Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۵۸. سورت المجادلة

المجادلة

Al-Mujadila / المجادلة · ۵۸ · ۲۲ آیتونه

دا پاڼه د سورت المجادلة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ۚ إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ

    په یقیني توګه، الله د هغي (ښځي) وينا واورېدله چي د خپل مېړه په اړه ستا سره بيا بيا ږغيږي او الله ته فرياد كوي؛ الله ستاسي دواړو پوښتنه او ځواب اوري، هغه د هر څه اورېدونكى او ليدونكى دى.

  2. الَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَائِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَاتِهِمْ ۖ إِنْ أُمَّهَاتُهُمْ إِلَّا اللَّائِي وَلَدْنَهُمْ ۚ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَزُورًا ۚ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ

    ستاسي څخه چي كوم كسان له خپلو ښځو څخه ظَهَار كوي (مور ورته وايي)، د دوى مېرمني د دوى ميندې ندي. د هغو ميندې خو همغه دى چي هغوى یې زېږولي دي. دوى يوه ډېره ناوړه او درواغ خبره كوي. او حقيقت دا دى چي الله ډېر عفوه كوونكى او بښونكى دى.

  3. وَالَّذِينَ يُظَاهِرُونَ مِن نِّسَائِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَاسَّا ۚ ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

    كوم كسان چي له خپلو مېرمنو څخه ظهار وکړي (مور ورته ووايي)، بیا له خپلي هغې خبري څخه راواوړي چي کړي یې وه، نو مخکي له دې څخه چي دواړه يو بل ته لاس ور وړي، يو غلام ازادول به وي؛ پدې (كفارې) سره تاسي ته نصيحت کیږي. او تاسي چي څه كوئ الله ترېنه ښه خبر دى.

  4. فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَاسَّا ۖ فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ۚ ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ۚ وَتِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ

    او څوك چي غلام ونه لري، مخکي له دې چي دواړه يو بل ته لاس وروړي، هغه دي دوې مياشتي پر له پسې روژه ونيسي. او څوك چي پدې هم قادر نه وي، هغه دي شپېتو مسكينانو ته خواړه ورکړي. دا (د كفارې) حُكم د دې لپاره دركول کیږي چي تاسي پر الله او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړئ. دا د الله ټاكلي حدود دي، او د كافرانو لپاره دردناکه سزا ده.

  5. إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ كُبِتُوا كَمَا كُبِتَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ وَقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ ۚ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ

    كوم كسان چي له الله او د هغه له پېغمبر څخه مخالفت كوي، هغوى به پداسي شان ذليل او خوار کړای شي لكه چي له دوى څخه مخکي خلك ذليل او خوار کړای شويدي. موږ روښانه څرګند ايتونه نازل کړيدى، او د كافرانو لپاره د ذلت عذاب دى.

  6. يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا ۚ أَحْصَاهُ اللَّهُ وَنَسُوهُ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ

    په هغه ورځ (دغه د ذلت عذاب واقع كېدونكى دى) چي كله الله دوى ټول بيا ژوندي راپاڅوي او دوى ته وښيي چي (په دُنیا کي) يې څه کړي دي. دوى هېر کړيدي، خو الله د دوى ټول عملونه شمېرلي خوندي ساتلي دي. او الله پر هر شي باندي شاهد دى.

  7. أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَاثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَا أَدْنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا ۖ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

    ايا ته نه یې خبر چي الله د اسمانونو او ځمکي پرهر شي باندي عالم دى؟ - هیڅكله داسي نه کیږي چي د درېو تنو كوم پټ مجلس وي او د هغو په منځ کښي څلورم الله نه وي، يا د پنځو تنو پټ مجلس وي او په هغو کښي شپږم الله نه وي. د پټو خبرو كوونكي كه له دې څخه كم وي يا زيات، هغوى چي هر چيري وي، الله ورسره دى. بيا به د قيامت په ورځ هغو ته دا وښيي چي څه يې کړيدي. الله په هر شي باندي عالم دى.

  8. أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نُهُوا عَنِ النَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا عَنْهُ وَيَتَنَاجَوْنَ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَإِذَا جَاءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ اللَّهُ وَيَقُولُونَ فِي أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا اللَّهُ بِمَا نَقُولُ ۚ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا ۖ فَبِئْسَ الْمَصِيرُ

    ايا تا هغه كسان ندي ليدلي چي له پټو خبرو كولو څخه منع کړای شوي ول. بيا هم هغوى همغه حركت كوي چي له هغه څخه منع کړای شوي ول؟ - دوى په پټه پټه پخپل منځ کښي د ګناه او ظلم او د پېغمبر څخه د سرغړاوي خبري كوي، او كله چي تا ته راځي، نو په هغه ډول سلام درته كوي چي الله پر تا هغسي سلام ندى کړی؛ او پخپلو زړونو کښي وايي چي زموږ پر دغو خبرو باندي الله ولي عذاب نه راکوي. د دوى لپاره دوږخ كافي دى؛ دوى به په کښي ننوځي، د ورتلو ډېر بد ځاى دى.

  9. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا تَنَاجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَاجَوْا بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَمَعْصِيَتِ الرَّسُولِ وَتَنَاجَوْا بِالْبِرِّ وَالتَّقْوَىٰ ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

    اې مؤمنانو، كله چي تاسي پخپلو منځو کښي پټي خبري كوئ، نو د ګناه او تيري او له پېغمبر څخه د سرغړاوي خبري نه، بلکي د نېكۍ او پرهېزګارۍ خبري وکړئ؛ او له هغه خداى څخه وېرېدونكي اوسئ چي حضور ته یې په حشر کښي ستاسي وړاندي كېدل دي.

