
إِنَّ هَـٰذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا
حقيقت دا دى چي دغه قُرآن هغه لاره ښيي چي بيخي سمه سيخه ده. كوم كسان چي هغه ومني ښې چاري سرته ورسوي، هغو ته د ستر اجر زېرى وركوي،
-
وَأَنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا
او كوم كسان چي اخرت ونه مني، نو په یقیني توګه، موږ هغو ته دردناك عذاب تيار کړيدى.
-
وَيَدْعُ الْإِنسَانُ بِالشَّرِّ دُعَاءَهُ بِالْخَيْرِ ۖ وَكَانَ الْإِنسَانُ عَجُولًا
انسان په هغه شان بدي غواړي، لکه څنګه چي د خير غوښتل پكار دي. انسان ډېر تلوار كوونكى دى.
-
وَجَعَلْنَا اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ آيَتَيْنِ ۖ فَمَحَوْنَا آيَةَ اللَّيْلِ وَجَعَلْنَا آيَةَ النَّهَارِ مُبْصِرَةً لِّتَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ وَلِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ فَصَّلْنَاهُ تَفْصِيلًا
ګورئ! موږ شپه او ورځ دوې نښانې ګرځولي دي. د شپې نښانه مو بې نوره وګرځوله او دورځي نښانه مو روښانه کړه. تر څو تاسي د خپل رب فضل ولټولای شئ او د مياشتو كلونو حساب معلوم کړای شئ. په دغه ډول موږ هر شى په تفصيل سره يو له بله بېل کړی دی.
-
وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَائِرَهُ فِي عُنُقِهِ ۖ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا
د هر انسان شاميت (عمل) موږ د هغه په خپله غاړه کښي ځوړند کړی دى. او د قيامت په ورځ به موږ يوه ليكنه (کړنلیک) هغه ته راوباسو چي د يو پرانستي كتاب غوندي به يې ومومي،
-
اقْرَأْ كِتَابَكَ كَفَىٰ بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا
(ورته وبه ویل شي چي) ولوله خپله عمل نامه؛ نن د خپلي محاسبې لپاره ته په خپله كافي یې.
-
مَّنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۚ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ وَمَا كُنَّا مُعَذِّبِينَ حَتَّىٰ نَبْعَثَ رَسُولًا
څوك چي سمه لاره غوره کړي، د هغه سم تګ په خپله د همغه لپاره ګټور وی. او څوك چي ګمراه وي، د هغه د ګمراهۍ وبال پر همغه دى. هیڅ پېټى اخيستونكى به د بل پېټى وانخلي. او موږ عذاب ورکوونکي نه يوو، تر څو (د حق او باطل پر توپير د خلكو د پوهولو لپاره) يو پېغمبر (له پيغام سره) ونه لېږو.
-
وَإِذَا أَرَدْنَا أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا
او كله چي موږ د کومي سيمي د هلاک كولو اراده كوو، نو د هغې بډايانو ته حكم كوو، خو هغوى په نافرمانيو لاس پوري كوي، هله نو پر هغې سيمي د عذاب فېصله تطبيقيږي او موږ هغه بيخي تباه كوو.
-
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنَ الْقُرُونِ مِن بَعْدِ نُوحٍ ۗ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ بِذُنُوبِ عِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا
وګورئ! څومره نسلونه له نوح (ع) څخه را پدې خوا زموږ په حكم هلاک شول. ستا رب د خپلو بندګانو له ګناهونو څخه په پوره ډول باخبره دى او هر څه ويني.
-
مَّن كَانَ يُرِيدُ الْعَاجِلَةَ عَجَّلْنَا لَهُ فِيهَا مَا نَشَاءُ لِمَن نُّرِيدُ ثُمَّ جَعَلْنَا لَهُ جَهَنَّمَ يَصْلَاهَا مَذْمُومًا مَّدْحُورًا
څوك چي د کومي سملاسي ګټي غوښتونكى وي، هغه ته یې موږ همدلته وركوو چي چا ته د يو څه وركول وغواړو، بيا د هغه په برخه دوږخ ليكو چي هغه به ملامت او له رحمته محروم ورننووځي.
-
وَمَنْ أَرَادَ الْآخِرَةَ وَسَعَىٰ لَهَا سَعْيَهَا وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَـٰئِكَ كَانَ سَعْيُهُم مَّشْكُورًا
او څوك چي د اخرت هيله من وي او د هغه لپاره هلي ځلي وکړي، هغسي هلي ځلي چي د هغه لپاره په كار دي او هغه مؤمن هم وي، نو د هر دغسي وګړي هلو ځلو ته به د قدر په سترګه وكتل شي.
-
كُلًّا نُّمِدُّ هَـٰؤُلَاءِ وَهَـٰؤُلَاءِ مِنْ عَطَاءِ رَبِّكَ ۚ وَمَا كَانَ عَطَاءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا
هم دغو او هم هغو، دواړو ډلو ته موږ (په دنيا کښي) د ژوند وسايل وركوو، دا ستا د رب بخشش دى. او ستا د رب ورکړه د چا څخه منع نه ده.
-
انظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا
وګوره! په همدې دنيا کښي موږ يوې ډلي ته پر بلي څنګه فضيلت ورکړيدى. او په اخرت کښي به د هغې درجه لا زياته وي، او د هغې فضيلت به نور هم زيات لوړ وي.
