Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۶۷. سورت الملك

الملك

Al-Mulk / الملك · ۶۷ · ۳۰ آیتونه

دا پاڼه د سورت الملك عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ

    هغه ذات (الله) ډېر لوی او لوړ دى چي په لاس کښي يې د كائناتو سلطنت دى او هغه پر هر شي باندي برلاسی دى.

  2. الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ

    هغه ذات چي مرګ او ژوند یې پېدا کړ، تر څو چي تاسي وازمايي، وګوري چي ستاسي څخه كوم يو ډېر ښه عمل كوونكى دى. او هغه زورور هم دى او بښونكى هم.

  3. الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَّا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَـٰنِ مِن تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِن فُطُورٍ

    هغه ذات چي لاندي باندي اوه اسمانونه یې پېدا کړل؛ (اې کتونکې) ته به د الرحمان په هستونه کښي هیڅ راز نااړوندي او توپير ونه مومې. بيا سترګي واړوه، وګوره، ایا كومه نیمګړتیا دي چیري تر سترګو کیږي؟!

  4. ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَيْنِ يَنقَلِبْ إِلَيْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَهُوَ حَسِيرٌ

    بيا بيا سترګي واړوه راواړوه، ستا نظر به ستومانه نامراده بېرته درستون شي.

  5. وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ

    موږ د دُنیا (تاسي ته نژدې) اسمان د ستورو په ډېوو سينګار کړی دی او هماغه (ستوري) مو د شيطانانو د ويشتلو ځغلولو وسايل ګرځولي دي، موږ د دغو شيطانانو لپاره تاوجن (د دوږخ) اور تيار کړی دى.

  6. وَلِلَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ

    كوم كسان چي په خپل رب كافران شوي دي، د هغو لپاره د دوږخ عذاب دى؛ او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى؛

  7. إِذَا أُلْقُوا فِيهَا سَمِعُوا لَهَا شَهِيقًا وَهِيَ تَفُورُ

    كله چي هغوى په دغه (د دوږخ په اور) کښي وغورځول شي، نو د هغه د غړمبېدو هيبت ناك غږ به واوري. او هغه به ځوښېدونكى وي؛

  8. تَكَادُ تَمَيَّزُ مِنَ الْغَيْظِ ۖ كُلَّمَا أُلْقِيَ فِيهَا فَوْجٌ سَأَلَهُمْ خَزَنَتُهَا أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَذِيرٌ

    له ډيري غوسي به چاودېدونكى وي. هر واري چي كومه ډله ور وغورځوله شي، د هغه څارونکي به د هغو څخه پوښتنه وکړي: "ايا تاسي ته كوم تنبيه كوونكى نه ؤ درغلى؟"

  9. قَالُوا بَلَىٰ قَدْ جَاءَنَا نَذِيرٌ فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللَّهُ مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ كَبِيرٍ

    هغوي به ځواب ورکړي: "ولي نه، تنبېه كوونكى موږ ته راغلى ؤ، خو موږ هغه درواغجن وګانه.او ومو ويل الله هیڅ شى نه دى نازل کړی." - (ورته وبه ويل شي) "تاسي په لويه ګمراهۍ کښي غورځيدلي ياست!"

  10. وَقَالُوا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِي أَصْحَابِ السَّعِيرِ

    او هغوى به ووايي: "كاشكي موږ اورېدلای يا پوهېدلای، نو نن به د دغه تاوجن اور په وړ كسانو کښي شامل نه وای."

  11. فَاعْتَرَفُوا بِذَنبِهِمْ فَسُحْقًا لِّأَصْحَابِ السَّعِيرِ

    په دې ډول به هغوى په خپلي ګناه باندي پخپله اعتراف وکړي. د دغو دوږخيانو لپاره (د الله د رحمت څخه) لیري والى دى.

  12. إِنَّ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُم بِالْغَيْبِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ

    كوم كسان چي ناليدلي له خپل رب څخه وېريږي، په باوري ډول هغو ته بښنه او لوى ثواب دی.

  13. وَأَسِرُّوا قَوْلَكُمْ أَوِ اجْهَرُوا بِهِ ۖ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ

    كه تاسي پټي خبري وکړئ او كه په لوړغږ (د الله لپاره يو شان دي)؛ هغه خو آن د زړونو په حال باندي پوهیږي.

  14. أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ

    ايا هغه دي (د زړونو په حال) ونه پوهیږي چي هغه پېداکړي دي؟ - پداسي حال کښي چي هغه باريك لیدونکی (په پټو رازونو پوه) او باخبره دى.

  15. هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ ۖ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ

    هغه ذات چي ستاسي لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړېده، د هغې پر سينه باندي ګرځئ او د خداى روزي خورئ، د هماغه حضور ته ستاسي په دوهم ځل ژوندي كېدو سره ورتګ دى.

