Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۷۲. سورت الجن

الجن

Al-Jinn / الجن · ۷۲ · ۲۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت الجن عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "ما ته وحيي را لېږل شوېده چي د پيريانو يوې ډلي په غور سره (قُرآن) واورېدی، بيا یې (له بېرته ستنېدو وروسته خپل قوم ته) وويل: موږ خورا يو ډېر عجيب قُرآن اورېدلي دی،

  2. يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ ۖ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا

    چي د سمي لاري لورى ته لارښوونه كوي، له دې كبله موږ پر هغه باندي ايمان راوړى دى؛ او اوس به موږ هیڅكله له خپل رب سره څوك شريك نه کړو؛

  3. وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا

    او دا چي: زموږ د رب شان ډېر لوړ او پورته دی، هغه كومه مېرمن يا زوۍ نه لري.

  4. وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا

    او دا چي: زموږ ناپوهان د الله په باب ډيري د حق پر خلاف خبري كوي.

  5. وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن تَقُولَ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا

    او دا چي: موږ ګڼلې وه چي انسان او پيری هیڅكله د خداي په باب درواغ نشي ويلای؛

  6. وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا

    او دا چي: د انسانانو ځیني كسانو د پيريانو د ځينيو كسانو څخه پناه غوښتله، په دې ډول هغوی د پيريانو غرور لا نور هم زيات کړ؛

  7. وَأَنَّهُمْ ظَنُّوا كَمَا ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَبْعَثَ اللَّهُ أَحَدًا

    او دا چي: انسانانو هم هماغه ګومان وکړ، لكه چي ستاسي ګومان ؤ چي الله به كوم پېغمبر را ونه لېږي.

  8. وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا

    او دا چي: موږ د اسمان پلټنه وکړه، نو ومو ليدل چي هغه د څارونکو څخه ډك دی او د اور غورځوونكو ستورو باران کیږي.

  9. وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَن يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَّصَدًا

    او دا چي: پخوا موږ د غوږ نيولو لپاره په اسمان کښي د ناستي ځای موندی، خو اوس چي څوك په پټه په غلا د اورېدلو هڅه كوي، هغه د ځان لپاره په څاروځاى کښي يو اور غورځوونكى ستورى موجود مومي.

  10. وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَن فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا

    او دا چي: موږ په دې نه پوهېدلو چي ايا د ځمکي له اوسېدونكو سره د كوم ناوړه چلند كېدو اراده کړل شوې ده؛ يا د هغو رب ورته د سمي لاري ښودل غواړئ.

  11. وَأَنَّا مِنَّا الصَّالِحُونَ وَمِنَّا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ كُنَّا طَرَائِقَ قِدَدًا

    او دا چي: زموږ څخه ځیني خلك صالحان دي او ځیني له دې څخه ټيټ دي؛ موږ پر بېلا بېلو لارو وېشل شوي يوو.

  12. وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن نُّعْجِزَ اللَّهَ فِي الْأَرْضِ وَلَن نُّعْجِزَهُ هَرَبًا

    او دا چي: موږ انګېرله چي نه په ځمکه کښي الله بېوسي كولاي شو او نه په تېښته ماتي وركولاي شو.

  13. وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ ۖ فَمَن يُؤْمِن بِرَبِّهِ فَلَا يَخَافُ بَخْسًا وَلَا رَهَقًا

    او دا چي: كله موږ (د قُرآن) لارښوونه واورېدله، نو ایمان مو ورباندي راوړ. نو هر څوك چي په خپل رب باندي ايمان راوړي، له هغه سره به د څه حق تلفۍ يا ظلم وېره نه وي.

  14. وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ ۖ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولَـٰئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدًا

    او دا چي: زموږ څخه ځیني مسلمان(د الله امر منونكي) دي او ځیني له حق څخه مخ اړونکي دي، نو چا چي اسلام غوره کړ، هغوی د ژغورني لاره ولټوله.

  15. وَأَمَّا الْقَاسِطُونَ فَكَانُوا لِجَهَنَّمَ حَطَبًا

    او كوم كسان چي له حق څخه مخ اړونکي دي، هغوی د دوږخ د سون مواد ګرځېدونكي دي."

