Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۹۲. سورت الليل

الليل

Al-Layl / الليل · ۹۲ · ۲۱ آیتونه

دا پاڼه د سورت الليل عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. وَاللَّيْلِ إِذَا يَغْشَىٰ

    قسم دی په شپه كله چي هغه خوره شي؛

  2. وَالنَّهَارِ إِذَا تَجَلَّىٰ

    او (قسم دی) په ورځ كله چي هغه روڼه شي؛

  3. وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْأُنثَىٰ

    او (قسم دی) په هغه ذات چي نارينه او ښځه يې پيدا کړي دي؛

  4. إِنَّ سَعْيَكُمْ لَشَتَّىٰ

    په حقيقت کښي ستاسي هڅي په بېلابېلو ډولونو سره دي؛

  5. فَأَمَّا مَنْ أَعْطَىٰ وَاتَّقَىٰ

    نو چا چي (د خدای په لار کښي) شتمني ورکړه او (د خدای له نافرمانۍ څخه یې) پرهېز وکړ،

  6. وَصَدَّقَ بِالْحُسْنَىٰ

    او نېکي یې رښتينې کړه،

  7. فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْيُسْرَىٰ

    نو هغه ته به موږ د اساني لاري (شریعت) لپاره اسانتيا برابره کړو.

  8. وَأَمَّا مَن بَخِلَ وَاسْتَغْنَىٰ

    او چا چي بخيلي وکړه او (له خپل خدای څخه یې) بې پروايي وکړه،

  9. وَكَذَّبَ بِالْحُسْنَىٰ

    او نېکي یې درواغ وګڼله،

  10. فَسَنُيَسِّرُهُ لِلْعُسْرَىٰ

    هغه ته به موږ سخت ځاى (دوږخ) ته د ورتګ لار اسانه کړو.

  11. وَمَا يُغْنِي عَنْهُ مَالُهُ إِذَا تَرَدَّىٰ

    او ښه نو، د هغه مال به ورته څه په درد وخوري، کله چي هغه تباه شي، په کنده کي ولوېږي؟

  12. إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَىٰ

    بېشكه لارښودل پر موږ دي.

  13. وَإِنَّ لَنَا لَلْآخِرَةَ وَالْأُولَىٰ

    او په حقيقت کښي د اخرت او دُنيا دواړو همدا موږ مالك يوو.

  14. فَأَنذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظَّىٰ

    نو ما تاسي (منکرانو) ته د لمبه وهونكي اور خبر درکړی دى؛

  15. لَا يَصْلَاهَا إِلَّا الْأَشْقَى

    په هغه (اور) کي د ډېر زیات بد مرغه څخه پرته بل څوک نه سوځي؛

  16. الَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ

    هغه څوك (سوځي) چي (حق ته) د درواغو نسبت وکړي او مخ واړوي.

  17. وَسَيُجَنَّبُهَا الْأَتْقَى

    او له هغه (اور) څخه به ډېر ښه پرهېزګار په ډډه شي،

  18. الَّذِي يُؤْتِي مَالَهُ يَتَزَكَّىٰ

    هغه څوك چي د سپېڅلتيا په خاطر خپل مال لګوي؛

  19. وَمَا لِأَحَدٍ عِندَهُ مِن نِّعْمَةٍ تُجْزَىٰ

    هغه ته د هغه د بدل په ورکړه کښي د هيچا هیڅ احسان پرې نشته؛

  20. إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْأَعْلَىٰ

    هغه خو یوازي د خپل لوړ رب د خوښۍ لټوني لپاره دا كار كوي.

  21. وَلَسَوْفَ يَرْضَىٰ

    هرو مرو به هغه ترېنه خوشحاله شي.

Holy Quran-Pashto