-
الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَىٰ عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجًا ۜ
ثنا او ستاينه الله ته ده چي پر خپل بنده يې دغه كتاب نازل کړ او په هغه کښي یې كوم کوږوالی پرې نښودی.
-
قَيِّمًا لِّيُنذِرَ بَأْسًا شَدِيدًا مِّن لَّدُنْهُ وَيُبَشِّرَ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا
د سمو سيخو خبرو ويونكى كتاب، تر څو چي خلكو ته د خداى د سخت عذاب اخطار ورکړي، او ايمان راوړونكو نېک عملو ته زيرى ورکړي، چي په یقیني توګه د هغو لپاره غوره اجر دى؛
-
مَّاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا
چي په هغه (جنت) کښي به هغوى د تل لپاره اوسیږي.
-
وَيُنذِرَ الَّذِينَ قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا
او هغه خلك ووېروي چي وايي الله څوك په زوی توب سره نيولى دى؛
-
مَّا لَهُم بِهِ مِنْ عِلْمٍ وَلَا لِآبَائِهِمْ ۚ كَبُرَتْ كَلِمَةً تَخْرُجُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ ۚ إِن يَقُولُونَ إِلَّا كَذِبًا
ددې خبري، نه هغوى څه علم لري او نه د هغو پلار نېکه درلود. ستره خبره ده چي د دوى له خولې څخه راووځي، هغوى محضي درواغ وايي.
-
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ عَلَىٰ آثَارِهِمْ إِن لَّمْ يُؤْمِنُوا بِهَـٰذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا
ښه نو [اې محمده (ص)!] كه دوى پر دغه ښوونه ايمان را نه وړي، ښايي ته په هغو پسي له غم خوړلو څخه خپل ځان بايلې.
-
إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَّهَا لِنَبْلُوَهُمْ أَيُّهُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا
حقيقت دا دى، دا څه وسايل چي د ځمكي پر مخ دي، هغه موږ د ځمكي ښکلا ګرځولي دي. تر څو چي دوى وازمايو چي څوك په کښي ښه عمل كونكى دى.
-
وَإِنَّا لَجَاعِلُونَ مَا عَلَيْهَا صَعِيدًا جُرُزًا
په پاى کښي له دغو ټولو څخه چي د هغې پر مخ دي، موږ يو هوار ډګر جوړوونكي يوو.
-
أَمْ حَسِبْتَ أَنَّ أَصْحَابَ الْكَهْفِ وَالرَّقِيمِ كَانُوا مِنْ آيَاتِنَا عَجَبًا
ايا ته انګېرې چي د څمڅي او لوحې خاوندان، زموږ له كومو ډېرو حيرانوونكو نښانو څخه ول؟
-
إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا
كله چي څو تنو زلميانو څمڅي ته پناه ور وړه او ویې ويل: "اې پروردګاره! موږ په خپل ځانګړي رحمت سره سر لوړي کړه او زموږ چاره سمه کړه."
-
فَضَرَبْنَا عَلَىٰ آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا
نو موږ هغوى په هماغي څمڅه کښي په غوږونو ټپولو تر اوږدو كلونو پوري په درانده خوب ويده کړل.
-
ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا
بيا موږ هغوى را پاڅول، تر څو وګورو د هغو له دوو ډلو څخه كومه يوه د خپلي استوګني موده ښه شمېرلاى شي.
-
نَّحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُم بِالْحَقِّ ۚ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى
موږ د هغو اصلي کیسه تا ته اوروو. هغوى څو تنه زلميان ول چي پر خپل پروردګار یې ايمان راوړى ؤ او موږ هغو ته په هدايت كي پرمختګ ورپه برخه کړی و.
-
وَرَبَطْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَن نَّدْعُوَ مِن دُونِهِ إِلَـٰهًا ۖ لَّقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا
موږ د هغو زړونه په هغه وخت کښي محكم کړل چي كله هغوى پاڅېدل او اعلان یې وکړ: "زموږ رب خو یوازي او یوازي همغه ذات دى چي د اسمانونو او ځمكي رب دى، موږ به له هغه پرته نور كوم معبودان ونه بلو. كه موږ دغسي وکړو، نو بيخي بابېزه خبره به مو کړي وي."
-
هَـٰؤُلَاءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ آلِهَةً ۖ لَّوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِم بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ ۖ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
(بيا هغوى په خپلو منځو کښي سره وويل): "زموږ دغه قوم خو د كائيناتو له رب څخه پرته نور په خدايۍ نيولي دي، دوى د هغو په خدايي باندي كوم څرګند دليل ولي نه راوړي؟- نو له هغه چا څخه غټ ظالم بل څوك کېدای شي چي پر الله درواغ وتړي؟"
-
وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنشُرْ لَكُمْ رَبُّكُم مِّن رَّحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُم مِّنْ أَمْرِكُم مِّرْفَقًا
كله چي اوس تاسي له هغو او د هغو له غير الله معبودانو څخه خپلي اړیکي پريکړي دي، نو ځئ فلانۍ څمڅي ته پناه يوسئ، ستاسي رب به پر تاسي د خپل رحمت لمن پراخه کړي او ستاسي د كار لپاره به لاري چاري برابري کړي.
-
۞ وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَت تَّزَاوَرُ عَن كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَت تَّقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِّنْهُ ۚ ذَٰلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ ۗ مَن يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ ۖ وَمَن يُضْلِلْ فَلَن تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُّرْشِدًا
كه تا هغوى په څمڅه کښي ليدلي واى، نو داسي به درته ښكاره شوې وای چي لمر چي كله را خيژي، نو د هغو څمڅه پرېږدي ښي لوري ته تاويږي او كله چي پرېوزي، نو له هغو څخه كيڼ لوري ته اوړي، پرېوزي. او هغوى په څمڅه کښي دننه په يوه پراخ ځاى کښي پراته دي. دا د الله له نښانو څخه يوه ده. چا ته چي الله سمه لاره وښيي، همغه سمه لاره موندونكى دى او الله چي څوک بې لاري کړي، د هغه لپاره به ته كوم لاښود سرپرست ونشې موندلای.
