-
تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ
د ابي لهب لاسونه مات شول او دی خپله هم هلاک شو؛
-
مَا أَغْنَىٰ عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ
د هغه شتمني او څه چي يې ګټلي ول، هغه ته په درد ونه خوړل؛
-
سَيَصْلَىٰ نَارًا ذَاتَ لَهَبٍ
هرو مرو به هغه په تاوجن بڅري لرونکي اور کښي ننوځي؛
-
وَامْرَأَتُهُ حَمَّالَةَ الْحَطَبِ
او (له هغه سره به) د هغه ښځه هم، د خسو د پنډونو راوړونكې؛
-
فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ
د هغې په غاړه کښي (د خُرماؤ د پوستكو څخه اوبدل شوې) غټه كلكه رسۍ ده.
۱۱۱. سورت المسد
المسد
Al-Masad / المسد · ۱۱۱ · ۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت المسد عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.