Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵. سورت المائدة

المائدة

Al-Ma'idah / المائدة · ۵ · ۱۲۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت المائدة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ ۚ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۗ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ

    اې مؤمنانو! د بنديزونو پوره مراعات وکړئ. ستاسي لپاره د څاروېو ټول ډولونه حلال وګرځول شول، پرته له هغو چي وړاندي به تاسي ته وښودل شي. خو د اِحرام په حال کښي ښكار كول ځان ته مه روا كوئ. بېشكه الله چي څه غواړي، حكم كوي.

  2. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَانًا ۚ وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَاصْطَادُوا ۚ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا ۘ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ

    اې مؤمنانو! د خداى پالني د نښو نښانو بې حرمتي مه كوئ، مه له حرامو مياشتو څخه كومه يوه حلالوئ، مه د قربانۍ څاروېو ته لاس غځوئ، مه هغو څاروېو ته لاس ور وړئ چي د هغو په غاړو کښي خداى ته د نذرانې په توګه پټۍ اچول شوې وي، مه هغه خلك ځوروئ چي د خپل رب د فضل او د هغه د خوشالۍ په لټه کښي د (كعبې) د محترم كور په لوري ځي. هو، كله چي د اِحرام حالت ايسته شي، نو تاسي ښكار کولای شئ. او ګورئ يوې ډلي چي ستاسي لپاره د مسجد حرام لاره بنده کړېده، نو پر هغې ستاسي غوسه دي تاسي دومره تاؤجن نه کړي، چي د هغو پر خلاف تاسي هم په ناروا تېرېو لاس پوري کړئ. نه! كوم كارونه چي د نېکۍ او خداى پالني دي، په هغو کښي له ټولو سره مرسته وکړئ؛ او كوم كارونه چي د ګناه او تيري وي، په هغو کښي د هيچا ملاتړ مه كوئ. د الله څخه ووېرېږئ، د الله عذاب ډېر سخت دى.

  3. حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُوا بِالْأَزْلَامِ ۚ ذَٰلِكُمْ فِسْقٌ ۗ الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ ۚ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ۚ فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ ۙ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    پر تاسي حرامه کړای شوي دي: مرداره، وينه، د خوګ غوښه، هغه څاروى چي له خدايه پرته د كوم بل چا په نوم حلال کړای شوى وي. هغه چي په ستوني خپه كېدو، په زخمي كېدو يا له لوړي څخه په راغورځېدو، مړ شوى وي يا بل څاروي په ښكر وهلى مړ شوي وي، يا هغه چي كوم ځناور څېری وي- پرته له هغه چي تاسي ژوندى موندلى او حلال کړی وي. او هغه څاروى چي د كوم چا په دربار (ممنوع ځای) کښي حلال کړای شوى وي. همدا رنګه دا هم ستاسي لپاره ناروا ده چي د فال په غشو خپل اقبال وګورئ؛ دا ټول كارونه فسق دي. نن كافران ستاسي د دين له خوا پوره ناهيلي شويدي، نو تاسي مه ځني وېرېږئ، بلکي زما څخه ووېرېږئ. نن ما ستاسي دين، ستاسي لپاره بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسي پوره کړ. او ستاسي لپاره مي اسلام ستاسي د دين په توګه منظور کړ. (له دې كبله د حلالو او حرامو كوم بنديزونه چي پر تاسي لګول شويدي، د هغو مراعات وکړئ.) البته څوك چي له لوږي څخه اړ وګرځي او له هغو څخه څه شى وخوري، بې له دې چي د ګناه خوا ته یې میلان وي، نو بېشكه چي الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  4. يَسْأَلُونَكَ مَاذَا أُحِلَّ لَهُمْ ۖ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۙ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ الْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ اللَّهُ ۖ فَكُلُوا مِمَّا أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ

    خلك ستا څخه پوښتنه كوي چي هغو ته څه شى حلال کړای شويدي، ورته ووايه: تاسي ته ټول پاك شيان حلال کړای شويدي. او كوم ښكاري ځناور چي تاسي اموخته کړي وي، هغو ته مو د خداى درکړي علم په اساس د ښكار تعليم ورکړی وي، هغه چي كوم شى ستاسي لپاره ونيسي، د هغه خوراك هم تاسي ته روا دى؛ البته پر هغه د الله نوم واخلئ او د الله د قانون له ماتولو څخه ووېرېږئ. د الله په حساب اخيستنه کښي څه ځنډ نه راځي.

  5. الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۖ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ۖ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    نن ستاسي لپاره ټول پاك شيان حلال کړای شويدي. د اهل كتابو خواړه ستاسي لپاره حلال دي او ستاسي خواړه د هغو لپاره حلال دي. او پاك لمني ښځي هم ستاسي لپاره حلالي دي، كه هغوى د مؤمنانو له ډلي څخه وي يا له هغو قومونو څخه وي چي ستاسي څخه مخکي كتاب ورکړ شوى ؤ. په دې شرط چي تاسي د هغو مَهر ورکړئ، په نكاح کښي د هغوى ساتونكي اوسئ. نه دا چي په ازادي شهوت رانۍ لاس پوري کړئ؛ يا په پټه په غلا يارانې وکړئ. او چا چي د ايمان پر تګلاره له تلو څخه انكار وکړ؛ نو د هغه د ژوند ټول کړه وړه بابېزه شول او هغه به په اخرت کښي تش لاس بيوزلى وي.

  6. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ ۚ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا ۚ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ ۚ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    اې مؤمنانو! كله چي تاسي د لمانځه لپاره پاڅېږئ؛ (او بې اودسه یاست) نو بايد چي خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پوري ووينځئ، پر سرونو باندي لاسونه را کاږئ او پښې تر پډكېو (بيچلکو) پوري ووينځئ. او كه د جنابت په حال کښي ياست؛ نو په لمبلو (غسل کولو) ځان پاك کړئ. كه ناروغان يا مسافر ياست، يا ستاسي څخه كوم څوك له حاجت پوره كولو څخه راشي يا تاسي پر ښځو لاس لګولى (جماع مو کړي) وي، او اوبه ونه مومئ؛ نو له پاکي خاورۍ څخه كار واخلئ، پر هغې لاسونه ووهئ، پر خپلو مخونو او لاسو یې را کاږئ. الله نه غواړي چي ژوند درباندي تنګ کړي، هغه خو غواړي چي تاسي سوتره کړي او خپل نعمت پر تاسي پوره کړي، ښايي چي تاسي شكر ايستونكي شئ.

  7. وَاذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَاقَهُ الَّذِي وَاثَقَكُم بِهِ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    الله چي تاسي ته كوم نعمت درکړيدى هغه په ياد ساتئ او هغه پوخ لوز او تړون مه هېروئ چي له هغه سره تاسي کړيدى؛ يعني ستاسي دا وينا چي: "موږ واورېدل او اطاعت مو ومانه" - د الله څخه ووېرېږئ، الله آن د زړه په رازونو پوهیږي.

  8. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَىٰ أَلَّا تَعْدِلُوا ۚ اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

    اې مؤمنانو! د الله لپاره پر رښتينولۍ ولاړ او د عدل شاهدان اوسئ. د کومي ډلي دښمني دي تاسي دومره را و نه پاروي چي له عدالت څخه واوړئ. عدالت وکړئ، دا له پرهېږګارۍ سره نژدې اړیکه لري. د الله له وېري سره كار كوئ، هر څه چي تاسي كوئ، الله پرې پوره خبر دى.

  9. وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ۙ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ

    كوم كسان چي ايمان راوړي او غوره عملونه سرته رسوي، الله له هغو سره وعده کړېده چي ګناهونه به يې وبښل شي او ستر ثواب به ورپه برخه شي.

  10. وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ

    (پاتي شول) هغه خلك چي كافر شي او د الله ايتونه درواغ وګڼي، نو هغوى دوږخ ته تلونكي دي.

  11. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

    اې مؤمنانو! د الله هغه احسان در ياد کړئ، چي پر تاسي يې کړيدى: داسي چي يوې ډلي تاسي ته د لاس غځوني اراده کړي وه؛ خو الله پر تاسي د هغو لاسونه پورته كولو ته پرې نښودل. د الله څخه په وېرېدو كار كوونكي اوسئ، د ايمان خاوندان بايد پر الله ډاډه وي.

