Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۷۴. سورت المدثر

المدثر

Al-Muddathir / المدثر · ۷۴ · ۵۶ آیتونه

دا پاڼه د سورت المدثر عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. يَا أَيُّهَا الْمُدَّثِّرُ

    اې (په جامه کي) ځان نغښتونكي، څملاستونكيه!

  2. قُمْ فَأَنذِرْ

    پاڅه! او (نړیوالو ته) خبرداری ورکړه!

  3. وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ

    او د خپل رب لويي اعلان کړه؛

  4. وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ

    او خپلي جامې پاکي وساته؛

  5. وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ

    او له چټلۍ څخه په څنګ اوسه؛

  6. وَلَا تَمْنُن تَسْتَكْثِرُ

    او د زيات عوض تر لاسه كولو لپاره احسان مه كوه؛

  7. وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ

    او د خپل رب په خاطر صبر وکړه.

  8. فَإِذَا نُقِرَ فِي النَّاقُورِ

    ښه نو، كله چي په شپېلۍ کښي پوكي ووهل شي؛

  9. فَذَٰلِكَ يَوْمَئِذٍ يَوْمٌ عَسِيرٌ

    هغه ورځ به ډېره سخته ورځ وي؛

  10. عَلَى الْكَافِرِينَ غَيْرُ يَسِيرٍ

    د كافرانو لپاره به اسانه نه وي.

  11. ذَرْنِي وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِيدًا

    پرېږده ما او هغه څوك، چي ما هغه یوازي پيدا کړ،

  12. وَجَعَلْتُ لَهُ مَالًا مَّمْدُودًا

    ډېر مال مي هغه ته ورکړ،

  13. وَبَنِينَ شُهُودًا

    د دې تر څنګ مو حاضر موجود زامن ورکړل،

  14. وَمَهَّدتُّ لَهُ تَمْهِيدًا

    او د هغه لپاره مو د مشرتابه لاره برابره کړه؛

  15. ثُمَّ يَطْمَعُ أَنْ أَزِيدَ

    بيا هغه تمه لري چي زه ورته نور لا زيات ورکړم،

  16. كَلَّا ۖ إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا

    هیڅكله نه، هغه زموږ د ايتونو دښمن دی؛

  17. سَأُرْهِقُهُ صَعُودًا

    زه خو به ډېر ژر هغه پر يوه سخت پېچومي وخېژوم (په سخت عذاب به یې اخته کړم).

  18. إِنَّهُ فَكَّرَ وَقَدَّرَ

    هغه فكر وکړ او د څه خبري جوړولو هڅه یې وکړه؛

  19. فَقُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ

    نو خدای دي هغه ووهي، د څنګه خبري جوړولو هڅه یې وکړه؛

  20. ثُمَّ قُتِلَ كَيْفَ قَدَّرَ

    هو، خدای دي هغه ووهي، د څنګه خبري جوړولو هڅه یې وکړه؛

  21. ثُمَّ نَظَرَ

    بيا یې (د خلكو لوري ته) وكتل؛

  22. ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ

    بيا یې وچولی (تندی) تريو کړ او خوله یې بوسه کړه؛

  23. ثُمَّ أَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ

    بيا یې شا واړوله او تكبُر یې وکړ؛

  24. فَقَالَ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا سِحْرٌ يُؤْثَرُ

    په پاي کښي یې وويل: "دا (قُرآن) خو بېله کوډو بل هیڅ نه دی، چي له پخوا څخه را رواني دي؛

  25. إِنْ هَـٰذَا إِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ

    دا خو يو انساني کلام دی."

  26. سَأُصْلِيهِ سَقَرَ

    ډېر ژر به زه هغه دوږخ ته ننباسم؛

  27. وَمَا أَدْرَاكَ مَا سَقَرُ

    او ته څه پوهېږې چي هغه دوږخ څه دی؟!

  28. لَا تُبْقِي وَلَا تَذَرُ

    (داسي یو اور دی چي) نه یې پرېږدي، نه یې خوشي كوي؛

  29. لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ

    د بشر پوستكي الييونكی دی؛

  30. عَلَيْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ

    پر هغه (اور) باندي نولس (۱۹) كاركوونكي ټاكل شوي دي؛

  31. وَمَا جَعَلْنَا أَصْحَابَ النَّارِ إِلَّا مَلَائِكَةً ۙ وَمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ إِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا لِيَسْتَيْقِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَيَزْدَادَ الَّذِينَ آمَنُوا إِيمَانًا ۙ وَلَا يَرْتَابَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْمُؤْمِنُونَ ۙ وَلِيَقُولَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْكَافِرُونَ مَاذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهَـٰذَا مَثَلًا ۚ كَذَٰلِكَ يُضِلُّ اللَّهُ مَن يَشَاءُ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ ۚ وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ۚ وَمَا هِيَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْبَشَرِ

