-
قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ
په باوري ډول مؤمنانو برى موندلى دى:
-
الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ
هغه (کسان) چي په خپل لمانځونو کښي عاجزي غوره كوي؛
-
وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ
او هغه (کسان) چي له عبثو او ناکاره کړنو څخه مخ اړوونكي وي؛
-
وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ
او هغه (کسان) چي د زكات په کړنچاري عمل كوي؛
-
وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ
او هغه (کسان) چي د خپلو شرم ځايونو ساتنه كوي،
-
إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ
پرته له خپلو مېرمنو او خپلو مینزو څخه يې. پر هغو باندي (په جنسي نژدېوالي) د پړ كېدو وړ نه دي،
-
فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ
البته كه څوك له هغې پرته نور څه وغواړي، همغوى زياتى كوونكي دي.
-
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ
او هغه (کسان) چي د خپلو امانتونو، ژمنو او تړونونو لحاظ ساتي.
-
وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ
او هغه (کسان) چي د خپلو لمونځونو ساتنه كوي.
-
أُولَـٰئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ
همدغه (مؤمنان) خپله وارثان دي؛
-
الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
هغه (وارثان) چي په ميراث کښي به فردوس (جنت) ومومي او په هغه کښي به د تل لپاره هستوګن وي.
-
وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن سُلَالَةٍ مِّن طِينٍ
بېشکه، موږ انسان له خالصي نرۍ خټي څخه جوړ کړ؛
-
ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ
بيا مو هغه په يو محفوظ ځاى (رحم) کښي په څڅېدلي څاڅكي (نطفې) تبديل کړ؛
-
ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَامًا فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقًا آخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ
بيا مو هغه څاڅكي (نطفه) ته د برغنډ (تړلي ویني) بڼه ورکړه. بيا مو برغنډ د غوښي بوټۍ وګرځوله، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ کړل، بيا مو هډوکو ته غوښه ور واغوستله؛ بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ کړ. نو الله ډېر زيات بركتناك او تر ټولو پيدا كوونكو ښه پيدا كوونكى دی.
-
ثُمَّ إِنَّكُم بَعْدَ ذَٰلِكَ لَمَيِّتُونَ
بیا له هغه وروسته هرو مرو ستاسي مړه كېدل دي؛
-
ثُمَّ إِنَّكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تُبْعَثُونَ
بيا د قيامت په ورځ به په يقيني ډول تاسي راپاڅول شئ.
-
وَلَقَدْ خَلَقْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعَ طَرَائِقَ وَمَا كُنَّا عَنِ الْخَلْقِ غَافِلِينَ
او ستاسي د پاسه موږ اوه لاري (اسمانونه) پيدا کړي دي او موږ له خپل مخلوق څخه بې خبره نه يوو.
-
وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً بِقَدَرٍ فَأَسْكَنَّاهُ فِي الْأَرْضِ ۖ وَإِنَّا عَلَىٰ ذَهَابٍ بِهِ لَقَادِرُونَ
او موږ له اسمانه، له صحيح حساب سره سمي، په يوه ټاكلي اندازه اوبه و اورولې او هغه مو په ځمکه کښي تم کړې. موږ په باوري توګه د هغو (اوبو) په له منځه وړلو وس لرونکي یوو.
-
فَأَنشَأْنَا لَكُم بِهِ جَنَّاتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ لَّكُمْ فِيهَا فَوَاكِهُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
بيا د هغو اوبو په وسيله موږ ستاسي لپاره د خُرماؤ او انګورو باغونه پيدا کړل. ستاسي لپاره پدغو باغونو کښي ډيري خوندوري مېوې دي او له هغو څخه تاسي روزي په لاس راوړئ (خورئ).
-
وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِن طُورِ سَيْنَاءَ تَنبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِّلْآكِلِينَ
او موږ هغه ونه هم پيدا کړه چي د طور سينا (غره) څخه راووځي، تيل (غوړي) هم لري او د خوړونكو لپاره كتغ هم.