  12. ۞ وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا ۖ وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ

    الله له بني اسرائيلو څخه پخه وعده اخيستې وه، او په هغو کښي موږ دولس نقيبان (وکیلان) ټاكلي ول او هغو ته الله ويلي ول: "زه ستاسي سره يم، كه تاسي لمونځ وکړ، زكات مو ورکړ، زما پېغمبران مو ومنل، د هغو ملاتړ مو وکړ او خپل خداى ته مو ښه پور (قرض حسنه) ورکړ؛ نو باور ولرئ چي زه به ستاسي ګناهوي درڅخه ايسته کړم او تاسي به داسي باغونو(جنتونو) ته ننباسم چي تر هغو لاندي به ویالې بهيږي، خو له دې وروسته چي ستاسي څخه څوک د كفر چلن غوره کړي؛ نو په حقيقت کښي هغه (د عدل او اعتدال) سمه لاره وركه کړه."

  13. فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ ۙ وَنَسُوا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا بِهِ ۚ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَائِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

    بيا دا د هغو خپله وعده ماتول ول، چي د هغې له امله مو له خپل رحمت څخه لیري وغورځول او د هغو زړونه مو سخت کړل. اوس د هغو حال دا دى چي الفاظ سرچپه اړوي، له يو ډول خبري څخه بل ډول خبره جوړوي. كومه ښوونه چي هغو ته شوې وه، د هغه زياته برخه یې هېره کړېده. او هره ورځ تا ته د هغو يو نه يو خيانت څرګندیږي. له هغوى څخه ډېر لږ كسان له دې عيب څخه ژغورل شويدي (كله چي دغه حالت ته رسېدلي دي، نو چي هر ډول بد عملي وکړي، د هماغه هيله ور څخه کیږي.) نو له دې امله هغوى ته بښنه وکړه او د هغو له حركتونو څخه سترګي پټوونكى اوسه. الله هغه خلك خوښوي چي د احسان چار چلن ولري.

  14. وَمِنَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ أَخَذْنَا مِيثَاقَهُمْ فَنَسُوا حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا بِهِ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ اللَّهُ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ

    په همدې ډول موږ له هغو خلكو څخه هم پخه وعده اخيستې وه، چي ويلي يې ول: موږ "نصارا" يوو. خو هغو ته هم چي كوم درس ورکړای شوى ؤ، د هغه زياته برخه هغو هېره کړه. په پاى کښي موږ د هغو په منځ کښي تر قيامته پوري د دښمنۍ او په خپلو کښي د تاو تريخوالي تخم وكره. او هرو مرو به يو وخت راشي، چي الله هغو ته وښيي، چي هغوى په دنيا کښي څه جوړ کړي دي.

  15. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَعْفُو عَن كَثِيرٍ ۚ قَدْ جَاءَكُم مِّنَ اللَّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ

    اې اهل كتابو! زموږ پېغمبر تاسي ته راغلى دى، تاسي ته د الهى كتاب زياتره هغه خبري لوڅوي چي تاسي ور باندي پرده غوړوله، او له ډېرو خبرو څخه درتېریږي هم. تاسي ته د الله له لوري روښنايي راغلې ده او يو حق برسېروونكى (خوښوونکی) كتاب؛

  16. يَهْدِي بِهِ اللَّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلَامِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    چي دغه (کتاب) په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چي د هغه د رضا غوښتونكي دي، د سلامتيا لاري ښيي. او په خپل امر سره هغوى له ترږمیو څخه راباسي، د رڼا لوري ته یې راولي او د سمي لاري په لوري يې رهبري كوي.

  17. لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۚ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ الْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ وَمَن فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ۗ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۚ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    هغه كسان په يقيني توګه كافران شول، چي ویې ويل: همدا مسيح د مریم زوی خداى دى. [اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه چي كه خداى وغواړي چي مسيح د مریم زوی، د هغه مور او د ځمکي ټول اوسېدونكي هلاک کړي؛ نو څوك کولای شي چي هغه له دغي ارادې څخه منع کړای شي؟ الله خو د اسمانونو او ځمکي او د ټولو هغو شيانو څښتن دى، چي د ځمکي او اسمانونو په منځ کښي موندل کیږي؛ هر څه چي غواړي هستوي یې، او الله په هر څه قادر دى.

  18. وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصَارَىٰ نَحْنُ أَبْنَاءُ اللَّهِ وَأَحِبَّاؤُهُ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم ۖ بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ ۚ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ

    يهوديان او نصارا وايي چي موږ د الله زامن او د هغه ډېر ګران دوستان يوو. د هغو څخه پوښتنه وکړه: نو هغه ستاسي په ګناهونو تاسي ته سزا ولي دركوي؟ - په حقيقت کښي تاسي هم هماغسي انسانان ياست لكه چي نور انسانان خداى پيدا کړيدي. هغه چي چا ته وغواړي بښنه كوي او چا ته یې چي خوښه شي سزا وركوي. اسمانونه او ځمکه او د هغو تر منځ ټول موجودات د الله ملكيت دى. او د هماغه لوري ته د ټولو ورتګ دى.

  19. يَا أَهْلَ الْكِتَابِ قَدْ جَاءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِّنَ الرُّسُلِ أَن تَقُولُوا مَا جَاءَنَا مِن بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ ۖ فَقَدْ جَاءَكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    اې اهل كتابو! زموږ دا پېغمبر په داسي وخت کښي تاسي ته راغلى دى او په څرګنده توګه دين درښيي چي له يوې مودې راهيسي د پېغمبرانو د راتګ لړۍ بنده وه. ځکه چي بيا تاسي دا ونه وایاست چي موږ ته كوم زيرى كوونكى او ويروونكى نه دى راغلى. نو ګورئ! اوس هغه زيرى كوونكى او وېروونكى راغى. او الله پر هر څه قادر دى.

  20. وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنبِيَاءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَآتَاكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ

    په ياد ولرئ، كله چي موسى (ع) خپل قوم ته ويلي وو: "اې زما قومه! د الله هغه نعمت در په زړه کړئ چي تاسي ته يې درپه برخه کړی ؤ، هغه په تاسي کښي پېغمبران پيدا کړل، تاسي یې فرمان روايان وګرځولاست او تاسي ته یې هغه څه درکړل چي په نړۍ کښي یې هيچا ته نه وو ورکړي؛

  21. يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ

    اې قومه! هغه سپېڅلي ځمکي ته ننوځئ چي الله ستاسي لپاره ليكلې ده. پر شا مه اوړئ، كه نه نو ناكام او نامراده به وګرځئ."

  22. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ

    هغوى په ځواب کښي وويل: "اې موسى! هلته خو ډېر زورور خلك اوسیږي. موږ به هیڅكله هلته لاړ نه شو، تر څو هغوى له هغه ځايه ونه وځي. هو كه هغوى ووتل نوموږ به د ور ننوتلو لپاره چمتو يوو."

  23. قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    په هغو وېرېدونكو کښي دوه تنه داسي هم ول چي الله خپل نعمت پرې پېرزو کړی ؤ. هغوى وويل چي: «ددې جبارانو د مقابلې لپاره له دروازې څخه دننه ورشئ. كله چي تاسي دننه ورسېږئ، نو برلاسي به ياست. پر الله ډاډه اوسئ كه تاسي مؤمنان یاست.»

  24. قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُوا فِيهَا ۖ فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلَا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ

    خو هغوى بيا همدا وويل چي: "اې موسى! موږ به هلته هیڅكله ور نه شو تر څو چي هغوى هلته وي. ته او ستا رب، دواړه لاړ شئ او وجنګېږئ، موږ دلته ناست يوو."

  25. قَالَ رَبِّ إِنِّي لَا أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِي وَأَخِي ۖ فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ

    موسى (ع) وويل: "اې زما پروردګاره، زما په واك کښي بېله زما خپل ځانه او زما له ورور څخه بل هیڅ نشته. نو ته موږ له دغو سرکښانو څخه بېل کړه."

  26. قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ ۛ أَرْبَعِينَ سَنَةً ۛ يَتِيهُونَ فِي الْأَرْضِ ۚ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ

    الله ځواب ورکړ: "ښه نو هغه هیواد تر څلويښتو كلونو پوري پر دوى حرام دى. دوى به په ځمکه کښي لالهانده، سر ګردانه وګرځي. ددې سرکښانو په حالت مه اندېښمن کېږه."