-
وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ ۚ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ ۖ وَكَلْبُهُم بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ ۚ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا
تا به د هغو په ليدلو انګېرلې وای چي ويښ دي، پداسي حال کښي چي هغوى ويده پراته ول. موږ هغوى په ښي او كيڼ اړخ باندي اړول رااړول او د هغو سپى د څمڅي په خوله کښي څنګلي غوړولي ناست ؤ. كه تا چيري په يو پټ غوندي نظر هغوى ليدلي واى، نو په شا به ورڅخه په تيښته راګرځېدلى واى او پر تا به د هغو له ليدني څخه هيبت ناست واى.
-
وَكَذَٰلِكَ بَعَثْنَاهُمْ لِيَتَسَاءَلُوا بَيْنَهُمْ ۚ قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ كَمْ لَبِثْتُمْ ۖ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ۚ قَالُوا رَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثْتُمْ فَابْعَثُوا أَحَدَكُم بِوَرِقِكُمْ هَـٰذِهِ إِلَى الْمَدِينَةِ فَلْيَنظُرْ أَيُّهَا أَزْكَىٰ طَعَامًا فَلْيَأْتِكُم بِرِزْقٍ مِّنْهُ وَلْيَتَلَطَّفْ وَلَا يُشْعِرَنَّ بِكُمْ أَحَدًا
او په دغسي حيرانوونكي صحنې سره موږ هغوى را پاڅول، تر څو په خپلو منځو کښي يو څه پوښتنه ګوینه وکړي. له هغو څخه يو تن پوښتنه وکړه: "څومره وخت مو تېر کړی دی؟" - نورو ځواب ورکړ: "ښايي پوره يوه ورځ يا له هغې څخه لږ څه كم وخت مو تیر کړی وي." - بيا هغو وويل: "الله ښه پوهیږي چي زموږ او ستاسي څو مره وخت په دغه حالت كې تېر شو، اوس له خپلو څخه يو تن ته د سپينو زرو دغه سكه ورکړئ، ښار ته يې وليږئ او و دي ګوري چي تر ټولو ښه پاك خواړه چيري موندل کیږي، له هغه ځايه دي، هغه يو څه د خوراك لپاره درته راوړي. او بايد چي لږ په هوښيارۍ او نرمۍ سره كار وکړي، داسي نه وي چي هغه څوك ستاسي له دلته استوګني څخه خبر کړي.
-
إِنَّهُمْ إِن يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ يَرْجُمُوكُمْ أَوْ يُعِيدُوكُمْ فِي مِلَّتِهِمْ وَلَن تُفْلِحُوا إِذًا أَبَدًا
كه د هغو لاس پر تاسي بر شي، نو سنګسار به مو کړي يا به مو بېرته په زوره خپل دين ته واړوي. او كه داسي وشول، نو تاسي به هیڅكله برى ونشئ موندلای."
-
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِم بُنْيَانًا ۖ رَّبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَىٰ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِم مَّسْجِدًا
پدې ډول موږ ښاريان د هغو له حاله خبر کړل، تر څو د الله د وعدې په رښتینولۍ خلك وپوهیږي او دا چي د قيامت ساعت به بې له شك او شبهې نه راشي، (خو لږ شان پاملرنه وکړئ چي كله د غور كولو اصلي خبره دا وه) په هغه وخت کښي هغو په خپلو منځو کښي پدې خبره باندي شخړه كوله چي له دغو (اصحاب كهف) سره څه وکړاى شي، ځينو وويل: "پر دوى يو ديوال جوړ کړئ، یوازي يې رب په چاره ښه پوهیږي." - خو كوم كسان چي د هغو په چارو برلاسي ول، وويل: "موږ به هرو مرو پر دوى باندي يوه عبادتخانه جوړه کړو."
-
سَيَقُولُونَ ثَلَاثَةٌ رَّابِعُهُمْ كَلْبُهُمْ وَيَقُولُونَ خَمْسَةٌ سَادِسُهُمْ كَلْبُهُمْ رَجْمًا بِالْغَيْبِ ۖ وَيَقُولُونَ سَبْعَةٌ وَثَامِنُهُمْ كَلْبُهُمْ ۚ قُل رَّبِّي أَعْلَمُ بِعِدَّتِهِم مَّا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا قَلِيلٌ ۗ فَلَا تُمَارِ فِيهِمْ إِلَّا مِرَاءً ظَاهِرًا وَلَا تَسْتَفْتِ فِيهِم مِّنْهُمْ أَحَدًا
ځیني كسان به ووايي چي هغوى درې تنه ول او څلورم د هغو سپى و او ځيني نور به ووايي چي پنځه ول او شپږم د هغو سپى و. دا ټولي بې ځايه د بې خبرۍ ويناوي دي. ځيني نور خلك وايي چي اووه ول او اتم د هغو سپى و. ووايه: زما رب ښه پوهیږي چي هغوى څو تنه ول. لږو كسانو ته د هغو صحيح شمېر معلوم دى. نو ته له سطحي خبري زيات، د هغو د شمېر په برخه کښي له خلكو سره بحث مكوه، او مه د هغو په باب له چا څخه څه پوښتنه كوه.
-
وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا
او پام كوه، د يو شي په باب هيڅكله دا مه وايه چي زه به سبا دا كار وکړم.
-
إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ وَاذْكُر رَّبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰ أَن يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَـٰذَا رَشَدًا
(ته هیڅ نشې کولای) خو دا چي د الله اراده وشي (انشاءالله)، كه په هېره سره دي دغه ډول خبره له خولې څخه ووځي نو سمدلاسه خپل رب ياد کړه او ووايه: "هيله ده چي زما پروردګار به پدې معامله کښي نېکۍ ته د ډيري نژدې کړنچاري په لوري ما ته لارښوونه وکړي."
-
وَلَبِثُوا فِي كَهْفِهِمْ ثَلَاثَ مِائَةٍ سِنِينَ وَازْدَادُوا تِسْعًا
او هغوى په خپله څمڅه کښي درې سوه (لمریز) كاله پاتي شول، او(ځينو خلكو د مودې په حسابولو کښي) نهه (سپوږمیز) كاله نور زيات کړيدي. [یاداښت: د اصحاب کهف شمېر په شمسي کلنو باندي وو، نو په قمري حساب نهه کاله نور ور زیات سول. یعني د شمسي او قمري کلنو تر منځ نهه کاله توپیر موجود دی.]