-
لَّا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ فَتَقْعُدَ مَذْمُومًا مَّخْذُولًا
نو له الله سره بل څوك معبود مه نيسه، كه نه نو پړ، بې مرستندويه او بې ملاتړه به پاته شې.
-
۞ وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا
او ستا رب پرېکړه کړېده چي: تاسي د الله پرته بل د هیچا عبادت مه وکړئ. له مور او پلار سره ښه چار چلند وکړئ. كه ستا سره له هغو څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسیږي، نو هغو ته اُف قدري مه وايه. مه هغو ته په تور بريښ ځواب وركوه، بلکي له هغو سره په درناوي خبري كوه؛
-
وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا
او په نرمۍ او رحم سره د هغو په وړاندي مات غاړي اوسه، او دا دُعا كوه: "پروردګاره! پر دوى رحم وکړه، لكه څنګه چي دوى له زړه سوي او خواخوږۍ سره په ماشومتوب کښي زه پاللى وم."
-
رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا فِي نُفُوسِكُمْ ۚ إِن تَكُونُوا صَالِحِينَ فَإِنَّهُ كَانَ لِلْأَوَّابِينَ غَفُورًا
ستاسي رب ښه پوهیږي چي په زړونو کښي مو څه دي. كه تاسي صالحان اوسئ، نو هغه د دغسي ټولو كسانو لپاره بښنه كوونكى دى چي خپل ملامتیا ته په متوجه كېدو، د بندګۍ د سمي کړنلاري لوري ته را واوړي.
-
وَآتِ ذَا الْقُرْبَىٰ حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا
د خپلوانو، مسكينانو او مسافرو حق پوره ورکړه او بې ځايه لګښت مه كوه.
-
إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ۖ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا
بې ځايه لګښت كوونكي د شيطان وروڼه دي او شيطان د خپل رب ناشكره دى.
-
وَإِمَّا تُعْرِضَنَّ عَنْهُمُ ابْتِغَاءَ رَحْمَةٍ مِّن رَّبِّكَ تَرْجُوهَا فَقُل لَّهُمْ قَوْلًا مَّيْسُورًا
كه ته له هغو (اړو خپلوانو، مسكينانو او مسافرو) څخه څنګ وکړې، په دې اساس چي تر اوسه د الله د هغه رحمت (مال) په لټه کښي یې چي ته یې هيله من یې، نو هغو ته نرم ځواب ورکړه.
-
وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا
مه خپل لاس تر غاړي تړه او مه یې بيخي داسي غځولى پرېږده چي پړ او بيوسي پاته شې.
-
إِنَّ رَبَّكَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا
ستا رب چي چا ته غواړي روزي پراخوي او چا ته یې چي خوښه شي تنګوي یې. هغه د خپلو بندكانو له حاله باخبر دى او هغوى ويني.
-
وَلَا تَقْتُلُوا أَوْلَادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلَاقٍ ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُمْ ۚ إِنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْئًا كَبِيرًا
خپل اولادونه د بيوزلۍ له ويرې مه وژنئ، موږ به هغو ته هم روزي ورکړو او تاسي ته هم. په حقيقت کښي د هغو وژل ستره ګناه ده.
-
وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَىٰ ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا
زنا ته مه نژدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه كار دى او ډېره بده لاره ده.
-
وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ ۗ وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيِّهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِّي الْقَتْلِ ۖ إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا
پرته د حق وژني څخه، د هغه نفس د وژني مرتكب مه کېږئ چي الله حرام کړيدى. او څوك چي مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتني (قصاص) حق ورکړيدى، نو پكار ده چي هغه په وژلو کښي له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.
-
وَلَا تَقْرَبُوا مَالَ الْيَتِيمِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ حَتَّىٰ يَبْلُغَ أَشُدَّهُ ۚ وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا
د يتيم مال ته پرته د ښې طریقي څخه مه نژدې کېږئ، تر څو پوري چي هغه د خپلي ځوانۍ عمر ته ورسیږي (نو مال يې ور وسپارئ). د ژمني پابند اوسئ، دا يقيني ده چي د ژمني په اړه به تاسي وپوښتل شئ.
-
وَأَوْفُوا الْكَيْلَ إِذَا كِلْتُمْ وَزِنُوا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِيمِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا
كه په پيمانه ورکړه كوئ، نو پوره یې ډکه کړئ. كه تله كوئ، نو په سمه ترازو یې وکړئ. دا ښه کړنلاره ده او د عاقبت له پلوه هم همدا ډېره غوره ده.
-
وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۚ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَـٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا
هغه څه مه تعقيبوه چي تا ته د هغه علم نه وي. غوږونه، سترګي او زړه، هر یو د دوی څخه هرو مرو پوښتل کېدونکی دی.
-
وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا ۖ إِنَّكَ لَن تَخْرِقَ الْأَرْضَ وَلَن تَبْلُغَ الْجِبَالَ طُولًا
په ځمکه کښي وياړلى (په تکبُر سره) مه ځه، ته نه ځمکه څيرولای شې، نه د غرونو هسكوالى ته رسېدلای شې.