  27. ۞ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ابْنَيْ آدَمَ بِالْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ ۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ

    او دوى ته [آې محمد (ص)] د ادم د دوو زامنو (هابیل او قابیل) کیسه هم بشپړه واوروه؛ كله چي هغوى دواړو قرباني وکړه، نو له هغو څخه د يوه (هابیل) قرباني قبوله شوه او د بل (قابیل) قبوله نه شوه. دغه (قابیل) وويل: "زه به تا ووژنم!" هغه (هابیل) ځواب ورکړ: "الله خو یوازي د پرهېزګارانو نذرونه قبلوي،

  28. لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِيَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ ۖ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ

    كه ته زما د وژلو لپاره لاس پورته کړې، نو زه ستا د وژلو لپاره لاس نه پورته كوم، زه د مخلوقاتو د پالونکي الله څخه وېرېږم.

  29. إِنِّي أُرِيدُ أَن تَبُوءَ بِإِثْمِي وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَابِ النَّارِ ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الظَّالِمِينَ

    زه غواړم چي زما او ستا خپله ګناه ستا پرغاړه شي او دوږخي شې. همدا د ظالمانو د ظلم وړ سزا ده."

  30. فَطَوَّعَتْ لَهُ نَفْسُهُ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُ فَأَصْبَحَ مِنَ الْخَاسِرِينَ

    په پاى کښي د هغه نفس، د خپل ورور وژل ورته اسان کړل، نو هغه یې وواژه؛ او د هغه په وژلو د هغو خلكو څخه شو چي زيان كاران دي.

  31. فَبَعَثَ اللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِي الْأَرْضِ لِيُرِيَهُ كَيْفَ يُوَارِي سَوْءَةَ أَخِيهِ ۚ قَالَ يَا وَيْلَتَىٰ أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَـٰذَا الْغُرَابِ فَأُوَارِيَ سَوْءَةَ أَخِي ۖ فَأَصْبَحَ مِنَ النَّادِمِينَ

    بيا الله يو كارغه ولېږه چي د ځمکي په كيندلو یې لاس پوري کړ، چي هغه ته وښيي چي د خپل ورور جوسه (مړی) څنګه پټه کړي. ددې كار په ليدلو هغه (قابیل) وويل افسوس پر ما! ما ددې كارغه په څېر هم ونه شو کړای چي د خپل ورور د جوسې د پټولو تدبير مي کړی واى. له هغه وروسته یې په خپلو کړو ډېره پښېمانتیا وکړه.

  32. مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِالْبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَٰلِكَ فِي الْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ

    له همدې امله موږ پر بني اسرائيلو دا فرمان ليكلى ؤ: "چا چي يو انسان د ويني له بدلې يا په ځمکه کښي له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي وګڼه لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چي څوك له مرګه وژغوره، داسي وګڼه لكه چي هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه." - خو د هغو حال دا دى چي زموږ پېغمبران پرله پسې له روښانه څرګندو لارښودنو سره ورته راغلل؛ سره له دې هم د هغو زياتره كسان په ځمکه کښي زياتى كوونكي دي.

  33. إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَافٍ أَوْ يُنفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ۚ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    كوم خلك چي له الله او د هغه له پېغمبر سره جنګیږي او په ځمکه کښي ددې لپاره منډي ترډي كوي چي فساد را ولاړ کړي، نو د هغو سزا دا ده چي ووژل شي، يا په دار وځړول شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅي کړای شي، يا له وطنه وشړل شي. دا ذلت او سپكاوى خو د هغو لپاره په دُنيا کښي دى، او په اخرت کښي د هغو لپاره له دې څخه هم لويه سزا ده.

  34. إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُوا عَلَيْهِمْ ۖ فَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    خو كوم خلك چي توبه وباسي، مخکي له دې څخه چي تاسي پرې تسلط ومومئ، تاسي ته دې څرګنده وي چي الله بښونكى او رحم كوونكى دى.

  35. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَيْهِ الْوَسِيلَةَ وَجَاهِدُوا فِي سَبِيلِهِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    اې مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د هغه په حضور کښي د مشرف كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لاره کښي جد وجهد وکړئ. ښايي چي تاسي ته برياليتوب در په برخه شي.

  36. إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لِيَفْتَدُوا بِهِ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    ښه وپوهېږئ! كومو كسانو چي د كفر رويه غوره کړېده، كه د هغو په لاس کښي د ټولي ځمکي شتمني وي او همدومره نوره هم ورسره وي او وغواړي چي هغه په فديه کښي ورکړي، تر څو د قيامت د ورځي له عذابه وژغورل شي، بيا به هم ورڅخه قبوله نه کړای شي؛ او هغو ته به دردناك عذاب ورسیږي.

  37. يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنْهَا ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ

    هغوى به غواړي چي د دوږخ له اور څخه په تېښته ووځي، خو نه به شي وتلای او هغوى ته به دائمي عذاب ورکړل شي.

  38. وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

    او غل، كه نر وي كه ښځه، د دواړو لاسونه پرېکړئ، دا د هغو د خپلي کړني بدله او د الله له لوري د عبرت وړ سزا ده. د الله قدرت پر ټولو غالب دى او هغه د پوهي او حكمت څښتن دى.

  39. فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    نو څوك چي له ظلم كولو څخه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح کړي، نو الله به د هغه توبه قبوله کړي. الله ډېر بښونكى او رحم كوونكى دى.

  40. أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَاءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    ايا ته نه پوهیږې چي الله د اسمانونو او ځمکي د سلطنت څښتن دى، چا ته یې چي خوښه شي سزا وركوي او چا ته یې چي خوښه شي بښنه كوي؟ الله په هر څه قادر دى.

  41. ۞ يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ الَّذِينَ يُسَارِعُونَ فِي الْكُفْرِ مِنَ الَّذِينَ قَالُوا آمَنَّا بِأَفْوَاهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ ۛ وَمِنَ الَّذِينَ هَادُوا ۛ سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّاعُونَ لِقَوْمٍ آخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ ۖ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ مِن بَعْدِ مَوَاضِعِهِ ۖ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَـٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَاحْذَرُوا ۚ وَمَن يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَن تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ لَمْ يُرِدِ اللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ ۚ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ ۖ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] هغه خلك دي ستا د ځورېدو باعث نه وي چي د كفر په لاره کښي چټك ګامونه اوچتوي. كه هغوى له هغو كسانو څخه وي چي په خوله وايي موږ ايمان راوړى دى، خو د زړه له كومي یې ايمان نه وي راوړى يا له هغو كسانو څخه وي چي يهوديان شويدئ؛ د هغو حال دا دى چي د درواغو لپاره غوږ ږدي، او د نورو خلكو لپاره چي تا ته هیڅكله نه دي راغلي، غوږ باسي، ګرځي راګرځي. (سره له دې چي الله د کتاب (تورات) د الفاظو صحيح ځايونه ټاكلي دي)، د هغو معناوي (حُكمونه) له يو ځاى څخه بل ځاى ته اړوي را اړوي او خلكو ته وايي چي كه تاسي ته دا حُكم درکړ شي نو ویې منئ، كه نه نو مه یې منئ. الله چي په فتنه کښي د چا د غورځولو اراده کړې وي، د الله له مواخذې څخه د هغه د ژغورلو لپاره ته هیڅ نه شې کولای. دا هغه كسان دي چي الله يې د زړونو پاكول نه دي غوښتي. د دوى لپاره په دُنيا کښي رسوايي او په اخرت کښي سخت عذاب دی.

  42. سَمَّاعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّالُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِن جَاءُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْئًا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ

    دوى د دروغو اورېدونكي او د حرام مال خوړونكي دي. كه دوى تا ته (د خپلو دعوو په وړاندي كولو) راشي، نو تا ته واك دركول کیږي، كه دې خوښه وي د هغو فېصله وکړه او كه نه نو انكار وکړه. كه انكار وکړې، نو دوى تا ته هیڅ زيان نه شي رسولای، او كه فېصله كوې نو د عدالت په اساس یې وکړه، چي الله عدالت كوونكي خوښوي

  43. وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ التَّوْرَاةُ فِيهَا حُكْمُ اللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ ۚ وَمَا أُولَـٰئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ

    او دوى تا څنګه فېصله كوونكى ټاكي؟ - حال دا چي له دوى سره تورات موجود دى، په هغه کښي د الله حكم ليكل شويدى او سره له دې هم دوى ورڅخه مخ اړوي. اصلي خبره دا ده چي دا خلك له سره ايمان نه لري.