-
قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا ۖ لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ ۚ مَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَلِيٍّ وَلَا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَدًا
ووايه: الله د هغو د هستوګني په موده ډېر ښه پوهیږي. د اسمانونو او ځمكي ټول پټ حالات همغه ته معلوم دي، هغه څومره ښه ليدونكى او اور ېدونكى دى. د ځمكي او اسمان د مخلوقاتو هیڅ خبر اخيستونكى له هغه پرته نشته، او هغه په خپل حكومت کښي څوك نه شريكوي.
-
وَاتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ ۖ لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَاتِهِ وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِ مُلْتَحَدًا
[اې محمده (ص)!] ستا د پروردګار له كتاب څخه چي څه تا ته وحيي کړای شويدي. هغه(چي څنګه دي هماغسي يې) واوروه، هيچا ته د هغه د اوامرو بدلولو حق نشته،(او كه ته د يو چا لپاره په هغه کښي رد و بدل وکړي)، نو له هغه پرته به د تېښتي لپاره هیڅ د پناه ځاى ونه مومې.
-
وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا
او خپل زړه د هغو خلكو په ملګرتيا ډاډه کړه، چي د خپل روزونكي، پالونکي، واكوال د خوښې غوښتونكي، سهار او ماښام هغه ته بلنه وركوي. او له هغو څخه هیڅكله سترګي مه اړوه. ايا ته د دنيا ښکلا خوښوې؟ - د يو داسي چا اطاعت مكوه چي د هغه زړه موږ له خپل ياد څخه غافل کړيدى او د خپل نفس پيروي يې غوره کړېده او کړنلاره يې په افراط او تفريط باندي ولاړه ده.
-
وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلظَّالِمِينَ نَارًا أَحَاطَ بِهِمْ سُرَادِقُهَا ۚ وَإِن يَسْتَغِيثُوا يُغَاثُوا بِمَاءٍ كَالْمُهْلِ يَشْوِي الْوُجُوهَ ۚ بِئْسَ الشَّرَابُ وَسَاءَتْ مُرْتَفَقًا
په ډاګه ووايه چي ستاسي د رب له لوري، دغه حق دى. اوس كه د چا زړه غواړي و دې مني او كه د چا زړه غواړي منكر دي شي. موږ د (انكار كوونكو) ظالمانو لپاره داسي يو اور تيار کړيدى، چي د هغه پردو هغوى ايسار کړيدي. هلته كه هغوى اوبه وغواړي، نو پداسي اوبو سره به يې غوښتنه وپالل شي، چي د تيلو د ځوښا غوندي به وي او د هغو مخونه به وريت کړي. ډېر ناكاره څښاك او ډېر ناوړه استوګنځى دی!
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا
پاتي شول هغه كسان چي ویې مني (ايمان راوړي) او ښه عملونه وکړي، نو دا يقيني ده چي موږ د نېکوكارانو اجر نه ضايع كوو.
-
أُولَـٰئِكَ لَهُمْ جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِن ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِّن سُندُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ مُّتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ ۚ نِعْمَ الثَّوَابُ وَحَسُنَتْ مُرْتَفَقًا
د هغو لپاره تل سمسور باغونه دي چي لاندي به يې ویالې بهيږي، هلته به هغوى د سرو زرو په بنګړيو سينګار کړای شي، د نريو ورېښمو، اطلسو او مخملو شنې جامې به واغوندي، او هسكو بالښتونو ته به تكيه وهلي کښېني. ډېر ښه اجر او د لوړي درجې هستوګنځى دی!.
-
۞ وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا رَّجُلَيْنِ جَعَلْنَا لِأَحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا
[اې محمده(ص)!] دوی ته يو مثال وړاندي کړه: دوه تنه (یو کافر او بل مؤمن) ول، له هغو څخه يوه (کافر) ته موږ د انګورو دوه باغونه ورکړل او د هغو چارچاپير مو د خُرماو د ونو قطار جوړ کړ او په منځ کښي مو یې كرونده پيدا کړه؛
-
كِلْتَا الْجَنَّتَيْنِ آتَتْ أُكُلَهَا وَلَمْ تَظْلِم مِّنْهُ شَيْئًا ۚ وَفَجَّرْنَا خِلَالَهُمَا نَهَرًا
باغونه ښه ښېرازه، سمسور شول او بار (مېوه) نيولو کښي یې يو بڅرى كموالى هم را نه ووست. دننه په هغو باغونو کښي موږ يوه ویاله وبهوله؛
-
وَكَانَ لَهُ ثَمَرٌ فَقَالَ لِصَاحِبِهِ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَنَا أَكْثَرُ مِنكَ مَالًا وَأَعَزُّ نَفَرًا
او هغه ته یې ښه حاصلات ورکړل. ددغو شيانو په موندلو يوه ورځ هغه خپل ګاونډي ته په خبرو اترو کښي وويل: "زه تر تا زيات شتمن يم او تر تا زيات قوي كسان لرم."
-
وَدَخَلَ جَنَّتَهُ وَهُوَ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهِ قَالَ مَا أَظُنُّ أَن تَبِيدَ هَـٰذِهِ أَبَدًا
بيا هغه خپل باغ ته ننووت او د خپل نفس په حق کښي تېرى كوونكى شو، ویې ويل: "زه دا نه ګڼم چي دغه شتمني او باغ به يو وخت فنا شي؛
-
وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِن رُّدِدتُّ إِلَىٰ رَبِّي لَأَجِدَنَّ خَيْرًا مِّنْهَا مُنقَلَبًا
او زما باور نشته چي د قيامت ساعت به راشي. بيا هم كه كله د خپل رب حضور ته زما ورګرځېدل شول، نو هرو مرو به له دې څخه هم زيات شاندار ځاى ومومم."
-
قَالَ لَهُ صَاحِبُهُ وَهُوَ يُحَاوِرُهُ أَكَفَرْتَ بِالَّذِي خَلَقَكَ مِن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ سَوَّاكَ رَجُلًا
د هغه ګاونډي په خبرو اترو کښي هغه ته وويل: "ايا ته په هغه ذات كافر کېږې چي هغه، ته له خاوري او بيا له نطفې څخه پيدا کړې او ته یې يو بشپړ سړی جوړ کړې؟
-
لَّـٰكِنَّا هُوَ اللَّهُ رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِرَبِّي أَحَدًا
پاته شوم زه، نو زما رب خو هماغه الله دى او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شريک كوم.