-
كُلُّ ذَٰلِكَ كَانَ سَيِّئُهُ عِندَ رَبِّكَ مَكْرُوهًا
له دغو چارو څخه د هر يو بد اړخ ستا د پروردګار په نزد ناكاره دى.
-
ذَٰلِكَ مِمَّا أَوْحَىٰ إِلَيْكَ رَبُّكَ مِنَ الْحِكْمَةِ ۗ وَلَا تَجْعَلْ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ فَتُلْقَىٰ فِي جَهَنَّمَ مَلُومًا مَّدْحُورًا
دا هغه د حكمت خبري دي، چي ستا رب تا ته وحیي کړيدي. او ګوره! له الله سره كوم بل معبود مه نيسه، كه نه نو په دوږخ کښي به پړ شوى او له هري ښېګڼي څخه محروم، وغورځول شې.
-
أَفَأَصْفَاكُمْ رَبُّكُم بِالْبَنِينَ وَاتَّخَذَ مِنَ الْمَلَائِكَةِ إِنَاثًا ۚ إِنَّكُمْ لَتَقُولُونَ قَوْلًا عَظِيمًا
ایا ستاسي رب پر تاسي زامن پيرزو کړل او د خپل ځان لپاره یې پرښتې لوڼې ونيولې؟ - ډېر غټ درواغ دي چي تاسي یې له خولې څخه راباسئ.
-
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـٰذَا الْقُرْآنِ لِيَذَّكَّرُوا وَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا نُفُورًا
موږ په دې قُرآن کښي په بېلابېلو ډولونو سره خلك وپوهول چي متوجه شي، خو هغوى له حق څخه لا زيات ليري کیږي.
-
قُل لَّوْ كَانَ مَعَهُ آلِهَةٌ كَمَا يَقُولُونَ إِذًا لَّابْتَغَوْا إِلَىٰ ذِي الْعَرْشِ سَبِيلًا
[اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: كه له الله سره نور خدايان هم واى، لكه چي دوى وايي؛ نو هغوی به د عرش د څښتن مقام ته هرو مرو درسېدو هڅه کړي واى.
-
سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يَقُولُونَ عُلُوًّا كَبِيرًا
هغه پاك دى او له هغو خبرو څخه ډېر پورته او لوړ دى چي دوى یې كوي.
-
تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَـٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا
د هغه پاكي خو اوه اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شيان بيانوي چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي، هيڅ شى داسي نه شته چي د هغه له ستايني سره د هغه پاكي نه بيانوي؛ خو تاسي د هغو په پاكي بيانولو نه پوهېږئ. حقيقت دا دى چي هغه ډېر زغمونكى او بښونكى دى.
-
وَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ جَعَلْنَا بَيْنَكَ وَبَيْنَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ حِجَابًا مَّسْتُورًا
كله چي ته قُرآن لولې، نو موږ ستا او پر اخرت باندي د ايمان نه راوړونكو تر منځ يوه پرده حائله ګرځوو؛
-
وَجَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۚ وَإِذَا ذَكَرْتَ رَبَّكَ فِي الْقُرْآنِ وَحْدَهُ وَلَّوْا عَلَىٰ أَدْبَارِهِمْ نُفُورًا
او د هغو پر زړونو داسي پوښ اچوو چي هغوى پرې هیڅ نه پوهیږي. او د هغو په غوږونو کښي كوڼ والى پيدا كوو. او كله چي ته په قُرآن کښي د خپل رب د يووالي يادونه كوې، نو هغوى په كركه سره مخ اړوي.
-
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَسْتَمِعُونَ بِهِ إِذْ يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ وَإِذْ هُمْ نَجْوَىٰ إِذْ يَقُولُ الظَّالِمُونَ إِن تَتَّبِعُونَ إِلَّا رَجُلًا مَّسْحُورًا
موږ ته معلومه ده چي كله هغوى ستا د خبري اورېدو ته غوږ ږدي، نو په اصل کښي څه اوري. او كله چي كښېني، په خپلو کښي پسپسی كوي. دغه ظالمان په خپلو منځو کښي وايي چي دا خو يو كوډو وهلى سړی دى چي تاسي ورپسي روان ياست.
-
انظُرْ كَيْفَ ضَرَبُوا لَكَ الْأَمْثَالَ فَضَلُّوا فَلَا يَسْتَطِيعُونَ سَبِيلًا
ګوره، دوى په تا پوري څنكه خبري تړي، دوى بې لاري شويدي. دوى د لاري موندلو وس نه لري.