-
وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً ۖ نُّسْقِيكُم مِّمَّا فِي بُطُونِهَا وَلَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ كَثِيرَةٌ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ
او حقيقت دا دى چي ستاسي لپاره په څارويو کښي هم يو درس دى. د هغو په ګيدو کښي چي څه دي، له هماغو څخه موږ يو شى (شیدې) په تاسي څښو،او ستاسي لپاره په هغو کښي ډيري نوري ګټي هم دي او تاسي هغه (غوښي یې) خورئ؛
-
وَعَلَيْهَا وَعَلَى الْفُلْكِ تُحْمَلُونَ
او پر هغو او بېړېو باندي تاسي سپرېږئ (باروئ يې).
-
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوْمِهِ فَقَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ
او موږ نوح (ع) د هغه خپل قوم ته ولېږه، خپل قوم ته یې وويل: "اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي لپاره كوم بل معبود نشته، ايا تاسي نه وېرېږئ؟"
-
فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِن قَوْمِهِ مَا هَـٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُرِيدُ أَن يَتَفَضَّلَ عَلَيْكُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَأَنزَلَ مَلَائِكَةً مَّا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِي آبَائِنَا الْأَوَّلِينَ
نو د هغه د قوم هغو سردارانو چي له منلو څخه یې انكار وکړ، وويل: "دا سړی هیڅ نه دى مګر يو بشر دى ستاسي په څېر، دده غوښتنه دا ده چي پر تاسي لوړتيا ولري. كه الله لېږلای، نو پرښته به یې لېږلي وای. دا خبره خو موږ هیڅكله د خپل پلار، نېکه په وختونو کښي له سره اورېدلې نه ده (چي بشر د پېغمبر په توګه راشي).
-
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ بِهِ جِنَّةٌ فَتَرَبَّصُوا بِهِ حَتَّىٰ حِينٍ
هیڅ نشته، خبره دا ده چي په ده باندي د ليونتوب حمله راغلې ده، لږ وخت نور هم ورته وګورئ (ښائي په سد شي)."
-
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ
نوح (ع) وويل: "پروردګاره! دغو خلكو چي زه درواغجن ګڼلى يم، اوس همدا ته زما ملاتړ وکړه."
-
فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ ۙ فَاسْلُكْ فِيهَا مِن كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَن سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ ۖ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا ۖ إِنَّهُم مُّغْرَقُونَ
موږ هغه ته وحيي وکړه چي زموږ تر څارني لاندي او زموږ له وحيي سره سم بېړۍ جوړه کړه، بيا كله چي زموږ امر وشي او تنور وخوټيږي، نو له هر ډول ځناورو څخه يوه يوه جوړه (يو نر، يوه ښځه) در سره واخله، په هغې کښي سپور شه، او خپل اهل او كورنۍ هم درسره واخله، خو له هغو كسانو څخه پرته چي پر خلاف یې مخکي فېصله شوېده. او د ظالمانو په باب ما ته څه مه وايه، دوى اوس غرقېدونكي دي.
-
فَإِذَا اسْتَوَيْتَ أَنتَ وَمَن مَّعَكَ عَلَى الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي نَجَّانَا مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
بيا كله چي ته له خپلو ملګرو سره په بېړۍ کښي سپور شوې، نو ووايه: "هغه خداى (الله) ته شكر دى چي موږ ته یې له ظالمانو څخه نجات راکړ."
-
وَقُل رَّبِّ أَنزِلْنِي مُنزَلًا مُّبَارَكًا وَأَنتَ خَيْرُ الْمُنزِلِينَ
او ووايه: "پروردګاره! ما په بركتناك ځاى کښي ښكته کړه او ته ډېر ښه ځاى وركوونكى یې."
-
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ وَإِن كُنَّا لَمُبْتَلِينَ
پدې کیسه کښي ستري نښانې دي او موږ هرو مرو ازمېښت كوونكي يوو.
-
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ
له هغو وروسته موږ د يو بل دور (زمانې) قوم را پورته کړ.
-
فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلَـٰهٍ غَيْرُهُ ۖ أَفَلَا تَتَّقُونَ
بيا مو هغو ته په خپله د هماغه قوم يو پېغمبر ولېږه (چي هغو ته بلنه ورکړه) چي د الله بندګي وکړئ، ستاسي لپاره له هغه پرته كوم بل معبود نشته، ايا تاسي وېرېږئ نه؟
-
وَقَالَ الْمَلَأُ مِن قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَـٰذَا إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ
د هغه د قوم كومو مشرانو چي له منلو څخه انكار وکړ او د اخرت راتګ یې درواغ وګانه او موږ د دُنيا په ژوندانه كٰي سوکاله ساتلي ول، وويل: "دا سړی خو ستاسي په څېر يو بشر دى، بل هیڅ نه دی. تاسي چي څه خورئ، دى هماغه خوري او تاسي چي څه څښئ، دى هماغه څښي.