-
وَلَوْلَا إِذْ دَخَلْتَ جَنَّتَكَ قُلْتَ مَا شَاءَ اللَّهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ إِن تَرَنِ أَنَا أَقَلَّ مِنكَ مَالًا وَوَلَدًا
او كله چي ته خپل بڼ ته ننوتلې، نو په هغه وخت کښي ستا له خولې څخه دا ولي را ونه وتل چي: مَاشَاالله، لا قوي الابالله (دا هم هغه شی دی چي الله غوښتی دی، د الله څخه پرته بل قدرت نشته)؟ - كه ته ما په مال او اولاد کښي له خپله ځانه ټيټ وينې؛
-
فَعَسَىٰ رَبِّي أَن يُؤْتِيَنِ خَيْرًا مِّن جَنَّتِكَ وَيُرْسِلَ عَلَيْهَا حُسْبَانًا مِّنَ السَّمَاءِ فَتُصْبِحَ صَعِيدًا زَلَقًا
نو لیري نده چي زما رب ما ته ستا له باغ څخه ډېر غوره را په برخه کړي. او ستا په باغ باندي له اسمان څخه كوم افت راولېږي چي په هغه سره سپېره ډاګ جوړ شي،
-
أَوْ يُصْبِحَ مَاؤُهَا غَوْرًا فَلَن تَسْتَطِيعَ لَهُ طَلَبًا
يا د هغه اوبه په ځمكه کښي پرېوځي او بيا ته هغه په هیڅ شان نشې را ایستلای."
-
وَأُحِيطَ بِثَمَرِهِ فَأَصْبَحَ يُقَلِّبُ كَفَّيْهِ عَلَىٰ مَا أَنفَقَ فِيهَا وَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَىٰ عُرُوشِهَا وَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا
په پاى کښي داسي وشول چي د باغ ټوله مېوه تباه شوه او هغه د خپلو انګورو باغونه په څپرو باندي چپه غورځيدلي وليدل. په خپل لګښت باندي یې چي په هغه باغ كي کړی و، خپل لاسونه یو په بل ومښل او ویې ويل: "كاشكي! ما له خپل پروردګار سره څوك شريك نه واى ګڼلى."
-
وَلَمْ تَكُن لَّهُ فِئَةٌ يَنصُرُونَهُ مِن دُونِ اللَّهِ وَمَا كَانَ مُنتَصِرًا
د الله په پرېښودلو سره داسي و نشول چي له هغه سره كوم لښكر اوسي چي مرسته يې ورسره کړې واى، او نه هغه دا وکړاى شول چي په خپله ددغه افت مخه ونيولاى شي.
-
هُنَالِكَ الْوَلَايَةُ لِلَّهِ الْحَقِّ ۚ هُوَ خَيْرٌ ثَوَابًا وَخَيْرٌ عُقْبًا
په هغه وخت کښي څرګنده شوه چي د كار سازۍ واك بر حق خداى لره دى. پيرزوينه هماغه بهتره ده چي هغه یې وکړي او عاقبت هماغه ښه دى چي هغه یې وښيي.
-
وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ فَأَصْبَحَ هَشِيمًا تَذْرُوهُ الرِّيَاحُ ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا
او [اې پېغمبره(ص)!] دوی ته د دنيا د ژوندانه حقيقت پدې مثال سره وښیه چي: نن موږ له اسمانه اوبه وورولې، نو د ځمكي بوزغلی ښه زرغون شو، او سبا هماغه شنيلي بوس شول چي بادونه یې په هوا وړي. الله په هر څه باندي قادر دى
-
الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَالْبَاقِيَاتُ الصَّالِحَاتُ خَيْرٌ عِندَ رَبِّكَ ثَوَابًا وَخَيْرٌ أَمَلًا
دغه مال او دغه اولاد یوازي د دنيوي ژوندانه يوه موقتي ښکلا ده، په اصل کښي خو پايښت لرونكې نېکۍ ستا د رب په وړاندي د نتیجې په لحاظ سره ډيري غوره دي او په هم هغو پوري ښې هيلي تړل کېدای شي.
-
وَيَوْمَ نُسَيِّرُ الْجِبَالَ وَتَرَى الْأَرْضَ بَارِزَةً وَحَشَرْنَاهُمْ فَلَمْ نُغَادِرْ مِنْهُمْ أَحَدًا
د هغي ورځي اندېښنه په كار ده چي كله موږ غرونه وخوځوو، او ته ځمكه بيخي لغړه ومومې، او موږ به ټول انسانان پدغه ډول تر محاصرې لاندي راټول کړو چي يو به هم پرېنږدو؛
-
وَعُرِضُوا عَلَىٰ رَبِّكَ صَفًّا لَّقَدْ جِئْتُمُونَا كَمَا خَلَقْنَاكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ بَلْ زَعَمْتُمْ أَلَّن نَّجْعَلَ لَكُم مَّوْعِدًا
او ټول به ستا د رب حضور ته ليكي ليكي وړاندي کړای شي. دا دی حقيقت چي تاسي موږ ته په همغه شان راغلاست، لكه چي موږ تاسي لومړی ځل پيدا کړي واست. تاسي خو دا ګڼلې وه چي موږ ستاسي لپاره د كومي وعدې وخت ندى ټاكلى.
-
وَوُضِعَ الْكِتَابُ فَتَرَى الْمُجْرِمِينَ مُشْفِقِينَ مِمَّا فِيهِ وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَالِ هَـٰذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا ۚ وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا ۗ وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا
او عمل نامې به مخي ته كېښودل شي، په هغه وخت کښي به ته وګورې چي مجرمان به د خپل ژوند د كتاب د ثبت شوېو چارو څخه وېرېدونكي وي او وايي به چي هاى زموږ بده بخته، دا څنګه كتاب دى چي زموږ هیڅ وړوكى، غټ حركت داسي ندى پاته چي پده کښي درج شوى نه وي. هر څه چي هغوى کړي ول، هغه ټول به خپلي مخي ته حاضر ومومي او ستا رب به پر هيچا يو بڅرى ظلم ونه کړي.