    موږ د دوږخ دغه خدمت ګاران پرښتې ګرځولي دي او د هغو شمېر مو د كافرانو لپاره ازموينه ګرځولې ده، تر څو چي د اهل كتابو باور راشي او د مؤمنانو ايمان زيات شي، همدارنګه اهل كتاب او مؤمنان په كوم شك کي پاتي نه شي. د زړه ناروغان او كافران دا ووايي چي ښه نو، د الله د دې عجيبه خبري څخه څه مطلب كېدای شي. په دې ډول چي د الله چا ته خوښه شي ګمراه كوي یې او چا ته چي يې خوښه شي لاره ورښيي. او ستا د رب لښكري پخپله له هغه پرته بل څوك نه پيژني؛ او د دوږخ يادونه له دې پرته د كوم بل غرض لپاره نه ده شوې چي خلكو ته پند وي.

  32. كَلَّا وَالْقَمَرِ

    هیڅكله نه، په سپوږمۍ قسم دی؛

  33. وَاللَّيْلِ إِذْ أَدْبَرَ

    او (قسم دی) په شپه باندي، كله چي هغه راګرځي؛

  34. وَالصُّبْحِ إِذَا أَسْفَرَ

    او (قسم دی) په سهار باندي كله چي رڼا کیږي.

  35. إِنَّهَا لَإِحْدَى الْكُبَرِ

    دغه دوږخ هم له لويو شيانو څخه يو دی؛

  36. نَذِيرًا لِّلْبَشَرِ

    د انسانانو لپاره وېروونكی؛

  37. لِمَن شَاءَ مِنكُمْ أَن يَتَقَدَّمَ أَوْ يَتَأَخَّرَ

    ستاسي څخه د هر هغه چا لپاره وېروونكی دی چي (د ايمان خوا ته) وړاندي تګ وغواړي يا (په كفر كي) بېرته پاته كېدل وغواړي؛

  38. كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ

    هر څوك د خپلو (ناوړه) کړنو په بدل کښي ګرو دی؛

  39. إِلَّا أَصْحَابَ الْيَمِينِ

    خو د ښى لاس كسانو څخه پرته،

  40. فِي جَنَّاتٍ يَتَسَاءَلُونَ

    چي په جنتونو کښي به وي، هلته به هغوی پوښتنه وکړي،

  41. عَنِ الْمُجْرِمِينَ

    له مجرمانو څخه:

  42. مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ

    "تاسي څه شي دوږخ ته بوتلاست؟"

  43. قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّينَ

    هغوی به ځواب ورکړي: "موږ له لمونځ كوونكو څخه نه وو؛

  44. وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِينَ

    او مسكين ته مو خواړه نه وركول؛

  45. وَكُنَّا نَخُوضُ مَعَ الْخَائِضِينَ

    او د حق پر خلاف د خبرو جوړونكو سره په يو ځای كېدو موږ هم خبري جوړولې؛

  46. وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِيَوْمِ الدِّينِ

    او د جزا ورځ مو درواغ ګڼله؛

  47. حَتَّىٰ أَتَانَا الْيَقِينُ

    تر دې پوري چي موږ له هغه باوري شي (مرګ) سره مخامخ شوو."

  48. فَمَا تَنفَعُهُمْ شَفَاعَةُ الشَّافِعِينَ

    په هغه وخت کښي به د سپارښت كوونكو سپارښت، هغو ته هیڅ په درد ونه خوري.

  49. فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ

    نو په دغو خلكو څه شوي دي چي له دې نصيحت (قُرآن) څخه مخ اړوي؟

  50. كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ

    ګواکي دوی ځنګلي خره دي؛

  51. فَرَّتْ مِن قَسْوَرَةٍ

    چي د زمرى له وېري وتښتېدل؛

  52. بَلْ يُرِيدُ كُلُّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ أَن يُؤْتَىٰ صُحُفًا مُّنَشَّرَةً

    بلکي له دوی څخه هر يو خو دا غواړي چي په نوم يې پرانستي ليكونه ورکړل شي؛

  53. كَلَّا ۖ بَل لَّا يَخَافُونَ الْآخِرَةَ

    هیڅكله نه، اصلي خبره دا ده چي دوی له اخرت څخه نه وېريږي.

  54. كَلَّا إِنَّهُ تَذْكِرَةٌ

    هیڅكله نه، دا (قُرآن) خو يو نصيحت دی.

  55. فَمَن شَاءَ ذَكَرَهُ

    اوس چي د چا خوښه وي، له ده څخه دي درس (پند) واخلي.

  56. وَمَا يَذْكُرُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ هُوَ أَهْلُ التَّقْوَىٰ وَأَهْلُ الْمَغْفِرَةِ

    او دوی به څه درس (پند) وانخلي، مګر دا چي الله همداسي وغواړئ. هغه د دې وړ دى چي وېره ځني وشي او هغه د دې اهليت لري چي (پرهېزګارانو ته) بښنه وکړي.

Holy Quran-Pashto