  10. إِنَّمَا النَّجْوَىٰ مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ

    په غوږ کښي (په بده وينا) پسېدل خو يو شيطاني كار دى. دا كار د دې لپاره کیږي چي مؤمنان پرې و ځوریږي. پداسي حال کښي چي دا د خداى له ارادې څخه پرته هغو ته هیڅ ضرر نشي رسولای؛ او مؤمنان بايد پر الله باندي توكُل وکړي.

  11. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِي الْمَجَالِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

    اې مؤمنانو، كله چي تاسي ته وويل شي چي پخپلو مجلسونو کښي ځاى پراخ کړئ، نو ځاى پراخ کړئ؛ الله به تاسي ته پراختيا درکړي. او كله چي تاسي ته وويل شي چي پاڅئ، نو پاڅېږئ. ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانو ته چي علم ورکړ شويدى، الله به هغو ته لوړي درجې په برخه کړي. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

  12. يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَاجَيْتُمُ الرَّسُولَ فَقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَةً ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ ۚ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

    اې مؤمنانو، كله چي تاسي په ګوښه کښي له پېغمبر (ص) سره خبري كوئ، نو له خبرو كولو څخه مخکي يو څه خيرات ورکړئ، دا ستاسي لپاره ډېره غوره او ډېره پاکه (کړنه) ده. البته كه تاسي د صدقې وركولو لپاره څه ونه لرئ، نو الله بخښوونکی او د پوره رحم څښتن دى.

  13. أَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا بَيْنَ يَدَيْ نَجْوَاكُمْ صَدَقَاتٍ ۚ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا وَتَابَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ

    ايا تاسي له دې خبري څخه ووېرېدلاست چي په ګوښه کښي له غږېدلو څخه مخکي به صدقه وركوئ؟ - ښه نو، كه تاسي دا كار ونکړ او الله تاسي وبخښي، نو د لمانځه اداكوونكي او د زكات وركوونكي اوسئ؛ او د الله او د هغه د رسول امر منونكي اوسئ. تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

  14. ۞ أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ

    ايا ته دغو خلكو (منافقانو) ته نه ګورې چي يوه داسي ډله (یهودان) یې په دوستۍ نيولې ده چي د الله غضب پرې شويدى؟ - دوی (منافقان) نه ستاسي څخه دي، نه د هغوى (یهودانو) څخه؛ په پوهه ادراك سره پر درواغجنه خبره لوړي (قسمونه) كوي.

  15. أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا ۖ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ

    الله د دوی لپاره سخت عذاب تيار کړی دى؛ په باوري توګه، دوی ډېر بد عملونه كوي.

  16. اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ

    هغوى خپل قسمونه سپرګرځولي دي، چي د هغه په مرسته د الله له لاري څخه خلك منع كوي. پدې باندي د هغو لپاره د ذلت عذاب دى.

  17. لَّن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّهِ شَيْئًا ۚ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ

    له الله څخه د ژغورل كېدو لپاره به نه د هغو مالونه څه په درد وخوري او نه د هغو اولاد. دوى د دوږخ ملګري دي، په همغه کښي به د تل لپاره اوسیږي.

  18. يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ اللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ ۖ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَيْءٍ ۚ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْكَاذِبُونَ

    په كومه ورځ چي الله تعالىٰ دوى ټول راپاڅوي، دوى به د هغه په وړاندي هم همغسي قسمونه وخوري، لكه څنګه چي ستاسي په وړاندي یې خوري؛ او دوی پخپل فكر انګېري چي پدې سره به یې څه كار برابر شي. ښه پوه شئ، چي دوى ډېر غټ درواغجنان دى؛

  19. اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ ۚ أُولَـٰئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ

    شيطان ورباندي مُسلط شويدى او هغه د خداى ياد د دوى له زړونو څخه هېر کړيدى. دوى د شيطان د ګوند خلك دي. خبردار اوسئ! همدا د شيطان د ګوند كسان زيانمن دي.

  20. إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَـٰئِكَ فِي الْأَذَلِّينَ

    هغه خلك په باوري ډول له ډېرو ذليلو مخلوقاتو څخه دي، چي د الله او د هغه د رسول مقابله كوي.

  21. كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي ۚ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ

    الله ليكلي دي چي زه او زما پېغمبران به هرو مرو برلاسي شو، په واقع کښي الله برلاسی او زورور دى.

  22. لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ أُولَـٰئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ ۖ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ ۚ أُولَـٰئِكَ حِزْبُ اللَّهِ ۚ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

    ته به هیڅكله دا ونه مومې چي كوم خلك چي پر الله او اخرت باندي ايمان لرونكي دي، هغوى دي له هغو خلكو سره مينه كوونكي واوسي چي د الله او د هغه د پېغمبر مخالفت یې کړی دى، كه څه هم د هغوى پلرونه وي، يا د هغو زامن وي، يا د هغو وروڼه وي يا د هغو ټبر او كورنۍ وي. دا هغه كسان دي چي الله یې په زړونو كښي ايمان ثبت کړی دى او له خپل لوري د يو روح په وركولو سره یې دوى تقويه کړيدي. هغه به دوى داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندي به يې ویالې بهیږي، هلته به د تل لپاره اوسیږي. الله له دوى څخه راضي شو او دوى له الله څخه راضي شول، دوى د الله د ګوند خلك دي. خبر دار اوسئ! همدا د الله د ګوند كسان بري موندونكي دي.

Holy Quran-Pashto