  16. أَأَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاءِ أَن يَخْسِفَ بِكُمُ الْأَرْضَ فَإِذَا هِيَ تَمُورُ

    ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چي هغه ذات چي په اسمانونو کښي دى، تاسي به په ځمکه کښي ښخ کړي؛ او بیا به دغه ځمکه په ناڅاپي ډول ولړزیږي، وخوځیږي؟

  17. أَمْ أَمِنتُم مَّن فِي السَّمَاءِ أَن يُرْسِلَ عَلَيْكُمْ حَاصِبًا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ كَيْفَ نَذِيرِ

    ايا تاسي له دې څخه بېغمه ياست چي هغه ذات چي په اسمانونو کښي دى، پر تاسي به تیږي اوروونكى طوفان والوزوي؟ - بيا به تاسي ته څرګنده شي چي زما اخطار څنګه و.

  18. وَلَقَدْ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ

    له دوی څخه پخوا تېر شويو خلكو د درواغو نسبتونه کړي ول. نو وګورئ چي زما نيونه څنګه سخته وه!

  19. أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الطَّيْرِ فَوْقَهُمْ صَافَّاتٍ وَيَقْبِضْنَ ۚ مَا يُمْسِكُهُنَّ إِلَّا الرَّحْمَـٰنُ ۚ إِنَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ بَصِيرٌ

    ايا دوی د خپل ځان د پاسه الوتونكي مرغان وزرونه غوړوونكي او ټولوونكي نه ويني؟ - د الرحمان څخه پرته بل هیڅوك نشته چي هغوی یې تم کړي وي، هماغه د هر څه ليدونكى دى.

  20. أَمَّنْ هَـٰذَا الَّذِي هُوَ جُندٌ لَّكُمْ يَنصُرُكُم مِّن دُونِ الرَّحْمَـٰنِ ۚ إِنِ الْكَافِرُونَ إِلَّا فِي غُرُورٍ

    وښاياست! ستاسي سره څه راز لښكر دى چي د الرحمان په مقابل کښي ستاسي مرسته وکړاى شي؟ - حقيقت دا دى چي دغه كافران غولېدلي دي.

  21. أَمَّنْ هَـٰذَا الَّذِي يَرْزُقُكُمْ إِنْ أَمْسَكَ رِزْقَهُ ۚ بَل لَّجُّوا فِي عُتُوٍّ وَنُفُورٍ

    يا نو وښاياست څوك تاسي ته روزي درکولای شي، كه الرحمان خپله روزى بنده کړي؟ - په اصل کښي دوی په سر غړونه او له حقه په تښتېدو باندي ټينګ شويدي.

  22. أَفَمَن يَمْشِي مُكِبًّا عَلَىٰ وَجْهِهِ أَهْدَىٰ أَمَّن يَمْشِي سَوِيًّا عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    ښه فكر وکړئ، څوك چي پړمخي روان وي، هغه د زياتي سمي لاري موندونكى دى او كه هغه چي جګه غاړه سم په يو هوار سړك باندي وي؟

  23. قُلْ هُوَ الَّذِي أَنشَأَكُمْ وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۖ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ

    دوی ته ووايه: "هماغه الله دى چي تاسي يى پیدا کړئ، تاسي ته یې د اورېدلو او ليدلو قواوي درکړې او غوركوونكي پوهېدونكي زړونه یې درکړل، خو تاسي بيخي لږ شكر باسئ."

  24. قُلْ هُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ

    دوي ته ووايه: "هماغه الله دى چي تاسي یې په ځمکه کښي خواره کړی ياست او د هماغه لوري ته به تاسي ورغونډ کړای شئ."

  25. وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دوي وايي: "كه تاسي رښتیني ياست، نو راوښياست چي دا وعده به كله پوره شي (قیامت به کله راشي)؟"

  26. قُلْ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِندَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

    ورته ووايه: "د دې علم خو له الله سره دى، زه خو یوازي په ډاګه روښانه خبرداروونكى يم."

  27. فَلَمَّا رَأَوْهُ زُلْفَةً سِيئَتْ وُجُوهُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَقِيلَ هَـٰذَا الَّذِي كُنتُم بِهِ تَدَّعُونَ

    بيا كله چي دوی هغه (د قیامت عذاب) نژدې وويني، نو د هغو ټولو خلكو مخونه به چي كافران شوي دي، بدرنګه شي. او په هغه وخت کښي به هغو ته وويل شي: "همدا هغه څه دي چي تاسي یې غوښتنه كوله!"

  28. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَن مَّعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَن يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ

    دوی ته ووايه: "تاسي كله په دې هم څه غور کړی دى، چي كه الله ما او زما ملګري هلاک کړي يا پر موږ رحم وکړي، كافران به له دردناك عذاب څخه څوك وژغوري؟!"

  29. قُلْ هُوَ الرَّحْمَـٰنُ آمَنَّا بِهِ وَعَلَيْهِ تَوَكَّلْنَا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ هُوَ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    دوي ته ووايه: "هغه ډېر مهربان دى، پر همغه باندي موږ ايمان راوړى دى، او پر همغه باندي موږ توكُل کړی دى. ډېره ژر به تاسي ته څرګنده شي چي په ښكاره ګمراهۍ کښي لويدلی څوك دى."

  30. قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَن يَأْتِيكُم بِمَاءٍ مَّعِينٍ

    دوی ته ووايه: "تاسي كله دې ته ځير شوي ياست چي كه ستاسي (د څاه ګانو) اوبه په ځمکه کښي ښكته ننوځي، نو څوك به تاسي ته پاکي رواني اوبه راوباسي؟"

Holy Quran-Pashto