-
وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا
دوی وايي: "كله چي موږ یو مټی هډوكي او خاوري شو، نو ايا موږ به بيا له سره نوي ژوندي راپاڅول شو؟"
-
۞ قُلْ كُونُوا حِجَارَةً أَوْ حَدِيدًا
دوى ته ووايه: "كه تاسي تيږه يا اوسپنه هم شئ؛
-
أَوْ خَلْقًا مِّمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ ۚ فَسَيَقُولُونَ مَن يُعِيدُنَا ۖ قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰ أَن يَكُونَ قَرِيبًا
يا له دى څخه هم كوم بل زيات سخت شى، چي ستاسي په زړونو کښي د ژوندي كېدو استعداد هیڅ په كښى نه وي، (بيا به هم تاسي راپاڅېږئ)" - دوى به هرو مرو پوښتنه وکړي: "هغه څوك دى چي موږ بيا د ژوند لوري ته را واړوي؟"- ځواب ورکړه: "همغه ذات چي تاسي یې په لومړي ځل پيدا کړي یاست." - هغوى به په سر خوځولو پوښتنه وکړي: "ښه نو، دا به كله وي؟" - ورته ووايه: "ولي حېرانېږئ؟ هغه وخت نژدې راتلونكى دى؛
-
يَوْمَ يَدْعُوكُمْ فَتَسْتَجِيبُونَ بِحَمْدِهِ وَتَظُنُّونَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا
په كومه ورځ چي هغه تاسي ته غږ وکړي، نو تاسي به د ستايني په حال کښي، د هغه د بلني په ځواب کښي را ووځئ او په هغه وخت کښي به ستاسي ګومان دا وي چي موږ د لږ وخت لپاره په دې حال کښي پاتي شوي يوو."
-
وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُوا الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا
او [اې محمده (ص)!] زما (مؤمنو) بندګانو ته ووايه چي (خلکو ته) هغه څه وایاست چي ډېر ښه وي. په اصل کښي دا شيطان دى چي د انسانانو په منځ کښي د فساد اچولو هڅه كوي. حقيقت دا دى چي شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.
-
رَّبُّكُمْ أَعْلَمُ بِكُمْ ۖ إِن يَشَأْ يَرْحَمْكُمْ أَوْ إِن يَشَأْ يُعَذِّبْكُمْ ۚ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا
ستاسي رب ستاسي په حال باندي ډېر ښه خبر دى. كه هغه وغواړي نو پر تاسي به رحم وکړي او كه یې خوښه شي نو عذاب به درکړي. او [اې پېغمبره (ص)!] موږ ته خلكو ته څارونكى نه یې لېږلی.
-
وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِمَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَلَقَدْ فَضَّلْنَا بَعْضَ النَّبِيِّينَ عَلَىٰ بَعْضٍ ۖ وَآتَيْنَا دَاوُودَ زَبُورًا
ستا رب په اسمانونو او ځمکه کښي مخلوق ډېر ښه پيژني. موږ ځينو پېغمبرانو ته په ځينو نورو زياتي مرتبې ورکړي او موږ داؤد(ع) ته زبور ورکړی ؤ.
-
قُلِ ادْعُوا الَّذِينَ زَعَمْتُم مِّن دُونِهِ فَلَا يَمْلِكُونَ كَشْفَ الضُّرِّ عَنكُمْ وَلَا تَحْوِيلًا
دوى ته ووايه: هغه معبودان وبلئ چي تاسي یې له خدايه پرته (خپل كار جوړوونكي ) ګڼئ، هغوى نه ستاسي څخه كوم کړاؤ ايسته کولای شي او نه یې بدلولاى شي.
-
أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ يَدْعُونَ يَبْتَغُونَ إِلَىٰ رَبِّهِمُ الْوَسِيلَةَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ وَيَرْجُونَ رَحْمَتَهُ وَيَخَافُونَ عَذَابَهُ ۚ إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ كَانَ مَحْذُورًا
دوی چي چا ته بلنه وركوي (معبود یې نیسي)، هغوى خو په خپله د خپل رب حضور ته د رسېدو وسيلې په لټه کښي دي، چي كوم يو هغه ته زيات نژدې شي. او د الله د رحمت هيله من او د هغه د عذاب څخه وېرېدونكي دي. حقيقت دا دى چي همدا ستا د رب عذاب د ويري وړ دى.
-
وَإِن مِّن قَرْيَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا
او هیڅ داسي سيمه نه شته چي موږ هغه (د هغې اوسيدونكي) له قيامت څخه مخكي هلاک نه کړو يا سخت عذاب ورنه کړو. دا په الهي كتاب (لوح محفوظ) کښي ليكل شويدی.
-
وَمَا مَنَعَنَا أَن نُّرْسِلَ بِالْآيَاتِ إِلَّا أَن كَذَّبَ بِهَا الْأَوَّلُونَ ۚ وَآتَيْنَا ثَمُودَ النَّاقَةَ مُبْصِرَةً فَظَلَمُوا بِهَا ۚ وَمَا نُرْسِلُ بِالْآيَاتِ إِلَّا تَخْوِيفًا
او موږ د معجزو له لېږلو څخه بل څه نه يوو منع کړي، مګر دغي خبري چي له دې نه مخکي خلكو هغه درواغ ګڼلې دي (لكه وګورئ) ثموديانو ته موږ په څرګنده اوښه را وستله او هغو ورباندي ظلم وکړ. موږ معجزې ددې لپاره لېږو چي خلك د هغو په ليدلو ووېريږي.
-
وَإِذْ قُلْنَا لَكَ إِنَّ رَبَّكَ أَحَاطَ بِالنَّاسِ ۚ وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلَّا فِتْنَةً لِّلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآنِ ۚ وَنُخَوِّفُهُمْ فَمَا يَزِيدُهُمْ إِلَّا طُغْيَانًا كَبِيرًا
[اې محمده (ص) ياد کړه!] موږ تا ته ويلي ول چي ستا رب دغه خلك ايسار کړيدي. او دغه څه چي (د معراج په شپه) موږ تا ته ښودلي؛ او هغه ونه چي په قُرآن کښي پرې لعنت کړای شويدى، ددغو خلكو لپاره مو یوازي يوه فتنه وګرځوله. موږ دوى ته د اخطار له پاسه اخطار وركوو، خو هر اخطار د دوى سرغړونه لا پسي زياتوي.