-
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ ۗ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ ۚ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا
(ياد کړه چي) كله موږ پرښتو ته وويل چي ادم(ع) ته سجده وکړئ، نو هغوى سجده وکړه، خو ابليس ونه کړه. هغه له پيريانو څخه و، ځكه د خپل رب د حكم له منلو څخه ووت. اوس ايا تاسي زما څخه پرته هغه او د هغه ځوځات خپل سرپرستان نيسئ! پداسي حال کي چي هغوى ستاسي دښمنان دي؟ - ډېره ناوړه بدله ده چي ظالمان یې غوره كوي
-
۞ مَّا أَشْهَدتُّهُمْ خَلْقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَا خَلْقَ أَنفُسِهِمْ وَمَا كُنتُ مُتَّخِذَ الْمُضِلِّينَ عَضُدًا
ما د اسمانونو او ځمکي د پيداكولو په وخت کښي هغوى نه ول رابللي او نه مي په خپله د هغو په پيدايښت کښي هغوى شريك کړي ول. زما دا كار نه دى چي ګمراه كوونكي خپل مرستيالان وګرځوم.
-
وَيَوْمَ يَقُولُ نَادُوا شُرَكَائِيَ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ فَدَعَوْهُمْ فَلَمْ يَسْتَجِيبُوا لَهُمْ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُم مَّوْبِقًا
او دغه كسان به په هغه ورځ څه وکړي، چي د دوى رب، ورته ووايي: «اوس هغه هستۍ راوبلئ، چي زما سره مو شريكان ګڼلي ول؟» - دوى به هغه وبلي، خو هغوى به د دوی مرستی ته رانشي؛ او موږ به د هغو په منځ کښي د تباهۍ همدا يوه كنده شريكه کړو.
-
وَرَأَى الْمُجْرِمُونَ النَّارَ فَظَنُّوا أَنَّهُم مُّوَاقِعُوهَا وَلَمْ يَجِدُوا عَنْهَا مَصْرِفًا
ټول مجرمان به په هغه ورځ اور وويني او وبه انګيري چي اوس پکښي لوېدونكي دي. او هغوی به له هغه څخه د ژغورل كېدو هیڅ د پناه ځاى ونه مومي.
-
وَلَقَدْ صَرَّفْنَا فِي هَـٰذَا الْقُرْآنِ لِلنَّاسِ مِن كُلِّ مَثَلٍ ۚ وَكَانَ الْإِنسَانُ أَكْثَرَ شَيْءٍ جَدَلًا
موږ په دې قُرآن کښي خلك په هر هر ډول مثالونو تكرارولو سره وپوهول، خو انسان ډېر زيات جګړه مار دى.
-
وَمَا مَنَعَ النَّاسَ أَن يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَىٰ وَيَسْتَغْفِرُوا رَبَّهُمْ إِلَّا أَن تَأْتِيَهُمْ سُنَّةُ الْأَوَّلِينَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ قُبُلًا
هغو (خلكو) ته چي كله هدايت راغى، نو د هغه له منلو (ايمان راوړلو) او د خپل رب له حضور څخه له بښني غوښتلو نه څه شي منع کړل؟- له دې پرته نور هیڅ ندي چي له هغو سره هم همغه څه وشي، چي له مخکنیو قومونو سره شويدي. يا دا چي هغوى عذاب مخامخ راتلونكى وويني.
-
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ ۚ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ ۖ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنذِرُوا هُزُوًا
موږ پېغمبران له دې كار څخه پرته د كوم بل غرض لپاره نه لېږو چي د زيري وركولو او اخطار وركولو دنده سرته ورسوي، خو د كافرانو حال دا دى چي د باطل وسله يې را اخيستې، د حق د ټيټ ساري ښودلو هڅه كوي. او هغوى زموږ ايتونه او هغه اخطارونه چي ورکړل شول، ټوكي ګڼلي دي.
-
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّن ذُكِّرَ بِآيَاتِ رَبِّهِ فَأَعْرَضَ عَنْهَا وَنَسِيَ مَا قَدَّمَتْ يَدَاهُ ۚ إِنَّا جَعَلْنَا عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ أَكِنَّةً أَن يَفْقَهُوهُ وَفِي آذَانِهِمْ وَقْرًا ۖ وَإِن تَدْعُهُمْ إِلَى الْهُدَىٰ فَلَن يَهْتَدُوا إِذًا أَبَدًا
او له هغه چا څخه بل غټ ظالم څوك دى چي د هغه د پروردګار د ايتونو په اورولو نصيحت ورته وشي خو مخ ورڅخه واړوي. او هغه ناوړه عاقبت هېر کړي چي د هغه سرشته یې د ځان لپاره په خپلو لاسونو سره کړېده؟ (كومو كسانو چي دغه کړنلاره غوره کړېده) د هغو پر زړونو موږ داسي پوښ اچولى دى چي د قُرآن په خبرو ونه وپوهیږي، او د هغو په غوږونو کښي موږ كوڼ والى پيدا کړيدى. ته كه هغوى هر څومره د هدايت خوا ته وبلې، هغوى به پدې حالت کي هیڅكله سمه لاره ونه مومي.
-
وَرَبُّكَ الْغَفُورُ ذُو الرَّحْمَةِ ۖ لَوْ يُؤَاخِذُهُم بِمَا كَسَبُوا لَعَجَّلَ لَهُمُ الْعَذَابَ ۚ بَل لَّهُم مَّوْعِدٌ لَّن يَجِدُوا مِن دُونِهِ مَوْئِلًا
ستا رب خورا بښونكى او رحم كونكى دى. هغه كه د دوى په کړو وړو باندي د دوی نیول غوښتلای، نو سمدلاسه به یې عذاب لېږلی واى، خو د دوى لپاره د وعدې يوه نېټه ټاكل شوېده او دوى به له هغه څخه د ځان ژغورلو او تېښتي هیڅ لاره ونه مومي.
-
وَتِلْكَ الْقُرَىٰ أَهْلَكْنَاهُمْ لَمَّا ظَلَمُوا وَجَعَلْنَا لِمَهْلِكِهِم مَّوْعِدًا
دا په عذاب اخته شوي كلي، ستاسي تر نظر لاندي موجود دي. دوی چي كله ظلم وکړ، نو موږ هلاک کړل. او د دوی هر يوه د هلاکت لپاره موږ نېټه ټاكلې وه.