-
وَلَئِنْ أَطَعْتُم بَشَرًا مِّثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَّخَاسِرُونَ
اوس كه تاسي د خپل ځان په څېر د يو بشر اطاعت ومانه، نو تاسي په زيان کښي ولوېدلاست.
-
أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُم مُّخْرَجُونَ
ايا دى تاسي ته خبر دركوي چي كله مړه او خاوري شئ او د هډوکو ډېرۍ درڅخه جوړه شي، په هغه وخت کښي به تاسي (له قبرونو څخه) را ويستل شئ؟
-
۞ هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ
لیري ده، بيخي لیري ده دغه وعده چي ستاسي سره کیږي.
-
إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ
ژوند خو د همدې دُنيا ژوند دی، نور څه نه دی. همدلته مرو او ژوندي کیږو او موږ هیڅكله راپاڅول كېدونكي نه يوو.
-
إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا وَمَا نَحْنُ لَهُ بِمُؤْمِنِينَ
دغه سړی د الله په نوم باندي محضي درواغ جوړوي او موږ هیڅكله د ده منونكي نه يوو."
-
قَالَ رَبِّ انصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ
پېغمبر وويل: "پروردګاره! دغو خلكو چي زه درواغجن ګڼلى يم، اوس همدا ته زما مرسته وکړه."
-
قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَّيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ
(الله ج) وفرمايل: "هغه وخت نژدې دى چي كله دوى په خپلو کړو پښېمانه شي."
-
فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنَاهُمْ غُثَاءً ۚ فَبُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
په پاى کښي برابر او له حق سره سم يوې ستري چغي هغوى ونيول او موږ هغوى شاوړي (د سیلاب د خس خاشاک) غوندي وغورځول. (د الله د رحمت څخه دي) ظالم قوم لیري وي!
-
ثُمَّ أَنشَأْنَا مِن بَعْدِهِمْ قُرُونًا آخَرِينَ
بيا موږ له هغو وروسته نور قومونه را پورته کړل.
-
مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ
هیڅ يو قوم نه له خپل وخت (اجل) څخه مخکي له منځه ځي او نه له هغه وروسته اوسېدلای شو.
-
ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَىٰ ۖ كُلَّ مَا جَاءَ أُمَّةً رَّسُولُهَا كَذَّبُوهُ ۚ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُم بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ ۚ فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ
بيا موږ پرله پسې خپل پېغمبران ولېږل. هر قوم ته چي په هر دور كي د هغو پېغمبر راغى، هغه یې درواغجن وګانه. او موږ له يو قوم څخه وروسته بل قوم پرله پسې هلاک کړل، آن تر دې پوري چي هغوى مو افسانې وګرځول. پر هغو خلكو نفرین دی چي ايمان نه راوړي.
-
ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَىٰ وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِينٍ
بيا موږ موسٰى (ع) او د هغه ورور هارون (ع) له خپلو نښانو او څرګند سند سره ولېږل،
-
إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا عَالِينَ
فرعون او د هغه د سلطنت اراكينو ته، خو هغوى تكبر وکړ او ځان يې لوړ وګاڼه.
-
فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ
نو (فرعونیانو) وويل: "ايا موږ د ځان غوندي په دوو انسانانو باندي ايمان راوړو؟- او انسانان هم داسي چي د دوى قوم زموږ بندګي كوونكی دي."
-
فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا مِنَ الْمُهْلَكِينَ
وروسته یې هغوى دواړه (موسی (ع) او هارون (ع) ) درواغجن وګڼل، نو دوی (فرعونیان) هلاک کړل شول،
-
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ
او موسٰى (ع) ته موږ كتاب (تورات) ورکړ، تر څو چي خلک هدايت ځني تر لاسه کړي.
-
وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَىٰ رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ
او د مريم زوى او د هغه مور موږ يوه نښانه وګرځوله او هغوی ته مو په يوه هسكه مېنه کښي ځاى ورکړ، چي د ډاډيني ځاى ؤ او چينې پکښي بهېدلې.
