-
سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ
غوښتونكی (کافر) د هغه عذاب غوښتنه وکړه چي هرومرو واقع كېدونكى دى؛
-
لِّلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ
(دا عذاب) د كافرانو لپاره دى، هیڅوك د هغه مخه نيوونكى نشته؛
-
مِّنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ
د هغه خداى له لوري دى چى د لويو لوړو زينو (مرتبو) څښتن دى؛
-
تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ
پرښتې او روح (جبرائیل ع) د هغه حضور ته په يوه داسي ورځ کښي ورخېژي؛ چي اندازه يې پنځوس زره (۵۰۰۰۰) كاله ده.
-
فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا
نو [اې پېغمبره (ص)!] صبر وکړه، غوره صبر.
-
إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا
دوی هغه (عذاب) لیري انګيري؛
-
وَنَرَاهُ قَرِيبًا
او موږ یې نژدې وينو.
-
يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاءُ كَالْمُهْلِ
(دغه عذاب به په هغه ورځ وي) په كومه ورځ چي اسمان د ويلي شويو میسو غوندي شي؛
-
وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ
او غرونه د رنګينو ډانډس شوېو وړيو غوندي شي؛
-
وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا
او هیڅ يو صميمي دوست به له خپل بل صميمي دوست څخه پوښتنه ونه کړي.
-
يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ
په داسي حال کښي چي هغوي به يو بل ته وښودل شي. مجرم به وغواړي چي د هغي ورځي له عذاب څخه د ژغورل كېدو لپاره په فديه (جريمه) کښي خپل اولادونه ورکړي،
-
وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ
خپله مېرمن، خپل ورور،
-
وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْوِيهِ
خپله ډېره نژدې كورنۍ چي هغه ته پناه وركوونكې وه،
-
وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ
او د ځمکي د مخ ټول خلك؛ بیا دغه تدبير ورته نجات ورکړي (خو داسي نه ده چي مجرم یې هیله لري)؛
-
كَلَّا ۖ إِنَّهَا لَظَىٰ
هیڅكله نه، هغه خو به د لمبه شوي اور شغلې وي؛
-
نَزَّاعَةً لِّلشَّوَىٰ
چي غوښه او پوستكي به سوځوي.
-
تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ
په چيغو چيغو به هر هغه څوك ځان ته راغواړي چي هغه له حق څخه مخ اړولی او شا یې ګرځولې وي؛
-
وَجَمَعَ فَأَوْعَىٰ
او مال یې جمع کړی او بنډل بنډل یې زيرمه کړی وي.
-
۞ إِنَّ الْإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا
انسان كم حوصله پيدا کړ شوى دى؛
-
إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا
كله چي کړاو پر راځي، نو وار خطا کیږي، فرياد كوي؛
-
وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا
او كله چى سوكالي ورپه برخه کیږي، نو په بخيلۍ لاس پوري كوي؛
-
إِلَّا الْمُصَلِّينَ
خو هغه كسان (له دې نیمګړتیا څخه ژغورل شويدي) چي لمونځ كوونكي دي؛
-
الَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ
تل د خپل لمانځه پابند دي؛
-
وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ
د هغو په مالونو کښي يو ټاكلی حق دی،
-
لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ
د سوال کوونکي (فقرانو) او محروم (هغه فقرانو چي سوال نه کوي) لپاره.
-
وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ
هغه كسان چي د جزا ورځ بر حقه مني؛
-
وَالَّذِينَ هُم مِّنْ عَذَابِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ
هغه كسان چي د خپل رب له عذابه وېريږي؛
-
إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ
ځكه چي د هغو د رب عذاب داسي شي نه دى چي څوك ترېنه بېغمه وي.
-
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ
هغه كسان چي د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي؛
-
إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ
پرته له خپلو مېرمنو یا له خپلو مینزو څخه چي د هغو څخه په نه ساتنه کښي څه پړه ورباندي نشته.
-
فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ
البته څوك چي په دې سربېره نور څه وغواړئ، هماغوی له حده تيري كوونكي دي.
-
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ
هغه كسان چي د خپلو امانتونو حفاظت او د خپلي ژمنې لحاظ ساتي؛
-
وَالَّذِينَ هُم بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ
هغه كسان چي پخپلو شاهدېو کښي په رښتينولۍ باندي ټينګ درېږي؛
-
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ
او هغه كسان چي د خپل لمانځه ساتنه كوي؛
-
أُولَـٰئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُّكْرَمُونَ
دغه كسان به په عزت سره د جنت په باغونو کښي اوسیږي.
-
فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ
نو [اې پېغمبره (ص)!] څه خبره ده چي دغه كافران ستا خوا ته په ځغاسته دي؛
-
عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ
له ښي اوكيڼ لوري ډله ډله (حلقه وهونکي)؛
-
أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ
ايا له دوی څخه هر يو دا تمه لري، چي د نعمتونو ډک جنت ته به ننيستل شي؟
-
كَلَّا ۖ إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّمَّا يَعْلَمُونَ
هیڅكله نه، موږ چي له كوم شي (نطفې) څخه دوی پېدا کړي دي، دوی هغه پېژني.
-
فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ
نو نه، زه د ختيځونو او لوېديځونو په څښتن قسم كوم چي بېله شکه موږ په دې باندي قادر يوو؛
-
عَلَىٰ أَن نُّبَدِّلَ خَيْرًا مِّنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ
چي د دوی په ځای له دوی څخه ډېر غوره خلك راولو او هیڅوك له موږ څخه وړاندي توب نه شي کولای.
-
فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ
نو له دې كبله دوی په خپلو بابېزه خبرو او پخپلو لوبو کښي اخته پرېږده، تر دې پوري چي دوی خپلي هغي ورځي ته ورسيږي چي ژمنه يې ورسره کیږي؛
-
يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ
كله چي دوی له خپلو قبرونو څخه را ووځي، داسي به ځغلي لكه چي د خپلو بُتانو د درشلو خوا ته منډي وهي.
-
خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ
د دوی سترګي به ټيټي شوي وی، ذلت به ورباندي خوريږي. دا هغه ورځ ده چي د دوی سره يې وعده كېدله.
۷۰. سورت المعارج
المعارج
Al-Ma'arij / المعارج · ۷۰ · ۴۴ آیتونه
دا پاڼه د سورت المعارج عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.