-
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِفَتَاهُ لَا أَبْرَحُ حَتَّىٰ أَبْلُغَ مَجْمَعَ الْبَحْرَيْنِ أَوْ أَمْضِيَ حُقُبًا
(دوی ته هغه کیسه واوروه چي موسى(ع) ته پېښه شوې وه.) كله چي موسى(ع) خپل خدمتګار ته ويلي و: "زه به تر هغه خپل سفر پاى ته ونه رسوم، تر څو چي د دواړو سيندونو يو ځاى کېدو حد ته ونه رسيږم. كه نه نو زه به تر ډېره وخته پوري همداسي روان يم."
-
فَلَمَّا بَلَغَا مَجْمَعَ بَيْنِهِمَا نَسِيَا حُوتَهُمَا فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا
نو كله چي دوی دواړه د هغو سیندونو د يو ځاى كېدو حد ته ورسېدل، نو له خپل كب څخه غافل شول او هغه پداسي شان په سيند کښي لاړ لكه چي كومه پخه لاره جوړه شوې وي.
-
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِن سَفَرِنَا هَـٰذَا نَصَبًا
نو کله چي (دوی د سمندرونو د یو ځای کېدو له ځایه) تېر شول، موسى (ع) خپل خدمتګار ته وويل: "راوړه، زموږ سبا نارى! د نن ورځي په سفر کښي خو ډېر زيات ستومانه شوي يوو."
-
قَالَ أَرَأَيْتَ إِذْ أَوَيْنَا إِلَى الصَّخْرَةِ فَإِنِّي نَسِيتُ الْحُوتَ وَمَا أَنسَانِيهُ إِلَّا الشَّيْطَانُ أَنْ أَذْكُرَهُ ۚ وَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ عَجَبًا
خدمتګار وويل: "تا وليدل! دا څه وشول؟ - كله چي موږ د هغه ګټ سره دمه جوړه کړي وه، په هغه وخت کښي كب ته زما پام نشو او شيطان زه داسي په غفلت کښي واچولم چي (تا ته) د هغه يادول را څخه هېر شول. كب خو په عجيبه ډول ووت، په سيند كي لاړ."
-
قَالَ ذَٰلِكَ مَا كُنَّا نَبْغِ ۚ فَارْتَدَّا عَلَىٰ آثَارِهِمَا قَصَصًا
موسى(ع) وويل: "موږ خو د همدې په لټه کښي وو." - نو هغوى دواړه په خپلو پلونو قدم په قدم په شا ستانه شول.
-
فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا
او هلته هغوى زموږ له بندګانو څخه يو بنده ومونده چي موږ په خپل رحمت سر لوړى کړی ؤ او له خپل لوري څخه مو يو خاصه پوهه ورپه برخه کړې وه.
-
قَالَ لَهُ مُوسَىٰ هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَىٰ أَن تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا
موسى(ع) هغه ته وويل: "ايا زه ستا سره پاته کېدای شم، تر څو چي ته ما ته هم هغه علم را زده کړې چي تا ته درښودل شويدى؟"
-
قَالَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا
هغه ځواب ورکړ: "ته زما سره صبر نشې کولای؛
-
وَكَيْفَ تَصْبِرُ عَلَىٰ مَا لَمْ تُحِطْ بِهِ خُبْرًا
او له كوم شي څخه چي ته نه یې خبر، پر هغه څنګه صبر کولای شې."
-
قَالَ سَتَجِدُنِي إِن شَاءَ اللَّهُ صَابِرًا وَلَا أَعْصِي لَكَ أَمْرًا
موسى(ع) وويل: "انشأ الله ته به ما صبر كوونكى بيا مومې او زه به په هیڅ چاره کښي ستا له امر څخه سر ونه غړوم."
-
قَالَ فَإِنِ اتَّبَعْتَنِي فَلَا تَسْأَلْنِي عَن شَيْءٍ حَتَّىٰ أُحْدِثَ لَكَ مِنْهُ ذِكْرًا
هغه وويل: ښه دی، كه ته زما سره ځې، نو زما څخه د هیڅ خبري پوښتنه مه كوه، تر څو چي ما په خپله د هغې يادونه درته نه وي کړې."
-
فَانطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا رَكِبَا فِي السَّفِينَةِ خَرَقَهَا ۖ قَالَ أَخَرَقْتَهَا لِتُغْرِقَ أَهْلَهَا لَقَدْ جِئْتَ شَيْئًا إِمْرًا
نو بيا دواړه و خوځېدل، تر دې پوري چي كله په يو کښتۍ کښي سپاره شول، نو هغه په کښتۍ کښي سورى وکړ. موسى (ع) وويل: "تا پدې کښي ددې لپاره سورى وکړ چي د کښتۍ سپرلي غرق کړې؟ دا خو تا ډېر سخت حركت وکړ."
-
قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا
هغه وويل: "ما تا ته نه وه ويلي چي ته زما سره صبر نشې کولای؟"
-
قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْرًا
موسى(ع) وويل: "په هېره مي مه نيسه، زما په برخه کښي ته لږ غوندي له سختۍ څخه كار مه اخله."
-
فَانطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا لَقِيَا غُلَامًا فَقَتَلَهُ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْسًا زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ لَّقَدْ جِئْتَ شَيْئًا نُّكْرًا
بيا هغوى دواړه لاړل، تر دې پوري چي له يو هلك سره مخ شول او سړي هغه هلک ووژه. موسى(ع) وويل: تا يو بې ګناه ووژه، پداسي حال کښي چي هغه څوك نه و وژلي؟ - دا كار خو دي ډېر ناوړه وکړ."
-
۞ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْرًا
هغه وويل: "ما تا ته نه وه ويلي چي ته زما سره صبر نشې کولای؟"
-
قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي ۖ قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّي عُذْرًا
موسى(ع) وويل: "له دې څخه وروسته كه ما درڅخه د څه پوښتنه وکړه، نو بيا ته ما له ځان سره مه پرېږده. دا ځل خو زما له لوري درته عذر وړاندي شو."
-
فَانطَلَقَا حَتَّىٰ إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَارًا يُرِيدُ أَن يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ ۖ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْرًا
بيا هغوى وړاندي لاړل، تر دې پوري چي يوه كلي ته ورسېدل او د هغه ځاى له خلكو څخه یې خواړه وغوښتل، خو د دوی دواړو له مېلمه كولو څخه يې انكار وکړ. هلته دوى يو ديوال وليدی چي نژدې ؤ، ولويږي. سړي هغه ديوال بېرته محكم ودراوه. موسى(ع) وويل: "كه تا غوښتلای، نو پدې كار باندي دي مزدوري اخيستلای شوه."
