-
حم
حا، میم؛
-
تَنزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
د دغه كتاب نازليدل، د الله لخوا دي، چي برلاسى او د حكمت څښتن دى.
-
إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّلْمُؤْمِنِينَ
حقيقت دا دى چي په اسمانونو او ځمکه کښي بې شمېره نښانې د ايمان راوړونكو لپاره دي.
-
وَفِي خَلْقِكُمْ وَمَا يَبُثُّ مِن دَابَّةٍ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ
او ستاسي پخپل پيداېښت کښي او په هغو حيواناتو کښي چي الله یې( په ځمکه کښي) خپوروي، ستري نښانې د هغو كسانو لپاره دي چي باور كوونكي دى.
-
وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِن رِّزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
او د شپې او ورځي په توپير او بل رنګۍ كي، او د روزۍ په هغو اسبابو كي چي الله يې له اسمانه نازلوي، بيا د هغې په وسيله مړه ځمکه را ژوندۍ كوي او د بادونو په ګرځېدو کښي ډيري نښانې د هغو خلكو لپاره دي چي له پوهي څخه كار اخلي؛
-
تِلْكَ آيَاتُ اللَّهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۖ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَ اللَّهِ وَآيَاتِهِ يُؤْمِنُونَ
دا د الله نښانې دي چي موږ یې تا ته په حقه سمي لولو (بيانوو). ښه نو له الله او د هغه له ايتونو وروسته به بله څه خبره وي چي دوى به پرې ايمان راوړي؟
-
وَيْلٌ لِّكُلِّ أَفَّاكٍ أَثِيمٍ
د هر هغه دراوغجن بدعمله انسان لپاره تباهي ده،
-
يَسْمَعُ آيَاتِ اللَّهِ تُتْلَىٰ عَلَيْهِ ثُمَّ يُصِرُّ مُسْتَكْبِرًا كَأَن لَّمْ يَسْمَعْهَا ۖ فَبَشِّرْهُ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ
چي د هغه په وړاندي د الله ايتونه لوستل کیږي او هغه یې اوري، بيا په پوره تكبُر سره پر خپل كفر باندي داسي ټينګار كوي چي ګواکي هغه یې هيڅ نه دي اوريدلي. دغسي انسان ته د درد ناك عذاب زيرى واوروه؛
-
وَإِذَا عَلِمَ مِنْ آيَاتِنَا شَيْئًا اتَّخَذَهَا هُزُوًا ۚ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
كله چي هغه زموږ له ايتونو څخه په كومه خبره باندي پوهيږي، نو په هغې پوري ټوكي او مسخرې كوي. ددغه راز ټولو خلكو لپاره د ذلت عذاب دى؛
-
مِّن وَرَائِهِمْ جَهَنَّمُ ۖ وَلَا يُغْنِي عَنْهُم مَّا كَسَبُوا شَيْئًا وَلَا مَا اتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
د دوی په مخ کي (له مرګ وروسته) دوږخ دى. هر څه چي یې په دنيا کښي ګټلي دي، د هغو څخه به هيڅ شى ورته په درد ونه خوري، نه به یې هغه سر پرستان ورته څه وکړاى شي چي له الله پرته یې خپل سرپرستان نيولي دي. د دوی لپاره لوى عذاب دى.
-
هَـٰذَا هُدًى ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَهُمْ عَذَابٌ مِّن رِّجْزٍ أَلِيمٌ
دغه قُرآن له سره تر پايه هدايت دى، او د هغو خلكو لپاره د مصيبت دردناك عذاب دى چي د خپل رب د ايتونو له منلو څخه یې انكار وکړ.
-
۞ اللَّهُ الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِن فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
همدا د الله ذات دى چي ستاسي لپاره یې سمندر اېل (تابع) کړ، تر څو په امر یې په هغه کښي بېړۍ وچليږي او تاسي د الله د فضل لټون وکړئ او شكر كوونكي اوسئ.
-
وَسَخَّرَ لَكُم مَّا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِّنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
هغه د اسمانونو او ځمکي ټول شيان ستاسي لپاره مسخر کړل، هر څه له خپل لوري څخه؛ پدې کښي سترى نښانې د هغو خلكو لپاره دي چي غور او فكر كوونكي دي.
-
قُل لِّلَّذِينَ آمَنُوا يَغْفِرُوا لِلَّذِينَ لَا يَرْجُونَ أَيَّامَ اللَّهِ لِيَجْزِيَ قَوْمًا بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] ايمان راوړونكو ته ووايه: كوم كسان چي د الله (ج) لخوا د بدو ورځو د راتلو څخه ويره نه لري، د هغوى پر حركتونو باندي له تېريدني څخه كار واخلئ، تر څو چي الله پخپله يوې ډلي ته د هغې د کړنو بدله ورکړي.
