-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُم مِّنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ ۙ أَن تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي ۚ تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنتُمْ ۚ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ
اې ایمان راوړونکو، كه تاسي زما په لاره کښي د جهاد كولو لپاره او زما د رضا د ګټلو په خاطر (وطن پرې ايښئ او له كورونو څخه) وتلي ياست؛ نو زما او ستاسي دښمنان، خپل دوستان مه نيسئ. تاسي له هغوى سره دوستانه اچوئ، پداسي حال کښي كوم حق چي تاسي ته راغلى دى، د هغه له منلو څخه هغوى انكار کړيدى؛ او د هغو چلند دا دى چي پېغمبر (ص) او پخپله تاسي صرف پدې ګناه له وطن څخه باسي چي تاسي پخپل رب الله باندي ايمان راوړى دى. تاسي په پټه هغوى ته دوستانه پيغامونه ليږئ، پداسي حال کښي څه چي تاسي په پټه كوئ او څه چي په ښكاره كوئ، په هر څه زه پوهېږم. هر څوك چي ستاسي څخه داسي وکړي، هغه په يقيني توګه له سمي لاري څخه بېلارى شو.
-
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ
د هغو چلند خو دا دى چي كه پر تاسي برلاسي شي، نو دښمني به درسره وکړي او په لاسونو او ژبو سره به ازار در ورسوي. هغوى خو دا غواړي چي تاسي دي (په يو ډول) كافران شئ.
-
لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ ۚ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
د قيامت په ورځ به نه ستاسي خپلوۍ څه پكار درشي او نه ستاسي اولادونه؛ په هغه ورځ به الله ستاسي تر منځ بيلتون راولي. او الله ستاسي د عملونو ليدونكى دى.
-
قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَا أَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ
ستاسي لپاره د ابراهيم (ع) او د هغه د ملګرو (په کیسه) کښي يوه غوره نمونه ده، چي هغوى خپل قوم ته په ډاګه وويل: "موږ له تاسي او ستاسي له دغو معبودانو څخه چي د خداى پر ځاى يې بندګي كوئ، په ټینګه بېزار يوو. موږ ستاسي څخه منكر شوي يوو او زموږ او ستاسي تر منځ د تل لپاره دښمني او كينه ولويدله، تر څو پوري چي پر يوه الله ايمان رانه وړئ." - خو خپل پلار ته د ابراهيم (ع) دا وينا (له دې نه مستثنا ده) چي: "زه به ستا لپاره د بخښني غوښتنه هرومرو وکړم او د الله څخه ستا لپاره څه لاس ته راوړل زما په وس كي نه دي." (او د ابراهيم (ع) او د هغه د ملګرو دُعا دا وه چي) "اې زموږ ربه! پر همدا تا باندي موږ توكُل وکړ او همدا ستا لوري ته مو رجوع وکړه او همدا ستا حضور ته بيا زموږ درګرځېدل دي.
-
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
اې زموږ ربه! موږ د كافرانو فتنه او د ازمېښت وسیله مه ګرځوه. او اې زموږ ربه! له ګناهونو څخه مو راتير شه. بېشكه همدا ته برلاسى، د حكمت څښتن یې."
-
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ ۚ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
د همدغو خلكو (د ابراهیم(ع) او یارانو ) په کړنچاره کښي ستاسي لپاره او د هر هغه چا لپاره غوره نمونه ده، چي د الله او د اخرت د ورځي هيله من وي. كه له دې څخه څوك مخ واړوي، نو الله بې نيازه او خپله پخپل ذات کښي ستايل شويدى.
-
۞ عَسَى اللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً ۚ وَاللَّهُ قَدِيرٌ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
لیري نده چي الله يو وخت ستاسي او د هغو خلكو تر منځ مينه واچوي چي له هغو سره نن تاسي دښمني را اخيستې ده. الله لوی قدرت لري او هغه ډېر ښه بخښونکي او رحم کوونکی دى.
