Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۶۲. سورت الجمعة

الجمعة

Al-Jumu'ah / الجمعة · ۶۲ · ۱۱ آیتونه

دا پاڼه د سورت الجمعة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ

    هر هغه څه چي په اسمانونو او هر هغه څه چي په ځمکه کښي دي، الله په پاکۍ سره یادوي. باچا، ټولواک، ډېر سپېڅلی ، برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  2. هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِن كَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    همغه ذات دى چي په اُميانو ناپوهانو کښي یې پېغمبر پخپله له همغوى څخه راپاڅوه، چي هغو ته د دغه (قُرآن) ايتونه لولي، د هغوى ژوند سپېڅلى كوي؛ او هغو ته د كتاب او حكمت ښوونه كوي. پداسي حال کښي چي له دې څخه مخکي هغوى په څرګنده ګمراهۍ کښي غورځېدلي ول.

  3. وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    او (د دغه پېغمبر صلى الله عليه وسلم بعثت) د هغو نورو خلكو لپاره هم دى چي لا تر اوسه له دوی سره ندي يوځاى شوي. الله برلاسى او د حكمت څښتن دى.

  4. ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ

    دا د الله فضل دى چي چا ته یې خوښه شي وركوي یې. او هغه ستر لوروونكى دى.

  5. مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    مثال، د هغو كسانو چي په تورات باندي مکلف ګرځول شوي ول (چي پرې عمل وکړي)، بیا کله چي هغوى د هغه پېټی پورته نکړ، د هغه خره په څير دى چي كتابونه باندي بار کړل شوي وي (او ګټه ترې نشي اخیستای). له دې څخه هم ډېر بد مثال د هغو خلكو دی چي د الله ايتونه یې درواغ ګڼلي دي. دغسي ظالمانو ته الله هدايت نكوي.

  6. قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاءُ لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دوى ته ووايه: "اې یهودانو! كه تاسي پدې انګيرنه مغرور ياست چي له نورو ټولو خلكو پرته یوازي او يوازي همدا تاسي د الله نازولي ياست، نو د مرګ هيله وکړئ كه تاسي پخپلي دغي انګيرني کښي رښتيني ياست."

  7. وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ

    خو دوى به هيڅكله د هغه (مرګ) هيله ونکړي، ځکه د خپلو هغو کړنو لامله چي دوى په خپلو لاسونو وړاندي لېږلي دي؛ او الله دغه ظالمان ښه پيژني.

  8. قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    دوى ته ووايه: "له كوم مرګ څخه چي تاسي تښتئ، هغه تاسي ته راتلونكى دى. بيا به تاسي د هغه ذات حضور ته وړاندي شئ چي په پټ او ښكاره باندي پوهېدونكى دى؛ او هغه به تاسي ته وښيي چي تاسي (په دُنیا کي) څه كول."

  9. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

    اې مومنانو! كله چي د جمعې په ورځ د لمانځه لپاره ږغ (اذان) وشي، نو د الله د ذكر (لمانځه) خوا ته وځغلئ او پيرل، پلورل (رانیول او خرڅول) پريږدئ؛ دا ستاسي لپاره ډېره غوره ده كه تاسي پوهېږئ.

  10. فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَاذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    بيا كله چي لمونځ تر سره شي، نو په ځمکه کښي خواره شئ او د الله فضل ولټوئ. او د الله ډېر ډېر يادوونكي اوسئ. ښايي چي تاسي ته بری په برخه شي.

  11. وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا ۚ قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ۚ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ

    او كله چي دوى سوداګري او لوبه ننداره کېدونكې وليدله، نو د هغې خوا ته وخوځېدل او ته یې ولاړ پرېښودلې. دوى ته ووايه: "له الله سره چي څه دي، هغه د لوبي د نندارې او سوداګرۍ څخه غوره دي؛ او الله تر ټولو ښه روزي ورکوونکی دى."

Holy Quran-Pashto