-
قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ
ووايه چي: اې كافرانو!
-
لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ
زه (همدا اوس) د هغو عبادت نه كوم، چي تاسي یې عبادت كوئ؛
-
وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
او نه تاسي (همدا اوس) د هغه ذات عبادت كوونكى ياست، چي زه یې عبادت كوم؛
-
وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ
او نه زه (وروسته) د هغو عبادت كوونكى يم، چي تاسي یې عبادت کړی دى؛
-
وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ
او نه تاسي (وروسته) د هغه ذات عبادت كوونكي ياست، چي زه یې عبادت كوم؛
-
لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ
ستاسي لپاره ستاسي (د شرک) دين دى او زما لپاره زما (د اسلام) دين دی.
۱۰۹. سورت الكافرون
الكافرون
Al-Kafirun / الكافرون · ۱۰۹ · ۶ آیتونه
دا پاڼه د سورت الكافرون عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.