-
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ قَالَ أَأَسْجُدُ لِمَنْ خَلَقْتَ طِينًا
او ياد کړه كله چي موږ پرښتو ته وويل چي ادم (ع) ته سجده وکړئ، نو ټولو سجده وکړه، خو ابليس ونه کړه، هغه وويل: "ايا زه هغه چا ته سجده وکړم چي تا هغه له خټي څخه پيدا کړيدى؟
-
قَالَ أَرَأَيْتَكَ هَـٰذَا الَّذِي كَرَّمْتَ عَلَيَّ لَئِنْ أَخَّرْتَنِ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَأَحْتَنِكَنَّ ذُرِّيَّتَهُ إِلَّا قَلِيلًا
بيا یې وويل: "ايا دى ددې وړ دی چي پر ما دي فضيلت ورکړ؟ - كه ته ما ته د قيامت تر ورځي پوري مهلت راکړې، نو زه به دده د ټول ځوځات سټه وباسم، یوازي لږ غوندي كسان به را څخه وژغورل شي."
-
قَالَ اذْهَبْ فَمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ فَإِنَّ جَهَنَّمَ جَزَاؤُكُمْ جَزَاءً مَّوْفُورًا
الله تعالى وفرمايل: "ښه دی، لاړ شه، له هغو څخه چي هر څوك ستا پيروي وکړي، ستا په شمول د هغو ټولو لپاره د دوږخ پوره بشپړه سزا ده.
-
وَاسْتَفْزِزْ مَنِ اسْتَطَعْتَ مِنْهُم بِصَوْتِكَ وَأَجْلِبْ عَلَيْهِم بِخَيْلِكَ وَرَجِلِكَ وَشَارِكْهُمْ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ وَعِدْهُمْ ۚ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا
او هر هغه څوك چي په خپلي بلني سره ښوی یولاى شې، ویې ښويوه، خپل سپاره پلي دي ورباندي راوله، په مالونو او اولادونو کښي ورسره برخه وال شه، او هغوى د وعدو په دام کښي ونښلوه. له دوی سره د شيطان وعدې له يوې غولوني پرته نور هیڅ هم نه دي.
-
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ ۚ وَكَفَىٰ بِرَبِّكَ وَكِيلًا
بېشكه زما پر بندګانو به ته كوم تسلط ونه لرې. او د توكُل لپاره ستا رب كافي دى."
-
رَّبُّكُمُ الَّذِي يُزْجِي لَكُمُ الْفُلْكَ فِي الْبَحْرِ لِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا
ستاسي حقيقي رب خو هغه دى چي په سمندر کښي ستاسي کښتۍ چلوي تر څو چي تاسي د هغه د فضل لټه وکړئ. حقيقت دا دى چي هغه ستاسي پر حال ډېر زيات مهربان دى.
-
وَإِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فِي الْبَحْرِ ضَلَّ مَن تَدْعُونَ إِلَّا إِيَّاهُ ۖ فَلَمَّا نَجَّاكُمْ إِلَى الْبَرِّ أَعْرَضْتُمْ ۚ وَكَانَ الْإِنسَانُ كَفُورًا
كله چي په سمندر کښي پر تاسي مصيبت راځي، نو له هغه يوه ذات څخه پرته چي نورو ته بلنه وركوئ، هغوی ټول ورکیږي. خو كله چي هغه تاسي ژغوري، وچي ته مو رسوي؛ نو تاسي له هغه څخه مخ اړوئ. په رښتيا چي انسان ډېر ناشكره دى.
-
أَفَأَمِنتُمْ أَن يَخْسِفَ بِكُمْ جَانِبَ الْبَرِّ أَوْ يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ وَكِيلًا
نو ايا تاسي له دې خبري څخه بيخي بې غمه ياست چي خداى به كله پر همدې وچه تاسي په ځمکه کښي ننباسي، يا به پر تاسي تیږي وروونكى طوفان را والوزوي او تاسي به له هغه څخه هيڅ ژغورونكى ملاتړ ونه مومئ؟
-
أَمْ أَمِنتُمْ أَن يُعِيدَكُمْ فِيهِ تَارَةً أُخْرَىٰ فَيُرْسِلَ عَلَيْكُمْ قَاصِفًا مِّنَ الرِّيحِ فَيُغْرِقَكُم بِمَا كَفَرْتُمْ ۙ ثُمَّ لَا تَجِدُوا لَكُمْ عَلَيْنَا بِهِ تَبِيعًا
او ايا تاسي له دې څخه څه ويره نه لرئ چي خداى به بيا په كوم وخت کښي تاسي سمندر ته بوځي او ستاسي د ناشكرۍ په بدله کښي به پر تاسي سخت طوفاني باد والوزوي، غرق به مو کړي؛ او ستاسي به داسي څوك نه وي چي زموږ څخه ستاسي ددغه عاقبت پوښتنه ګروېږنه وکړاى شي؟
-
۞ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا
دا خو زموږ پېرزوينه ده چي بنيادم ته مو لویي ورکړه، په وچه او لمده کښي مو سپرلۍ ورکړي او له پاكو شيانو څخه مو روزي ور په برخه کړه او پر خپلو زياترو مخلوقاتو مو ښكاره لوړتيا ور وبښله.