-
مَنْ عَمِلَ صَالِحًا فَلِنَفْسِهِ ۖ وَمَنْ أَسَاءَ فَعَلَيْهَا ۖ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ
څوك چي ښه عمل وکړي، د خپل ځان لپاره به یې وکړي؛ او څوك چي بدي وکړي، هغه به پخپله د هغې نتيجه وګالي. بيا ستاسي ټولو د خپل رب خوا ته ورتلل دي.
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
له دې څخه مخکي بني اسرائيلو ته موږ كتاب، حُكم او نبوت ورکړی ؤ، هغو ته مو د ژوند غوره وسايل ورکړل، د ټولي نړۍ پر خلكو مو هغو ته فضيلت ورکړ؛
-
وَآتَيْنَاهُم بَيِّنَاتٍ مِّنَ الْأَمْرِ ۖ فَمَا اخْتَلَفُوا إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
او د دين په چارو کښي مو هغو ته څرګند هدايات ورکړل. بيا چي د هغو په منځ کښي كوم اختلاف را پيدا شو، هغه (د ناخبرتيا له امله نه، بلکي) د علم له راتلو څخه وروسته وشو او په دې اساس وشو چي هغوی غوښتل پخپلو منځو کښي يو پر بل باندي تېرى وکړي. ستا رب به د قيامت په ورځ د هغو چارو فېصله وکړي، چي هغوى پکښي اختلاف كوي.
-
ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَىٰ شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
له دې وروسته اوس [اې پېغمبره (ص)!] موږ د دين په باب په يوه روښانه لاره (شريعت) باندي ته برابر کړی یې. له دې كبله ته پر هماغې باندى لاړ شه؛ او د هغو كسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه كوه چي علم نه لري.
-
إِنَّهُمْ لَن يُغْنُوا عَنكَ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۖ وَاللَّهُ وَلِيُّ الْمُتَّقِينَ
د الله په مقابل كي هغوى تا ته هيڅ په درد نشي خوړلای. ظالمان پخپلو کښي يو د بل ملګري دي؛ او د پرهېزګارو خلكو ملګرى الله دى.
-
هَـٰذَا بَصَائِرُ لِلنَّاسِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ
دا (قُرآن) د ټولو خلكو لپاره د بصيرت روښنايۍ او پندونه دی او د هغو خلكو لپاره هدايت او رحمت دی چي باور وکړي.
-
أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَن نَّجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَّحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ
ايا هغه كسانو چي د بدۍ مرتكب شويدي، دا انګېرلې ده چي موږ به هغوى او ايمان راوړونكي او نېک عمل كوونكي سره برابر کړو چي د هغو ژوند او مرګ يو شانته شي؟ - ډېره ناوړه فېصله ده چي دوى یې صادروي.
-
وَخَلَقَ اللَّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَلِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
الله خو اسمانونه او ځمکه په حقه پيدا کړيدي او د دې لپاره یې کړيدي چي هر چا ته د هغه د کړنو بدله ورکړه شي. پر خلكو به هيڅكله ظلم ونه شي.
-
أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَـٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِ غِشَاوَةً فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
نو ايا تا كله د هغه چا په حال باندي غور کړی دى چي خپل نفسي خواهش یې خپل خداى وګرځاوه؟ او الله له علم سره، هغه په ګمراهۍ کښي وغورځاوه او د هغه پر زړه او غوږونو باندي یې مُهر وواهه او د هغه پر سترګو یې پردې وغوړولې. له الله څخه وروسته اوس بل څوك دى چي هغه ته هدايت وکړي؟ ايا تاسي څه درس نه اخلئ؟
-
وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ
دوى وایي: "ژوند فقط همدغه زموږ دنيوي ژوند دى، همدلته زموږ مړه کېدل او ژوندي کېدل دي او د ورځو له څرخ څخه پرته بل كوم شى نه شته چي موږ هلاک کوي." - په حقيقت کښي په دې باب له دوى سره څه علم نه شته، دوى محضي د ګومان پر اساس دغه خبري كوي.
-
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ مَّا كَانَ حُجَّتَهُمْ إِلَّا أَن قَالُوا ائْتُوا بِآبَائِنَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
او كله چي زموږ څرګند ايتونه دوى ته اورول کیږي، نو له دوى سره پرته له دې كوم دلیل نه وي چي كه تاسي رښتيني یاست، نو زموږ پلرونه، نیکونه راولئ.