  44. إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ ۚ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُوا لِلَّذِينَ هَادُوا وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُوا مِن كِتَابِ اللَّهِ وَكَانُوا عَلَيْهِ شُهَدَاءَ ۚ فَلَا تَخْشَوُا النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ

    موږ تورات نازل کړ، په هغه کښي لارښوونه او روښنايي وه. ټولو پېغمبرانو، چي مسلمانان ول، له هماغه سره سمي ددغو كسانو چاري چي يهوديان شوي ول، فېصله كولې. او په همدې شان زاهدانو او عالمانو هم (د فېصلو مدار هماغه ټاكلى ؤ)، ځكه چي هغوى ته د الله د كتاب د ساتني مسئوليت ورپه غاړه شوى ؤ، او هغوی پرې شاهدان ول. نو (اې د يهودو ډلي!) تاسي له خلكو څخه مه وېرېږئ؛ بلکي زما څخه ووېرېږئ او د لږ بدلې اخيستلو په مقابل کښي زما د ايتونو پلورل پرېږدئ. كوم خلك چي د الله له نازل کړي قانون سره سمي فېصلې ونه کړي، هماغوى كافران دي.

  45. وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَا أَنَّ النَّفْسَ بِالنَّفْسِ وَالْعَيْنَ بِالْعَيْنِ وَالْأَنفَ بِالْأَنفِ وَالْأُذُنَ بِالْأُذُنِ وَالسِّنَّ بِالسِّنِّ وَالْجُرُوحَ قِصَاصٌ ۚ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ

    په تورات کښي موږ پر يهوديانو دا حكم ليكلى ؤ چي د نفس په بدل کښي نفس، د سترګي په بدل کښي سترګه، د پوزې په بدل کښي پوزه، د غوږ په بدل کښي غوږ، د غاښ په بدل کښي غاښ، او د ټولو زخمونو لپاره برابره بدله ده. نو كه څوك قصاص صدقه کړي، هغه د هغه لپاره كفاره ده. او كوم خلك چي د الله د نازل کړي قانون سره سمه فېصله ونه کړي، هماغوى ظالمان دي.

  46. وَقَفَّيْنَا عَلَىٰ آثَارِهِم بِعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ التَّوْرَاةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ

    بيا موږ له هغو پېغمبرانو وروسته د مريم(ع) زوى عيسى (ع) ولېږه. له تورات نه چي كوم شى د هغه په وړاندي موجود ؤ، د هغه رښتينى كوونكى ؤ. او موږ هغه ته انجيل ورکړ، چي په هغه کښي لارښوونه او روښنايي وه. او هغه هم د تورات د هغه څه چي په هغه وخت کښي موجود ؤ، رښتینی كوونكى ؤ. او له خداى څخه د وېرېدونكيو خلكو لپاره له سره تر پايه هدايت او نصيحت ؤ.

  47. وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ الْإِنجِيلِ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فِيهِ ۚ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

    زموږ حكم ؤ چي د انجيل خاوندان دي له هغه قانون سره سمه فېصله وکړي، چي الله په هغه کښي نازل کړيدى. او كوم خلك چي د الله له نازل کړي قانون سره سمه فېصله ونه کړي، هماغوى فاسقان دي.

  48. وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ الْكِتَابِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ ۖ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ ۚ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا ۚ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِي مَا آتَاكُمْ ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ

    او [اې محمده (ص)!] موږ تا ته دا كتاب درلېږلی چي په حقه راغلى دى؛ او له كتاب څخه چي څه دده په وړاندي موجود دي د هغو رښتيني كوونكى او د هغو ساتونكى او محافظ دى. نو له دې كبله ته د خداى له نازل کړي قانون سره سمي د خلكو چاري فېصله کړه. او كوم حق چي تا ته راغلى دى، له هغه څخه په مخ اړولو سره د هغو د غوښتنو پيروي مه كوه. موږ ستاسي څخه د هر يوه لپاره يو شريعت او يوه عملي تګلاره ټاكلې ده. كه څه هم چي كه ستاسي خداى غوښتي واى، نو تاسي ټول یې يو امت هم جوړولای شوای، خو هغه دا ددې لپاره وکړل، څه شى چي یې تاسي ته درکړيدي، په هغه کښي تاسي وازمائي. نو په غوره چارو کښي يو له بل څخه د وړاندي كېدو هڅه وکړئ. په پاى کښي ستاسي ټولو د خداى لوري ته ورګرځېدل دي. بيا به هغه تاسي ته اصلي حقيقت چي تاسي په کښي اختلاف كوئ، در وښيي.

  49. وَأَنِ احْكُم بَيْنَهُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَن بَعْضِ مَا أَنزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَاعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ ۗ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ لَفَاسِقُونَ

    نو [اې محمده (ص)!] ته د الله له نازل کړي قانون سره سمه ددې خلكو د چارو فېصله وکړه، او د هغو د خواهشاتو پيروي مه كوه. پام كوه چي دا خلك تا په فتنه کښي وانه چوي، يوه ذره قدري دي هم له هغه هدايت څخه وا نه ړوي چي خداى تا ته درلېږلی دى. نو كه دوى مخ ورڅخه واړوي، نو وپوهېږه چي الله د دوى د ځينو ګناهونو په مجازات کښي، په غم کښي د دوى د اخته کولو اراده کړېده. او دا حقيقت دى چي له دې خلكو څخه زياتره فاسقان دي.

  50. أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ ۚ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ

    (كه دوى د خداى له قانون څخه مخ اړوي) نو ايا بيا د جاهليت فېصله غواړي؟ په داسي حال کښي كوم خلك چي پر الله باور لري، د هغو په نزد له الله څخه بل غوره فېصله كوونكى هیڅ نشته.

  51. ۞ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

    اې مؤمنانو! يهوديان او عيسويان خپل ملګري مه نيسئ، دوى په خپلو منځو کښي سره ملګري دي. او كه ستاسي څخه څوك هغوى خپل ملګري نيسي، نو بيا هغه هم په هماغو کښي شمېرل کیږي. په دي کښي شك نشته چي الله ظالمان له خپلي لارښووني څخه بې برخي كوي.

  52. فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰ أَن تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ ۚ فَعَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا أَسَرُّوا فِي أَنفُسِهِمْ نَادِمِينَ

    ته ګورې، د چا په زړونو کښي چي د نفاق ناروغي ده، هغوى په هماغوى کښي په منډو ترړو اوړي را اوړي. وايي: "موږ وېریږو چي په كوم غم اخته نشو." - خو لیري نه ده چي كله الله تاسي ته غوڅ برى درپه برخه کړي؛ يا له خپل لوري څخه كومه بله خبره څرګنده کړي، نو دا خلك به په خپل دغه منافقت چي په زړونو کښي یې پټوي پښېمانه وي.

  53. وَيَقُولُ الَّذِينَ آمَنُوا أَهَـٰؤُلَاءِ الَّذِينَ أَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ ۙ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ ۚ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فَأَصْبَحُوا خَاسِرِينَ

    او په هغه وخت کښي به مؤمنان ووايي: "ايا دا هماغه خلك دي چي په الله باندي په كلكو كلكو قسمو خوړلو یې باور در کاوه چي موږ ستاسي سره يوو؟" د دوی ټول عملونه بابېزه شول او په پاى کښي ناكام او نامراده پاتي شول.

  54. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرِينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَائِمٍ ۚ ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ

    اې مؤمنانو! كه ستاسي څخه څوك له خپل دين څخه واوړي (نو وا دي وړي)، الله به نور ډېر داسي خلك پيدا کړي چي الله ته ګران وي او الله هغوى ته ګران وي، چي له مؤمنانو سره به نرمي كوي او پر كافرانو سختي، چي د الله په لار کښي به جد وجهد وکړي او د هیڅ ملامتوونكي له پړې اچولو څخه ونه وېریږي. دا د الله فضل دى، چا ته یې چي خوښه شي ورپه برخه كوي يي. الله د پراخه وسايلو څښتن او پر هر څه پوهیږي.

  55. إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ

    ستاسي ملګري خو په حقيقت کښي یوازي الله، او د الله پېغمبر او هغه مؤمنان دي چي لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله په وړاندي سرټيټوونكي دي.

  56. وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ

    او څوك چي الله، او د هغه پېغمبر او مؤمنان خپل ملګري نيسي؛ هغه ته دي څرګنده وي، چي همدا د الله ډله غالبېدونكې ده.