-
قَالَ هَـٰذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ ۚ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا
هغه وويل: "دا زما او ستا تر منځ بېلتون دى، اوس زه تا د هغو خبرو په حقيقت خبروم چي پر هغه باندي تا صبر ونشو کړای."
-
أَمَّا السَّفِينَةُ فَكَانَتْ لِمَسَاكِينَ يَعْمَلُونَ فِي الْبَحْرِ فَأَرَدتُّ أَنْ أَعِيبَهَا وَكَانَ وَرَاءَهُم مَّلِكٌ يَأْخُذُ كُلَّ سَفِينَةٍ غَصْبًا
"د هغي کښتۍ موضوع دا ده، چي هغه د څو تنو بيوزلو كسانو وه، چي په سيند کښي یې د زياركښۍ مزدوري كوله. ما وغوښتل چي هغه عيبي کړم، ځكه چي له دوی څخه وړاندي د يو داسي باچا سيمه وه چي هره کښتۍ یې په زوره اخيستله.
-
وَأَمَّا الْغُلَامُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤْمِنَيْنِ فَخَشِينَا أَن يُرْهِقَهُمَا طُغْيَانًا وَكُفْرًا
پاته شو هغه هلك، د هغه مور او پلار مومنان ول، موږ ووېرېدو چي دغه هلك به په خپلي سرکښۍ او كفر سره هغوى په تنګ کړي؛
-
فَأَرَدْنَا أَن يُبْدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيْرًا مِّنْهُ زَكَاةً وَأَقْرَبَ رُحْمًا
له دې امله مو وغوښتل چي د هغو رب د هغه په بدل کي داسي اولاد ورکړي چي په اخلاقو کښي هم له ده څخه ښه وي او له هغه څخه د صله رحمۍ هيله هم زياته وي.
-
وَأَمَّا الْجِدَارُ فَكَانَ لِغُلَامَيْنِ يَتِيمَيْنِ فِي الْمَدِينَةِ وَكَانَ تَحْتَهُ كَنزٌ لَّهُمَا وَكَانَ أَبُوهُمَا صَالِحًا فَأَرَادَ رَبُّكَ أَن يَبْلُغَا أَشُدَّهُمَا وَيَسْتَخْرِجَا كَنزَهُمَا رَحْمَةً مِّن رَّبِّكَ ۚ وَمَا فَعَلْتُهُ عَنْ أَمْرِي ۚ ذَٰلِكَ تَأْوِيلُ مَا لَمْ تَسْطِع عَّلَيْهِ صَبْرًا
او ددغه دېوال معامله دا ده، چي دا د دوو يتيمو هلكانو دى، چي پدغه ښار کښي اوسیږي. تر دغه دېوال لاندي ددغو ماشومانو لپاره يوه خزانه ښخه ده او د هغو پلار يو ښه سړی و. له دې امله ستا رب وغوښتل چي دغه دواړه ماشومان د ځوانۍ عمر ته ورسیږي او خپله خزانه راوباسي. دا ستا د رب د رحمت په اساس شويدي، ما په خپل سر څه ندي کړي. دا د هغو خبرو حقيقت دی چي تا پرې صبر ونشو کړای."
-
وَيَسْأَلُونَكَ عَن ذِي الْقَرْنَيْنِ ۖ قُلْ سَأَتْلُو عَلَيْكُم مِّنْهُ ذِكْرًا
او [اې محمده(ص)!] دوى ستا څخه د ذوالقرنين په باب پوښتنه كوي. ورته ووايه: "زه به د هغه يو څه حال تاسي ته واوروم."
-
إِنَّا مَكَّنَّا لَهُ فِي الْأَرْضِ وَآتَيْنَاهُ مِن كُلِّ شَيْءٍ سَبَبًا
موږ هغه ته په ځمكه کښي قدرت ورکړی ؤ او هر ډول وسايل او اسباب مو وربښلي ول.
-
فَأَتْبَعَ سَبَبًا
هغه لومړی د لوېديز خوا ته د يو (اقدام ) اسباب برابر کړل.
-
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَغْرِبَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَغْرُبُ فِي عَيْنٍ حَمِئَةٍ وَوَجَدَ عِندَهَا قَوْمًا ۗ قُلْنَا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِمَّا أَن تُعَذِّبَ وَإِمَّا أَن تَتَّخِذَ فِيهِمْ حُسْنًا
ان تر دې پوري چي كله هغه د لمر پرېواته تر حده ورسېدی، نو لمر يې په تورو اوبو کښي ډوبېدونكى وليدی او هلته یې يو قوم وموندی، موږ وويل: "اې ذوالقر نينه! ته دا وس هم لرې چي دوى په تكليف کړې او دا هم چي ښه چار چلند ورسره وکړې."
-
قَالَ أَمَّا مَن ظَلَمَ فَسَوْفَ نُعَذِّبُهُ ثُمَّ يُرَدُّ إِلَىٰ رَبِّهِ فَيُعَذِّبُهُ عَذَابًا نُّكْرًا
هغه وويل: "څوك چي له دوی څخه ظلم وکړي، موږ به هغه ته سزا ورکړو. بيا به هغه د خپل رب لورى ته وګرځول شي او هغه به ورته لا سخته سزا ور کړي.
-
وَأَمَّا مَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُ جَزَاءً الْحُسْنَىٰ ۖ وَسَنَقُولُ لَهُ مِنْ أَمْرِنَا يُسْرًا
او له دوی څخه چي څوك ايمان راوړي او ښه عمل وکړي، د هغه لپاره غوره مكافات دي او موږ به ورته اسانه حكمونه ورکړو."
-
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا
بيا هغه (د يو بل اقدام) تيارى ونيو.
-
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَىٰ قَوْمٍ لَّمْ نَجْعَل لَّهُم مِّن دُونِهَا سِتْرًا
تر دې پوري چي د لمر خاته حد ته ورسېدی. هلته یې وليدل چي لمر په يو داسي قوم باندي را خيژي، چي موږ د هغه لپاره له تودوخي څخه د ژغورل کېدو څه لاره چاره نده برابره کړې.