-
قُلِ اللَّهُ يُحْيِيكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يَجْمَعُكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "الله تاسي ته ژوند دربښي، بيا همغه مرګ دركوي، بيا همغه به تاسي د قيامت په هغه ورځ راغونډ کړي چي په راتګ کښي یې هيڅ شك نشته. خو زياتره خلك نه پوهیږي."
-
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يَوْمَئِذٍ يَخْسَرُ الْمُبْطِلُونَ
د اسمانونو او ځمکي باچاهي د الله ده؛ او په كومه ورځ چي د قيامت ساعت راغلى وي، په هغه ورځ به باطل پرستان په خساره کښي وغورځيږي.
-
وَتَرَىٰ كُلَّ أُمَّةٍ جَاثِيَةً ۚ كُلُّ أُمَّةٍ تُدْعَىٰ إِلَىٰ كِتَابِهَا الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
په هغه وخت کښي به ته هره ډله پر زنګنو باندي پراته وګورې. هري ډلي ته به بلنه ورکړه شي چي راشئ او خپله عملنامه وګورئ. هغو ته به وويل شي: "نن به تاسي ته د هغو عملونو بدله درکړه شي چي تاسي كول؛
-
هَـٰذَا كِتَابُنَا يَنطِقُ عَلَيْكُم بِالْحَقِّ ۚ إِنَّا كُنَّا نَسْتَنسِخُ مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
دا زموږ تياره کړې عملنامه ده، چي پر تاسي سمه صحيح شاهدي وايي، تاسي چي هر څه كول موږ هغه ليكل."
-
فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُدْخِلُهُمْ رَبُّهُمْ فِي رَحْمَتِهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْمُبِينُ
نو كومو كسانو چي ايمان راوړى ؤ او نېک عملونه یې کړي ول، د هغو رب به یې پخپل رحمت کښي داخل کړي او همدا څرګند برياليتوب دى.
-
وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا أَفَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَاسْتَكْبَرْتُمْ وَكُنتُمْ قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
او كوم كسان چي كافران شوي ول، هغو ته به وويل شي: "ايا زما ايتونه تاسو ته نه ول اورول شوي؟ - خو تاسي تكبُر وکړ او مجرم قوم واست؛
-
وَإِذَا قِيلَ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَالسَّاعَةُ لَا رَيْبَ فِيهَا قُلْتُم مَّا نَدْرِي مَا السَّاعَةُ إِن نَّظُنُّ إِلَّا ظَنًّا وَمَا نَحْنُ بِمُسْتَيْقِنِينَ
او كله چي ويل کېدل چي د الله وعده پر حق ده او د قيامت په راتلو کښي څه شك نشته، نو تاسي به ويل چي موږ نه پوهیږو قيامت څه وي، موږ خو فقط يو ګومان غوندي لرو، او زموږ باور نه راځي."
-
وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا عَمِلُوا وَحَاقَ بِهِم مَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
په هغه وخت کښي به هغو ته د خپلو عملونو بدۍ څرګندي شي او په همغه څه کښي به راګير شي چي په هغه پوري یې ټوكي او مسخرې كولې؛
-
وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَـٰذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن نَّاصِرِينَ
او هغو ته به وويل شي: "نن موږ هم تاسي په همغه شان هېروو لكه څنګه چي تاسي د دغي ورځي ملاقات هېر کړی و. ستاسي هستوګنځى اوس دوږخ دى او هيڅوك ستاسي مرستندوى نشته؛
-
ذَٰلِكُم بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ
تاسي له دې عاقبت سره ځكه مخامخ شوي ياست چي د الله په ايتونو پوري مو ملنډي وهلې او د دنيا ژوندانه تاسى غولولي واست." - پدې اساس نن به نه دغه خلك له دوږخ څخه راويستل شي او نه به ورته وويل شي چي د بښني په غوښتلو سره خپل رب راضي کړئ.
-
فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
نو ثنا او ستاينه د هماغه الله لپاره ده چي د اسمانونو او ځمکي مالك او د ټولو مخلوقاتو روزونكى پالونکی دى؛
-
وَلَهُ الْكِبْرِيَاءُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
په اسمانونو او ځمکه کښي لويي د همغه لپاره ده؛ او هغه برلاسى او د حمكت څښتن دى.
۴۵. سورت الجاثية
الجاثية
Al-Jathiyah / الجاثية · ۴۵ · ۳۷ آیتونه
دا پاڼه د سورت الجاثية عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.