  57. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    اې مؤمنانو! ستاسي څخه د مخکنیو اهل كتابو كومو خلكو چي ستاسي دين د ټوكو او ساعت تېري مورد ګرځولى دى، هغوى او نور كافران خپل دوستان او ملګري مه نيسئ. د الله څخه ووېرېږئ، كه مؤمنان ياست.

  58. وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ

    كله چي تاسي د لمانځه لپاره ږغ كوئ؛ نو هغوى ورپوري ملنډي وهي او لوبي ورسره كوي. ددې دليل دا دى چي هغوی پوهه نه لري.

  59. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّا إِلَّا أَنْ آمَنَّا بِاللَّهِ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَاسِقُونَ

    دوی ته ووايه: "اې اهل كتابو! تاسي چي په كومه خبره زموږ سره وران ياست، ایا هغه له دې پرته نور څه دي چي موږ پر الله او د دين پر هغه ښوونه ايمان راوړيدى، چي موږ ته نازله شوېده او له موږ څخه مخکي هم نازله شوې وه؟. او ستاسي څخه زياتره خلك فاسقان دي."

  60. قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللَّهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ اللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَـٰئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ

    بيا ووايه: "ايا زه هغه خلك در وښيم چي عاقبت يې د خداى په وړاندي د فاسقانو له عاقبت څخه هم ډېر بد دى؟ هغه كسان دي چي الله ورباندي لعنت کړی دی، او غضب یې ورباندي نازل کړی دی، له هغو څخه یې بيزوګاني او خوګان جوړ کړي دي، ځکه چي هغوی د شیطان اطاعت وکړ. د هغو درجه لا ډېره زياته بده ده، او هغوى د عدل او اعتدال له سمي لاري څخه ډېر زيات مخ اړونکي دي."

  61. وَإِذَا جَاءُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَقَد دَّخَلُوا بِالْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا بِهِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا يَكْتُمُونَ

    كله چي دوى تاسي ته راځي، نو وايي چي موږ ايمان راوړى، حال دا دى چي له كفر سره راغلي ول او له كفر سره بېرته لاړل. او الله په هغه څه ښه پوهیږي چي دوى په زړونو کښي پټ کړيدي.

  62. وَتَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَارِعُونَ فِي الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    ته ګورې چي له هغو څخه زياتره خلك د ګناه، ظلم او زياتي په چارو کښي په منډو ترړو اوړي را اوړي او حرام مال خوري. ډېر ناوړه عملونه دي، چي دوى یې كوي.

  63. لَوْلَا يَنْهَاهُمُ الرَّبَّانِيُّونَ وَالْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ الْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ السُّحْتَ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَصْنَعُونَ

    ولي د دوى علماء او روحانيون، دوى پر ګناه له ژبي خوځولو او د حرامو له خوړلو څخه نه منع كوي؟ په باوري توګه د ژوند ډېره بده كارنامه ده چي هغوى یې تياروي.

  64. وَقَالَتِ الْيَهُودُ يَدُ اللَّهِ مَغْلُولَةٌ ۚ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا بِمَا قَالُوا ۘ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۚ وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۚ كُلَّمَا أَوْقَدُوا نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا اللَّهُ ۚ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا ۚ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ

    يهوديان وايي: د الله لاس تړل شويدى، وتړل شول د دوى لاسونه. او پر دوى لعنت و اورېدی، ددې بې ځايه او ناوړه وينا په اساس چي دوى یې كوي. د الله لاسونه ازاد دي، څنګه یې چي خوښه شي لګښت كوي. حقيقت دا دى، كوم کلام چي ستا د رب له لوري پر تا نازل شويدى، هغه برعكس له هغو څخه د زياترو خلكو د سركښۍ او باطل پرستۍ، د زياتوالي موجب ګرځېدلى دى. او (ددې په بدله کښي) موږ د هغو په منځ کښي تر قيامته پوري عداوت او دښمني اچولې ده. كله چي دوى د جنګ اور په لمبو راولي، الله هغه مړ کړي. دوى په ځمکه کښي د فساد خورولو هڅه كوي، خو الله فساد را ولاړوونكي هیڅكله نه خوښوي.

  65. وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْكِتَابِ آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَاهُمْ جَنَّاتِ النَّعِيمِ

    كه (ددې سر غړوني په ځاى) دغو اهل كتابو ايمان راوړى واى او له خدايه د وېرېدو کړنلاره یې غوره کړي واى؛ نو موږ به د دوى بدۍ ورڅخه ايسته کړي وای او دوى به مو له نعمتونو څخه ډکو جنتونو ته ننيستلي واى.

  66. وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم ۚ مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ ۖ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاءَ مَا يَعْمَلُونَ

    كاشكي دوى تورات او انجيل او هغه نور كتابونه نافذ کړي واى، چي د دوى د رب له لوري ورته لېږل شوي ول. كه داسي یې کړي واى؛ نو د دوى لپاره به له پاسه روزي ورېدله او له لاندي به راخوټېدله. كه څه هم چي په دوى کښي ځیني خلك په سمه لاره تلوونكي هم شته، خو زياتره يې ډېر بد عمله دي.

  67. ۞ يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ ۖ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ ۚ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] څه چي ستا د رب له لوري پر تا نازل کړی شويدي، هغه خلكو ته ورسوه. كه داسي دې ونه کړل؛ نو د هغه د پېغمبرۍ حق دي ادا نه کړ. الله د خلكو له شر څخه ستا ژغورونكى دى. باور ولره چي الله به هیڅكله (ستا په مقابله کښي) كافرانو ته د بري لاره و نه ښيي.

  68. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ ۗ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَانًا وَكُفْرًا ۖ فَلَا تَأْسَ عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

    په څرګند ډول سره ووايه: "اې اهل كتابو! تاسي هیڅكله كوم اساس نه لرئ؛ تر څو چي تورات، انجيل او هغه نور كتابونه نافذ نه کړئ، چي ستاسي د رب له لوري تاسي ته نازل کړای شويدي." - دا فرمان به چي ستا د رب له لوري پر تا نازل کړای شويدى، هرو مرو له هغو څخه د زياترو سرغړونه او انكار زيات کړي. خو د منكرېدونكيو پر حال څه افسوس مه كوه.

  69. إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالصَّابِئُونَ وَالنَّصَارَىٰ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ

    (باور وکړه چي دلته هیڅوك ټيكدار نشته) مسلمانان وي كه يهوديان، صابيان وي كه نصارا، هر څوك چي پر الله او د اخرت په ورځ ايمان راوړي او نېک عمل وکړي، بېشكه چي نه د هغه لپاره د څه وېري ځاى شته او نه د څه خپګان.

  70. لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَأَرْسَلْنَا إِلَيْهِمْ رُسُلًا ۖ كُلَّمَا جَاءَهُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَىٰ أَنفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ

    موږ له بني اسرائيلو څخه كلكه ژمنه اخيستې او هغو ته مو ډېر پېغمبران لېږلي، خو كله چي كوم پېغمبر هغو ته د هغو د نفسي غوښتنو پر خلاف څه شى راوړی دى، نو چا ته یې د درواغو نسبتونه کړي او څوك یې وژلي دي؛

  71. وَحَسِبُوا أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا وَصَمُّوا ثُمَّ تَابَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا وَصَمُّوا كَثِيرٌ مِّنْهُمْ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ

    او له ځان سره یې دا انګېرلې ده چي څه فتنه راولاړه نه شي؛ له دې امله ړانده، كاڼه شول. بيا الله هغو ته بښنه وکړه، خو له هغو څخه زياتره كسان لا زيات ړانده كاڼه شول؛ الله د هغو دا ټول عملونه ګوري.

  72. لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ ۖ وَقَالَ الْمَسِيحُ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۖ إِنَّهُ مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ

    هغه كسان په يقيني توګه كافران شول، چي وېل یې: همدا مسيح (ع) د مریم زوی، الله دى. په داسي حال کښي چي مسيح (ع) ويلي ؤ: اې بني اسرائيلو! د الله بندګي وکړئ، چي هم زما رب دى او هم ستاسي.- چا چي له الله سره څوك شريك وګڼه، الله پر هغه جنت حرام کړی او د هغه استوګنځى دوږخ دى، او د داسي ظالمانو هیڅ مرستندويان نشته.