-
يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا ۖ إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ
اې پېغمبرانو! پاك شيان وخورئ او نېک عمل وکړئ؛ تاسي چي هر څه كوئ، زه ورباندي ښه پوهېږم.
-
وَإِنَّ هَـٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ
او دا ستاسي اُمت، يو اُمت دى او زه ستاسي رب يم؛ نو له همدا ما څخه ووېرېږئ.
-
فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا ۖ كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ
خو وروسته خلكو دين په خپلو منځو کښي ټوټه ټوټه کړ؛ له هري ډلي سره چي څه دي، هغوى په همغه خوشحاله دي.
-
فَذَرْهُمْ فِي غَمْرَتِهِمْ حَتَّىٰ حِينٍ
ښه نو، دوى پرېږده چي په خپل غفلت کښي تر يوې ټاكلي نېټې پوري ډوب وي.
-
أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُم بِهِ مِن مَّالٍ وَبَنِينَ
ايا دوى دا انګېري: موږ چي په مالونو او لادونو کښي له دوى سره مرسته كوو،
-
نُسَارِعُ لَهُمْ فِي الْخَيْرَاتِ ۚ بَل لَّا يَشْعُرُونَ
نو ګويا دوى ته په ښېګڼو وركولو کښي اخته يوو؟ - نه، د اصلي موضوع شعور د دوی سره نشته.
-
إِنَّ الَّذِينَ هُم مِّنْ خَشْيَةِ رَبِّهِم مُّشْفِقُونَ
په حقيقت کښي هغه كسان چي د خپل رب له وېري لړزیږي،
-
وَالَّذِينَ هُم بِآيَاتِ رَبِّهِمْ يُؤْمِنُونَ
او هغه كسان چي د خپل رب پر ايتونو ايمان راوړي،
-
وَالَّذِينَ هُم بِرَبِّهِمْ لَا يُشْرِكُونَ
او هغه كسان چي له خپل رب سره هیڅوك نه شريكوي،
-
وَالَّذِينَ يُؤْتُونَ مَا آتَوا وَّقُلُوبُهُمْ وَجِلَةٌ أَنَّهُمْ إِلَىٰ رَبِّهِمْ رَاجِعُونَ
او د هغو دا حال دى؛ وركوي، هر څه وركوي (زکاتونه او خیراتونه) او زړونه یې له دې فكر څخه لړزیږي چي د خپل رب لوري ته زموږ ورګرځېدل دي،
-
أُولَـٰئِكَ يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَهُمْ لَهَا سَابِقُونَ
همدا (خلك) د ښېګڼو خوا ته ځغستونکي دي او د سیالۍ په كولو د هغو تر لاسه كوونكى دي
-
وَلَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۖ وَلَدَيْنَا كِتَابٌ يَنطِقُ بِالْحَقِّ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
موږ هيڅوك د هغه له وس څخه پورته نه په تكليف كوو، او زموږ سره يو كتاب (لوح محفوظ) دى چي (د هر يوه د حال) رښتيا، رښتيا ښوونکی دى، او پر خلكو به په هیڅ حال تېرى ونکړای شي.
-
بَلْ قُلُوبُهُمْ فِي غَمْرَةٍ مِّنْ هَـٰذَا وَلَهُمْ أَعْمَالٌ مِّن دُونِ ذَٰلِكَ هُمْ لَهَا عَامِلُونَ
خو ددغو خلكو زړونه له دې موضوع څخه په غفلت کښي دي، او د دوى عملونه هم د هغې کړنلاري (چي پاس یې يادونه شوېده) پر خلاف دي. (دوی به خپلو دغو عملونو ته دوام ورکړي)؛
-
حَتَّىٰ إِذَا أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِم بِالْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْأَرُونَ
تر هغه پوري چي كله موږ د دوی عياشان په عذاب کښي راګير کړو، نو بيا به دوی فریادونه او کوکاري وهي.
-
لَا تَجْأَرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّكُم مِّنَّا لَا تُنصَرُونَ
(نو په هغه وخت کي به وویل شي) اوس کوکاري مه وهئ، اوس به زموږ له لوري تاسي ته څه مرسته درنکړه شي.