  16. وَأَن لَّوِ اسْتَقَامُوا عَلَى الطَّرِيقَةِ لَأَسْقَيْنَاهُم مَّاءً غَدَقًا

    او (اې پېغمبره (ص)! ووايه، ما ته دا وحيي شوې ده چي) "كه خلك په ثبات سره پر سمه لاره تللي وای، نو موږ به هغوی ښه خړوبه کړي وای؛

  17. لِّنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَمَن يُعْرِضْ عَن ذِكْرِ رَبِّهِ يَسْلُكْهُ عَذَابًا صَعَدًا

    تر څو چي په دې نعمت سره هغوی وازمايو؛ او څوك چي د خپل رب د ذِكر څخه مخ واړوي، نو د هغه رب به یې په سخت عذاب کښي اخته کړي.

  18. وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا

    او دا چي: جوماتونه د الله لپاره دي، نو له دې كبله په هغو کښي له الله سره كوم بل څوك مه بلئ؛

  19. وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا

    او دا چي: كله د الله بنده [پېغمبر (ص)] د هغه د بللو لپاره ودرېدی، نو خلك (پيریان) پر هغه باندي (د ګڼي ګوني له وجهي) د ورلوېدو لپاره چمتو شول."

  20. قُلْ إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "زه خو یوازي خپل رب بلم او له هغه سره هیڅوك نه شريكوم."

  21. قُلْ إِنِّي لَا أَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا رَشَدًا

    ووايه: زه تاسي ته نه د څه زيان رسولو واك لرم، نه د څه ښېګڼي."

  22. قُلْ إِنِّي لَن يُجِيرَنِي مِنَ اللَّهِ أَحَدٌ وَلَنْ أَجِدَ مِن دُونِهِ مُلْتَحَدًا

    ووايه: "ما د الله د نيوني (عذاب) څخه هیڅوك نشي ژغورلاي او نه زه د هغه پرته كوم بل د پناه ځای موندلای شم.

  23. إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ ۚ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا

    زما مسئوليت له دې پرته بل څه نه دى چي د الله وينا او د هغه پيغامونه ورسوم؛ او هر څوك چي د الله او د هغه د پېغمبر خبره ونه مني، د هغه لپاره د دوږخ اور دی؛ او دغه راز خلك به په هغه کښي د تل لپاره اوسیږي."

  24. حَتَّىٰ إِذَا رَأَوْا مَا يُوعَدُونَ فَسَيَعْلَمُونَ مَنْ أَضْعَفُ نَاصِرًا وَأَقَلُّ عَدَدًا

    (دوی به له خپل دغه چلند څخه راوا نه وړي) تر دې پوري چي كله هغه څه وويني چي وعده يې ورسره کیږي، نو دوی ته به څرګنده شي چي د چا ملاتړ كمزوری دی او د چا د ډلي شمېر لږ دی.

  25. قُلْ إِنْ أَدْرِي أَقَرِيبٌ مَّا تُوعَدُونَ أَمْ يَجْعَلُ لَهُ رَبِّي أَمَدًا

    [اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "زه نه پوهېږم چي د كوم شي (عذاب) وعده چي ستاسي سره کیږي، هغه نژدې دی؛ او كه زما رب د هغه لپاره كومه اوږده موده ټاكلې ده؛

  26. عَالِمُ الْغَيْبِ فَلَا يُظْهِرُ عَلَىٰ غَيْبِهِ أَحَدًا

    هغه په غيبو عالم دی، په خپلو غيبو باندي څوك نه خبروي،

  27. إِلَّا مَنِ ارْتَضَىٰ مِن رَّسُولٍ فَإِنَّهُ يَسْلُكُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ رَصَدًا

    پرته له هغه استازي څخه چي الله ځني راضي وي (او د غيبو د څه علم وركولو لپاره يې غوره کړي وي)، نو په یقیني توګه، د هغه (پېغمبر) مخکي او شا ته الله ساتونكي او څارونكي ټاكي.

  28. لِّيَعْلَمَ أَن قَدْ أَبْلَغُوا رِسَالَاتِ رَبِّهِمْ وَأَحَاطَ بِمَا لَدَيْهِمْ وَأَحْصَىٰ كُلَّ شَيْءٍ عَدَدًا

    تر څو معلومه کړي چي هغوی د خپل رب پيغامونه ورسول. او الله د هغو ټول چاپيريال احاطه کړی دى؛ او هر يو شی یې په شمار شمېرلی ايښي دی."

Holy Quran-Pashto