-
كَذَٰلِكَ وَقَدْ أَحَطْنَا بِمَا لَدَيْهِ خُبْرًا
د هغو دغه حال ؤ او له ذوالقرنين سره چي څه ول په هغه باندي موږ پوهېدو.
-
ثُمَّ أَتْبَعَ سَبَبًا
بيا هغه (د يو بل اقدام) لاري چاري برابري کړې.
-
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِن دُونِهِمَا قَوْمًا لَّا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا
تردې پوري چي كله د دوو غرونو منځ ته ورسېدی، نو هلته یې يو داسي قوم بيا موند چي په ډېره سختۍ سره په كومه خبره پوهېدی.
-
قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰ أَن تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا
هغو خلكو وويل: "اې ذوالقرنېنه! ياجوج او ماجوج پدې سيمه کښي فساد خوروي، نو ايا موږ تا ته ددې لپاره څه محصول درکړو چي زموږ او د هغو په منځ کښي يو بند واچوې؟"
-
قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا
هغه وويل: "څه چي زما پروردګار ما ته را په برخه کړيدي، هغه ډېر دي. تاسي په بشري قوه زما سره مرسته وکړئ، زه ستاسي او د هغو په منځ کښي بند اچوم.
-
آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا سَاوَىٰ بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انفُخُوا ۖ حَتَّىٰ إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا
ما ته اوسپنیزي تختې راوړئ!" - په پاى کښي چي كله هغه د دواړو غرونو تر منځ كنډو ډك کړ، نو خلكو ته یې وويل چي اوس اور په پوكولو بل کړئ، تر داسي اندازې پوري چي كله(دغه د اوسپني ديوال) بيخي لكه د اور په شان سور شو، نو هغه وويل: "راوړئ چي اوس پدې باندي ويلي کړي مس وڅڅوم."
-
فَمَا اسْطَاعُوا أَن يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا
(دغه بند داسي ؤ چي) ياجوج ماجوج ورباندي نشول را ختلای او په هغه کښي سورى كول له دې څخه هم زيات ګران ؤ.
-
قَالَ هَـٰذَا رَحْمَةٌ مِّن رَّبِّي ۖ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ ۖ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا
ذوالقرنين وويل: "دا زما د پروردګار رحمت دى، خو كله چي زما د رب د ژمني نېټه را ورسیږي نو دا به ميده ميده هوار کړي، او زما د پروردګار وعده حقه ده."
-
۞ وَتَرَكْنَا بَعْضَهُمْ يَوْمَئِذٍ يَمُوجُ فِي بَعْضٍ ۖ وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَجَمَعْنَاهُمْ جَمْعًا
او په هغه ورځ به موږ خلك پرېږدو چي(د سمندر د څپو غوندي) په خپلو منځو کښي سره وپرځوي. او شپېلۍ پو کړای شي او موږ به ټول انسانان يو ځاى راغونډ کړو.
-
وَعَرَضْنَا جَهَنَّمَ يَوْمَئِذٍ لِّلْكَافِرِينَ عَرْضًا
او هماغه ورځ به وي چي موږ دوږخ كافرانو ته ورمخي ته کړو؛
-
الَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِي غِطَاءٍ عَن ذِكْرِي وَكَانُوا لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا
د هغو كافرانو مخي ته چي زما د نصيحت خوا ته ړانده شوي ول او د څه شي اورېدلو ته له سره تيار نه ول.
-
أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَن يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِن دُونِي أَوْلِيَاءَ ۚ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا
نو ايا دغه خلك چي كفر یې غوره کړيدى، دا یې ګڼلې ده چي زما څخه پرته زما بندګان خپل كار سازان ونيسي؟ موږ ددغسي كافرانو د مېلمستيا لپاره دوږخ تيار کړيدى.
-
قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُم بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا
[اې محمده (ص)!] دوی ته ووايه: ايا موږ تاسي ته وښيو چي په خپلو عملونو کښي تر ټولو زيات ناكام او نامراده خلك څوك دي؟
-
الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا
هغه چي په دنيوي ژوندانه کښي یې هلي ځلي له سمي لاري منحرفي شوې او انګېرلې یې ده چي ټول کړه وړه يې ښه دي.
-
أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ فَحَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَلَا نُقِيمُ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَزْنًا
دا هغه خلك دي چي د خپل پروردګار د ايتونو له منلو څخه یې انكار وکړ او د هغه حضور ته په وړاندي کېدلو یې باور ونکړ. له دې كبله د هغو ټولو عملونه بابيزه شول. د قيامت په ورځ به موږ ورته څه وزن (قدر) ورنه کړو.
-
ذَٰلِكَ جَزَاؤُهُمْ جَهَنَّمُ بِمَا كَفَرُوا وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَرُسُلِي هُزُوًا
د هغو سزا دوږخ دى، د هغه كفر په بدله کښي چي غوره يې کړ او د هغو ملنډو په بدل کښي چي زما په ايتونو او زما په پېغمبرانو پوري يې ووهلې
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا
البته كومو كسانو چي ايمان راوړی او ښه عملونه یې وکړل، د هغو مېلمستون به د فردوس باغونه وي،
-
خَالِدِينَ فِيهَا لَا يَبْغُونَ عَنْهَا حِوَلًا
چي هغوى به پكښى د تل لپاره اوسیږي او هیڅكله به د هغو زړه له هغه ځايه وتل او چيري تلل، ونه غواړي.
-
قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا
[اې محمده (ص)!] ورته ووايه: "كه سمندر زما د رب د خبرو د ليكلو لپاره سیاهي شي، نو هغه به ختمه شي، خو زما د رب خبري به پاى ته نه وي رسيدلي، بلکي كه موږ همدومره سیاهي نوره هم راوړو، نو هغه به هم بسنه ونه کړي."
-
قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۖ فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا
[اې محمده(ص)!] ورته ووايه: "زه خو ستاسي په څير يو انسان يم. ما ته وحيي کیږي چي ستاسي خداى همدا يو خداى دى. نو څوك چي له خپل پروردګار سره د يو ځاى كېدو په هيله وي، هغه ته په كار ده چي ښه عمل وکړي او په بندګۍ کي له خپل رب سره بل څوك شريك نکړي.
۱۸. سورت الكهف
الكهف
Al-Kahf / الكهف · ۱۸ · ۱۱۰ آیتونه
دا پاڼه د سورت الكهف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.