-
قَدْ كَانَتْ آيَاتِي تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ تَنكِصُونَ
زما ايتونه در اورول كېدل، خو تاسي (د پېغمبرد غږ په اورېدلو) په خپلو پوندو شا ته تاوېدونكي تښتېدلاست.
-
مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ سَامِرًا تَهْجُرُونَ
د خپل غرور له امله مو هغه له سره په زړه کښي نه راوستل، په خپلو کښي مو پرې د شپې تبصرې او کیسې كولې.
-
أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءَهُم مَّا لَمْ يَأْتِ آبَاءَهُمُ الْأَوَّلِينَ
نو ايا دې خلكو هیڅكله پدې کلام باندي غور نه دى کړی يا هغه ورته داسي څه راوړي دي چي هيڅكله د دوی پخوانیو پلرونو ته نه ول راغلي؟
-
أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ
يا دا چي دوی له خپل پېغمبر سره هیڅكله اشنا نه ول چي (د نااشنا سړي په توګه) له هغه څخه منکریږي؟
-
أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ ۚ بَلْ جَاءَهُم بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ
يا دوی د دې خبري قايل دي چي هغه ليونى دى؟ - نه، بلکي هغه ورته حق راوړی دى او د دوی د زياترو حق بد ايسي.
-
وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ بَلْ أَتَيْنَاهُم بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَن ذِكْرِهِم مُّعْرِضُونَ
او كه چيري حق د دوى په غوښتنو پسي تللى واى، نو د اسمانونو او ځمكي او د هغو د هر څه نظام به ګډوډ شوى وای. نه، بلکي موږ خپل ذكر (قرآن او نصحت) دوی ته راوړی دى او دوى له خپل ذكر څخه مخ اړوي.
-
أَمْ تَسْأَلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ ۖ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
ايا ته له دوی څخه څه اجر غواړې؟ - ستا لپاره ستا د رب درکړه ډېره ښه ده او هغه ډېر ښه روزي وركوونكى دى.
-
وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
ته خو دوی سمي لاري ته بلې؛
-
وَإِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنَاكِبُونَ
خو كوم كسان چي اخرت نه مني، هغوى له سمي لاري څخه اوښتل غواړي.
-
۞ وَلَوْ رَحِمْنَاهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِم مِّن ضُرٍّ لَّلَجُّوا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
كه موږ پر دوی رحم کړی واى او هغه کړاو مو ايسته کړی واى چي دوى اوس په کښي اخته دي، نو دوى به په خپله سرکښۍ کښي بيخي زيات لالهانده شوي وای.
-
وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُم بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ
د دوی حال دا دى چي په کړاو مو اخته کړل، بيا هم دوى د خپل رب په وړاندي سرښكته نه کړ او نه یې عاجزي غوره کړه.
-
حَتَّىٰ إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِم بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ
البته كله چي ددې وار راشي چي موږ پر دوى باندي د سخت عذاب دروازه پرانيزو، نو ته به په ناڅاپي ډول وګورې چي پدې حالت کښي دوى له هري ښېګڼي څخه ناهيلي دي.
-
وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ ۚ قَلِيلًا مَّا تَشْكُرُونَ
هغه خو د همدا الله ذات دى چي تاسي ته یې د اورېدلو او ليدلو قواوي درکړي او (د فكر كولو) زړه یې در کړ، خو تاسي ډېر لږ شكر ايستونكي ياست.
-
وَهُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
هماغه ذات دى چي تاسي یې په ځمکه کښي خواره کړئ او د هماغه لوري ته به تاسي يو ځاى ور وستل شئ.
-
وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
هماغه ژوند بخښي او هماغه مرګ وركوي. د شپواو ورځو اوړېدل را اوړېدل، د هماغه د قدرت په لاس کښي دي. ايا تاسي پدې خبره نه پوهېږئ؟
-
بَلْ قَالُوا مِثْلَ مَا قَالَ الْأَوَّلُونَ
خو دوى هماغه څه وايي چي د دوى مخکنیو ويلي دي.
-
قَالُوا أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ
دوى وايي: "ايا كله چي موږ مړه او خاوري شو او د هډوکو ډېرۍ وګرځو، نو موږ به بيرته ژوندي راپاڅول شو؟
-
لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا هَـٰذَا مِن قَبْلُ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ
موږ هم دغه وعدې ډيري اورېدلي دي او له موږ څخه مخکي زموږ پلرونو، نېکونو هم اورېدلي دي. دا محضې زړې كيسې دي."