  73. لَّقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ ۘ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ ۚ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    هغه خلك په يقيني توګه كافران شول، چي ویې وېل: الله په درېيو کښي يو دى. په داسي حال کښي چي له يوه خدايه پرته هیڅ كوم بل خداى نشته. كه دا خلك له خپلو دغو ويناوو څخه منع نه شي؛ نو له هغوى څخه چي هر څوك كافر شوي دي، هغوى ته به دردناك عذاب ورکړل شي.

  74. أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى اللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    نو ايا دوى الله ته توبه نه باسي او له هغه څخه بښنه نه غواړي؟ الله ډېر بښونکی او رحم كوونكى دى.

  75. مَّا الْمَسِيحُ ابْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ ۖ كَانَا يَأْكُلَانِ الطَّعَامَ ۗ انظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ الْآيَاتِ ثُمَّ انظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

    د مریم (ع) زوی مسيح (ع)، له يو پېغمبر څخه پرته نور څه نه ؤ، له هغه څخه مخکي هم نور زيات پېغمبران تير شوي ول؛ د هغه مور يوه رښتيا پاله ښځه وه، او هغوى دواړو خواړه خوړل. ګوره موږ په څه شان د هغوى په وړاندي د حقيقت نښانې څرګندي کړيدي، بيا وګوره دوى كوم لوري ته اړول کیږي.

  76. قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا ۚ وَاللَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ

    دوى (مشریکانو) ته ووايه: ايا تاسي له الله څخه پرته د داسي شي بندګي كوئ چي نه تاسي ته د ضرر رسولو واك، وس لري او نه د ګټي؟ په داسي حال کښي چي د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى خو یوازي الله دى.

  77. قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوا أَهْوَاءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا كَثِيرًا وَضَلُّوا عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ

    ووايه: اې اهل كتابو! په خپل دين کښي ناحقه افراط مه كوئ او د هغو خلكو د افكارو پيروي مه كوئ چي، ستاسي څخه مخکي په خپله هم ګمراه شول، او ډېر نور یې هم بې لاري کړل؛ او د عدل او اعتدال له سمي لاري څخه واوښتل.

  78. لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ

    له بني اسرائيلو څخه چي كومو خلكو د كفر لاره غوره کړه، پر هغوى د داؤد (ع) او د مریم د زوی عيسى (ع) په ژبه لعنت وويل شو. ځكه چي هغوى سركښه شوي ول او له حده په تيري كولو یې لاس پوري کړی ؤ؛

  79. كَانُوا لَا يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئْسَ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ

    هغوى د بدو چارو له سرته رسولو څخه يو د بل منع كول پريښي ول، ناوړه کړنلاره وه چي هغوى غوره کړه.

  80. تَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِي الْعَذَابِ هُمْ خَالِدُونَ

    نن، ته له هغوى څخه زياتره داسي خلك وينې چي د مؤمنانو په مقابله کښي د كفارو ملاتړ او ملګرتيا كوي. په يقيني توګه ډېر بد عاقبت دى چي خپلو نفسونو يې ورته تيار کړيدى؛ دا چي الله پرهغوى په غضب شويدى او هغوى په همېشني عذاب کښي اوسېدونكي دي.

  81. وَلَوْ كَانُوا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالنَّبِيِّ وَمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا اتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَاءَ وَلَـٰكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ

    كه په رښتيا سره دا خلك د الله، پېغمبر او هغه څه منوونكي واى چي پر پېغمبر نازل شوي ول؛ نو هیڅكله به یې د مؤمنانو په مقابله کښي كافران خپل دوستان نه نيول؛ مګر له هغوى څخه زياتره خلك د خداى له اطاعت څخه وتلي دي.

  82. ۞ لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا ۖ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ قَالُوا إِنَّا نَصَارَىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ

    ته به د مؤمنانو په دښمنۍ کښي تر ټولو زيات سخت يهوديان او مشركان ومومې، او په دوستۍ کښي به ډېر نژدې هغه خلك ومومې چي ويلي يې ول:په باوري توګه موږ نصارا يوو. دا له دې امله چي په هغوى کښي عبادت كوونكي عالمان او تارك الدنيا فقيران موندل کیږي او په هغوى کښي نفسي غرور نشته.

  83. وَإِذَا سَمِعُوا مَا أُنزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرَىٰ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ ۖ يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

    كله چي هغوى هغه کلام واوري چي پر پېغمبر نازل شويدى، نو ته به وګورې چي د حق پېژندني له امله يې په سترګو کښي اوښكي ډنډیږي. هغوى په لوړ غږ وايي: "پروردګاره! موږ ايمان راوړ، زموږ نوم په شاهدي ويونكو کښي وليكه."

  84. وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ

    او هغوی وايي: "ښه نو موږ ولي پر الله ايمان را نه وړو، او كوم حق چي موږ ته راغلى دى، هغه ولي ونه منو. په داسي حال کښي چي موږ ددې خبري هيله من يوو چي زموږ رب دي مو په صالحانو کښي حساب کړي؟"

  85. فَأَثَابَهُمُ اللَّهُ بِمَا قَالُوا جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْمُحْسِنِينَ

    د هغوى ددې وينا له امله، الله داسي جنتونه ورکړل چي لاندي يې ویالې بهيږي او هغوى به په کښي د تل لپاره اوسیږي. دا د ښې کړنلاري د غوره كوونكو بدله ده.

  86. وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ

    پاتي شول هغه كسان چي زموږ د ايتونو له منلو څخه يې سر وغړاوه او هغه یې درواغ وانګېرل، نو هغوى د دوږخ وړ دي.

  87. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحَرِّمُوا طَيِّبَاتِ مَا أَحَلَّ اللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ

    اې مؤمنانو! كوم پاك شيان چي الله ستاسي لپاره حلال کړيدي، هغه مه حراموئ؛ او له حد څخه تيرى مه كوئ. تيرى كوونكي د الله ډېر بد ايسي،

  88. وَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ

    له کوم شى څخه چي الله حلاله او پاکه روزي تاسي ته درکړېده، هغه خورئ، څښئ. او د هغه خداى څخه ووېرېږئ چي ايمان مو پر راوړيدى.

  89. لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَـٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الْأَيْمَانَ ۖ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

    تاسي چي کومي بابېزه لوړي (قسمونه) كوئ، پر هغو مو الله نه نيسي. خو کومي لوړي (قسمونه) چي تاسي له پوهي او ادراك سره كوئ، پر هغو به مو هرو مرو ونيسي. د داسي قسمو ماتولو كفاره دا ده چي لسو مسكينانو ته، له هغو منځنۍ درجې خوړو څخه ورکړئ، چي تاسي یې خپلي كورنۍ ته وركوئ؛ يا هغوى په جامه پټ کړئ يا يو غلام ازاد کړئ. او څوك چي ددې وس ونه لري هغه دي درې ورځي روژه ونيسي. دا ستاسي د قسمونو كفاره ده، چي كله قسم وخورئ او مات یې کړئ. د خپلو قسمونو ساتنه وکړئ. په دې توګه الله خپل حكمونه تاسي ته څرګندوي، په كار ده چي تاسي شكر وباسئ.

  90. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    اې مؤمنانو! په یقیني توګه شراب، جواري (قمار)، درشلې (بتان) او د فال نيولو غشي ټول ناولي او شيطاني كارونه دي. له هغو څخه ډډه وکړئ، هيله ده چي تاسي ته به برى در په برخه شي.

  91. إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ

    شيطان خو دا غواړي چي د شرابو او قمار په وسیله، ستاسي په منځ کښي دښمني او كينه واچوي؛ او تاسي د خداى له يادولو او لمانځه منع کړي؛ نو ايا تاسي له دې چارو څخه لاس اخلئ؟

  92. وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا ۚ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

    د الله او د هغه د پېغمبر خبره ومنئ او د نافرمانۍ څخه یې را منع شئ. خو كه تاسي حكم ته شا کړه، نو و پوهېږئ چي زموږ پر پېغمبر د څرګند حكم رسولو مسئوليت ؤ.

  93. لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوا وَّآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوا وَّآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوا وَّأَحْسَنُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

    څوك چي ايمان راوړي او غوره چاري سرته ورسوي، هغوى چي مخکي څه خوړلي، څښتلي ول، په هغو به ونه نيول شي. په دې شرط چي په راتلونکي کښي له هغو شيانو څخه ځان وژغوري چي حرام کړای شويدي، پر ايمان ټينګ ودريږي او ښه كارونه وکړي. بيا چي له كومو شيانو منع وشي له هغو څخه لاس واخلي او څه چي د خداى امر وي هغه ومني. بيا د خداى له وېري سره ښه کړنلاره ونيسي. الله نېک عمله خلك خوښوي.

