-
أَرَأَيْتَ الَّذِي يُكَذِّبُ بِالدِّينِ
ايا تا هغه څوك وليدی چي د اخرت جزا او سزا ته دروغ وايي؟
-
فَذَٰلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ
نو دا هماغه څوك دى چي يتيم په سپکاوي سره شړي؛
-
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ الْمِسْكِينِ
او د مسكين د ډوډۍ په ورکړه هڅونه نه كوي.
-
فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّينَ
بيا د هغو لمونځ كوونكو لپاره تباهى ده،
-
الَّذِينَ هُمْ عَن صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ
چي له خپل لمانځه څخه په غفلت كښي لويدلي دي،
-
الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ
هغه كسان چي ريا كاري كوي،
-
وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ
او (خلكو ته) د عادي اړتیا وړ شيانو له ورکړي څخه ډډه كوي.
۱۰۷. سورت الماعون
الماعون
Al-Ma'un / الماعون · ۱۰۷ · ۷ آیتونه
دا پاڼه د سورت الماعون عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.