-
قُل لِّمَنِ الْأَرْضُ وَمَن فِيهَا إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
دوی ته ووايه: "وواياست كه پوهېږئ، دغه ځمکه او د هغې هر څه د چا دي؟"
-
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
دوى به هرو مرو ووايي د الله دي. ورته ووايه: "نو بيا تاسي پند نه اخلئ؟"
-
قُلْ مَن رَّبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ
له دوی څخه پوښتنه وکړه: "د اوو اسمانونو او ستر عرش څښتن څوك دى؟"
-
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
دوى به ژر، هرو مرو ووايي الله دی. ورته ووايه: "نو بیا تاسي نه وېرېږئ (د الله د عذاب څخه) ؟"
-
قُلْ مَن بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
دوی ته ووايه: "وواياست كه پوهیږئ، د هر څه وس واك د چا په لاس کښي دى؟ - او هغه ذات څوك دى چي پناه وركوي او د هغه په مقابله کښي هیڅوك پناه نشي وركولای؟"
-
سَيَقُولُونَ لِلَّهِ ۚ قُلْ فَأَنَّىٰ تُسْحَرُونَ
دوى به ژر، هرو مرو ووايي چي دا خو یوازي د الله كار دى. ورته ووايه: "نو بيا تاسي له کومي خوا غولول کېږئ؟"
-
بَلْ أَتَيْنَاهُم بِالْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ
كومه چي حقه خبره ده، هغه موږ د دوى مخي ته راوړې ده او بېله شکه دوی درواغجنان دي.
-
مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَـٰهٍ ۚ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَـٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ ۚ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ
الله هیڅوك خپل اولاد نه دى نيولى، او له هغه سره كوم بل خداى نشته. كه داسي واى، نو هر خداى به خپل مخلوق را اخيستى، بېل شوى به وای او بيا به یې يو پر بل باندي برلاسي كوله. الله له دغو خبرو څخه پاك دى چي دوی یې جوړوي.
-
عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
په ښكاره او پټو پوهېدونكى دى، الله له هغه شرك څخه ډېر لوړ دى چي دوى یې كوي.
-
قُل رَّبِّ إِمَّا تُرِيَنِّي مَا يُوعَدُونَ
[اې محمده (ص)!] ووایه (دُعا وکړه): "پروردګاره! د كوم عذاب چي دوی ته اخطار وركول کیږي، كه ته هغه زما په موجوديت کښي پرې راولې؛
-
رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِي فِي الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
نو اې زما ربه! ما پدې ظالمانو کښي مه شاملوه."
-
وَإِنَّا عَلَىٰ أَن نُّرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَادِرُونَ
او حقيقت دا دى چي موږ ستا تر نظر لاندي د هغه شي د را وستلو پوره قدرت لرو چي دوی ته يې اخطار وركوو.
-
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ ۚ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ
[اې محمده (ص)!] د بدۍ مخنيوى په هغه توګه وکړه چي ډېره ښه وي. کومي خبري چي هغوی په تا پوري تړي، هغه موږ ته ښې څرګندي دي.
-
وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ
او دعا وکړه: "پروردګاره! زه د شيطانانو له هڅونو (وسوسو) څخه تا ته پناه دروړم؛
-
وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ
بلکي اې زما ربه! زه خو له دې څخه هم پناه غواړم چي هغوی ما ته راشي."
-
حَتَّىٰ إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ
(دا خلك به له خپلو کړو وړو څخه لاس وانخلي)، تر دې پوري چي كله له دوی څخه كوم يوه ته مرګ راشي، نو وبه وايي: "اې زما ربه! ما همغې دنيا ته بېرته ولېږه چي زه ورڅخه راغلى يم؛
-
لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ ۚ كَلَّا ۚ إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا ۖ وَمِن وَرَائِهِم بَرْزَخٌ إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ
هيله مند يم چي زه به اوس و شا ته پرېښي دُنيا كي ښه عمل وکړم." - هیڅكله نه، دا خو یوازي يوه خبره ده چي هغه یې بې ځایه وايي. او د دې ټولو (مړه كېدونكو) په مخ کي د دوهم ژوندانه تر ورځي پوري يوه پرده خنډ ده.