-
يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ ۖ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُولَـٰئِكَ يَقْرَءُونَ كِتَابَهُمْ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا
هغه ورځ په پام کښي ونيسه چي موږ هره ډله د هغې له رهبرانو سره راوغواړو. په هغه وخت کښي چي كومو كسانو ته خپله عملنامه په ښى لاس کښي ورکړل شوه، هغوى به خپله عملنامه ولولي او پر هغو به يو بڅرى ظلم ونشي.
-
وَمَن كَانَ فِي هَـٰذِهِ أَعْمَىٰ فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَىٰ وَأَضَلُّ سَبِيلًا
او څوك چي په دې دنيا کښي ړوند پاته شو، هغه به په اخرت کښي هم ړوند پاته شي؛ بلکي په لار موندنه کښي له ړندو څخه هم زيات ناكام.
-
وَإِن كَادُوا لَيَفْتِنُونَكَ عَنِ الَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ لِتَفْتَرِيَ عَلَيْنَا غَيْرَهُ ۖ وَإِذًا لَّاتَّخَذُوكَ خَلِيلًا
[اې محمده(ص)!] دوى ستا په فتنه غورځولو کښي هیڅ سُستي ونه کړه: له هغي وحيي څخه دي را واړوي چي موږ درلېږلي ده، تر څو چي ته زموږ پر نوم له خپله ځانه كومه خبره جوړه کړې. كه تا داسي کړي واى، نو هغو هرومرو ته په دوستۍ نيولې.
-
وَلَوْلَا أَن ثَبَّتْنَاكَ لَقَدْ كِدتَّ تَرْكَنُ إِلَيْهِمْ شَيْئًا قَلِيلًا
او لیري نه وه چي كه موږ ته ټينګ کړی نه واى، نو ته به د هغو لوري ته څه ناڅه ورمات شوى وای،
-
إِذًا لَّأَذَقْنَاكَ ضِعْفَ الْحَيَاةِ وَضِعْفَ الْمَمَاتِ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ عَلَيْنَا نَصِيرًا
خو كه تا داسي کړي واى، نو موږ به پر تا په دې دنيا کښي هم د دوه برابره عذاب خوند څكلى واى او په اخرت کښي به هم د دوه برابره عذاب. بيا به زموږ په مقابله کښي تا كوم مرستندوى نه واى موندلای.
-
وَإِن كَادُوا لَيَسْتَفِزُّونَكَ مِنَ الْأَرْضِ لِيُخْرِجُوكَ مِنْهَا ۖ وَإِذًا لَّا يَلْبَثُونَ خِلَافَكَ إِلَّا قَلِيلًا
او دوى دغي خبري ته هم ملا تړلې ده چي له دغه هيواد څخه ستا قدم ايسته کړي او تا له دې ځايه وباسي. خو كه دوى دغه كار وکړي، نو ستا وروسته به په خپله دوى هم دلته دومره زيات وخت استوګنه ونشي کړای.
-
سُنَّةَ مَن قَدْ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِن رُّسُلِنَا ۖ وَلَا تَجِدُ لِسُنَّتِنَا تَحْوِيلًا
دا زموږ ځانګړې کړنلاره ده چي د هغو ټولو پېغمبرانو په باب مو چلولې ده، چي ستا څخه مخکي مو لېږلي ول، او زموږ په کړنلاره کښي به ته كوم بدلون ونه مومې.
-
أَقِمِ الصَّلَاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَىٰ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ ۖ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُودًا
لمونځ، د لمر له زوال څخه د شپې تر ترږمۍ پوري قايم کړه، او د سهار قرأت (لمونځ) هم لوله؛ ځكه چي د سهار په قرأت لوستلو (د سهار په لمانځه) شاهدي وهل کیږي.
-
وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَىٰ أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا
او د شپي تهجُد وکړه، دا ستا لپاره نفل دي. لیري نه ده چي ستا رب تا د ستايني د وړ مقام خاوند کړي.
-
وَقُل رَّبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَل لِّي مِن لَّدُنكَ سُلْطَانًا نَّصِيرًا
او دُعا وکړه چي «پروردګاره! ما چي چيرته بيايې له رښتينولۍ سره مى بوځه او له هره ځايه چي مي باسې له رښتينولۍ سره مي وباسه. او له خپل لوري څخه يو قدرت زما مرستندوى وګرځوه».
-
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا
او اعلان وکړه چي: "حق راغى او باطل له منځه لاړ، باطل له منځه تلونكى دى."
-
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ۙ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًا
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د منونكو لپاره شفا او رحمت دى، خو د ظالمانو لپاره له زيان څخه پرته بل څه نه زياتوي.
-
وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَىٰ بِجَانِبِهِ ۖ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسًا
د انسان دا حال دى چي كله موږ پېرزوينه پرې كوو، مغروره کیږي او شا اړوي. او كله چي لږ غوندي له کړاو سره مخامخ کیږي، نو ناهيلى کیږي.