  94. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَيَبْلُوَنَّكُمُ اللَّهُ بِشَيْءٍ مِّنَ الصَّيْدِ تَنَالُهُ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَخَافُهُ بِالْغَيْبِ ۚ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    اې مؤمنانو! الله به تاسي د هغه ښكار په وسله، په سخته ازموينه کښي واچوي، چي بيخي ستاسي د لاسونو او نيزو تر كنترول لاندي راغلى وي. ددې لپاره چي وليدل شي چي ستاسي څخه څوك د ناليدلي خدای څخه وېریږي. نو چا چي له دې اخطار څخه وروسته د الله له ټاكل شوي حده تېرى وکړ، د هغه لپاره دردناك عذاب دى.

  95. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ ۚ وَمَن قَتَلَهُ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًا بَالِغَ الْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّارَةٌ طَعَامُ مَسَاكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَٰلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِ ۗ عَفَا اللَّهُ عَمَّا سَلَفَ ۚ وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ اللَّهُ مِنْهُ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ

    اې مؤمنانو! د اِحرام په حالت کښي ښكار مه وژنئ. او كه ستاسي څخه چا په پوهه او ادراك سره داسي وکړل، نو كوم څاروى چي هغه وژلى وي، د هماغه انډول يو څاروى به له هغو څارويو څخه نذر وركوي چي د هغه فېصله ستاسي څخه دوه تنه عادلان وکړي، او دا نذرانه به كعبې ته رسوله کیږي. كه دا نه وي نو ددې ګناه په كفاره کښي به څو مسكينانو ته خواړه وركوي، يا به د هغو په اندازه روژې نيسي، تر څو چي هغه د خپلو کړو خوند وڅكي. مخکي چي څه شوي هغه الله بښلي، خو اوس كه چا بيا دا حركت وکړ، نو له هغه څخه به الله غچ واخلي. او الله پر ټولو بر لاسی او د غچ اخيستني واك، وس لري.

  96. أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ ۖ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

    ستاسي لپاره د سمندر ښكار او خواړه حلال کړای شول. هر چيري چي تاسي تمېږئ، همالته یې هم خوراك درته روا دى او د كاروان لپاره یې د لاري توښه هم کولای شئ. البته د وچي ښكار تر هغه وخته پوري پر تاسي حرام شويدى، تر څو پوري چي تاسي د اِحرام په حالت کښي ياست. نو د هغه خداى له نافرمانۍ څخه ځان وژغورئ چي حضور ته به يې تاسي راغونډ کړه شوي، ور حاضرېږئ.

  97. ۞ جَعَلَ اللَّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ وَالشَّهْرَ الْحَرَامَ وَالْهَدْيَ وَالْقَلَائِدَ ۚ ذَٰلِكَ لِتَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَأَنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

    الله د درناوي وړ ځاى كعبه، د خلكو لپاره (د ټولنيز ژوندانه) د سمبالښت وسيله ګرځولې. او حرامه مياشت، د قربانۍ څاروي او د غاړي پټۍ یې هم (په دې كار کښي مرستندوى وګرځولې)، چي تاسي ته څرګنده شي چي الله د اسمانونو او ځمکي له ټولو حالاتو څخه باخبره دى. او له هغه سره د هر شي علم دى.

  98. اعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ وَأَنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    خبر دار اوسئ! الله په سزا وركولو کښي هم ډېر سخت دى او ددې تر څنګ ډېر بښونكى او رحم كوونكى هم دى.

  99. مَّا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ

    پر پېغمبر خو یوازي د پيغام رسولو مسئوليت دى، نور ستاسي په ښكاره او پټو ټولو حالاتو پوهيدونكى الله دى.

  100. قُل لَّا يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ ۚ فَاتَّقُوا اللَّهَ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه چي پاك او ناولي په هیڅ شان يو شانته نه دي، كه د ناپاكو ډېروالى هر څومره ستاسي لپاره جالب هم وي. نو اې هوښيارانو! د الله له نافرمانۍ څخه ځان وژغورئ، هيله ده چي برياليتوب به مو په برخه شي.

  101. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْأَلُوا عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ

    اې مؤمنانو! د داسي خبرو پوښتنه مه كوئ چي كه (ځواب يې) درته څرګند کړای شي، نو تاسي ته به ناوړه وي. خو كه تاسي د هغو پوښتنه په داسي وخت کښي وکړئ چي قرآن نازلیږي، نو هغه به درته څرګندي شي. تر اوسه چي تاسي څه کړيدي الله هغه دربښلي دي، هغه بښونكى او د زغم څښتن دى.

  102. قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِهَا كَافِرِينَ

    ستاسي څخه مخکي يوې ډلي همدا ډول پوښتني کړي وې، بيا هغه خلك د همدې خبرو له امله په كفر کښي اخته شول (منکران شول) .

  103. مَا جَعَلَ اللَّهُ مِن بَحِيرَةٍ وَلَا سَائِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ ۙ وَلَـٰكِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ

    الله نه كومه بحيره ټاكلې ده (هغه څاروى چي شيدې یې د بتانو په نامه كېدې او چا ګټه نه ورڅخه اخيستله.)، نه سائبه (هغه څاروى چي د بتانو په نامه خوشي كېده.)، نه وصيله (هغه اوښه چي پر له پسې یې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله.) او نه حام (هغه اوښ چي څو اوښي یې بلاربي کړي وي او بتانو ته نذر كېدی.) خو دا كافران پر الله د درواغو تور لګوي او له هغو څخه زياتره ناپوهان دي (چي داسي اوهام مني).

  104. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُوا حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ

    او كله چي هغو ته ويل کیږي چي د هغه قانون په لوري راشئ چي الله نازل کړيدى او د پېغمبر خوا ته راشئ، نو هغوى په ځواب کښي وايي: «زموږ لپاره خو یوازي هماغه کړنلاره بس ده چي پر هغې موږ خپل پلرونه نیکونه موندلي دي.» - ايا دوى له پلرونو، نیکونو څخه تقليد كوي، كه څه هم چي هغوى په هیڅ ونه پوهیږي او له سمي لاري څخه خبر قدري هم نه وي؟

  105. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ ۖ لَا يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ ۚ إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    اې مؤمنانو! د ځان فكر وکړئ، د بل چا بې لاريتوب تاسي ته څه زيان نه شي رسولای كه تاسي په خپله پر سمه لار ياست. د الله لوري ته ستاسي د ټولو ورګرځېدل دي، بيا به هغه تاسي ته در وښيي چي تاسي (په دُنیا کي) څه كول.

  106. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَأَصَابَتْكُم مُّصِيبَةُ الْمَوْتِ ۚ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلَاةِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِي بِهِ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ ۙ وَلَا نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللَّهِ إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الْآثِمِينَ

    اې مؤمنانو! كله چي ستاسي څخه د كوم چا د مرګ وخت راشي او هغه وصيت كوي، نو د هغه لپاره د شاهدۍ نصاب دا دى چي ستاسي څخه دي دوه عادلان شاهدان ونيول شي؛ يا كه تاسي د مسافرۍ په حالت کښي ياست او هلته د مرګ مصيبت مخي ته راشي (كه مسلمانان موجود نه وي) نو له غير مسلمانانو څخه دي دوه شاهدان ونيول شي. بيا كه څه شك پيدا شي، نو د لمانځه څخه وروسته دي دواړه شاهدان (په جومات کښي) ستانه کړای شي او هغوى دي پر خداى لوړه وکړي ودي وايي: "موږ د څه شخصي ګټي په بدل کښي د شاهدۍ پلورونكي نه يوو، او كه څوك زموږ څه خپلوان هم وي (موږ د هغه مراعات كوونكي نه يوو) او نه موږ د خداى لپاره شاهدي پټوونكي يوو، كه موږ داسي وکړل نو په ګناهګارانو کښي دي وشمېرل شو."