-
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ
نو څنګه چي شپېلۍ پو کړاى شي، بيا به په هغه ورځ د دوی په منځ کښي كومه خپلولي پاتي نشي او نه به دوی يو له بل څخه پوښتنه وکړي.
-
فَمَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ
په هغه وخت کښي چي د چا (د نېکیو) پله درنه وي، هماغوى به برى ومومي،
-
وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَـٰئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ
او د چا چي (د نېکیو) پله سپكه وي، هماغه كسان به وي چي خپل ځانونه یې په زيان کښي وغورځول، هغوى به په دوږخ کښي د تل لپاره اوسیږي،
-
تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ
اور به د هغو د مخونو پوستكى وريت کړي او د هغو زامي به لغړي راووځي.
-
أَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فَكُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ
(کفارو ته به وویل شي): "ايا تاسي همغه خلك نه یاست، چي زما ايتونه درته اورول كېدل، خو تاسي هغه درواغ ګڼل؟"
-
قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ
هغوى به ووايي: "اې زموږ ربه! زموږ بدبختي پر موږ خوره شوې وه، په رښتيا چي موږ ګمراه خلك وو؛
-
رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ
اې پروردګاره! اوس موږ له دې ځايه وباسه، كه موږ بیا کفر وکړ، نو ظالمان به يوو."
-
قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ
الله تعالٰى به ځواب ورکړي: "زما له مخي لیري شئ، په همغه کښي پراته اوسئ او زما سره خبري مه كوئ.
-
إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِّنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ
تاسي خو هماغه خلك ياست چي زما ځينو بندګانو چي كله ويل: "اې زموږ پروردګاره! موږ ايمان راوړ، موږ ته بښنه وکړه، پر موږ رحم وکړه، ته ترټولو رحم كوونكو څخه زيات رحيم یې." -
-
فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّىٰ أَنسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنتُم مِّنْهُمْ تَضْحَكُونَ
نو تاسي به په هغو پوري مسخرې کولې، تر دې پوري چي د هغو دښمنۍ ستاسي څخه زما ياد هېر کړ، او تاسي په هغو (مسلمانانو) پوري خندل.
-
إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ
نن ما د هغو د هغه صبر دغه مېوه ورکړېده چي همغوی بريالي دي."
-
قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ
بيا به الله تعالٰى له هغو (كافرانو) څخه پوښتنه وکړي: "ووايست، تاسي په ځمکه کښي څومره كلونه و اوسېدلاست؟"
-
قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ
هغوى به ووايي: "موږ يوه ورځ يا د يوې ورځي يو څه برخه هلته اوسيدلي يوو، له شمار كوونكو څخه پوښتنه وکړه."
-
قَالَ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا ۖ لَّوْ أَنَّكُمْ كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
(الله) به ووايي: "لږ وخت واوسيدلي یاست، كاشكي تاسي پدې باندي په هغه وخت کښي پوهېدلاى.
-
أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ
ايا تاسي انګېرلې وه چي موږ بابېزه پيدا کړي ياست او زموږ لوري ته ستاسي هیڅكله راګرځېدل نشته؟"
-
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۖ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ
نو الله لوړ او پورته دی، حقيقي باچا دی، له هغه پرته بل هیڅ كوم خداى نشته، د عزتمن عرش څښتن دى.
-
وَمَن يَدْعُ مَعَ اللَّهِ إِلَـٰهًا آخَرَ لَا بُرْهَانَ لَهُ بِهِ فَإِنَّمَا حِسَابُهُ عِندَ رَبِّهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْكَافِرُونَ
او څوك چي له خداى سره كوم بل معبود وبلي، چي د هغه لپاره ورسره څه دليل نشته، نو د هغه حساب د هغه له رب سره دى. دغسي كافران هیڅكله نشي ژغورل كېداى.
-
وَقُل رَّبِّ اغْفِرْ وَارْحَمْ وَأَنتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ
[اې محمده (ص)!] ووايه: "زما ربه! بښنه وکړه او رحم وکړه، او ته تر ټولو رحم كوونكو څخه ښه رحم کوونکی یې."
۲۳. سورت المؤمنون
المؤمنون
Al-Mu'minun / المؤمنون · ۲۳ · ۱۱۸ آیتونه
دا پاڼه د سورت المؤمنون عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.