-
إِذَا جَاءَكَ الْمُنَافِقُونَ قَالُوا نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَكَاذِبُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] كله چي دغه منافقان تا ته راځي، نو وايي: "موږ شاهدي وايو چي ته په يقيني توګه د الله پېغمبر یې." - هو، الله پوهیږي چي ته هرو مرو د هغه پېغمبر یې، خو الله شاهدي وايي چي دغه منافقان بيخي درواغجن دي.
-
اتَّخَذُوا أَيْمَانَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
دوى خپل قسمونه سپر ګرځولي دي او پدې ډول دوى د الله د لاري څخه منع دي او نور منع كوي. څومره ناوړه عملونه دي چي دوى یې كوي.
-
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ آمَنُوا ثُمَّ كَفَرُوا فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ
دا هر څه له دې امله دي چي دوى ايمان راوړ، بيا كافران شول، له دې امله د دوى پر زړونو مُهر ولګول شو؛ اوس دوی په هیڅ نه پوهيږي.
-
۞ وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ ۖ وَإِن يَقُولُوا تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ ۖ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ ۖ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ ۚ هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۖ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
ته كه دوى ووينې، نو د دوى بڼي او څېرې به ډېري شانداري درته ښكاره شي؛ كه وغږيږي، نو ته به یې خبرو ته غوږ ونېسي. خو په اصل کښي دوى ګواكي د لرګي كُندې دي، چي له دېوال سره په مرتب ډول درول شوي وي. دوی هر زورور اواز د ځان پر ضد ګڼي؛ دوى پاخه دښمنان دي. له دوى څخه ځان ساتونكی اوسه؛ خداى دي دوى ووهي، دوى كوم لوري ته اړول کیږي.
-
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ
او كله چي دوى ته ويل کیږي چي راشئ، تر څو چي د الله پېغمبر ستاسي لپاره د بخښني دُعا وکړي، نو خپلو سرونه تاو کړي (مخ واړوي)؛ او ته وينې چي دوى په ډېر غرور له راتلو څخه ډډه كوي.
-
سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] كه ته د دوى لپاره د بخښني دُعا وکړې او كه یې ونکړې، د دوى لپاره يو شانته ده؛ الله به هیڅكله دوى ته بښنه ونکړي، الله فاسقانو ته هیڅكله هدايت نكوي.
-
هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا عَلَىٰ مَنْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّىٰ يَنفَضُّوا ۗ وَلِلَّهِ خَزَائِنُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَلَـٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ
دا همغه كسان دي چي وايي: "د پېغمبر پر ملګرو لګښت كول بند کړئ، تر څو چي تيت پرك شي." - پداسي حـال كي چي د اسمانونو او ځمکي د خزانو مالك الله دى، خو دغه منافقان نه پوهیږي.
-
يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ ۚ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَـٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ
دوى وايي: "كه موږ بېرته مدينې ته ستانه شو، نو څوك چي د عزت خاوند دى (یعني دوی خپله منافقان)هغه به ذليل (مهاجر) له هغه ځايه وباسي." - پداسي حال كي چي عزت خو د الله، د هغه د پېغمبر او مؤمنانو لپاره دى، خو دغه منافقان نه پوهیږي.
-
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ ۚ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
اې مؤمنانو! ستاسي مالونه او اودلاونه دي تاسي د الله له ياد څخه غافل نه کړي. كوم كسان چي دا كار وکړي، هغوى زيانمن دى.
-
وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَا أَخَّرْتَنِي إِلَىٰ أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ
كومه روزي چي موږ تاسي ته درکړېده، له هغې څخه (د الله ج په لار کي) لګښت وکړئ، مخکي له دى چي ستاسي څخه د چا د مرګ نېټه راشي او په هغه وخت کښي هغه ووايي: "اې زما ربه! ولي دي ما ته لږ نور مهلت رانکړ چي ما خيرات کړی واى او په صالحانو کښي شامل شوى واى."
-
وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاءَ أَجَلُهَا ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
پداسي حال کښي كله چي د يو چا د عمر د پوره کېدو وخت رارسیږي، نو الله هغه ته هیڅكله نور مهلت نه وركوي. او تاسي چي څه كوئ الله ښه په خبر دى.
۶۳. سورت المنافقون
المنافقون
Al-Munafiqun / المنافقون · ۶۳ · ۱۱ آیتونه
دا پاڼه د سورت المنافقون عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.