-
لَّا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ
الله تاسي له دې خبري څخه نه منع كوي چي له هغو خلكو سره د نېکۍ او عدل چلند وکړئ چي د دين په باب يې ستاسي سره جنګ ندى کړی او تاسي یې له خپلو كورونو څخه نه ياست ايستلي. الله عدل كوونكي خوښوي
-
إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ
بېشکه همدا خبره ده چي الله تاسي د هغو خلکو د دوستي څخه منع کوي، چي ستاسي سره د دين په معامله کښي جنګېدلي دي، تاسي یې د خپلو کورونو څخه ایستلي یاست او ستاسي په ايستلو کښي یې يو د بل ملاتړ کړيدى. له هغو سره چي كوم كسان دوستي وکړي، همغوى ظالمان دي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ ۖ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ ۖ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ ۖ وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۚ وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْأَلُوا مَا أَنفَقُوا ۚ ذَٰلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ ۖ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
اې مومنانو! كله چي مومني ښځي هجرت وکړي، تاسي ته راشي، نو (د هغو د مسلمانۍ) څېړنه وکړئ او د هغو د ايمان په حقيقت باندي الله ښه پوهیږي. بيا كله چي تاسي ته معلومه شي چي هغوى مؤمني دي، نو كافرانو ته يې بيرته مه ليږئ؛ نه هغوى د كافرانو لپاره روا دي او نه كافران د هغوی لپاره روا دي. د هغو كافر مېړونو چي كوم مَهر هغو ته ور کړئ و، هغه هغو ته بيرته ورکړئ. او له هغو سره په نكاح كولو کښي پر تاسي څه ګناه نشته كله چي يې مَهر ورکړئ. او تاسي په خپله هم كافري (ښځي) پخپله نكاح کښي مه ساتئ، كوم مَهر چي تاسي خپلو كافرو ميرمنو ته ورکړی ؤ، هغه بيرته ځني وغواړئ. او كوم مَهر چي كافرانو خپلو ميرمنو ته ورکړی ؤ، هغوى دي هغه بيرته وغواړي. دا د الله حُكم دى، هغه ستاسي تر منځ فېصله كوي او الله د پوهي او حكمت څښتن دى.
-
وَإِن فَاتَكُمْ شَيْءٌ مِّنْ أَزْوَاجِكُمْ إِلَى الْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَآتُوا الَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَاجُهُم مِّثْلَ مَا أَنفَقُوا ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي أَنتُم بِهِ مُؤْمِنُونَ
او كه ستاسي د كافرو ميرمنو له مَهرونو څخه (چي كافرانو ته ورغلي يا په مكه كي پاتي شوي دي) يو څه تاسي ته له كافرانو څخه بيرته په لاس درنشي او بيا ستاسي وار راشي (پر كافرانو برلاسي شئ او په جهاد كي ښځي او غنيمت تر لاسه کړئ) نو د كومو خلكو ميرمني چي هلته ورغلې يا پاتي شويدي، هغو ته هغومره څه ورکړئ چي د هغو له ورکړيو مَهرونو سره برابر وي. او له هغه خداى څخه ويرېدونكي اوسئ چي ايمان مو پر راوړی دى.
-
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِذَا جَاءَكَ الْمُؤْمِنَاتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَىٰ أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِاللَّهِ شَيْئًا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَانٍ يَفْتَرِينَهُ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِي مَعْرُوفٍ ۙ فَبَايِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ ۖ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
[اې پېغمبره (ص)!] كله چي تا ته مومني ښځي د بيعت كولو لپاره راشي او د دې خبري ژمنه وکړي چي هغوى به له الله سره كوم شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نكوي، خپل اولاد به نه وژني، د خپلو لاسونو، پښو په وړاندي به كوم بهتان جوړ کړی نه راوړي او په كوم نېک كار کښي به ستا نافرماني نكوي، نو له هغو څخه بيعت واخله؛ او د هغو په حق کښي له الله څخه بخښنه غواړه. په يقيني ډول الله بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا مِنَ الْآخِرَةِ كَمَا يَئِسَ الْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَابِ الْقُبُورِ
اې مؤمنانو، هغه خلك دوستان مه نيسئ چي الله ورباندي غضب کړيدى، چي له اخرت څخه داسي ناهيلي دي لكه څنګه چي په قبرونو کښي پراته كافران ناهيلي دي.
۶۰. سورت الممتحنة
الممتحنة
Al-Mumtahanah / الممتحنة · ۶۰ · ۱۳ آیتونه
دا پاڼه د سورت الممتحنة عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.