  107. فَإِنْ عُثِرَ عَلَىٰ أَنَّهُمَا اسْتَحَقَّا إِثْمًا فَآخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ الَّذِينَ اسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ الْأَوْلَيَانِ فَيُقْسِمَانِ بِاللَّهِ لَشَهَادَتُنَا أَحَقُّ مِن شَهَادَتِهِمَا وَمَا اعْتَدَيْنَا إِنَّا إِذًا لَّمِنَ الظَّالِمِينَ

    خو كه ښكاره شي چي دغو دواړو خپل ځان په ګناه کښي اخته کړيدى، نو بيا د هغو پر ځاى دي دوه نور داسي كسان چي د هغوى په پرتله د شاهدۍ ويلو زيات اهليت ولري، له هغو خلكو څخه دي را پاڅیږي چي حق يې خوړل شوى وي. او هغوى دي پر خداى قسم وخوري و دي وايي: "زموږ شاهدي د هغوى د شاهدۍ په پرتله زياته په حقه ده او موږ په خپله شاهدۍ کښي څه زياتى نه دى کړی، كه موږ داسي وکړو؛ نو له ظالمانو څخه دي وشمېرل شو."

  108. ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَن يَأْتُوا بِالشَّهَادَةِ عَلَىٰ وَجْهِهَا أَوْ يَخَافُوا أَن تُرَدَّ أَيْمَانٌ بَعْدَ أَيْمَانِهِمْ ۗ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاسْمَعُوا ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ

    په دې ترتيب زياته هيله کېدای شي چي خلك به بيخي رښتيا رښتيا شاهدي ووهي، يا به لږ تر لږه له دې خبري ووېريږي چي د هغو قسمونه وروسته نه چيري په دوهمو قسمونو ترديد شي. د الله څخه وويرېږئ او (د هغه حُکم) واورئ، الله نافرماني كوونكي له خپلي لارښودني څخه بې برخي كوي.

  109. ۞ يَوْمَ يَجْمَعُ اللَّهُ الرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَا أُجِبْتُمْ ۖ قَالُوا لَا عِلْمَ لَنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ

    په هغه ورځ چي الله ټول پېغمبران راټول کړي، پوښتنه وکړي چي تاسي ته څه ځواب درکړ شو، نو هغوى به عرض وکړي چي موږ هیڅ نه پوهیږو، همدا ته پر ټولو پټو حقايقو پوهېږې.

  110. إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ اذْكُرْ نِعْمَتِي عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَالِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ الْقُدُسِ تُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا ۖ وَإِذْ عَلَّمْتُكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ ۖ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ بِإِذْنِي فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِي ۖ وَتُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ تُخْرِجُ الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِي ۖ وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ

    هغه وخت (در په زړه کړه) چي كله الله وفرمائي: "اې د مريم زويه عيسى! زما هغه نعمت در ياد کړه چي پر تا او ستا پر مور مي پېرزو کړی ؤ، ما په سپېڅلي روح سره ستا مرسته وکړه. تا په زانګو کي هم له خلكو سره خبري كولې او پاخه عمر ته په رسېدو هم. ما تا ته د كتاب، حكمت، تورات او انجيل ښوونه وکړه. تا زما په حُكم له خټي څخه د مرغۍ جوسه جوړوله او په هغې کښي دي پوكى کاوه او هغه زما په امر مرغۍ جوړېده. تا مور زاده ړانده او پيس ناروغان زما په امر روغول، تا مړي زما په امر ژوندي رايستل. بيا چي كله ته بني اسرائيلو ته له څرګندو نښانو سره ورغلې، نو څوك چي د حق منكران ول هغوى ووېل: «دا نښانې له كوډ ګرۍ څخه پرته نور څه نه دي.»- نو همدا ما ته له هغو څخه وژغورلې؛

  111. وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى الْحَوَارِيِّينَ أَنْ آمِنُوا بِي وَبِرَسُولِي قَالُوا آمَنَّا وَاشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ

    او كله چي ما حواريانو ته الهام وکړ چي پر ما او زما پر پېغمبر ايمان راوړئ، نو هغوى ووېل چي موږ ايمان راوړ او ته شاهد اوسه چي موږ مسلمانان يوو."

  112. إِذْ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ ۖ قَالَ اتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

    (د حواريانو په لړ کښي) دا پېښه هم په ياد لره، چي كله حواريانو ووېل: اې عيسى بن مريم! ايا ستا رب پر موږ له اسمانه د خوړو يو دسترخوان راكوزولاى شي؟ - نو عيسى (ع) ووېل: د الله څخه ووېرېږئ كه مؤمنان ياست.

  113. قَالُوا نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ الشَّاهِدِينَ

    هغوى وويل: «موږ یوازي دومره غواړو چي له دې دسترخوان څخه خواړه وخورو او زموږ زړه ډاډه وي، او موږ ته څرګنده شي چي تا چي موږ ته څه ويلي دي، هغه رښتيا دي او موږ ور باندي شاهدان اوسو.»

  114. قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِّنَ السَّمَاءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ ۖ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ

    له هغه وروسته عيسى (ع) د مرم زوی دُعا وکړه: "خدايه! زموږ ربه! پر موږ له اسمانه يو دسترخوان راكوز کړه چي زموږ لپاره، زموږ د اوسنيو او راتلونكيو نسلونو لپاره د خوښۍ موسم وګرځي او ستا له لوري يوه نښانه وي. موږ ته روزي راکړه او ته ډېر ښه روزي ورکوونکی یې."

  115. قَالَ اللَّهُ إِنِّي مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ ۖ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّي أُعَذِّبُهُ عَذَابًا لَّا أُعَذِّبُهُ أَحَدًا مِّنَ الْعَالَمِينَ

    الله ځواب ورکړ: "زه پر تاسي د هغه راكوزوونكى يم. خو وروسته له هغه چي ستاسي څخه څوك كافر شي، هغه ته به زه داسي سزا ورکړم چي په نړۍ کښي مي هيچا ته نه وي ورکړې."

  116. وَإِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ أَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ اتَّخِذُونِي وَأُمِّيَ إِلَـٰهَيْنِ مِن دُونِ اللَّهِ ۖ قَالَ سُبْحَانَكَ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِي بِحَقٍّ ۚ إِن كُنتُ قُلْتُهُ فَقَدْ عَلِمْتَهُ ۚ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلَا أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ ۚ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ

    لنډه دا، كله چي (ددې ښېګڼو په يادولو د قیامت په ورځ) الله وفرمائي: "اې عيسى ابن مريم! ايا تا خلكو ته ويلي ول چي له خدايه پرته ما او زما مور هم په خدايۍ سره ونيسئ؟" نو هغه به په ځواب کښي عرض وکړي: "سبحان الله! زما دا كار نه ؤ چي هغه څه مي ويلي واى، چي د هغې ويل زما لپاره حق نه ؤ. كه ما داسي خبره کړي وي، نو ته به هرو مرو پرې عالـم یې. ته پوهېږې پر هغه څه چي زما په زړه کښي دي او زه پر هغه څه نه پوهېږم چي ستا په ذات کښي دي. ته خو پر ټولو پټو حقايقو عالم یې.

  117. مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَا أَمَرْتَنِي بِهِ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ رَبِّي وَرَبَّكُمْ ۚ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ ۖ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِي كُنتَ أَنتَ الرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ ۚ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ

    ما له هغه څه پرته نور هیڅ شی نه دی ويلی چي تا راته امر کړی ؤ، دا چي د الله بندګي وکړئ چي هم زما رب دى او هم ستاسي رب. زه تر هغه وخته پوري د هغو څارونكى وم چي د هغو په منځ کښي وم. كله چي تا زه بېرته در وغوښتم، نو ته پر هغو څارونكى وې او ته خو پر ټولو شيانو څارونكى یې.

  118. إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ ۖ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ

    اوس كه ته هغو ته سزا ورکړې، نو هغوی ستا بندګان دي او كه بښنه ورته وکړي، نو ته برلاس او د حكمت خاوند یې."

  119. قَالَ اللَّهُ هَـٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ الصَّادِقِينَ صِدْقُهُمْ ۚ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ رَّضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ

    هلته به الله وفرمائي: "دا هغه ورځ ده چي په هغې کښي رښتينو ته د هغو رښتينولي ګټه رسوي، د هغو لپاره داسي باغونه (جنتونه) دي چي لاندي يې ویالې بهيږي، هلته به هغوى د تل لپاره اوسیږي، الله له هغو څخه راضي شو او هغوى له الله څخه خوښ شول، همدا ستر برياليتوب دى."

  120. لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ ۚ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    د اسمانونو او ځمکي او ټولو موجوداتو پاچاهي یوازي د الله ده او هغه پر هر څه قادر دى.

Holy Quran-Pashto