-
قُلْ كُلٌّ يَعْمَلُ عَلَىٰ شَاكِلَتِهِ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَىٰ سَبِيلًا
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "هر څوك په خپله کړنلاره عمل كوي، اوس په دې ستاسي رب ښه پوهيږي چي څوك پر سمه لاره دى."
-
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُم مِّنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا
دوى ستا څخه د روح په باب پوښتنه كوي، ورته ووايه: "روح زما د رب په حكم راځي، خو تاسي له علم څخه لږه برخه موندلې ده."
-
وَلَئِن شِئْنَا لَنَذْهَبَنَّ بِالَّذِي أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ ثُمَّ لَا تَجِدُ لَكَ بِهِ عَلَيْنَا وَكِيلًا
او [اې محمده (ص)!] كه موږ وغواړو هغه ټول څه به ستا څخه واخلو، چي د وحيي په وسيله مو تا ته درکړيدي؛ بيا به ته زموږ په مقابل کښي د هغه د بیرته ورکړي، كوم ملاتړ ونه مومې.
-
إِلَّا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۚ إِنَّ فَضْلَهُ كَانَ عَلَيْكَ كَبِيرًا
دغه څه چي درکړای شويدي، د خپل پروردګار په رحمت درکړای شوي دي. حقيقت دا دى چي د هغه مهرباني پر تا ډېره زياته ده.
-
قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هَـٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا
ورته ووايه: "كه انسانان او پيريان ټول لاسونه يو کړي چي د دغه قُرآن غوندي د كوم شي د راوړلو هڅه وکړي، نو را به یې نه شي وړلای، كه ټول يو له بل سره مرسته هم وکړي."
-
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِي هَـٰذَا الْقُرْآنِ مِن كُلِّ مَثَلٍ فَأَبَىٰ أَكْثَرُ النَّاسِ إِلَّا كُفُورًا
موږ په دې قُرآن کښي خلك په هر هر ډول وپوهول، خو زياتره خلك پر انكار كلك ودرېدل؛
-
وَقَالُوا لَن نُّؤْمِنَ لَكَ حَتَّىٰ تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْأَرْضِ يَنبُوعًا
او ویې ويل: "موږ به ستا خبره تر هغه پوري ونه منو، تر څو ته زموږ لپاره ځمکه څيري او يوه چينه ونه بهوې.
-
أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِّن نَّخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْأَنْهَارَ خِلَالَهَا تَفْجِيرًا
يا ستا لپاره د كجورو(خُرما) او انګورو يو باغ پيدا شي او ته په هغه کښي ویالې رواني کړې،
-
أَوْ تُسْقِطَ السَّمَاءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِيَ بِاللَّهِ وَالْمَلَائِكَةِ قَبِيلًا
يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې، لكه چي دعوه كوې. يا خداى او پرښتې موږ ته مخامخ راولې،
-
أَوْ يَكُونَ لَكَ بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقَىٰ فِي السَّمَاءِ وَلَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّكَ حَتَّىٰ تُنَزِّلَ عَلَيْنَا كِتَابًا نَّقْرَؤُهُ ۗ قُلْ سُبْحَانَ رَبِّي هَلْ كُنتُ إِلَّا بَشَرًا رَّسُولًا
يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور واوسي. يا ته اسمان ته وخيژې او ستا په ختلو به هم موږ باور ونه کړو، تر څو ته پر موږ يوه داسي ليكنه نازله نه کړې چي موږ یې ولولو." - دوى ته ووايه: " زما پروردګار پاك دى! ايا زه له يو پيغام راوړونكي انسان څخه پرته بل څه يم؟"
-
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَىٰ إِلَّا أَن قَالُوا أَبَعَثَ اللَّهُ بَشَرًا رَّسُولًا
كله چي خلكو ته هدايت راغى، نو پر هغه له ايمان راوړلو څخه كوم بل شي منع نه کړل، مګر د هغو دغې وينا چي: "ايا الله بشر پېغمبر را لېږلى دى؟"
-
قُل لَّوْ كَانَ فِي الْأَرْضِ مَلَائِكَةٌ يَمْشُونَ مُطْمَئِنِّينَ لَنَزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السَّمَاءِ مَلَكًا رَّسُولًا
دوى ته ووايه: "كه په ځمکه کښي پرښتې په ډاډينه ګرځېداى راګرځېداى، نو موږ به هرومرو له اسمانه كومه پرښته د هغو لپاره پېغمبر لېږلی واى."
-
قُلْ كَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا
دوى ته ووايه: "زما او ستاسي په منځ کښي یوازي د يو الله شاهدي كافي ده. هغه د خپلو بندګانو له حال څخه خبردار دى او هر څه ويني."
-
وَمَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِهِ ۖ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا ۖ مَّأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا
چا ته چي الله لار وښيي هماغه لار موندونكى دى، او هغه چي څوك په ګمراهۍ کښي وغورځوي، نو ته به د داسي خلكو لپاره له هغه پرته بل هیڅ ملاتړ او مرستندوی ونشې موندلای. دغه خلك به موږ د قيامت په ورځ پړمخي، ړانده، ګونګيان، كاڼه را کاږو، د هغو استوګنځى دوږخ دى. كله چي د هغه د اور تاو سُستيږي، موږ به یې نور هم زياتوو؛
-
ذَٰلِكَ جَزَاؤُهُم بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا
دا د هغو ددغه حركت مجازات دي چي زموږ له ايتونو منكر شول او ویې ويل: "ايا كله چي موږ یوازي هډوكي او خاوري پاته شو، نو موږ به بیا له سره نوي پيدا کړای شوي، راپاڅول شو؟"
-
۞ أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ قَادِرٌ عَلَىٰ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلًا لَّا رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلَّا كُفُورًا
ايا هغوى پر دې غور نه دى کړی چي كوم خداى چي اسمانونه او ځمکه پيدا کړيدي، هغه هرومرو د دوى غوندي پيدا كولو وس لري؟ هغه د دوى د دوهم ژوند لپاره يوه نېټه ټاكلې ده چي د هغې راتګ يقيني دى. خو د ظالمانو دا ټينګار دى چي له دې څخه به انكار وکړي.
-
قُل لَّوْ أَنتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَّأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْإِنفَاقِ ۚ وَكَانَ الْإِنسَانُ قَتُورًا
دوى ته ووايه: كه زما د رب د رحمت خزانې ستاسي په لاس کښي واى، نو تاسي به د هغو د لګېدو له ويري هرومرو زيرمه کړي، ساتلي واى. په رښتيا چي انسان ډېر تنګ زړى (بخیل) دى.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَىٰ تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۖ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَىٰ مَسْحُورًا
موږ موسى(ع) ته نهه نښانې ورکړي وې چي په ډاګه څرګنده یې ښودلې. اوس دا په خپله ته له بني اسرائيلو څخه پوښتنه وکړه چي كله هغه ورته مخامخ راغلی، نو فرعون همدا ويلي ول: " اې موسى، زه دا ګڼم چي پر تا هرومرو کوډي شوي دي."
-
قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنزَلَ هَـٰؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا
موسى (ع) د هغه په ځواب کښي وويل: "ته ښه پوهېږې چي دغه سترګي پرانستونكي نښانې د اسمانونو او ځمكي له پروردګار څخه پرته بل چا نه دي نازلي کړي. او زما ګومان دا دى، اې فرعونه ستا هلاکت او كم بختي راغلې ده."
-
فَأَرَادَ أَن يَسْتَفِزَّهُم مِّنَ الْأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ جَمِيعًا
په پاى کښي فرعون وپتييله چي موسى(ع) او بني اسرائيل له هیواد څخه وشړي، خو موږ فرعون او د هغه ملګري يو ځاى غرق کړل.
-
وَقُلْنَا مِن بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُوا الْأَرْضَ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا
او له هغه وروسته موږ بني اسرائيلو ته وويل چي اوس په دې ځمکه کښي و اوسیږئ، بيا كله چي د اخرت وخت او نېټه پوره شي، نو موږ به تاسي ټول يو ځاى را حاضر کړو.
-
وَبِالْحَقِّ أَنزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ ۗ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا
دغه قُرآن موږ پر حقه سره نازل کړيدى او په حقه سره دى نازل شويدى. او [اې محمده (ص)!] ته موږ له دې پرته د بلي وظيفې لپاره نه یې لېږلی چي (څوك يې ومني هغه ته) زيري ورکړې او ( چي څوك يې ونه منى هغه ته) اخطار ورکړې.
-
وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَىٰ مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنزِيلًا
او دغه قُرآن موږ بېلابېل کړی، لېږلی مو دى؛ تر څو چي ته یې په وقفه وقفه خلكو ته واوروې. او دا موږ (د وخت وخت په تناسب) په تدريج سره نازل کړيدى.
-
قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا ۚ إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِن قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا
[اې محمده (ص)!] دغو خلكو ته ووايه چي كه تاسي يې ومنئ او كه یې ونه منئ، كومو كسانو ته چي له دې څخه مخکي علم ورکړای شويدى، هغو ته چي كله دا اورول کیږي، نو هغوى پړ مخي په سجده لوېږي؛
-
وَيَقُولُونَ سُبْحَانَ رَبِّنَا إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًا
او په لوړ غږ وايي: "زموږ پروردګار پاك دى، د هغه وعده خو پوره کېدونكې وه."
-
وَيَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا ۩
او هغوى پړ مخي په ژړا لوېږي او د هغه په اورېدو سره يې تواضع لا پسي زياتيږي.
-
قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَـٰنَ ۖ أَيًّا مَّا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ ۚ وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: كه د الله په ويلو یې وبلئ او كه د الرحمان په ويلو، په هر نامه یې چي وبلئ، د هغه لپاره ټول غوره نومونه دي. او خپل لمونځ مه په ډېر لوړ اواز سره كوه او مه په ډېر ټيټ اواز سره، ددې دواړو په منځ کښي منځنۍ درجه لهجه غوره کړه.
-
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا
او ووايه ټوله ثنا او ستاينه د هغه خداى لپاره ده چي هغه نه څوك په زوى توب سره نيولى دى، نه په باچاهۍ کښي څوك ورسره شريك دى، او نه هغه بېوسی دى چي څوك د هغه ملاتړ وي. او د هغه لويي بيان کړه، كامله درجه لويي.
۱۷. سورت الإسراء
الإسراء
Al-Isra / الإسراء · ۱۷ · ۱۱۱ آیتونه
دا پاڼه د سورت الإسراء عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.